د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وياړ په افغانې مور

حبيب الله غمخور 12.06.2006 04:00

زموږ په هيواد کې دجوزا  ۲۴ دمور دستر مقام ددرناوي ورځ ده ، زما داليکنه افغاني غيرتي او کړيدلې مور ، هغې مور چې دژوند دټولو ناخوالو سره په افغاني مېړانه او شهامت  مقاومت کوي ،دراتلونکې په لور لار پارنيزي ،لوېږي پورته کيږي خو تسليمېږي نه ډالۍ ده . افتخار پداسې ميندو او خويندو.
 پوهيږم مورې!  ته به وايې کومه ورځ ؟ دکومې مور ورځ؟ پرموږ ورځ او شپه يوه ده! جشنونه او خوښۍد هغودي کوم چې دژوندپه ښو شرايطوکې يې ماشوم لويږي، دلوبو، تعليم او تحصيل ټول امکانات لري ، ټول هغه څه لري کوم چې دژوند لپاره اړين برېښي.
 زه اوزماماشوم خو هيڅ نلرو،دواړه وږي يو،په ژمي له يخنۍ رپېږو او په ا وړي دلمر ټکنده وړانگې مو په سر کې ماغزه ايشوې، موږ له خوړو ،کاليو ،سرپناه ،درملواونورو څخه چې خلک يې نعمتونه بولي له ازله محروم يو ،زموږ ماشومان دليک لوست له نعمته بې برخې  دي  ،دهغه  دلوېدو لپاره اړين توکي په خوب لاهم نه وينو . تاسو نه ياست خبر ؟  چې همدا اوس دلسو ملينو ماشومانونه په سلو کی اتيا دژوند حداقل اړين توکي او شرايط نلري ؛ دا هر يو ماشوم مور لري فکر وکړۍ ددې مور به څه حال وي؟
بلې مورجانې ! پدي پوهيږم چې دژوند ناخوالو دزوراو زردخواندانو ظلمونو دي ملا کړوپه کړېده ، دغم او وير داوښکو په تويدو سره دي سترگو دليدلو توان دلاسه ورکړۍ ،دډيرو په ځوانی کې پيچې سپيني شوي دي ، مگر پدي هم پوهيږم چي ستا دغيرت ،شهامت اوله وطن سره  دمينې  او وطنپالني داستانونه  دنړی دهر زبرځواک زړه  په لړزه راوستی اوکه يې ستادماشوم دخاپوړو ځاي ته په بد نيت سر راښکاره کړۍ هغه يې بايللۍ دی . ستا په پاکو شيدو روزل شوی  تل  ستاپه قهرمانيو او لايزالي حوصلې  وياړي .  دا يو منلی حقيقت دۍ چې وايي هره پېغله مو ملاله  او هر ښځه مونازوده .
نن زما موخه دنړۍ په کچه دښځو دحقوقو تر پښو لاندي کولو مسلې څيړل ندی ،غواړم دافغاني ميړنۍ مور ، هغي با غيرتې مور دمقام ددرناوی په خاطرداحترام او درناوی په دود دسرپه ټيټه ولوسره څه وليکم کوم چي هرافغان ته تر هر څه مقدسه او دقدر وړ ده .
هره مور ښځه ده ولي هر ښځه مور نده ! مگر کله چي دمور په هکله خبرې کوو نو هرو مرو دښځې نوم يادوو او ماشوم ورسره په نظر کې راگرځې . مور هغه مقدس نوم دۍ چي هر څوک يي په زياته مينه او احترام پر خوله راوړې .
خو له بده مرغه په ټولنيز ژوند کښې بيا دا مامول بل ډول بڼه لرې ،مور  زيات وخت د قدرت دخاندانو له تاخت او تاز سره مخامخ کيږي ، دښځو سره په کړنوکي داهيره وې چې که دادده مور ،خور او يا لور نده ديو بل  چامور ،خور ،لور يا کورودانه ده .
متاسفانه  د ورځنيز ژوند  په  اقتصادي  ، سياسي ، اجتماعي او فرهنگي  بر خو کي نارينه و تر ښځو ځانته  ډير  حق ورکړۍ او زيات وختونه يې دمذهب او قدرت څخه دناوړې استفادې اويا منځنيو پيړيو د زاړه شويو غير عادلانه دود ونو او دستورونو په نامه په ټولنيزو چاروکښې دښځو د فعال او رغنده گډون مخه نيولې ده.
 همدا افغانه ميړنۍ او پر  وطن مينه  مور وه چي په جگړوکښې يې  دخاوند،لور ،زوي اويا ورور دمرگ ږغ  ژړه ولې او غمجنه کړېده ،خو تسليم شوې نده ، همدا افغانې کونډي ميرمنې دي  چې دکورنۍ جگړې په جريان کښې يې خپل دژوند ملگرۍ دلاسه ورکړۍ  د شخصي ژوند  او ماشوم دروزلو دروند پېټۍ يې پر اوږو پروت وې ، مگرپه ميړانه پر مخ درومې او دژوند له ټولو ناخوالو سره مقاومت کوي  . افغانو ميندو يوه لهظه هم دخپل ماشوم په روزلو کې غفلت ندی کړۍ ،په ډير سختواوله ډول ډول ستونزو ډکو شرايطو کښې يې دټولو ستونزو په منلو سره خپل ماشوم دصداقت ،هيواد پالني او خدمت کولوپه ر وحيه روزلۍ دی  .  دکوچېانودښځو دا قربانی او حمت چې دنارينه سره اوږه په اوږه دهيواد په غرو رغو او دښتو کې ټول عمر له يوه ځاي نه بل ځاي  ته دتللو زحمتونه گالې ،اوپه شاپورې د تړی ماشوم سره يو ځاي دکوردچارودسمبالښت په څنگ کې دژوندانه په نورو برخوکې برابره ونډه اخلې ،کۀ لازمه شوېده جگړې ته يې هم وردانگلې دی دنړۍ په يوه سيمه کې يې بيلگه نشي موندل کيداي  وياړ او افتخار دافغاني دنگوغرونواو دښتوپه دغو شاپيريو او فريښتو   پدې هر څوک ښه پو هيږې چې د قدرت پر سرجگړو په دريو لسيزو کښی نه يوازی دافغانستان مادي او معنوي شتمنی له له خاورو سره خاورې کړه ، تر هر چا زيات  يې افغانه مور زورېدلې ده ، هغې زياتي قربانی ورکړې ، خپل دزړه ټوټه يعني ماشوم ،خاوند اويا نور نږدي خپلوان  يې دلاسه ورکړې ،هغه تحقير او توهين شوېده ،  زجر او شکنجه يې ليدلې ده . زموږ په ټولنه کې دجگړې نه راپاته شوی نيمګړتياو په كورنی ژوند كې دګڼ  شميركړكېچونو  لوړو_ ژورو اساسي لامل گرځی ، چې زيات مهال په ځانگړې توگه د مېرمنو ژوند دلوي ګواښ سره مخامخ کوې .   اوس زموږ په ټولنه کې داقتصادي ستونزونه په گټو پورته کولو سره د ځينو کسانو لخوا دتنکيوانجونو سره دقانونی سن دپوره کيدو نه د مخه ودونه ،يا له هغوي نه ناوړه جنسی استفا دې ددهغوي تر منځ په سياليو اوښتې ده  .  دغو او نورو ناخوالوپه تيرو پنځوکلنو کی تر(( 500)) زياتې ښځې او پيغلې ځان وژنی ته وهڅولې .  داهغه شميره د ه چې نړيوال پرې خبر شوی دي، که دافغانستان  جغرافيايی اودوديزو ستونزوته  دقيقه  په پام لرنه وشې په ډاډ ويلای  شو چی  ددغو زړه بوږنونکو پيښوشمير « زرهاو »  ته رسيږې   . اكثره پلرونه خپلې لوڼې بيله د هغې  له موافقې نه  ديو چا په نکاح کوي  ، هغې دژوند راتلونکی ملگرۍ نه ليدلۍ  وي اونه يې  پېژني چې روغ دى كه ناروغ؟   د هغه د اخلاقو، عادتونو، ځانګړتياوو او نورو خصوصياتو په هکله کوم معلومات نلري . پداسي حال کې چې داسلام مقدس دين ددې لپاره چي په راتلونکي کښي دواړه ارام او خوښ ژوند ولري  هلک او انجلۍ ته دا اجازه ورکړه شوې ترڅو يودبل په هکله پوره معلومات تر لاسه کړې  . متاسفانه دمنځنيو پيړيو ځينې داسې دودونه لا ژوندې دي، چې زيات مهال د ځوانانو ژوند خرابوې . تر واده وروسته  چې دا يې د ژوند ملګرى ګڼي، هغه هم توند او تريخ چلند ورسره كوي، ان چې فزيكي ځور وركوي، وهي او ټكوي يې ، د كورني ژوند فضا له همدې ځايه خړپړه او کورنی روابط د ورانېدو په لور درومي  .
يو بل ټکۍ هم دزياتي پاملرني وړ دی ،کله نا کله  نارينه زور زياتۍ نه کوې او دکورنی ژوند دتاوتريخوالی لامل نه گرځې ،بلکه ځينې مېرمنې  له بده مرغه په خپله ستونزې جوړوې،داسې  مادي او مالي غوښتنې وړاندي کوي اويا بېځايه سياليوته وردانگې  چې دژوند ملگرۍ  يې نه شي ورپوره كولاي ،دځينو ښځوددغه ډول غوښتنو او کړنو پايله په کورني ژوند کې دژور تاوتريخوالي راڅرگنديدلواساسي لامل گرځي.
په افغانستان کې  له ښځې سره  داسلام ، انسانيت  او اخلاقي نورمونوخلاف کړنې ،دزرو يا زور په وسيله له هغوي نه جنسی استفاده ، دماشومو انجونو ودول ،يا دبدوپه بدل کې ورکول معمولي بڼه غوره کړېده .
پداپنځوکلنو نوکښی دچوکی اومقام د گټلو، د حرامو پيسو دتر لاسه کولو،د پرديو دشتمنيود خپلولو پر سر د سياليو اومنډو ترړو ميدان داوسنې چارواکوتر منځ دومره تود دۍ چې دافغاني ربړېدلی مور حق دچا په يادلا هم ندی .  تر((10))  ميليارده ډالر زياتي  بهرنۍ پيسي دمالي مرستو په نامه دهمدي اداري په واک کښي ورکړه شوې ، خو دمور ونډه  پکښی تنها  دومره شول چې هره ورځ دخپلو نازولو په وير په سرو سترگو دغم پر لمڅی ناسته وې .
په لومړيو وختوکې  دبهرنيانو دخوشحاله کيدواو غولولو لپاره دښځو سره دکار وزارت  جوړ شو،کله چې کرزی صاحب پوه شو چي اوس يې پروني بنسټپال  اواوسني ټوپکسالارشاته ولاړ دي  ،په نوې کابينه کښې يې هغه وزارت هم ورک کړ،دليل يې دا ووايه چې دا وزارت  اړين نه برېښې .
 بلي ! وزارت  له پخوا هم دومره اړين  نه و،مگردهيواد په دولتي اوسياسي ژوند کي دښځو دفعالي ونډي داسې مخه نيول دټولو لپاره حيرانونکې ده ،ځکه دنوي کابينې دټاکلونه دوې هفتې مخکښې دولسمشر اودهغه ټولو پلويانو دخولې ويرد(شعار) دښځو دحق  او دهغوي دسالمو آزاديودتأ مين خبري وې .
يوبل تريخ واقيعت  هم دا دی چې زموږ په هيواد کې  دعدلی او قضايي ا ورگانولخوا د مور ژوند ته داسلام دمقدس دين او نړيوالو قبول سوو اصولو او کنوانسيونونو په نظر کې نيولو سره  اړينه  پاملر نه کيږې ،همدا دليل دۍ چي دمور اوماشوم  پرحقوقو تيری په ټولنه کې يوه معمولې کړنه  غوندې برېښې ؛ اودولت دهغوي نه ددفاع په اړوند ځان مکلف نه گڼې .
له بده مرغه تر اوسه په افغانستان کې دولتي او پارلماني چارواکو ښځو ته  ددوي  هغه حقوق چې دبشر دحقو قو داعلاميې په 18 ، 19  ،او27 مادو ،او د 1984 زکال د دسامبرد ((لسمي)) دښځې توهين تحقير او غير انسانی مجازاتو ضدکنوانسيون دپريکړو ،، دماشوم دحمايې په هکله د1924 زکال دژنيو په قراردادکې راغلو موادو اود ملگرو ملتو د سازمان د 1975،1979 ز کال دښځو سره دهر ډول تبعيض،په ټيټه سترگه کتل  او تېرې پر خلاف پريکړه ليکونو کښي ليکل  شويو ټکوته کومه پاملرنده شوېده  . ښځو ته دټولني په  اقتصادي ،سياسي اجتماعي او فرهنگي برخو کې دفعال گډون امکاناتود برابرولو څخه په يوه او بله بهانه اوږه خالي شوېده  . که رښتياوويل شې ددولتي چارواکوغوڅ اکثريت   ښځو ته دحق ورکولو په هکله عجيب او غريب تعبيرونه کوي  او دښځووړنده حق ورکولو ته زړه نه ښه کوې  .
  ايا دا ظالمانه  نده چې نارينه اوښځو دواړو ته دانسان خطاب کيږي ،په قوانينو کښي يو شان مسؤليت لرې ، مگرکله چې دصلاحيت او په ټولنيزژوند کې دگډون او برابرۍخبره راشې بيا ښځو ته ددوهمې درجې انسان په سترگه کتل کيږې ؟ زموږ په هيوادکې دود ،دستور او عنعنات  منل اوپلي کول تر بل هر هيواد زيات اړين کاردی ،ولي کله کله له مذهبي عقايدو،دود اودستور څخه ناوړگټه اخیستل کيږې  . داټولوته څرگنده ده چې زموږ ټولنه يوه سنتې ټولنه ده ،زه زموږ دټولنې ديو شميرعنعنواودودسره هم انده يم ،خوځيني واکداران  دپيسو څښتنان  او بنسټپاله  ددود اودستور نه داسي شۍ جوړ کړې چې پلې کول يې غير عادلانه برېښې ؛ دبيلگې په توگه  د (( نهه » کلني انجلۍ  يا ځوانه پيغله يوه ((60 »کلن سړي ته په نکاح کول نو بيا دانصاف  څخه ليري خبره راته ښکارې ،خير دۍ که دا صاحب د زوراو زرو څښتن دی  ،دغه انجلۍ هم خداي لري ! متاسفانه زموږ په ټولنه کې داډول له بدبختيو نه  ډک دود تر اوسه په خپل ټول قوت پرځاي پاته دۍ .  دکرزي حکومت هم دپخوانيو حکومتونو په څير دښځو دښاروندی دحقونو دتأ مين په لاره کې اړين گامونه اوچت نکړه  ،او نه هم پدې هکله کوم پلان لري . په غوړو او نرمو وعدو يې دا پنځه کاله بيله کومو عمده او کوټلو تغيراتو راوستلو سره تير کړه ، که څوک وايي بلنډينگونه جوړ شوې  موبيل ټليفونونه زيات شوي او يا دتورو سيښو لکس موټران په کابل کې پورت کښته کيږي ،دا دافغان ولس په وينو دمستيو دلمر غوندې روشانه بيلگه ده ،نور څه ندې .
 دښاغلي کرزي په حاکميت کې دفرمايشي لويي جرگې پوسيله جوړ شوې  اساسي قانون کې يې ددريمې مادي په ليکلو سره دښځو پر حق دابد لپاره توره پرده وغوړول . په دريمه ماده کې راغلې چې : په افغانستان کې داسلام دمقدساتو او ارزښتونو خلاف هيڅ قانون نافذ کيداي نشي ...  . دغې مادې په غوڅه توگه نارينه وته دا حق ورکړ چې ديوې پر ځاي څلور ښځې په نکاح کړې . دادشرم  پېټۍ  لا ډير پخوا دنړې غوڅ اکثريت  مسلمانوخلکو غورځولۍ دی . مگر متاسفانه زموږ په هيواد کې لاتر اوسه چې ددموکراسی او ټولنيز عدالت دډول ډنگولونغارود  افغانانو او نړيوالو غوږونه کاڼه کړه ،دپيسو او زور خاوندوته  داحق ورکړه شوی چې څلور پيغلي په نکاح کړې . په زغرده ويلاي شم چې دکرزي صاحب اودهغه دحکومت لخوادښځو او نارينه و دحقوقو برابري يوازي درواغ او ښاخداره پروپاگنددۍ او بس .  د اجتماعی عدالت دتأ مين په خاطر داساسي قانون دريمه ماده کې ددغي حياتې مسلې دروښانه کېدو لپاره ډير ژر اړين  تغير ات روستل شې، او په ټول هيواد کې ددوهمې ښځې په نکاح کول قدغن او منع اعلان شې .
تير کال دبشردحقوقو دخپلواک کميسيون مشری  سيما ثمر دژورنالستانوسره په يوه خبري کنفرانس کښې وويل ((نهه)) کلني انجونې سپينږ يرو ته په زور ودېږې ؛ له ((60)) نه تر ((80))  په سلو کښي داانجونې بايددجنسي تجاوز فشار تحمل کړي ،کله چې داماشومه ونشي کولاي په دوامداره توگه تجاوز تحمل کړې له کوره فرار کوي اوبل چاته پناه وړې ،  دغه وخت دۍ چې دهغې جزابيا وژنه ،ځان سوځونه او ياسنگساردی. دکوم انصاف او عدالت له مخې ومنل شې چې ښځه ياپيغله دې په بدۍ کې ورکړه شې ؟ ددغې ښځې څه گناه ده؟ جنايت نارينه کړی امابيچاره  ښځه يې جزا وينې ، دغه ته څه ډول عدالت او انصاف ويلاي شو؟ 
که څه هم د اساسي قانون په ” 22 ”ماده کې څرگند ليکل شويدی چې : دافغانستان داتباعو تر منځ هر راز توپير او امتيازمنع دی .دافغانستان اتباع دقانون په وړاندي مساوې حقوق اومکلفيتونه لري،اودهمدې مادې په يوبل جز کې راغلی : دولت دانسان دآزادۍ او کرامت په درناوي او ساتنه مکلف دی . متاسفانه په اوسنې حاکميت کښي دقدرت خاوندان دقانون  ددغو مادو تفسير هميشه په خپله خوښه اودخپلو اډيالوژي گانودپلې کولولپاره کوې . کله چې دوي وغواړي ، په راډيو او تلويزيون کې دښځې  پر اواز بنديز لگوې ،دشرم خبره خو لاداچې په پارلمان کې ښځه په څپليو او داوبو په بوتلو ولې ، په تلويزيون کې د هندي يا اروپايي  فلمونو ننداره داسلام مخالفه اعلانوې، اوکله بيا ليکوال او ژورناليستان پرخپل سر زندانو ته ليږې، ترڅو داسي وډار شی چې بيا په ژوند دحق ، عدالت  دموکراسۍ اويادښځو دحقوقو نوم پرخوله رانه وړې . هغه ښځه چي دخپل حق څخه دفاع کوې سمدلاسه په کفر تورنه کيږې ،ښه بيلگه يې غيرتي ملالی جوياده .
تر اوسه په خپل ټول ځواک تلاښ کوي چې په هيواد کي ددموکراسې او يوې غوړېدلي ټولني دجوړيدو مخه و نيول شي .
ددي لپاره چي زموږ دهيواد د پوره نيمايې وگړو يعنې ښځو ته د ټولنې په  اقتصادي  ،سياسي ،اجتماعي او فرهنگي چارو کي د فعال حضور او ونډي اخيستنې امکانات برابر شوی وې   لازمه  برېښي په او سنيو قوانينو کې دا سي تغيرات او تعديلات  راوستل شې کوم  چې دهغو  په اساس د ښځوحقوق  په قانوني  بڼه داجتماعي  ژوند په  ټولو اړخونو کي  خوندی ساتل  شوی وې  . تر څو د همدغو قوانينو په برکت دهغو پر طبعي حقوقو له تيری  او تجاوزڅخه ددغو سړې   وژونکو او دبشر دحقو قو دحرفوې دښمنانو لاس لنډ شوی وي  . ښځې  بايددځينو چارواکو دفتواگانوله صادرولو نه نجات ومومې ؛څرگند حقيقت دادۍ که په يو هيواد کې  قانون وی  دفتوا گانو و صادرولوته اصلا کومه اړتيانشته .
که په رښتيا سره اوسنۍ حاکميت  اوپه ځانگړې توگه دښاغلي کرز ی داارزو لري چي  زموږ خويندې او مندې  له ظلم او اسارت  نه خلاصی شې ؟ پر ځاي به وې چې په ټولنه کې  دښځو سره دچلنداوبرخورد مسلي ته دنړيوالو قبول شو نورمونو په اساس جدي پاملرنه وسي . ښځو ته په پارلمان کي  د((68)) چوکيوورکول نيک اقدام دۍ ، مگر دابايد هيره نشې ، پداسي يو هيواد کې چي دنړۍد(( شپږو )) خوارو او غريبو هيوادو په قطار کې ځاي لري په پارلمان کښي دښځينه استازو موجوديت  به  تر((يو لس )) مليونه زياتو ښځوچي  (( 95 ))  په سلو کې  يې نالوستې دې کوم درد دوا نکړی  ؟ اړينه برېښي  چې دښځو دنهضت دپر مختيا لپاره بيله کوم ډار نه غښتلی او کوټلی گامونه اوچت شې .
 زموږ دهيواد ښځې دنړيوالو بشرې سازمانو ،يونيسف ، يونسکو او ملگروملتودسازمان  ځانگړو پاملرنو  او قانوني حمايو  ته دبل هر هيواد تر ښځو زياته  اړتيا لرې .   په اساسي قانون کې دبنيادې تغيراتو له مخې بايد د ښځو پلورل، دکوچنيو انجونو په نکاح کول، ښځه په ميراثي ډول  تر لاسه کول ، په بدو کې دښځې او انجلۍ ورکول  ، پر ښځو فردی او يا ډله ايزه جنسی تيرۍ  ،دښځو جسمي ، رواني ازار اوسپکاوی،د ښځوسنگسار، تيرباران  ،اعدام او په دورو وهل ، په زور او جبر ښځه دنارينه سره په گډ ژوند مجبورول او داسې نورې کړنې  چې په هغو کښې  انساني کرامت تر پښو لاندي کيږې منع اعلان شي . ښځو ته  دهيواد په ټولو دولتي او غير دولتي ادارو او مؤسسو کې دنارينه و سره دگډکار حق ، په مرکز او ولاياتو کې دمور او ماشوم دحمايې په منظور د امکان تر سرحده وړکتونونه  اوماشومانو ته  دشيدو ورکولو ځايونو جوړول،په وزگار وخت کي دښځو په منځ کې د نالوستوب پر خلاف دمبارزي په خاطر د ليک لوست د زده کړی دکورسونو،د لاسی کارنوو اونورو مختلفو فرهنگې انجمنونو او ټولنوجوړښت به دښځو دنهضت  د پر مختيا اوهغوي  ته دهيواد  په دولتی او سياسي  کارونوکښې  دپراخ گډون لاره هواره کړې   . درسمې رپوټونو له مخې هره  ورځ د ((600)) په شاوخواکې ماشومان خپل ژوند دلاسه ورکوې او هره ورځ ((50)) په سلو کې ميندې دماشوم دزېږېدوپه وخت کې ژوند دلاسه ورکوې دهمدغو رپوټوله مخې هغه انجونې چې د«18» کلنۍ نه مخکي اميدواره کيږې دماشوم دزيږيدو په  وخت کښي په هر ساعت کې  (( دوې)) ښځی خپل ژوند دلاسه ورکوې  اود هرو« نهو» ماشومانونه «  يو » ماشوم  مخکې له يو کلنۍ نه ، د هرو « شپږو » ماشومانو نه يو مخکې له پنځه کلنۍ او په سلو کې « پنځلس » ماشومان دزيږيدوپه وخت کې خپل ژوند دلاسه ورکوې  .   همدا نن په هر نيم ساعت کي هغه مور چې نوی ماشوم دنيا ته راوړی دژوند دحداقل امکاناتو دنه لرلو په خاطر ژوند دلاسه ورکوې ،دا په دې معنا چي هر نيم ساعت يو ماشوم بې موره کيږې .
ديونيسف داعلاميې په اساس  ((90)) په سلو کې دماشوم زيږول دروغتيايي اصولو خلاف سرته رسيږې ،په همدې خاطر په هرو سل زرو ماشومانو کې چې دنياته راځی ((  1900))  ماشومان ضايع کيږې  .  په منځنۍ توگه ښځه دعمر په اوږدو کي شپږ ځله اوميدواره کيږې داقتصادي او روغتيايي ناوړه شرايطو په اساس دوينې په سروکروياتو کې داوسپنې دنشته والی او وينې  دلږوالی له امله ((    70  )) په سلو کښې اميدوارې ښځې ددتبر کلوز په مرض اخته کيږې .
دهمدې سازمان دراپور په اساس په هيوادکي په هرو(( 30)) دقيقوکي دولادت په وخت کي يوه مور ژوند دلاسه ورکوې  .
 دروغتيا د نړيوالي ورځې په مناسبت يې په يومطبوعاتي  کنفرانس کي دافغانستان دروغتيا  وزير ښاغلي فاطمې په ډاگه کړه چې :  هره ورځ له ((  50))  نه تر ))   (( 70  ښځې او تر))   (( 700  زيات ماشومان چي عمر يي تر پنځوکلوکم دې دمختلفو ناروغيودهغي جملي نه دتبرکلوز او ملاريا دمرض په اخته کيدو سره ژوند دلاسه ورکوې ، دا هغه ډول مريضۍ دی چې اوس دنړۍ په زياتو هيوادو کې مخ پر ورکيدودې او يا هيڅ نشته ، ولي متاسفانه زموږ په هيواد کې ددولتی چارواکودبې غورۍ په اساس هره ورځ له افغان ماشوم او مورڅخه ژوند اخلي  . ولي  دروغتيا وزير صاحب دا ونه ويل دا هره ورځ چي اوسوه اويا (700) ميندې په غم غمجنېږې خپل ژوند او يا دزړه ټوټه دلاسه ورکوې مسوليت يې دچا پغاړه ډۍ ؟ يوازې دمور او ماشوم لپاره دروغتيايي خدمتونو دسرته رسولو په خاطر هر کال نړيوالي مؤسسې  او نور هيوادونه په ميليونو ډالره راليږې  يوه مور هم پوه نشوه چي دا پيسې چيرې ځې او پرڅه مصرفيږې ؟  که په کابل او ځينو لويو ښارو کې  ښځو ته ډيرو ابتدايي محدود دتحصيل او کار امکانات برابر شوې دي ،دهيواد په نورو سيمو کې ښځې او پيغلې ددغو طبعي او انساني حقوقو څخه تر اوسه محرومي دې او فکرکيږي ددغه ډول دولتونو په موجوديت کې به داکاروان تر ډير وخته ترمزله  ونه رسېږې .  روغتيا يي  نړيوال سازمان دخپلو څيړنو په پايله کې په نړې کې  دښځو په مقابل کې دخشونت او تاوتريخوالي  په هکله ليکې : په هره ثانيه کې يوه ښځه دنارينه  لخواتهديد کيږي ،چې پدې اساس په يو ساعت کې 3600 ښځې په 24 ساعتو کې  86400  ښځې  په يوه مياشت کې 2592000 او په يوه کال کې 94608000 ښځې دنارينه و تر قهر اوظلمونو لاندي  ژوندکوې . افغانه ښځه پدغه احصائېه کښي غوښن ځاي لري .
 که اوسنۍ حاکميت  دغې ملي غميزي ته لازمه او جدي پاملرنه ونکړي ،افغانان سالمه او له ر وغتيايي مرستوبهره منه  کورنۍ  ونلرې دهيواد سمبالتيااو بيا جوړونه به له ډيرو ستونځو سره مخا مخ وی . 
دمور او ماشوم په هکله دولت او  پارلمان  بايد روښانه اوڅرگنده پاليسي ولري  ترڅو دمور اوماشوم  پرحقو قود تيری کونکولاسونه لنډاو ښځې ددولت تر قانوني حمايي لاندي وې .
  افغانې ښځې په فرهنگی او ادبی ډگر کې هم له نارينه وو نه  شاته ندې پاته شوې . له ډير پخوا نه په زرهاو شريفو ښځو دعالي او مسلکي  تحصيلاتو په لرلو سره په مختلفو برخو کښې لکه سپکو صنايعو ،خوراکي موادو ،روغتيا يي او ټولنيزو خدمتونو،فرهنگې او ښوونيزو چارو اوځوان نسل په روزنه کې له نارينه  و څخه زياته ونډه اخيستې ده   .زموږ دهيواد لر غونې ادبی او فرهنگی پياوړتيا دښځو دفداکاريو ،عالي احساس او ځان تيرېدني  څرگنده نمنونه  ده ؛موږ په سلهاو شاعراني ،ليکوالې ادب پوهاني او عالماني ښځې لرو چي دقلم په ژبه يې د افغان ولس له حق نه دفاع کړې او ټولنيزي ناخوالي يې  بربنډي کړي دې، دهغوټولو قهرمانو ښځو دنومونو يادول دلته امکان نشته  ، هري ښځې دخپلې پوهې او دژوند دشرايطو پر اساس پدې لار کښي زيار ايستلۍ او معينې لاست راغنې   او افتخارات لري .
درنو ميندو او خويندو! په يوه خبره موبايد تل غوږونه ښه خلاص وې او باور ولرئ چې تاسوته ستاسو حق هيڅوک په خپله خوښه نه درکوی اونه چاته تر اوسه دبشرپه تاريخ کې حق په خوښه ورکړل شويدی .دهر ډول ظلم او بې عدالتۍ په مقابل کښې بايد دمعقولو لارو چاروپکار وړلو سره مقاومت وکړئ ، دهغونه چې تاسو ته دحق دورکولو نه ډډه کوي خپل روا حق تر لاسه کړئ .
ټول سياسي او ټولنيز سازمانونه چې په خپلو کړنلاروکښي دعدالت او ټولنيز انصاف خبرې کوې ،دښځو دحقوقو ددفاع ډبره په ټټر ټکوې ،دقلم او سالم وجدان خاوندان چې مور، لور او خور ورته گرانه ده په خپل ټول توان او طاقت سره بايد هوډمن اوسی چې دښځو لپاره دسالمو ازاديواو په ټولنيز ژوند کښې هغوي ته ددرناوی  او دنارينه و سره دگډکار او فعاليت دامکاناتو دبرابرولپاره له هيڅ ډول زيار اومبارزې څخه  ډډه ونکړې .   دابايد هيره نشي ، مور هغه څوک دۍ چې زه او ته يې دنياته راوړې يو،دزړه په وينواو پاکو شيدويې روزلې يو، ميرمنه ده چې دنارينه سره په غمونوکې غمجنه اوپه ښاديو کې خوښه ده ،ښځه ده چې نارينه ته دصبر ،زغم او تحمل مشورې ورکوې ،همدا ښځه ده چې نارينه  دغيرت ،وطن ، ناموس دساتلو په لار کې سر ښندلواو قهرمانيو ته هڅوې؛ دا  ورځ  که خير ؤ ډير ژر رارسيدونکې ده چې افغاني ميړنۍپاک لمنې ښځې او پيغلې به د نه ستړې کيدونکی  زيار،  تلاښونو او قربانيو په پايله کې خپل حق او آزادی تر لاسه کړې ،او په افغاني ټولنه کې به دنارينه  وسره يوځاي اويو شان دکار ،تعليم ،تحصيل،او سياست په ډگر کې دفعال او رغنده گډون حق ولري .
 ښځه مور ده مور ته درناوۍ ځان او هيواد ته درناوۍ دۍ . دولت ملې دنده لري ترڅو دښځو دژوند وټولو اړخو ته  ځانگړې پاملرنه وکړی ،ښځو ته بيله هر ډول دليل او بهانو تراشلوڅخه په ټولنه کې  دفعال گډون ، تعليم ، تحصيل  او خپلې خوښې کارامکانات برابرکړی ؛  دهغو په مقابل کښي دهر ډول زور زياتی ، توپير او سپکه سترگه کتلو مخه ونيول شي . افغانې ښځې بايد هرو مرو ځانونه  دقانون او دولت تر حمايي لاندې  احساس کړي .               
وياړ په هغو پاک لمنو افغانو ميندو او پيغلوچې دخپل ژوند په قيمت يې دخپل رواحق دترلاسه کولو لپاره دتاريخ په اوږدو کښي نه هيرېدونکی خاطرې پرې ايښي دي  .
زه پخپله داليکنه دهغې مور دزړه په اواز چي همدا اوس په زرهاو کيلومتره له خپل مورنی هيواد نه دخپلو بچوسره دجلاوطنی په سختو اوله  ستونزوډکو شرايطو کې شپې  او ورځې تيروی . دامېړنۍخپل بچې روزې  اودقلم په ژبه دزورېدلې زړه په وينو دمور ،وطن او وطندار چيغې او ارزوگانې انځوروې پاي ته رسوم . دا غښتلې او دغيرتونو ډکه مور نجيبه سارابياباني ده.
کاروان مو لوټ ځکه سرنشته
               وطن مو وران شوچې رهبر نشته
دويښ بابا ټبر ويده پراته دي
                        دملالۍ غږلر او بر نشته
دادشاهين په کورکې څوک گډشوی
                  چې بچي ژاړي دکور ور نشته
دميرويس خان او احمدشاه وطن کې
                  دخوشحال توره لکه لمر نشته
سارا وطن خو لوټ مارانولوټ کړ
                 ځکه چې ستا کلي کې سر نشته
يادونه : دشاعر هدف  له بابا نه لوي احمدشاه بابا دی