د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیادنقد مانا ښکنځل کول دي؟

حبيب الله غمخور 04.03.2006 03:00

غواړم خپله ليکنه زموږ دوتلي او پېژندل شوي شاعر ښاغلي محمد نسيم اسير په دغو دو بيتو پيل کړم:

"کهن بوم وبَرِ" پُـرافتخـــارم ــــ همـان افغانستان نــام دارم
به اين نام است شان وشوکت ما ـــ ز"افغان"پايه هاي وحدت ما

پدې ورستيو کې د«سرنوشت » په نامه ويب پاڼه کې دښاغلي کانديداي اکا دميسين سيستاني د هغي تحقیقی اوعلمی مقالي په اړوند چې د«افغانستان،افغان وافغانستاني» په نامه په مختلفو ويب سايټو کې خپره شوی وه،ددغې مقالې پر خلاف یوه دسپکاوی څخه ډکه ليکنه د«انجنير همايون صديقي» له خوا خپره شویده، چې سړی يې په لوستلو شرمیږی .څرنگه چې پدې نامه څوک په انترنت پاڼو کې کوم ليکوال نه پېژني ځکه خو سمدستي دانسان په ماغزو کې داسوال پيدا کيږې چې دايومستعار نوم دی، کوم چې د"افغانستاني" او پر افغانستان باندي د«خراسان» دنوم ايښودلو طرفدارانو له خواغوره شويدۍ .

که ددغي مسئلي پس منظر ته نظر واچو په 2003 زکال په امريکا اواروپاکښي په افغانستان کې دفدرالي نظام دجوړېدو پلويانو په مختلفو خپرونو کې دهر بهرنې ځواک په اشاره چې وه، يو په بل پسي مختلفي مقالي نشر کړې،په نورودخپلو غوښتنودمنلوپه خاطر يې مختلف دلايل تراشل او دبهرنيو هيوادو دسيسټمونوڅخه يې بېلگې په توگه کولې ،دخپلو نظرياتو او اهدافو دپروپاگندلپاره يې په يو او بل ځای کې وړې وړې غونډي هم جوړې کړې، پدغو غونډو کې ددې پر ځای چې په هيوادکښي دفيدرالي نظام دجوړښت پرارزونه علمي بحثونه شوې واي متاسفانه دافغانستان دټوټه کيدو او که واضح ووايم دپښتنوپر خلاف پدې نامه چې دافغانستان نوم بايد تغیر وخورې ،دافغانستان دنوم پرخای داهيواد ((دخراسان)) په نامه ونومول شې تودې اوله احساساتو ډکې بيانيې ورکړه شوې؛ ددوي په ويناو او ليکنو کې تلاښ شوۍ و چې ځانونه دلږکيو قومونو مدافع وکيلان وبولې په يوه او بله بڼه پښتنو ته سپکاوۍ وکړې او دافغانستان له نامه سره چې ددوي په اند په پښتنو پورې تړاولرې خپل نفرت واضح او څرگندبياناوه. ښه بيلگه يې دملي کنگري لخواچې لطيف پدرام يې مشري په غاړه لرې او نوموړۍ يو له ايران پلوه اوله پښتنو سره دمخالفی ډلې طرفداردی په 2003زکال دنومبر دمياشتي په 15نيټه دالمان دگيسن دښار په يوه کلې کې جوړه شوې غونډه ده ،ددې غونډي رابلونکې ښاغلۍ لطيف پدرام او رحمت الله پيژنپور وو،او پدي غونډه کې يوشمير نورو پېژندل شو"دفدرالي سيستم" او "خراسان" دنامه غوښتونکو گډون کړۍ و.پدې غونډه کې پر دغه څرگند اعتراض کيده چې ولي موږ ته افغان خطاب کوې؟ موږ افغانان نه يو خو"افغانستاني" يو. ټولو وينا کونکوپه خپلو ويناو کې دافغان دنامه سره خپله دښمنې او نفرت څرگنداوه .ددې غونډې په هکله دپوره معلوماتو لپاره دې له سويډن څخه خپرېدونکې مجلې نوې هيلې 2004 زکال اومي او اتمي گڼې ته مراجعه وشې.

په بهرکښي ددغې ډلې سرغندويانولکه لطيف پدرام ،رحیل دولتشاهی،داکتر عنایت الله شهرانی، رحمت الله بیژنپور،داکترهمت فاریابی او څونوروکسانو دغه تلاښونه په واضح او څرگند ډول دافغانستان او افغان ددښمنانو له سرچينې څخه خړوبيدل، هغو افغانانو چې دهيواد له ټوټه کيدو،دافغان واحد ملت دوېشلواوله وخت نه دمخه دفدرالي نظام وجوړول يې دافغانانو په گټه نه بلل،دغه تلاښونه يې دافغان ولس او واحدافغانستان پر خلاف دهغو دښمنانو کارو باله کوم چې غواړي څو ورځي پدغه نامه دهيواددسياسي او ټولنيزژوند دڅرنگوالي په څېړنيزو بحثو کې مطرح وشميرل شې اوهم خپل بهرني ملاتړوته چې دهمدي لپاره يې روزلی او ځيني يې افغانستان ته رالېږلې دي ثابته کړې چې دوی ارام ندې ناست . ددوي دنظرياتو دخپرولو مرکزد"اميد" په نامه اونيزه ده چې له امريکانه خپريږي ،او په هر گڼه کې دافغان دکلمې او پښتنو سره خپل دتعصب او دښمنۍ څخه ډکې روحې په لرلوسره مقالي نشرته سپارې، همدا شان په اريايي ،سرنويشت ،جنبش اونوروسايټوکې دا ډول ليکونکې چې په هغوکښې دليکنې او ژورناليزم هيڅ ډول اصول نه دې مراعات شوې او نه هم دهيواد دملی مصالحو درناوۍ شوی خپلي مقالې نشر ته سپارليدي . له نيکه مرغه زموږدهيواد زياتونخبه او پيژندل شويو ليکوالو ،څېړونکواو شاعرانو لخواچې په مختلفو قومونو او ژبو پوري تړاولري په خپلو ليکونو کې دعلمي ،مستندوتاريخې دلايلو او حقايقو په څرگندولو سره دا هيواد دښمنه تلاښونه رسوا کړه شول .

پدې جمله کې زه دڅو تنو نومونه دبېلگې په توگه يادولاي شم لکه: پوهاند روستار تره کی،ډاکتر محمد اکرم عثمان، ښاغلی ولي احمد نوري،کانديداي اکادميسين اعظم سيستانې ،زموږ دهيواد پېژندل شوۍ سرکښ ليکوال او ژب پوه ډاکترسيد خليل الله هاشميان ،اغلې ميرمن ملالی موسي نظام،محترم انجنير خليل الله معروفي ، ډاکتر نادرعمر ،ښاغلی انجنيرفضل احمد افغان ،شاغلی عبدالعلی افضل ،داکتر عزيزالله سيدالی ،محترم مير عبدالرحيم عزيزاو په لسهاوو نورو پوهان او عالمانون .

کله چې په لويه جرگه کې يوځل بيادمرکزي حکومت او ولسمشرۍ دنظام پر جوړيدوپرېکړه وشوه، نودفدرالي نظام دپلويانو هر څه په اوبوکې لاهو شوه،دا افغان دښمنوخوب او خيال په حقيقت بدل نشو؛ ځکه همدا دفدرالي نظام پلويانو پر ټولو قومونو باندي دافغان دکلمې خطاب کولو پر ضد يوځل بياپه بې بنياده ليکنو پيل وکړ ، پدغو دوو کلو کې دافغانستان اوټولو قومونوته دافغان دخطاب کولومخالفينو دهغو پوهانو پر ضدکوم چې دافغان اوافغانستان دنامه پلويان دي، داسې ليکني وشوي چې قلم يې په ليکلو شرمېده ،او لوستونکوته نه داچې جالب نه وه بلکی دليکونکې پر حال يې افسوس څرگنداوه اودهغوپه هکله دنفرت احساس ورسره پيداکېده ،ځکه دوی په خپلو ليکنو کې دپښتنو او افغانستان دنامه سره مخالفت په ډيرو ټيټو او سپکوالفاظو ليکې ؛هيڅوک دانه واي چې ټول افغانان دي يوشان فکر وکړې اويا دخپل نظر اوارادې دڅرگندولوحق نلرې دادرواغ دچې پښتنو دنور څخه داحق اخيستۍ ،ولې سوال دادۍ، اياديوه شخص ياقوم پر خلاف دداشان سپکوالفاظوداستعمال حق دغو ښاغلو ته چاورکړېدۍ؟ډيره عاميانه خبره ده چې ماشومان هم په پوهيږې هر څوک چې دبل سپکاوی کوې تر هغه زيات ځان سپکوې .دداډول سپکو سپورونه ډکو ليکونو وارتر ښاغلي کانديداي اکادميسين اعظم سيستاني پورې را ورسيد.

په "سرنويشت" نومې ويب پاڼه کې دهغه په ادرس د((پاسخي به يک استالينزاده فاشيست)) تر سرليک لاندي يو مطلب نشرته سپارلۍدی چې په ويلو يې انسان شرميږې .زه په شخصي توگه دهيڅ يوه عالم مدافع وکيل نه يم؛او پدې ښه پوهېږم چې هغوی دچادفاع ته هم اړينه نلري . روڼ حقيقت خو دادۍهر هغه څوک چې دبل چاپه مقابل کې پخپلو ليکنو کې دقلم عفت او مقابل جانب ته ددرناوۍ روحيه نه ساتې ،اوددې پر ځای چې په معقولو دلايلو ديوچادليکني په اړوند خپل نظر څرگندکړې په ښکنځلواوچټياتو ليکلو دکاغذ مخ توروې، څنگه کيداي شي دا ډول کسانوته ليکوال او دپوهي څښتن وويل شې؟ که درانه لوستونکې هغه مقاله ولولي چې دښاغلی سيستاني دليکنې پر ضد ليکل شوېده، په يقين سره چې ددغي ليکني ليکوال ته به دنفرت په سترگه وگورې. زماپه عقيده هغه څوک چې دسوادله نعمته محروم هم وي نه بايد داسې دادب له چوکاټ نه وتلې الفاظ او کلمات دبل انسان په ادرس استعمال کړې ؛دبل سپکاوۍ تر هر څه دمخه دځان سپکاوۍ او خپل شخصيت په هغه هنداره کې ننداري ته وړاندي کول دې کوم چې لوستونکې يې گورې .

جالبه داده چې سيستانې صاحب پخپله مقاله کې په هيڅ يوه داسې ادرس چې هلته ملي او يادقومونو گټو ته کوچنۍ ترينه سپکاوې شوې وي کومه تبصره نده کړې . هغه ديوه افغان تاريخ پوه په توگه خپل دغه مکلفيت چې بايد سرته يې رسولې واي سرته رسولۍ دی اوبس ،نوره کومه گناه نلري ؛هغه په هغوعلمي دلايلو چې لازم يې بلل دافغانستان دنامه او ټول قومونه دافغان په نامه نومول څېړلې دې .سوال دادۍ ولې ځيني خلک دومره وارخطا اوداشان دادب له جادي نه ليري ليکني ته وهڅول شوه ؟او څنگه دسرنويشت دسايټ مسؤل اجازه ورکړه چې پخپل سايټ کې ديو علمی شخصیت په ادرس خالص ښکنځل خپاره شې ؟ فکرکوم دې کار ددغه سايټ هغه اعتبار او اتوريتې ته چې که يې دخپلو لوستونکو په منځ کې درلود سخت تاوان ورساوه اوله بلې خوا داسې څرگندېږې چې دسايټ دمسؤل هم ددغه شان غير مسولانه او ادب له چوکاټ نه بيرون ليکنو سره علاقمندي لري . انترنت سايټونه بايد دعلمي ،معلوماتي او څيړنيزو مسايلو دخپرولوهنداره وې ، نه بايد چاته اجازه ورکړه شې چې ديوچا يا يو قوم دسپکاوی ، په خاطر هغه په کوڅه او بازار کې دمعمولو ښکنځلوخپرولو لپاره وکارول شې .

هر هغه څوک چې دليکلو توان لري ايماني او وجدانې دنده يې داده چې دا کړيدلۍ او زورېدلۍ ولس سره نژدې کړې، په هرنامه بيلتون ددې هيواداوافغان ولس په گټه ندی ،که دآريانا او يا خراسان په نومونوايښودلو دا وطن ابادېداي سواي ډير پخوا به داکار سوۍواي . ښاغلو! خبره پر نومونوايښودلو نه ده، مسئله داده چې ملي يووالۍ اوامنيت تر هر وخت پخوا زيات ټينگ شي ، لازمه ده دقلم خاوندان خپل مغزونه د علمي او څيړنيزو کارولپاره پکار واچوې ؛په خراسان بازيو داوطن نه آبادېږې . اوس دا ټاټوبۍ دافغانستان په نامه ياديږې اودوه نيم سوه کال پخوا دلوي احمدشابابا په واسطه دافغانستان دمرکزي حکومت دبنسټ خښته اېښودل شوي ده ،نوم اړول به يې مهال او ناشونۍ کاروې .

پوهيږم چې دسيستاني صاحب په ليکنه کې کومو نقطو ددغو افغان دښمنوپر زخم يو ځل بيا مالگه پاشلي ده ،زه دښاغلي سيستاني دليکلنې يوه برخه دلته رانقلوم تر څو هغه دوستان چې دامقاله يې نده لوستې پدې پوه شي چې سيستانې صاحب څه ليکلې ؟

« بايد ياد آورشوم که: نام «افغانستان» قرنها پيش از تاسيس دولت معاصر افغانستان در۱۷۴۷، معروف بوده واين نام بطور مشخص در زمان حکمروائی ملوک کُرت (ياکُرد) هرات در نيمۀ قرن هفتم هجری بر سرزمينی اطلاق ميشد که از وادی فراه آغاز ميگردید و به استقامت جنوب و جنوب شرق تا کوه های سليمان در وزيرستان و کناره های رود اتک امتداد می یافت.

هنگامی که احمد شاه درانی بنای دولت مستقل افغانستان را ميگذاشت، برايش اين بسيارمهم بود که او بنياد دولت مستقلی را اساس گذارد که ديگر مردم افغانستان حاکم بر سرنوشت خويش باشند و به هيچ قدرت يا دولت ديگری منبعد باج و خراجی نپردازند. پرواضح است که هنگام انتخاب احمدشاه به پادشاهی، برايش به عنوان پادشاه افغانستان، دعا خوانده شده وازسوی اعضای جرگه تبريک و تهنيت گفته شده است. عدم موجوديت فرمانی مبنی بر فيصلۀ جرگۀ مشران قبايل دراين خصوص، دليل آن شده نمی تواند که نام کشور از توجه شخص احمدشاه و رجال و سران اقوام سهيم در جرگۀ انتخاب پادشاه، بدور مانده باشد. آنچه اين منطق را تقويت ميکند اين است که مرکز اقتصادی و تجارتی افغانستان آنوقت، شهرقندهار بر سر شاهراه تجارتی خراسان و هندوستان قرار گرفته بود و احمد شاه درانی نيز در شهر قندهار که مرکز اقتصادی و اداری افغانستان آن روز بود، بر تخت پادشاهی جلوس نمود. و هيچ ترديدی وجود ندارد که احمد شاه درانی هنگام انتخاب و جلوسش به تخت شاهی، بنام پادشاه افغانستان خوانده شده است و نه بنام پادشاه خراسان. زيرا احمد شاه خودميدانست که خراسان خيلی بزرگتر از قلمروی است که او به عنوان پادشاه در برابر مردم سوگند وفاداری ياد کرده بود. و چون نام افغانستان در نزد مردم و سران اقوام و رجال آن زمان يک نام قبول شده و معروف بود، لهذا با توسعۀ قلمرو و سلطنت درانی، اين نام (افغانستان) بر تمام قلمرو حکومت احمدشاه درانی اطلاق شده رفت.

برخی از بيماران سياسی در طی سالهای اخير(بخصوص ازدهۀ ۹۰قرن قبل ببعد) طرح تغيير نام کشور را به عنوان «خراسان» به ميان کشيدند و باری در نشرات برونمرزی نيز آنرا با آب و تابی عنوان نمودند که خوشبختانه مورد استقبال مردم چيزفهم و هوادار وحدت ملی افغانستان قرار نگرفت، زيرا ميدانستند که هدف چنين طرح هايی اساساً تجزيۀ کشور است و به سود دشمنان افغانستان، که هرگزچنين مباد!

واما درهمینجا میخواهم خاطر نشان سازم که نام افغانستان چې از نیمۀ قرن هجدهم گذاشته شده باشد و چې از آغاز قرن نزدهم، و چې از ۱۷۴۷به بعد رسميت يافته باشد، نکتۀ بسیار مهم اينست که اين نام امروزه در جهان و نقشۀ دنيا و نزد مجامع بين المللی يک نام پذيرفته شده و مسجل شده است و به آدرس اين نام و مردمان آن صدها و هزاران مقاله و کتاب و نشريه نوشته و چاپ شده است. جاگزينی نام ديگری برای اين کشور، نه تنها دردی را دوا نميکند، بلکه بر مشکلات دولت و ملت می افزايد، افتراق قومی را دامن ميزند و تفاهم ملی را خدشه دار ميسازد.

درد کشور ما وجود نام آن نيست که با تغييردادن آن علاجش ممکن گردد و فقر و تنگدستی و مرض و بيماری و جهل و بيسوادی، خرافه پسندی و تعصبات زبانی و قومی نابود گردد. سطح شعور اجتماعی و فرهنگی مردم ما بیکباره بالا برود و دموکراسی و عدالت اجتماعی، جانشين بی عدالتی ها و استبداد و خود سری ها شود. درد کشور ما را بایستی در سنتها و باورهای خرافی و آداب و رسوم قومی و محلی و مذهبی و فقدان سواد یا بی سوادی و عدم دسترس به دانش و تخنیک معاصر دانست. تازمانی که سطح آگاهی و شعور اجتماعی مردم ما نسبت به آنچه هست بالا نرود و از دانش و تخنیک معاصر بی بهره باشد، با تغییر نام کشور جامعۀ ما از فقر و بدبختی تاریخی که گریبانگیرماست، نجات پیدا نخواهد کرد.

به هرحال انتی پشتونها یا "افغان ستیزها" حتما متوجه خواهند بود که افغانها با همه خصلت های بدوی و قبیلوی خود بالاخره از سایر اقوام کشور پیش گام تر شدند و موفق به تاسیس دولت مستقلی در قندهار، جایی که افغانستان نامیده میشد، گردیدند و بعد با توسعۀ حاکمیت شان این نام بر تمام قلمروی اطلاق شد که از حکومت مرکزی فرمانبرداری میکردند. تلاش بخاطر تعویض نام کشور، تلاش بیهوده و ناکامی خواهد بود، چونکه این نام بر این کشور مفت و رایگان بدست نیامده و از سوی کسی و یا گروهی به «افغانها= پشتونها» سوغات داده نشده که هر وقت دل کسی بخواهد، سوغات خود را پس بگیرد. پشتونها برای بقا و دوام آن قربانیهای بیشمار داده اند و بازهم خواهند داد. تفرقه اندازی های قومی و زبانی و مذهبی نیز جائی را نخواهد گرفت و افغانستان از این بحران مداخلات اجانب نجات خواهد یافت و روسیاهی برای دشمنان آن باقی خواهد ماند.»

ښاغلی سیسانی دخپلی دمقالی په یوه بله برخه کی داستی لیکی :« دشمنان وحدت ملی افغانستان باید این واقعیت را بپذیرند که یک قوم زنده و موثر در سرنوشت و شکل گیری این کشور حضور فعال دارند که بزعم «افغانستانی» نویسان، بنام «افغان»(= پشتون) یاد میشوند. این قوم تا زنده باشد از هویت ملی خویش به عنوان «افغان» دفاع میکنند و حاضرند جان بدهند ولی جانان را از دست ندهند. هیچ قدرتی هم نمیتواند که تا این قوم در این کشور زنده باشد، نام افغانستان را تغییر بدهد، مگر اینکه افغانستان را از نقشۀ جهان محو کند. تاریخ کشور گواه این حقیقت است که تا هنوز بدیل رهبری پشتونها در کشور زاده نشده است. حال دل کس که، خوش میشود و یا خوش نمیشود.»

پدې ترتيب ليدل کيږې چې ښاغلی سیستانی پدغه زغرده بیان سره دهیواد او پښتنودمخالفينودروغجن دلايل رسواکړېدې، وایی رښتيا خبره ترخه ده ،مگر هر انسان بايد دحقيقت دمنلوتوان او شهامت ولري؛په بل عبارت ښاغلی سیستانی په ډاگه کوې تر څو چې افغانان پردی مځکه ژوند ولری ، دافغانستان نوم څوک بدلولای نشی. تاریخ شاهد دی چې افغانان دوه ځله په نو لسمی پیړی اودوه ځله په شلمی پیړی کې دهمدی مقصد یعنی دافغانستان دنوم او نښان ،تاريخ او افغان ولس دخپلواکۍ دپایښت دپاره داستعمارگرو سره دجگړي ډگر ته وردانگلي دې ،اودا څلورواره يې میدان هم گټلۍ دی . هر یرغلگرئې دخپلي خاوری څخه داسې شړلۍ چې دبرياوو افسانې به يې تر څودمځکې پر مخ ژوندوې دخلکو پر ژبو وې. مرحوم بينوا صاحب پخپل دغه شعري پیغام کې دافغان ولس اراده ډيره عالي منعکسوې:

څوچي دامځکه آسمان وې ـــ څو چې داجهان ودان وي
څوچې ژوندپه دې جهان وي ـــ څوچې پاته يو افغان وي
تل به دا افغانستان وي

مگرپه هغه حالت کی چې یا دافغان نسل ددی مځکی څخه نابود شې اویا په خپله افغانستان ددنیا دنقشی څخه محوه شوۍ وي. بله اساسی خبری چې دسیستانی صاحب په پورتنی پراگرافونو کی صراحت لری،هغه وایي :« تاریخ کشور گواه این حقیقت است که تا هنوز بدیل رهبری پشتونها در کشور زاده نشده است.» دا خو بیخی یو ثابت شوی تاریخی حقیقت دی چې تر اوسه په دی هیوادکی د پښتون بدیل د رهبری دپاره ندی زیږیدلۍ . دبيلگې په توگه دومثالوته ستاسو پاملرنه را اړوم :

١- کله چې حبیب الله کله کانی(دسقاوزوي)، دخارجی استعمار اودداخلی ارتجاع په لمسون امان الله خان پرڅوکۍ کښېناست، غلا، بی ناموسیو او دشرم ډکوکړونو چوراوچپاول رواج وموندپه هیوادکی امنیت او ثبات له جدي خطرسره مخامخ شو، ترڅو چې ((9)) میاشت وروسته بیا یوپشتانه جنرال دهغه قدرت را نسکور کړ. اوپه وطن کې امنیت ټينگ اووضعه مخ پر ښه کېدو شوه .

٢ - 70 کا له وروسته بیادبهرنيانوپه اراده او ملاتړ شرایط داسې برابرشوه چې سياسي قدرت له پښتنو څخه ونوروقومونو ته ورانتقال شي (١٩٩٢)، مگر بیاهم نه پروفیسور صبغت الله مجددي، دیو روحانی شخصیت په جاموکښې په دی موفق سو چې په وطن کی امنیت راولی، اونه وروسته تر هغه استاد ربانی او احمدشاه مسعود په دی موفق شول چې په وطن کی لا څه، حتی دکابل په ښار کې يې هم و نشوه کولاي چې امنیت ټينگ کړې . د ربانی _ مسعود په دوره کی خو دکابل تاریخی ښار په کنډواله بدله شو، او دخلکو پرناموس باندی تجاوزونه وشول، ملي شتمني او دبيوزلو خلکو جايدادونه چور او هر څه دقدرتمندانوپه واک کې ورکړه شوه ،چې تر اوسه لاپدغو پنځوکالو کې دخلکو هغه دعوي چې دخپل جايداد ددوباره تر لاسه کولو لپاره يې شروع کړې پاي ته نه دې رسيدلې , اونه هم محکمه داتوان لري چې ددغوچپاولگروپرخلاف دعدالت دپلې کولولپاره پرېکړه وکړې .

دخندا وړخبره خولا داده چې داښاغلی ليکې :«ما را به اين كار نيست كه از كدام منطقه تا كدام منطقه پشتونها زندگي ميكنند و از كجا تا كجا بلوچها، كجا افغانستان است و كدام جا بلوچستان ولي آنچه براي ما مهم است اينست كه اين نام (افغانستان) توسط مردم كشور ما بر اين دولت(؟)(یاکشور؟) نهاده نشده بلكه اين انگليسها بودند كه اين نام را براي ما بر گزيدند و اين نام نميتواند ييانگر تنوع نژادي و مليتي اين سر زمين باشد.»

دغوته ورته چرنديات څه موده پخواپه يوه بله ليکنه کې دآدم خان یوسفزي په نامه خپاره شوه، سره له دي چې دانوم هم مستعار نوم دۍاو لیکوال يې له همدا خراسان پلوه پيژندل شوو کسانو څخه دی . خو ښاغلي انجنيرصاحب معروفي دهغه ليکني په ځواب کې د«احمدشاه بابای کبیر مؤسس افغانستان معاصر» ترعنوان لاندی ورته خوله ماتونکۍ ځواب ورکړ،درانه لوستونکي کولاي شي دمعروفې صاحب مقاله په«افغان – جرمن انلاين» ويب پاڼه کې ولولې.

نه پوهيږم چې انجينر صاحب د((مردم کشورما)) څخه هدف څه دی؟ دخراسان نوم پر دغه سيمه دعربو لخواايښودل شوېدۍ نه دافغانانو لخواايانوموړۍ عربوته مردم کشورما وايي؟

دانظر چې دافغانستان نوم دلومړې ځل لپاره انگليسانو زموږ دپاره غوره کړيدی، کاملا له حقيقت نه ليري او ښکرور درواغ دې، ځکه که دغه نوم موجود نه وو،څنگه کيداي شوه په هغه معاهده کې چې ښاغلی فرهنگ پخپل کتاب افغانستان در پنج قرن اخير (ص 22) پاڼه کې ليکې : «هر چند کليمۀافغانستان بعنوان نام رسمي کشور بار اول در سال 1801م در معاهده بين ايران وانگليس درباره دولت دورانې بکار رفته است»دا پخپله ددې څرگند حقيقت ښکارندويه ده چې دا هيواد په دغه نامه ياديده ،اوکه دا هيواد دخراسان په نوم واي دوی به هرو مرو پخپله معاهده کې دخراسان نوم ليکلۍ واي.

«دافغانستاني» دکلمي عاشقان استدلال کوي چې گويا دافغان کليمه تنها په پښتنو پورې تړلې ده اونور توکمونه له هغه نه استثنادي دغه بېځايه خبرې ته جمعه گل حبيب نايب خيل له جرمني نه دمردم افغانستان په 81 گڼه کې داسې جواب ورکوې :

الف: اگر مخترعين واژه نامأنوس «افغانستاني» چنين استدلال مې نمايند که گويا کلمۀ "افغان"صرف به اقوامپشتونتعلق گرفته وساير قوم هارا استثناقرارميدهد درجواب دو دليل روشن ذيل را نيز در قطارساير دلايلوشواهد تاريخي ارئه نمود.

الف : اينکه قبايل واقوام پشتون طوريکه ميدانيم اسم با مسماخود را داردوهيچگاه مختص به کلمۀ ((افغان))نمي گردد.درحاليکه کلمۀ«افغان» مفهوم وسيع وعام خویش رادارابوده که شامل تمام باشنده گان سرزمين افغانستان ميگردد.

ب : هر گا قبول کنيم که کلمۀ «افغان» مفهوم پشتون را افاده ميکند، پس کلمۀ «افغانستاني» که عبارت ازهمان ترکيب«افغان» وپسوند "ستاني" ميباشد بازهم به پشتونها اطلاق ميگردد، وساير قبايل واقوام را دربر نميگيرد. بنأ در حقيقت مطابق به طرزاستدلال وتيسس خودمخترعين واژه«افغانستاني» تمام افغانستان را به مفهوم وسيعتر به قوم«پشتون»متعلق مې سازد.در حاليکه قطعأ چنين نيست واين نوع طرز تفکر واستدلال، منطق نهايت طفلانه وتنگ نظرانه مې باشد.

داکتر خليل الله هاشميان دکيوان افغان د2004 زکال په 77 گڼي په خپره شوې مقاله کې ليکې :«... از روز که احمد شاه بابا افغانستان نوين را تاسيس( 1747 م ) ونام انرا«افغانستان» گذاشت تا يک سال پيش که قوي کوشان اين کلمه رابقسم نفاق انگيزوتعصب در نشريه شخصي خوداستعمال ونشر کرد،يعني مدت 256سال بداخل افغانستان نه در جرايد وکتب ونه درمکالمات شخصي بين مردم،بشمول اقليت هاي تاجک ،ازبک وهزاره،کلمه «افغانستاني» اختراع قوي کوشان راکسي استعمال نکرده وشنیده نشده است،بلکه اقوام شريف تاجک،ازبک وهزاره وغيره خود را«افغان» شمرده اند».

بله مسله چې ښاغلي سيستاني پخپله مقاله کې ورته ايشاره کړې هغه ليکې“نکتۀ بسیار مهم اينست که اين نام امروزه در جهان و نقشۀ دنيا و نزد مجامع بين المللی يک نام پذيرفته شده و مسجل شده است و به آدرس اين نام و مردمان آن صدها و هزاران مقاله و کتاب و نشريه نوشته و چاپ شده است. جاگزينی نام ديگری برای اين کشور، نه تنها دردی را دوا نميکند، بلکه بر مشکلات دولت و ملت می افزايد، افتراق قومی را دامن ميزند و تفاهم ملی را خدشه دار ميسازد"، مگردمقالي ليکونکۍ په جواب کې ليکې: «براي جنابعالي معلوم باد كه نوشتن مقاله و كتاب به آدرس كشوري يک چيز است و سهمگيري مليتها و گروه هاي بزرگ قومي در هويت و نام آن چيز ديگر.» داتر لمر روښانه خبره ده چې دشير سرخ په جرگه کې نه يواځې دپښتنو دمختلفو قومونو مشرانو برخه درلوده بلکه دنورو قومونو لکه تاجک،ازبک،هزاره ،قزلباش اونورو قومونو مشرانو هم گډون درلود ،هغوی احمدشاه بابا دخپل مشرپه توگه دافغانستان پاچاوټاکه ،اوپه تاريخ کې يې دلومړي ځل لپاره داوسنې افغانستان دمرکزي حکومت دبنسټ ډبره ايښېده. داچې ولي پښتانه ددې جوگه دې چې پاچا پښتون وټاکل شو؟ دې سوال ته دلته ځواب دکتاب ليکل ځينې جوړيږي .

غواړم يوه مسله سپينه کړم هغه داچې انجينر صديقي پخپله ليکنه کې يوه بله لويه تير وتنه هم کړې هغه داچې په ډيرو سپکو الفاظويې سيستاني صاحب بلوڅ معرفي کړۍ .لومړې بايد وويل شې چې بلوڅ ډير غښتلۍ او غيرتي قوم دی تر بل هيڅ قوم کومه کمې نلري،افغانې بلوڅو هيڅ وخت دايران او يا پاکستان نوکرې نه ده کړې او نه يې دهغو ثنا او صفت ويلۍ .دوهم داچې سيستانۍ صاحب په قوم بارکزۍ دی نه بلوڅ متاسفانه دا ښاغلۍ دومره عصبي شوۍ چې دهغه قومي اړيکې هم ځيني ورکې شوې دې . ددې لپاره چې موضوع اوږده نشي دښاغلي سيستاني صاحب لنډه بيوگرافي د((علامه محمود طرزيوروحانيت متنفذ)) کتاب په 267 پاڼه کې لوستلاي شۍ ،او بل داچې هغه ته چا علمي لقب په خيرات او يا تحفه کې ندی ورکړۍ ،تر(( 22)) زيات کتابونه اونږدې ((100)) رسالي او مقالې يې ليکلې دې .

زه نه غواړم هغه څه چې عيان دي بيا کړم ،که تر اوسه څوک نه وي پوهېدلۍ چې دپښتنو مقام او ځای ددې ملک په تاريخ کې کوم دی زماپه ليکنه هم داسې گنگس کسان نشي پوهيدلاي ،زه به دعاورته وکړم چې خداي ((ج)) هغوی پوه کړې .

انجنير صديقي پخپله ښکنځل نامه کې هغه څه ليکلي چې که يې ددوی ورور هم ولولۍ نوبه دوی ته ووايي ډيره موغلطه کړې ده ؛ځکه نه يواځې داچې په ليکنه کې یې هیڅ ډول ادب نه دی مراعات شوۍ پرتاريخي حقيقتو يې سترگې پټې کړيدې . حقيقت دادۍ پښتنو هيڅ وخت دچاسره دښمنې نه ده کړې که کوم پاچا کوم ظلم کړۍ وي نولومړۍ يې دپښتنو سره اوبياله نوروسره کړيدۍ او دوهم داچې تر هر چا زيات پخپله پښتنو ليکوالو هغوی غندلي او دانتقاد گوته يې ورته نيولې ده؛ نه داډول کسانو چې هويت يې چاته نه دۍمعلوم او تل په مستعارو نومونوپه ښکنځلو ويلويې خوله پرانيستې ده. دنوموړي دليکني څخه له سره ترپايه داڅرگنديږې چې دبل چالپاره سرگردان دی او يوچاورته ويلې دي چې په پښتنو او دهغوي په ليکوالوپسي بد ووايه ،ځکه کله دنوم مسله طرحه کوي کله دفارسي ژبي څخه ددفاع مسله او کله بيا وايي شمال ته پښتانه راغلي دتاجکواو ازبکو مځکې يې نيولې دې .

داښاغلۍ ليکې : (( درندگاني چون اسحاق زي ها حق ندارند در مزار و فارياب و جوزجان ازبكهاي مظلوم را زنده طعمه آتش سازند. هيچ پشتون و غير پشتوني حق ندارد اراضي مردم را پامال خر و شتر خود سازد. هيچ انساني نميتواند زمينهاي مردم را مصادره نموده و به يک قبيله و قوم قباله دهد)). انجينر صاحب ولي ددغه تاريخي واقعيت څخه سترگې پټوي ؟ پښتانه دافغاني شاهانو په وسيله دهيواد شمال ته ددې لپاره وليږل شوه چې يوخوبه دپښتنو په مټ دشمال لخوا دبهرنيو دمداخلو مخه نيول شوي وې اوله بلې خوا هغه مځکي چې په ټول سمت شمال کې پښتنو ته ورکول شوې دې هغه دهيچا، هيڅ قوم او ټبر څخه ندې اخيستل شوي. داهغه مځکي وي چې ددغو سيمو اوسېدونکو يې داباديدو توان نه درلود. دا سخت سري او دقوې عزم خاندان پښتانه وه هغه سيمه چې ويل به يې(( که مرگ غواړي قندوز ته ولاړ شه)) دخپلو خولو په تويولواو طاقت فرساکار ، زيار او زحمت سره دشمالي سيمو ډنډونه وچ کړه ،اوبلنې مځکې اوښتونه يې اباد کړه، اوس وايي (( که ژوند غواړې قندوزته ولاړ شه)) داکاملأ درواغ دې چې پښتنو ته په شمال کې آبادي اودبل چا مځکې ورکړه شوې. واقيعت خو دادۍ هر پاچا او واکدارله ابادمه تر دې دمه تربل هر قوم دپښتنو سره زيات ظلم او جفاکړېده ،همدا زموږ دهيواد دپخوانيو او اوسنيوواکدارانو دناانډوله ملې سياست، دپښتنو سره جفا او دوی ته خپل روا او قانوني حق نه ورکول ددې لامل وگرځېده چې اوس هر خراسان پلوه په فارسي وياړې او تر افغانستان دايران اونورو هيوادو سره علاقه او مينه لرې ،په پښتو او پښتنو ملنډې وهې ،که ډار ورسره نه وې ددې هيواد هر څه به پر نورو او په لومړې قدم کې پر ايران وپلوري ،زما داخبر دامعني نلرې چې پاکستان زموږ دوست دی ؛ حقيقت دادۍ چې زموږ هر ليري او نږدې گانډۍ دخپلو امکاناتو په لرلو سره زموږ دهيواد پر ټولو افتخاراتو دتيری څخه ډډه نده کړې ،مگر هيچا ځان ته داجرأت ندی ورکړۍ چې زموږ په هيواد کې دپاکستان په طرفدارې او له هغوی سره داډول مينه او محبت ښکاره کولوپه هکله کوم حرکت وکړې ؟ نه پوهيږو چې دا تجزيه غوښتونکی ايران پلوه ،دپښتواوپښتنو مخالفان ولې ځانته دومره حق ورکوې ؟ او هره ورځ په خپلو ليکنو او ويناوو کې دپښتنواو نوروورڼو قومونواو دهغوي دليکوالو په ادرس دسپکاوۍ خبري کوي ؟

دا په کانتينرو کې دطالبانو په نامه تر پنځه زروزيات پښتانه چامړه کړه ؟ همدا اوس دپښتنو سره ناروا،ظلم ، تهديد، توهين اودپښتنو پر حقوقوتيرۍ دچالخوا تر سره کيږې ؟ اوس رتاسۍ قضاوت وکړو ،يوه بيسواده پښتون هم ددغوقاتلانو او جبارانودقوم نوم ندی اخیستۍ دا يې ندې ويلي چې تاجکو ،ازبکو اوياترکمنو ورسره ظلم کړۍ ، بلکه تل يې مخامخ دهغه قوماندان ،خان ،باي او ياقاتل نوم اخيستۍ ؛ ځکه پښتانه پدې ښه پوهيږي چې دادقدرت ،قوم او ژبو ټيکداران او جنگسالاران په خپل قوم کې هم دپښې ايښودلو ځای نلرې ،پر خراسان پلوودتاجکو ازبکو ،ترکمنو دقومونو99په سلوکښي وگړې خاندي، مگر متاسفانه ددعلمي او مسلکي القابو خاوندان بياتر څو چې يې توان رسيږې دپښتنو په ادرس سپکې خبرې کوې .

دا دونيم قرنه کيږي چې ددې ټاټوبي اوسيدونکو پښتنو،تاجکو ،ازبکو ،هزاره ،ترکمنو او نورولږکيو توکمونوددې هيواد دجوړيدو لپاره ديوه افغان ملت په توگه دخپل توان په اندازه تلاښ کړۍ او دهر پردی زبر ځواک په مقابل کې يې په ميړانه دفاع کړېده ،دتيري کوونکی خوله يې ورباندي ماته کړې،تل يې ځانونه افغان بللي او دافغان په نامه يې افتخارکړيدۍ .

وياړ پداسي هوښيار ملت چې دبهرنيورنگا رنگ دسيسو ،پروپاگنډو او ملي اختلاف ته لمن وهونکودتلاښو سره سره نارينه او ښځه، لوې او واړه په يوه اواز ځانونه افغانان بولي ،له ايراني پلوو او خراسان پلووڅخه نفرت لرې .

که سړۍ دافغانستان تير تاريخ په رڼو سترگو او بيطرفانه قضاوت سره مطالعه کړې اودوجدان له مخې بيا پرې قضاوت وکړې دا خراسان پلوه او افغانستانې پلوه به په هغه لهظه وپيژنې چې دا څوک دې ؟اوله کومه ځايه راځې ؟ .دوی نه داريانا دنامه اونه هم دخراسان له نامه سره کومه خاصه مينه لرې تنها غواړې دتاريخ دژوندي ساتلو اوملې مصالحو تر نامه لاندي دپښتنو تاريخ او افتخارات له منځه يوسي .ددوي زيات فشار پر دغو نومو ځکه دی چې داريانا يا اريايانوپلازمينه بلخ و. کله چې عربو داسيمي ونيولې او خپل فتوحات يې شروع کړه عربوتلاښ وکړ چې داريانا پر ځای چې دبودايې او زردشتي مذهب سره يې تړاو درلود خراسان نوم معمول کړې ،عربو تل دغو سيمو ته دلمرختو ياشرق سيمه ويل ،ځکه نو دعربو دتلاسښپه پايله کې دخراسان نوم معمول شو،يو شمير عالمانو او شاعرانوشاهان دخراسان دشاهانو اوحکومتونه يې دخراسان په نامه يادول .دخراسان په نامه داسې مستقل او لوي دولتې نظام لکه چې لوي احمدشاه بابا يې بنسټ کښېښود او دادۍ دا هيوادتر اوسه دمځکې دکرې په نقشه کې په هم دغه نامه ځای لري هيڅ وخت وجود نه درلود،پدغه خراسان کې چې ځينې يې زيات عاشقان دې ملکلتوايفي حکومتونه وه کله کله ديوه او يا بل پاچا واک تر کندهار ،زابل غزني او هلمنده پوري رارسېدلۍ دی،داچې دخراسانيانو دپاچاهان اودقدرت زياته برخه يې دهيواد په شمالي سيمي پورې ارتباط لرې ځکه نو داښاغلې غواړې چې هغه دورانونه يو ځل بيا راپيادکړې ، ولې دا يې هيره کړېده چې داخوب به هيڅکله رښتيا نشې . پردغو ټولو لجاجتو سربيره پښتانه داريانا ،يا اريايانو او خراسان په نامه هغو افتخاراتو چې زموږ په اوسنې هيواد افغانستان او افغان ولس پورې اړه لرې وياړې ،دهغه وخت دافغانانو افتخارات دسترگو دکسي په توگه ساتي ؛هيڅ وخت يوه پښتون هم دهغه په وړاندي مخالفت نه دی کړۍ ، نه يې داريانا اونه هم دخراسان نومونوسره نفرت ښکاره کړۍ ،هغه دخپل هيواد تير تاريخ بولې ،متاسفانه اوس يو څودگوتوپه شمار کسان غواړي ټول حقايق پټ کړې او دخراسان غواړو ډول ووهې .

په تیره هفته کی در آریائی په ویب پانه کی هم د ډاکترصاحب فاریابی له خوادسيستاني صاحب پر دغه مقاله یواوږده تبصره خپره شوې ده او ځینی پراگرافونه يې رانقل کړيدې او بیا ورباندی تبصری شوېده. په دی تبصروکې دخندا وړ خو داوه چې ښاغلۍ لیکوال ، سیستانی صاحب ته د دری ادبیاتو او دلیکنی لیکدود درس ورکوی. ښاغلی داکتر صاحب، هغه څوک چې ځان دحقوقو داکتر بولی او هغه هم خپله داکتري د پخوانی شوروی څخه ترلاسه کړېده ، نه پوهیزم چې دشوروی په کوم پوهنتون کی دوی دابیاتو اوژبپوهنی زدکړې ترسره کړیدي؟ چې دوی اوس څنگه کاندیدای اکادمیسین سیستانی صاحب ته چې زموږدهیواد د پخوانیواو قوی لیکوالانو څخه دی د دری ژبی املا او انشا ور ښيې، او دمقالی غلطۍ ورته په گوته کوې ؟ ترهغه ځایه پوری چې ما دښاغلی سیستانی نوموړې مقاله لوستې ده، زما گمان خو دادی چې ښاغلی داکترصاحب د لوستونکی دذهنيتونو دخرابولو په خاطر په دی پراگرافونوکې لاس وهلی دی، ترڅود خپلی تبصری زمینه برابره کړې . ښاغلی سیستانی صاحب او نور افغان پرسته ليکوالان بايد پداسې تبصرو او ليکنو خفه نشي یو ښه متل دی چې وايي : (( د ښار دروازې تړل کيږې خو دخلکو خولې نه تړل کيږې )) هغوی بايدپدی خبروخپل چرت خراب نکړې ،خپلی علمی او تاریخی څیړنو ته دوام ورکړې، افغانان ستا سودهری کلمی اوهری جملی څخه ملاتړکوې، روغ صحت اوغښتلۍ قلم درته غواړم .
زه خپل دغه لیکنه دوطنې پيژندل شوي شاعر "اسیر" صاحب په څو بيتو پای ته رسوم .

خانه ام افغان ستان وجمله اقوام وطن  ــــ صاحب اين خانه ايم وخادم مام وطن
متحد بوديم ،جان داديم بر نام وطن  ـــ خصم را کشتيم مادرکوچه وبام وطن
قوم افغان را تو ازهم تيت وپاشان مې کني
خانه ويران ،خانۀ ماراتو ويران مې کني