د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسواکي او ولسواکيزې لارې

ډاکڼر ماخان(ميږى ) شينوارى 08.02.2006 02:00
موږ دلته د اولسواکۍ د هغه ټولګيز يا کلاسيک پيژند( تعريف) څخه تيريږو، چې اولسواکي له اولس څخه ټاکلى د اولس حکومت دی ، د اولس لپاره يا په اولس باندې او داسې رڼا په اچوو:
 اولسواکي يو سيستم دی ، چې د يوه قانون په څلور ديوالي يا چوکات کې د يوه حکومت جوړولو او حکومت کولو لار باسې او د يوه اولس وګړي په کې د ډيري له لارى ګډې پريکړې کوي، حکومت ټاکي، مګر د هرې ډلې او هر وګړي غوښتنې په کې سرته نه شي رسيدلى۰ دا د حکومت هغه ډول دی، چې د ټاکنو سره سم يې ټاکنو کې ونډه لرونکى ډيرکى منځ ته راوړي او پريکړې د ډيرکي له خوا ټاکلى حکومت په خوښه وي، يانې د ډيرکي دکتاتوري، خو دا د اولسواکۍ قانون دا هم ځان کى خوندي يا نغښتې لري، چې پخپله په قانون کې د هر لږکي او هر وګړي حرمت خوندي وي او په اولسواکيزه توګه پيژند ( تعريف) لري۰ د دې قانون پلى کول بيا د همغه ډيرکى له خوا ټاکلي حکومت يا اولسي جرګې( شورا ) په غاړه دی، چې د قانون له مخې حکومت جوړوي يا لکه په افغانستان کې، چې د اولسى جرګې له خوا حکومت تائيد کيږي۰ دا په دې مانا، چې- لکه څنګه د هروګړي- همداسې د هرې ډلې، که دا هرڅنګه ډله وي، خوپه اولسواکيزو سټو بايد ولاړه وي- د هغو د حقوقو د ساتلو جوګه هم دی۰
 
 دا سې حکومت د قانو د پلې کولو اوساتنو څنګه دنده لري يوه بيلګه به راوړو:
 
 په يوه هيواد کې د ودې يا پرمختللو لپاره پلانونه جوړيږي، چې دلوت يې بايد پلي کړي او اولسي جرګه يې څارنه کوي، په يوه هيواد کې د ښوونې او روزنى لپاره هم او همداسې کلتوري ودې لپاره پلانونه جوړيږي او بايد د حکومت له لورې پلي شي، د اولسي جرګى تر غور لاندې۰
 
 بيلګه يې : په افغانستان کې د قانون له مخې پښتو او دري سراسري رسمي ژبې دي۰ د دې کار د پلې کولو لپاره دولت همداسى لار برابروي لکه څنګه يې د ودې ورکولو ته او اولسي جرګه يې څاري، چې دا قانون د افغانستان په هر ګوډ(ګوټ) کې پلى وي، دولت يې په پلى کونه کې او اولسى جرګه يې په څارنه کې نه د لټۍ حق لري او نه له پامه غورځونى اونه يې په کومه پلمه کار شا ته غورځونې حق لري۰ دا قانون دی او بايد چې د کار ډګر ته راو لويږي، پلى شي او بس۰
 
 د حکومت او اولسي جرګى لپاره دا د ژبو سراسري کونه يانى څه؟
 
 حکومت بايد لارې چارې وسنجوي او په دې هکله د دې قانون پلى کولو ته هم بايد لارې پيدا کړي، چې دا سراسري ژبى بايد سراري وي، دا په دې مانا، چې د افغانستان هر د ليکلوست خاوند بايد په دي سراسري ژبو وپوهيږي، د دې لپاره بيا بل کوم څانګړي قانون ته اړتيا نه پيښيږي، دا قانون دى او بس۰ د قانون پلي کول دا مانا لري، چې دا سراسري ژبي په هرځاي او د هيواد په هرګوټ کى رسمي ژبى دي او د دې ژبى ويونکى د خپلى سراسري ژبي پريښولو ته بايد ونه هڅيږي، اړ نه شي او حتى دا يې قانوني دنده ده، چې په خپله ژبه او د خپلې ژبې په پالنه بايد ودريږي۰ دا قانون هم اولسي جرګه بايد وڅاري، چې د ناپليکيدنى په حالت کى بايد له حکومت پوښتنه وشي او اړونده دنده لرونکو وزارتونو زيران بايد له اولسې جرګو غړو له خوا وپوښتل شي، چې د نه کارونى په حالت کى يې د قانون منګولو ته رابولي۰
 
 په اولسواکۍ کې هرڅوک يانى هر وکړۍ او ډله هڅيږي، چې د ده په خوښه پريکړي وشي او دا له قانون څخه ورکړ شوى حق دی، خو بيا هغه پريکړي باوري دي، چې د ډيرکى پريکړي وي يا د ډيرکى لخوا ټاکلو استازو۰ دلته هم بايد د نورو ، د دې پريکړو په مخامخ يا ضد ځانګړو افغنانانو اوډلو لپاره هم دا پريکړه باور لري او د دوی حقوق هم همداسى خوندي دي۰ دموکراسى ، چې د ډيرکى لخوا ټاکلى حکومت دى، نو دا دا مانا لري، چې د هرچا حقوق خوندي دي۰ که په دې توګه هره پريکړه وشي هغه بيا د ټولو پريکړه ده۰ که دا دپارلمان يا اولسى جرګې پريکړه وي او که د لويې جرګې پريکړه۰
 
 دا چې افغانستان اوس - له ډير وخت جنګ څخه وروسته- بيا د اولسواکى د بوي سره مخامخ کيږي، نو دا به په ځای نه وي، چې د دې ټاکلو د ولس استازو د فکر او د خيال څخه جګې هيلى ولرل شي، خو د اولسواکۍ هغه بنسټيزه فکري توان او د دې توان څرګندونه اوپلې کونه خو د دې ټاکلو وکيلانو څخه بايد وغوښتل شي، که څه هم دا يو شمير ټاکلي استازي داسې دي، چې خپل ټول ژوند يې د خپلو وګړو په قتل کې تير کړى، نو د دموکراسۍ هيله ترې لرودل هم زيات کار دی، خو څه وکړو اړيينې خبرې بايد منځ ته راواچول شي۰ موږ کۀ د اولسواکۍ پلويان يو، نو داسې د اولس استازي به هم منو، چې هغه په دې د له اولس څخه غوره اولسواکۍ کې هم د اولسواکۍ روزنه نه لري۰ ما د خپل پوهنيز کار زيات وخت د پښتو د ودې لپاره کارولى، نو له دې امله په هرځاي کى د ژبې په هکله بيلګي او شننې راوړم، چې اړييني راته ښکاريږي او سملاسى د کار ډکر ته يې اچول اړيين بولم۰ پوهنه د هرې پرمخوديزى لارې بنسټ دی۰ بې له پوهنى ټوليزه وده ناشونې ده او يا زياته پڅه۰
 
 اولسواکي هم روزل کيږي او اولسواکيز اند بايد زده شي۰ موږ د ځنو داسې د ولس استازو سره ګير يو، چې هغوی تراوسه يواځې خپل او د بل زور پيژندلى۰
 راځئ، چې د اولسواکۍ په څلورديوالي کې د افغنستان دې وروستۍ لوي جرګې ته يو ځغلند ليد وکړو او دا هم بيا د رسمى ژبو يا رسمې ژبې په هکله:
 
 په لويه جرګه کې دا امکان بايد وي، چې يوه ژبه سراسري رسمي شي، چې د ځنو په اند دري د عادت له مخې د لومړيوالي حق لروده، که څه هم د ډيرکې ژبه نه ده او پښتو له دې امله، چې د ډيرکى ژبه ده، نو يواځې د پښتو سراسري کونه يې غوښته۰ دا چې دا کار ولى داسى منځ ته راغۍ، ګران لوستونکى په خبر دي، زه دا نه څيړم، زه هغه قانونوالى ته ګوته نيسم۰
 
 په دې لويه جرګه کى بايد پريکړه شوې وى، چې څه وشي۰ په دې لويه جرګه کې يوشمير وکيلان دې ته نه چمتو کيده، چې رايې اچولو ته غاړه کيږدي اويو بل سره پوهيدنه( پوهاوى) يا تفاهم يې غوښته، چې په لاسته راوړنه کې همداسي وشول او په اخر کې بيا څو ژبې رسمې شوې، چې د هغو ډلې څخه پښتو او دري سراسري او نورې بيا کليوالى رسمي شوې۰ دا چې دا کار له دموکراسۍ سره څه سراوکار لري، ښه کار شوى اوکه نه دا يوه خبره او داچى ايا په کومو څه باندې سره پوهيدنه ( تفاهم) کيږي او په څه باندې پوهاوى اجازه نه لري۰ زه دا پوښتنه منځ ته را اچوم، چې ايا دلته سرپوهيدنه ( پوهاوى) څه او سره پوهيدنه په څنګه پريکړو بايد وشي؟
 
 سره پوهيدنې يا پوهاوي ته سره رسيدنه
 په اولسواکۍ کې سره پوهيدنه يا نوره هم ښه : يو بل سره پوهيدنه يا پوهاوى څه ته وايي؟
 
 په جرمني کې د سوسيادموکراتو او د عيسوي دموکراتو تر منځ ګډ حکومت جوړ شو۰ دوی په ډيرو غوښتنو کې جوړجاړى وکړ او د دواړو ترمنځ يې داسى منځنۍ لار غوره کړه۰ له څه يوتير شو او له څه بل۰ دا داسى څه وو،چې هر يو د هيواد د ګټو لپاره ګټور باله۰ دا جوړجاړى په داسې څه نه وو، چې د قوم له حق څخه دې کوم يو تير شي۰ او يا دې په المان کې د نا المانيانو په مخامخ يا څټ کومه پريکړه وشي يا دې د يوه واړه قوم په حق کومه پريکړه وشي۰
 
 په دې هکله، چې په افغانستان کې دې کومه ژبه سراسري وي او يا کومى ژبى دې ملي او کومې سراسري ملي وي، پريکړي د سره پوهيدنى - يا د يوه قوم وکيلانو چې ادعا کوى د مجبوريت له امله - منځ ته راغلي۰ موږ دې ته ګوته نيسو، چې ژبه د اولس ملکيت دی او هيڅ څوک دا حق ځان ته نه شي ورکولى، چې په هغې د چا سره د پوهاوي له لارې پريکړې وکړي۰ دا چې په افغانستان کې يوه ژبه وي او که زياتې بايد دموکراتيک اوبي ( حل ) ولري، داسې په ټولو ګاونډيو هيوادونو کې ده، چې يواځې يوه رسمي ژبه شته او بس۰ په هرصورت په افغانستان کې پښتانه وکيلان- د دوی په خبرو- اړ شو، چې دا د پښتو ځانله سراسريوالي او حتى ميليوالي( چې تراوسه ملى وه) څخه تير شي او ټولې ژبى ملى وګڼى، چې دري ورسره غبرګه سراسري رسمي ده۰ دا په نړۍ کې يو ځانګړوالى دی او په تيره په ګاونډۍ نړى کى۰ زموږ ټول ګاونډي هيوادونه ډيرکلتوريز دي، خو يواځې يو کلتور يا بل ډول يواځې يوه ژبه په کى رسمى او سراسري ده او نورې ژبي هغه کليوالى رسميوالي هم نه لري۰ په هرصورت دا داسې وشو، چىپه افغانستان کې ډيرې ژبى رسمى دي۰ زه د ځان څخه دا پوښتم، چې ايا دا ساده والى راولي او که ستونځې نورې هم زياتوي؟
 
 دا کار خو هغو د لږکيو په ګټه دی، چې کم له کمه به په لومړنيو زده کړو ښه پوه شي او که داچى دوه ژبي سراسري دي، دا يې ستونځي زياتوي۰ دوی د يوى او دوه ژبو په ځای بايد درې د هيواد ژبې زده کړي او بيا دې يوه دباندنى ژبه هم ورسره زده کړي۰ دې ته بايد همدا د اوس څخه د هيواد د ټاکلى وکيلانو پام وي، چې راتلونکى پارلمان د ژبو قانون څنګه پلى کوي، خو دا بايد وي، چې په هيڅ ډول بايد د ډيرکى قوم وګړي د نورو اړونده ستونځو سره مل نه شي او همداسى په درې ژبو افغانانو هم فشار بايد کم شي او زيات پام دې دې نورو ژبو ته هم وي۰ په افغانستان کې بايد د هيڅ قوم وګړي د ژبو له امله د قانون څخه دباندې ستونځو سره مخامخ نه شي، دا بايد قانون له مخې اود اولسي جرګې څخه تر پوره غور لاندې ونيول شي او پريکړې د هيڅ کومې ژبې په ناحقه يا د قانون پر څټ ( ضد) تاوان بايد په ځان پسې ونه لري۰
 
 زه به همدا اوس داسې وړانديز وکړم، چې په هغه ځايونو کې چې درې ژبى رسمى دي، د افغانستان دويمه ژبه په ترتيب پښتو وي له دري د مخه، په دې کم له کمه هغه لومړيوالى يې بايد په پام کې نيول شوى وي او ويل کيږي، چې پښتو د زده کړې لپاره ستونځمنه ده او دري اسانه زده کيږي، نو دا به د ټولو هيوادوالو په ګټه وي او له بلې خوا به د پښتو د لومړيوالى حق هم خوندي پاتى شوى وي۰
 
 د ټولو هيووادونو په ښوونځيو کې يوه خپله ژبه او دوه دباندنى ژبى زده کيږي۰ د ژبو زده کول هرځاي کې ستونځې لرې، خو که له درې ژبو زياتې شي، دا بيا زده کوونکى د نورو زده کړو څخه وروسته ساتي، چې په حق کى يې تيرى دی۰
 
 دا کار ستونځمن له دې امله دی، چې په يوه هيواد کې، چې ژبي زياتې شي، نو زده کوونکى په نورو ښوونو کې وروسته پاتيږي، ځکه، چې هغه زيات زور په ژبو اچول کيږي۰ په دې هکله به زه خپل وړانديز لږ وغزوم او په راتلونکى به يې ګرانو لوستونکو ته او په ځانګړي توګه د اولسې جرګې درنو وکيلانو ته وړاندې کړم۰ د يوې دريمى ژبي په ځاى کې، چې پښتانه او تاجک اوسيږي، د هغو سره بايد څنګه وشي؟
 
 د دې لپاره هم بايد يوه ځانګړى لار وي۰ يو څه، چې په دموکراتيک قانون کې د خوښى پريکړې په بنسټ منځ ته راشي، هغه بيا د دولت دنده ده ، چې د کار ډګر ته يې واچوي، يانى دولت د قانون د پلي کولو جوګه دی۰ په راتلونګې پريکړو کې بايد د ژبو په هکله روښانه دموکرتيکې پريکړې وشي، بى له هرډول سره پوهيدنى ياپوهاوي څخه۰ زما موخه دا ده، چې هيڅ يو قوم بايد د خپل قوم د حق څخه تيريدنې ته اړ نه شي۰ دا د ژبى مسئله ماته ځکه غوره ده، چې د يوه قوم د وګړو پرمخوده د ژبې د ودې سره تړلى ده او بيا د هغه اولس ، چې په هغه هيواد کې بنسټيز وي۰ د داسى قوم روحيه بايد نوره خرابه نه شي او د کمۍ رنځ څخه نور بايد راووځي، دا دموکراسي ده، دا د افغانستان قانون دی اود دولت دنده ده، چې دا کار شوونى کړي۰ دې ته همدلته ګوته نيسم، چې د نورو قومونو او په ځانګړي توګه د لږکيو ژبو يانى دريمو ژبو ته هم بايد پاملرنه وشي، هيڅ يوې ژبې ته بايد داسې پورته والي ورنه شي کړاى، چې نورې ژبې له منځه لري او هيڅ ژبۀ هم بايد داسې نه شي، چې د يوې بلې ژبې څخه وخوړلى شي۰
 
 په افغانستان کې بايد دهر ليکلوست خاوند پښتو او دري زده وي او دا بې له دې او هغه دليل۰ دا چې زموږ د دريمې ژبى افغانان دا نورې دوه ژبي زده کولى شي، نو د دى دوه ژبو خاوندان ياني تاجک ، هزاره، او پښتانه هم کم له کمه دا دوه سراسري ژبي زده کولى شي۰
 
 لنډ : په افغانستان کې هم بايد يوه ژبه سراسري رسمي وى۰ دا چې اوس دوه سراسري او دا نوري څو ژبى کليوالى د دريمو ژبو په څير رسمي دي، د ورسره بلدې دموکراتۍ سره سر او کار نه لري، خو دا ځموږ د هيواد ځانګړوالى دی او اوس يې منو، خو دا قانون بايد پلى شي او که نه نو د قانون پر څټ(ضد) وګړي بايد قانوني مسئوليت ته راوبلل شي۰
 
 يانى پښتو د افغانستان هغه لويه سراسري ژبه ده او هغه خپل قانوني ځای د قانون له مخى بايد ډک کړي۰
 
 پښتو بايد د افغانستان په هرځاي کې د سرک پر سر ، په دفتر، ښوونه روزنه او پوهنتون کى خپل ځای ولري يانى سراسريوالۍ يې بايد د حکومت له خوا بې د کوم هغه او دغه او د افغانستان هرګوټ کې تضمين وي۰
 
 زما هيله د پښتنو ليکوالانو ، پوهانو، په حکومت کې دننه پښتنو، او د پښتنو وکيلانو څخه دا ده، چې د خپلې ژبى سره دې تيرى نه کوي او د پښتوڅخه دې نه تيريږي يا دې پښتو نه پريږدې، پښتو سره دې مينه ولري، قانون ته دې پام وکړي خپل کړه وړه دې د پښتو په هکله قانوني کړي ، چې پښتو روځنۍ، پوهينزه ژبه شي، هغه چې قانون يې غواړي او د قانون په هکله دې ځانونه نه ملامتوي، د پښتنو راتلونکى زيږندې ته دې له دې وروسته ستونځي نه پريږدې او راتلونکى پښتانه دى د کمۍ له ناروغۍ وژغوري، دا موږ چې تراوسه له دې ناروغۍ سره لاس په ګريوان يو، بس مو دی.
 په اخر کې وايم، چې حق دې حق پاتي شي او بس۰