د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چا روزگان په طالبستان بدل کړ ؟؟؟

حبيب اله غمخور 11.07.2006 04:00

اور پر بل ؤ له پخوا نه خو اوس سکور شو     دنيستۍ غږ يې په درست جهان کې خپور شو
ټول دمرگ اوبد بختۍ فرياد فرياد شو        خوږ وطن مې ، اوس خواږه ولس ته گور شو

يوځل بيا د ترينکوټ ښکليو کليو څخه د بهرنيانو دبمونوداور د لمبولوگي او دمرگ چيغې پورته شوې!

دروان 2006زکال  دجولای دمياشتې په لسمه نېټه مې دنړۍ دنړيوالوخپرونو له لارې دهرې ورځې په دود زړه بوږ نوونکی خبر تر لاسه کړ ، چې دارزګان د مرکز تيرين کوټ ښار سره نږدې د ايتلافي قواوو د الوتکو د بمباريو له لامله لږترلږه سل تنه ولسي خلک شهيدان اويوزيات شمېريې ټپيان شول .
دغه خبر په ولسي جرګه کې د ارزګان وکيل حاجي عبدالخالق د دې پېښې د تصديق پر مهال 2006-07-10 ماښام افغان اسلامي اژانس ته ويلی و، هغه ويلي وه ( تاسې داسې وليکئ چې د ارزګان د در په دره خلکو وکيل او نماينده وويل چې د تيرين کوټ سره نژدې د ايتلافي قواوو د بمبارۍ له لامله شپېته (60) تنه يوازې د ککرک په کلي کې شهيدان شوي دي او هم په همدې ځاى کې د ېرش پنځه ديرش ټپيان شوي دي ).
هغه زياته کړه ( خو دا د هغو خلکو شمېر دی چې له خاورو او لوټوڅخه راايستل شوی ،کيدلای شي چې دا شمېر نور هم زيات شي ) .
نوموړي وويل :بمباري تېره شپه 2006-07-09-10 يوه نيمه بجه (1,30) پيل شوه چې تر سهار وختي پورې يې دوام درلود.
 تېره شپه 2006-07-09-10 امريکايان زمونږ کلي دهجوز Deh Jawaz   ته راغلي وو هلته يې زموږ په کورنۍ حمله وکړه درې (3) تنه کوچنيان نعمت الله، درې کلنه ګل بي بي او څلور کلنه فاطمه يې راشهيدان کړي درې (3) زنانه هم شهيدانې شوي چې دوې مې ورندارګانې او يوه مې خور ده، بيا پرامريکايانو له يو ځاى څخه ډزې وشوې نو هلته بمبار شروع شوه زموږ په کلي کې يې دولس (12) کورونه  بالکل دخاورو سره برابر کړي او (6) سرايونه يې نيمه خرابه کړي.  څلورو خواووته غټه طياره ګرځيدله او بمباري يې کوله ) .
هغه  وويل (ددهجوز په کلي کې  (48) تنه زنانه، غټ او کوچنې  شهيدان شوی دي او (69) تنه دلته تر تداوۍ لاندې دي ،ځکه  مونږ بازار ته رسيدګي نشوه کولاي ،مونږ د نورو ځايو څخه ډاکټران راغوښتي دي چې (7) تنه ډاکټران رارسيدلی او ددوي تداوي کوي ،د جوز دکلي يو بل مشر سعدالله اکا افغان اسلامي اژانس ته وويل ( د شپې پر مونږ امريکايانو بمباري وکړه زمونږ پنځه تنه شهيدان شوي دي ټول يې در په دره کړو کوچنيان موټول تر لوټو او خاورو لاندې دي ) .
د سيمې يو بل تن ويلي  ( زما د کور څخه پنځه (5) تنه شهيدان شوي دي چې (18)کلن ،اتيا(80) کلن سپين ږيری بل (70)کلن  او بل يې (18) کلن و همداراز (3) تنه ماشومان وه . بمباري د تيرين کوټ په شمال کې لس کيلومتره (10 km) ليري د درويشانو د درې په درې کليو  دهجوز Jawaz  Deh، ککرک او فيروشه Ferosha   کې وشول . خو د نړۍ وال ايتلاف پوځي ويانده تورن جولي وايي چې دنن سهار په پيښته كي چې د اروزگان مركز ترينكوټ ته څېرمه شويده ملكي وګړو ته هيځ ډول مرګ - ژوبله نه ده وراوښتي BBC . 2006 -07-10 
خو دا مني چې ددغي نښتې پرمهال يې له هوايي ځواك څخه كار اخيستى دی ،ددې په خبره څلويښت(40) وسلوال طالبان يې وژلي دي. خودم ګړى داګرانه ده چې داروزګان ولايت دوروستۍ جګړې دقيقه مرګ – ژوبله څرګنده شي . BBC   
 زموږ ولس  په افغانستان کې دسولې او دموکراسۍ دپلي کېدو دکلک پلوي په توگه په هيڅ ډول علاقه نلري چې دطالبانو او القاعدي څخه دغچ اخيستلا او ياددوی د جرړو دايستلو په پلمه دې  د روزگان بېگناه انسانانو لويو او وړو،نارينه او ښځو   ژوند ځينې واخيستل شي،او په نيمه شپه دې دبهرنيو دپوځي الوتکو دړندو راکټونو په غړمبا او لوگيو کې ماشومانواو ښځو وروستۍ چيغې تر اسمانه پورته شي  . 
هيڅوک په افغانستان کې دبهرنيوپوځونو دهغو عملياتو سره مخالفت نلري کوم چې موخه يې دتروريستانو او القاعدې دځالو ړنگول وي .
خو يوه ټکي ته د ښاغلي کرزي  او بهرنيو سياسي او پوځي چارواکو پاملرنه را اړول اړين او خپله ملي دنده بولم چې زموږ دهيواد په کليو او بانډو کې دصحرايي پوځي عملياتو په دود عمليات تر سره کولو پايلې به نه يوازې داچې داکنډواله هيواد نور هم په کنډوالو بدل شي بلکه ستاسوپه مقابل کې به  دولس دښمني نوره هم غښتلې او دنفرت  کچه  پورته  شې . 
دافغانستان  جمهور رئيس، دملگرو ملتو دسازمان ځانگړی استازی، د ايساف او نړيوال ايتلاف وينادويانواو قوماندانانو په وار وار داڅرگندونې کړي چې په افغانستان کې دا اوسني مخ پر زياتيدونکي  ناقراريو عاميلين   له بهر نه مادي ،مالي او معنوي مرستې تر لاسه کوي؛ دبېلگې په توگه له بي بي سي سره په يوه مرکه کښې دملگرو ملتو دسازمان ځانگړی استازی   ټام کونيگز وايي :  چې طالب اور پکي د پاکستان له پولو اخوا پروگرام ترلاسه کوي . ده له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې پر پاکستان دې لا زېات زور وا چوي چې د طالبانو د ملاتړو او مالي سرچېنو پر ضد لا کلک گامونه پورته کړي .
خو ښاغلى کونيگز په افغانستان کې دسياسي او پوځې ښکيلو هيوادوپر تير وتنه  هم اعتراف کوي او وايي ((که موږ دا فکر کاو چې طالبان په ٢٠٠٢ کال کې ماتې وخوړه او بيا نشي کولاى راپورته شي نو موږ په تېر وتنه کې وو. ځکه اوس بيا طالبان راپورته شوي او د ترهگرۍ دنړېوالې شبکې له لارې مرستې ترلاسه کوي . موږ بايد دافغانستان د ملي پوځ ، پوليسو امنيتي او قضايي ادارو په اصلاحاتو کې پانگه اچولې واى . خو اوس دقيقا هغه وخت دى چې دغه تېر وتنه جبران کړو.))  دملگرو ملتونو ځانگړى استازى زېاتوي له بهرنيو مالي مرستو بغير طالبانو نه شوکولا ى د دوهم ځل لپاره دومره فعال شي .  ((ددې لپاره چې د اورپکو منابع او اکمالاتي اډې دافغانستان له پولو اخوا دي اړينه ده چې سياسي گامونه او هڅې وشي . د ترهگرو د پټې خوندې ځايونه ددې هېواد نه بهر دي او بايد هغومره پام ورته وشي څومره چې په افغانستان کې ورته کيږي. په ډاډ سره وېلاى شو چې دا کار دافغان دولت لخوا ممکن نه دى. او نړيواله ټولنه بايد دې موضوع ته پام وکړي .او نړيواله ټولنه بايد پر پاکستان فشار واچوي چې له افغانستان سره په دې برخه کې مرسته وکړي )) بي بي سي.
  په خپل يولسم سفر کې امريکا ددفاع وزير رمسفيلډ هم پردې اعتراف کوي چې ترهگر په پاکستان کې روزل کيږې ،دهغوي مغذونه دمذهبي فناتيزم په اوبو پرېمينځل کيږې او له هغوي سره مالي مرستي کيږې .  11.7.2006 دازادی راديو  د متحدو ايالاتو د دفاع وزير ډانلډ رمسفيلډ وويل په دې کې شک نه ويني چې طالبان د پولې له پورې غاړې افغانستان را اوړي   . BBC  11.7.2006
 دداسې جگپوړو مسؤلو کسانو ويناوې دافغانستان دنااراميو په اړوند هيڅ کوم تياره ټکی نه پرېږدې هر څه څرگند دي . اوپه خپله کرزی صاحب هم پر خپله بي وسی باندي  په اعتراف سره د بي بي سي له راډيو سره په مرکه کښي  وايي : ولسمشر: زما دنړى سره د بهرنۍ لاس وهنې په باب چې په افغانستان کې کېږې  څلور نيم کاله کيږي له هغې ورځې چې زه دلته راغلى يم ما دوى ته دا خبرتيا ورکړې چې د افغانستان د دخرابۍ اصلي عوامل چيرې وو.؟
  او بياهم که چيرې افغانستان ته سوله نه راتله د دې عوامل به چيرې وي؟. د افغانستان دملت دا حق ما پر ځاى کړى دى. هره ورځ مې دنيا ته ويلي چې مشکلا ت چېري دي او له کوم ځاېه راځي دا مې هم ورته ويلي چې زموږ داخلي ستونزې چېري دي او په کورنيو چارو کې پاتې راتگ دا زموږ ستونزه ده زه خپل ځان پکې ملامتوم . ...
اما بهرنۍ برخه زموږ دستونزو چې له بهر نه راته راځې ، روزل شوى سړى او يا تروريست راته راځي . 
دا ستونزه موږ نشو حلولای. د ا د نړيوالې ټولنې له موږ سره تړون دى چې دا ستونزې راسره حل کړي. او ده همدې لپاره نړيواله ټولنه افغانستان ته راغله چې ترهگر وشړي او خپل ځان هم له تروريزم څخه وژغوري . دبي بي سي سره دښاغلي کرزي دوروستی مرکې ځيني ټکي ددي لپاره نقلوم چې که نوموړې دغه خبري شعوري کړي وي او پر ويل شوو ټکو باور ولري بيا نو ولې غواړې بيگناه انسانان دطالبانو په نامه  دپرديو دړندو راکټونو او توغنديو  قربا نيان کړي ؟ جهور رئېس وايي مادخلکو حق ورپر ځاي کړی دی ؛ پوښتنه کيږي کوم حق ؟ دې ربړېدلي ولس ته خو چا خدمت ونکړ ! څومره چې يې پر پوست غوښه وه هغه يې هم ځينې جلاکړه ! توهين شو ،تحقير شو ،لوږي او بيکاری له لاسه يې اوس بيا ايران پاکستان او عربي عماراتو ته مخه کړيده ،دغه حق مو ورپرځاي کړ ؟ او که داحق چې هره ورځ تر لسو زيات بيگناه انسانا ن دطالب او القاعدي په نامه وژل کيږي ؟ داطالب ورک نشو ؟اونه هم لږ شو؟ ،هر ورځ يې شمير ډيرېږي ؟ دا ولې ؟
کرزی صاحب وړاندي وايي : يوه مياشت دمخه په کندهار ، هلمند، روزگان، زابل پکتيا ، پکتيکا او کنړ کې پنځه سوه انسانان ددې هېواد که طالب وو که غېر طالب دواړه ددې خاورې خلک وو ووژل شول . ددې مسوليت دچا پر غاړه دی که له بهرنه راغلي ولي راغلي ، دنيايې ولې مخه نه نيسي او که په کوردننه مشکل دى دانو بيا ډېره مهم او اساسې خبره ده دا نو بيا ددنيا کار نه دى له موږ سره دا نو بيا دافغانانو کار دى چې سره کښېني او داستونزه سره حل کړي .
  کرزی صاحب ! داديوې مياشت وړاندي خبره نه ده داڅوکاله کيږي ،مخصوصا پسله هغه چي تاسو اوجنرال مشرف  يي په خپل منځ کې نشۍ سره ويشلاي او هر يو تر بل ځان بهرنيانوته نږدې بولۍ ،پدغو سيمو کښې داناورين  روان دی ، تاسو يي کله کله پر بهرني پوځايو تاوانوی چې گويا په عملياتو کښي يي له لازم احتياط نه  کار دی اخيستۍ ،مگر ولس يي ستاسو دبې مسوليته او بې پروا کړنو پايله بولې . دا تر لمر روښانه خبره ده چي تاسو په خپل هيواد کي دمختلفو قومونوتر منځ اړيکې ،او هغو دښمنيو په هکله چي له بده مرغه دبهرنيانو په لمسون زموږ په ولس کې تر اوسه پاته دي نړيوالو پوځيانو او دهغوي مشرانو ته ندي تشريح کړې ،اوهغوي مو مخکې لدينه چې  په هغو ټولنيزو عنعنوي او دوديزو باريکو يې پوه کړۍ کوم چې زمونږ په ټولنه کې شته دځان دحاکميت دساتلو لپاره مو دپوځې عملياتوميدان دومره  آزاد پرېښود،چې ډير ژر يې دناخوالو اوازي يې تر اروپا او امريکا ورسېدلې . تاسو هيڅ وخت دولس دږغ داورېدو تکل ندی کړی فکر کوی هر څه دپردو په زور سمېږې .    
لوي شاعروهاب سرتير وايي :
دسبا له مسئوليته که ويرېږې       له خپل شومه عاقبته که ويرېږې   
نو دخلکو مشوره اخله پکار کې    دتاريخ له ملامته که وېرېږې
له نن څخه درې ورځي پخوا په افغانستان کې دناټو قوماندان په يوه راډيو يې مرکه کښي وايي :  خوب هنگام که تمام اختيارات به آيساف وناتو واگذار شودنظر وراي افغانها هم تغير خواهد کرد.با وجود که مردم به تمام نيروهاي خارجي در افغانستان به چشم خارجي مي نگرند،اما با آن هم انها اين فرق رامي دانندوبه نيروهاي ايتلاف به عنوان نيروي تحت رهبري امريکا که شيوه عملکرد مخصوص به خود را دارندمي نگرندو حتا برخي ها فکر ميکنند که نيروها ايتلاف فقط در پی تامين منافع خودشان هستند. اما وقتي اين مسله در مورد آيساف مطرح ميشود فرق واضح مي کند ،چون اين سازمان نظامي از کشورهاي مختلف تشکيل شده وبراي تامين امنيت به يان جا آمده اند. دجنرال  له خبرو نه واضح څرگنديږې چې ((غوا توره او شيدې سپينې دي )) يعني امريکا يي پوځ دلته خپلي ټاکلي موخي لري . موږ دا منو چې امريکا اوبل هر هيواد دمنل شوو نړيوالو اصولو پر اساس هرو مرو خپلي گټې لري او گواړې هغه خوندي وساتي . مگر زموږ غريب ملت ملي گټي او خپلواکي څوک ساتي ؟ تر قيامته  بايد ټول ملت دپردو غلام وي چي خلکو ته دنه منلووړ کسان برچې  په زور په خلکو ومنل شي ؟   او دبهرنيانو چي هر څه زړه غواړي بايد په پراخ لاس يې تر سره کړې؟  خوستاسوله هغوي نه غوښتنه داده چې ستاسو مخالف په هر شکل ،ميتود اوهر نامه چې له منځه ځې بايد ولاړ شي ؛که ديوه نفر په خاطر کلې هم وران شي ،وراندي شي .
  افغان ميړنی شاعر پرځاي وايي :
اوردي بل کړ دافغان ولس په کور    څه دې کېويسته بيا تل ته دتور گور
آواره دې دجهان په هره خوا کړه       خدايه څه به لاوروښئ ته نور
تاسو يو ځل خپل گريوان ته سر ټيټ کړی تاسو ولس ته څه ورکړه ؟ دولسمشری ،اوجنگسالاروته په قانوني بڼۀ پارلمان ورسپارل ،ولي  پر ولس لويه پيرزوينه بولۍ ؟ ستاسو دټولو کړنو نه بايد هغه څوک خوښ وي چې غواړې تل ددې ربړېدلي ولس ويني وزبېښې . دڅلوروکالو حکومتونو پايله ده چي اوس يو ځل بيا په افغانستان کې دشوروي پوځ دموجوديت پشان  داروپا ،امريکا او کاناډا دښارونو په واټو کي څوک په جرات نشي ويلاي چې زه افغان يم ! ځکه هر ښار ته ددي ولس دنازولي يوه جنازه رارسېدلې ده.
دلته بهر عام ولس  حق لري ووايي چې ستاسو حکومت نشي کولاي دخپلو خلکو سره گډه ژبه پيداکړې زموږ داولادو گناه څه ده ؟ چې هلته بايد ستاسو دحاکمانو دساتلوپه خاطر ژوند له لاسه ورکړې !. افغان ولس ټول بهرني او کورنې دښمنان ددغه ټکې په ارزښت ښه پو هيږې ، او دايي تاريخي ارمان دی . ځکه خو په خپل ټول ځواک تلاښ کوي يوځل بيا نړی وال له افغانستان څخه مخ اړولو ته مجبور شي  .پدې بايد پوره باور ولری چي پدغه نړيواله غميزه کې چې افغانستان به يې يو ځل بيا قرباني کيږې تاسو ستر مسوليت ولري  او ملت به هيڅکله تاسو ته عفه ونکړي .
 ښاغلی کرزی يو بل ځاي دخبرلوڅ دسوال په ځواب کې په خوښې سره وايي :
پوښتنه: ديوه امريکايي جنرال له خولې رسنيو رپوټ ورکړى چې گواکې طالبان له گاونډي پاکستان نه خپل عمليات اداره کوي دا هغه خبره ده چې افغان دولت له ډېرې پخوا څخه کوله . که دغه ادعا رښتيا وي ستاسو په گومان ولې نړيواله ټولنه په دې اړه څه نه کوي  .
ولسمشر: سوال په دغه ځاى کې دى ، زموږ مشکل او غوښتنه پردغه ځاى کې ده ، دا زما غږ دا څو ورځو وړاندې هم له نړيوالې ټولنې څخه همدا وه ، زه خوشحاله يم چې دې امريکې جنرال دا خبره کړې ده.
کرزی صاحب ! تاسو ولي دامريکا يي جنرال په خبره دومره خوشحالي ښکاره کوی؟ که تاسو له امريکايانو سره دامنلي چي په افغانستان کي به دالقاعدي  او ديوبنديانو کمبله ټولوۍ ،سوله به راځې او خلک به ارام او مطمين ژوندته راگرځې ، وسله به ټولېږي ،دټوپکسالار  او قوماندان نوم به له ورځني خبرو او ادبياتو څخه ورکيږې  ،قانونيت ،دعقيدې او بيان آزادي  به وي  ،پدې  موهم بايد له پخوانه سر خلاص واي چي دغو انساني موخو ته درسېدو لپاره له بهر نه او په کور کې دننه دمقاومت سره مخامخ کېږئ . لومړئ مو بايد مقاومت ختم کړی وای او بيامو ولس ته دخدمت لپاره ملاتړلې واي ، چي متاسفانه تاسو او ستاسو ملگرو هر څه سرچپه شروع کړه ،او اوس ددي لپاره چي ځانته نجات ورکړې واياست (( زه په خپل کار ښه پوهيږم ))، تاسو واياست (( افغانستان  ډير نازک لوښي وو چې بايد په طوفان کې مو تر يوه ځايه رسولاى واي او دالوښى زما په لاس کې وو)) ، مگر دانه معلوميږي چې دا لوښی چا ستاسو پلاس درکړه او دڅه لپاره ؟  داسي جوتيږي چې دا لوښی تاسو ماتوۍ ؛او تاسو يې دخپلو او خپلو پلويانو دگټوساتلو په خاطر تر گودره نشی رسولاي . تاسو له افغان ولس سره يوه هغه وعده  هم چې هغه دي ددې هيواد او ولس په ژوند کې دمعين او بنسټيز اوښتون لپاره لاره هواره کړې تر سره نکړه ، پر نيمه لار ستومانه گوندي ولاژ ياست ،او تر اوسه هم ستاسو دټولې اداري تلاښ دوعدو ورکول دي . متل دی وايي : ((بزک بزک نه مر که جولغمان ميرسد)) .   خو دا چې دلغمان اوربشې به کله رسيږي يو خداي پاک پري پوهيږي .
 اوس راځو اساسي مطلب ته ،تاسو او ستاسو ټوله اداره کولاي شی ووايي چي تاسو دروزگان دخلکو سره پدغوتر څلوروکلوزياته موده  کې کومې مرستي کړې دي  ؟
 هلته مو څومره ښونځۍ اويا دعالي  يامنځنيومسلکي  تحصيلات کومه مؤسسه جوړه کړېده ؟ څوروغتونونه  ،پوليکلينيکونه  او درملتونونه شته ؟ څومره خلکو ته کار پيداسوی ؟ دهغه ولايت په دولتي اداره کې ستاسو دواک له لمړی ورځي بيا تر اوسه څومره مسلکي کسان مقرر شوی ؟ ددغه ولايت کوم ځوان ،کوم ماشوم ،ته مو بهر خو پرېږده کابل ته ددرتگ امکانات برابر کړې او يامو هغه لکه دقوماندانانو يا صاحبانو داولادونو په ډول نازولي دي ؟ کومه توليدي مؤسسه ،ورکشاف ،هلته ددولت لخوا اوياددولت په هڅونه دبهرنيانو لخوا جوړسوی دی ؟ داوبو لگولو سيستم ،کاريزونه ،ويالې ،لاري او سړکونه چيرته او څومره جوژ شوې دي ؛ دا دکندهار روزگان لويه لار به کله اساسي جوړه شی ؟ دولسواليو تر منځ په لارو خبر ياست؟ دگيزاب دولسوالی دخلکو ستونزه ولي نه حلوی ؟ دپاکو اوبو ،برېښڼا اونورو ټولنيزو خدماتو خو څوک نوم نه اخلې ،ولي دهيواد په لوړو او مسلکي مؤسسو کې دروزگان زلمي نه ليدل کيږي ؟ دغه ته تاسو متوازن معارف واياست ؟ په روزگان کي ولي کومه ورځپاڼه ،اونيزه او يا مياشتنۍ نه ليد کيږي ؟ که تاسو نه ياست خبر زه به مو له اروپانه خبر کړم چې هلته دماشومانو دتربيي لپاره هيڅ نشته ،هلته هيڅ ډول کتابتون درک نلري ، دپارلما ن له دو وکيلانو پرته په کومه دولتي لوړه څوکی کښي مو دروزگان يو مستحق کس ته ځاي ورکړئ ؟ او رېدلي مي دي چي واياست هلته باسواده نشته ؛ دارښتياده له ظاهر شاه نه تر تاسو پوري ټولو چارواکو کوښښ کړی ددې ولايت خلک او ځوان نسل دتمدن ،معارف او تخنيک له هوساينو څخه محروم وساتې  ،ځکه هم ځانته حق ورکوئ او واياست باسواده نلري ،مگر دا لويه تير وتنه ده روزگان په خپله غيږ کي داسي مسلکي کسان رزولې چي د بلي سيمي په پرتله يوازي په شمير کښي کمۍ لري .  که رښتيا ووايو په ټول افغانستان کې اداري فساد ،لوږي ،بيکاری ، ناروغيو،دقومونو تر منځ په لوي لاس اختلاف اچونو ،ددې غيرتي ولس توهين  او سپکاوی ،دهيروئينو او تاريکاو سوداگريو،په دولت کي دبنسټپالو او ټلوالو،په بهر کي دپردو پلاس جوړسوو جنرالانو ،مارشالانو او نورو ،نورو رتبو خاندانوکړنو، دغو ټولو ناخوالو داسي لاس سره ورکړی دی چې اوس  تاسو هم دا ملت دالقاعدي په نامه دژوند له نعمت څخه بې برخي کوی . 
کرزی صاحب ! په پښتنو کې يو متل دی وايي (( په زور کلي نه کيږې )) دايوه فلسفي  خبره ده  ، تاسو بايد دانگليسانواو شورويانو له تجريبو نه پدي  پوه اوسی چې که هر څومره دطالبانو او القاعدي په نامه دابيگناه ولس دبهرنيو بمونو او توغنديو قرباني کړی او يا يي په بهرنيانو بې عزته کړی ،دې ولس هيڅ وخت په زور دتسليمی سرنه دی ټيټ کړی ،او فکر کيږي چې بدل شوی هم نه دی . ښه خبره داده چې ولس ته پناه وروړی او پر خبرو يي غوږ ونيسی ،هغوي ستاسو نه هغه څه چي تاسو دي معجزه وکړی نه غواړې ،هغوي تر تاسو زيات ستاسو په واک او صلاحيت پوهيږې ،هر څوک چې له بي بي سي سره ستاسو وروستی مرکه ولولي او که يي واورې په هر څه يې سرخلاصېږې ،او پوهيږې چې تاسو دلته دڅومره واک خاوندان ياست !
خپلو پلويانوته وواياست چي بس دي ،ځکه دومره پيسې يې واخيستي چې دهر يوه ديوه نسل لپاره کفايت کوي . دا ملک دپرديو پلاس جوړ شوو تنظيمو ،ډلو ټپلو او هغو چې دځانونه دقومونو او سيمو ټيکداران بولي مگر په خپله هلته که همدا اوس دټوپک زور نه وي يوه شيبه نسي اوسېداي  نه  جوړيږي؛  تاسو اوهر بل دسالم عقل خاوندته داڅرگنده ده چې دوي تل په خړو اوبو کې ماهيان نيسي دوي دولس له ښيرازیو او بسياژوند سره ځکه علاقه نلري چې په هغه صورت کې دځان نابودي وينی .کوښښ وکړئ  چې تر ابده په ليوانو رمې ونه ساتئ .  خبره داده چې بهرنيو قواوو دطالبانودځپلو په نامه دترينکوټ  ددريو قريوولس پداسي حال کښي چې دغريبۍ په خواږه خوب ويده وه  د شپې په پرله پسې توګه بمبارد کړ، په همدغو بمباريو کې تر سلو زيات ولسی خلک مړه او ټپيان شول ، اوپه سل ګونو نور دخپلو کورونو او کليو پرېښېدو ته مجبور شول  . 
تر پوځې عملياتو وروسته تل  داسې ويل کيږې  چې : ددغي يا هغي سيمي  ،يا کلي  په شا اوخواه کې موږ ته دطالبانو دموجوديت په هکله معلومات تر لاسه کړ، ومو غوښتل چې ژوندې يې ونيسو، خو هغوی دخلکو په کورو ورننوتل ، ځکه مو بمباری وکړې  ؛ واقعا دخندا وړده، ځکه که طالبان په کورونو ننوتلی وي ، بيا يې نو بمباريو ته ضرورت نشته ،  ديوې لنډې مودې د محاصرې په نتيجه کې  دهغوي  ژوندي نيول يوه ډيره اسانه اوساده خبره ده . هوايي او ځمکنې غښتلو عملياتو، دخلکو وژنو او دکليو ورانيو ته کومه اړتيا نه ليدل کيږې ؟.
پدې بايد ټوله نړی پوه شي چې دروزگان غريب او دربدره ولس لکه دهيواد دنورو ولاياتو غيرتي خلک دالقاعدي او نړيوالو طرحه گرو سره هيڅ تړاو نلري .په هيواد کې اوسنی نا ارامی ،ځان وژني ،پر ښارونودراکټو  اورول ،دښوونځيو سوځول او نور دافغان بيگناه ولس کار ندی ، بلکي دا دبهرنيانو تر منځ په افغانستان کې دنړی وال غچ اخيستنو، پاکستانې جنرالانو او بنسټپالو ،په دولت کي داداري فساد ،رشوت ،زور زياتيو ،بي عدالتيو،ددوه مخو تنظيمو،دټلوالو او مقاومتونو دډلو،دبهرنيو ځواکونو دنوکرانو،جاسوسانو او لاس پوڅو، دقدرت  دتږواو هيروئينو دسوداگرودهغه زيار ثمره ده کوم چې د خپل ټول واک او ځواک نه په گټه اخيستو سره يې په هيواد کې عمومې بې ثباته حالت دراوستلو لپاره تر سره کوي . دروزگان او نورو ولاياتو دخلک زورونه او پر هغوي بمباردونه په هيڅ دول موجه کيداي نشي . څومره چې القاعده ،پاکستاني جنرالان ،او نور بهرني هيوادونه دافغانستان دلانجي او شخړي په تاوده دوام کې ملامت گڼل کيداي شي په هغه پيمانه همدا اوسنی اداره هم په خپلو کړنوداور دغه  لمبې تازه ساتي . اوستر مسوليت يي دهمدوي پغاړه دی .   دا طبعي ده دهغه ولايت او سيمي خلک چې دولت په خپله ورسره دميرېزي ورور کړنه کوي او په ټيټه سترگه ورته گورې ،که څوک وغواړي او يانه هغه خلک دطالب چارواکو او القاعدي دترهگر سازمان په دام کښي را جار وزي . دروزگان ولايت دبهرنيانو پلاس جوړې شوي ادارې او بهرنيانو چي ويل يې موږ دالقاعدي او بنسټپالو دجرړو دايستلو لپاره راغلي يوپه طالبستان بدل کړ !   چې اوس دنورو دگناهو په کفاره يې هره ورځ لوي او واړه نارينه اوښځې خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوې ،کله چې په اسمان کې دالوتکې ږغ شي ماشومان رېږدې او په غارو ننوزې !!! کرزئ صاحب دا ددوي دکومي گناه ادأ ده ؟
دنړيوالو نه مې غوښتنه داده  چې دړندو عملياتو نه لاس واخلې ،دافغاني چارواکو بيوسی او په هيواد کې دسولي سره دعلاقي نه لرو لو ته جدي پاملرنه وکړې ،پر پاکستان ،ايران ،او يو شمير نورو هيوادو چې غواړې اروپا او امريکا په افغانستان کې په جگړه کښې ښکيل پاته وې  سياسي دقيق ،جدي او پرېکړنده فشار راولې  تر څو هغوي دترهگرو دوسلوال کولو او لېږلو څخه لاس په سرشي،دا دمنلو وړ نده چې دامريکا ددفاع وزير يي مني چې پاکستان او نور بهرنياپه روانه بې امنۍ کښې لاس لري ،مگر په سياسي ډگر کې بيا چوپ خوله  پاته دي  . که دجگړي دوام په افغانستان کې دزياتي مودي دپاته کيدو او يا پوځې اډو دجوړيدو په پلمه وي ،دايي لار نه بولم .
 ډيره به پرځاي وي چې دکرزي صاحب او دهغه له اداري نه دخلکو دغوښتنو سره سم حکومت کولو غوښتنه وشي . که طالب مذهبي افراطي بولۍ ؟ نو داستاسو تر حمايي لاندي ټول تنظيمونه   په ريښه کي له هغوي سره کوم توپير نلري . په بنسټپالی دموکراسي راوستل  لويه تير وتنه او ناشونی کاردی ،نه بايد ځان او نه هم افغان ولس وغولول شي  .
دهغو افغانانو څخه چي پورته يادسوي افغان دښمنه ځواکونه يې په هيواد کې داسلام او وطن څخه ددفاع په نامه جگړې ته هڅوي غوښتنه داده تر څو دغه ټکي ته پاملرنه وکړې ،چې هلته او دلته داوړه افغانان مرې  ؛ زموږ هيواد په کنډواله بدلېږې ،په ټوله نړی کښي دوحشي او قاتل قوم په نوم يو ځل بيا شهرت راکول کيږې ،خپله په تمدن کې غواړې ژوند وکړې او ددنيا له ټولو نعمتونه استفاده وکړې ،ولي موږ ته وايي جگړه دې ددنيا او اخيرت توښه ده . که داځل بهرنيانو زمونږدهيواد نه مخ واړاوه ،پاکستاني ملايان ،ايراني اخوندان  او عربي شيخان به ليري او نږدې پراته دښمنان به دافغان بنسټپالواو ملي يووالي دښمنو عناصرو پوسيله دا ځل زموږ دا پريشانه ولس داسي له پرېشانی سره مخامخ کړي چي بيا به يې دخلاصو ن لاره نشو پيدا کولاي .څوک به داسلام ،څوک به دشمالستان ،جنوبستان ،گربستان او شرقستان ناري وهې ،بيا به تلويزيون او راديو په درخته ځړېږې ،مطبوعات به ورک او دښوونځېو او پوهنتونوپر ځاي به ديوبندي او تهراني مدرسي خلاصي شي ،ښځه به دڅلورو ديوالو زنداني او قوماندان به چړچې کوې  .
جگړه په هره موخه چي وي زموږ دولس او هيواد په گټه  نه بلکي دهغو په گټه ده کوم چې تاسو هم ځيني ناراضه ياست . پردي پردي دې ،هر څوک چې دې ،راشی دهغو سره سيالي وکړو چې دمځکو ،غرو ، رودو او فضانه دخپلو خلکو په گټه کار اخلي ،هغوي هستوي وسلې جوړوي او موږ ته وايي تر پنج کتاب تير نشې .
سر تېر صاحب وايي :
 زه چې کوم څه گورمه     تاسو هغه نه وينئ   
سترگې دي رڼې زما       ستاسو خو شبکورې دي
تاسو دغه ستر جهان      بس يوه حلقه گورئ      
زه له حلقې وتی يم         هيلې مې سر زورې دي.                                              پای.