د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ازمايلي بيا مه ازموئ!!!

غرزى خواخوږى 21.03.2006 02:00

څومياشتې د بن د تاريخي تړون له پايلې څخه تېرېږي چې زموږ په هېواد كې د ډيموكراسۍ تر سرليك لاندې، منځمهالې، لنډمهالې او د اسلامي جمهوريت د څه كم ۵۰ زرو بهرنيو پوځونو (دامريكا متحده ايالاتو د ترهګرۍ ضد، ناټو او ايساف پوځونو) تر ملاتړ لاندې د مليارډو ډالرو مرستو تر لاسه كولو سره پر دې نه يو توانېدلي چې د هېواد د بيارغونې، د امنيت تامين او د ولس د سوكالۍ لپاره د مرستې د شعارونو په پرتله ګټور ګامونه پورته كړوو.
 كه څه هم په دغه مهال دجمهوري رياست، پارلماني اوولايتي شوراو، ټولټاكنې ترسره سوې ، مطبوعاتو ته دخپلواكۍ څه واك وركړل سوى اوپه ټولو پرمختياي پروژوكې دكابل-كندهار لويه ليار جوړه سوېده.
 د يوه ولس پر ستونزو باندې د بري لپاره ملي يووالي ته اړتيا ده چې په ټولنه كې د ولسواكۍ د پرمختيا باعث ګرځي زموږ هېواد ته چې په درې غمجنو لسيزو كې د بهرنيو په لمسون او څرګند ګډون ملي يووالي ته ډېر زيان رسېدلى، له ملت څخه مليتونه ، له قوم څخه قبيلې او له كلي څخه كلي ګوټي جوړ كړي سويدي. د ژبني او مذهبي نفاق تخم ېې شيندلى، ملي پوځ په قومي پوځونو بدل سوى، وسلې د غير مسؤلو كليوالو په لاس لوېدلي او په ټول هېواد كې ولس له ګواښ سره مخ سويدى.
 ولسواك وسلوال چې په ټولو كليو اوښارونو کې د ولس د ارادې واك په لاس كې لري، لا تر اوسه پورې خپل حاكميت ته دوام وركوي.
 دښاغلي كرزي په تېرې څلور كلنې واكمنۍ كې خپلواكو ټوپكوالو د خپلو سيميزو واكمنيو په ساتلو سره ، په دولتي څوكيو كې هم پر خپلو نا حقو حقوقو باندې ټينګار كوي. دوۍ د وسلو او پيسو په درلودلو سره په پارلمان كې د ولس د استازيو ډېر امتياز تر لاسه كړي، د بشري حقوقو د ټولنو او د ولس له نيوكو څخه هم خوندي سول.
 اوس ځانونه تياروي چې دښاغلي كرزي كابينې ته د اعتماد رايو وركولو د سيالۍ له لوى ډګر څخه مخكې امتيازات تر لاسه كولو سره د مصلحت او سازش پر اساس كابينې ته رايه وركړي اوافغان مظلوم ولس بيا د ناخوالو سره مخامخ كړي.
 په رشتيا سره اوسنۍ كابينې د كار وړتيا له لاسه وركړې او لسګونه وزارت لرونكي او بې وزارته وزيران ( پهلوان زنده خوش است) په څو موټرانو، لوړو معاشونو، دسترخوان خرڅ او اوپراتيفي ډالري پيسو ترلاسه كولو، د كال څو بهرنيو هېوادونو ته د سفر پر مهال لوړ جيب خرڅ د حوالې سره او د وزيرانو په زور اباد مېنه كې ديوې او يا څو نمرو په اخستلو سره په دې نه دي توانېدلي چې د ولس لپاره ريښتينى خدمت وكړي. دوى په څلورو كټګوريو كې شامل ګڼلى سو:
 • دمخدره توكو مافياي ډله
 • NGOګانو مافياي ډله
 • د اداري فساد او درغليو مافياي ډله
 • د ځمكو مافاياي ډله
 دغوډلوښاغلي كرزى كلابند كړى دى.
 د ولس او ولسمشر تر منځ د اړيكو خنډ ګرځيدلي دي. دوى ښاغلي جمهور رئيس د ولس د رنځونو او مشكلاتو څخه په بې خبرتيا سره، د خپلو ډليزو نظرياتو پر اساس ښاغلي كرزى له ولس سره مواجه كوي او د هغه د دوستانو سره د هغه اړيكې شكوي او د ولس مشر ذهن د هغوى په اړه ګرځوي او دوستان د ولسمشر نه خوابدي كوي. بايد ولسمشر د خپلو مشاورينو په اړه له سره غور وكړي!
 هغو خلګو چې ښاغلي كرزي ته راې وركړي، اوس پښېمانه دي او وايي: ((ولې موږ په تودو شعارونووغولېدو!!!!)) ولسمشر په تېر يوه كال او څو مياشتو واكمنۍ كې د اداري فساد، درغليو كار و اهل كار ته سپارلو، د ولس سره د اړيكو په ساتلو او د امن په ټينګښت كې پاته راغلى دى.
 راځي د ښاغلي كرزي اوسنۍ كابينې ته په لنډه توګه ځير سو:
 
 د دفاع وزير ښاغلي وردګ:
 ستر جنرال اركانحرب عبدالرحيم وردګ د ګوتو په شمېر له هغو جنرالانو څخه دى چې د اكاډيمكې لوړې پوهې خاوند او د تجربې لرونكي دي. خو په تېر يو كال اوڅو مياشتو کې د دفاع د وزير په توګه پر دې نه دى توانېدلى چې د دفاع وزارت په قرارګاه او رياستونو كې مثبت بدلونونه راولي او د دفاع وزارت ملي كړي. په هېواد كې د څوځانګړو قول اردوګانو په جوړولو سره چې په سلو كې ۵۰ فيصده سرتيري د ښوونې او روزنې څخه وروسته تښتېدلي، جنرالان او افسران پر قومي انډول ، ان د دفاع وزير د مرستېالانو او لوى درستيز په توګه ګومارل سويدى.
 DDR سويو جنرالانواوافسرانو لاتر اوسه پورې خپلو امتيازاتو او معاشاتو لپاره په لاريونونو لاس پورې كوي. د جمهور رئيس د لارښوونې او امر څخه ېې وروسته هم برخليك نه دى څرګند سوى. دوي د پارلمان او دفاع وزارت په دفترو كې سرګردان ګرځي. زما په نظر د تنقيض سويو جنرالانو او افسرانو د ستونزې د حل ښه لاره داده چې په فوايد عامې وزارت كې د لارو او ډګرونو د جوړښت لپاره د كار د قوې په توګه ترې ګټور كار پورته كړى سي. ښه به داوي چې د بهرنيو ميلونونو ډالرو مرستو څخه چې NGOګانو ته وركول كېږي، څخه څه بودجه بېله او د قوه كار قوماندانۍ لپاره دو سايلو او وسايطو په برابرولو كې مرسته سي. له دې سره دولت پر دې توانېداى سي، چې د دغو جنرالانو او افسرانو د پوهې او تجربې څخه په استفادې سره د بيا رغونې يونټونه تنظيم او د هېواد په ټولو ولاياتو كې د لارو په جوړښت كې وګومارل سي. او برپوره ګټه ترې پورته كړى سي.
 دولت ته دبهرنيو NGO ګانو په پرتله په ۱۰۰ كې پر ۵۰ فيصدو ګټو سره تنقيض سويو هېوادوالو ته هم ډالري معاشونه او امتيازات برابرېداى سي.
 په نژدي راتلونكي كې د قرارداديانو درې كاله پوره كېږي سرتېري چمتو نه دي چې بيا په اردو كې پاتې سي. ښه به دا وي چې د عسكري مكلفيت د قانون پر اساس اردو ته سرتېري را جذب کړي، چې له دې سره د تېښتې په كچه كې كمى راتللاي سي او په هېواد كې به دفاعي سمبالتيا لوړه شي.
 
 د بهرنيو چارو وزيرښاغلي عبدالله:
 د هېواد د بهرني سياست ستراتيژيكي پاليسي نشتوالى د دې باعث ګرځيدلى دى، چې زموږ ديپلوماتيکي اړيكې ورځ په ورځ خرابې شي. د بلې خوا په بهر كې دافغانستان د ډيپلوماتانو په ټاكلو كې ملي پاليسي لا تر اوسه نده پلې سوې. ځينې نالوستي اويا كم لوستي كسان سته چې پر ډيپلوماتيكو پوستونوګومارل سوي دي او د ټاكل سوي ديپلوماتيك معياد چې درې كاله دى د تكميلولو سره هم په بهر كې پاته دي. خو هغه حقوق پوه ديپلوماتان د بهرنيو چارو وزارت په اداري څانګو كې كتابت كوي او په بهرنيو هېوادونو كې نه ګومارل كېږي په بهر كې داسې سفيران هم شته چې حتی د افغانانو سره له كتنې ډډه كوي او د هغوى ستونزې حلول خو لا څه كوې؟ لكه په پاكستان كې جلالتماب سفير كبير ډاكتر ننګيالى طرزى چې د ميلونونو افغانانو په ستونزو ېې غوږ هم ندى ګرولى!!! په اوسنيو شرايطو كې چې د پاكستان د واكمنانو لخوا د پېښور د كچه ګړۍ، د بلوچستان د پيرعليزي او ګرد جنګل د کډغالي تړلوامر وركړل سوى، افغان سفير لكه د افغانانو څخه پردى په خپلو مزو او چړچواخته دى او په دې اړه فكر نكوي چې دى د څه شي لپاره په اسلام اباد كې ناست دى؟ ايا سفارت په پاكستان كې د افغانانو دمشكلاتو د حل لپاره مؤظف نه دى؟!
 په كراچۍ كې د افغانانو سوداګريز مالونه په مياشتومياشتو دلېږدولو په موخه پراته وي. هر ورځ ورباندې پيسې چارجېږي. ايا د دغې ستونزې حل د افغان سفير وظيفه نده؟ چې د پاكستان له چارواكو سره پرې خبرې وكړي؟
 ښاغلي عبدالله د وزارت په چارو کې د نيمګړتياو سره بيا هم بريالي وزير دي.
 د ماليې وزير ښاغلي احدي:
 كه څه هم د هېواد د مالي او پولي سيستم په رغونه كې ښاغلي احدي هلې ځلې كړي اوافغاني بانك نوټونه ېې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې با اعتباره كړي خو د هېواد د ماليې په قانون كې د محصول جګوالى د هېواد د سوداګرو اوملي پانګوالو ته زيان رسولى. ان د بهرنيو هېوادو توليدي توكو په پرتله د هېواد د ملي صنايعو لپاره د اومه موادو ماليه لوړه ټاكل سوې ده.
 د تېر كال د پرمختياي بودجې څخه (۸۰۰) مليونه ډالره فاضل پاتې سوېدي. دا په داسې حال كې ده، چې هېواد ډېر څه ته ضرورت لري. د بېلګې په توګه د ښوونې او روزنې د عامې روغتيا لارې جوړولو د مامورينو لپاره د ښه او سوكاله ژوندانه برابرولو په برخه كې د كورونو او مځكو په پور وركول او د رهني او تعميراتي بانك بيا فعالول، چې د دولت مامورينو ته د كورونو په جوړولو كې مرسته ترسره كړي . د مامورينو د ژوندانه د ښه والي په خاطر په هېواد كې د اداري فساد او درغليو ختمولو لپاره ضروري ګڼل كېږي چې د معاشونو د زياتوالي پرځاى چې په (۵۰۰) افغانيو د مامور هيڅ نه كېږي، كوپوني مواد، د كوپراتيفونو له طريقه د كوپوني موادو، وېشل چې د دولت د سب سيدى په منلو سره د ازاد بازار د نرخ څخه په ټيټ نرخ لومړنى اړتيا وړ شيان وركول.
 
 د كورنيو چارو وزارت سرپرست ښاغلي مقبل:
 جنرال علي احمد جلالي چې يو تكړه سياسي، نظامي، پوهنيز او يو ژورناليستكي اكاډيمك شخصيت دئ چې د كورنيو چارو د وزير په توګه د دولت واكمني ېې له مركز نه تر ولسواليو پورې غزولې، د امنيت په ټينګښت كې برپوره ونډه اخستې وه او په خپلو چاروكې بريالى سوى ؤ. خو دځينو ناخوالې او لاس وهني ېې نسواى زغملى، نو استعفا ته اړ سو او پر ځاى ېې بې ډيپلومه انجينير مقبل د كورنيو چارو د وزارت د سرپرست په توګه و ګومارل سو. لومړى ېې د پوليس مجرب اكاډيمك، دلوړو زده كړو لرونكي جنرالان اوافسران كه څه هم دريفورم په نامه ازموينې څخه بريالي سوي وه. د پخوانيو دندو څخه ليرې او پر ځاى يې نالوستي كسان وټاكل. د بېلګې په توګه د مصر د عربي جمهوريت څخه د پوليسو ماستر، دېرش كاله په جنايي، امني اوادراي چارو كې تجربه لرونكى پاسوال پوهاند ګل محمد اندړ چې د ملګرو ملتونو لخوا د مخدره موادو د قاچاق، ترافيك او د جنايي جرمونو پر خلاف نړيوالو كنفرانسونو كې ېې د افغانستان د هئيت مشري ترسره كړې ده، او د پېژنتون د رئيس په توګه ېې كاركاوه. په ريفورمي ازموينه كې ېې لومړى درجه ترلاسه كړې وه د دۀ پر ځاى ېې د شپږ ټولګي لوستى، ټايپسټ، محمد اعظم چې د ښاغلي مقبل د دفتر امر ؤ، د پېژنتون درئيس په توګه ټاكلى دى. د پوليسو د لوړو تحصيلاتو لرونكى د مالي او اداري چارو متخصص پاسوال امين الله جدي پرځاى د څارويو روغتيا پال عبدالوكيل د پلټنې د رئيس په توګه ټاکلي.
 په ډېرو، ولاياتو كې نالوستي اوكم لوستي كسان د امنيې قومندانانو په توګه ګومارل سوي دي، لكه د ميدان وردګو ولايت د امنيې قوماندان سبحان قل پهلوان.
 د دوهم ځل لپاره د نالوستي عبدالباري چاپانداز ټاكنه د پلخمري د ښاروال په توګه د دېرش كلن مجرب لوړ رتبه مامور خيرمحمد پرځاى!!!
 په سلهاوو د پولسو اكاډيمۍ تحصيل لرونكو جنرالانو او افسرانو پرځاى دنا قابله ټوپكوالو ګومارل د دې باعث سو چې پروڼه ورځ د افغانستان پر نوميالي جهادي مشر دافغانستان د اسلامي اداري لومړى رئيس، د مشرانو جرګې مشر حضرت پوهاند صبغت الله مجددي باندې د كابل په ښار كې ځانمرګى بريد وسو. په داسې حال كې چې د كورنيو چارو وزارت په چوكاټ كې د ترورېزم پر ضد مبارزې او جنائي جرمونو كشف رياستونه د امنيې قومندانۍ د مؤظفينو د ښار په هره برخه د امنيت د تامين لپاره ګومارل سوي دي. لكه څرنګه چې حضرت صاحب وفرمايل: ((ماته مخكې خبر را رسېدلى ؤ چې پر ما بريد كېږي)) نو دكورنيو چارو چارواكو ولې امنيتي تدابير نه دي كلك كړي؟ په داسې حال كې چې د كابل په ټولوڅلور لاريو كې د پوليسو پوستې سته چې له موټرانو څخه پوښتنې ګرويږنې كوي. نو د پورتنيو ټكيو څخه څرګندېږي چې د مسلكي پوليسو پرځاى نا قابل خپل خپلوان او دوستانو ټاكنه به د داسې نورو پېښو عامل هم وګرځي!!!!
 د مخدره موادو پر ضد د كورنيو چارو د وزارت معينيت د مخدره موادو د ترافيك پر ځاى خپله په قاچاق بوخت دي. لكه چې پخوانى سلاكار وزير او د تخار والي سناتور عبدالكبير مرزبان مطبوعاتو ته ويلي چې د كورنيو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد معين، جنرال داود او ورور ېې د مخدره موادو په قاچاق كې ښكېل دي.
 
 د سوداګرۍ چارو وزير ښاغلي ارسلا:
 د سوداګرۍ په چاروكې د پرمختيا لپاره ځانګړې پاملرنه نه ده سوې. ځكه چې ښاغلي ارسلا ډېر په سفرنوكې او دولسمشر دلوى سلاكار په توګه په پخواني صدارت عظمٰى ماڼۍ كې په بنډارونو بوخت دي په هېواد كې د ازاد ماركيټ چې د اساسي قانون په لسمې مادې كې تسجيل سوي دي پر اساس د افغانستان د سوداګرۍ د ستراتيژۍ جوړول او پلي كولو لپاره ګټورګامونه نه دي اخستل سوي. په داسې حال كې چې ملي سوداګر او پانګوال پانګي اچولو ته چمتو دي خو د اوسنيو ناسمو قوانينو په ځانګړې توګه دماليې قانون چې بدلولو ته اړتيا لري. ترڅو چې په شفافيت او اسانۍ سره پانګوال له بهرنيو هېوادونو څخه د فابريكو او كوچنيو توليدي او صنعتي پروژي هيواد ته وليږدوي، خو په خواشينۍ سره په دولتي اداراتو كې د ادري درغليو او فساد له امله د ډېرو ستړياو څخه وروسته ملي پانګوال پر خپل راتګ پښېمانه او د هيواد څخه بېرته تګ ته اړ ايستل کيږي.
 د سودګراۍ وزير ښاغلي امين ارسلا د پانګوالو له برحقو غوښتنو څخه دفاع نه كوي. په داسې حال كې چې د سوداګرۍ پخواني وزير ښاغلي كاظمي د سوداګرو له سكتور څخه ملاتړ او دفاع كوله او دخپلو چارو سرته رسولوكې بريالى ؤ، د سوداګرۍ وزارت پخوانى معين پوهنمل غلام نبي فراهي په ډېره ښه توګه چارې تر سره كولې. د هېواد ګوټ ګوټ ته ېې سفرونه كول او د سوداګرو د حقوقو په ترلاسه كولوكې ېې هراړخيزې هلې ځلې درلودې چې د ښاغلي ارسلا ځان ځاني اداره ېې نسواى زغملى نو استعفٰىته اړسو.
 
 د كليو د پراختيا وزير ښاغلي اتمر:
 د هېواد په ټوله كابينه كې د كاراتل او پياوړى وزير ښاغلي اتمر دى. دى په دې توانېدلى دى چې په ټول هېواد كې دملي پيوستون پروګرامونه پلي كړي اودكليو دمشورتي شوراګانو تر نظارت لاندې دافغا نستان دبې وزلواورنځېدليوخلګولپاره د دوى د هيلو سره سمې پروژې پلي كړي.
 ښاغلي اتمر د هر كلي د پروژې په هكله پوره معلومات لري او د هغوپروژو د لګښت او مصارفو په اړه لوړ پوړوچارواكو مطبوعاتو او ولس ته راپورونه وركړيدى.
 په كارپوه او هېواد دوست كدرونه ېې پر چارو ګومارلي دي او له هغوۍ څخه دشفافيت پر بنسټ حساب اخلي. ځان ېې ستړۍ كړى او د ولس پر مخ ېې د كارخونه او دروازې پرانستې دي. ښاغلي اتمر د بيا رغونې لپاره له نړيوالې ټولنې سره نژدې اړيكې او دهغوى دمرستو په جلبولو كې ځانګړتياوې لري.
 د كليو د پراختيا وزارت دهلوځلوپه پايله كې د ولس او دولت د خپل منځي اعتماد ټينګ سوى چې د هېواد د بيارغونې تر ټولو لوى اصل ګڼل كېږي.
 د ښاغلي اتمر دهڅوستاينه په ټول هېواد كې دخلګو له خوا سوې، ددوۍ كارنامې به دافغانستان په تاريخ كې تل پاتې وي. د نوموړي هڅې په دې څو لنډو كرښو كې نه خلاصه كېږي.
 
 داوبو او برېښنا وزير ښاغلي محمد اسماعيل خان:
 د اوبواو برېښنا وزارت چې د ژوندانه د دوو مهمو نعمتونو (اوبو او برېښنا) د رسولو سمبالوونكى ګڼل كېږي. چې ټول هېوادوال ورته اړتيا لري. له بده مرغه زموږ په هېواد كې پخوا هم د اوبو رسولو زېرمې او د برېښنا بندونه كانالونه او فابريكې د ګوتو په شمار وې چې د۳۰ كلن جګړو په مهال نوموړي تاسيسات يا له منځه تللي اويا هم ويجاړ سوي دي. د برېښنا مزي هم زيانمن سوي دي.
 افغانستان د اوبو د ښو زېرمو او سرچينو درلودلو سره دبرېښنا د توليد پراخه امكانات لري.
 خو له بده مرغه زموږ چارواكي په دې هلې ځلې كوي چې د بهر څخه دبرېښنا مزي هېواد ته راولېږدوي. كه څه هم محمد اسماعيل خان چې دهرات په ولايت كې د بيارغونې اوښايست ښې چارې تر سره كړي او هم دكار ښه ښاغلي وزير دى خو په خپلو ژمنو كې بې قوله سوى دى.
 افغانستان دبرېښنا يوې داسې پرمختللې شبكې ته اړتيالري چې وكولى سي دهيواد اقتصاد ته پراختيا وركړي او په هېواد كې دصنعت په برخه كې برپوره ونډه واخلي. دبرېېښنا داوسنۍ شبكې درغېدلولپاره بايد كار پيل سوى واى!!! لکه دميدان وردګوولايت دچك دبرېښنا فابريكه چې د کار د پيل څخه يې تقريباً يوه پېړۍ تېرېږي او اوس ماشينونو بدلولوته اړتيا لري. چې په نوي اومډرن سېستم سره سمبال سي نو د ميدان وردګو د ولايت برسېره دكابل، غزني اولوګر ولايتونودبرېښنا اړتيا څه پوره كولاى سي.
 په داسې حال كې چې د برېښنا انرژۍ ته په ټول هېواد كې اړتيا ليدل كېږي او د برېښنا فابريكو نوي مونتاژ ډېر وخت نه غواړي نو په خواشينۍ سره بايد څرګنده كړو چې دتېر كال ۸۰۰ ميلونه فاضل بودجې كې د اوبو او برېښنا انرژۍ وزارت هم شامل وو، چې دبودجې څخه ېې ګټه نده پورته كړې.
 
 دترانسپورټ وزير ښاغلي قاسمي:
 په هېواد كې دترانسپورټ سكتور ډېرې پاملرنې ته ضرورت لري. چې ښاغلي وزير دڅووتذكرو، پاسپورتونواو تابعتونو په درلودلو سره لا تر اوسه پورې د وزارت په چاروكې د امريكا درستورنټ خيال كوي.
 د هېواد خلګو دنورو اړتياو په څنګ كې ترانسپورټ ته ډېره اړتيا لري، چې په اوسنيو شرايطوكې دكابل ښار څلور ميلونه نفوس پر لرلو سره د خصوصي سكتور او ملي بسو وسايط نسي كولى چې دكابل ولايت او د ښار د خلګو اړتياوې پوره كړي. د دولت مامورين اوښوونكې له بې شمېره ستونزو سره، سره د لوړې كرايې له ستونزې سره هم مخامخ دي چې د ترانسپورت وزارت هېڅ پاملرنه نه لري .
 د هواي ترانسپورت په برخه كې هم ډېرې ستونزې سته دي لکه د اريانا افغان هواي شركت يوه الوتكه دڅو ورځو لپاره وركه سوې وه او بېرته را ستنه سوه. ويل كېږي چې دمخدره توكو په لېږدولو كې بوخته وه. شركت ته په لوړو معاشاتو دبهرنيو سلاكارانو ګومارل د الوتكو په اجاره كې په لسګونو زره ډالره اخستل سوي او د حجيانو په ليږدولو او راوستلو کې هم ناندريز پيښي د يادوني وړ دي. د ښاغلي قاسمي د يو کال او څو مياشتو وزارت څخه د ښاغلي بسمل څو مياشتني وزارت ډير ښه او بريالي وه.
 
 دښار او کور جوړولو وزير ښاغلي پښتون:
 په داسې حال كې چې په ټول هېوادكې دهستوګنې لپاره د ځمكې دنومرووېشل په ټپه ولاړ دي. پدي چې پخواني ځينې ولاياتو ماستر پلانونو چې دپخواني شوروي اتحاد له خوا سروي سوي وه، اوس دمنلو وړنه دي، او اوس بيا سروې اوپلان جوړولو ته ضرورت ليدل كېږي. د نويو او مډرنو ښارونو او ښارګوټو جوړولو لپاره د ښار او كور جوړولو چارو وزارت منظوري اومنلو ته اړتيا ليدل كېږي. چې كلونه ورته په انتظار تېرسول خو دا چارې عملي نسوې.
 لكه دده سبز په سيمه كې دوليد ښارګوټي ته دښارونواوكورونو جوړولو د مشورتي پلاوو په ۱۳۸۳ هجري لمريزكال دچنګاښ دمياشتې د ۴مې نېټي سره سم د ودانۍاجازه وركول سوې ده چې ښاغلي پښتون هم كتلي اولاسليك کړي دي. د دې ښارګوټي د ځمكې نمبري پر خلګو وېشل سويدي خو لا تر اوسه د نمبرو خاوندانو ته د كار اجازه نه ده ورکړل سوي. دشركت رئيس ښاغلي عظيمي دڅارنوالۍ او پوليسو له خوا د پوښتنې او ګروېږنې لاندي دي.
 دنوي كابل پروژه يوكال مخكې منظوره سوېده خو لا تر اوسه پورې عملي نده سوې. په داسې حال كې چې څه كم پينځه ميلونه كډوال د پاكستان او ايران هېوادونو د چارواکو لخوا ايستل كېږي او خپل هېواد د ستنيدو په حال کې دي. د دوي د استوګني برخه ليک به څه وي؟
 دكابل په ولايت كې څه كم څلوېښت زره کډوال راجستر سويدي خو تر اوسه پوري يوه كورنۍ هم د مځكې خاونده سوې نه ده. له بلې خوا يو څه ټوپكوال په خپل سر ځينې سيمې وېشي او د ماستر پلان پرخلاف ودانۍ يې جوړې کړي دي، چې بيا ورانول يې ناشون ښكاري. كه داځمكه په رسمي پروژو كې وويشل سي، دغه ناورين به پاى ته ورسېږي او د اولس د هستوګن ستونزي هم به حل سي.
 
 دعامې روغتيا وزير ښاغلي فاطمي:
 زموږ هېواد، د اوږد مهالې جګړې او غميزې له امله روغتياي چاري زيانمن او روغتياي مركزونه او روغتونونه ېې ويجاړ سوي دي. دهېواد پوه اومتخصص دوكتوران كډوالى ته اړايستل سويدي. په داسې حال كې چې د خوراكه توكو لږوالي او هېواد د جګړيزو ګروپونو او بهرنيو پوځونو په لاس كيمياوي وسلو له كارولو سره د هېوادوالو روغتياي حالات ډېر خراب سوى دى. چې دروغتيا پوه، ولس دوست وزير دكتور فاطمي په ډېر زيار اوكوښښ دروغتياي چارو په هېواد كې ښه والي سره مخامخ دي. ښاغلي فاطمي په دې توانېدلى دى، چې په ټول ولايت كې دنويو كلينكونواوروغتيا د بيړنيو مركزونه جوړ ولوسره دمور او ماشوم د حمايت چارو تبليغات و ټول ولس غوږونوته ورسوي. د HIV ويروس دسلامشورې اوازمايښتي مركزونه هم پرانيزي او په دې نږدې ورځو كې دالوتونكو د انفلوينزا دويروس د ناروغيو دمخنيوي لپاره بېړني چمتووالى ښودلى دى. او د روغتياي پاڼو په خپرولو سره ېې ولس له مخكې نه پوهولى دى. ښاغلي فاطمي يو بريالى، كارپوه او ولس دوست وزير په توګه دهېواد او خلګو لپاره خپله اسلامي اوملي فريضه په ښه توګه ترسره كړې ده. د نوموړي هڅې دستاينې وړ اوتلپاتې وياړېې ورپه برخه دى.
 
 داطلاعات اوكلتور وزير ښاغلي رهين:
 دا يو حقيقت دى چې ډليزې رسنۍ ديوې ټولنې او ولس هنداره ده، چې هنداره هېڅ شي ته تغير نه سي وركولى او ريښتيني، ليكوالان، ژورنالستان او هنرمندان په پټوسترګو په چاپسې تلاى نسي ځكه چې د هېواد او ولس پر مخ مسؤليت لري، تلپاتې ملي پيؤستون او خپلمنځي باور روحيه ژوندى كوي او خپلواك مطبوعات چې دهېواد ملي ارزښتونو ته هيله مند او د پرديو تر اغېزې لاندې نه وي، پورتني چاري ترسره كولى سي.
 خو له بده مرغه د اطلاعات او كلتور وزير ښاغلي رهين خپله دكورنيو اوبهرنيو عواملو د اغېزې له وجې زموږ ملي فرهنګ ورځ په ورځ زيانمن كوي. په ډليزو رسنيو كې د ګاونډيو هېوادونو لهجې زموږ د ملي ژبې ځاى نيسي.
 د ښاغلي رهين تعصبي پاليسي زموږ د ځوان ليكوالانو، ژْورنالستانو، او د چارو د كارپوهانو سپكاوي باعث ګرځېدلى دى. لكه د هوسۍ د مجلې د مسؤل ښاغلي صالح محمد صالح، دبېنوا د فرهنګي ټولنې د مشر او د ښكلا مياشتنۍ مسؤل ښاغلي محمد يار، د افغان تلويزيون د مشر ښاغلي احمد شاه افغانزى بې موجبه څارنوالۍ ته معرفي كول.
 په امريكا كې ايراني سندرغاړي، ستار ته په کابل کې دكنسرت لپاره بلنه او بيا د ايران د اسلامي جمهوريت غبرګون څخه وروسته د هغه سفر ختمول او يو لك ډالر د پروګرام جوړونكي ته د جريمي په ډول وركول.
 د هېواد لرغوني اثار چې دموسٰى ګل له خوا لندن ته د قاچاق په توګه لېږدول سوي ؤ د لندن د ښار پوليسو لخوا نيول سوي او د افغانستان د اطلاعات او كلتور وزارت څخه معلومات غوښتي ووچې ايا دغه اثار ستاسو دي او كه يه؟ ښاغلي رهين په ځواب كې ليكي چې دغه اثار زموږ د موزيم نه دي، نو د افغانستان څخه ليږدول سوي لرغوني اثار قاچاقبر ته بيرته تسليم ورکړل سوي دي.
 داطلاعات اوكلتور څخه تجربه لرونكي فرهنګپال او پوه ژورنالستان استعفا وركول لكه ښاغلي مبارز، ښاغلي زرياب، ښاغلي ځلمى اوډېر نور داسې شخصيتونه.
 ښاغلي رهين د بې ځايه سانسورۍ پاليسي په ترڅ غواړي چې پر خپلواكو مطبوعاتو حكومت وكړي.
 دحج او اوقاف وزير ښاغلي شهراني:
 خداي (ج) د بيت الحرم حج پر خپلو بندګانو فرض كړيدى. چې دحج توان اوقدرت ولري اوحج ېې نه وي كړى. چې دالله (ج) دفرض دپوره كولو لپاره له افغانستان څخه پنځويشت زره حاجيان سږ كال بيت الله شريف ته تللي وو. خو په خواشينۍ سره بايد ووايم چې افغان حاجيان بدون له لارښوونكو او انتظاماتو خپل ټول مراسم پر ځاى كړل.
 حاجي ته لازمه ده تر څو چې دحج اوعمرې د مناسكو د اداكولو په لړ كې پوهه تر لاسه كړي چې د ټولو اسلامي هېوادونو حاجيان په منظمو ډلو چې د لارښوونكو، د هېواد ملي بيرغ او يو شانته يونيفورم په لرلو سره، ورته پخه ډوډۍ او ښه د هستوګنې ځايونه برابر سوي وو. چې زموږ د هېواد د حج او اوقاف وزير ښاغلٰى شهراني او معينانو مولوي قاسم او مولوي سليمان، د حج رئيس قاضي مختار او د ځينو شمالي ولاياتو د حج او اوقافو رئيسانو او د ښاغلي وزير خپلوان او دوستان د چارو د اجرا په نامه حج ته تللي وو. د حج د مراسمو تر پايه پورې افغاني حاجيانو دوې نه دي ليدلي او هيڅ ډول خدماتي چاري څخه ګټه ندي اخيستي.
 د ټولو اسلامي هېوادونو له حاجيانو په پرتله زموږ د حاجيانو څخه ډېرې پيسې اخستل سوي خو ډوډۍ او قرباني پر حاجي وه.
 د مثال په توګه د ايران د اسلامي جمهوريت حاجيان د (۲۰۰۰) امريكاي ډالره په وركولوسره چې كالي، بكس، ډوډۍ، ترانسپورت او د قربانۍ پسه پكښې شامله وه. په ډېره ښه او لوړه سويه لرونكو هوټلونو كې ېې ژوند كاوه، او د ښو تجربه لرونكو لارښوونكو تر نظر لاندې ېې د خپل حج مراسم تر سره كول .
 افغاني حاجيانو د مكې مباركې اومدينې منورې په ښارونو كې دننه وړيا ترانسپورت نه درلودل.
 په مسجد الحرام ، منىٰ، عرفات، مزدلفې او مسجد النبوي كې بدون له لارښوونكي خپل مراسم تر سره كړل . ډېر افغان حاجيان نالوستي وه، چې د لارښوونې كتابونو څخه ېې څه نسواى اخستلى. ډېر حاجيان وركېدل ، لكه دكونړ ولايت يوه حجاڼي (ښايسته بي بي) چې ورکه سوي وه، تر پايه پوری پيدا نسوه. په لنډډول ويلٰى سم چې له پروسږ كال څخه انتظامات خراب وه، حاجيان ديوې هفتې د شپې او ورځې په مكه مكرمه كې د مدينې منورې دتګ انتظار ايسته ، چې د عماره مالك اوبه او برېښنا ېې پر حاجيانو باندې بنده كړې وه د دي پيښي لکبله قهرجن حاجيانو د لاريون او بريد له امله په مکه معظمه او مدينه منوره كې د افغانستان د حج او اوقاف دفتر زيانمند کړ او د دفتر مامورين ېې د چارو ځاي پرېښودلو ته اړ ايستل.
 سږکال قرارداد دهغو پخوانيو عربي مؤسساتو سره سوى ؤ چې پروسږ كال ېې داداري فساد اودرغليو معاملې كړې وې او د افغانستان د حج او اوقافو اوترانسپورټ وزارتونو لوړ پوړو چارواكو تر محاكمې پورې ورسېدل، خو سږ كال بيا كمېشن اخستل سوى ؤ په دغه تفاوت چې تير کال ډوډي او قرباني د هغو عربي مؤسساتو په غاړه وه مګر سږکال نه!!! ((خدا كفن كشان سابقه را بيامرزد)).
 
 دكرهنې اومالدارۍ وزير ښاغلي رامين:
 افغانستان چې يو كرهنيز هېواد دى او د څو لسيزو جګړو، پرله پسې وچكالۍ او د اوبو رسولو ويجاړ سيستم د دې سبب سو چې زموږ د ګران هېواد د كرهنيزو محصولاتو ته زيان ورسېږي. له بلې خوا مخدره موادو كښت، ترافيك او قاچاق د كرهنيزو محصولاتو په پرتله ماركيتونو ته لار ومونده چې د مخدره موادو ستونزې، نن په ټول هېواد كې يوه مهمه ستونزه ده. نو دولت بايد د مرستندويو هېوادونو په مرسته معشيت بديل لپاره هر اړخيزه ګامونه پورته كړي ترڅو چې د بزګرانو دژوندانه سطحه لوړه سي.
 همداراز د كرهڼې ښاغلي وزير بايد كوښښ كړى واى، تر څو بزګرو اوكښتمنو ته اصلاح سوي تخمونه او كيمياوي سرې برابرې او هم د كرهنيزو محصولاتو لپاره نړيوال ماركيتونه موندلي واي. بله ډېر اړخيزه او مهمه موضوع د كرهڼې د پرمختيا په اړه بزګرانو او ځمكه والو ته قرض وركول دي. باغدار چې ميوه ېې بازار نلري سټوريجونو ته اړتيا لري چې د كرهڼې وزرات په دې اړه خاصه پاملرنه نده كړې.
 
 دمخدره موادو سره دمبارزې وزير ښاغلي قادري:
 د كوكنارو او نورو نيشي توكو كښت چې يو غير شرعي اوحرام عمل دى، زموږ په هېواد كې ورځ په ورځ ډېرېږي.
 دمخدره موادو سره د مبارزې وزير ښاغلي قادري ډېر زيار ايستلى دى چې دمخدره موادو دكښت ستونزمنه لانجه حل كړي خو د دغه وزارت په چوكاټ كې د اجرايې قوي نشتوالى، د مخدره موادو سره د مبارزې د نا برياليتوب سبب وګرځيد.
 که د مخدره موادو پر خلاف د مبارزې وزارت سره د كورنيو چارو وزارت د مخدره موادو پر خلاف معينيت يوځاى سوي واى نو دغه وزارت به پر دې بريالى سوى واى، چې د شعار څخه و عمل ته عملي ګامونه پورته کړي واي.
 دمخابراتو وزير ښاغلي سنګين:
 ښاغلي سنګين د سويدن په مخابراتي پرمختګ كې ښه رول اجرا كړى ؤ خو په افغانستان كې پدې ندى توانېدلى چې د افغان بېسيم مخابراتي شبكې څخه چې مخابراتو وزرات ورسره په ۱۰۰ كې ۲۳ سهم لري خپله ګټه تر لاسه كړي، افغان بيسيم او روشن د شركتونو درغلۍ برسېره كړي ترڅو ولس ته د رسېدلي زيان مخنيوى وسي.
 
 دښځودچارووزيره مېرمن جلال:
 كه د خپل هېواد تاريخ او فرهنګ ته ځير سو د ټولنې په جوړښت كې د ښځو برخه د نارينه و په څنګ كې ليدل كېږي لكه چې نن د پارلمان په دواړو مجلسونو كې ګډون ېې څرګنده بېلګه ده. خو دښځو دچارو وزارت په دې نه دى توانېدلى چې په كليو او بانډو كې ځان د ښځو له حاله خبر كړي.
 په داسې حال كې چې په ټول هېواد كې د ښځو او پېغلو نجونو ځان وژني پيښي ډېريږي. خو د ښځو د چارو د وزارت وزيره او لوړ پوړي چارواكي په ښايسته او مډرنو هوټلو كې د مېزو تر شا غونډې كوي. چې دا تش په نامه غونډې، د افغانستان د ښځو د حقوقو پر ځايدو او بد مرغيو پاى ته رسېدو ته څه ګټه نلري.
 
 دځوانانو وزيره مېرمن صفيه افضلي:
 په افغانستان كې دځوانانو وزارت ته څه اړتيا نه ليدل كېږي، او نه د چارو د اجرا لپاره كوم اجرائيه امكانات لري.
 دافغانستان ځوانان كېدى سي دښوونې اوروزنې وزارت او د سپورټ او بدني روزنې كميټې له لوري وروزل سي.
 
 داقتصاد وزير ښاغلي فرهنګ:
 په افغانستان كې دملي اقتصاد دستراتيژۍ نشتوالى د دې باعث ګرځېدلى دى، چې په هېواد كې بهرنيو NGOګانو او کمپنيو ګټه پورته كړي او داخلي NGO ګانې او شركتونو ته د كار زمينه مساعده نه سي.
 كه داقتصاد وزارت پر دې وتوانېږي چې د NGO ګانو او مؤسساتو كارونه وڅېړي، نو د ښه چارو سر ته رسوونکوNGO ګاني به هېوادوالو ته څرګندي سي.
 بيله شكه ويلى سو چې يو تعداد مجرب اوكارپوه NGOګانې سته چې هېواد ته ريښتينى خدمت كوي. بېلګه ېې دا ده چې د خپل منځي جګړو او ورسته د طالبانو په حاكميت كې دغه NGO ګانې په دې توانېدلې وې چې ولس ته روغتياي خدمات ، د ښوونې او روزنې چارې اويوڅه ناڅه د بيارغونې كارونه سرته ورسوي.
 
 دكډوالووزير ښاغلي دادفر:
 په افغانستان كې درې لسيزې جګړي د دې باعث وګرځېدى، چې ميلونونه افغانان له هېواد څخه كډه وكړي، په خاص ډول پاكستان اوايران هېوادونو ته په ټوليز ډول په كډ غاليو كې مېشت سول اودملګرو ملتو په مرسته ېې شپې او ورځې سبا كولې. د طالبانو له حاكميت نه وروسته د كډوالو په ډليزه توګه افغانستان ته بېرته ستنېدل پيل سول.
 كډوال چې په تېرو دريو لسيزو كې د وطنه ليرې د دردونو، غمونو اومصيبتونو سره لاس اوګرېوان وه. خو خپل تاريخي او دوديزې ځانګړتياووې او ملي غرور ېې د لاسه نه دى وركړى. او د افغانستان د ولسمشرۍ په ټولټاكنه كې زما دغه څرګندونی ثبوت ته ورسېدې. چې د ډېرو ناخوالو او ګواښونو سره سره په پاکستان کې شپږ لكه افغان كډوال د رايو مركزو ته ولاړل اوخپلې راې ېې صندوقو ته واچولې، چې ۴ لكه اوپنځه شپېته زره كډوالو ښاغلي كرزي ته راې وركړي.
 كډوالو هيله درلوده چې ښاغلي كرزى او په خاصه توګه د كډوالوچارو وزارت به د دوي د ژوندانه د ښه والي او هستوګنې لپاره د امكاناتو په برابرولو كې مرسته وكړي، په پاكستان كې اكثره كډوال له كډغاليو نه باسي او كډغالي تړي. دكډوالو چارو وزارت او په اسلام آباد کې افغان سفارت ته پكار ده چې د دغو كډوالو په حصه كې خاصه پاملرنه وكړي او د هغو د حقوقو څخه دفاع وكړي.
 د كډوالو چارو وزير ته څرګنده ده چې د ۲۰۰۵ هغه سروې چې د UNHCR له خوا وشوه، په پاكستان كې 3, 2 ميلونه او ايران کې 1, 7 ميلونه كډوال پاته دي.
 دغو كډوالو له خپلو راستنېدو نه مخكې په افغانستان كې د هستوګنې ځاى او د كار ضمانت له دولت څخه غواړي. ځكه هغه دوه نيم ميلونه كډوال چې افغانستان ته راستانه سوي د كډوالۍ اسناد په لاس كې، بې كوره او بې اوره ورځې تېروي.
 يو کال کيږي چې د کډوالو د هستوګني لپاره پروژي پيل سوي خو د دغه تش په نامه، پروژو د پرانيستلو څخه تر اوسه يو كډوال ته هم د ملكيت سند نه دى وركړل سوى.
 په ځينو ولاياتو كې هغه ځمكې چې كډوالو ته ټاكل سوي، د سيميزو خلګو تر منځ لانجمنې دي او په ځينو ولاياتو كې ټاكل سوي ځايونه د ښار او كور جوړولو وزارت له خوا نه دي سروې سوي چې دغو پروژو عملي بڼه نده ترلاسه كړې.
 په اسلام آباد کي د کچه آبادي د کډغالي ۲۰۰۰ كورنۍ چې په مجموع كې شل زره تنو ته رسېږي له ټولواسنادو سره د كډوالو د وزارت په مربوطو څانګو کې د مراحلو په بشپړتيا كولو سره لا تر اوسه پوري پدي ندي توانيدلي چې د هستوګنې ځاي نمري ترلاسه کړي نو په ټوليزه توګه بې ځايه او افغانستان ته په راتلو پښېمانه دي، چې دا د ښاغلي داد فر په چارو كې پاتې والى ښيي.
 د بلې خوا په پارلمان کې دغه پنځه ميلونه كډوالو ته پوره د استازيوځاى ندى وركړل سوى.
 د۱۳۸۴ هـ لمريز كال د حمل په مياشت كې په پاكستان كې مېشتو كډوالو استازيو له ښاغلي كرزي سره وكتل او دوى ته ېې په پارلمان كې دمتناسبې ونډې هيله وركړه.
 ښاغلي كرزي ژمنه وكړه چې په انتصابي سناتورانو كې به برپوره ونډه وركوي. خو اوس ليدل كېږي چې په ټولوانتصابي سناتورانو كې د پاكستان د كډوالو په استازيتوب د طالبانو پخوانى وزير مولوي ارسلا رحماني چې د طالبانو استازيتوب هم كوي او د ايران كډوالو په استازيتوب آغلي سهيلا غوره سوه چې ښاغلي كرزي د كډوالو اصلي هغه استازي چې د كډوالو لپاره ېې نه ستړې كېدونكې هلې ځلې كړي او كوي ېې خپل حق ته ونه رسول.
 په دا وروستيو وختونو كې چې د پاکستان پوځي چارواکو لخوا پر وزيرستان سور اور اورېږي، د كچه ګړۍ، پير عليزي او ګردي جنګل كمپونه تړل كېږي، ښاغلي مولوي رحماني ولې پټه خوله ناست دى؟ د دۀ چوپتيا له كډوالو سره ستره جفا ده!!!!!
 
 دلوړوتحصيلاتووزير ښاغلي حسن يار:
 زموږ هېواد د څوكلنې جګړې وروسته د نوي نسل د روزنې او لوړو زده كړو بشپړتيا ته ضرورت لري چې د پوهنتونونو او لوړو زدكړو انسټيټيوټونو د طريقه بايد وروزل سي.
 په خواشينۍ سره بايد وويل سي چې زموږ په هېواد كې د ګوتو په شمار پوهنتونونه دغه تنده نشي ماتولى او د بلې خوا پوهنتونونه د متخصصو استادانو د نشتوالي سره مخامخ دي.
 زموږ د هېواد زيادتره پوهنتونونه ودانۍ نلري او يا ېې دجوړښت چارې په ټپه ولاړې دي. ښاغلي حسن يار په دې نه دى توانېدلى چې د خپل وزارت د انكشافي بودجې څخه ښه ګټه پورته كړي. له بلې خوا هغه پوهنتونونه چې د هېواد د ځوانانو په روزلو بوخت دي او د دغه وزارت څخه لګښت هم نه غواړی، د لوړو تحصيلاتو وزارت له خوا نه منل كېږي، لكه په پېښور كې د اريانا پوهنتون چې د دريو ميلونو كډوالو لپاره يواځنى لوړ ښوونيز او روزنيز پوهنتون ګڼل كېږي چې د ډېرو تكړه او تجربه لرونكو پخوانيو استاذانو له خوا ېې د ښوونې او روزنې چارې پر مخ وړل كېږي.
 ښاغلي حسن يار ته بايد څرګنده وي كه چېرې دغه كډوال ځوانان د لوړو تحصيلاتو څخه پاته سي نو مسؤليت به ېې د چا پر غاړه وي؟
 د لوړو زدكړو وزارت دې هئيت د اريانا پوهنتون ته د څېړنې لپاره واستوي ترڅو ېې د علمې كچې په اړه ځانته معلومات ترلاسه كړي.
 
 د كار او ټولنيزو چارو وزير ښاغلي معصومي:
 يو هېواد چې صنعتي پروژې او فابريكې ونلري، نو د بيكارانو شمېر پكښې ډېر وي چې په نتيجه كې بېكاره ځوانان د ترهګرو او جنايتكارانو ښكار كېږي. دغو ځوانانو ته د سالمې دندې موندلو لپاره اړتيا ليدل كېږي چې د ښاغلي معصومي د لوري د بهرنيو هېوادونو سره رسمي قراردادونه سوي واى، لكه سعودي عرب، متحد عرب امارات، اندونيزيا، ماليزيا، كويټ او نورو صنعتي هېوادونو سره د پروتو كولونو په لاسليكېدو افغان كارګران په رسمي توګه له خپل هويت سره كولاى سواى چې قانوني كار تر لاسه كړي.
 په اوسنيو شرايطو كې افغان كارګران د پاكستان په پاسپورټ په باندنيو هېوادو كې كار كوي چې تل مدام دپوليسو لخوا نيول كېږي او په جېلونوكې پراته وي چې وروسته ېې خپل هېواد ته لېږدوي.
 د بې وزلو كوچنيانو په اړوند هېڅ پاملرنه نه ده سوې. د بشري حقوقو پر خلاف زموږ كوچنيان په درنوكارونو بوخت دي.
 ښاغلي معصومي ته لازمه وه چې د بهرنيو ميلونونو ډالرو له مرستې څخه ېې ګټه اخستې واى، په کابل او نورو ولاياتو کې يې روزنتونونه تاسيس کړي واي ترڅو د هېواد هغه كوچنيان او ځوانان چې په كوڅو او ښارونو كې په سوالګرۍ ، سپېلنيو دودولو او دغه شان نوروچاروكې بوخت دي، او په پايله كې د اخلاقي فساد خوا ته اړايستل كېږي، پدی روزنتونونو کې تر پالنی لاندي نيولی واي.
 
 دعدليي وزيرښاغلي دانش:
 د عدليې وزارت د قانون جوړولو او قانون څارنې لوې مسؤليت او هم د هېوادوالو د حقوقو څېړنه او بېرته پر ځاى كولو دنده پر غاړه لري. په خواشينۍ سره په ټول هېوادكې دحقوقي قضاياووڅېړنه په ټپه ولاړه ده. له بلې خوا د محبوسينو ساتنه او روزنه دعدليي وزارت دنده ده چې په ښه توګه پر مخ نده تللې.
 د ډېرو محبسونو څخه خطرناك بنديان د ساتونكو له خوا د پيسو په مقابل كې خوشې سوي لكه په دې وروستيو كې د جوزجان ولايت څخه د قاتلينو تښتېدل، په پلچرخي محبس كې د بنديانو د خوا واك ترلاسه كول او په پاى كې د دريو تنو بنديانو د وژلو او د نژدې لسو تنو ساتونكو د ټپي كېدلو باعث وګرځيدى، چې دا پېښي د محبس د مسؤلينو په چارو كې د ناپوهۍ او بېغورۍ څرګندويه ده.
 
 دفوايد عامې وزيرښاغلي صفري:
 افغانستان له څو كلنوجګړو، وروسته چې د ټول هېواد لوې لارې او سركونه وران سوي چې د سړکونو نشتوالي ولس ته ډېره لويه ستونزه ده ځكه د خوراكه موادو، د اړتياوړ مالونو او ناروغانو لېږدول له ستونزو سره مخامخ كړيدي.
 چې دټول هېواد سړكونه، بيارغونې او فعالولو ته ضرورت لري. په خواشينۍ سره بايد ووايو چې يواځې د كابل- كندهار لويه لار رغول سوې او د ترافيكو پر مخ پرانستل سوېده چې هغه هم د ترانسپورتي و سايلو په پرتله ډېره كوچنۍ او د ډېرو پېښو سبب ګرځي، چې غبرګولو ته ضرورت لري. د كابل – تورخم د سړك كار ډېر سوړ روان دى چې په څلورو كلونوكې پاى ته نه دى رسېدلى. د دغو پروژو سړښت پدي دي چې د سړك جوړولو او قوۀ كار ادارات پر پښو نه دي درېدلي او په ډېر لګښت بهرنيو شرکتو ته په ټيكه وركول كېږي. د مثال په توګه د كندهار كابل سړك يو كېلومتر په يو مليون ډالرو په ټېكه وركړل سوى وو. كه د دغو كمپنيو پر ځاى د كار د قواوو يونټونه د دفاع وزارت د DDR سويو پرسونل څخه فعال سوي واى اوس به مو د سړك جوړولو په چاروكې ستونزې نه درلودې.
 ښاغلي صفري و وزارت ته د ګومارلو نه وروسته په چارو كې كوم بدلون ندی راغلى.
 
 دپوهنې وزير ښاغلي قرقين:
 پوهنه چې د هېواد د راتلونكي او ښه هوسا ژوند ضامنه ده، زموږ په ګران هېواد كې له ډېرو ناخوالو سره مخامخ سوېده.
 دغميزو په كلونو كې د هېواد ډېري ښوونځي له منځه تللي او يا هم زيانمني سويدي، او د بهرنيو په لمسون د مضرو كسانو په لاس اور ور اچول سوى دى تر څو زموږ په هېواد كې ناپوهي ډېره اوځوانان له بدبختيو سره مخامخ سي او له هغوى څخه په جګړو او وران كاريو كې ګټه پورته كړى سي او يا هم د كار موندلو په خاطر د مخدره موادو په ترافيك كې برخه واخلي.
 خو د لنډمهالي او اوږد مهالو ادارو له جوړښت سره سم څه له پاسه درې مليونه زده كوونكي ښوونځيو ته ولاړل. كه څه هم وزارت پوه اومجرب ښوونكي نه لري بياهم ښوونيزې چارې ښې چټكې پرمخ روانې وې.
 د پخوا نه هم د هېواد په سهېل او سهېل ختيځو ولاياتو كې د نورو ولاياتو په پرتله ښوونځي لږ فعالي وي، خو له بده مرغه د هېواد دښمنو او پوهنې ضد عناصر مكتبونه سوځي او كوچنيان نه پرېږدي چې د پوهنې په ګاڼه سمبال سي او غواړي چې زموږ دهېواد ځوانان تل نالوستي پاتې سي. په داسې حال كې چې ښاغلي قرقين يو علمي او اكاډيمك شخصيت دى، د ښوونې او روزنې په اړه په دې و نه توانېد چې د دغه وزارت له انكشافي بودجې څخه ګټه پورته كړي او د ښوونې او روزنې متوازن پرمختګ را منځته كړي. د ده څخه ښاغلي قانوني د پوهنې په برخه کې مؤثر ګامونه پورته کړي وه.
 
 د كانو او صنايعو وزير ښاغلي ايشان:
 افغانستان چې دطبيعي زېرمو او خورا زياتو كانونو هېواد دى ، خو د قانوني او غېر قانوني واكمنيو پرمهال په دې و نه توانېد چې خپلې طبيعي زېرمې استخراج كړي، د خواجه ګوګردك او جرق دوق له سيمو څخه طبيعي غاز استخراج كېدى او پخواني شوروي اتحاد ته لېږدېدى.
 خو د شوروي اتحاد له پاشلو او په افغانستان كې د اسلامي جهاد له برياليتوب سره د غازو توليد او لېږدولو چارې په ټپه ولاړې دي.
 د بلې خوا د كانونوڅخه غير فني استخراج جاري دى چې په ټول هېواد كې سيميز ټوپكوال د ارزښت نه ډكې معدني ډبرې باسي او په بهرنيو ماركيټونوكې ېې پلوري چې دولت اوس اوس په كانونو باندې بنديز اعلان كړى دى.
 خو د كانونو د ساتنې لپاره ملي پوليسو ته اړتيا شته چې د كانو او صنايعو وزارت له هدايت سره چارې ترسره كړي د كانو او صنايعو وزير په دې نه دى توانيدلى چې د كانونو د استخراج لپاره د بهرنيو او کورنيو ټيمونو له خوا د سروې چارې تر سره كړي او هم له افغانستان څخه دغازو پايپ لاين د لېږدلو چاروته لار هواره كړي. برسېره پر دې د غازو استعمال ډېره ښه عايداتي سرچينه ګڼل كېداى سي.
 ښاغلي ايشان په دې نه دى توانېدلى چې په هېواد كې د صنايعو د ودې او پرمختيا لپاره نوې فابريكې او يا د خصوصي سكتور له خوا د جوړولو هڅې پلي كړي، ډېر افغانان سته چې د صنايعو لپاره پانګې اچولو ته چمتو دي.
 
 دسرحدونوچارووزير ښاغلي براهوي:
 د سرحدونو چارو وزارت چې تل د سرحدي ولاياتو، د خلګو او قبايليانو مېلمه پال دى، ډېر زيار اېستلى دى چې د ازادو قبايلو مشرانو او سپين ږيرو غونډې كابل ته راوبلي او له هغوى سره هر اړخيزې مرستې وكړي.
 دقبايلي ځوانانو دروزلو لپاره په کابل کې د خوشحال خان لېسه فعاله او د هغه مصارف د سرحدونو د وزارت لخوا ورکول کيږي، ترڅو چې قبايلي ځوانان په ښه توګه وروزول سي. ښاغلي براهوي تل مدام د چارو د سمون لپاره زيار ايستلى تر څو چې د قبايلو چارې په ښه توګه په وړاندې ولاړې سي.
 
 د افغانستان د ولاياتو چارې :
 په اكثرو ولاياتو كې اداري فساد او درغلې جاري دي چې ولس له دې چارو څخه ستړى سوى. اوتل مدام ولس، ولسمشر ته دسيميزو چارواكو څخه په شكايت راځي. او د ولس، واليانو او ولسمشر ترمنځ ډېره فاصله ايجاد سوېده.
 ان ډېر واليان سته چې ولسمشر په مياشتو، مياشتو نسي کتلاي چې د خپلو ولاياتو ستونزې جمهور رئيس ته وړاندې او د چارو د سمون لپاره د هغوى هدايت تر لاسه كړي . د لنډمهالي، منځمهالي او اسلامي دولت په څه د پاسه ۴ كالو واكمنيوكې لاندې واليان دولس دمنلو وړ او دكار اتلان دي.
 
 د كندهار پخوانى او ننګرهار اوسنۍ والي ښاغلي الحاج ګل آغا شېرزى:
 د طالبانو د نظام له نسكورېدو، وروسته د كندهار ولايت د بيارغونې او پرمختيا لپاره د ښاغلي ګل اغا شېرزي د هلوځلو په پايله كې د كندهارولايت ټول سړكونه پاخه سوي او ډامبر سويدي.
 د كندهار په ښار كې د نارنج او منډيګك ماڼۍ رغول سوي او د كندهار ولايت تعمير هم بيا له سره جوړ سوي دي. دبابا صاحب زيارت په ډېر پرتمين ډول جوړ سوى دى. د كندهار ولايت او ولسواليو ترمنځ اكثره سركونه ډامبر سويدي.
 د كندهار ښار زياتره ښوونځي او لېسې بيارغول سوي او ګټې اخستو ته چمتو سوي دي.
 
 دهرات پخوانى والي الحاج محمد اسماعيل خان :
 د هرات په ښار كې د جهاد ماڼۍ ، تخت سفر او تفرېح ځايونه جوړ او ګټې اخستلو ته سپارل سوي دي. سړكونه پراخ او په اساسي توګه جوړسوي دى. د هرات د پوهنتون د نوې ودانۍ چارې د اسماعيل خان په وخت كې پيل سوي دى. د هغوۍ له تبديلۍ سره په ټپه ولاړې دي.
 
 دميدان وردګو ولايت ځوان والي الحاج عبدالجبارنعيمي:
 د يوكال په موده كې ښاغلي عبدالجبارنعيمي توانېدلى دى، چې په شلګونو دولتي ودانۍ جوړې او ورغوي. دولتي ادارو ته غزېدلى سړك د لومړي ځل لپاره كرېړ او ډامبرشو. د ميدانښار څخه چې يو تش ميدان ته ورته ؤ، اوس يو ښكلى ښار جوړ سوى دى، كډوالو او كوچيانو ته ښارګوټى برابر سوي دي.
 همدارنګه د مامورينو لپاره ځمكې وېشل سويدي او پرمختيائي چارې په بيړه روانې دي. د يادونې وړ ده چې په ټول افغانستان كې يواځينۍ ولايت دى چې كوكنار پكښې ندي كرل سوي. اوكركيله ېې په جدي توګه بنده ده. همدارنګه د كوپراتيفونو له طريقه له بزګرانو سره د شلګونو تراكتورونو او نغدو پيسو مرسته سوېده.
 د پورتنيو ټكيو په څېړلو سره څرګندېږي چې ښاغلي ولسمشر يو ولسپالي، تجربه لرونكې كابينې او مشورتي ټيم ته ډېره اړتيا لري چې زموږ په ګران افغانستان كې د سولې، ډيموكراسۍ او ملي پخلاينې لپاره هڅې وكړي. ترڅو په هېواد كې سوكالي، نېك مرغي او خوشحالي تامين سي او د ازمايل سوي وزيرانو ازماينه د ولس باور پر ولسمشر کموي!!!
 
 ولسمشر دولس سره په سلامشورې په هېواد كې ولسواكي ټينګولى سي!