د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چې څه به يې ويلي وي؟

ګل آغا احمدي وردك 16.02.2006 02:00
پخواني شوروي اتحاد د خپلو يرغلګرو نيتونو او شومو اعمالو په لړ كې د ۱۳۵۸ هجري لمريز كال د ساړه ژمي د مرغومې د مياشتې په شپږمه نيټه په داسې مهال د سلګونو زره عسكرو او زرګونو نظامي وسيلو په درلودلو سره په افغانستان يرغل وكړ چې د هيواد د تاريخ دوهم شاه شجاع او كمونيست لاسپوڅۍ ببرك كارمل يې هم له ځان سره راوستلى او د واك په ګدۍ يې كښيناوه او فكر يې كاوه چې ګواكي د روسيې د سرې امپراطورۍ د نيول شوو هيوادونو په لړۍ كې يو بل هيواد هم ور زيات شو. خو د ۱۳۶۷ هجري لمريز كال د همداسې ساړه ژمي د سلواغې د مياشتې په ۲۶ نيټه د افغانستان د خلكو د مېړانې او سرښندنې په لړ كې په داسې حال كې ګوډ او مات د خپلې شرميدلې ماتې سره يوځاى له هيواد څخه ووتل چې زموږ هيواد ته يې تر شا د كتلو توان هم په ځان كې نه ليده.
 سرې لښكرې په داسې حال كې زموږ له خاورې څخه وتلو ته مجبورې شوې چې د هيواد هره برخه ړنګه او يوازې تشې كنډوالې او د باروتو ډك غرونه او رغونه يې د دې هيواد خلكو ته په ميراث پريښودل چې تر نن ورځې پورې په غير مستقيم ډول زموږ د هيوادوالو سره جنګيږي او يو زيات شمير پرې ټپيان او له منځه ځي.
 له هيواد څخه د شورويانو ماته او وتل د افغان ملت هغه تاريخي وياړ او برى دى چې د هميش لپاره پرې وياړي او په دې لاره كې د خپلو ريښتينو او مومنو بچيانو اتلولۍ، هلو ځلو او قربانۍ ته په درنده سترګه ګوري. له افغانستان څخه د شوروي لښكرو وتل بالاخره د شوروي اتحاد د سرې امپراطورۍ د ټوټې ټوټې كيدو سبب شوه افغانان په دې و توانيدل چې په تش لاس د يوه لوى ځواك په مقابل كې په پوره صبر او حوصلې سره مقابله وكړي او د هغوى د ظلم او بربريت څخه ډكه امپراطورۍ ورته دړې وړې كاندي.
 د پخواني شوروي اتحاد سرې لښكرې د يوې شرميدلې ماتې په درشل كې له افغانستان څخه ووتل خو زموږ هيواد ته يې زياتې ناوړه پديدې په ميراث پريښودلې چې ځينو ته يې د دې ليكنې په ترڅ كې ګوته نيول كيږي.
 مخكې لدې چې هغو ځانګړو ټكو ته اشاره وكړو چې د شوروي د يرغل په نتيجه كې افغانستان ته پاتې شول بايد ووايو چې د ۱۳۵۷ د غوايي د كمونيستي كودتا او د شورويانو د يرغل څخه د مخه زموږ هيواد د يوه غوره نظام په درلودلو سره د سولې، امنيت، سوكالۍ، ملي يووالي او ورورګلوۍ، قانون او پرمختګ غيږې ته پناه وړې وه او د ورځې په تيريدو سره د نړۍ او سيمې د هيوادونو په څير دلته هم مثبتو پرمختګونو او بدلونونو د ژوند په هره څانګه كې ګړندي ګامونه پورته كول او د افغانستان خلك د يوه نسبتا خوښ ژوند څخه برخمن وو. خو د شوروي اتحاد د يرغلګرو ځواكونو تر وتلو وروسته افغانستان د يوې داسې كنډوالې شكل ځانته غوره كړ چې له جګړې، غمونو، دردونو، ورور وژنې، بهرنۍ لاسوهنې، بيلتون پالنې، ورانۍ ، ويجاړتيا، مرګونو، ټپونو او سلګونو ناخوالو پرته يې نور هيڅ هم په تن كې پاتې نه وو چې په لاندې ډول يې تر خپلې ليكنې لاندې نيسو:
 
 لومړى: د وسلو، مهماتو او ماينونو خروارونه
 افغانستان د سرو لښكرو تر وتلو وروسته د وسلو په يوه لويه ديپو بدل شوى وو چې د نوموړو وسلو زياتره برخه د شوروي د لښكرو او د هغوى د لاسپوڅو په وسيله د افغانستان په غرونو او رغونو كې ځاى په ځاى او وكرل شوې چې تراوسه پورې د دې هيواد له خلكو سره په غير مستقيم ډول په جګړه بوختې دي.
 په همدې توګه د مجاهدينو په خوا كې هم د وسلو كمى نه وو او تر دې مهاله د شوروي د يرغلګرو پلانونو د مخنيوي له امله د نړۍ زياتره هيوادونو مجاهدينو ته هم د وسلو په وركولو كې له پوره سخاوت څخه كار واخيست او زموږ هيواد د مهلكو وسلو او مهماتو په داسې يوه غير منظمه ديپو بدل شو چې پاكول يې لسګونو كلونو ته اړتيا لري او ځينې ځينې د وسلو زيرمې شايد له سره كشف نه شي او د وخت په تيريدو سره د خاورو خوراك شي.
 
 دوهم: لاسپوڅى رژيم
 پخواني شوروي اتحاد زموږ له هيواد سره دنظامي يرغل او جفا په لړ كې يوازې پخپل يرغل اكتفا و نه كړه بلكي له خپلو وتلو وروسته يې د دې هيواد په خاروه كې داسې يو كمونيست رژيم په ميراث پريښود چې تر غاښونو مسلح وو او د وسلو د راليږلو بهير يې له پخوا څخه نور هم ورته ګړندى كړ چې د نورو وسلو سره سره يې په سلګونو جنګي جيټ الوتكې، هيلكوپترونه، سكاد او لونا توغندي او بې حسابه نظامي او مالي مرستې ورته سرازير كړې او تر هغه مهال پورې په هيواد كې كمونست رژيم ته د شوروي اتحاد له خوا د نوموړو مهلكو توكو را استولو دوام وموند چې څو يې روح په تن كې چليدله او نوموړى كار د شوروي له ړنګيدو وروسته د روسيې فدرالي جمهوريت ته وسپارل شو او په افغانستان كې يې د شوروي د لاسپوڅي رژيم تر وروستۍ سلګۍ او مختلفو اړخونو ته دكورنۍ جګړې تر پايه پورې د افغان ولس سره د كركې او دښنمۍ ډكه څيره ښكاره كړه چې د شوروي دغه راز چلند زموږ د هيواد په ورانولو كې نور هم ګړندي او خطرناك ګامونه پورته كړل چې سلسله يې تر نن ورځې پورې دوام كوي.
 
 دريم: په هيواد كې د ميشتو قومونو تر منځ د بيلتون پالنې او جدايۍ اورته لمن وهل
 دا خبره د پخوانيو كمونستانو پخپلو څرګندونو كې هم جوته شوې ده چې يرغلګرو شورويانو په افغانستان كې د خپلو لاسپوڅو په وسيله قومي تربګنيو او تعصب ته پراخه لمن وهلې ده چې د افغانستان د كمونيست رژيم د يوه پخواني صدراعظم حسن شرق په هغه ليكنه كې پرې اعتراف شوى دى چې په خپل كتاب (كرباس پوشهاي برهنه پاى) په كتاب كې يې كړې او ددې ډول پارونو ډيرې مستندې نمونې يې په ګوته كړي دي.
 د تنظيمي او كورنۍ جګړې په ټوله دوره كې په ښكاره توګه ثابته شوه چې شورويانو په دې هكله څومره كار كړى دى او څومره مصنوعي اوقلابي څيرې يې منځته راوړې څو په افغان برميال ولس يې په ناروا توګه و تپي.
 
 څلورم :كورنيو جګړو ته لمن وهل
 لكه چې مخكې يادونه وشوه چې د پخواني شوروي يرغلګرو ځواكونو سره لدې چې د هيواد ټوله مادي، معنوي او كلتوري شتمني يې د بشپړې نابودۍ سره مخ كړه او زموږ هيواد يې د تعصب او قومي پارونو په داسې يوه خونړۍ كورنۍ جګړه كې ښكيل كړ چې شومه سلسله يې تر نن ورځ پورې د هيواد په ګوټ ګوټ كې دوام مومي.
 په افغانستان كې د قانون نشتوالي او د سرو لښكرو څخه پاتې ګډوډۍ زياتو غير مسوولو او كينه لرونكيو افرادو، اړخونو او ډلو ته د دې چانس په لاس وركړ چې خپل ناولي، شيطاني او ډك زړونه د وژونكيو وسلو، توغنديو او كارتوسو د اور په وسيله په افغان ولس تش كړي چې هيواد ته يې يوازې او يوازې وراني او ويجاړتيا په برخه كړه.
 
 پنځم: بهرنيو هيوادونو ته د افغانانو په هجرت كې زياتوالى
 د شورويانو د يرغل په نتيجه كې د هيواد زياتره شمير وګړي ګاونډيو او د نړۍ لرې او نژدې هيوادونو ته په تيښته او هجرت كولو مجبور شول چې د نړۍ د هجرت په تاريخ كې يوه لويه شميره ګڼل كيږي او د يوه اټكل له مخې پنځه ميلونه انسانانو لدې هيواد څخه هجرت كړى دى. افغان كډوالو په ګاونډيو او نورو هيوادونو كې د كړاو څخه ډك ژوند تيروي او له هغو انساني حقوقو څخه بې برخې دي چې د نړۍ نور اوسيدونكي يې لري. د افغان كډوالو يو شمير بيرته خپل هيواد ته راګرزيدلي خو په پوره توګه دا سلسله بشپړه شوې نه ده بلكي ستونزه تر اوسه پورې پخپل قوت دوام كوي او هغه كډوال چې له بهرنيو هيوادونو څخه بيرته راستنيږي نو له بې كورۍ سره سره د سلګونو ستونزو او رواني تكليفونو سره مخ وي.
 
 شپږم: وراني او ويجاړتيا
 په دې ځاى كې به ښه خبره دا وي چې د هيواد د ولسمشر ښاغلي حامد كرزي په هغه خبره اكتفا وكړو چې د لنډمهالې يا موقتي دورې د پيل سره جوخت يې كورنيو او نړيوالو خبري رسنيو ته كړې وه او ويلي وو چې زه د داسې يوه هيواد مشر ټاكل كيږم چې د ژوند ټول مادي او معنوي بنسټونه يې نړيدلي او له صفر څخه په ښكته مرحله كې قرار لري. د يوې سروې له مخې افغانستان ته د شوروي د يرغل په نتيجه كې له سل زره ميليارده ډير مالي زيان رسيدلى دى. لدې سره سره د هغو معنوي زيانونو مقدار خو له اټكل څخه لوړ دي چې د هيواد په ګوټ ګوټ كې زموږ تاريخي او كلتوري آثارو ته د شوروي د يرغل په نتيجه كې رسول شوى دى.
 
 اووم: د ټولنيزو اخلاقو بدلون
 افغانستان ته تر ټولو لوى او نه جبيره كيدونكى زيان هغه كلتوري بدلون ګڼل كيږي چې د شوروي د يرغل په نتيجه كې د دې هيواد د وګړو په نصيب شوى دى او نوموړى كلتور يا كلچر د قانون د نشتوالي سره د خلكو عادي كيدل، په جګړايزو اعمالو او جنګي جرمونو ككړتيا، درواغ او تيرويستنه، غلا او لوټماري، ناروا وژنې او بې پروا تربګني، بې ځايه تعصب، په وړو قومونو او توكمونو كې د انتقام د حس پلي كيدل، له بهرنيو مداخلو او لاسوهنو سره بې پروايي، په ناروا ډول د پانګې لاس ته راوړل، سوالګري، د بيت المال او حكومتي اداراتو چور او تالان، په وسله والو ګوندونو كې د خلكو ويش، په راز راز دښمنيو كې راګير كيدل، له ګاونډيو او نورو هيوادونو څخه د ناوړه چلند واردول، د ناپوهۍ او بې سوادۍ د كچې لوړتيا او له ټولنې څخه د ځينو هغو اخلاقي، ديني ، وجداني او په سلګونو داسې نورو اعتباراتو له منځه تلل چې د يوه ښه او بريالي ښاري لپاره يې په افغاني ټولنه كې ځاى نيولى وو او د كلونو كلونو زيار، هڅو، ښوونې او روزنې په نتيجه كې يې د دې ملت د وګړو په زړونو او دماغونو حكومت كاوه.
 
 آتم: شهيدان او معلولين
 د يوه اټكل له مخې د شوروي د يرغل په نتيجه كې له يونيم ميليون څخه زياتو افغانان خپل ژوند له لاسه وركړى دى او د معلولينو شميره خو له دې څخه هم څو ځلې لويه ده چې دقيقه سرشميرنه يې سر ته نه ده رسيدلې. د شهيدانو او معلولينو كورنۍ ، كونډې او اولادونه د يوه سخت او ستونزمن ژوند سره لاس په ګريوان دي چې پرته له اوږدو اوږدو غمونو او دردونو نور څه په واك كې نه لري.
 
 پخواني شوروي اتحاد په افغانستان ناروا يرغل وكړ چې د سختې ماتې سره مخ شو. د نوموړي يرغل پايله دا شوه چې شوروي لښكرې له هيواد څخه د افغان ملت د بې سارې ميړانې او سرښندنې په نتيجه كې له هيواد څخه وتلو ته مجبورې او شوروي اتحاد ړنګ شو خو افغانستان يې له راز راز اوږدو ستونزو سره مخ كړ چې تر نن پورې دوام لري. نوموړي يرغل زموږ بهادر ملت د عصر د يوې داسې سترې غميزې په لومو كې پريښود چې تر نن پورې يې دردونه او كړاوونه دوام مومي او شايد چې د لسګونو نورو كلونو په تيريدو سره هم دغه ناوړه پديده دوام ومومي. د پخواني شوروي اتحاد يرغلګر ځواكونه له افغانستان څخه د افغانانو د بې ساري ميړنې او سرښندنو په نتيجه كې وتلو ته مجبور شو او خپلې لښكرې يې په داسې حال كې زموږ له هيواده تيښتې ته اړ شوې چې په ځانونو كې يې شاته د ليدلو توان نه ليده يوازې د هغوى كوماندان ګروموف شاته را وكتل داسې پټه خبره يې له ځان سره كړې ده چې نن هم د نړۍ مطبوعات په دې لټه كې دي چې څه به يې ويلي وي؟