د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غازي امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ ستوری

حبيب اله غمخور 19.08.2006 03:00

لاتر اوسه يې ماغزه پر کرارندي
چاچې زماسره وهلی سرپه سنگ دی
لا په خوب کې په لړزه پرېوزي له کټه
چې د چا تر غوږو زما دتورې شرنگ دی
((خوشحال بابا))

درنو هيوادوالواودقدروړلوستونکو سره لدې چي دا ۲۷ کاله کيږي زموږ دهيواد دخپلواکۍ لمر يزه څيره دپرديودسياسي اوپوځي تاثيراتو ترسيوري لاندي  راغلې ده او همدا اوس هم  زموږ هيواد ددبهرني تړاوپه مختلفومرحلو کې قرارلري بيا هم دهغه ملې غروراوخپلواکۍ سره دزياتي علاقې له مخي چې افغان ولس  يې لري  دادۍ  يوځل بيا پدغه ستونزمنو حساسو اوسوال بر انگيزه شرايطو کښي  په هيواد کې دننه اوله هيواد نه بهر افغانان   په زياتو خوښيو سره سږ کال يو ځل بيا دخپلواکۍ دتر لاسه کو لو نه هېرېدونکې خاطره  د((اوه اتيايم )) ځل لپاره په خپلو يا دونو کي دخوښيو دمحفلونو په جوژولو کې  را تازه کوي  . له وخت نه په گټه اخيستلو کي ځان دافغان ولس سره پدغه خوښۍ کې شريک بولم اوپدې وسيله دنړۍ په هرگوټ کې چي افغان اوسې  دمبارکۍ او نيکو هيلو په وړاندي کولو سره هيواد اوبشريت  ته دچوپړ پلار کې دلازياتوبرياو هيله کوم . گرانوهيوادوالو هغه پخواگټلې خپلواکی مومبارک اوياد يې نيکمرغه  ! ! !

تاريخ ددې شاهد دی چې دا مغرور ملت هيڅ وخت دنړۍ يوه زبرځواک ته هم دغلامۍ سر ندی ټيټ کړی.
که څه هم افغانستان پداسي يو ه سياسي څولور لاري کي پروت دۍ ،کله چي دنړۍ هر غاصب  غوښتی په دغه سيمه  کې پر ولسونو تيرۍ وکړی نوهرومروئې  زموږ پاکي خاوري ته يې يو ځل خپل کرغيړن مخ را څرگند کړی  دی . دا چې بيا يې دغه پر آزادۍ مين ملت پزه په مځکه څومره ورمښلې ده،زموږ دهيوادوياړلی  تاريخ دافغان ولس دداسي قهرمانيو زياتي افسانې  له ځانه سره لري .
انگريزي  استعمارگرو دخپل سياسي حاکميت دټنگولو،په سيمه کې سياسي اواقتصادي موخوته رسېدو لپاره زموږ پر مقدسه خاوره درې ځلي  حملي کړيدي ،خو يو ځل هم پر دې ندي بريالي شوی چې زمور پر خاوره دزياتي مودي لپاره  خپل بشپړ سياسي  واک قايم او دايم کړي (   ۱۸۳۹  ،۱۸۷۹،۱۹۱۹) .    
له يوې خواداستعماري زبرځواکو په مقابل کې دافغان ولس مقاومت اوله بلي  خوا په نړيواله کچه دلومړۍ جهاني جگړي په پايلو کې دمځکي پر مخ دسرمايدارو هيوادو ترمنځ داروپايي هيوادوپه اړيکو اوددوي په سياست کې  داستعمار ددوام په خاطر کوټلې تغيرات رامنځته شول ،په پخوانۍ تزاري روسيه کې کمونست گوند سياسي واک ترلاسه کړ ،دغه گوند دخپلو سياسي موخواوکړنلاري په اساس په ټوله نړۍ کې تر استعمار لاندي هيوادو دخپلواکۍ دحق دترلاسه کولو په خاطر خپل حمايت تر استعمارلاندي ولسونو دآزادۍدحق ترلاسه کولوپه خاطر  اعلان کړ . په حقيقت کې له همدغه ورځې دنړۍ پر مخ دساړه جنگ خښته کښېښودل شوه يعني نوي شوروي جوړشوي هيواد چې مشری ېي دکمونست گوند پلاس کې وه دمځکې پر مخ دټولو هغو هيوادو خلک  دخپلواکی دترلاسه کولو په نامه جگړې ته راوببل کوم چې دانگلستان او نورو اروپايي هيوادو تر سياسي او پوځې ولکې لاندي يې ژوند کاوه . دافغانستان لپاره دنړۍ په کچه دغو تغيراتو زيات ارزښت درلود ځکه په افغانستان کې دخپلواکۍ دجنبش مشرانو امکان تر لاسه کړ چې دانگليسي استعمار گر قوت په مقابل کې دشوري اتحاد لخوا ملاتړ لاسه کړ ې ، اوپدغه مرحله کې افغانان نور له شمالي گانډي څخه دتيری اوحملي ډار نه درلود .   د ۱۹۱۹ کال دآزادۍ دتر لاسه کولو جگړې دابد لپاره پر افغانستان باندي دبهرني استعماري زبرځواک سلطې ته دافغان دميړني ولس  دستر او غښتلي بچي اعلحضرت امان الله خان په مشرۍ   دپاي ټکۍ کښيښودل شو.
که څه هم افغان ولس دامير حبيب الله خان دسلطنت په دوران کي دا پرېکړه کړې وه چي انگريزان به له خپله هيواده شړي ،خو دا پروسه هغه وخت غښتلې شوه کله چي دغازي امان الله خان  د پلار حبيب الله خان تر وژل کېدو وروسته  دهيواد دمشرتابه واگې ځوان روڼ اندي امان الله خان ته چې دهيواد په روشنفکري سياسي حلقواوقومي مشرانوکښې يې پوره محبوبيت درلود وسپارل شوې  .  هغه وخت هم افغان ولس انگريزي استعمار ته دنفرت په سترگه کتل خو امير حبيب الله  خان خپل پاچاهي کول دآزادی ارزښت ته  ځکه نه ومتوجه چي له يوې خواانگريزانو کوښش کاوه هغه پدغه خپله دپردو ترسياسي سيوري لاندي پاچاهۍ کې خوشحاله وساتی،اوله بلې خوا هغه  خپله هم  زيات عمر په خوښيو ،عيش او عشرت کې تيراوه ، په دربارکښي يې اروپايي او شرقي  پادشاهانوکړو وړودرباري بيلگې له ورايه ليدل کېدې خوددغو ټولو لگښتونو مصرف بيادافغان ولس پرغاړه يودرند پېټۍو،دغه حالت  دپاچا او خلکو تر منځ واټن زيات کړی وخلک له پاچانه خوښ نه و.
دامير حبيب الله دغه ځان پېژندنه اوخلکو سره ناوړه سلوک ،دبهرنيانوپه ځانگړې توگه له انگريزانو سره دده ډير نږدې اړېکې ددې لامل وگرځيدل چې د۱۹۱۹دفبوري په ۲۱دلغمان دکله گوش په سيمه کې  چي دهغه  دژمنۍ ښکار ځاي و دنامعلومو کسانو لخواپه مرموزه توگه ووژل شواو خلکو هم دهغه  دمرگ په هکله کوم کلک غبرگون  ونښود .
دامير حبيب الله خان تر مرگ وروسته د۱۲۹۶ هجري شمسي کال دحوت په نهمه نيټه   دکابل دښار د عيدگاه په جامع جومات  کي دجوړې شوې لويي غونډي  په طرځ کښې دځانگړو مراسمو له مخې  دامان الله خان پر سر ده پادشاهۍ تاج کښيښودل شو اوله همدغي نيټه نه هغه  دافغانستان پاچا اعلان شو .
آمان الله خان پخپله لمړنۍ ويناکي وويل :
اول : زه دافغانستان  ټولو خلکو ته دا اعلان کوم چې ما دا تاج دافغانستان دکورنۍ او بهرنۍ آزادۍ په خاطر پر خپل سر کښېښود ،زماغوښتنه ستاسو شريفو او پر آزادۍ مينو خلکو څخه داده چې تاسوبه پدي لار کې زما ملاوتړۍ او مرسته به راسره کوی .
دوهم  : زه به هرومرو دخپل پلار قاتلا ن پيداکوم .
دريم :  دافغانستان په اوسنی شاته پاته ټولنيز او اقتصادي  نظام کښې به نوی بنسټيز  او مثبت تغيرات راځي .
امان الله خان  دانگريزانو پر خلاف دکابل ښار اوسيدونکو او نورو افغانانو ته په جرگواومرکو کښې  دانگريزانو  دشومواو استعماري  موخو په هکله چي غواړي زموږ پاکه خاور تر خپلي استعماري سلطې لاندي را ولي په وار وار تاريخي ويناوي کړيدي  او افغان ولس يې دخپلواکۍ دتر لاسه کولو په خاطر دانگريزانو پر خلاف مبارزې  اوسرښندني ته  رابللۍ دۍ .  هغه دکابل دښاريانو هغې لويي غونډي  ته  په خپله يوه وينا کې وويل  : زه ځان د خپل هيوادکورنۍ اوبهرنۍ  استقلال  اعلا ن نوم  . پسله دېنه موږ  دنړۍ دنورو هيوادونو پشان يو آزاد او مستقل ملک يو ؛ هيچاته به په هيڅ ډول  دا حق اواجازه ورنکړو چي زموږ په کورنيو او بهرنيو چاروکي لاس ووهي او يا مداخلې ته زړه ښه کړي  ؛او که بياڅوک ځان ته دا جرات ورکړي سر به يې پدغه توره  چې له تېکي يې راويستل ورپرې کړم  او مخ يې د انگليسانو سفيرته چي پدغه غونډه کي ناست و ور واړاوه او ځني ويې پوښتل  : ايا پوه شوې چې ما څه وويل ؟ هغه په زياته وارخطايي اوپه آدب دسرپه ټيټه ولوسره وويل  : بلي صاحب  پوه شوم   .  داوه هغه وينا چې دافغان ولس دغيرت وينه يې نوره هم پر جوش راوستل دهيواد لوي او واړه ، ښځي او نارينه، په ميړانه او صداقت سره   پر وطن اوخپلواکۍ مين  پاچا شاه آمان الله  شاته ودريدل .
امان الله  خان د۱۹۱۹م کال داپريل په ديارلسمه نيټه  دخلکو لويي  غونډې ته په تاريخي ويناکښي يو ځل بيادخپلواکی اعلان تازه کولو سره خپله کړنلاره چې په هغه کښي دفردي  آزادیو اوبرابری تامين ، دظلم ،استبداد اورشوت پر خلاف مبارزې  زيری خلکو ته ورکړ ،داپه حقيقت کې دخلکوهغه  غوښتني وې  چې پدغه برخه لیک ټاکونکی وخت کښی دآمان الله خان لخوا اعلان شوې .  پروفيسر لودويک آدمک پدې مورد کې ليکې: کله چې آمان الله خان دسلطنت پر چوکۍ کښيناست په کابل کې سياسي فضا کاملأ اوښتې وه ،ددموکراسی او ملت غوښتني احساسات په روڼ اندواومذهبي پوهانو کي  راپارېدلي وه نورو مثبتو  اندېښنو اود سوسياليسم تفکر دافغانستان خاوري ته لار پيداکړې وه  سراج الاخبار دملت غوښتني نوي اندېښنود رواجولوپه لارکي ښه رول ولوباوه .
امان الله خان دهند  وايسرا دروسي ،جاپان امريکامتحده ايالاتو،فرانسې اوترکې مشرانوته په ځانگړو لېږل شوو ليکونو کښې افغانستان ديوه مستقل اوخپلواک هيواد په توگه معرفي کولو سره دهغوي څخه ددوه اړخيزودوستانه  دولتي مناسباتو اواړيکو دټينگولوپه منظور دنوو معاهدواوتړونودلاسليک کېدوغوښتنه شوې وه  .
دآمان الله خان  ځانگړي استازی محمد ولي خان ددولتي هئت په سر کې شوروي روسې اوځيني اروپايي هيوادو ته سفروکړ،ددغه سفر په پايله کې شوروي لومړۍ هيواد وو چې د۱۹۱۹م کال دمارچ دمياشتي په ۲۷ نيټه يې دافغانستان اعلان شوې خپلواکی په رسميت وپېژندل . البته داپداسي حال کې وه چې انگليسانولادافغانستان  خپلواکي نشوه منلاي اوپدي هکله يې کومه پرېکړه نه وه اعلان کړې . 
انگليسانو په يوه او بله بهانه  دافغانستان دخپلواکۍ دپه رسميت پيژندلو پروسه ځنډول ،او سياسي مانورونه يي اجرا لودويک آدمک پدې هکله څرگندوي : " دبرتانوي هند حکومت داچې افغانستان استقلال  ديوه څرگند حقيقت په توگه ومني يارد کړي حيران پاته وتر ډيره وخته يي پردغه ټکي په تکرار سره پا فشاري کول چې د افغان او انگليس تر منځ لاسليک شوې  معاهده له هغه تعهداتو څخه عبارت دي کوم چې دشخص امير حبيب اله سره لاسليک شوی دي ځکه يې تلاښ کاوه چي داآمان الله خان ددغه غوښتني څخه چې نوې معاهده امضأ شي جلوگيري وکړې "
شاه امان الله د پادشاهی، په اعلان سره دخپلواکی مسله دخپلو خلکو داراد ې اوغوشتنې له مخي مطرح کړه ،يوځاي دخپل ولس ددولتمدارانو  په هيواد کښي دپوهو اوروڼ اندواومشروطه خواهانو ،په مرسته په مېړانه اوشهامت سره دنووکارونوپلي کول پيل کړه ؛ داميرآمان الله خان له خوا ددغوخپلواکو حرکتونوداجرأ کولوپر اسا س په څرگنده توگه ويلاي شو چي په رښتيا سره  له هغې ورځې نه کوم  چې د ۱۹۱۹ کال دفبروري په ۲۳ نيټه آمان الله خان دافغانستان دپاچاپه توگه اعلان شو،دهيواد خپلواکی مرحله پيل شوه . ځکه دده په هغه لومړۍ ويناکښي افغانستان ديوخپلواک اومستقل هيوادپه توگه  اعلان شو ،امانالله خان په خپلو ټولو خبره کې افگانستان دمستقل هيواد په نوم ياداوه اوله بلې خودهر بهرنی هيواد سره په اړېکو،دليکونو او استازوپه لېږلواوتبادله کښې  يې دغه ټکي ته ځانگړې پاملرنه کوله  .

 امان الله خان  دانگيزانو پر ضد خپل سياست ورځ په ورځ دافغان ولس دمشروطه غوښتونکودلومړۍ ډلې  په ملگرتيا نور هم پياوړۍ کاوه .  او د۱۹۱۹ م کال دمۍ دمياشتي په دريمه نيټه يې دهيواد دمختلفو قومونو څخه  ۶۰ زره نفرو  هغه وسله چي په لمړۍ  او دوهمه جگړه  کي دانگريزانو څخه دتيښتي په وخت کي پاته شوې وه را واخيستل د څلورزره توپچي قواو په گډون  يې دخپلواکۍ دگټلو لپاره دهيواد جنوبي او جنوب غربي محاز په لور  دانگريزانو سره ددريم اووروستي ځل لپاره دجگړې ډگر ته روان شول ؛ دې ميړني ولس دانگريزانو هغه ۷۵۰ زره کسيز تربيه شوي اوتر غاښو مجهز قوت ته  چي دهوا له لاري هم دنظامي الوتکو لخوا حمايه کيده داسي ماته ورکړه چي دماتي افساني يې دنورو بهرنيانو لپاره تر اوسه دعبرت درس دی .
دافغان قهرمان او غښتلي ولس جانانه سرښندنه وه چي دنړۍ هغه  ير غلگراوځبېښاک گر يي پر گونډو او اوربند ته حاضر کړ ،کوم چي دسلطنت په قلمرو کښي يې لمر نه ډوبېده . دا مغروره ځواک دهمدغه کال دجون دمياشتي پر دريمه نيټه دسولي او خبرو کولو هغه  کنفرانس ته   حاضر شوکوم چي  په تاريخ کي  يې دراولپنډۍ دسولي دکنفرانس په نامه شهرت وموند. تر هغه وروسته دسولې دخبرو دوهمې  مرحله په پايله کې چې داخبري هم  په لاهورپنډۍ کې پرمخ بيول کېدې د۱۹۱۹ م کال  داگست په ۱۸ نيټه  دراولپنډۍ دسولي معاهده چې په حقيقت کې دافغانستان دخپلواکۍ دپه رسميت پېژندل وه لاسليک شوه ،دافغان دباتوره بچي غازي امان الله خان تر قيادت لاندي د۱۲۸۹هجري شمسي کال داسد په ۲۸ نيټه چې د۱۹۱۹ زکال چي داگست له ۱۸ نيټې سره سمون خوري انگليسانو دافغانستان کامله آزادي او خپلواکي  په رسميت وپيژندل . افغان ولس اولين خلک وه چي په اسيااو سيمه کښې دنړئ هغه زبرځواک چي د امپرطوری په قلمرو کښي يې لمر نه ډوبېده گونډه کړ اوخپله خپلواکی يي په ومنل .  بايد داټکی له نظره ونه غورځول شي چې دانگليسانو اوافغانستان دخپلواک هيواد تر منځ دپخوا پيل شوو خبروپه دريمه دور ه کې چې داځل دکابل ښار دخپلواک افغانستان په پلازمېنه کابل ښارکې رواني وې  د۱۹۲۱ م کال دنومبر په ۲۲ نيټه ددواړو هيوادو يعني افغانستان او برتانوي هند ترمنځ هغه تاريخي معاهده لاسليک شوه چې په حقيقت کښي يې دافغانستان دخپلواکۍ دپه رسميت پېژندولو باندي ددوهم ځل لپاره دتصديق مهر لگولو معنادرلوده . ددغې معاهدې پر اساس دافغانستان اوانگليستان تر منځ هر اړخيز اوله هغه جملې سوداگريزمناسبات برقرار شول .  
دهغو باغيرتو ، پر وطن او خپلواکۍ مينو افغانانو روح دي ښاد وي کوم چي دژوند تر وروستۍ لهظې پوري يې دآزادۍ دتر لاسه کولوپه خاطر سر ورکړ خو سنگر يې دښمن ته پرې نه ښود.  وياړ پداسې پلرونو او نيکونو!
دجهان تاريخ شاهد دۍ چې افغانانودخپلي خاوري دخپلواکی ددښمن سره دجگړې  په ميدان کي خپله قهرماني  ټولي نړۍ ته وښودل ، ټوله نړۍ  دافغانانو دغه ميړاني ته  گوته په غاښ ونيول .  له بدمرغه پر همدغوپه جگړه کې ماته خوړونکو بيا دسياست په ډگر کي داسي وبايلل چي دافغان ولس دستر بچي پرخلاف  یې  دناروا تهمتونو په پايله کي  هغه وطن پرېښودلو ته مجبورکړ . هغه متل ډير پرحق دی چې وايي : (( افغان يي په توره گټي خوپه سياست کې يې بايلي )) . په ۱۳۸۳لمريزکال دزمری دمياشتي په ۳۱ نيټه دافغانستان دسياسي خپلواکی دبيرته گټلواوغازي امان اله خان دواکمنۍ د۸۵يمي کليزي په مناسبت  په جرمني کښي ((غازي امان الله خان  - دافغانستان دخپلواکی ستوری ))په نامه جوړشوي کنفرانس کې دغازي امان اله لور اغلې هنديه دافغانستان  اودامان اله خانزوي ښاغلي شهزاده احسان اله په خپلو ويناو کې دخپل پلار امان اله  دهغي ميني اوعلاقي په هکله دکنفرانس گډون کونکو ته معلومات ورکړ چي هلته دلوي او واژه ،ځوان او سپينږري تر سترگو اوښکې دباران دڅاڅکوپه دود توئيدې .
متاسفانه داغميزه او تير وتنه يوازنۍ دبايللو بيلگه نده ؛ تاريخ دافغان ولس ډيري زياتي  داسي ناوړه ناکامۍ  تيروتني اوغميزي په خپلو پاڼو کي له ځانه سره ثبت کړي دي .
دايوڅرگند حقيقت دی چې اامان الله خان دهيواد دپرمختگ او ترقی سره علاقه درلوده هغه غوښتل چې افغانستان دنړئ دنوروپرمختللو هيوادوجوگه شی ،ولس  ژوند يې له اقتصادي اوټولنيز پلوه  ژوند د ښيرازاوبسيا وي . هغه دعلم ، عرفان تعليم اوتحصيل سخت پلوی و اوغوښتل يې چې دافغان ځوان نسل دهغه وخت اوزمان دټولو تحصيلې او تعليمي امکاناتو څخه بهرمند شي ،هغه دبنسټپالی اوشاته تگ منځنيو پېړيو ناوړه دودغوښتنواو دوديزو سرجوړنه و،امان الله خان دټولو مالي امکاناتو اوخلکو دمرستو څخه په  پراخه استفاده کولو  سره زيار ايست  تر څو په هيوادکي زيات شمير ښوونځۍ جوړي شې . هغه  دهر ډول ستم او توپير غوښتني سره مخالف و ،هغه ته  دمختلفو قومونواو مختلفو مذهبونو پيروان  گران  وه ، اودهر پوه اوعالم درناوی يې کاوه ، دبيلگي په توگه کله چې ډاکتر غني خان دامير حبيب اله خان تر وژل کېدو وروسته پسله يولس کاله دارگ له  زندان څخه راووت ،(۱۲۹۸ش) په ډيره درناوي سره يي هرکلی وشواودامان افغان جريدې دده دازادی خبرپه ډيره خوښی سره خپور کړاودافغانستان په پوهنه کې يې دده دخدمتونودادامي غوښتنه وکړه .هغه په ټولو مذهبې مراسمو کې فعال گډون درلود اوخلک يې ملي يووالی اودهيوادجوړوني ته هڅول ،هغه پدغه ټکي ډير ښه پوهېده چې بيله فردي آزادي ،دمطبوعاتوآزادی دموکراسی اونوروټولنيزو آزاديو څخه اصلأ ژوند کوم مفهوم نلري  .
دهغه دسلطنت په دوران کې زموږ په ټولنه کې کيفي تغيرات پيل شوه دهيوادپه تاريخ کې دلومړی ځل لپاره دسياسي نسبي ازاديوددولت اوخلکو تر منځ په اړيکو کې دشخصي مسونيت امکانات برابر شول  ،دمسلکي لوزده کړولپاره افغان زلمي بهرته ولېږل شوه . 
دهيواد لومړی اساسي قانون د " نظامنامهً اساسي دولت افغانستان " ( دافغانستان ددولت اساسي نظام نامې )  په نوم په ۱۹۲۳ م کال داپريل په ۱۹ نېټه په تاريخي لويه جرگه کښي تصويب شو .
 امان الله خان په زياته علاقمندی سره غوښتل دپخواني زاړه قبايلي اوملک التوايفي  نظام دجرړوپه ابستلوسره دنوي معاصر دولتي سيسټم  بنسټونه ټينگ کړې ،  دمشروطه خواهانواوعامو خلکو په ملاتړئې وکولاي شول ډير ژر افغانستان په نړی کې ديوه مطرح هيوادپه توگه وپېژندل شي .
په زيات افسوس او خواشنی سره  بايد څرگنده کړم چې  دافغانستان دخپلواکۍ ، آزادی اوپرمختگ بهرنيو  دښمنانودخپلو هغو عقدوپه ترسره کولو سره  چي دافغانستان دخپلواکی دترلاسه کولو په خاطر يې له امان الله خان  او افغان ولس سره پيداشوی وې زموږ په هيواد کې دننه  دخپلو نوکرانو اوخرڅ  شوو کسانو په وسيله  د ماهرانه او خاينانه هڅوپه پايله کښې  آماني دولت اونهضت  ته په سقوط ورکولو سره  دهغه پلاس  روښانه شوې شمع دتل لپاره خاموشه کړه . ددې پر ځاي چې هيواد په نړيواله ټولنه کې مناسب ځاي ترلاسه کړی داقتصادي اوټولنيز پرمختگ په لور گړندي او کوټلي گامونه اوچت کړي  پر ټول هيواد دوحشت اوظلمت داسي  تور پېڅول وغوړېد چي آزادهيواد يوځل بياپه تور اوزورونکی زندان بدل شو، دانگريزانو او دهغو دگوډاگيوديوبندي ملايانو په وسيله دافغان ولس داسلامي پاکي سپېڅلي عقيدي څخه په ناوړه اوخائينانه استفادې سره يې له شمالي  تښتېدلۍ مشهور غل اوپه پېښور کې دسماوارچي  په سپينه ورځ دافغان ولس دتاريخي اشتباه اوبې غورۍ په پايله کښي دکابل پر تخت کښيناوه اودغه غله ته يي بېله استحقاق او وړتيانه  دټولو اسلامي نورومونوخلاف  انگليس صفته ملايانولخوا دخادم دين رسول الله لقب پداسي حال کې ورکړه شوچي په يقين سره هغه بيچاره په خپله هم  داسلام له ديني احکامو څخه  چندان خبرتيا نه لرله .
که رښتيا ووايو دافغانستان ملي غميزه اوتاريخي تراژيدي  دامان الله خان دسلطنت دسقوط له ورځې نه را پدې خوا پيل شوېده  چي ريښې ئې دادي ترنن پوريه رارسېږې ،اوس هم کله داولس د مذهبي سياسي  بنسټپالو تاجرو،کله دطالبانو اوکله بيادالقاعدي دبنسټپال اوتروريستي سازمان  ،پاکستاني موليانو،عربي اوعجمي شيخانو او ايراني اخوندانو په منگلوکې دغم داسي  شپې او ورځې سباکوي چي پر چېغو يي په اسامانوکي ملايکې هم دهمدردی او خواخوږی اوښکي تويوي  .زموږ دهيواد غه قسم خوړلۍ دښمن دابې گناه ولس په هيڅ ډول ارام ژوندته نه پرېږدې ،اوس يي هم پرملا او سر لاس ورتيره وې اوورته وايي : ته قهرمان دزمانې يي ،ته داسلام يوازنی مدافع او ساتونکی يې ،  مه پرېږده چي وس دي رسېږې ښوونځۍ سوځوه ،بهرنيان وژنه ،ښارونه ورانوه، په کليو اوښاروکې په خپلو غلچکيو بريدونو او ځان وژنو  بهرنې پوځونه وهڅوه چي ړانده عمليات وکړي افغانان ووژل شي ، تر څو بهرنيا مجبور شي له افغانستان څخه پښې خپلي کړي اويوځل بيا دزورېدلی او کړېدلی ولس دپاکستاني ،ايراني اونوروافغان دښمنو دقدرتو سوبه شي . له بده مرغه دوي ځانونه زموږ په هيواد کې بيگانه نه بولي ،خوموږ بيا ددوي په هيوادو کې  نه يوازي داچې بيگانه يو بکه رښتياومنو تل يي وکرغېړن  حيوانانو په سترگه راته کتلي ،اوپه ټول قوت يي تلاش کړی دی چي زموږ دولس ملې غرور مات کړی ،يوازي يې خپل نوکران او هغه چي ددوي غلامی ته تياروي دخپلوسياسي ،پوځی او اقتصادي موخو دترلاسه کولو لپاره نازولي او دهغوي پوسيله  زموږدغيرتي   ولس سپکاوی کړی دی   .
له وطنه د  غازي امان الله خان تر تگ وروسته  نږدې  اوليري پرتو بهرنيو دښمنانو يوه لهظه هم دا ولس پر ارامه ندۍ پرې ايښۍ . تل يې زموږ په کورنيو چارو کي مداخلې کړي  ،موږ ته يې رژيمونه او درژيمو چارواکي ټاکلي دي ،متاسفانه دبهرنيانو په وسيله دتقرر او تعزل  دا لړۍ همدا اوس هم  پخپل ټول قوت سره روانه ده .
له موقع نه په استفادې سره غواړو افغان ولس پام دغه ټکې ته راواړوم  : دا وطن پدغه خاوره کي د ټولو اوسيدونکو قومونو ، مذهبونو او ژبو ويونکوافغانانو گډکور دۍ ،او پرټولو فرض ده چي دا ټاټوبۍ پخپله او  خپلو ملي  امکاناتو سره له دغه زړه بوږنوونکی  حالت نه راوباسي  . دلته موږ او تاسو کړيږواو زورېږو، بهرنيان پر ټولو مرستواوعلاقه  سربيره نشي کولاي زموږ سره دستونځو دحل په لاره کښي   تر څو چي موږ يې خپله دحل ليوال  نشو لازمي مرستي اوهمکارۍ  وکړي .
اخير تر کومه بايد افغان ولس په خپل ټاټوبی اوکورکې  داسلام دپاکي اومقدسې عقيدې څخه دناوړې استفادي کوونکو پرديولاس پوڅو پوسيله د بل شوی  اورپه لمبو کښي وريت شي ؟   افغان ولس بايد دا هوښياري او توانايي  ولري چي خپله  روښانه راتلونکې پخپله وټاکي .
دا دپرديو په لمسون اوسنۍ دښمنۍ اوټولنيز تاوتريخوالۍ ،ځان وژني سوځوني ،خرابی او اويرانی  بايد تر کومه دوام ولري ؟ دنړۍ ټول مسلمانا ن بيله سوماليا اوسودان څخه خپل هيوادونه جوړوي له اروپا يي اسيايي او امريکايي پرمخ تللو هيوادو سره دعلم ،تخنيک اواقتصادي پرمختگ په برخوکي سياليو ته ځانه جوړوي ،مگر موږ دخپل دخټو کورهم نه پرېږدو چې وران يې نکړو ،زماپه نظر دااسلام اوافغان دوستي نه بلکه لويه تيروتنه اوپه حقيقت کي دهغه دښمن دحوسونو رښتياني پلې کوونکی او قربانيان يو چې يوه لهظه دافغان ولس له ارامۍ او سوکالۍ سره علاقه نلري  او په هيڅ صورت نه پرېږدی چې په افغانستان کې داسي يوغښتلۍ قوي پر خپلو پښو ولاړ دولت جوژړشي کوم چې بيا وکولاي شي خپل حقه اوروا حقوق له همسايگانو څخه وغواړئ.  راشئ پر دغه ټکي اتفاق اوغيرت وکړو چي ځانونه اوهيواد، دپاکستاني ،ايراني اونوروعربي اوعجمي هيوادو له غلامۍ نه خلاص کړو . دادشرم خبر نده چي دا۲۷کاله موږ ونشوه کولاي په خپلو کې سره جوړ او خپلي  کورنۍ    په پاکستان او ايران کې  حتادلته پدگه طلاييقفس اروپاکي له بدمرغيواو زليل ژوند څخهوژغورو،که مو دغه کار ته ملاوتړهله په رښتياسره به موددخپلو نيکونو پلرونو  او خپلواکج دلاري دشهيدانو روح په قبر کي له عزاب څخه ساتلې وي .   داچې دسياسي ، مذهبي ،ژبني ،قومي اوسيمه ايزو  نارواگټو او دولتي واک دتر لاسه کولو پر بنيادغواړي زموږ په هيواد کي دولسونو ترمنځ  داختلاف او دښمنۍ ديگدان  دومره گرم  وساتۍ چي يوازي افغان پکښي سوځي  زموږ دغمځپلي ولس  هيڅ يو درد هم  نشي دواکولاي  .  دپښتنو ستر مشرارواښادپاچا خان  څومره ښکلي  ويلي دي  : راځۍ چي يو کېږو، گنه ورکېږو .په رښتياسره زموږ ولس هغه وخت پر دښمن غلبه پيداکړې اودهغه سريي ورپري کړئ دی  چي په يولاس ،يواواز ،يوه اراده يي ددخپل هوښيار ملي زعامت تر لارښودنه لاندي حرکت کړی دی .  پدي هيله چي زموږ ولس هم دخپل وطن سره رښتيانی مينه ،هيوادجوړونه اودخلکولپاره دهوسااوبسياژوند دشرايطو اوامکاناتوبرابرولو لاري چاري که نور نه کيږي له پاکستاني ،ايراني او عربي شيخانو څخه زده کړی  . ددي خبرې اوشعارپه ناوړه پايلو پوره پوه شي چي ورانی او وژنه په هيڅ ډول داولس نشي خوشبخته کولاي اونه به هيڅ کله موږدنړيوالو جوگه شو .افغان خوهيڅکله غلام نه و؟؟؟ اوس به شرم  نه وي  په  هرپاک اوناپاک نامه چې وې   پر خپله غاړه دپردودغلامی تناو پرېږدو؟؟؟.  فکر کوم تر دغه لوي شرم اودراتلونکی نسل دپيغور لامل به بل هيڅ شی نه وي !  دآزادی اوخپلوکۍ دلاری دشهيدانو اوقهرمانانو پاکي روح ته ددوعاپه ليږلو سره دلوي څښتن له درباره افغان زورېدلي ولس ته دهوسا اوبسيا ژوند اوخپل راتلونکی  ته دجگړې بديل  دمعقولي لاري دلټولو داحساس  پيدا کېدوغوښتنه کوم .
 پای  
..............................................................
ددې مقالې دليکلو لپاره دلاندي علمي اوتاريخي اثارو اوياداښتونو څخه گټه اخيستل شوېده :
۱/ مير غالم محمد غبار  افغانستان درمسير تاريخ .
۲/  علامه مرحوم عبدالحۍ حبيبي   تاريخ مختصر افغانستان .
۳/ علامه مرحوم عبدالحۍ حبيبي   جنبش مشروطيت در افغانستان .
۴ / پوهاند عبدالحۍ حبيبي   په افغانستان کې دمشرطيت غورځنگ  ،پښتو ته دعبدالقيوم حکيمزی ژباړه .
۵/ کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستا نی علامه محمود طرزي  شاه امان اله وروحانيت متنفذ .
۶/ غوث  خيبري  پښتانه دکلتوري ښکيلاک  په زنځېرونوکي .
۷ / محمد ولي ځلمی  دافغانستان اوروسيې دسياسي  روابطولنډه تاريخچه  .
۸/  دشوروي عالمانو گډ معلوماتي او تاريخي اثر (( دنړۍ هيوادونه )) په روسي ژبه  ۱۹۸۸م کال  .
۹/ پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ دپاچا آمان الله واکمنۍ ته يوه نوې  کتنه  .
۱۱ / سيد رسول   نگاهي به عهد سلطنت اماني 
۱۲ /     يوري کوزنتس   جنگ وجاسوسي  درکابل : چپاولگران ازبازي خارج مي شوند . 

 ۱۳/  دښکلا مجلې کال گڼه
۱۴/ همدا ډول له افغان رسالي ، دعوت ،زرنگار  ،کيوان ، مردم افغانستان اوگوربت له مجلو اونورو ياداښتونوڅخه استفاده شوېده .