د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان كې وروستۍ بدامني، لاملونه او د حل لارې

محمد كبير "حقمل" 02.07.2006 04:00
لكه چې ټولوته ښكاره ده په دې وروستيو څو مياشتو كې افغانستان د بد امنيو يوه پراخ پړاو ته ننوتلى او دغه بدامنۍ نه يواځې داچې د كميدو امكان يې ډير كم ليدل كيږي، دهرې ورځې په تيريدو سره زياتيږي هم. داچې په افغانستان كې د نوى حاكميت څه باندې څلور كلونه تيريږي او بيا يې هم مخالفين په دومره ځواك را ولاړيږي او په پراخه پيمانه حكومت ضد فعاليتونه پيل كوي، آن تردې چې د څو ورځو لپاره د ولسواليوواك په خپل لاس كې اخلي، هرچاته ددې انديښنه پيداكوي چې ګينې حكومت په دې څلورو كلونو كې نه دخپل دښمن څه غم خوړلی دی او نه يې هم دخپلو پښو د ټينګولو لپاره څه كار كړى دى. ملت ته دا سوچ ور لويږي چې د هر كال په تيريدو حكومت ضعيفيږي او مخالفين يې غښتلي كيږي چې هر كال نوي پراخ عمليات يې ډيرښه شاهد بللای شو. خو كه په ټوليزه توګه د افغانستان د حكومت څه باندې څلوكلن بهير وڅيړل شي، هر چاته به داپه ډاګه شي چې كه چيرې د حكومت روان بهير په همدې توګه روان وي، ښايي راتلونکي كلونه لدې نه هم خونړي او له بدامنيو ډك وي.
 تر ډيره حده په افغانستان كې بد امني دهغو ځواكونو له لاسه رامنځته كيږي چې هغوى د افغان حكومت، امريكې او نړيوالې ټولنې تر مشرۍ لاندې زمونږ د هيواد په ولايتونو كې يا عمليات تر سره كوي او ياهم هلته ميشت دي. په تيره بيا امريكايي ځواكونه. زمونږ په اند هرهغه هيوادكې چې بې شميره بهرني ځواكونه پراته وي او دهغه هيواد له خلكوسره چې خپل ټول عمريې له بهرنيانو سره په جګړه او دهغو په شړلو تيركړى، بدماشانه چلند كوي، هلته همدغه ځواكونه پراخې بدامنۍ رامنځته كوي او زمونږ هيواد هم ددغو پيښو ډير ژوندي انځورونه په خپله ټنډه لري. هغه دبې اعتمادۍ فضا چې امريكايي ځواكونو پخپله په افغانستان كې رامنځته كړې او له خلكو نه له ويرې هرچاته ټوپكونه نيسي، آن تردې چې شهيدانوي يې، په خپل ځاى كې د بدامنۍ دلاپراخيدو لامل ګرځي. دامريكايانو او نورو بهرنيو ځواكونو لخوا خپل سري پراخ عمليات، د ودونو او خوښيو په مراسمو ددوى ړنده بمباري، د ملكي خلكو د سورليو په موټرو ډزې او په هغو كې د نر او ښځو شهيدانول، وخت ناوخت د خلكو كورونوته تلل او دهغو تالاشي كول، د سؤ تفاهم په نامه په وار وار بې ځايه وژنې، نيونې او ځورونې هغه عوامل دي چې د نړيوالو ځواكونو په لاسونو د بدامنۍ د ډيريدو لپاره ډيرښه كار وركوي.
 دبهرنيانو په اړه د افغان حكومت نا څرګنده پاليسي اوبې د كومې مودې له ټاكلو دلته د امريكايانو اوسيدل، په هيواد كې د طالب جنګياليو او اسلامي حزب د كسانو وسلوال مقاومت، دملي اردو او ملي پوليسو كمزورتيا، د پراختيايي پروژو نه عملي كول دهيواد په هر ولايت كې، كار اهل دكار ته نه سپارل او په هره دوره كې ايتلافي كابينه جوړول، د قضا فاسدوالى، اداري فساد، د هيواد په سرحدي ولايتونو كې د نشه يي توكو ستر قاچاق، په خپلو كړو ژمنو كې د حكومت او نړيوالې ټولنې پاتې راتلل، د اسلامي احكامو نه تطبيق او دديموكراسۍ په نامه د يوې شليدلې او بې قيد او شرطه آزادي راوستل په تيره بيا په ښارونو كې، په هيواد كې دديني علومو زده كړو ته نه پام كول، د تصويري رسنيو اسلام سره مخالفې خپرونې، له ګاونډيو هيوادونو سره د ښواړيكو په ټينګولو كې د حكومت پاتې راتلل او دهغوى بې دريغه لاسوهنې، د څلورو كلونو په تيريدو بياهم د امريكايي زندانونو شتون اودزندانيانو بې سرنوشته ساتل او په لسهاوو نور هغه عوامل دي چې د افغانستان بدامنۍ ورځ په ورځ ډيروي او كه په سمه توګه ددغو لاملونو د حل لاره ونه لټول شي، ښايي مخه نيول يې دافغان حكومت او بهرنيو ځواكونو له وسه لكه چې اوس وتلي بياهم ووځي.
 حكومت ته په كارده چې په خپلو ټولو څلور كلنو پروګرامونو له سره غور وكړي، د بهرنيو ځواكونو د فعاليتونو په كنترولولو عملاَ ځان مستقل ثابت كړي ځكه چې زمونږ هيوادوالو تل د استقلال لپاره ځانونه قربان كړي او د غلامۍ له ژوند نه په هر صورت بيزاره دي، په قضاكې دې ستر بدلونونه راولي او اداري فساد دې له منځه يوسي، دامريكايانو په زندانونو كې دې افغان بنديان ژرترژره خپل هيواد ته راولي او هغه چې بيګناه دي خوشې ديې كړي، له خپلو مخالفينو سره دې په ځينو هغوشرايطو چې هغوى يې لري ترډيره د روغې جوړې هخه وكړي( اګركه اوس هم د مجددي په مشرۍ د ملي پخلاينې يو كميسيون په دغه برخه كې كار كوي، خو هغه تل له ټيټو مخالفينو او يا له هغو سره چې په كور ناست وي خبرې كوي او دولت سره يوې يو ځاى كوي) ، د ترهګرۍ په ضد چې امريكا په افغانستان خپل وسلوال اچولي، هغه دې نورو هيوادونو ته د عين موخې لپاره واستوي ځكه چې په افغانستان كې په زرګونو نړيوال ځواكونه دغه كار په مخ بيايي، دملي اردو او ملي پوليسو جوړونه دې مسلكي او چټكه شي، ديني مدرسې دې فعالې او اسلامي احكام دې په بشپړه توګه عملي شي، د تصويري رسنيو خپرونې دې اسلامي او دښځو او نرو ترمنځ دې د بې قيده او آزاد اشتراك مخه ونيول شي، په ټول هيواد كې دې متوازن پراختيايي پروګروامونه پيل او دولت دې له مناسبو او وړو اشخاصو جوړ كړاى شي، له ګاونډيو هيوادونو سره د ښو اړكو ټينګول او دهغوى لخواد نه لاسوهنې تعهد اخيستل هم تر ډيره د بدامنيو مخه نيولاى شي.
 كه چيرې افغان حكومت دغو ټكوته پام ونكړي او هسې خوشې خبرې يې وبولې( لكه داڅوكاله يې چې بللې)، زمونږ هيوادوال به داسې ورځ وويني چې په خوب به يې هم نه وي ليدلي او د تيرو لسيزو په جګړوبه شكر وباسي. لدې امله، داچې افغانان نور ډيرځپل شوي او ډير وروڼه او زامن يې د همدې جګړو له امله له لاسه وركړي دي، بايد په افغانستان كې دواړه ښكيلې خواوې( حكومت او مخالفين يې) ، په دغه ځوريدلي او مظلوم ملت زړه وسوځوي او خپل وطن دې جوړكړي. افغانستان چې خپله افغانان جوړ نكړي هيڅوك يې هم نشي جوړولاى، په تيرو څو كلونو كې چې ټولې نړۍ لاس يو كړ او جوړيې نكړ، په راتلونكو كلونو كې يې هم هيڅوك بې له افغانانو نشې جوړولاى. د افغانانو اتفاق او يو بل ته لاس وركول ددغه هيواد دغم ځپلى ملت د درد دوا ده، نه بې ځايه احساسات او غچ اخيستل.