د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان په ځوان سياسي بهيركې دپارلمان اوسياسي ګوندونو ونډه

فضل الرحمن عمرخيل 02.03.2006 02:00
په افغانستان كې دبن دتړون په لاسليك سره ديوه داسې حكومت بنسټ كيښودل شو چې له سياسي پلوه په ولسواكۍ باندې ولاړدى . په عمومي توګه په ټولوهغوهيوادونوكې چې دسياسي رژيم ستنې يې په ولسواكۍ باندې ولاړې وي هلته دپارلمان اوسياسي ګوندونوشتون حتمي دى ځكه ولسواكي بې پارلمانه اوپارلمان بېله سياسي ګوندونوله آره مانا نلري نوويلاى شو چيرته چې ولسواكي وي هلته پارلمان وي اوچيرته چې پارلمان وي هلته سياسي ګوندونه موجودوي ځكه سياسي ګوندونه دولسواكۍ دملاتيرجوړوي .
 
 پارلمان هغه تقنيني ارګان دى چې دافغانستان په ګډون په ډيرهيوادونوكې له دوه مجلسونوڅخه تشكيل شوى وي چې زمونږپه هيوادكې يې يوه مجلس ته ولسي جرګه اوبل ته يې دمشرانوجرګه وايي چې اساسي دنده يې په هيوادكې دقوانينوتصويب ، دحكومت له خوادوړاندې شوې بودجې منظوري ، له بهرنيوهيوادونوسره دشووتړونونومنل ياردول ، په حكومتي لوړپوړوڅوكيوباندې د اشخاصودګمارلو منل يانه منل اوپه ټوليزډول دحكومت دكړنوڅارل دي . دپارلمان پورتنيودندوته په پام سره رابه شو زمونږ دهيوادپه روان سياسي بهيركې دهغه ونډې اورول ته .
 
 افغان يولرغونى هيواد دى چې دخپل تاريخ په اوږدوكې د راز ، راز سياسي ، اقتصادي ، اوكلتوري بدلونونوپه زغملوسره ډول ، ډول تش په نوم سياسي رژيمونواوډلو، ټپلوورباندې واك چلولى چې دهرنظام واكوالو پخپل وراسره دخپل واك دساتلولپاره دهرډول چل او ول څخه كاراخستى اوهڅه يې كړې ترڅودخپل واك شپې او ورځې اوږدې كړي نوداچې له سياسي پلوه ددغوټولونظامونوپه جوړښت كې اورامنځته كيدوكې دملت ارادې اصلاً هيڅ رول نلرلو نوټولووليدل چې په زور جوړشوي نظامونه به دزورله لارې له منځه تلل ځكه په پښتوكې متل دى ((( چې كږې خولې سوك سموي ))) .
 
 بايد وويل شي دهرنظام په جوړښت كې چې ولس ونډه ولري اودملت دغوڅ اكثريت درايوپه پايله كې رامنځته شوى وي نودا ډول نظامونه خوياباالكل دهغې خپلې انتخاباتي دورې ترپايه خپل واك چلوي اويالږترلږه خويوڅه وخت خپله دنده ترسره كوي نوهغه حكومتونه چې يوه بشپړه انتخاباتي دوره دملت په چوپړكې وي نوهمدلته ده چې پارلمان دخپل جوت رول په څرګندولوسره دولس داستازوپه مټ وخت په وخت دحكومت دچارودسرته رسولوڅخه څارنه كوي تل زيارباسي چې حكومتي چارواكي دداسې كړنوپه كولوسره اړكړي دكومويې چې دټولټاكنوپرمهال له ولس سره ژمنه كړې وي .
 
 دپارلمان دندې اوپه اجرايه قوه باندې دهغواغيزې ته په پام سره بايد وويل شي پارلمان چې په حقيقت كې دقوانينودتصويب اودحكومتي چارواكودكړنودڅارنې دنده په غاړه لري له دوه ډلو څخه تشكيل شوى دى چې يوه ډله يې دحكومت پلويان اوبله يې له سياسي پلوه دحكومت مخالفين دي . دحكومت پلوي كسان تل هڅه كوي ترڅوپه پارلمان كې له خپل نفوذ څخه په ګټې اخستوسره دحكومت دپلانونوملاتړوكړي ، برعكس دحكومت مخالفين بياپخپل وارسره زيارباسي ترڅودحكومت كړنې مهاركړي ، بايد وويل شي چې په هيڅ ډول دپارلمان غړي نشي كولاى په يوازې سردحكومت كړنې وڅاري ځكه هلته هرڅه په رايه دي چې په اقليت اواكثريت پريكړه كيږي هرې خواچې اكثريت وګاټه پريكړه به دهغوپه ګټه كيږي نودغه ټكي ته په پام سره ويلاى شوچې په پارلمان كې تل پريكړې ترسلامشورو وروسته په ټوليزه توګه ترسره كيږي نودلته ده چې سياسي ګوندونوته اړتياپيښيږي ځكه سياسي ګوندونه لكه مې چې پورته وويل دولسواكۍ دملاتيرجوړوي اودپارلماني ټولټاكنوپرمهال ولس ته ديوشميرژمنوپه كولوسره كله چې پارلمان ته لاره پيداكړي نوهڅه كوي ترڅوخپلې هغه ژمنې چې له ولس سره يې كړي وي ، پرځاى كړي .
 
 نودې ټكي ته په پام سره نيكمرغه ټولنه هغه دي چې هلته داساسي قانون په چوكاټ كې ملي ګوندونه موجود وي اودهغودغړوزياته برخه پارلمان ته لاره پيداكړي ځكه همدغه ملي ګوندونه دي چې په يوه هيواكې دملي مسايلوپه حل اوفصل كې ټاكونكې ونډه لري اوپه پارلمان كې هم هڅه كوي چې دولس په كټه پريكړې ترسره شي خوكه خداى مكړه په يوه هيوادكې دملي ګوندونوپه ځاى زورواكي ګوندونه موجود وي هغوى په هيڅ ډول په هيوادكې دشته سياسي وضعيت څخه دملت دخلاصون لپاره ګام نه پورته كوي اوزيارباسي ترڅودخپل ناوړه واك دساتلولپاره دهرډول روا اوناروا لاروڅخه كارواخلي ترڅوپه ولس باندې خپل ناوړه واك چلولوته دوام وركړي .
 
 کله چې دتيروږي دمياشتې په اوه ويشتمه نېټه دولسي جرګې او ولايتي شوراګانوټولټاكنې ترسره شوې چې په سيمه كې دافغانستان جيوپولتيك ، سياسي ، اقتصادي ، ټولنيز موقعيت ته په پام سره داچاره خورا دارزښت وړ ده ځكه پدې سره له حقوقي پلوه دافغانستان دولت دقواوو دشميرله پلوه بشپړ شو اوهمداراز په افغانستان كې دولسواكۍ تمرين په برياليتوب سره ترسره شواو اوس هيواد ، له سياسي پلوه ديوه ولسواك نظام خاوند ده چې زمونږ په سياسي اوحكومتي تاريخ كې يې سارى نه ليدل كيږي . داچې اوسنى پارلمان كې له يوه اوږده ناورين څخه وروسته رامنځته شوى نوښايي ددندې له پلوه يې غړي دپارلماني چاروسره دنابلدتيا له امله له ډيرو ستونزو سره مخ شي ځكه پارلمان دقوانينودتصويب ځاى دى نوديته په پام سره لكه څرنګه چې هيواد وال داساسي قانون دتيرې لويې جرګې شاهدان وه ښايي داځل هم پارلمان ته په ملي اونړيواله كچه ډيرى هغه قانوني اوحقوقي ستونزې دحل اوفصل په موخه وړاندې شي چې لاتراوسه لاينحله پاتې دي نوهيله ده چې دپارلمان غړي چې ډيريې په عين حال كې دسياسي ګوندونوغړي هم دي دخپل تاريخي مسوليت په اداكولوسره له دغې سياسي اوتاريخي آزموينې څخه بريالي را ووځي .