د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتو پوهنيزه کيدنه

ډاکتر ماخان(ميږى) شينوارى 11.02.2006 01:00
پښتو بايد په پوهنه کى د پښتنو د اړتياو پوره کيدنې جوګه وي، که نه، نو بيايې بايد پريږدو۰ ژبې همداسې له منځه ځي، چې اړتيا ورته نه وي او بله ژبه يې دا اړتياوې پوره کړي۰
 د يوه قوم وده او د هغه قوم دژبې وده يو له بل سره سيده او په څټ اړيکې لري، دا په دې مانا، چې د يوه قوم ودې سره د هغه قوم ژبه وده کوي او په څټ: د يوه قوم ژبه، چې وده کوي، نو دا د قوم وده ځان پسې لري( بخښنه غواړم، چې دا مى شميرپوهنيز وليکه، چې د سيده او په څټ اړيکو څخه وغيږيدم)۰ په خپله ژبه ليکلوست له دې امله هم اړين دی، چۍ له يوې خوا ژبه ژوندۍ پاتيږي او له بلې خوا ژبه اسانيږي، چې دا د ژبى اسانول بيا په ځان پسي د قوم پوهنيزه - او زر وده هم په ځان پسى لري۰ موږ پښتانه هم دې ته بايد خپل پام راوګرځوو، چې ژبه مو پوهينزه شي، ساده شي، چې زر پوهوړ کيږي او پښتانه د کمى ناروغۍ څخه راباسي، روحيه يې قوي کيږي، د ژبى او د قوم او همداسى د قوم د روحي ودې په ساده ډول لوړيدلى شي۰ بې له پوهنې د قوم هراړخيزه وده که ناشونې نه وي کم له کمه خورا ستونځمنه کيږي او پڅه کيږي۰
 پښتانه له يوې خوا د پوهنې څخه وروسته پاتى دي او له بلى خوا کومو پښتنو، چې پوهنه خپله کړې هغه يې زياتو په پښتو نه ده زده کړې، چې له دې امله پښتانه په پوهنه کې د پښتو پوهنيزو ترمينولوجيو څخه لرې پاتې يا نوره هم ښه: پښتنو هڅه نه ده کړې ، چې په پښتو کې پوهنيزې ترمينولوجې ورمنځ ته کړي او همدا ناپوهوړ ې نومونى يا هغه نومونه يې چې په مانا يې نه پوهيږي يا يې په ستونځو په مانا پوهيږي، تراوسه ساتلي۰ دا چې دا کار تراوسه ولې پښتنو نه دی کړى زيات دلايل به ولري، خو هغه يې زه دلته نه څيړم، يواځې دومره وايم، چې پښتنو خپلې ژبې ته په پوهنه کې غوره والى نه دی ورکړۍ او بى د تړاو کلمو څخه نور څه په پوهنه کې نه کاروو، دا کلمه نه ليکم چې نه يې لرو بلکې نه يې کاروو، دا ځکه چې زياتې پوهنيزې نومونې - په تيره بيا د لومړنيو زده کړو لپاره - په پښتو کې تراوسه ساتلې پاتې شوي او شته خو موږ نه دي رامنځ ته کړي او تراوسه هغه خپلې د پرديو راپاتى په پوهنه کې ورسره بلدې پردۍ پرې نه پوهيدونکې نومه ونې کاروو۰ تراوس دا کار په پښتنو کې چا نه دی کړى، چې ژبه يې پوهنيزه شي۰
 ما په دې اخرو کالونو کى زيار باسلى دی، چې د پښتو پوهنيزه کيدنه کى خپلي هلي ځلى وکړم، زه په دې وتوانيدلوم، چې په خپل مسلک شميرپوهنه(رياضي ) کې د لسو کتابونو په راټولونه او ژباړنه بريالى شم۰ ( زما لومړۍ راټولونه په نزدې ٩٠٠ مخونو کې چاپ شوې، دا کتاب زيات پراخه شميرپوهنيزه خونديونه ( متن) لري، دا ډاډ هم بايد ګرانو هيوادوالو ته ورکړم، چې په دې کچه کتاب زموږ په ګاونډيو هيوادونو کې نه دی چاپ شوى( دادې راته ګران لوستونکې اجازه راکړي، چې د خپلو ليکنو لپاره تبليغ وکړم، دا هم د هيوادوالو وپوهنې ته د راکښنې او ډاډ ورکونې له امله، چې پښتو د پوهنې ژبه ده او دا توان لري، چې پوهنيزه شي، که چيرې پښتانه وغواړي)) ما دا کتابونه په پښتو ليکلي، دا په دې مانا، چې شميرپوهنيزې نومونې مې له پردۍ ژبې په پوهنه کې ورسره بلد نومونو، چې په مانا يې نه پوهيږو، په خپلى په پوهنه کې ورسره نابلدې ژبى، چې پرې پوهيږو اړولي۰ موخه داده، چې ما شمير پوهنه په ټوله مانا، تر کيدونکي پولى پورې په پښتو ليکلى او ژباړلي۰ موږ- لکه چې ګوته مى ورته ونيوله- په پوهنه کى د خپلې ژبې سره بلد نه يو مګر ژبه مو دا توان لري، چې مسلکي- کم له کمه هغه لومړۍ نومونى، چې د لومړيو زده کړو لپاره اړين دي- په پښتو ونومول شي۰ زه له پيله داسى پيل کړم، چې موږ پښتانه سره وپوهيږو ، چې دا نومه وني تر کومي کچې پورې سمانديزې(منطقي) دي او منل کيدى شي۰
 دا چې موږ د ټولو پوهنو په تيره بيا د شميرپوهنى سره په خپله ژبه نابلد يو، نو له پيدايښته (طبعآ) دا څه چې راته پاتې دي او يا څه چې لرو، هغه د شميرپوهنى مسلکى خلکو له خوا منځ ته نه دي راغلي، که غواړئ وبه وايم، چې زيات کار يې کړى دی، خو د شميرپوهني قانونمندۍ ته په کې پاملرنه نه ده شوې او يا نه شوه کيدى۰
 دا هم غواړم په ياد ولرم، چې ما دا څه په خپلو شميرپوهنيزو کتابونو کى د هرڅه يانى تر ښوونو پورې روښانه کړي، خو د دې لپاره، چې يو بل سره يو اند ته ريشو، اړيين ګڼم، چې دا لږ وڅيړم، په دې موخه، چې خبره مو سره يوه شي او راتلونکو لپاره دا ستونځى اوبى ( حل ) شي۰
 د يو څه يا په ټوليزه توګه د شيانو نومونې يا د پيدايښتې ژبي څخه رانيول کيږي او يا که دا نومونې په پيدايښتې ژبه کى نه وي( که دا هره ژبه وي بې پروا ده) دا نومونې بيا خپلې ځانيزې لارې لري۰ ځنو شيانو ته چې نوي پيژندل شوى يا تعريف شوي وي، که هغو ته په هغه اړونده پيدايښتي ژبه کې نوم نه وي، نو بيا د هغه چا نوم، چې دا څه يى د لومړي ځل لپاره پيژندلي، ورکول کيږي، لکه د څيلسيوس يا سيلزيوس د تودوخۍ درجه او همداسى د کالوين دتودوخۍ درجه يا هغه لکۍ لرونکۍ ميتيوريت يا که غواړۍ ستورۍ، چې ځمکې ته نزدې راغى د لومړي ځل لپاره د « شومخر» له خو ا کشف يا وميندل شو ، چې له دې امله د شومخر په نامه وياديده۰ ګران لوستونکى به له داسى نومونو سره پوره بلد وي۰ داسى بيلګي زياتې شته لکه د يو ډول زور، چې په ماخ کچيږي او ماخ يو اتريشي فزيک پوه دی ياني په فزيک کې يو د کچ يووالى يا يوون( واحد) ماخ دی۰ موږ بايد د پښتو نومونو ته هک پک نه شو۰ غوره په نوموونو کى د هغه شي پيژند يا تعريف دی۰ د پيژند له مخى يو څه پيژندل کيږي، چې په دې کې بيا د نوم سره ساده بلديدنه کيدونکى ده۰
 زه په الماني نومونو ښه پوهيږم نسبت و عربى نومونو ته، چې زموږ په هيواد کې، په دري ژبه کې نه دا چې ورځني(مروج) دي ، بلکه خپل کړي يې دي او له هغې څخه سم پوهيدنه زما لپاره پوره ستونځمنه ده۰ زه له دې امله هڅيږم، چې دا نومونه تر کيدونکي پولې پورې په پښتو وليکم او که نه بيا نو هغه په نړۍ کى ورځنى بلد نومونه رااخلم، چې هغه د ګرانو لوستونکو تل په کار راځي۰ د پښتو نومونو څخه بايد ونه ډار شو، دا کار که څه هم ستونځمن بريښي، ناشونى نه دی او باور وکړۍ، چې يو ځل موږ ورسره بلد شو( دا کار د ځوانو زده کونکو لپاره بيا پوره ساده او له لومړي سره پوهوړ دی) بيا پوره ساده هم دی او د ستونځوبيو( دستونځو د حل ) لار مو يواځې همدا ده، چې د لومړى سره بايد د پوهنى سره په پښتو بلد شو بيا به زموږ کوچنيان دا ستونځي ونه لري۰ موږ په ښوونځى کې نه پوهيدو چې مثلث به نو څه وي؟ خو د پيژند له لارې راښودل کيده۰ له درې ګوډي يا درېګوټي او که غواړۍ: دريکونجي څخه به سملاسي پوه شي، چې دا په يوه هواره څرنګه څيره ده ، چې درې ګوډه يا ګوټه يا کونجه لري۰
 
 ګرانو هيوادوالو !
 که چيرې وغواړو ، چې ژبه مو پوهنيزه شي، بايد پوهنه په پښتو شي۰ دا په پښتو نومونه په پښتو پوهنيزه کونه کې ور دننه کونه اړيين دي۰ وروسته به بيلګي راوړم، چې که دا نومه ونې په پښتو نه شي، پښتو مو بتي يا په کراره- د ليکلوست پښتنو ترمنځ - مګر له منځه ځې، ځکه، چې په غير له تړاو کلمو څخه نور څه په کې د پښتو نه شته او د دې يو لامل دا دی، چې زياتو پښتنو زده کړې په پښتو نه دي کړي او له بلې خوا تراوسه دا هڅه نه ده شوې، چې هغه د پوهى سره بلد پښتانه يا په بل ډول په پوه سمبال (سنبال) پښتانه دا پوهنه سمه په پښتو کړي يانى د تړاو کلمو څخه پرته يې نومه ونې هم په پښتو کړي۰ دې ته به بيا هم ګوته ونيسم، چې دا نومه ونې، چې په پښتو نه شي، زموږ راتلونکي پښتو له لاسه ورکوي۰ ګورو، چې دا اوس همدا پښتانه مقاومت کوي، چې دا پښتو نومه ونې دې پښتو پوهنو ته نه راننوځي او لامل يې دا دی، چې دوی نه غواړي د پښتو نومونو سره يا ځانونه بلد کړي او يا يى د پښتو نومونو سره ستونځي پام ته راځى، چې دا ډول اندونه زما په اند سم نه دي۰ پوهنه په خپله ژبه ساده او زر پوهوړ وي۰ د دې څخه موږ پوره ستونځې ليدلي، چې دا نومه ونې دا عربي راته همداسى ناپوهوړ وي لکه د المانى۰ زه په شميرپوهنه کې د دې پوهنيزو نومه ونو سره بلد شوم، چې پيل مې وکړ، شميرپوهنه په پښتو وليکم او په شميرپوهنيزو نومونو هم وپوهيدم، چې څه څه ته وايي۰
 د دې لپاره ، چې ښه بلد شو، چې پوهنه او همداسې شميرپوهنه په پښتو څومره ساده او اړيينه ده يو څو بيلګې راوړم او دا بيلګې هغه په پوهنه کې ورسره بلدې پردۍ ناپوهوړى ترمونولوژي او په دې نوې په پوهنه کې ورسره نابلدې پوهوړې پښتو وليکم ۰
 په شميرپوهنه کې بيلګې، هغه چې ورسره بلد يو مګر زيات وخت يا تراوسه مو يې په مانا نه پوهيدلو ته مو ځانونه اړيين نه دي بللي:
 
 دايره : د يوې سطحې د تمامو نقاطو سيټ ته، چې له يوې نقطى داسې په نامه مرکزي نقطى څخه يې فاصله، چې شعاع يې بولو مساوي وي، دايره وايو۰
 ګورو، چې په پورته بيلګه کې له : د يوى، ته ، چې له، څخه ، وي، بلل،۰۰۰ نور څه په پښتو نه دي۰ يانې هغه څه، چې پوهنيزه غوره والى لري، په پښتو نه دي او يو د ښوونځي زده کوونکى يې په مانا نه پوهيږي۰، زه دا اوس هم کله کله په فکر کې شم، چې «نقطه» به په «ط» وي او که په «ت»
 زما ليکنه :
 ګردۍ: د يوې هوارې د ټولو ټکو ډيرۍ ته، چې له يوه ټکې، داسې په نامه منځټکى څخه همغه يا برابر واټن - چې وړانګه يې بولو- ولري ګردۍ وايودې۰
 دا هم غواړم په ياد راوړم، چې موږ په کلو کې دايره نه ده پيژندلې او د کلى خلک اوس هم نه پرې پوهيږي، چې دايره به څه شى وي۰ دلته، چې کله کله د افغانانو سره په موټر کې ناست يم، نو کله، چې په يوه ګردې راشو، نو دوی نه وايې، چې له دې دايرې۰۰۰۰۰ بلکه وايې ، چې له دې ګردۍ۰۰۰۰۰۰۰۰۰
 زيات وخت زموږ پښتانه، چې کله کله د مرکزي نقطي په ځای منځټکى واوري ، نوخاندي، دا ځکه، چې منځ ټکى يې له خپلې ژبې دی او تراوسه يې منځټکى نه دی اوريدلى۰ څوک چې څه د لومړي ځل لپاره واوري ورته بل ډول ښکاريږي، مګر دا بايد په ګوته کړم، چې هر يو پښتون په منځټکي پوهيږي، که څه هم ورته هکپک شي۰
 ګورو، چې دا ټول په پښتو او له ستونځو ازاد دي او که څه ځای کې ستونځى ولري، هغه زر اوبيوړ( حل کيدونکى ) دي۰ دې پرديو ناپوهوړو نومه ونو ته ما په دې هکله يوه کتاب هم » شميرپوهنه له عربى په پښتو« ترنامه لاندې ليکلى، چې هغې ته هم د ګرانو لوستونکو پام را اړوم۰ دا خواشيني به همدلته وکړم، چې کوم کتاب، چې په پښتو ليکل کيږي، د هغه چاپ کتابونو ( تيراژ) د زرو څخه نه جګيږي، چې د هرچا لاس ته نه شي ورتلى۰ زه په دې پوهيږم، چې زما کتابونه به هم د لږو لوستونکو په واک کې وي او هرچا ته به يې پيداکيده هم ستونځمن وي۰ دا زما د شميرپوهنې کتابونه کم له کمه د کابل، خوست ، کندهار او ننګرهار پوهنتونونو کې د لوستلو لپاره شته۰
 يادونه: موږ په افغانستان کې ، چې شميرپوهنيزنومونه عربې دي، په سيده کرښو رابندې څيرې د اړخونو له مخى( د اضلاعو ) له مخى ) څيړلي۰ زه دا سيده کرښو باندې رابند نومونه د ګوډ(ګوټ يا کونج ) له مخې څيړم، چې موږ پښتنو ته دا کار ساده والي پيښوي، نو له دې امله زه درې ګوډى، څلورګوډى ، پنځه ګوډى او ډيرګوډى وايم، چې وروسته به بيا پوره روښانه شي۰
 
 د بيالوژي څخه يوه بيلګه ( تراوسه): که په يوه مرطبان( مرتبان) کې يو ممبران کيږدو او د ممبراب يوه طرف ته د مالګي غليظ محلول واچوو او بل طرف ته يې رقيق، نو ګور، چې د مايع حرکت د مالګى له رقيق محلول څخه د مالګي د غليظ محلو په طرف صورت نيسي۰
 له دې وروسته وړانديز: که چيرې په يوه لوښي کې يوه پرده ( دا به ژويزه پرده وي، چې اوبه يا بل بهيدونې( مايع) ترې تيريږي) واچوو او د پردې يوه لور ته ټينګ ملګوبى واچوو او بلې لور ته نرى ملګوبى واچوو، نو ګورو، چې د بهيدونى خوزښت له نري ملګوبي څخه د ټينګ ملګوبي په لور ځان نيسي يا په لور وي۰
 دا دواړه دې ګران هيوادوال سره پرتله کړي او داسى دى فکر وکړي، چې د لومړي ځل لپاره د داسې ليکنې سره مخامخ کيږي او ودې ګوري، چې کومه ليکنه ساده او زر پوهوړ ده، چې بيا يې ورته ښوونکى روښانه هم کړي۰
 
 د کيميا څخه بيلګه ( تراوسه ): که چيرې يو محلول ولرو او په هغه کې د خواست سره نور څه هم حل کړوتر څو چې نور څه په کې نه حل کيږي، نو دې محلول ته ۰۰۰ وايو۰
 زما وړانديز يا پښتو يې : که چيرې يوه اوبي کې وغواړو نور څه هم اوبى کړو، ترڅو چې نور څه په کې نه شي اوبى کيدى، نو دې اوبي ته ۰۰۰ اوبى وايو۰
 ګران هيوادوال دې ورته نوم وټاکي، چې د پښتنو لپاره اسان وي۰ دلته خو يو ډول اوبى روښانه شو، چې نور څه نه شي زغملى۰
 وايي، په عربي ورته مشبوع، چې د دواړو مانا موړده۰ نو راځۍ، چې موړ يې وبولو۰Gesätigtدې اوبى ته په المانى کى
 ګورو، چې په مشبوع خو به موږ هيڅ وخت نه يو پوه شوي، چې مانا يى موړ ده مګر زه يې د المانى نوم څخه، چې يوه پښتون کيميا پوه مې ورته پام راواړاوه او وپوهيدم، چې دا اوبى، چې نور څه ځان کې نه شي اوبى کولى يا نه شي زغملى مړيږي، يا موړ شي، چې له دى امله يې موړ اوبى بللى شو۰
 
 په فزيک کې : که يو موټر په يوه ساعت کې يو څو کيلو متره لار ووهې ، دا سرعت بولو۰ يانى واټن په وخت او وايو، چې د موټر سرعت په يوه ساعت کې ۰۰۰ کيلو متره دی او په وخت کې د سرعت تغير ته تعجيل وايو۰
 نو که موږ په پوره چټکتيا دا سرعت چټک نه کړو او په بيړه دا تعجيل بيړنى نه شي، نو په بيړه به مو بيړه ، د تعجيل او چټک به مو د سرعت لپاره خپله چټکتيا د لاسه ورکړي وي يا به مو خپله چټکتيا د سرعت او خپله بيړه به مو د تعجيل لپاره له خوزښت څخه ايستلې وي۰
 ما د هنر په هکله زما د يوه دوست ليکنه ولوسته۰ په دې ليکنه کې له دوه ډوله هنر څخه خبرى وي، چې هنر يې په پوره هنر د هنر په کلمو کې نغښتى وو۰ د ده په کلمو يو استاده هنر او بل متحرک هنر وو ۰ زموږ دې ليکوال دا استاده هنر د پښتو په پښو ونه دراوه ، چې ولاړ هنر شي او نه يې دا متحرک هنر د خپل خوزنده هنر لپاره له خوزښت و يوست۰ که موږ د بل څه همداسې استاده متحرک پريږدو، پيدايښتي ده، چې پښتو له پښو لويږي او بې خوزښته يا ناخوزنده پاتيږي۰
 
 دلته دې د ګرانو هيوادوالو دې ته پام وي، چې هغه نومونه، چې شميرپوهنيز او تخنيکي او يا بل پوهنيز کيدي شي، په تخنيک او نورو پوهنو کى ونه کارول شي، زر له منځه ځي۰ چې ژبه د کمښت سره مخامخ کيږي۰
 
 دلته دې په ياد ولرو، چې هغه نوم، چې له پيدايښتي ژبې و پوهنيزې ژبې نوموونې ته، که فزيک وي، کيميا ، شميرپوهنه وي، ټاکل کيږي، هغه نو دا څه، چې وغواړو وپيژنو، کره نه په ګوته کوي۰ په دې څه چې پوه شو، نو د اړونده پوهنى څخه ورته پيژند (تعريف) ورکول کيږي او د پيژند له مخې د دې نومه ونې ټول خويونه روښانه کيږي۰ دې لاس ته راوړنې ته رسيږو، چې هر نوم د هغه اړونده پيژند څخه جوت لاس ته راځي۰
 
 داسى ويل کيږي، چې دا نومه ونې دې يو دولتي ډله، چې د همدې لپاره ټاکل شوي وي، منځ ته راوړي، خو ترهغي بايد ډيل وکړو، چې د وخت له لاسه ورکونه ده، له بلې خوا ويلى شو، چې همدا د پوهې خاوندان دي، چې بيا به هم دا نومه ونى منځ ته راوړي او دا چې دا کار اوس وشي، دا د راتلونکى لپاره يوه مرسته ده۰ دا خو اوس هم کيدۍ شي، چې د اړونده پوهې خاوندان په ګډه خپل اندونه يو له بل سره بدل کړي، چې خپلې ژبى ته پوهنيز اړخ ورکړي۰ هرڅوک، چې يو څه کې لوړې پوهنې کړي وي، هغوى د دې توان لري، چې مناسبې نومه ونې په پښتو هم وټاکلى شي۰
 
 د ژ بې پوهنيزه کيدنه که د ژبې سوچه کيدنه:
 که څوک وغواړي، چې ژبه دې سوچه شي، نو بيا دې د غرونو او رغونو څخه نه راوځى۰ څومره چې د مختلفو قومونو او ولسونو اړيکې سره نزدې کيږي په همغې کچه کلتورونه، چې په ککره کى يې ژبه ده يو په بل اغيزې لري او يو د بل د ژبو څخه څه رانيسي۰ په پوهنه کى هم هر څه په يوه ژبه کې نه شي پيداکيدى، نو بايد دا څه نومونه له بلې ژبى ومني۰
 زما موخه په دې بنسټ د پښتو پوهنيزه کيدنى څخه د پښتو اسانونه او پرې زر پوهيدنه ده نه د پښتوسوچه کيدنه۰ که کوم څه ته خپل د پښتو نوم لرو او يا مناسب نوم ورته پيداکولى شو، خو ښه او که نه، نو بيا د بلې ژبې نوم بايد وي او يو نامناسب نوم بايد ورته ونه کاروو
 
 په راتلونکې کې زما موخه دا ده، چې هغه د لوړو زده کړو پښتانه بايد په خپلو مسلکونو کې يو له بل سره په پښتو نومه ونو کې خپل اندونه ګډ کړي او په دې توګه پښتو ته هم د پوهنې په لور لار وازه کړي، که نه نو بيا مو پښتو له اړتيا لويږي او موږ پښتانه بيا بى پښتو کيږو، چې ګوندې بيا به پښتانه نه يو۰ په نړى کې زيات انسانان هڅيږي، چې واړه کلتورونه له منځه ولاړنه شي او موږ پښتانه، چې په دې اوسيد ځای کې د نورو ګاونډيو څخه پوره زيات يو، يانې د پنځوس ميليونو تر شا وخوا، نو بايد داخپل کلتور، چې په ککره کى پښتو ده او د پښتون قوم په پښتو ژوندى دی، د لاسه ورنه کړو او کره پښتانه پاتې شو، تراوسه خو د پښتنو په هغه پښتونولى پاتې دی، چې هغه مو نور په کار نه راځى، چې انتقام په خپلو منځونو کى مرګ ژوبلې او ۰۰۰ او دې۰ راځى، چې اوس پښتانه په پوهنه پښتانه شو او د پښتو د ودې له لارې او د پښتو ژوندۍ پاتى کيدو له لارې خپله پښتونواله نړۍ ته وښايو او نړى ته څرګنده کړو، چې نه مو پښتو په ټوپک کې ده او نه پښتانه يواځې د ټوپک سره بلد دي ، يانى په پوهنه کې هم پرمخ تلى شي ۰
 
 زه ټول پښتانه، چې په کوم مسلک کې مسلکي وي،په ځانګړي توګه د پيدايښتي يا طبيعي پوهنو پښتانه دې ته رابولم، چې هغه د خپل مسلک کتابونه يا راټول او يا وژباړي او دا کوښښ هم وشي، چې د کيدو په حالت کى دا مسلکى نومونه هم په پښتو کړي، خپل وړانديزونه وړاندې کړي، چې د مسلکې پښتنو مشوره ورسره وي۰ په دې اوس حالت کې بيا اخرنۍ پريکړه د هغه چا ده، چې څه ليکي۰تر هغې دې دې ته نه ګورو، چې دولت دا خپله دنده په لاس واخلى کتابونو ليکلو ته افغانان چمتو کړي، زموږ پښتو ژبى ته د دندې په توګه هم دا امکانات برابر کړي، چې پوهنيزه شي او دا په هغه پوهنيز ډول، چې د ژبى مسلکى کليمى مو په راتلونکى کى د لاسه نه وې ورکړي۰
 که دې پورته بيلګو ته پام وکړو، نو وبه ګورو، چې زموږ پښتو نومه ونى ساده او زرپوهوړ دي۰ موږ به د مشبوع په ځای په موړ زر وپوهيږو۰ کډ کار اړيين دی۰ د لانور ګډ کار په هيله۰
 
 يادونه: زما بله ليکنه کې پيل کوم، چې د شميرپوهنې نومونه، چې ما په پښتو کړي ګرانو پښتنو ته وړاندې کړم او له دې کار سره دا په ګوته کړم، چې پښتو څومره توانمنده ژبه ده او څومره په ساده توګه موږ دې لومړنۍ شميرپوهنيزو نومونو ته، چې تراوسه په پښتو نه و، په پښتو کې نومونه لرواو يا پيداکولى شو۰ هليه ده، چې په دې ليکنو کې به ګران لوستونکي شونې ونډه واخلي۰