د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يويشتمه فروري او پښتو ژبه

عبدالهادي حيران 18.02.2006 01:00
ژبه د يو قام پېژندګلو او د قام د ژوند د ټولو اړخونو مهم بنسټ وي. د ژوندو قامونو ژبې تل ژوندۍ وي. ځکه چې د قامونو د تاريخي ژوند ثبوت د هغوی د ژبو ادب، ثقافت او تعليم وي. د نړۍ د لويو تهذيبونو په لوئي والي کې د هغوی ژبو ډېر مهم رول لوبولى دى. د همدې بنسټ په سبب په نړيوال کچ د مورنۍ ژبې اهميت او ضرورت منلى شوى دى ځکه چې د مور غېږه د هر انسان د زده کړې لومړى ښوونځى او مورنۍ ژبه يې لومړۍ زده کړه ده. د نړۍ د پوهه او پرمخ تلليو قامونو لپاره دا خبرې اوس زړې او د بحث ضرورتمندې نۀ دي خو زمونږ ټولنې چونکې د ناپوهۍ، نا اهلۍ، بې لارې سياست او د قامي شعور د نشتوالي له کبله هغه د چا خبره د زمکې نه تر بلۍ د ارتقاء سفر هم لا نۀ دى کړى نو زمونږ لپاره نن تر هر څۀ زيات مهمه مسئله همدا ده. دا هم د ملګرو ملتونو مهرباني ده چې يويشتمه فروري يې د مورنۍ ژبې ورځ وټاکله او مونږ ته يې دا موقع په لاس راکړه چې د خپلې ژبې پښتو د ورځ په توګه يې ولمانځو او خپل غم پکې وژاړو.
 په نړيواله کچه د مورنۍ ژبې د دې اهميت د محسوس کېدو باوجود زمونږ حکومتونو سترګې پټې کړي او غوږونه کاڼۀ کړي دي او د قامي ژبو د استحصال لپاره قامي جبر ښۀ په شدت سره جاري و ساري دى. د دې يوه لويه وجه دا هم ده چې کوم قامونه د دې استحصال او جبر ښکار دي هغوی د دې خلاف د ځان خوزولو څۀ نوم قدرې هم نۀ اخلي. چې وجه يې په ملي کچ د سياسي شعور نشتوالى هم کېدلاى شي او زمونږ د مشرانو او سياستدانانو نا اهلي او خود غرضي هم. مونږ د همدې مقصد په خاطر کال په کال او ځاى په ځاى په دې هکله سيمينارونه او غونډې کوو تر څو عام او خاص خلک د خپلې مورنۍ ژبې په اهميت پوهه شي او ضرورت يې محسوس کړي.
 د ملګرو ملتونو لخوا د دې ورځې د ټاکل کېدو پس منظر دا دى چې کله د متحده پاکستان حکومت په مشرقي پاکستان (اوسني بنګله دېش) کې اردو سرکاري ژبه وګرځوله نو بنګالي عوامو عموماً او بنګالي زده کوونکو خصوصاً د دې خلاف احتجاج وکړو او د بنګالي ژبې د سرکاري ګرځولو غوښتنه يې وکړه. حکومت د دې جايزې غوښتنې د منلو په ځاى د کال ١٩٥٢ء د فرورۍ په يويشتمه نېټه د بنګالي زده کوونکو په يوه احتجاجي مظاهره ډزې وکړې او يو شمېر معصوم زده کوونکي يې شهيدان کړل. بنګاليانو د يو ژوندي قام په توګه د دې ظلم او جبر مقابله جاري وساتله اَن تر دې چې خپله خپلواکي يې وګټله. او د ښاغلي سليم راز په قول چې "کومو (پنجابي) حکمرانانو بنګالي ژبه نۀ منله هغوی د بنګله دېش په منلو مجبور شول."
 ملګرو ملتونو د يويشتمې فرورۍ ورځ د دغو بنګالي شهيدانو په ياد کې د مورنۍ ژبې ورځ وټاکله. دغسې يو طرفته په نړيوال کچ د مورنۍ ژبې اهميت ښکاره کړاى شو او بل طرفته د هغو بنګالي شهيدانو قربانۍ ته يو نړيوال درناوى ورکړاى شو چې د نړۍ په تاريخ کې د تل لپاره محفوظ شو.
 نن چې مونږ دا ورځ د پښتو ژبې د ورځ په توګه لمانځو نو هم مقصد يې دا دى چې پښتو د يو لوئي او تاريخي قام ژبه ده او پښتانۀ د پاکستان يوه مهمه او د افغانستان يوه لويه برخه ده خو متاسفانه چې په پاکستان کې د پښتو هيڅ سرکاري حيثيت نشته. بلکې سرکاري وسايل د پښتو په ضد استعماليږي. او په افغانستان کې د پښتو حيثيت د يوې اقليتي ژبې (دري) سره يو برابر ګرځولى شوى دى. د پښتنو له خوا په عام او لوئي کچ د دې خلاف تر اوسه پورې کوم ډول موثر احتجاج مخې ته نۀ دى راغلى. نو د دې ښکاره مطلب دا شو چې مونږ په سياسي شعور او قامي فکر کې د نورۍ نړۍ نه خو لا څۀ چې د بنګاليانو نه هم سل (١٠٠) کاله وروسته يُو.
 د پښتو او پښتنو په مينځ کې د دومره اوږدې فاصلې وجوهات هم ډېر دي. وئيلى شي چې پښتو پنځه زره کاله زړه ژبه ده. پښتانۀ ډېر ځله په اقتدار کې هم راغلي دي خو د پښتو ژبې په افغانستان کې د لږ محدود وخت او پخواني رياست سوات څخه پرته چرته هم سرکاري سرپرستي نۀ ده شوې. پښتو تل په مذهبي توګه د عربۍ او په سياسي توګه د فارسۍ او د پاکستان د جوړېدو نه وروسته د اردو د اثر لاندې ساتلى شوې ده. او له يوې لارې او بلې لارې د پښتو سره داسې سلوک شوى دى چې کله کله عام پښتانۀ د خپلې ژبې نه بدظنه شوي هم دي. رياستي ادارو همېشه د پښتو خلاف داسې مذهبي، سياسي او نفسياتي حربې استعمال کړي دي چې پښتانۀ پرې د خپلې ناپوهۍ له وجې دوکه شوي دي. اوس ځينې خلک په دې هيله دي چې پښتانۀ ورو ورو تعليم ته متوجه کيږي نو پوهه به شي. خو اصل خبره دا ده چې په خپله ژبه کې نۀ وي هغه ته تعليم وئيل د تعليم سپکاوى دى. ځکه چې د نړۍ ټول پوهان په دې خبره متفق دي چې لومړنۍ زده کړې په پردۍ ژبه کې انسان د ناقابلِ علاج احساسِ کمترۍ ښکار کوي او داسې انسان بيا په خپل پوره ژوند کې هيڅ قابلِ ذکر کار نشي کولى. او عالي زده کړې په پرديو ژبو کې حاصلوونکي ښۀ تعليميافته خو جوړېدلاى شي ولې ښۀ انسانان هيڅکله هم نۀ.
 زۀ د دې ليک د اوږدولو لپاره په هغه اوږد بحث کې نۀ پرېوځم چې کومو کومو خلکو د پښتو استحصال په کومه کومه طريقه کړى او عامو پښتنو او د پښتنو مشرانو او دانشورانو د خپلې ژبې لپاره څۀ څۀ کړي دي!!؟ بس په يوه عامه او ساده طريقه د دې خبرې وضاحت کول غواړم چې هر قام ته پکار دي چې په خپله ژبه فخر وکړي او د خپلې ژبې ضرورت او د نورو ژبو احترام وپېژني.
 د دې خبرې د وضاحت لپاره د انساني ژوند د هر اړخ نقطه نظر بالکل واضح او د هر چا په پوهه کې د راتللو والا دى. د مثال په توګه کۀ مونږ دې ته په مذهبي نقطه نظر وګورو نو الله پاک هر قام ته پېغمبر او خپل پېغام د هغه قام په ژبه کې لېږلى دى. په مذهبي حواله د دې نه لوئي او اسان دليل بل نشي کېدلاى. او داسې ضروري هم ده، ځکه چې د انسان يو فطرت هم دى د کوم ترمخه چې، انسان کۀ هر څومره عالم او فاضل شي خو د خپل ما في الضمير اظهار چې هغه په کومه ښه طريقه پخپله ژبه کې کولاى شي، په بله ژبه کې يې نشي کولاى. په شرط د دې چې زده کړه يې هم په خپله ژبه کې کړې وي.
 نن زمونږ دين اسلام دى او د مبالغې تر حده په دې فخر هم کوو چې پښتانۀ من حيث القوم ټول مسلمانان دي خو سوال دا دى چې څو فيصده پښتانۀ په اسلام پوهېږي؟ نن چې د علم او د پوهې دور دى. زمونږ عالمان وائي چې د ژوند د ټول نظام لارښودنه په قران پاک کې شته. خو زمونږ په ټولنه کې به د عالمانو څخه پرته اعشاريه يو فيصد خلک هم داسې نۀ وي چې د قرآن پاک په صحيح تلفظ تلاوت کولاى شي او په معنى يې هم پوهېږي. هرکله چې قرآن پاک يو الهي پېغام دى، د پوره ژوند نظام دى او د تمامو ښو بدو لارښودنه ده نو پوښتنه دا ده چې ايا د هر عام او خاص، سړي او ښځې، لوئي او ماشوم، امير او غريب لپاره په دې پوهېدل لازمي نۀ دي؟ کۀ څوک يې ضروري نۀ ګڼي نو دا خو د دې لوئي کتاب د مقصد، اهميت او ضرورت نفي کوي. او کۀ لازمي دي نو بيا پرې ولې څوک نۀ پوهېږي؟. وجه يې دا ده چې ټول قام له په عربۍ پوهېدل ناممکن دي او د پښتو کولو کوشش يې کُفر ګڼلى شوى دى. او دا حال يواځې د پښتو نۀ دى بلکې د دې سيمې ټول قامونه او ژبې د دې صورت حال سره مخ دي.
 کۀ په تعليمي حواله يې جايزه اخلو نو، لکه چې وړاندې مې ووئيل، د هر انسان لومړى پوهنځى د مور غېږ ده او لومړۍ زده کړه يې مورنۍ ژبه ده. د سائينسي معلوماتو ترمخه د زيږون په وخت د ماشوم ذهن د شيشې په شان صفا وي. څنګه څنګه چې ورځې تيريږي نو د هغۀ ذهن د خپل کور، ماحول، کړۀ وړۀ، ژبه او طور طريقې قبلوي. د پښتو په موجوده اکثريتي ټولنه کې ماشومان د اوۀ نه تر لسو کالو په عمر کې په مکتب کې داخلولى شي. دغه عمر پورې د ماشوم ذهن د ژوند يوه برخه عِلم د خپل کورني ژوند د مطالعې او مشاهدې له لارې حاصل کړى وي او په ښۀ پرمختګ کې وي. دغه وخت کۀ د سکول د تعليم سلسله په بله ژبه کې وي نو د ماشوم په ذهن داسې بد اثر پرېباسي چې هغه ترېنه بيا ټول عمر ځان نشي خلاصولاى.
 ظاهره ده چې دغه وخت د ماشوم لپاره دوه کارونه لازمي شي. يو تعليم حاصلول او دويم يوه بله ژبه زده کول. د دې دواړو کارونو بوجهـ دومره شي چې ماشوم په دواړو کې د يو کار هم نشي پاتې. ښاغلى سعيد ګوهر د دې مثال داسې ورکوي چې کله يو ماشوم ته ب بکري وئيلى شي نو هغه د دې توري په زده کولو کې د ډيرو ستونزو سره مخ کيږي ځکه چې په دې نۀ پوهېږي چې بکري څۀ شى دى. خو کۀ ورته ووئيل شي چې ب بيزه (وزه) نو د هغۀ به سمدستي ياد شي ځکه چې بيزه هغه پېژني. همدا وجه ده چې د نړۍ ټول پوهان او دانشوران په دې خبره زور ورکوي چې ماشوم ته دې تعليم د هغۀ په مورنۍ ژبه کې ورکړاى شي. د پر مخ تلليو قامونو د ترقۍ او کاميابۍ يو راز دا هم دى چې هغوی په خپله ژبه مطمئن او تعليم يافته دي. او زمونږ د ناکامۍ او وروسته پاتې کېدو د ډېرو نورو وجوهاتو سره سره يوه وجه دا هم ده چې زمونږ تعليمي نظام بې بنياده دى. د دې بربادۍ يو لوئي مثال زمونږ په ورځني ژوند کې د هر چا مخې ته دى. چې دولسم نه فارغ پښتون ځوان ته د پښتو څه ليک ورکړه نو هغه زر ووائي " مړه په دې زۀ نۀ پوهېږم". بيا ورته په اردو کې د څۀ ليکلو ووايه نو داسې اردو به وليکي چې يوه پښه به يې يو طرفته روانه وي او بله بل طرفته. د اردو د تذکير او تانيث سره به هغه هغه لوبې وکړي چې اِنا لِلهِ وَ اِنا اِلَيْهِ راجِعُون وئيلو ته به دې زړۀ وشي. يعنې نۀ پښتو نۀ اردو. په نورو ټکو کې نۀ د دين نۀ د سادين. د دې سلسلې يوه دلچسپه خبره هم راته راياده شوه. تقريباً څلور کاله وړاندې يو ځل زۀ د کراچۍ نه پېښور ته راغلى وم. يوه ورځ مې تصادفاً د بې بې سي پښتو سرويس سهارنۍ خپرونې سره د پښتونخوا د تعليم د وزير مولانا فضل علي مرکه اورېدله. هغو ورځو کې د پښتنوخوا "مولانا حکومت" اردو د صوبې سرکاري ژبه اعلان کړې وه. په دې هکله د بې بې سي او د نوموړي وزير ترمينځه داسې سوال ځواب وشول:
 بې بې سي: تاسې اردو ولې د صوبې سرکاري ژبه اعلان کړه؟
 د تعليم وزير: د دې دپاره چې صوبه د تعليم په ميدان کې ترقي وکړي او د نړۍ سره سياله شي.
 بې بې سي: نړۍ سره د سيالۍ لپاره خو ضروري ده چې تاسې انګليسي ژبه سرکاري کړئ ځکه چې انګليسي د سائنس او ميډيا ژبه ده او په ګرده نړۍ کې ويل کيږي؟
 د تعليم وزير: انګليسي ژبه ده علم نۀ دى. او د ترقۍ راز دا دى چې تعليم په خپله مورنۍ ژبه کې وکړاى سي. د مثال په توګه فرانس، جاپان، جرمني، چين او روس خپلې ټولې تعليمي سلسلې په خپلو مورنيو ژبو کې کوي او همدا د هغوی د ترقۍ راز دى. د يو کامياب نظامِ تعليم لپاره ضروري ده چې هغه په مورنۍ ژبه کې وي.
 بې بې سي: نو ستاسې او ستاسې د صوبې مورنۍ ژبه خو پښتو ده؟
 وزير تعليم: (په لږ وارخطايۍ سره) نه، نه، زۀ په عالمي کچ د ترقۍ خبره کوم.
 بې بې سي: نو په عالمي کچ خو انګليسي د تعليم، سائينس او ميډيا ژبه ده؟
 بس نو وزير صيب بيا ځواب نۀ درلود. اخر يې په غوسه ځان خلاص کړ.
 زۀ دا نۀ وايم چې ګوندې نوموړى وزير به په دې نۀ پوهېږي چې زمونږ مورنۍ ژبه کومه يوه ده. نۀ يواځې دغه وزير، بلکې نور وزيران، رهبران، سياستدانان او حکمرانان ټول په دې پوهېږي خو د دوی نه د احساسِ کمترۍ، غلامۍ، خودغرضۍ، لالچونو او مصلحتونو کرښې تاو شوې دي. د دې کرښو دننه سياست او خدمت په پښتون قام کې دومره بېزاري پيدا کړې ده چې د ژبې اومره مهمه قامي مسئله باندې هم د چا جذبات نۀ رالړزېږي.
 په مورنۍ ژبه کې د تعليم حاصلولو مطلب دا نۀ دى چې ګوندې ټول عمر به بس په همدې يوه ژبه پسې انښتى يې. د نړۍ هره ژبه زده کول هم کمال دى او هم علم. خو په دې شرط چې لومړى په خپله ژبه خو پوهه يې. حمزه بابا همدا خبره کوي چې:
 نورې ژبې زده کول کۀ لوئي کمال دى
 خپله ژبه هېرول بې کمالي ده
 
 ځينې خلک وائي چې په پښتو کې د جديد تعليم کتابونه نشته. دا خبره بېخي بې بنياده ده ځکه چې داسې کتابونه د ضرورت ترمخه تيارولى شي او دا ضرورت هله پيدا کېدلاى شي چې د افغانستان او د پښتونخوا حکومتونه پښتو خپله سرکاري او تعليمي ژبه اعلان کړي.
 که په معاشي نقطه نظر ورته ګورو نو هم د ژبې اهميت پکې تر هر څۀ لومړى راځي. لومړۍ خبره خو دا ده چې د معيشت او اقتصاد د مضبوطولو لپاره په هر کار کې د تعليم او تجربې ضرورت دى او تعليم هلته تعليم دى چې پخپله ژبه کې وي. دويمه خبره دا ده چې د ژبې د سرکاري او تعليمي کېدو سره به نشراتي او اشاعتي ادارې په ګڼ شمېر کې په وجود کې راشي چې نۀ به يواځې په کاروبارونو کې زياتوالى راولي بلکې د عوامو په علمي، سياسي، مذهبي او ثقافتي شعور کې به هم اضافه وکړي. او دغسې به معياري ادب هم څۀ مقام ومومي.
 په سياسي او خصوصاً قام پرست سياسي نقطه نظر خو د ژبې حيثيت د هر څۀ نه اهم او اوچت دى. ځکه چې ژبه د قام پېژندګلو ده. چې ژبه له منځه لاړه نو قام هم ورک شو. او چې قام پاتې نۀ شو نو د قام پرستۍ څۀ تصور هم نۀ پاتې کېږي.
 په قانوني نقطه نظر هم دا د پښتو ژبې حق دى چې چرته پښتانۀ اباد وي هلته دې دا سرکاري، تعليمي او دفتري ژبه وي. دا حق نۀ يواځې د افغانستان اساسي قانون او د پاکستان د ١٩٧٣ء ائين ورکړى دى بلکې د پاکستان په سندهـ صوبه کې سندهي ژبه سرکاري او تعليمي ژبه هم ده. نو کۀ په پاکستان کې سندهي دا حق لري، پښتو يې ولې نۀ لري؟ او په افغانستان کې پښتو د اکثريت ژبه ده نو بيا پکې نوره څۀ خبره ده؟.
 په بين المللي توګه کۀ وکتلى شي نو ملګرو ملتونو خو د مورنۍ ژبې اهميت منلى او ضروري کړى دى چې دا ورځ يې هم په دې نوم نومولې ده. ترقي يافته هېوادونو لکه امريکا، برطانيه، فرانس، جرمني، روس، جاپان او چين هم خپلې خپلې ژبې د خپلې ترقۍ زينې ګرځولې دي. د ځينيو خلکو دا خبره هم هسې پُوچه ده چې ګوندې په پاکستان کې زياتې ژبې سرکاري کول د هېواد وحدت او سالميت ته خطره پېښوي. پکار ده چې زمکني حقيقتونو ته وکتل شي. په برطانيه کې څلور او په هندوستان کې د اتلسو نه زياتې قامي و سرکاري ژبې دي خو د دغو دواړو هېوادونو د ژبو په بنياد د ماتېدو څۀ تصور تر اوسه پورې لا نۀ دى راپيدا شوى. او د پاکستان ماتېدو او بنګله دېش جوړېدو وجه په مختلفو قامونو د يوې ژبې مسلط کول وو. دا ځکه چې په کثير القومي ملکونو کې د کوم قام او ژبې حقونه وتروړل شي نو هغوی په احساسِ محرومۍ کې اخته شي او احساسِ محرومي به يې لامحاله د بېلېدو طرفته هڅوي.
 په پورته ذکر شوو حوالو کۀ چرته مونږ د خپلې ژبې دا اهميت په نظر کې وساتو، او په دې خبره يقيني شو چې کۀ مونږ د خپلې ژبې طبعي، مذهبي، قامي او قانوني حقونه ترلاسه کړو نو کۀ ډېرې ستونزې مو حل نۀ شوې، د حل لارې خو به يې برابرې شي. او کۀ مونږ چرته اول پښتانۀ يو او بيا نور څۀ يُو نو دا يواځې د شاعر، دانشور، سياستدان يا مُلا مسئله نۀ ده بلکې دا د ټولو پښتنو مسئله ده. ځکه چې ژبه د ټولو ده. نو زۀ په دې خاص موقعه ټولو پښتنو، کۀ هغوی د هرې قبيلې، سيمې، ګوند، فکر، عقيدې، نظريې او شعبې سره تړلي وي، ته خواست کوم چې راځئ د خپلو ټولو اختلافاتو باوجود په دې يوه قامي مسئله اتحاد وکړو او د خپلې ژبې دا جايز حق ترلاسه کړو. دا نۀ خو د ژبني تعصباتو مسئله ده او نۀ پکې د نورو ژبو نه د نفرت څۀ خبره شته. د نړۍ هره ژبه د ژبې په حيثيت د احترام وړ ده. او د پاکستان او افغانستان هره ژبه د دې دواړو هېوادونو قامي، تهذيبي او تاريخي ورثه ده. او دلته د ژوند کولو حق لري.