د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هېواد حالاتو ته ځغلنده کتنه او څېړنه

عبدالواحد (واحدجان) 31.07.2006 04:00
که له یوې خوا د بن پرېکړې، بېړنۍ لویه جرګه، د اساسي قانون تصویب، د جمهوري ریاست ټولټاکنې، د مؤقتې انتقالي او انتخابي ادارې لاسته راوړنې ګنل کېږي، له بلې خوا، یې ډېرې زیاتې نيمګړتیاوې او ستونزې هم رامنځته کړي. لومړی دا چې د بن پروسه د یوه اړخ د څلورو ډلو په ګډون رامنځته شوه چې یوه ریښه او بڼه سره لري. د ولس استاځي، د سولې او دیموکراسۍ پلویان او روڼ اندي پکې نه ول. همدا راز، د دواړو لویو جرګو برخه وال جنګي قوماندانان، جنګ سالاران چې موږ یې مجاهدین بولو، سره راغونډ شوي ول. د جرګو جریانات خوندور نه ول چې په هومره لګښتونو نه ارزېدلې. پرېکړې یې هم له پخوا ټاکلې شوې وې. په اساسي قانون کې هم د تېرو قوانینو په پرتله کوم خاص نوښتونه نه ترسترګو کېږي. کېدای شوای چې د یوې علمي قانونسازې شورا له خوا قانون جوړ شوی وای او د پارلمان په وسيله تصویب شوی وای نو موږ به دری نیم سوه میليونه ډالره سپما کړې وای. د جمهوري ریاست ټولټاکنې هم ډراماتیکې وې او له لګښتونو پرته یې کوم خاص رول نه درلود. هسې هم کرزی صاحب د افغانستان جمهور رییس و. په پارلماني ټولټاکنو چې څومره لګښتونه وشول، او جنګ سالاران، قدرتمندان او ځینې ناپوهان یې له پارلماني مصؤنیت او مزو څخه برخورداره کړل چې کارنامې یې موږ وليدلې او لابه یې ګورو.
 د نړیوالو ځواکونو شتون، د دې پرځای چې زموږ د هېواد په سوله، امنیت او بیا رغونه کې رول ولوبوي، د بې امنیتۍ، بې ثباتۍ او خرابیو لوی لامل ګڼل کېږي، هغه دا چې، هغوی زموږ ټولنه نه ده مطالعه کړې او له شورویانو څخه یې هم پند وانه خیست. خلک نن د شورویانو یرغل ته هومره بد نه ګوري لکه چې دوی ته ګوري. شورویان به نارینه او ښځې، بې وسلو او بې محافظینو، د پرګنو په ګڼه ګوڼه کې ګرزېدلای شول. که کوم ډېر مشکوک سړي به هم روسي ته وویل چې "دوست" نو روسي به هم لاس ورته پورته کړ او په خندا به یې ورته وویل چې "دوست" او لاره به یې ورکړه. بله دا چې د هغوی نظامیان په خپلو پوځي قرارګاوو پورې محدود ول. د ملکیانو کورونه به یې زموږ د هستوګنې په سیمو کې ول، د سوله ساتو ځواکونو منسوبین خو چې په ښار کې ګرزي، هغه هم په شوبلو او د ګولیو ضد موټرو کې، بیا یې هم کلاشینکوفونه او دهشکې په داسې حال کې چې ګوتې یې په ماشو نیولې وي، زموږ د بې دفاع، بې وسلې او غريبو لارویو او د موټرونو د سپرلیو په لور توجیه کړې، تېرېږي او ډېر په قهر او غضب زموږ ولسونو ته ګوري. یو وخت زموږ په قانون کې د وسلې توجیه کول هم جرم ګڼل کېده او مجرم به دوه دری میاشتې قید تېراوه، خو د زورورو اوبه مخ په پورته ځي. ویل کېږي چې امریکایي سرتېرو ته دا حق ورکړل شوی چې که کوم مشکوک کس وویني، ویې وژني. بل دا چې ویل کېږي چې زموږ له دولت څخه یې دا شرط هم ترلاسه کړی چې امریکایي تېري کوونکي او مجرمین به دلته په افغانستان کې نه، بلکې په امریکا کې محاکمه کېږي. موږ د پوښتنې حق نه لرو. په عراق کې یوه امریکایي په یوه ځوانه نجلۍ تېری وکړ او بیا یې هغه د خپلې کورنۍ د دریو غړیو په شمول په قتل ورسوله او د دې جرم سزا دا شوه چې هغه کس له دندې ګوښه کړی شي او بس. نو څرنګه به عراقیان خوښ او سوکاله شي. یا دا چې ده یوه اسرایيلي سرباز په سر، چې د حماس د ډلې لخوا یرغمل شوی، تر اوسه لسګونه فلسطينیان د هغه په بدل کې وژل شوي، د صدراعظم په کور او دفتر بمباردمانونه وشول او د غزې ښار په کربلا بدل شو خو نړیوال ضمیر او وجدان په پټه خوله ، په رډو سترګو نندارې کوي. یا دا چې دوه اسرایيلي سرتېري، چې د لبنان د حزب الله ډلې، او په هغو کې کومو جاسوسانو تښتولي، څو اسراييلو ته بهانه په لاس ورکړي، او لبنان په کنډواله بدل کړي. د اسراییلو تېري ته د نړۍ ابر قدرت، مشروعیت ورکوي، دا به هم هرومرو د صلیبي جګړې یوه څنډه وي، ګنې، څرنګه کېدای شي چې دومره لوی جرم او تېري ته د ځان نه د دفاع د مشروع حق نوم ورکول کېږي.
 زموږ په هېواد کې په داسې یوه حالت کې چې امن تامین نشو، او د خلکو مال، ناموس او سر خوندي نه دي، اداري فساد اوج ته رسېدلی، اصلاً اداره نشته چې پخوا هیڅ وخت هم دغسې حالت نه و راغلی. د مخدره موادو د کښت او قاچاق له امله زموږ هېواد په نړۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړی او د فقر او سرمایه داري فاصله دلته هره ورځ زیاتېږي، لوږه، بېکاري، او غربت اخيري حد ته رسېدلی، په بشپړ اکثریت باندې هم له مالي او معیشتي اړخه او هم له سیاسي او ټولنیز اړخه د یوه موټي لږکي واکمني ده، چې هیڅکه هم دا شان نه وه، او موږ د تباهۍ کندې ته اچوي. دا چې په ماقبل فیوډالي ټولنه باندې د پانګوالي او هغه د انحصاري پانګوالي نظام تحمیلوي، داسې معنا لري لکه چې څوک په یوه کوچني ګیلاس کې غټه هندواڼه ځایوي نو یا خو به ګيلاس ماتېږي او یا هندواڼه. نن چې څومره زموږ ټولنه په تکلیف ده، ځورېږي او دردونه زغمي، همدا د ګيلاس او هندواڼې کیسه ده. دا نه یوازې په اقتصادي لحاظ، بلکې په فرهنګي، کلتوري، عنعنوي، دیني، قومي، ملي او وطني لحاظ هم همدا شان ده... نو که له یوې خوا ګیلاس ماتېږي، له بلې خوا د هندواڼې هم چندان خوند نشته. نو په داسې یوه وضعیت کې به زموږ د چارواکو حال څه وي؟
 حالاتو زموږ دولتي زعامت په وعده خلافیو، او حتي قسم خوړونو او بې وفاییو بدل کړی. دی هم عجیب خلک دي، له هغو ولایتونو څخه چې دوی ته یې د جمهوري ریاست په ټولټاکنو کې له ۹۵ څخه تر ۹۷ سلنې رایه ورکړې وه، یو تن هم کابینې ته را نه ووست. له هغو څخه چې ۵٪ رایه یې هم نه ده ورکړې، (۹) تنه وزيران وټاکل شول چې چندان اهلیت یې هم نه درلود. همدا راز، هغه جنګ سالاران چې دوی یې ډېر بد اېسې، په لوړو منصبونو ونازول، خو دوی ترې ګټه وچته نه کړه، او لا یې سرخوږی ورته پیدا کړ.
 یوه ډېره ناوړه پدیده دا ده چې کرزی صاحب کاري ټیم نه لري. دغه خبره هرڅوک کوي خو زه به علاوه کړم چې ټیم لري خو کاري نه، بلکې بېکاره ټیم. او همدا راز، بېکاره او ناسم مشاورین. که یې ښه مشاورین او ښه کاري ټیم لرلای، په ملي، سیمه ییزو او نړیوالو چارو او مناسباتو کې به ډېر پیاوړی او بریالی وای.
 ډول پوهېږي چې زموږ کدري سیاست یو مخ خراب سیاست دی. اداره مو جوړه نشوای کړای، د دولت او خلکو ترمنځ واټن ورځ په ورځ زیاتېږي او لاملونه یې هم ډېر او څرګند دي چې ملي او نړیوال فکتورونه پکې دخيل دي. که مو ښه پالیسي جوړوونکې لرلای نو موږ به په سیمه کې برلاسي و. ښه ګورو چې ګاونډیان په موږ ملامت دي. د دې پر ځای چې موږ ټول اسناد، مدارک او فکټونه د اصولي او قانوني، ملي او نړیوالو کانالونو له لارې ورته څرګند کړو، او ملامت یې کړو، په لوی لاس ځان ورته پړ او دوی ته تقریبا برأت ورکوو. هغوی سپین بازان شي. د کرزي صاحب محیط (حلقه به یې نه بولو) په یوه غږ، یو له کندهاره، بل له ننګرهاره، یو له خوسته، بل له زابله، له والي نیولې، تر ولسواله، حتی تر سرتېري پورې، له نړیوالو خبري رسنیو سره د ګاونډیانو لاسوهنې غندي او کله کله داسې خبرې وکړي چې موږ ورباندې ګرم بلل کېږو. حال دا چې هغه څوک چې ځان اپوزیسیون ګڼی، هغوی د پاکستان د بربنډو مداخلو په وړاندې غلي او خاموش دي. حتی په پاکستان کې د هجرت د کلونو خوږې خاطرې بیانوي.
 د دواړو هېوادونو د چارواکیو ناندرۍ نړیوالې میډیا ته راوتلي. زموږ زعامت یوه ورځ اعلانوي چې " چون به میدان آمدی میدانی ام" بله ورځ کرښه راکاږي، او وایي: "دا د ډېورنډ کرښه ده، دلته زما شینواری دی، هلته ستا شینواری دی، دلته زما مومند اوسېږي، هلته ستا مومند اوسېږي، دلته زما بلوچ دی، هلته ستا بلوچ دی، دا زما ده، هغه ستا ده". نو زموږ ډېر پخوانۍ ادعا یې، چې وایو، تر جهلمه زموږ خاوره ده، له خاورو سره خاورې کړه. دا څرګندونې په خپله د کرښې رسمیت نه ښيي؟ په دې کرغېړنه کرښه خو مو په ميلیونونو شهيدان ورکړل. نو زموږ د دولت مشاورین چې دا دومره لوړې لوړې تنخوا ګانې اخلي، آیا دوی ته به حرامې نه وي؟
 یوځل بیا په کندهار کې زموږ زعیم لوړه وکړه چې که امنیت تامین نه کړم، استعفا به وکړم. دې اعلان د هغه مخالفین یوې وړې شانتې کودتا ته چې له پخوا یې ورته کار کړی وو، وهڅول، او د غبرګولې د اتمې اړودوړ یې رامنځته کړ. هغوی نړیوالو ته وښودله چې امنیت تامین نه دی، نو یې نه یواځې دا چې په موږ لوړه واړوله، ځینې امتیازات یې هم راڅخه ترلاسه کړل او د راتلونکیو اړودوړونو او زور ازموینو پرکټيس یا ازموینه وشوه. تر دې چې د ترهګرو او دهشتګرو حوصله افزایي یې وکړه او هغوی ته هم اندازه ولګېده چې امنیتي ځواکونه کمزوري دي نو پايله یې د وروستیو شپو ورځو چاودنې او بم اېښودنې شوې. د کرزي صاحب د ایران سفر هم د ده لپاره چندان نېکمرغه نه و. ښایي له احمدي نژاد سره یې پټې څه خبرې کړي وي چې غربیان ورباندې خبر شوي وي او د پورتنۍ پېښې یو لامل و اوسي. ځکه په یوه خوله نړیوالو مطبوعاتو، زموږ د دولت خلاف پروپاګندې راپورته کړې. هلته د علي احمد "جلالي" صاحب، دلته د اشرف غني احمدزي، هلته د پاکستاني لیکوال احمد رشيد صاحب، دلته د اپوزیسیون څرګندونې، تحلیلونه او مقالې په زور او شور د امریکایي او اوروپایي معتبرو ورځپاڼو سرمقالې شوې. په ډېرو معتبرو خبري رسنیو کې زموږ د دولت ناکامي او ضعف هره ورځ بیان شو. تر دې چې ده هم له نړیوالو دوستانو څخه ناهيلي او نارضایتي څرګنده کړه. نو ورځ په ورځ زموږ د زعامت تله سپکېدله، په تېره بیا هغه مهال چې ده د غبرګولې د اتمې د تاوتريخوالې ماجرا غوښتونکې مجازات نه بلکې مکافات کړل او د نړیوالو خبري رسنیو په وینا چې دیارلس تنه هغه کسان چې د بشر حقوق یې تر پښو لاندې کړي، او لاسونه یې د خلکو په وینو سره ول، په مهمو دندو وګومارل شول. د دې ټولو کمیو او نیمګړتیاوو له کبله د دولت پاڼه څه ناڅه ژيړه ښکارېده. حتې علی البدل یې هم تبلیغېده، خو د امريکې د باندینیو چارو د وزيرې راتګ او د ده په ادرس دوو دریو خبرو هرڅه بدل کړل. تر دې چې جاپان لږ څه وړاندې ويلي ول چې موږ به داسې بې کفایته دولت ته نورې مرستې ور نکړو...خو همغه جاپان هم نرم شو، خپلې خبرې یې بېرته واخیستلې او کرزی صاحب هم ډېر خوښ او مطمین راڅرګندېږي. جاپان ته ولاړ او لاسته راوړنې به هم ولري.
 یو وخت به د پاکستان وزیراعظمانو ځان ته ډېر ویاړ او فخر ګاڼه چې له امريکې سره ښې اړیکې لري او امریکا په ښه سترګه ورته ګوري. بېنظیر بوټو به ویل چې بل کلنټن مې کلاس فيلو "ټولګیوال" دی او نواز شریف به ویل چې هغه هم تاجر دی او زه هم تاجر یم، زموږ ډېرې ښې اړیکې دي او څه ناڅه شریکان هم یو، نو په ما د هیچا زور نه رسېږي. بېنظيرې به ویل چې په ما د چا زور نه رسېږي. هغوی دواړه په حقه ول، ريښتیا هم داسې وه. زموږ د کرزي صاحب دې خدای (ج) مل شي، او هیچا ته دې اړ نه وي، توکل دې یې په خدای وي او د ملت باور دې یې ترلاسه شي. که زموږ مشورې ومني، موږ امنیت راوستای شو خو: یوه ستر عالم، ډېر پخوا یوه خبره کړې وه: " بریالیتوب یوازې د هغه چا په برخه کېږي چې په پرګنو باور ولري او د ولسونو په ژوند بښونکې خلاقه چینه کې د باور او اعتماد غسل وکړي."
 په خلکو باور ډېر اسانه کار دی، خو د خلکو باور او اعتماد ترلاسه کول، ډېرې زیاتې قربانۍ غواړي. زموږ د سيمې شاعر علامه اقبال وایي:
 خودي کو کر بلند اتنا که هر تقدیر سې پهلې
 خدا خود بندې سې پوچهې، بتا تېرا رضا کیا هې
 
 یعنې ځان دومره اوچت کړه چې له هر تقدیره وړاندې خدای پخپله له بنده وپوښتي چې ووایه، ستا رضا څه ده؟