د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمتحده ايالاتو دملګرو برخليك

ن _زرملوال 20.02.2006 02:00
په كال 1953 م کې دcia دسيسه كاميابه شوه دايران د صدر اعظم مصدق حكومت ختم شو او دقدرت واګى درضاشا پهلوى لاس ته ورغلى رضاشا دايران دروازى د لويديځ پرمخ پرانستلى ټول ايران دلويديځ په رنګ ورنګول شو شرټ او پتلون دولتى پوشاك وګرځيده او دفترى ژبه انګليسى شوه شراب خانو او نڅاځايونو ته اجازه وركړل شوه په بندر عباس کې له غربي مصنوعاتونه ماليه نه اخيستل كيده ايرانى ماركيټونه له ميډن انګلينډ ، ميډن us او......... نه ډك شول په ايران کې غربي شوونه عامه شوه په (قم)کې دكليفورنيا پوهنتون دلومړى ځل له پاره له امريكانه دباندى خپله څانګه پرانستله .
 په تهران کې دcia ستر سيمئيز مركزپرانستل شو رضا شا دامريكا او اروپا په تابعدارى کې دومره مخته ولاړچى هر چا به له امريكا سره يوه زره مخالفت درلود هغه ده خپل سر سخته دشمن باله دسيكرتريت ايجنسى (ساواك)په اړه به ويل كيدل چې كه دووه تنه په ميز سره ناست وى بايد په خبرو اترو کې له پوره احتياط نه كار واخلى ځكه شونى ده چې په دوى دواړو کې يو د(ساواك) ايجنټ وى دساواك ايجنټانو به چې دچا له خولى دامريكا ،برتانيي او رضاشاپه خلاف كومه خبره واوريده هغه به يې نيول اوبيابه يې درك ورك شو رضاشا شوروى اتحادهم خپل دشمن باله اوپه خپله خاوره کې به يې دامريكايانو په خوښه دكمونستانو په خلاف هر څه كول هغه مهال ايرانى فوځيانو ته امر شوى و چې كه چيرته شا موجودنه وى يا له هغه سره رابطه نشى كولى نو دپنتاګون په امر به كار كوى رضاشا له علماو نه هم په ويره کې و نو هره ورځ به يې دمدارسو او عبادتځايونو په خلاف عمليات كول .
 د ايران ددى امريكا او لويديځ پلوه شاه پر خلاف په ولس کې ډير نفرتونه او بيزارى پيداشوى دانفرتونه او كركى سره يوځاى كيدلى او زياتيدلى ترڅو چې 1979م كال راورسيده درضاشاه تخت نسكور شو او په ايران کې انقلاب راغى شاه له خپلى كورنى سره له ايران نه وتښتيده دى په دى فكر و چې ده چې دامريكا او لويديځ څومره چوپړ وهلى دى اوس به يې په بدل کې دټولى نړى دروازى پرانستى پرتى وى دى چې كوم ځاى وغواړى هورى به خپله الوتكه كوزه كړى او هلته به يې شاهانه هركلى وشى امريكايي الوتكى او فوځيان به ورسره شى اوپه امريكايي ټانګونو سپور به ايران ته دفاتح په توګه بيرته راستون شى خودځمكى پرمخ حقيقتونه ددى په خلاف و او درضاشا داخوب بې تعبيره وخوت كله چې درضاشاه الوتكه دايران له پولو واوښتله نو زاړه ملګرى (متحده ايالات او....) او ټوله نړى بيګانه اوپردى وختله دايران دا امريكا پلوه شاه څو مياشتى په نړى کې وګرځيدى خو يوه هيوادهم پناه ورنه كړه له همدى مشر ملګرى متحده ايالاتو نه يې هم پناه وغوښتله خو هغوى يې په ډيره بې پروايي سره داغوښتنه ردكړه شاه ناروغه شو او په امريكا کې يې دعلاج كولو غوښتنه وكړه خو داغوښتنه يې هم رد شوه دتعجب خبره ده ويل كيږى چې رضاشاه په مكسيكو کې د(ګردى) عمليات كول كله يې چې هغه ته دبيهوشى انجكشن لګوله ده انكار وكړځكه ويريده چې هسى نه cia يې ووژنى او له بيهوشى پرته يې عمليات ترسره شول چې دادده ا ډاكترانو له پاره خورا بوږنوونكى او دتعجب خبره وه .
 دكال 1980 م په جولائي کې په قاهره کې شاه په داسى حالت کې ومړ چې په خونه کې يې يواځى ميرمن ورسره وه اونورهيڅوك نه ودده خاورين جسدڅو ورځى په قاهره کې پروت و او يوهيواد هم دى ته نه وتيار چې دده دتدفين له پاره هغه ته دووه ګزه ځمكه وركړى له مجبورى نه يى هغه په هماغه خپله دخوب په خونه کې دامانت په توګه دفن كړ اوګومان كوم چې ترننه پورى به په هماغه خونه کې په درانه خوب ويده وى .
 دايران ددى پخوانى واكمن كيسه مى دلته ځكه راواخيستله چې وپتييله شى چې دامريكا متحده ايالاتو له خپلو ملګرو سره څه ډول چلن كړى دى اودامريكايانو ددوستى پايله څنګه وى ؟!
 داكيسه دامريكا دملګرو ،اجيرانو غلامانو او تالى څټو له پاره يوه په زړه پورى بيلګه ده څوك چې دا كيسه يو ځل ولولى هغه ته به امريكايي روحيات ،امريكايي فلسفه اوامريكايي سفارتكارى اودهغوى باريكى په ښه توګه روښانه شى اصلا امريكايان خپل دوستان د ام دميوى په ډول كاروى ترڅو چې په هغه کې دزبيښلو له پاره خواږه وى نوپه شونډوكى يې نيولى وى خوچى كله يې خواږه ترستونى ښكته كړى بيا يې په ډير سپكاوى سره په ردى ټوكرى کې غورځوى .
 امريكايان چې غواړى له چانه كارواخلى نوامريكايي مطبوعات له هغه كس سره داسى مينه اومحبت پيل كړى لكه يو مين يې چې له خپلى محبوبي سره كوى كله په (ټايم ) کې دهغه مركى خپروى اوكله نيوزويك هغه داوسپنيز هوډ خاوند معرفى كوى واشنګټن پوسټ يې په لومړى مخ کې انځورونه چاپ كوى cnn او.... يې دماډريټ ليبرل اونورو القابو سره يادوى
 په سپينه ماڼى کې هغه ته ميلمستياوى كوى امريكايي ولسمشر هغه په غيږكى نيسى دهغه له پاره ولاړشى اوچكچكى ورته وهى په سينا اوكانګرس کې هغه ته دويناكولو دعوت وركول كيږى اوداسى نور نوداخواركى مشر دامريكايانو دامينه او محبت ريشتونى وبولى او دى هم دخپل اخلاص سپمول ناځوانى وبولىاوله امريكايانوسره په خلوص کې دومره مخته ولاړشى لكه دايران رضاشاه پهلوى .
 بده به نه وى كه دامريكايانوديارانى داستان يوڅه نورهم پسى وغځوو اودمتحده ايالاتو ديوڅونورو اشنايانو بيلګى راواخلو
 اناس تاسيوسوپه نيكاراګوا کې دمتحده ايالاتو مزدوراو ايجنټ وپه نيكاراګوا کې چې كله كمونستانو تحريك پيل كړ نوامريكا انس تاسيوسوته وسلى او ډالروركړل او دكمونيزم په خلاف يې په شاه وډباوه اناس داجګړه يوه عقيدوى اوملى جګړه اعلان كړه اوپه جګړه يې پيل وكړ په دى جګړه کې له هغه سره دهغه پلار هم برخه وال وګواکی داناس تاسيوسو دوو نسلونو په نيكاراګوا کې دامريكايي ګټو له پاره جګړه وكړه او دامريكا دګټو ساتنه يې كوله
 په كال 1979م کې په نيكاراګوا کې د اناس تاسيوسوله پاره ستونزى زياتى شوى او دامريكا يانوپه نغوته له نيكارا ګوا نه وتښتيده كله چې دى له نيكاراګوا نه دباندى ووت امريكايانو دهغه له پيژندګلوى نه انكاروكړده ډيرى هڅى وكړى چې امريكاته ولاړشى خو دمتحده ايالاتو حكومت اجازه ورنكړه داخولا څه كوى چې دهغه بانكى حساب يې هم كنګل كړاودده دځايونو اوملګروپه اړه يې دنيكاراګوا حكومت ته مالومات وركول.
 
 تاسيوسو په ځنګلونو اوغارونوكى پټ شو اوپاتى ژونديي په دى بدمرغى کې تير كړ دى سختى ماتى او بې وسۍ په كال 1980م کې دتاسيوسو سا واخيستله او دپيراګوى داسنشن په ښاركى دنوم وركى په حالت کې ومړ .
 جنرال اګارتى اګستو پنوشى په كال 1973م کې دcia په مرسته دجنرال (ايلانډو) منتخب حكومت رانسكور كړ ايلانډويي وواژه او د(چلى) حكومت دجنرال پنوشى لاس ته ورغى جنرال پنوشى چې واك ترلاسه كړ نو دكمونستانو په خلاف يې عمليات پيل كړل دپنوشى له حكومت مخكى په چلى کې نږدى وه چې دكمونستانو انقلاب بريالى شوى واى چې دا د متحده ايالاتو له پاره دمنلو وړ نه وه پنوشى تر 1990م پورى په چلى باندى واكمن پاتى شو په دى ولسو كلونو کې پنوشى دمتحده ايالاتو په اشارو په زرهاو ولسى وګړى ووژل په هغو ډلو يې بنديزونه ولګول چې دامريكايانو خوښ نه وو په كال 1990م کې دپنوشى په خلاف ولسى پاڅون پيل شو ددى كال په مارچ کې جنرال پنوشى له حكومت نه لرى كړل شو او لندن ته وتښتيده ده فكر كا وه چې امريكا او برتانيه به او س ده ته دخپل اوږده چوپړ بدل وركړى خو چې څرنګه لندن ته ورسيده برتانوى پوليسو دى په خپل كور کې نظربندكړ او په پرلپسى توګه يو كال نظر بند و په دى وخت کې پنوشى په دى وويريدى چې هسى نه برتانوى حكومت يې دچلى نوى حكومت ته وسپارى اوپه دى اړه يې څو ځله امريكاته خواستونه وكړل خو امريكايانو يې په دى غوښتنه غوږونه كاڼه كړل ٠
 
 جنرال نوريګا په پاناما کې دمتحده ايالاتو نوكر و دى هم امريكايانو دكمونستانو په خلاف وكاراوه په كال 1989م او 90م کې جنرال نوريګا ځينى داسى كارونه وكړل چې په سيمه کې يې امريكايي ګټى يو څه متضررى كړی هغه و چې امريكا د 28 زره كسيز فوځ په توسط په پاناما باندى يرغل وكړ په ښاناما کې يې دووه زره ولسى وګړى ووژل او دصدرنوريګا حكومت يې را وپرځاوه نوريګا يې ونيو او په خلاف يې مقدمه دائره كړه او په كال 1992م کې دمحكمى له خوا په څلويشت كلن اوږده بند محكوم شو او تر ننه پورى شاغلى نوريګا په بنديخانه کې دمتحده ايالاتو له دوستى نه خوند اخلى
 
 داراز دفلفاين فرډينند ماركوس هم دامريكايانو دملګرو په كتاركى شميرل كيده چې نږدى له ورته برخليك سره مخ شو دده خو دا يوه نيكمرغى په برخه شوه چې په متحده ايالاتو کې يې پنا ومنل شوه يو كوچنى كور او يو څه وظيفه هم ورته منظوره شوى وه خو له هيچا سره يې دليدنى كتنى اجازه نلرله ٠
 داراز دپاكستان پخوانى واكمن جنرال ضياء الحق هم له امريكايانو سره نږدى ملګرتيا لرله او په پرلپسى تو ګه يولس كاله يى له هغوى سره ددوستى په دستر خوان خوړل او څښل خو ويل كيږى چې په كال 1988م کې چې دى دبهاولپور په سيمه تيريده نو په الوتكه کې ورسره څو دامو پيټى هم امريكايانو ورته راليږلى وى او شايد دبهاولپور په فضاكى به دنوموړى جنرال دام خوړلو خواهش پيدا شوى وى ٠
 راځئ اوس په خپل هيوادكى دمتحده ايالاتو ديارانو ليست رابرسيره كړو شاغلى حكمتيار او زموږ ميلمه بن لادن دواړه دامريكايانو ملګرى وو اوكه نه ؟ هوكى ملګرى يې وو اوس چې دوى دواړه دامريكا په خلاف په يوه مورچه کې ناست دى شايد زما دا ادعا راسره ونه منى خو دا خبره به اوس هم بې له شكه ومنى چې له isi سره يې ټينګه يارانه وه او دهغى زړى يارانى مزى شايداوس بيا ټينګ كړل شوى وى نو له isi سره يارى عينا له cia سره ديارى او دوستى په معناده او دارازد طالبانو يوڅو مشرانو په بالواسطه توګه او نورو يې په غير شعورى توګه له متحده ايالاتو سره يارانه اودوستى لرله ٠
 نو يوى خواته بن لادن ،حكمتيار او څو طالبان يعنى دمتحده ايالاتو زاړه ياران دى او بل لورته اغايي كرزى او دشمال ټلواله يعنى دمتحده ايالاتو پاخه او تقريبا نوى ياران دى چې ددى روان غوبل موږ اوتاسو په خپله شاهدان يو
 او په دى کې هم شك نشته چې كه د متحده ايالاتودګټو تلى بلى خواته توله پيدا كړه بيا به ډيرژر دا نوى ياران دزړو يارانو ليست ته ولويږى او دا كا ږه پكولونه او شخه قره كولى به بل ځاى خپله چاره لټوى ٠
 دا د متحده ايالاتو ديارانو او دوستانو څو بيلګى وى له دى نه موږ داپايله تر ترلاسه كولى شوچى دى شاغليو دمتحده ايالاتو له يارانى نه څه ترلاسه كړى دى ؟؟؟؟!!!!نورو تفصيلاتو ته اړتيا نشته خبره دلمر په څير روشانه ده ٠
 
 دمتحده ايالاتو يوه پخوانى خارجه وزير (هنرى كسنجر) دخپل قوم (امريكايانو) دروحياتو په اړه ډيره پخه خبره كړى ده دى وايي : كه ته دامريكا دشمن يې نو دبچ كيدو امكانات دى شته خو كه ته دامريكا دوست يې بيا دى دبچ كيدو هيڅ امكان نشته او په دى اړه يوه عرب ديپلومات هم ډيره دكار خبره كړى ده دى وايي : كه ته دامريكا مخالفت كوى نو تا به امريكا په لوړه بيه پيرى او كه يې ملګرتيا كوې نو وړيا به دې پلوري ٠