د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملي روغې جوړې مشال

ګل خان اکبري 31.03.2006 04:00

په تیرو ورځو کې مې د «ټول افغان» په سایټ کې د ښاغلي لطف الله مشعل لیکنه د «ملی روغه جوړه: سیاست که ضرورت؟»  تر عنوان لاندې ولوستله.  لدی کبله چې د لیکنې موضوع (ملی روغه جوړه) ټولو افغانانو ته ډیره په زړه پورې ده او هر څوک دی ته سترګې په لاره دي چې پخپل هیواد کې یې سوله، ملي یووالی، دموکراسۍ، بیا رغونه او پرمختګ تر سره شي او د هغو لارو چارو په لټه کې دي کومې چې وکولای شي افغان باتور ولس دغو آرونو ته ورسوي.  ځکه مې لازمه وګڼله چې د ښاغلي مشعل ــ  چې د ده په ویلو «د هیواد د امنیتی ارګانونو د رهبری په لیکو کې او  د تروریزم په ضد د جګړې د لومړۍ کرښی د خبریالی تجربی هم لري» ــ  په پورته لیکنې  کې د څه خطا وتنو په هکله ولیکم.  لومړی به د ښاغلی مشعل د لیکنی څه عمده ټکي ولیکم او وروسته به خپل، هغه لیکی:

    [ ــ  د ملی روغی جوړی د اصطلاح کارول د مرحوم نجیب الله له نوم سره تړل کیږي؛
ــ  ... (شهید ډاکتر نجیب الله) د خپل اقتدار د مودی د غزونی او ... په موخه یې د ملی روغی جوړی سیاست ته مخه کړه؛
ــ  ... د هغه وخت په ودان کابل کې یې د روغی جوړی ښه
ډولونه وډمبول، کنفرانسونه یې جوړ کړل او اخوا دیخوا یې ښی چیغی ناری سره راجوړی کړی.؛
ــ  ... د مجاهدینو اوه ګونی پاکستان میشته او اته ګوني ایران میشته جهادي ډلی هم
ښی په درز کې مخ په بره روانی وی
ــ  ... پیښور میشته ټولو جهادي ګوندونو په یوه خوله د ډاکتر نجیب ملی روغه جوړه رد کړه؛
ـ
ـ  ... لومړی ځل مو ټول جهادي رهبران په یوه ستیج او یوه خوله سره ولیدل؛
ــ  ... د جهادي رهبرانو په ډله کې (چې ملي روغه جوړه یې رد کړه) د حکمتیار صیب غږ
سختی غړغړی کولې.؛
ــ  ... همدا لاملونه وو چې د نجیب ملي روغه جوړه ناکامه شوه او
ګرد سره افغانانو ښه په زغرده رد کړه.؛
ــ ... یواځینی شئی چې دوی کرارولی شي نرمه ژمه، د پخلاینی هڅه او د دوی ارزښتونو ته په درنه سترګه کتل دي او بس. ؛
ــ ... یو پښتون چې بیګناه وځورول شي، وطن پریدي خو پور او پیغور نه پریدي. ؛
ــ ... اوس چې د ملي روغی جوړی کمسیون جوړ شوی...  باید قومی مشران، جید علمای کرام په دی کمسیون کې شامل کړای شي تر څو د افغانستان د کړکیچ لپاره
د حل یوه معقوله، مروجه او عنعنوی لار پیدا شي ؛
ــ ... د باغی جنګسالارانو د خپلمنځي جګړو د مخنیوي، د بهرنی ترورستانو، القاعده او پنجابی طالبانو د مقابلی... او د بهرنیو  خصوصا
ً ګاونډیو هیوادونو (چې اوس خو اتومی قدرتونه دی او مقابله یې زموږ د اردو له توانه  بهر ده) د لاسوهنی د مخنیوی په برخه کې مرسته...؛
ــ ... د افغانی ناراضه طالبانو پخلاکول، د حزب اسلامی د ناراضه غړو پخلا کول او د هیواد په جنوب او ختیځ کې د ځورول شوو بیګناه وطنوالو د لاسايي او پخلاینه او له سوله ایز بهیر سره د هغوی یو ځای کول...
]
پورته په ګوته شوي ټکي د ښاغلي مشعل له لیکنی څخه رانقل شوی دي.

     د هغه د لیکنی بنسټیزه موخه «د افغانستان د کړکیچ لپاره د حل یوه معقوله، مروجه او عنعنوی لار» پیدا کول او همدا موخی ته د رسیدو لپاره د ملي روغی جوړی د ټاکل شوي کمسیون د دندو د ښه سرته رسولو په هکله د لیکونکي نظر وړاندی کوي.  لیکنه لدی کبله چې د یوی ښی موخی د راپیژندنی او هغې ته د رسیدو د لارو چارو په هکله لیکل شوی ده ــ سره لدی چې په هغی کې بعضی پارادوکسي انځورونه، انځور شوی دي او یا تیروتنی لري چې د لیکنی د نګوښیدو لامل یې رامنځ ته کړی دی ــ بیاهم د تأمل وړ ده. 

     لکه څرنګه چې پورته ذکر شول چې په (ټول افغان) سایټ کې د نشری شوی لیکنی عنوان «ملی روغه جوړه: سیاست که ضرورت؟» لیکل شوی دی او د لیکنی په اخری کرښو کې بیا هم په عنوان باندې ټینګار شوی دی، لکه چې لیکي:  «... دی حتمی نتیجی ته رسیږو چې اوسمهال د ملی روغی جوړی هڅې یو سیاست نه بلکه یو اشد ضرورت دی.»

      داسې بریښي چې لیکونکی د سیاستونو د غوره کولو د بنسټونو موضوع له ټولینیزو ضرورتونو یا د ده په اصطلاح «اشد ضرورتونو» یا سیاسی، اجتماعی، اقتصادی ایجاباتو څخه جلا  ګڼي.  هر سیاسی جوړښت د خپلی ټولنی د وضعی او مسلطو شرایطو له تحلیل څخه وروسته د خپل سازمان په مخکې نږدې او لرې ټولنیزی، سیاسی، اقتصادي او کلتوري دندی ټاکي او دا دندې د ټولنی د شرایطو د سمون او مخته تګ نسخه بولي.  ځکه د یوه متشکل او ملی سراسری ګوند سیاست د خپلی ټولنی د «اشد ضرورتونو» له تشخیص او د هغو د سرته رسولو د لارو چارو له پرګوته کولو پرته ـ سیاست نشي نومول کیدی او همدا  «اشد ضرورتونه» په یوه علمی ـ عملی پروګرام کې وړاندې کولو ته سیاست وئیل کیږي.

     د ښاغلي مشعل په لیکنه کې د روغې جوړی ارزښتونو او تاریخی ــ ملی ریښو ته هم په درنښت پام اړول شوی دی لیکن کله چې روغه جوړه په ملی کچه د یوه ملت د تاریخ په یوه تراژیکه او غمناکه ګړۍ کې د یوه جوړونکي او ستراتژیک ګوندي او دولتی سیاست په ډول طرحه او شهید ډاکتر نجیب الله د افغانستان پخوانی جمهور رئیس د همدی سیاست د ممثل په توګه خپل ټول توان او حتی ژوند د هغه لپاره وقف کړ ــ د دی لوی سیاست لپاره د «اصطلاح» لفظ په کارول او یا داسې لیکل چې «... د ملی روغی جوړی د اصطلاح کارول د مرحوم ډاکتر نجیب الله له نوم سره تړل کیږي.» ـ داسې اند راښئي چې:
 لیکونکی روغه جوړه ــ یا ملی روغه جوړه ــ یوازې هغه وخت ښه ګڼي چې د هغې د وړاندې کولو او عملی کولو موخی، میکانزم او عملي کونکي د بعضې اشخاصو په ذوق برابروي.

      که هدف او غایه نیک، د وطن او خلکو په ګټه ده نو ټولو روڼ اندو ته ښایي هغه ته ښه ووايي او د تبعیض او ځان غوښتنی له سیاسی نري رنځ څخه ځان وژغوري او د وطن ملی ګټو ته پام واړوي نه دا چې یوه ستراتژیک سیاست ته چې «د افغانستان د کړکیچ لپاره تر ټولو معقوله، مروجه او عنعنوی لار» ده او تر دی بل ښه الترناتیف یا بدیل هم نه شته، د «اصطلاح» په کارولو سره ګویا د دی ډیر اوچت انسانی ارزښت د اهمیت د تصغیر هڅه وشي.

     خو دا هم د خدای (ج)  شکر دی چې اوس له شل کاله وروسته بعضی کسان پدی وپوهیدل او یا دی ته متوجه شول چې روغه جوړه ښه ده او ملی روغه جوړه خو ډیره ضروری ده!!  که نه د داسې کسانو کمی هم نه شته چې خپل اوس او راتلونکی د افغان ولس د وینی توئیدو په دوام کې ساتلی بولي.  دا چې د دی وینی توئیدلو او تویولو لپاره څه دیني، قومي، ژبني، سمتي او ...  فتوی ګانې، ایدیالوجي ګانې او برتري ګانې د خپل ځان یا د دوی په اند د تاریخ د غولولو لپاره وړاندې کوي ــ لا بیله خبره ده.

     د تاریخ ریښتیا خو دا دي چې شهید ډاکتر نجیب الله د ۱۳۶۵ کال په حمل کې د ملی روغی جوړی سیاست د رب العزت د دی حکم څخه په پیروي چې: اِنما المومنون اخوة فاصلحو بین اخویکم ، د افغانستان د عالمانو او روحانیونو په عالی شوری کې ـ چې قطعنامه یې محترم مولوي صاحب غلام سرور منظور ولوستله ــ له پیشنهاد او تصویب وروسته اعلان کړ.  پورته آیت د ملی روغی جوړې د تصویب شوي سمبول په سر کې زینت او ځای لري.

     شهید ډاکتر نجیب الله د ملي روغی جوړې سیاست د لاندې موخو لپاره پیل کړ:

     ــ  پخپل ګوند کې – او له هغه سره نورو سیاسي ګوندونو او جوړ ښتونو ته په پیشنهاد کولو سره  ــ د مخکینی فکري اساساتو طردول؛

     ــ  د نوی فکري اساساتو ــ چې د افغانی ټولنی په ارزښتونو، د اسلام په مقدس دین او د هیواد په موجودو حقیقتونو بنا وی  ــ تنظیمول او خپلول؛

     ــ  د شوروی د سرو لښکرو د ایستلو شرایط برابرؤل او عملی کؤل ؛

     ــ  د افغان وژنی جګړی پای ته رسؤل او د وطنی سولی بسیا کؤل ؛

     ــ  د افغانانو د ملی یو والی او هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا ساتل؛

     ــ  د سیاسي پلورالیزم پر بیأ دموکراسۍ رواجؤل او عملی کؤل؛

     ــ  د آزاد بازار د اقتصادي سیستم دفاع او پیاوړتیا او له ټولو هیوادونو خاصتاً ګاونډي هیوادونو، د اسلامی کنفرانس غړي هیوادونو او ناپییلي غورځنګ له هیوادونو سره د هیواد د ملی ګټو د ساتنی په اساس د دوستی اړیکی ټینګؤل؛

     ــ  د افغانستان د بیا رغونې د ډیری درنې موخی لپاره بنسټیزه اقدامات تر سره کؤل؛

     ــ  په نړیوال ډګر کې د بیطرفۍ د سیاست ساتنه او ټینګؤل؛  او...

د هغه څه ذکر چې د دی موخو د لاسته راوړنو لپاره سرته رسیدلی وو، د دی لنډی لیکنی موضوع نه ده. 

     د ښاغلی مشعل د لیکنی بل ټکی یا تیروتنه هم د اصلاح وړ ده، هغه لیکی:

«... د هغه وخت په ودان کابل کې یې د روغې جوړی ښه ډولونه وډمبول، کنفرانسونه یې جوړ کړل او اخوا دیخوا یې ښی چیغې نارې سره راجوړی کړی.»  العیاذ باالله

     شهید ډاکتر نجیب الله ټول افغان ولس د قرانی آیاتو او نبوی ارشاداتو په بنأ د هغه اور د وژلو لپاره رابلل چې د بلولو او بل ساتلو سرچینی یې په ګاونډي هیوادونو او د افغانستان په چارو کې اړوند هیوادونو کې شروع کیدی.  هغه شهید یوازې یو ګروپ، سازمان، تنظیم، قوماندان او قوم ته د دی اور د وژلو، د سولی د بسیا کؤلو او د وطن د آبادولو بلنه نه ورکوله، بلکی ټول افغان ولس یې د همدې موخو لپاره یو موټي کیدو ته راباله.  هغه به پخپلو تاریخی ویناؤ کې قرانی آیات او نبوی ارشادات وطنوالو، دوستانو او مخالفینو ته وئیل لکه:

ــ  والصلح خیر.؛
ـ  فتق الله فاصلحو ذات بین کم و اطیعو الله و رسوله اِنکنتم مومنین.؛
ــ  و من یَقتُل مومناً متعمداً فجزا ؤُ هُ جهمنم خالداً فیها و غضب اللهُ علیه و لعنهُ و أعَدَلَهُ عذاباً عظیما.؛
(هر څوک چې یو مومن په قصد ووژني، د هغه جزا جهنم دی چې د تل لپاره به هلته وی او د خدای (ج) غضب او لعنت به ورباندې وی او د هغه لپاره به لوی عذاب تیار کړي.)
ــ
و ان طایفتان من المومنین نَقتَتَلو فاصلحو بین هما.؛
ــ و اعتصمو بحبل الله جمیعاً ولا تفرقو.؛
ــ اصلحو ذات بین کم.؛
ــ انا الله علیم باالذات صدور.؛
ــ وتُعز من تشاءُ و تُذل من تشاءُ بیدک الخیر ان الله علی کُل شیئ قدیر.؛
ــ الفتنة اشد من القتل.؛
ــ الفتنة اکبر من القتل؛
ــ خیر الناس من ینفع الناس.؛
ــ حُب الوطن من الایمان. او...

او هغه شهید به خپلې ویناوی له ولس سره په تعوذ، بسم الله او الحمدلله رب العالمین و الصلوة و سلام علی سیدالانبیاء و المرسلین محمد و علی اله و اصحابه اجمعین شروع کولی. 

     که ښاغلي مشعل د سیاست او ضرورت اړیکې شلولو ته ملا تړلې ده یا یې له خپلې لیکنی ــ پخپل اند کوم بل ډول تفسیر په نظر کې وي، دا د اصلاح او سمون وړ ده ــ که هغه لویو جرګو، ملي شوری ګانو او ولسي غونډو ته «ډولونه ډمبول» وايي، دا به هم د سیاسی تنګ نظرۍ برکت وګڼو؛

     لیکن که (خدای ج مکړه) هغه قرانی آیتونو او نبوي ارشاداتو ته ــ العیاذ بالله ــ (چیغی ناری) وایي، دا خبره او دید په ټینګه د مذمت او غندنی وړ ده.
 
هغه له یوی خوا پورته غندنی کوي چې:
ــ  د ملی روغی جوړی لوی دولتی سیاست ته چې په تاریخ کې ثبت او پاته دی او د یوه سیاسی ــ فلسفی طرز تفکر حیثیت لري، داسې کوچنی کونکې!! جمله لیکي «
د ملی روغی جوړی د اصطلاح کارول د مرحوم ډاکتر نجیب الله له نوم سره تړل کیږي.»؛

ــ ډولونه یې وډمبول... او اخوا دیخوا یې ښی چیغې نارې سره راجوړی کړی. او...

     له بله پلوه د شهید ډاکتر نجیب الله ستاینه هم په داسې ډول کوي:
«
سره د دی چې د مرحوم ډاکتر نجیب سیاسی بصیرت او پوخوالي کولای شو دغسې یوه پروسه بریالئ کړي، خو اوبه له ورخه تیرې وی.»

     ښاغلی مشعل روغې جوړی ته هغه وخت ښه وایي چې د هغې لپاره د جوړشوي کمسیون مسئولیت د حضرت صاحب صبغت الله مجددی په غاړه وي او یا هم  د «حکمتیار صیب» ناراضه غړي یې غړیتوب ولري!!  لیکن که همدا ډیر لوی هدف (ملی روغه جوړه) د یوه ملی او ستراتژیک سیاست په توګه اعلان او د عملی کولو لپاره یې د دوی ناخوښ شهید ډاکتر نجیب الله «خپل ټول توان او حتی ژوند» وقف کړي ــ بیا هغه ته دلیلونه او تاویلونه!! په داسې ډول راوړل کیږي چې په اخر کې یې داسې لیکي:
«همدا لاملونه وو چې د نجیب ملی روغه جوړه ناکامه شوه او ګرد سره افغانانو ښه په زغرده رد کړه.» (ښایي په دی جمله کې د هغه تلپاتې نومیالی د ډاکتری، مرحومیت او شهادت درجی یې له یاده وتلی وي).

د پورته ذکر شوی جملی هدف، ویونکي ته هماغه «د لیوه یا شرمښ د ویش» کیسه ورپه یادوي چې د ځان لپاره به یې هرڅه روا کؤل. 

       اوس به هغو فکتورونو! او لاملونو!! ته، چې د ښاغلي مشعل په اند د شهید ډاکتر نجیب الله د ملی روغې جوړې د سیاست د ناکامی دلیل او سبب وګرزیدل، نظر واچوو:

«... د مجاهدینو اوه ګونی پاکستانی میشته او اته ګونی ایران میشته جهادی ډلی هم ښی په درز کې مخ په بره روانی وی.»

      امید خو دا کیږي چې په حقیقت باندې اعتراف که شل کاله وروسته هم وشي، لا ناوخته نه ده، لیکن لیدل کیږي بیا هم تاریخی ریښتنوالی او حقایق په مسخ شوی ډول وړاندې کیږي.  ښه به دا وي چې د ښاغلي مشعل د پورته ذکر شوی ادعا تر څنګ د ګلبدین حکمتیار، احمدشاه مسعود او نورو لیکنو ته په سرسری ډول نظر وکړو چې هغوی د ملی روغی جوړی د سیاست او د هغه د بریاوو او خپل «ښه په درز کې» مخته تګ په هکله څه وایي.

ــ حکمتیار صیب په خپل کتاب «پټی توطئی، بربنډی څیرې» کې د (رکود او د کودتا هڅه) تر عنوان لاندې داسې لیکي:

«... د جلال آباد د عملیاتو ناکامی، د نجیب د حکومت د دوام او د هغه سره د ځینو ډلو ټپلو اور بندونه، د خاد سره د ځینو تش په نامه نفوذی قوماندانانو یوځای کیدل، د رژیم له خوا د کابل ګردیز لویه لار پرانستل، تر لوګر او میدان ښار پورې د کابل د امنیتی کمربند پراخیدل، د سالنګ په لویی لاری د رژیم د اکمالاتی کاروانونو مصئون تګ راتګ، د مجاهدینو د مؤقت حکومت انحلال، په شمال کې د حزب اسلامی په خلاف د مسعود جګړی چه مدار، مدار نورو سیمو ته خوریدی، د کابل رژیم په ګټه او د مجاهدینو په خلاف د غربی اژانسونو شدید تبلیغات، د پاکستان له خوا د مجاهدینو په مؤقت حکومت عدم اعتراف او...  په یوه داسې خطرناک حالت او وروسته په داسې رکود منتج شو چې د ماتولو د پاره یې یو جدی ابتکار ته ضرورت وو.»
( د
ذکر شوی کتاب ۶۰ مخ.)

    پورته لیکنی د ۱۳۶۸ ل کال د سیاسی وضعی او د شهنواز تڼی او ګلبدین حکمتیار د کودتا په هکله پخپله حکمتیار صیب لیکلی دی.

     دا چی هغه ددی ابتکار ( کودتا) وسایل بیاهم نه پخپل تنظیم کې درلودل او نه په ټولو نورو تنظیمونو کې، بلکی د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند په رهبری او اردوکې، چې د ملی روغی جوړی له سیاست سره یې مخالفت درلود او د نورو په اشاره تیار شوی ووـ هغه مومی، دا بیل بحث دی.

    ــ احمدشاه مسعود یوه عربی هئیت ته چې د هغه په ترکیب کې محمدالقاسم هم ګډون درلود، یو لړ څرګندونی کړي دي چې د عربې ژبی په مشهوره جریده ( المسلمون) په ۴۲۶ ګڼه، د ۱۹۹۳ م کال د اپریل په دوهمه نشر شوی دی، هغه لیکي:

«... مسعود می گوید: " مسلمانان در روز های قبل از سرنگونی رژیم سابق به حالتی از نا امیدی رسیده بودند که باز تاب آن در اکثر جبهات ملاحظه میشد.   در عین زمان دشمنان خدا دست به کار شدند تا نقشه های خود را عملی سازند و جای حکومت نجیب را به یک حکومت غیر اسلامی دیگر بدهند.  همه شما در جریان بودید و اخبار تشکیل حکومت بیطرف را می شنیدید. از تحریکات نمایندۀ ملل متحد سیوان میان کابل و پشاور اگاهی داشتید.  هیچکس نمیتوانست تصورکند که وضع به کجا می انجامد.  همگی فاصله گرفتن از مجاهدین را آغاز کردند.  حتی نزدیکترین کسانیکه همراه ما در مدت ۱۴ سال صبر و استقامت نشان دادند از جمود و بن بست در اوضاع نظامی به یأس رفته بودند و با درنظر داشت منافع ملت و دولت های شان پل های مصالحه با رژیم نجیب را ایجاد کرده بودند.   خود تنظیم های جهادی به حالت بیم و ترس گرفتار شده بودند.   همگی متوجه به طرح نمایندۀ ملل متحد بینین سیوان بودند.   به طرح تشکیل حکومت بیطرف اکثر تنظیم ها مؤافقت کردند.»  
(د « مجاهد» نشریه، د ۱۹۹۳ م کال د اپریل ۱۵، څلورم مخ)   

     - د افغانستان په هکله دوهم سیمینار کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د بین المللی او سیاسی مطالعاتو دفتر د ۱۳۶۸ ل کال د میزان د میاشتی له ۱۰ – ۱۲ می نیټی پورې دایر کړی و او په هغه کې له پاکستان، هند، بنګله دیش، چین، انګلستان، سری لنکا، آلمان، اطریش (اتریش)، لبنان، فلسطین، ترکیی، سویس، فرانسی، افغانستان  (د مجاهدینو مؤقت حکومت او تنظیمونو ځانګړی هئیتونو) او ایران څخه برخه والو ګډون کړی ؤ، شیخ سعدی شعبان د مجاهدینو مؤقت حکومت هیئت ته چی ۸۵ تنه لدی جملی حضرت صیب صبغت الله مجددی، برهان الدین ربانی، مولوی موذن، قاضی امین وقاد، سید نورالله عماد، مولوی منصور او... پکې شامل وو،  په خطاب کې داسې وویل:

   « ... آنچه که امروز شما را به گمراهی میکشاند پیروی از هوا و هوس است.  سربازان «مجاهدین» هنوز الوده نشده اند...  ما به مردی نیاز مندیم که بواسطه او به خداوند متعال نزدیک بشویم.  ما به پانزده نفری (رهبران هفت گانه و هشت گانه) که همدیگر  را شاخ میزنند نیازی نداریم.  شاخ به شاخ شدن از صفات مسلمانان نیست بلکه از دوستداران دنیا است...  آیا میتوانید نیت خود تان را برای خدا خالص کنید و دین خدا را یاری رسانید یا اینکه میان شما و رسیدن به این نیت از زمین تا آسمان فاصله است؟  نمیدانم!   آگاه باشید که فاصلۀ شما ته پیروزی فاصلۀ زمین تا آسمان است...  ای رهبران!  همگی باید کناره گیری کنید.   چون بنظر میرسد شما شایستهء نمایندگی از  رزمندگانی که برای خدا نیت شان را خالص کرده اند، نیستید.»
(د افغانستان په هکله د دوهم سیمینار د مقالو مجموعه ـ د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سیاسی او بین المللی مطالعاتو د دفتر چاپ له ۵۳۵، ۵۳۶، ۵۴۱ او  ۵۴۲ مخونو څخه)

     پورته څرګندونی به د ښاغلی مشعل د تیروتنو یا غلط فهمی د اصلاح لپاره بس وی خو که ضرورت ولری ذکر شوی خپرونی تر لاسه کولی شي او په پورته څرګندونو برسیره د ایران د بهرنیو چارو د مرستیال عباس ملکی، ډاکتر ویتربراون، انتونی هایمن، ډاکتر کارل ارنست، ډاکتر گوهر رضوی، ډاکتر سید انور حسین، پروفیسور ارماکورا، ښاغلی کریم خلیلی، مشاهد حسین او ... څرګندونی په تفصیل سره ویلی شی.

پورته څرګندونی ښئي چې « د مجاهدینو اوه ګوني پاکستان میشته او اته ګوني ایران میشته جهادی ډلی» نه یوازی دا چې « ښی په درزکی مخ په بره روانی» نه وی بلکی « د رکود په خطرناک حالت» - (د حکمتیار صیب د لیکنی په حواله) ، « به حالتی از نا امیدی رسیده بودند که باز تاب آن در اکثر جبهات ملاحظه میشد، خود تنظیم های جهادی به حالت بیم و ترس گرفتار شده بودند و به طرح تشکیل حکومت بیطرف اکثر تنظیم ها موافقت کردند.» - ( د احمد شاه مسعود د څرګندونو په حواله)، یې قرار درلود.   او له همدی کبله شیخ سعدی شعبان په یوه لوی سیمینار کې چې په هغه کې د مجاهدینو د مؤقت حکومت او د تنظیمونو د ځانګړو استاذو له رهبری څخه ۸۵ تنو پکې ګډون کړی وو، د پنځلسو هیوادونو د استازو په مخکې هغسې سپکې  سپورې ــ د دوی په مخ کې ــ دوی ته ویلی وی.

     د دی څرګندونو په لوستلو سره هغه څه چې ښاغلي مشعل د شهید ډاکتر نجیب الله د ملی روغی جوړی د سیاست د ناکامی د فکتورونو! او لاملونو!! په نامه لیکلی دي، ډیر بیځایه او له رښتیا لرې زباتوی.  د ملی روغی جوړی د سیاست او د ملګرو ملتونو د سولی د لمړی پلان د ناکامی لپاره ډیره پیچلی سیاسی- اپراتیفی لوبه تر سره شوه چې د هغی سرچینی بیاهم د افغانستان له پولو اخوا بهیدی او پایلی یې ټول افغان ولس ته د لازیات سیاسي، ژبني، سمتي، توکمیز، مذهبي ... حساستیونو د پراخیدو په څیر پاته شوي چې په افغانستان کې یې د یوی لویې لس کلنی تراژدي په شکل یی دوام وموند.

ښاغلی مشعل بل ځای لیکی:

« یو پښتون چی بیګناه وځورول شي، وطن پریږدي خو پور او پیغورنه پریدي.»

      دا خصوصیت او ځانګړنه په ټولو افغانانو کې شته او شاید په هر ملت کې موجوده وي، د اخصوصیت چې د میړانی او پور اخیستلو او د ظلم او ناروا په مقابل کې د نه تسلیمدلو ښکارندویه ده، نباید یوازې هغو پښتنو یا د نورو قومونو هغو افرادو ته منسوبه شي چی د یوه یا بل چا د منلو وړ تنظیم، حزب یا لیډر پیروان یا حمایت کونکې وي  بیا نو یوازی «د افغانی ناراضه طالبانو پخلا کؤلو، د حزب اسلامی د ناراضه غړو پخلا کؤلو او د هیواد په جنوب او ختیځ کې د ځورؤل شوو بیگناه وطنوالو د لاسایی او پخلاینی» ته سپارښتنه دا معنی لري چې د افغانستان نور وګړي نه ځوریدلي دي او نه د نورو سازمانونو څوک پروا لري!!

ښاغلی مشعل د« دلاسایی او پخلاینی» نسخه داسې وړاندی کوي:

      «یواځینی شئ چې دوی کرارولی شي نرمه ژبه، د پخلاینې هڅه او د دوی ارزښتونو ته په درنه کتل دي او بس.» 

     پورته نسخه ډیره کاریګره او تجربه شوی یا « په عملی تجربی ولاړ یو حقیقت» دی چې نرمه ژبه او نرمه غاړه توره هم نه پری کوی.  لیکن پدی هکله هم پورته سوال را منځ ته کیږی چې دا « نرمه ژبه او د پخلاینی هڅی» یوازې یوڅو ډلو ته محدودی پاتی شي او که د ټول افغان ولس د ناپایه دردونو د درملتیا نسخه باید شي؟

     د مشعل صیب خپله لیکنه د ایرانیانو په اصطلاح ( کج دار مریزه)  بوی او خوند ورکوي، نرمي پکې کمه او د تعصب لنډاندی مسألی پکې زیات څربښت کوي.

     - دا چې ښاغلی مشعل د ملی روغی جوړی د سیاست د ردولو لپاره « لمړی ځل ټول جهادی رهبران په یوه ستیج او یوه خو له سره لیدلی، او تر اوسه یی په سترګو کی ګرځی را ګرځی» موږ هم ډیره مبارکی ورکوو او خپله دا هیڅ وخت نه پوره کیدونکی هیله بیا څرګندوو چی که په تیرو وختونو کې دا جهادی رهبران پخپله په یوه خوله نه وو یا پردونه پریښودل چې په یوه خوله شي، کاشکې اوس د افغان د بی وزلي ولس ناپایه دردونه دوی سره په یوه خوله کړي! آمین

     لیکن پوښتنه دا ده چی آیا دوی « د افغانانو د دودونو او بډایه ملی ارزښتونو» له یوی تلپاتی ارزښتمنی برخی یعنی ملی روغی جوړی سره « په یوه خوله» ، « سختو غړغړو» او «زغرده رد» سره، له افغان باتور ولس سره ښه وکړه او که د افغانستان د تاریخ په دی مرحله کې یی یوه بله لویه غلطی وکړه؟

     دا ځواب خلک او تاریخ ورکوي.  خلک او تاریخ له فرمایشونو، سمپاتی گانو او تعصباتو پرته خپل قضاوت کوي.  دلته دا پوښتنه هم منځ ته راځي چې که څوک د ځان غولولو لپاره «لمرپه دوو ګوتو» داسی «پټ» کړی چی یوه بینا سترگه یی پټه نیولی وي او دوهمی بینا سترګې ته یی دوه ګوتی نیولي وي او له ټول افغان ولس څخه دا هیله ولري چې د هغه دا غولونکی ادعا دی ومني او یا تر دی هم پل ورتیر کړی او ووایی چی: هو! ټول افغان ولس وايي چی دلمر رڼا او تودوخه نه شته، او لمر نشته. 
     آیا د رښتیا او حقیقت په نه منلو سره، رښتیا درواغ کیږی او حقیقت له منځه ځی؟
     آیا موږ ښه والی، حقیقت او انساني – افغاني ارزښتونه هغه وخت ښه ګڼو چې یوازې موږ یې بیا نوو او تائیدوو او یا دا چې ښه انسانی او افغانی ارزښتونه «لویی جرګی، روغی جوړی، پښتنی نرخونه، کاڼی، څلی...» د موږ په منلو یا نه منلو، تائیدولو یا ردولو سره نه ښه کیږی او نه یی ښه والی او رښتینوالی له منځه ځي، بلکی دا به موږ یو چې له رښتینوالی څخه په مخ ګرځولو سره خپل ځان، قوم او وطن تاوانی یا لږ ترلیږه ځان سرټمبه ښکاره کړو.

     ملی روغه جوړه هم همداسې یو رښتنوالی، ښه والی او د افغانی ټولنی د ډیرو دردونو لپاره ددرملو یواځینی نسخه ده.  شهید ډاکتر نجیب الله همدا وئیل: تاریخ به دا پخپله ثابته کړي چې د افغانستان لپاره چا څه وکړل.

ښاغلی مشعل په بل ځای کی لیکلی:

« ... په افغانستان کې د بین المللی ائتلاف د قواو شتون یولوی غنیمت دی، خو په دی مانا نه چې هغوې به ددی توان ولری چې زموږ کورنی تربګنۍ به را حل کاندي.  د باغی جنګسالارانو د خپلمنځی جګړو د مخنیوي، د بهرنی تروریستانو، القاعده او پنجابی طالبانو د مقابلی لپاره دغه بین المللی ځواکونه بهترینه وسیله ده چې هم به د امنیت په تامین او د بهرنیو خصوصا ً ګاونډیو هیوادونو ( چی اوس خو اتومی قدرتونه دي او مقابله یی زموږ د اردو له توانه بهرده) د لاسوهنی د مخنیوی په برخه کې مرسته کوي...»

     ښاغلی مشعل دلته هم یا ځان ناګاره اچوي چې ګویا د جنګسالارانو خپل منځي جګړی دا اوس اوس پیل شوي دي، بهرنی تروریستان هم دا پنځه – شپږ کاله کیږي چې په افغانستانکې ځای په ځای شوي دي، القاعده او پنجابي طالبان هم په افغانستان کې ډیره سابقه نه لري او ګاونډي هیوادونو هم د اسلامی دولت د راپیدا کیدو ( ۱۹۹۲ م ) څخه را وروسته لاسوهنی پیل کړی دي.   یا دلته د مییرې غوندې چلند کوي؟  بیځایه به نه وي چې پدی هکله هم د حکمتیار صیب له خولی ورته ولیکل شي.  حکمتیار صیب په ۱۳۶۸ ل کال کې، د جلال آباد له ماتې وروسته، کاپیسا ته سفر وکړ او د خپل ګوند قوماندانانو او غړو ته یې په خطاب کې داسې وویل:

 « ... این مردمی که از گوشه و کنار جهان می آیند و در این جنگ شرکت می کنند، شهید میدهند، تنها در محاذ جلال آباد در دو ماه هشتاد نفر به شهادت رسیدند.  از افریقایی ها، اندونزیا، مالیزیا و از هر گوشه دنیا آمدند...»
( د حکمتیار صیب له ثبتې شوې کسټی څخه)

     آیا دا به سالم قضاوت وي چې د هغه وخت لاسوهنی تائید شي او یوازې دا اوسنۍ راوغندلی شي؟  مداخله او لاسوهنه په هر صورت او شکل لاسوهنه ده او د غندنی وړ ده.

د پای ټکی:

     د ملی روغې جوړی سیاست چې د شهید ډاکتر نجیب الله له تلپاتی نامه سره د افغانستان په تاریخ کې ثبت دی، هیڅ بل الترناتیف نلری.  پدې هکله ټول واقعبین روڼ اندي آن د شهید ډاکتر نجیب الله پرونی یو تعداد دښمنان هم قناعت لري او له همدی نسخی ( د ښاغلی مشعل له نسخی چی نرمه ژبه، د پخلاینی هڅی او د نورو ارزښتونو ته په درنه کتلو) څخه ګټه اخلی.   ډ‌اکتر محمد موسی توانا چې د ربانی صیب په دوره کې د هغه مرستیال وو او په اول کې د شهید ډاکتر نجیب الله سرسخت دښمن و، په دا وروسته وختونو کې د بی بی سي د راډیو ( د افغانستان د شلمی پیړی شفاهي تاریخ) له پروګرام سره پخپلی مرکې کې داسې وویل:

 «... خودم در همین لحظات تا جائیکه خبر دارم، دکتور نجیب الله بخاطر اسلام و به نفع اسلام خیلی گذشت های داشت.  اگر ما به او پاسخ مثبت میدادیم ما به این مصیبت گرفتار نمی شدیم.  من این گپ ها را حالا می فهمم و درک میکنم، لاکن چه چیز مانع شد، فکر میکنم که یک فیصدی آنرا نداشتن بُعد نظر ما و در عین حال تاثر دیگران و فیصدی بیشتر از پاکستان بود...»

دا باور لرو چې که نن یوازې یو جوړښت د ملی روغی جوړی د کمسیون په نامه را منځته شویدې، ددی جوړونکي سیاست نور اړخونو به هم د افغانستان د ځوریدلي ولس په زخمونو د درمل ایښودلو لپاره تر لاس لاندې ونیول شي، که نه اوسنی حالت به بیا هم بنسټیزو تغیراتو ته اړه پیدا کړي.
 

يادونه:
 که د ملی روغی جوړې د موخو، لاسته راوړنو او د شهید ډاکتر نجیب الله د تلپاتی تاریخی شخصیت، بیانیو، څرګندونو او کړنو په هکله او له هغه څخه د راپاته فکري – معنوي مکتب په هکله څیړنې یا لوستنی ته ضرورت وی د « پیام وطن»
www.payamewatan.com   سیټ ته مراجعه وکړئ چې په هغه کې سوالونو او غوښتنو ته تر زیاتې کچې پورې ځواب تر لاسه کیدی شي.

 زه دا لیکنه ( ټول افغان) سیټ او ( پیام وطن) سیټ ته هم د خپریدو لپاره لیږم.

که تا ویل چې زه یم

او ما ویل چې زه یم

              نه به ته یی نه به زه یم

که تا ویل چې ته یی

او ما ویل چې ته یی

             هم به ته یی هم به زه یم
 

                                                     و من الله توفیق