د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آ چې ډیوې وژني

غمی بَل 06.03.2006 03:00
لکه څنگه چې هیوادوال خبر دي جرمني یو له هغو هیوادونو څخه دئ، چې له څه ناڅه څلورو کلونو راهیسې د افغانستان په بیاودانولو کې کارنده او فعاله ونډه لري. په دې لړ کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت له خوا هم په بېلابېلو برخو او ډگرونو کې مرستې کیږي. یو له دغو ډگرونو څخه د ډوېچې وېلې د ټلویزیون په اډانه )چوکاټ( کې د افغانستان له پاره پر پښتو او فارسي)دري( ژبو د ورځنیو مهمو خبرونو ژورنال دئ، چې د څه له پاسه درېیو کلونو راهیسې په برلین کې خپرولو ته چمتو کیږي.
 دغه ژورنال په تېرو کلونو کې له بهر سره د اطلاعاتي اړیکو د نه درلودونکي افغانستان له پاره “نړۍ ته د یوې کړکۍ” په توگه ارزښت درلود او لا تراوسه هم زموږ هیواد ترډېره ځایه له اطلاعاتي تشې او خلا څخه ژغوري.
 له بلې خوا لکه څنگه چې هیوادوال او په تېره د سپورت افغاني مینه وال خبر هم دي د روان کال د جون او جولای په میاشتو کې په جرمني کې د فوټبال نړېواله اتلولي ترسره کیږي. په دې ترڅ کې د ډوېچې وېلې د نه ستړو کېدونکو هلو ځلو په پاېله کې اجازه ترلاسه شوه، چې د دغو لوبو بهیر دې د افغانستان له پاره هم چمتو او خپور شي. د نوموړي ټلویزیون له افغاني همکارانو سره له اوږدو سلامشورو نه وروسته پرېکړه وشوه، چې دغه لوبې دې په وار سره او په برابره توگه په پښتو او فارسي دواړو ژبو خپرولو ته چمتو شي.
 خو د ٢٠٠٦ کال په فبروري کې د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون مشر ښاغلي نجیب روشن جرمني ته د خپل سفر په ترڅ کې د ډوېچې وېلې د ټلویزیون مسولو چارواکو ته په زغرده ویلي: “ څرنگه چې د افغانستان ټول خلک پر پارسي پوهیږي، نو پر دواړو ژبو د دغو لوبو خپرولو ته اړتیا نه شته او هغه دې یوازې پر پارسي خپرې شي.
 د یادونې وړ ده چې ښاغلی نجیب روشن په افغانستان او تېره بیا په راډیو ټلویزیون کې د کار کومه کره او پوره سابقه او تجربه نه لري او تر ډېره ځایه د خپلې جلاوطنې او اروپایي مبارزې او له مهمو چارواکو سره د شخصي اړیکو له مخې پر دغې دندې گمارل شوی دئ.
 د ښاغلي ن. روشن دغه نیت او چلند له نوي اساسي قانون سره پر نه سمون برسېره زموږ په تربگنیو ځپلي هیواد کې د ملي پخلاېېنې، قومې ورورگلوۍ او ملي یووالي له ټینگښت سره هم یوه جفا ده. دا خو لا څه، چې دا کار انسانانو ته د “گلو” او رمو په سترگه د کتونکي سیاست پوه او د ښاغلي روشن د نږدې ملگري او دوست له “گفتمان” سره هم یوه ناځواني ده.
 موږ دېته سترگې په لار وو، چې له “متمدن لوېدیځ” څخه ورستانه شوي کارپوهان او “روښاندي” لکه ښاغلی ن. روشن او داسې نور ښایي په هیواد کې د تربگنیو پر ټپونو پټۍ کېږدي، د ملي یوالي د روحیې له ودې سره مرسته وکړي او هلته به د ښې راتلونکې له پاره مشالونه او ډیوې بلې او ځلانده کړي.
 خو د دغو ښاغلو د کارنامو په لیدلو سره سړي ته ناهیلي پېدا شي، چې دوي هم لکه د هغو نورو په شان ډیوې وژني، کرکه کري او تیاره خپروي.