د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وړانګو څاڅکي د وردګو له والي سره د روڼ آندو کتنه

ګل آغا احمدي وردګ 24.07.2006 03:00
سره له دې چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د ستونزو له شته والي نه انکار نه شي کیدای خو له نیکه مرغه چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د بیا رغونې کاروان پر مخ روان دی. د لوی خدای (ج) په مرسته او د افغان برمیال ولس د خواریکښو پرګنو په پراخ ګډون او بشپړه همکارۍ به د هیواد د سمسورتیا کاروان هرو مرو د سر منزل په لوري د رسیدلو سفر بشپړوي او دغه وران کور به د بیا رغونې په ګاڼو باندې سنبالوي.
 د هیواد بیا رغونه د ټولو افغانانو ګډه دنده ده او نوموړی بهیر اړ دی چې د هیواد ټولې پرګنې د خپل مسوولیت په اندازه د زړه له کومي پکې ونډه واخلي. ځکه چې یو بهیر هغه مهال د بشپړې بریا په لوري ګړندي ګامونه ایښودلی شي چې ټول اړوند اړخونه او افراد د اخلاص په سترګه ورته و ګوري، په زړه سواندو لاسونو پرې کار وکړي، او په روغو فکرونو پرې سوچ وکړي.
 د همداسې یوې موخې په تکل تیره شنبه چې د روان ۱۳۸۵ هجري لمریز کال د چنګاښ دمیاشتې ۳۱ نیټه وه د وردګو یو شمیر روڼ آندو د کابل د پوهنتون د پخواني استاذ او د انجنیرۍ د پوهنځۍ رئیس پوهاند ډاکټر زرجان بها (اوس مهال د امریکا د فوردو په پوهنتون کې پروفیسور دی) په مشرۍ د وردګو او میدان د ولایت له والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي سره د ولایت د مقام د حرم سرای په انګړ کې و کتل. په دې کتنه کې د هغو پرمختګونو په اړه د نظر راکړې ورکړې صورت و موند چې د تیر یوه کال په جریان کې د نوموړي ولایت په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې تر سره شوي او یا د سر ته رسیدو په حال کې دي. همدارنګه هغو ستونزو، ګواښونو او موانعو ته هم په لنډه توګه اشاره وشوه چې په سیمه کې د پرمختګ د کاروان په مخ کې د خنډونو د را ولاړیدو سبب کیږي. په همدې توګه په سیمه کې د بیا رغونې د کاروان د لا چټکتیا لپاره د روڼ آندو د پلاوي هر اړخیز نظرونه، وړاندیزونه او یو لړ سالمې طرحې د محترم ډاکتر صاحب زرجان بها له ځانګړو پروژو سره یو ځای وړاندې شوې چې د ولایت د مقام او ولایتي چارواکو د خوښۍ سبب شول.
 د وردګو او میدان والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي د خپلو خبرو په ترڅ کې روڼ آندو ته له ښه راغلاست وروسته په نوموړي ولایت کې د بیا رغونې د تیر یوه کلن کاري بهیر په هکله رڼا واچوله او د روانو چارو په هکله یې تفصیلي معلومات وړاندې کړل چې د نوموړي د خبرو نچوړ په لاندې لیکنه کې ګرانو لوستونکو ته وړاندې کیږي.
 لومړی: د ښوونې او روزنې سکتور
 د ښوونې او روزنې بهیر د د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې په ښه توګه روان دی او همدا اوس د ولایت په مختلفو سیمو کې ۳۱ ښوونځۍ د جوړلو په درشل کې دي. له بلې خوا د کرنې مسلکي لیسه منظوره شوې چې د دې سیمې د اوسیدونکو لپاره حیاتي ارزښت لري او د ولایت په مرکز کې به ډیر ژر په فعالیت پیل وکړي. د نوموړې لیسې لپاره د ولایت په مرکز کې ۴۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او په لیلیه ډول د ۴۰۰ زده کوونکو منلو ته چمتووالی نیسي. د دې لیسې د جوړیدو لپاره د ترکیې هیواد له افغانستان مرسته کړې ده چې ۲۰ سلنه یا فیصده کار یې سر ته رسیدلی او د بشپړیدو کار یې په ښه توګه دوام لري. په همدې توګه هڅه کیږي چې د هغو ښوونځیو او لیسو د تعمیرونو د جوړولو لپاره د پانګې د پیدا کولو کوشش وشي چې مناسبې ودانۍ نه لري. بل دا چې د ټول ولایت د ښوونځیو او لیسو لپاره د ښوونکو روزنځای یا دارالمعلمین هم په نظر کې نیول شوی چې په نږدې راتلونکې کې به پرې کار روان شي. د وردګو او میدان د ولایت مقام د ښوونځیو او کلینیکونو له هغو ودانیو څخه ناخوښي ځرګنده کړه چې په سیمه کې د ځینو نامعلومو غیر دولتي موسساتو یا شرکتونو له خوا په خپل سر جوړې شوې دي او زیاته یې کړه چې دغه ډول ودانۍ په معیاري ډول نه دي جوړې شوې او ژر خرابیږي یا دا چې د ځینو پانګه اخیستل شوې ده خو اصلا ودانۍ جوړه شوې نه ده. باید وویل شي چې د ښوونځیو په هره ودانۍ باندې لږ تر لږه د سل زره امریکایي ډالرو د لګښت راپور ورکړ شوی دی.
 
 دوهم: د کرنې سکتور
 د کرنې د سکتور په اړوند د کرنې د مسلکي لیسې د جوړیدو سره سره ولایتي چارواکي په نظر کې لري چې د دې ولایت په مختلفو ځایونو کې د میوو او نورو کرنیزو تولیداتو د ساتنې لپاره مناسبې زیرمې یا ګودامونه رامنځته کړي څو د سیمې بزګران وکولای شي خپل کرنیز محصولات او میوې د غوره مارکیټ د پیدا کولو په موخه پکې وساتي چې د ولایت په مرکز کې د ځینو دغه راز زیرمو یا ساتنځایونو کار بشپړ شوی هم دی. له بلې خوا په پام کې ده چې د ولایت په ځینو سیمو کې د کرنیزې ودې لپاره تراکتورونه د بزګرانو په واک کې ورکړل شي او په هغو سیمو کې د اوبو ذخیرې جوړې شي چې د سختې وچکالۍ له کبله اغیزمنې شوې دي. باید وویل شي چې په دې اړه مرستدویې خواوې د ولایتي چارواکو سره نیغ په نیغه او مخامخ همکاري کوي.
 
 دریم: د عدلي او قضایي چارو سکتور
 د عدلي او قضایي چارو د سمون لپاره د وردګو او میدان د ولایت د ولایتي مقام په انګړ کې د کورنیو او بهرنیو کارپوهانو په ګډون مختلفې غونډې او سمینارونه جوړ شوي او په دې ورځو کې د یوې لویې پروژې په هکله توافق لاسته راغلی دی. د وردګو په ولایت کې د یوې لویې توقیف خانې جوړول په نظر کې نیول شوي دي چې ټول ټال به پرې ۲۰ میلیونه امریکایی ډالر لګښت وشي. له دې توقیف خانې څخه نه یوازې د وردګو د ولایت د قضایي او عدلي امورو لپاره ګټه اخیستل کیږي بلکي د مرکزي زون د څو ولایتونو د عدلي او قضایي پیښو لپاره به کارول کیږي او په دې هکله د عدلیې له وزارت څخه موافقه هم ترلاسه شوې ده. په همدې توګه د ټولو ولسوالیو لپاره هم د عصري او مجهزو څارنوالیو او د عدلي چارو د دفترونو جووړل په نظر کې نیول شوي دي چې مجموعي لګښت به یې ۷۵۰۰۰ امریکایي ډالره شي او په دې اړه هم د مرستندویو اړخونو سره تړون لاسلیک شوی دی.
 
 څلورم: د عامې روغتیا سکتور
 د وردګو د ولایت په مرکز میدان ښار کې مخکې یوازې یو ۲۵ بستریز روغتون په نیم فعال ډول فعالیت کاوه او یو ډیر پخوانی امبولانس یې درلود چې د لسګونو عوارضو سره یو ځای یې خپل کار ته دوام ورکاوه چې د ناروغانو تداوي او درملنه په ښه شکل ممکنه نه وه. خو اوس مهال د دې ولایت مرکز د یوه نوي او مجهز ۵۰ بستریز روغتون درلودونکی دی او د د نوموړي ولایت د عامې روغتیا له سکتور سره د پاکستان د دولت له خوا د ۴ نوو او عصري امبولاسونو مرسته شوې چې د روغتون په واک کې ورکړل شوي او هغوی د خپلو چارو د سمون لپاره ترې ګټه اخلي. د وردګو والي د نوموړي ولایت د عامې روغتیا د نوي رئیس په ټاکنه او نه ستړې کیدونکو هلو ځلو ډیره خوښي څرګنده کړه او هغه یې یو فعال شخص و باله. د وردګو والي د چک د روغتون هم ډیر صفت وکړ او زیاته یې کړه چې په ځینو مواردو کې حتی له کابل څخه هم دلته د اړو کسانو ښه درملنه کیږي.
 
 پنځم: امنیتي چارې
 د وردګو د والي د څرګندونو له مخې د نوموړي ولایت په ټول جغرافیایي قلمرو کې عام او تام امنیت تامین دی او د لوی خدای (ج) په ستر فضل او کرم کومه جدي ستونزه یا ګواښ نه تر سترګو کیږي. ځکه چې د دې سیمې مشران، عالمان، پوهان، روڼ آندي او عام وګړي د سولې او نیکمرغۍ ژوند خوښ کړی او د مهمو ملي چارو په سر ته رسولو کې له حکومتي ارګانونو سره اوږه په اوږه کار کوي. ملي اردو او ملي پولیس په ټوله سیمه کې پیاوړی رول لري، خلک ور سره همکار دي خو د ملي اردو، ملي پولیسو او کشفي ارګانونو معیاري کولو ته د نور هیواد د سیمو په څیر اړتیا شته ده. د وردګو والي د ځینو خبري رسنیو له چلوونکو څخه ګیله وکړه چې د دې سیمې او ولایت په اړه کله ناکله غلط او بې بنسټه راپورونه خپروي یا دا چې یوې وړې خبرې ته لویه بڼه او بیل رنګ ورکوي. هغوی کوشش کوي چې د سترو چارواکو او نړیوالو مرستندویو اړخونو نظر د دې ولایت په هکله بدل کړي. د ټول ولایت په سطح تر اوسه پورې ۶۰۰ میله سپکه او درنده وسله له بې قانونه وسله والو افرادو څخه په خپله خوښه راټوله شوې او اړوندو مقاماتو ته سپارل شوې ده. کوم خبرونه چې د دې ولایت د ښوونځیو د وضع د خرابوالي په هکله ورکړل شوي ټول ناسم دي او تراوسه پورې په دې ولایت کې یوې ښوونځۍ ته هم زیان نه دی رسیدلی. په دې ولایت کې یو سیاسی بندي هم وجود نه لري او کله کله چې راپورونه چې ورکول کیږي او د شب نامو د خپرولو اوازې خپریږې شخصي موخې او انګیزې لري چې ځینې حسود خلک له مثبتو اړخونو سره د یوې ناروا سیالۍ له مخې کوي خو دغه ډول پیښې هم ډیرې کمې لیدل شوې دي چې د لوی خدای (ج) په ستر فضل د سیمې په امنیت هیڅ ډول منفي اغیزه نه شي درلودلای.
 
 شپږم: سوداګریزې چارې او صنعت
 د سوداګریزو چارو د غوره سمون لپاره د وردګو د ولایت مقام په نظر کې لري چې د کابل د ولایت د جنوبي او لودیزو ولایتونو لوی ګمرک دې د وردګو د ولایت په مرکز میدان ښار کې جوړ شي. د نوموړي کار څخه موخه د کابل ښار له بیروبار څخه خلاصول، د سوداګریزو چارو چټکتیا، د ملي سوداګرو د سرګردانۍ څخه مخنیوی او سیمې ته دغوره اقتصادي پایلو درلودل ګڼل کیږي چې په دې اړه هم تفاهم لیک لاسلیک شوی او له اړوندو ادارو سره به د وروستي تړون څخه وروسته نوموړی کار په سیمه کې پیل کیږي.
 
 اووم: د اطلاعاتو او کلتور څانګه
 د وردګو د اطلاعاتو او کلتور څانګه له کلتوري فقر سره مخ ده ځکه چې دلته تنخواوې کمې دي او د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې د تکړه ژورنالیستانو شمیر لږ دی. خو له دې سره سره ځینې کارونه سر ته رسیدلي او ځینې خپرونې کیږي چې د ملي هدف جریده یې غوره بیلګه ده. په همدې ډول دلته وخت پر وخت د ژبو، کمپیوټر او اداري بنسټونو د پیاوړتیا لپاره ځینې کورسونه جوړیږي، فرهنګي او مدني ټولنې په مرکز او ولسوالیو کې په فعالیت بوختې دي او خپل اړوند کارونه پرمخ بیايي. په میدان ښار کې د یوه رادیویی ستیشن د جوړیدو تابیا شوې ده چې د FM په څپو به خپرونې کوي او د سیدآباد د رادیو د ځواکمن کولو لپاره تر دې مهال پورې ۹۰۰۰ امریکایي ډالره مرسته شوې ده چې د خصوصی سکتور په چوکاټ کې فعالیت کوي. همدارنګه د اطلاعاتو، کلتور او د ولایت د رادیو تلویزیون پر نوې ودانۍ باندې په ګړندۍ توګه کار روان دی او ډیر ژر به د ګټې اخستنې لپاره چمتو شي. د ولایت په مرکز کې د یوه لوی کتابتون د رامنځته کولو په لاره کې ګړندۍ هڅې روانې دي. په همدې ډول د کلتوري او مدني ټولنو د سمون لپاره پراخې هڅې روانې دي څو له هغوی سره د لازمو وسایلو په پیدا کولو، د کلتوري مرکزونو په رامنځته کولو او پیاوړي کولو کې همکاري وشي. د کلتوري هڅو په لړ کې زیار کیږي چې د ولایت په سطح د معلوماتو خپرونکې ځانګړې بریښنا پاڼه هم ډیر ژر په فعالیت پیل وکړي.
 
 آتم: سپورت او لوبې
 د وردګو او میدان د ولایت د بدني روزنې او سپورتي چارو د سمون لپاره د دې ولایت په مرکز کې د یوه غوره او عصري لوبغالي د جوړولو لپاره ځمکه ځانګړې شوې ده او ډیر ژر به کار پرې پیل شي. په همدې توګه د سالمو سپورتي سیالیو لپاره هم ځانګړی پروګرام په نظر کې نیول شوی دی څو د مرکز او ولسوالیو د لوبو ټیمونه وکولای شي په هغه کې خپل ګډون وکړي او د یوې سالمې ټولنې په رامنځته کولو کې ګټور رول تر سره کړي.
 
 نهم: د میدان ښار پراختیا او پارکونه
 د وردګو او میدان د مرکز میدان ښار ته اوس رښتیا هم سړی د ښار نوم ورکولای شي. ځکه چې آهسته آهسته هغه بڼه او ځانګړنې خپلوي چې یو عصري ښار یې باید و لري. د وردګو او میدان د ولایت د ودانیو مخې ته او د کابل ـ کندهار د عمومي سړک ته څیرمه پارک او زینتی بوټو میدان ښار ته د یوه ریښتني ښار د رامنځته کولو زیری له خپل ځان سره لري.
 په همدې توګه په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د دې ښار لپاره د یوه ښکلي، لوی او هر اړخیز پارک د بنسټ ډبره هم کیښودل شي او د دې موخې لپاره ځمکه مخکې له مخکې ځانګړې شوې ده. د ولایتي رئیسانو لپاره یوه یوه نمره ځمکه ویشل شوې او همدا اوس د سرې میاشتې په مرسته کار پرې روان دی. د وردګو د والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي د څرګندونو سره سم د ولایت د مقام په شمول ټول دولتي مامورین باید په همدې ښار کې ژوند وکړي، له همدې ښار نه د اړتیا وړ توکي واخلي او د ښار په ښکلا کې خپله ملي او دیني وجیبه ادا کاندي. د کوچیانو لپاره د یوه ځانګړي ښار تابیا شوې او ځمکه ورته ویشل شوې ده خو د دې ښارګوټي د ټولو آسانتیاوو د لاسته راوړلو لپاره په تلاش کې یو چې په دې اړه د پام وړ بریالیتوبونو ته انتظار باسو.
 په همدې توګه د مهاجرینو او بې ځایه شوو خلکو لپاره په ولسوالیو کې د ښارګوټو د رامنڅته کولو او د ځمکې د ویشلو کار پیل شوی چې په دې لړ کې تر اوسه پورې د نرخ په ولسوالۍ کې ۱۷۰۰ نمرې ځمکه اړو کسانو ته ویشل شوې او نوموړې لړۍ به په ټولو ولسوالیو کې دوام کوي. د دې تر څنګ د صنعتي ښارګوټی جوړول هم په نظر کې نیول شوي او د خصوصي سکتور په څانګه کې په عصري ډول د سوداګریزو مارکیټونو جوړول هم پیل شوي دي.
 
 لسم: حکومتي ودانۍ
 په میدان ښار کې د حکومتي ودانیو وضع ډیره خرابه او دګوتو په شمیر څو داسې تعمیرونه یې درلودل چې د ژوند د زیاتو له درلودلو څخه محروم وو. خو اوس مهال د ولایت د مقام د دفتر او حرم سرای په شمول زیات حکومتی دفترونه یا خو له سره جوړ شوي او یا هم په مناسبه پیمانه رغول شوي دي. په همدې توګه د حکومتي دفترونو تر منځ زیاتره پلې لارې او سړکونه پاخه شوي او اوس هم پر ځینو حکومتي ودانیو کار روان دی.
 
 یوولسم: شوری ګانې، مصلحتونه او دیني چارې
 د ولایت مقام د ولسي جرګې له وکیلانو، ولایتي شوری له غړو، دیني عالمانو، پوهانو او د سیمې له مشرانو سره منظمې غونډې کوي او د تصمیم نیونو په چارو کې ور څخه مصلحت اخلي. د وردګو د ولایت د مقام د څرګندونو له مخې یوازې د ولایت د مقام له خوا په سیمه کې ۱۷۰۰۰د قرآن عظیم الشان نسخې ویشل شوې او اوه جوماتونه د نړیوالو او خیریه موسساتو په مرسته په سیمه کې آباد جوړ شوي دي. په همدې توګه تر دې مهال پورې د سیمې له مختلفو دیني علماوو سره شپږ ځلې لویې غونډې او جرګې تر سره شوې، د مختلفو مسایلو د حل په لاره کې مشوره ترې غوښتل شوې او دهغوی د ستونزو د لرې کولو لپاره لازم اقدامات شوي دي.
 همدارنګه د سیمې د مخورو، سپین ږیرو او قومي مشرانو سره هم وخت پر وخت مصلحت صورت مومي او د ولایت دروازه د ټولو پر مخ پرانیستې او د ولایت مقام د دوی سیمو ته وخت پر وخت ورغلی دی.
 
 دولسم: دولایت او ولسوالیو سړکونه
 د ولایت د مرکز د ښار ځینو سړکونه پاخه شوي او په یو شمیر نورو د بیا رغونې کار روان دی. هغه سړک چې د ولایتی چارواکو لپاره یې لوی سرخوږی را پیدا کړی دی د میدان ښار او بامیان تر منځ ۵۴ کیلومتره سړک دی چې دا څو کلونه یې د جوړیدلو خبرونه خپریږي خو عملا تر اوسه پورې دومره کار نه دی پرې شوی لکه چې لازمه وي. د دې کار اصلي سبب د هغو قراردادونو نتیجه ګڼل کیږي چې اړوند وزارت مخکې له مختلفو شرکتونو سره کړي خو کار پرمختګ نه دی موندلی. موږ په دې نږدې وخت کې په دې و توانیدو چې د نوموړي سړک د ژر جوړیدو په اړه ګړندي ګامونه پورته شي او قرارداد یې له یوې چینایي کمپنۍ سره و شي چې ډیر ژر به یې د اساسي جوړیدو چارې پیل شي. د ولسوالیو د سړکونو په هکله باید وویل شي چې د ټوپ دایمرداد تر منخ سړک سروې شوی څو په اساسي ډول جوړ شي او په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړیدو منظوري تر لاسه او کار به پرې پیل شي. موږ غوښتل چې لومړی د جغتو د ولسوالۍ سړک جوړ شي او په دې هکله زیات پرمختګ هم تر لاسه شو خو د یو شمیر څرګندو او نا څرګندو عواملو له کبله دغه کار لږ ټګنی شو خو هیله ده چې په نږدې راتلونکې کې په دې بریالي شو چې په اساسي او پاخه ډول د جغتو د ولسوالۍ اړوند سړک د جوړیدلو منظوري او سروې هم تر سره شي.
 
 دیارلسم: بریښنایي چارې
 بریښنا لکه چې د انسانانو په ژوند کې هر ځای مهمه او د ټولو پرمختګونو کلۍ ګڼل کیږي د دې ځای د اوسیدونکو لپاره هم حیاتي ارزښت لري. د ولایت مقام د خپلو خبرو په ترځ کې څرګنده کړه موږ نه غواړو داسې بريښنا ولرو چې یو کیلو ولت یې په ۴۰ افغانۍ تمام شي بلکي د وردګو ولایت د بریښنا فابریکه لري چې د چک د بريښنا د فابریکې په نوم یادیږي او په همدې ولسوالۍ کې موقعیت لري. د چک د بریښنا د فابریکې بیا رغونه زموږ د کارونو په لومړي سر کې قرار لري او په دې هکله له اړوند وزارت او مختلفو اړخونو سره خبرې شوې دي څو دغه کار ژر بشپړ شي. په دې اړه یو ځلې د جرمني سفارت او مرستندوی اړخونه حاضر شول چې نوموړې فابریکه په اساسي ډول و رغوي او بریښنا یې د همدې ولایت خلکو ته توزیع شي خو په سیمه کې د یو شمیر ناسمو کړنو له کبله دغه کار شونی نه شو. بل ځلې د امریکا له مرستندویو اړخونو سره په دې اړه خبرې وشوې او هغوی هم د دې کار د سر ته رسولو لپاره خپله تیاري و ښوده خو بیا هم د نوموړي کار سر ته رسیدل له ځینو ستونزو سره مخ شول خو هیله ده چې په نږدې راتلونکي کې پرې بیا آساسي غور و شي او دغه کار سر ته و رسیږي. له بلې خوا د دې فابریکې د اساسي رغولو لپاره د اوبو او انرژۍ له وزارت سره هم خبرې روانې دي او وخت پر وخت پرې بحث کیږي. له وزارت سره موږ په خپلو خبرو کې دې حد ته رسیدلي یو چې هغوی د چک د فابریکې رغول هم په خپل راتلونکي کاري پروګرام کې و نیسي.
 
 څوارلسم: د ولسوالیو چارې
 د وردګو او میدان دولایت د ولسوالیو د چارو په اړه باید وویل شي چې نوموړې چارې تر اوسه پورې د معیار لور ته نه دي رسیدلي سره له دې چې ځینې ګامونه اخیستل شوي او کار پرې روان دی. په دې هکله ستونزې له دې کبله زیاتې دي چې متاسفانه په زیاتو مواردو کې له ملي ګټو څخه د شخصي ګټو پاللو ته د لومړیتوب حق ورکول کیږي خو موږ په دې هڅه کې یو چې د ولسوالیو د چارو د سمون او یوه غوره اداري سیستم د رامنځته کولو په موخه اساسي، پاخه او ګړندي ګامونه کښیږدو او په دې هکله غور روان دی څو د ټولو ولسوالیو په سطح یوه غوره او شفافه اداره رامنځته شي. د جغتو او دایمرداد په ولسوالیو کې د بیا رغونې هیڅ کارونه نه دي شوي او ولایتي چارواکي په نظر کې لري چې د بیا آبادۍ بهیر دې دواړو ولسوالیو ته هم ډیر ژر ور و غزوي. د ولسوالیو د تعمیرونو کار په سمه توګه نه دی روان د ثبات د ټینګښت له خوا قرارداد په دې ډول ورسره شوی دی چې په شپږو میاشتو کې یې باید کار بشپړ شي خو د ځینو ولسوالیو په تعمیرونو باندې له دوو کلونو څخه زیات وخت تیر شوی دی. باید وویل شي چې د جوړولو زیاتره قراردادونه یې د ولایتي چارواکو له موافقې او خبرتیا پرته شوي دي. خو اوس مو په دې هکله کوټلي ګامونه پورته کړي دي چې هیڅوک نه شي کولای د ولایتي اړوندو ادارو له خبرتیا او موافقې پرته حکومتي او تعلیمي ودانۍ جوړې کړي او موخه مو یوازې د نوموړي بهیر معیاري کول او په خپل وخت بشپړول دي.
 د ولایت مقام د خپلو خبرو په لړ کې زیاته کړه چې په منظمه توګه یې د ټولو ولسوالیو مرکزونو ته سفرونه کړي او چارې یې له نږدې څخه څارلې دي او دغه سلسله به په راتلونکي کې هم دوام کوي. د ولایتي بیا رغونې ټیم یا PRT په پام کې درلودل چې د دوی په چوکاټ کې د دغه ولایت لپاره د سږ کال په جریان کې ۶ میلونه امریکایي ډالر د بیا آبادۍ په چارو کې و لګول شي خو د یو شمیر عواملو او ناسمو اوازو له کبله شاید هغوی شاید په دې و نه توانیږي چې دغه ټول مبلغ دې د آبادۍ په چارو کې و لګوي او د دې عواملو له منځه وړل په کار دي. باید وویل شي چې د وردګو په ولایت کې د ولایتي بیا رغونې ټیم مشري د ترکانو په غاړه ده.
 
 پنځلسم: د ولایت، مرکزی حکومت او نړیوالو مرستندویه اړخونو تر منځ اړیکې
 د ولایت چارواکي هڅه کوي چې له ولسمشر، د مرکزي حکومت له اړوندو وزارتونو، او نړیوالو مرستندویه اړخونو سره د ولایت د بیا رغونې او پراختیا لپاره منظم تماسونه او اړیکې و لري. په دې اړوند او د کارونو د بهیر د چټکتیا په موخه د اړوندو وزارتونو له چارواکو سره د دوستانه او اغیزمنو اداري اړیکو درلودل زموږ په کارونو کې ګړندیتوب او د چارو د ښه سمون په لاره کې بریالیتوبونه په برخه کړي دي. همدارنګه له نړیوالو مرستندویو اړخونو سره وخت پر وخت منظمې غونډې، د وردګو ولایت واقعي او ریښتنی تصویر ورته وړاندې شوی او هغوی له دې ولایت سره د مرستو زیاتوالي ته رابلل شوي دي. د دې ټولو منظمو اړیکو پایله دا ده چې موږ د بیا رغونې بهیر ګړندی و ساتو او د مختلفو اړخونو پاملرنه د دې ولایت سره د مرستو خوا ته را جلب کړو.
 
 شپاړسم:د وردګو ولایت او د میډیا خبرونه
 د وردګو د ولایت په اړه په پلازمینه کې میشتې ځینې خبري رسنۍ هغه د چا په اصطلاح د مور او میرې چلند کوي. موږ له هغو خبري سرچینو څخه که تلویزیوني وي یا رادیویي او یا هم اخبا او مجله چې په قصدي توګه د یوه سمت او ولایت خبرونه په منفي جامه کې خپروي ګیله لرو او مثبتې خوا ته یې رابولو. په دې هکله پوره وضاحت نشته چې ولې ځینې خبري سرچینې په قصدي توګه دغه کار ته ملا تړلې ده او یا هم د چا له خوا پارول کیږي چې دغه راز خبرونه خپاره کړي؟ په راتلونکې کې له ټولو خبري سرچینو څخه هیله کوو چې د پیښو ریښتنی تصویر په واقعي بڼه او د خپل ملي رسالت له مخې خپور او د ناوړه پارونو تر اغیزې لاندې را نه شي. همدارنګه د هغه راز توطئو ښکار نه شي چې د ویاړلي افغان ولس د بیلتون لپاره د ځینو مشخصو حلقاتو له لوري په لاره اچول شوې دي. بله خبره دا چې زموږ د مثبتو چارو خبرونه ډیر کم او یا خو بیخي نه خپریږي خو د دې ولایت په اړه منفي، بې بنسټه او ناروا تبلیغات په پراخه پیمانه په خبري رسنیو کې لیدل کیږي. موږ د دې چارو اصلاح او سمون غواړو.
 
 اولسم: د وردګو ولایت نورو ته یوه غوره بیلګه
 باید ټولو اړوندو اړخونو ته په ښکاره توګه څرګنده شي چې الحمد لله د وردګو ولایت د زمانې په دې اساس پړاو کې د هر اړخیز امن، سکون او ډاډ یوه مطمئنه فضا ګڼل کیږي نو ولې دې سیمې ته د داسې مثبتو صفاتو په درلودلو سره یو امتیاز قایل نه شي. مرکزي حکومت او نړیوالو اړخونو ته څو ځلې ویل شوي دي چې راشئ دغه ولایت او د هیواد دغه مهمه سیمه نورو برخو ته د هر اړخیز پرمختګ یوه غوره نمونه او ریښتنې بیلګه جوړه کړو څو د هیواد د نورو سیمو خلکو ته څرګنده شي چې رښتیا هم هغه سیمه هر راز بریاوې او نیکمرغۍ له ځان سره لري چې د امن غیږې ته یې پناه وړې وي او نړیواله مرستندویه ټولنه په خپلو ژمنو کې زموږ له هیواد سره ریښتنې ده. په دې هکله چې د وردګو او میدان ولایت نور هیواد ته د یوې غوره بیلګې په توګه وړاندې شي کار روان دی او هیله من یو چې پخپل دې هدف کې بریالي شو.
 
 آتلسم: د وردګو ولایت له نشیي توکو پاک ولایت
 د وردګو او میدان د ولایت د مقام د څرګندونو له مخې په نوموړي ولایت کې یو بوټی کوکنار هم نشته او د اړوندو ادارو له خوا هم نوموړی ولایت د نشیي توکو له کروندې او قاچاق څخه پاکه سیمه اعلان شوې ده. چې داسې ده بیا خو نو ددې سیمې بزګران او خلک هیله من دي چې د ټولنیز ژوند د سمون کرنیز حالت د ښه والي لپاره ورسره مرستې وشي. څو د دې سیمې وګړي وکولای شي د خپل راتلونکي لپاره داسې ژوند غوره کړي چې په خپل ځان باندې د بسیا کیدو له چانس سره یو ځای د خوښیو او نیکمرغیو بلبلان د دې سیمې په ورانو او وچو باغونو له سره الوتل پیل کړي. په همدې توګه د پوهنې او روزنې بهیر ګړندی او د ژوند هر اړخیزې چارې د خوښۍ جامې په تن کړي.
 
 نوولسم: د ترانسپورت سیستم
 د ژوند د نورو بنسټونو په څیر د دې ولایت د ترانسپورت سیستم هم له ستونزو سره مخ وو او د خپلو مامورینو لپاره یې کافي وسایل په واک کې نه درلودل. خو د ولایت چارواکي په دې بریالي شوي دي چې لږ تر لږه د ولایت په مرکز کې دغه ستونزې ته څه ناځه حل لاره و مومي. په دې اړه نړیوالو مرستندویو اړخونو په څو تیرو ورځو کې له ولایت سره د ۱۱ عرادو موټرو د ورکولو ژمنه کړې ده چې ۵ عرادې موټر یې د ولایت چارواکو ته سپارلي او ۶ نورې عرادې به په نږدې راتلونکي کې و سپارل شي. سر بیره پردې نړیوالو مرستندویو اړخونو د نوموړو موټرونو د یوه کال د تیلو د لګښت د ورکولو ژمنه هم کړې ده چې د ولایت ترانسپورتي ستونزې تر یوه حده پرې حل کیدای شي او تمه ده چې په اغیزمنو چارو کې به ور څخه کار واخیستل شي. هڅه کیږي چې په ولسوالیو کې هم نوموړې ستونزې ته د حل معقوله لاره پیدا شي او ولایتي چارواکي په دې اړه پخپلو هڅو بوخت دي.
 
 شلم: په سیمه کې د اوبو د بندونو پروګرام
 د سختې وچکالۍ څپې خو د افغانستان ټول وګړي په سترګو ویني چې دا څو کلونه یې د دې هیواد په زیاتره سیمو کې له خلکو نه د خوښۍ ژوند اخیستی او هغه ښکلاګانې یې یوه یوه له منځه وړې ده چې د کرنې په سمسورو جامو کې د دې سیمې په کرنیزو ځمکو او باغونو میلمنه کیده او د سیمې خلکو ته به یې زیاتې اقتصادي او هر اړخیزې ګټې په لمن کې درلودلې. خو بیا هم د وردګو په ولایت کې د اوبو زیاتې سرچینې شته دي چې د هغه عادلانه ویش ته لاره هوارول په کار دي. په همدې توګه ضروري ده چې په سیمه کې د اوبو د بندونو د جوړولو کارونه پیل شي. په دې اړوند باید وویل شي چې د ګوربت له غره څخه د جغتو او سیدآباد لوري ته د بندونو د جوړولو شونتیا شته ده. همدارنګه د دایمرداد، سنګلاخ، آبدرې، تنګي او د چک د ولسوالۍ په ځینو ځایونو کې د اوبو د بندونو د جوړولو امکان شته دی چې د ولایت چارواکي پرې غور کوي او اړوندو اړخونو سره پرې خبرې روانې دي.
 نور بیا