د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان ، چې د ډیموکراسۍ یو خوب دی

د عنایت الله کاکړ ژباړه 10.09.2006 04:00

لیکوال:رابرټ شير

(ښاغلی رابرټ شیر دامریکایو وتلی ژورنالست دی چې دنړیوالو ټاپو په اړه يې ليکنې اونظرونه خورا درانه او له وزنه ډک ګنل کیږي. نوموړی له ۱۹۷۶ نه نیولې تر ۱۹۹۳ پورې دنیویارک ټایمز دورځپاڼې دملي چارو مشر رپورټر وو. نن سبا دTruth Digپه نامه بريښناپاڼې ته ليکنې کوي. دهغه دلیکنو دلوستلو لپاره په لاندې پیوند کلیک وکړئ.
http://www.creators.com/opinion_Shell.cfm?pg=biography.html&columnsname=rsc

په نړۍ کې دهیروینو او نور ډول ډول نشه يي توکو دکارونکو،پلورونکو لپاره سږکال خوراپه زړه پورې خبرونه له ځانه سره لري. له افغانستان نه دراغلو رپورټونو پربنسټ ویل کیږي چې هلته سږکال دهیروینو تولید دتیرکال په پرتله دوه ځله زیات شوی اوداچي راتلونکی کال به له بنکاک نه نیولې ترلندنه پورې دهیروینو بيې خورا کمې وي اوپدې ډول به دهیروینو نشه یان په ټوله اروپا کې په مزو کې وي.
خوزموږ په څیر دبې ضرره خلکو لپاره بیا بدخبر دادی چې دبوش په لاس په ازادشوي ډیموکراټیک افغانستان کې دطالبانو ريښې دهمدغو هیروینو په مټ دپخواپه پرتله نورې هم ټینګې شوي دي. اوهغه پدې ډول چې دهیروینو هغه کاروباریان چې له یوې خوا له اروپايي مافیاسره دهیروینو په سوداګرۍ بوخت دي نو له بله پلوه هغوی دهمدغو ګټو په کارولو سره دطالبانو دپوځي ماشین په چلولوکې په خلاص مټ مرستې کوي. ځکه دافیمو زیاتره کروندې اودهیروینو کارخانې هم دطالبانو دواکمنۍ په سیموکې پرتې دي.

له هغه ځایه چې دبوش اداره په افغانستان کې دطالبانو درژیم درانسکورولو پنځم تلين لمانځي اوپه دغه هیوادکې دټولیزوټاکنو له لارې دیوه منتخب حکومت په جوړولو خوښۍ اوجشنونه کوي،ماته دکولمبیا مثال وارپه وار ترسترګو کیږي. کولمبیاچې له امریکاسره په ګاونډکې دافیمو اوهیروینو ترټولو لوی تولیدونکی هیواد دی هم کټ مټ دافغانستان په ډول ازادشوی وو. هلته دسیاسي عمل له لارې دولس په لاسونو حکومتونه جوړیږي اوړنګیږي اوپدې هرڅه دبوش اداره هرکال له خوښۍ نه تخرګونه ګروي. خو حقیقت دادی چې هلته دهمدغو ټول تاکنو له لارې نن له پارلمان نه نیولي دهیواد ترټولو لويې څوکۍ پورې دنشه ایزو توکو سوداګران ناست دي. کولمبيا یوداسې هیواد دی چې دنشیه ایزو توکو کاروبارپکې دیوه څنګیز(متوازي) اقتصاد بڼه خپله کړيده.

افغانستان هم دبوش په لاسونو دهمدې لپاره دطالبانو له لاسونووژغورل شوچې نړۍ دترهګرۍ اونشه ايزو توکو له لعنته خلاصه کړي، خوحقیقت دادی چې نه یوازې داچې نړۍ له دغو بلاو نه ونه ژغورل شوه بلکې هم افغانستان اوهم نړۍ دترهګرۍ اوهیروینو په منګولو کیوتل.

په افغانستان کې واک هغه چاته وسپارل شو چې ولس يې بانډیتان،غله،داړه ماران اودهیروینو لیږدونکي بولي خوښاغلی بوش دغه خلک ددې لپاره خپل سکني بولي چې له هغه سره يې دطالبانو په ماتولوکې مرسته کړيده.
عراق که څه هم له نشه ایزوتوکو سره اړخ نه لګوي خو دښاغلي بوش دډیموکراتیزه کولو او ازادولو دپالیسۍ دسمبول په بڼه يې نوم یادولای شو. له امریکايي يرغل نه وړاندې په عراق کې دناقانونه وژنو په نوم هیڅ څه هم نه وو خو هلته دامریکایي سرتیرو له تګ نه وروسته اوس هره ورځ په لسګونو بیګناه ولسي خلک وژل کیږي. ښاغلي بوش ددې لپاره چې عراقي میرمن له موډرن ژوندسره اشناکړي دهغوی په پرده اوبرقعه يې بندیزولګاوه خو له بده مرغه عراقي میرمنو اوس له څیلمي دبرقعې اوچادري کارولو ته لاس اجولی دی اوهغه ددې لپاره چې ځان دامريکايي سرتیرو له جنسي تیریو وساتي.
په هرحال، امريکايي ټلویزوني چینل ای بي سي دملګرو ملتونو دنشه ایزو توکو دمخنیوي دادارې په حواله خبرورکړی چې په افغانستان کې سږکال دافیمو په کښت اوهمداراز دهیروینو په تولیدکې په سلوکې اویازیاتوالی راغلی.ددغې ادارې درپورټ له مخې ویل شوي چې په افغانستان کې دملګرو ملتونو اونورو نړیوالو له لوري دنشه ایزو توکو دمخنیوي لپاره لګول شوي ملیاردونه ډالر ټول اوبو وړي دي. ځکه دنشه ایزو توکو کاروبار اوس دافغان اقتصاد یوپه دریمه برخه ګرځیدلې ده. همدغه هیروین دي چې په جنوبي افغانستان کې طالب وسله والوته ورباندې وسلې اخستل کیږي، دنړیوالې مافیا خیټه ورباندې ډکیږي اوپه ټوله نړۍ کې هرکال نژدې سل زره کسان دنشه ایزو توکو دزیاتې کارونې له امله وژل کیږي.
دملګرو ملتونو دنشه ایزو توکو دمخنیوي دادارې مشر ښاغلي انتونیو ماري کوستا پرون ورځ په ډاګه کړه چې په افغانستان کې دترهګرۍ، ناقانونه وژنو، په حکومتي ليکو کې ددرغلۍ ترټول لوی لامل همدا دنشه ایزو توکو کرکيله اوکاروبار دی.سره لدې چې دبوش دادارې یو جګپوړي چارواکي همداپرون ورځ ادعا وکړه چې د دوی دبېساریو هڅو په پایله کې افغانستان اوس دالقاعدې دغړو او نورو ترهګرانو لپاره یو خوندي ځای ندی پاتې اوداچې په هیوادکې دولسي ټاکنو په پایله کې رامنځته شوی دحامد کرزي حکومت له بیساري ولسي ملاتړ نه برخمن دی. خلک خوښ دي. ډیموکراسۍ په ولس کې ريښې غزولي اوپرمختیايي کارونه ښه په درزکې روان دي.
خو حقیقت دادی چې دبوش دادارې دچارواکي دغه ادعاګانې دخلکو له غولونې پرته بل هیڅ نوم نشي لرلی.دبوش دادارې دغه ټګ چارواکی دا ادعاپداسې حال کې کوي چې دافغانستان په نیمايي برخه کې طالبان سرې سترګې ګرځي. حکومت له کابله دباندې هیڅ کنټرول نلري. دافغانستان په ګاونډ پاکستان کې سرحدي اوقبايلي سيمې دطالبانو ترواک لاندې دي. داسې واک چې همدا اوس اوس دجنرال پرویزمشرف پوځي حکومت هم په رسمیت وپیژانده. دالقاعده دشبکې مشر ښاغلی اسامه بن لادن په افغان-پاکستانۍ پوله باندې دهغې ورځې انتظارکوي چې دکابل امريکايي پلوه رژیم نسکور شي اوبن لادن یوځل بیا په ارامه فضا کې خپل پلانونه اوپروګرامونه مخ په وړاندې بوزي.
په افغانستان کې دبرتانوي سرتیرو قومندان هم پخپله یوه اوسنۍ مرکه کې په ډاګه کړې ده چې دافغانستان اوسنی حالت انارشي ته نژدې یوحالت دی اوداچې حالات ورځ په ورځ دنړیوال اتلاف له ګورته وزي.نوموړي ويلي چې نشه ایز توکي دافغانستان غیرحکومتي اقتصاد ګرځیدلی. دحکومت لوړپوړي چارواکي په پوره سپین سترګۍ سره پدغو خړو اوبوکې کبان نيسي.

حقيقت دادی چې دبوش اداره په هغو ژمنوکې په یومخیز ډول پاتې راغلې ده چې له امریکایي ولس اونړیوالو سره يې دستمبرله بریدونو وروسته کړې وه. ولسونو ته دازادۍ په نوم انارشي ورکړل شوه. دحکومت په نوم يې ورته بې مهاره وسله والې ډلې ورکړې. دډیموکراسۍ او ازاد اقتصادپه نامه يې هغوی ته هیروین او نور نشه ایز توکي په لاس ورکړل. دې څه ته په کتلو سره سړی داويلی شي چې بوش داهرڅه په لوی لاس همداسې کول غوښتل. دهیروینو غوړيدلي کاروبار ته په کتلو سره سړي ته شک پيدا شي چې هسي نه پخپله دبوش اداره په دغه کاروبارکې ګډون ولري.