د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولې دا هره څپيړه زموږ په مخ واريږي؟

داکټر کاکاجان سهار 17.04.2006 04:00

ايا داسې نه ښکاري چه پښتون ولس په نـــــاحقه د پړې د ورکړې پورته درول شوی ؟
ايا پښتون ولس يو ځل بيا په ناحقه د روسانو د وخت په شان په سختو او تنګو شرايطو کې نه دی راګېرشوی؟

داسې ښکاري چه د تورې او خرپ له وختونو را پدې خوا د پښتون ولس بخت په توره ورځ اوښتی. هغه وخت چه په ټولنيز ژوند کې چل او سياسي تلکونو ډېر مينه وال نلرل او د ټولنيزو ستونزو حل د رښتينولی، خبرو يا تورې په څوکه ګرزېدلو پښتانه دهرميدان د لوبې اتلان وو. خو کله چه دانسان ژبې د دروغوپه ويلو لوبېدل زده کړل، اوانسان دسوچه والي په ځای د چل او مکر نوکرشو، نو پښتون ولس هم ورو – ورو د ګټلو په ځای د بايلولو دروځی پهلوان شو.
له نيږدې يوې نيمى پېړی را پدې خوا د نړی ستر واکمن ځواک انګليستان هغه وخت چه د لومړي ځل لپاره د پښتنو سره په څو پرله پسې جګړو کې پاتې راغی،نو له همغه وخته يې په نړيواله سطحه د پښتون ولس د ګوښه والي او ټوټه والي کوښښونه په لار اچولي دی. خو نن داسې ښکاري چه د پښتنو په مقابل کې دانګليستانو دا پخوانۍ لاره د سيمې نورو غرضمنو ځواکونو هم خپله کړېده.
د وخت انګليسي سياسي کړۍ پدې پوهېدې چه د پښتون ولس په وړاندې تګ او تاريخي ځلېدو سره به حتمن دافغانانو په وړاندې د انګليسانو ماتې هم د تاريخ په پاڼو باندې د راتلوونکو نسلونو سترګو ته درېږي، نوځکه که څه هم دوی په فزيکي ډول له سيمې څخه ووتل خوبيا يې هم له څو اړخونو څخه دپښتنو په ضد خپله سړه مبارزه جاري وساتله ، ترڅو په راتلوونکې کې پښتانه دومره وړوکي او سراسيمه ولس وښيي چه څوک هم دا ونه مني چه دغه ولس ګواکي يو وخت انګليسانو ته ماتې ورکړيده. له همدې امله ده چه انګليسانو پخپلو تاريخونو کې پښتانه يا ډېر لږ ياد کړي او يايې د خپلو اصلي دښمنانو په ډول په سپکو اوملنډو ورڅخه ياد کړيده.

د پښتنو لومړی تباهي:

انګليسانو تر هرڅه ړومبی د ډيورند د کرښې په واسطه دپښتون ولس غښتلي يوالی اووسپنيز ځواک په دوو برخو وويشلو خو پدې يې هم بسينه ونکړه. بلکه د خپل نماينده حکومت پاکستان په واسطه يې دډيورن د کرښې په ختيځو او جنوبي خواووکې د ميشته پښتون ولس د طاقت د بيا نيمولو لپاره د پښتون ولس يوه برخه د قبايلو په نامه تر لس ګونو کلونو پورې د ښوونځيو، روغتونونو، زده کړو، خبري رسنو لکه تلويزيون، راډيو او نورو- وروځنيو سهولتونو څخه بې برخې وساتله.
ددې سره جوغت په دوهم ګام کې انګليسانو د پښتون ولس دکلتوراوژبې په له منځه وړلوپسې مټې را بډ وهلې ځکه دوی فکر کاوه چه دپښتون ولس کلتورپه سيمه کې ددوی د برياوو د لارې اصلي خنډ دی. نود پښتون ولس يوه برخه (اوسنی پېښاور او کوېټه ) يې د پښتو د هرډول کلتوري او ادبي حقوقو څخه په محروميت کې د پاکستاني حکومت ترنېغې قوماندې لاندې د پنجاب د کلتور او ژبې زده کولو ته کښېنول، او تر نن ورځې پور ې ورته په خپله مورنی پښتو ژبه د راديويي او تلويزيوني خپرونواوپه ښونځيو او پوهنځيوکې د زده کړو امکانات نشته، حتې د پاکستان د نورو سوبو برخلاف چه هره سوبه د خپل استوګن قوم په نوم ياديږي، د پښتنو دغه ټاټوبی تر ننه هم ددې ولس په نوم يادول د پاکستان لپاره د تحمل وړ نه ښکارېږي. داځکه دوی اندېښنه لري چه پدې کار سره به د پښتون توکم نوم وځلېږي او دا ولس به يوځل بيا را ژوندی او يو شي.
انګليسانو دا سنجولې وه چه د پښتنو په وروسته پاتې کېدو سره به دوی وکولای شي چه ددوی کلتور، ژبه او غرور پای ته ورسوي او پدې توګه به په راتلوونکو وختونو کې ددوی څخه خپل وار او انتقام په اسانی سره واخيستلای شي،  همدارنګه انګليسانود پښتنودسيکالوژی په پام کې نيولو سره پښتنو ته د مذهب او نورو قبيلوي خرافاتو تر نامه لاندې د پښتون ولس د وروسته پاتې والي لپاره دامونه او تلکې خورې کړې، چه په هره تلکه کې يې د پښتون ولس تر منځ د نفاق او تباهی زڼي کرل شوي وو. خلاصه داچه انګليسانو څه دپاسه يوې پېړی په شاو خوا کې د پښتون ولس د ګوښه والي اوددوی د ژبې او کلچر د وژلو هلې ځلې جاري وساتلې. ترڅوپه پای کې په افغانستان کې د پښتنو د هغه مذهب پالانو په لاس چه د انګليسانو تر نېغ اثر لاندې يې د پښتون ولس وړاندې تګ نشو زغملای د امير امان الله خان په شان د ترقي غوښتونکو نهضتونو خاموشه کول ددوی د سياست د برلاسي ښه بېلګه او لاسته راوړنه وه. او بالاخره يې دهمدغه مذهب پالو په لاس وکولای شوای چه د روسانو زبښاکګر ځواک د ابد لپاره پخپله ګټه مات اودړې وړې کړي. او د نړی مخ يې يوځل بيا د خپلې زبېښاک ګرې ځغاستې لپاره بې اندېښنو کړ.

د پښتنو دوهمه تباهي:

له بده مرغه چه د ډيورند دکرښې د غربي خوا پښتانه هم د وخت واکدار اعليحضرت محمد ظاهر شاه د خپل سلطنت ددوام د ملاحظاتو په اساس د يوې نسبي کراری تر پلمه لاندې بې زده کړو، بې تعليمه او د ژوند د هر ډول نوي والي څخه لرې وساتل. چه دا پخپله په غير مستقيم ډول په نړيواله سطحه د پښتون ضدکړيو دارمانونو د ترسره کېدولپاره ښه مرسته کوونکی عمل وو.
موږ ليدل چه د اعليحضرت محمد ظاهر شاه په وخت کې په ټول هېواد کې پښتو ژبودولتي مامورينو د وخت ددربار د شهزادګانو د خوشحالی لپاره خپلو ژبو ته د پاړسي پيوندونه لګولي وو، اودهغه قلمونو سره به خپلو دندو ته تلل چه د افغانستان د اکثريت ولس د ژبې يعنې د پښتو د ليکلو چل به نه ورتللو. چه ددې لوبې تر لږ دودېدو وروسته ډېر ژر د هېواد په پلازمينه کابل کې پښتو چه د هېواد د يوه غوڅ اکثريت توکم ژبه وه د ښوونځيو ددروازو څخه په ټيلو ټمبو ايستلو ته برابره شوه. او پوهنتون چه د وخت يوه ځوانه پديده او زموږ د ولس د ټولو هيلو د پوره والي څرګنده مرجع وه،چه 70 سلمه زده کوونکي يې هم پښتو ژبي وو، ددربارد بې انډوله تمايلونو له مخې له همغه لومړي پيله د پښتو له رواجېدو څخه ګوښه وساتل شو. همدا راز پښتانه د بازار اويوه باتمدنه ژوند سره د بلدتيا پرځای په همغه وروسته پاتې کليوالي ژوند کې ښکېل پرېښودل شول. د واک او بازار د اقتصادي پړي غټ تارونه د غير پښتون توکمواو يا تش په نامه پښتنو په لاس ورکړل شول. به بازارونو،تجاتي لارو او دفترونوباندې تر پښتنو زيات نور توکمونو ګېده واچوله.
په هر صورت وايي چه فشارونه له سړو وسپنو هم فولاد جوړوي، يو وخت را ورسېد چه افغان ولس ورځ په ورځ سياسي بيداري تر لاسه کوله، نو ځکه په منطقه کې د انګريزانو د سياسي تلکونو تارونه هم په سستېدو ښکارېدل، خو د افغانستان ستراتېژيک جغرافيايي موقعيت د انګليسانوپه شان د منطقې ګاونديان هم دې ته وهڅول چه د افغان ولس وړاندې تګ پخپلو سترګو کې اغزئ وبولي. همدا علت ووچه د هېواد د ملي اتل اوستر شهيد سردار محمد اوود خان په لاس د جمهوريت او ازادای يوې مرحلې ته د افغان ولس ور ننوتل ددوی لپاره د تحمل وړ نشول. ځکه په تاريخ کې د لومړی ځل لپاره افغانان د تمدن او پرمختګ په درشل د پل اېښودلو جوګه شوی وو. د پاکستان او روسانو په ګډون زموږ د هېواد داخلي او بهرنيوموقعپالودښمنانو چه د افغانستان وړاندې والی يې نشو زغملای تر ډول ډول تخريبونووروسته د سردار محمدد داوود خان ځوانه او فعاله اداره په موږ ونه لوروله او ډير ژر يې موږ دهغه د نعمت څخه بې برخې کړو.

د پښتنو دريمه تباهي:

هغه وخت چه روسانو په افغانستان باندې خپلې يرغلګرې قواوې ورننه ويستې. روسان لدې وېرېدل چه پښتانه به د انګليسانو په شان ددوی د مداخلې هم مخالفت وکړي نو ځکه مخکې تر دې چه پښتانه په کوم عمل لاس پورې کړي روسانو سمدلاسه د ببرک کارمل په لارښونه د پښتني سيمو په بې درېغه ځپلو پيل وکړ. حتې سلطان علي کشتمند د کارمل او روسانو د وخت صدراعظم به ويل چه زه يو اکثريت بې مهاره ولس مهار کوم. ددې ښکاره معنا داوه چه دوی غوښتل تر څو د دوی د بادارانو په مقابل کې نه تسليمېدونکي سرکښه پښتانه د روسانو په قواوو دومره وټکوي، تر څو ددوی په شان ددوی روسي بادارنوته د تسليمی لاس په نامه کېږدي.
يادونه: سلطان علي کشتمند نن په انګليستان کې په خورا جال اوجلال کې ژوند کوي او هېڅوک هم نړيوالې محکمې ته د هغه د راکاږلو اواز ځکه نه جګوي، چه کشتمندپرته له پښتنو نور څوک نه دي وژلي، بلکه دده لاسونه يوازې د هغه مظلوم ولس په وينو سره دي چه تر اوسه هم له ده څخه د انتقام جوګه نه دی، کشتمند تر اوسه هم پخپلو ليکلو اثارو کې د پښتنو په سپکاوي خپلې تنده ماتوي
هغه وخت چه روسي اشغالګرو په پښتون ولس مځکه سره کړه. نو د پښتنو تاريخي دښمن پاکستان ددې لپاره چه هم ځان د روسانو د راتلوونکو ګذار څخه په امن وساتي او هم پښتانه د روسانو سره په جګړه کې ځپلو ته برابر کړي، تر څو دی يې له غمه خلاص شي، د مذهب تر نامه لاندې يې د پښتنو زړه سايکولوژي يوځل بيا په اسانی سره په کار واچوله، او پښتانه يې د روسي تاړاک په مقابل کې د پاکستان د خاورې د امن لپاره د سپر په ډول و کارول.
پدې وخت کې غربي هېوادو هم پښتانه خپلو هدفونوته د رسېدو لپاره يوازينی مرجع وګڼله.
په ريښتيا سره چه د ا وخت د روس او پښتنو د ځپلو لپاره، د پاکستان او د هغه د غربي انډيوالانو لپاره يوپه لاس ورغلی طلايي فرصت وو. ځکه چه د روس او پښتنو په جنګ کې ددوی دوه اړخيزه ګټه وه ، چه له يوې خوا د روسانو په مړينه او ماتې سره غربي هېوادونه خپلونړايولو هدفونو ته رسېدلای شوای، اوله بلې خوا د پښتنو په مړينې او تباهی سره پخپله پاکستان په اسانی سره ځان د پښتون ولس په سينه باندې د ډيوردن د کرښې ټيکه دار جوړولای شوای. چه پدې لوبه کې په ميليونونو بې ګناه پښتانه د روسي او پاکستاني مرامونو تر منځ د تباهی کندی ته ور ټېل وهل شول.
په افغانستان کې د روسي تاړاک د وروستی کړی پاتې شونو، که له يوې خواد داکتر نجيب الله په مشريزه کې پښتنو ته د دوستی او جوړې لاس ور اوږد کړی وو خو له بلې خوا يې د هېواد ټولې پښتون مېشته سيمې ددوستم اونبي عظيمي په شان وحشي صفته او د پښتون ټبر د ضد جنرالانو په نيغه قومانده د بمونو او توپونوتر ګذارونو لاندې راوستلې وې. چه د لسګونو زرو پښتنو وينې يې بيا هم د خپلو پښتون ضد هدفونود پوره کولو لپاره وبهولې.

د پښتنو څلورمه لويه تباهي:

د پښتنو دا تباهي هغه وخت پيل شوه چه د افغانستان يوه بل جنګسالار احمد شاه مسعود هم  وغوښتل چه د خپلو بادارانو (روسانواو کېجيبي ) د ماتې انتقام له پښتنو څخه واخلي. بالمقابل د ګلبدين، رسول سياف، رباني، مزاري په شان نور جهادي مشران چه د پاکستاني ای اس ای او دايراني جاسوسي کړيو په لومو کې راګېر وو، هم د خپل بادارانو (پاکستان اوايراني واکمنو) د خوشحالولو او د پښتون سرشاره ولس د را کابو کولو لپاره د پښتنو په سيمو کې خپل جنګي ښکرونه ددې ولس په سينو ورخښ کړل، په يوه بې معنی کورنی جګړه کې يې په زرګونو افغانې ميندې بورې او وررې کړې، ټو لې پښتني استوګنه ښاري سيمې يې د پښتنو د اقتصادي کمزوري کولو په هدف لوټ او ويجاړې کړې، د هېواد ټول بانکونه او نورې ملي شتمنی يې د ټولو پوځي تاسيساتو سره يو ځای لوټ او تالا کړې، ترڅو په پای کې د پاکستان د وخت صدراعظم نواز شريف دارامې ساه ايستلو په وخت ، خپل ولس ته په يوه پيغام کې وويل چه ماپاکستان ته د خدمت په لړ کې د خپل يوه دښمن هېواد پنځه سوه کلن پوځ د ابد لپاره نابود او دړې وړې کړ.
بامقابل روسانو د پښتون ولس د اقتصادي کمزوری لپاره د خپل وفادار نوکر احمد شا مسعود د توپونو په ګذارونو باندې د پښتنو ښاري برخوپه ورانولواو د پښتون ولس په مخامخ ځپلو سره بسينه ونکړه. بلکه روسانو هر کال د ټول افغانستان کلنی بودجه (حتی د هغه په څو چنده پيسې) د خپلو نوکرو ډلو لکه شورای نظاراو دوستم په واک کې ورکوله چه د لسو کلونو لپاره په روسيه کې د چاپ شويو افغانيو د سوونوکانتينرونو معادل امريکايي دالرونه د احمد شاه مسعود، رباني، قانوني، دوستم او فهيم او د هغوی دنورې ټلوالې په شخصي بانکي حسابونو کې جمع شول، چه د هغه د پولي تورم په بدل کې افغان ولس د خپل عيزت څخه رانيولې بيا تر خپلو وينو پورې د خپلو فاميلونو لپاره د خواراکي توکو په ډول وخوړل.
يادونه: ترنن پورې حتې هېڅوک هم پيدا نشول چه له دغه محدودو خلکو څخه د ولس د هغه وينو چه د ډالرونو په ډول د نړی په بانکونو کې ذخيره شوېدي بېرته غوښتنه وکړي. دوی حتې اوس هم په سپين سترګی سره د هېواد په سرنوشت باندې تصميمونه نيسي.

د پښتنو پنځمه تباهي:

د کلټن د واکمنی په وخت کې د پاکستان دصدراعظم نوازشريف او پرويز مشرف شريک سفر امريکا ته ددې سبب شو چه د سرحدي پښتون قبايلو د ځپلو په بدل کې مشرف ته د قدرت د رسېدلو وعده وشوه، د مشرف څخه دا هم وغوښتل شول چه د قبايلو له سيمو لکه تيرااو نورو برخو څخه د سلاح ګانو دجوړولو ټول کارځايونه له منځه يوړل شي.
زه دا منم چه وسله او وسلوال پاته کېدل سمه کړنه نه ده خو دا هم منم چه د وسلو د جوړولو دغه کارځايونه د پښتون ولس شتمني او د وړاندې صنعت يوه بېلګه وه، چه د خپلو مټو په زور د اوږدو کړاوونو په پايله کې يې لاسته راوړې وه، ويل کېږي چه په هغه وروستيو وختونو کې هلته د نړی د ډېرې پرمخ تللېو کمپنيو سره ورته سلاحګانو د جوړولو امکانات را منځته شوي وو.
اصولا بايد دغه کارځايونه خراب شوي نه وای بلکه دنورو د اندېښنو دلرې کولو لپاره به دا سمه وه چه د توليدات يې نور هم منظم او تر کلکې څارنې لاندې ساتلي شوي وای.
پاکستان تر هغه وخته هم پدې نه پوهېده چه په د کار سره امريکا د نن په شان په منطقه کې د خپل حضور لپاره ذمينه مساعدول غواړي. همغه وو چه پاکستان په پښتني سيموباندې د خپل واک ټينګولو لپاره دا کار د امريکا ددولت ستره لورينه او ښه فرصت وبللو.او فکر يې وکړ چه د امريکا په ملاتړ سره به د پښتني قبايلو ازادې برخې په اسانی سره تر خپل نګين لاندې کړلای شي. همداوو چه مشرف د واک ګدی ته تر رسېدو وروسته سمدلاسه د قبايلو د پښتني سيمو څخه د وسلو جوړولو په کارخانوباندې پوځي تاړاکونه ولګول او هغه ټولې يې له منځه يوړلې.
افغانستان او منطقې ته د امرېکايي او غربي قواووله داخلېدو سره سم بيا هم ګذارونه د پښتنوقومونو په ککری ور تازه شول.
دا سمه ده چه نه ټول طالبان پښتانه وو او نه ټول پښتانه طالبان وو بلکه طالبان د پاکستاني مليشو هغه منظمې لښکرې وې چه په ترکيب کې يې تر عربانو پورې د اسلام ځنې مينان شامل اود طالب تر نامه لاندې افغانستان ته را لېږل شوي وو. دوی هم د روس پلوو افغاني ډلو په شان د افغاني نشنلېزم په ځای د اسلامي انټرناسيونالېزم پلوي ښکارېدل. همدارنګه د طالبانو د واکمنی په وخت کې پښتانه د کومې خاصې لورينې څخه هم نه وو ښېرازه شوي. بلکه د طالبانو د واکمنی زيانونه تر پاړسي توکمو په زياته د پښتنو کلتور او ولس ته متوجه وو. له پاکستان څخه د طالبانو په توره صادره شوې دوره کې په پښتو ميشتو سيمو کې دښځو د حقوقو، ښوونځيو او نورو مدني پولو مراعات او کلتورد افغانستان د نورو برخو سره يو شان ځپل کېدلو. دا چه طالبانو ولې د پښتنو په سيمو کې ډېر ملاتړ درلود، ددې عمده علت داوو چه پاکستان او روس د مجاهدينو په لس کلنه توره دوره کې پښتني سيمې د خپلو نوکرانو په واسطه دومره ځپلې وې چه نور پښتون ولس اوبو په سر اخيستي وو او مجبور وو چه د هغه حالت څخه د وتلو لپاره هرو خځلو ته لاس واچوي. بله داچه طالبانو د فارسي ژبو په برخو کې هم پوره ملاتړي درلودل.
داهم بايد په ياد ولرو چه د پاکستان څخه افغانستان ته د طالبانو را صادرول په دې موخه نه ووچه ددوی په مرسته د په افغانستان کې پښتانه د نعمتونو او هوسونو خاوندان شي بلکه داد پښتون ولس د کلتور او وړاندې تګ په ککری باندې دپاکستاني جاسوسي کړيو وروستی خو تر ټولو سخت ګذار وو او داد پاکستاني – ای- اس – ای- خپله بېداري وه چه د پښتنو د سمو او بنسټيزو ځپلو لپاره يې داسې يو څوک دلوبې ميدان ته را لېږلي وو، چه له يوې خوا يې د پښتنو مذهبي روحيه بياهم لکه د پخوا په شان د پاکستان په ګټه را وپارولی شوای، او بلې خوادوی غوښتل چه پښتانه تر ډېره وخته په دې پوه نه شي چه دوی د پاکستان د غلامی په کړی کې ور ښکېل کېږي. همدا علت وو چه د طالبانو تر نامه لاندې د پاکستاني حکومت نظامي برنامه په همغه وخت کې د پاکستان د پارلمان د غړي او د پښتنو د يوه ستر سياست پوه مشر محمود خان اڅکزي له خوا د پاکستان د تلوېزيون سره په مخامخ مرکو کې په څوڅو وارې وغندل شوه.
نونن د طالبانو په نامه د پښتون ولس ټکول بياهم د هغه شريکې برنامې يوه برخه ده چه دپاکستان اوهم دننه په افغانستان کې د پښتني ضد قوتونو له خوا د پښتنو د ورکې په بنسټ را منځته شوېده.
چه له همدې کبله پاکستان پخپلو سرحداتو کې د طالب تر نامه لاندې د مظلومو او بې ګناه پښتنو په بې ساري ځپلو لاس پورې کړی او په افغانستان کې دننه داخلي روس پلوه د پښتنو ضد قوتونو هم پخپله هوښياری سره وکړلای شوای چه دطالب تر نامه لاندې نړيوال قوتونه د پښتون مظلوم ولس د ټکولو لپاره د پښتنو په ضد وکاروي.
هغه وخت چه د امريکا نظامي قوت په سيمه کې حضور وموند. امريکايانو او ددوی نورو غربي ملګرو د روس پلوه کارملي او ايراني پرستو، پښتني ضد قوتونو تر اغېزې لاندې پښتانه خپل لومړی درجه دښمنان وبلل. ددې په بدل کې د افغانستان دولت د کرزي په مشری ونشو کړلای چه د امريکايانو او نورو بهرنيو هېوادونو پام د پښتنو په هکله حقايقوته واړوي. ځکه له همغه لومړيو روځو را پدې خوا بيا تر نن روځې پورې نه يوازې د پاکستان په سرحدي برخوکې پښتون مېشتې سيمې بلکه په افغانستان کې د ننه هم د پښتون ولس ټکول او رټل دوام لري.
د طالبانو تر نامه لاندې د پښتنو د ځپلو لپاره پاکستان نور هم خپل نازونه په امريکا ور زيات کړل او د خپلو دښمنو ازادو قبايلو د ټکولو لپاره يې پدې بهانه چه ګواکي هلته القاعده پټه ده، د امريکا څخه د غټو پيسو غوښتنه وکړه. د پاکستان دولت دا هم په پام کې لري چه يوه روځ به امريکا د افغانستان د امن په مقابل کې د پښتنو ازاد قبايل د پاکستان په قواله ورکړي.
ځکه د ازادو قبايلوپه سيمو کې دالقاعده تر نامه لاندې د پاکستاني پوځ عمليات په پوره زور اونړی وال ملاتړ سره تر اجراتو لاندې نيول شويدي. پداسې حال کې چه تر اوسه پورې هلته د القاعده يو غړی، مړ ، يا ، ژوندی د قبايلو په عملياتوکې نه دی تر لاسه شوي، او پرته د پاکستاني درغجنو خبري رسنو څخه کومې بلې خبري منبع د ازادو قبايلو په سيمو کې د القاعده د غړو موجوديت نه دی تاييد کړی. بلکه دا ټولې نړی ته ښکاره ده چه د القاعدې غړي د پاکستان په نورو هغو ښارونو کې پخپلو استوګنځيو کې نيول شويدي، کوم چه پاکستان يې د امن ټاټوبي بولي لکه کراچی او اسلام اباد.
ټولې هغه تخريبکارې ډلې چه د پاکستان څخه د افغانستان پښتون ميشتو سيمو ته د تخريب لپاره را استول کېږي دا قبايلي پښتانه نه دي. بلکه ددوی ترکيب په زياته اندازه بهرنيان اوپه لږ اندازه کېدای شي هغه کورني پښتانه جوړ کړي، چه دکرزي له حکومت څخه د هغه د ضعيفواوپښتون ضد پاليسيو په اساس خپه شوېدي. او موږ وينو چه ددوی شمېره ورځ په ورځ زياتېږي. دوی د پښتنو د قبايلي سيمو څخه نه بلکه د پاکستان د لرې پرتو ښارونو څخه افغانستان ته د تخريب لپاره را استول کېږي.
ددې لپاره پاکستاني حکومت کوښښ کوي چه دامريکا او انګليستان حکومتونه له پښتني قبايلو سيمو څخه د القاعده په نامه په يوه دوامداره ويره کې وساتلي شي، تر څوچه:
1) چه له يوې خوا د پاکستاني لښکرو پښه په قبايلي سيمو کې د خپل پوځي حضور اوله پاکستان څخه د پښتنو دازادي غوښتونکو قوتونو د ټکولو لپاره ازاده وي.
2) له بلې خوا هغه څلويښت ميليونه ډالره مرسته چه پاکستان يې د قبايلو سره د جګړې په بدل کې له امريکا څخه هر کال تر لاسه کوي بايد دډېر وخت لپاره دوام ومومي.
3) پاکستان وکولای شي چه امريکا او د هغه نور غربي ملګري هېوادونه د سيمې په يوه اوږده کړکېچ کې ستړي کړي . ترڅود روسانو په شان هغه هم د منطقې څخه په شا ولاړ شي او پاکستان بېرته ځان په سيمه کې د سياسي ځواک په توګه راښکاره کړي.
د پورته تشريحاتو څخه داسې ښکاري چه پښتون يو بېګناه، رېښتينی او مظلوم ولس دی چه د تاريخ په اوږدو کې د نړی خود غرضه قوتونو په ناحقه توګه ځپلی اوخپل عادي ژوند ته يې نه دی پرېښودلی.

په پای کې:

1) هيله ده چه د امريکا او انګليستان حکومتونه او ورسره مالګري وسله وال اعتلافي ځواکونه به دا ستونزه په ټول ژوروالي سره درک کړي او هغه پيسې چه د پښتنو د نابودی لپاره يې د پاکستاني واکدارانو په لاس مصرفوي ښه به وي چه د پښتنو د ملګرتيا او ابادی په لاره کې يې په مصرف ورسوي.
2) د تېرو څو کلونود حالاتو په پام کې نيولو سره زه په پښتني قبايلو سيمو کې د القاعدې د غړو هر ډول حضور او شتوالی ردوم. او دپاکستاني حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوم چه د القاعدې په نامه د د پښتني ولسونو قتلېدل او ځپل سمدلاسه ودروي.
3) زه د افغانستان د حکومت څخه په کلکه دا غوښتنه کوم چه په افغانستان کې دننه د پښتون ميشتوسيمو په بيا ابادولو کې د ناسکه زوی د چال چلند څخه لاس واخلي. پښتون ولس ته د هغه د کميت په پام کې نيولو سره د بيا ودانولو ټول حقه حقوق ورکړي.
داچه امريکايان په عراق کې د سوني لږکو په بدل کې د اکثريت شيعه توکم له حقوقو څخه ملاتړ کوي، خو له بده مرغه په افغانستان کې يې دکرزي د حکومت د کمزورې پاليسی په نتيجه کې د لږکيو اوجنګسالارنو په قومانده د هېواد اکثريت ولس را پرزولو ته ملا تړلې ده. دا ځکه چه د کرزي حکومت د افغانستان او منطقې د حقيقتونوپه اړه د امريکايانو په پوهاوي کې پاتې راغلی دی.
زه پدې کلک باور لرم چه تر اوسه هم د وخته دی که د کرزي حکومت د پښتنو په مقابل کې د مېرې مور پاليسيو ته بدلون ور نکړي، نو کرزی او دده حکومت به روځ تر بلې زيات د پښتون ولس د ملاتړ څخه بې برخې شي (لکه چه دا حقيقت روځ په روځ په اثبات رسېږي)او بيا به هغه وخت وي چه کرزی او دده ملګري به د داکټر نجيب په شان د پښتون ولس سره د پيوستون نارې سورې وهي خوهغه د چا خبره څوک به يې هم په سرينده غوږ نه ګروي.
مننه