د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

موږ نورې پيسې غواړو

محمديونس برهان 02.02.2006 01:00

دوه کاله مخکې د برلين په غونډه کې، چې له افغانستان سره د نړيوالې مرستې لپاره درېيمه لويه غونډه جوړېده، افغان دولت ويلي و، دوى په راتلونکو اووه کلونو کې، هر کال، لږ تر لږه څلور ميليارده ډالرو ته اړتيا لري. ولسمشر حامد کرزى ټينګار کوي، چې دا اندازه پيسې د هېواد د ورو-ورو په پښو درېدنې لپاره اړينې دي.
 دا دى، له افغانستان سره د ملاتړ څلورمه لويه غونډه په لندن کې پاى ته ورسېده. د نږدې ٧٠ هېوادونو او نړيوالو ټولنو له منځه چې د غونډې ګډونوال وو، د امريکا متحده ايالاتو او برتانيا، چې دواړه د افغانستان په اوسني بهير کې تر ټولو زيات ښکېل دي، په څرګنده توګه د زياتو پيسو د ورکولو ژمنه کړې ده. افغان چارواکيو د چارشنبې د ورځې په پاى کې وويل، دوى د پنځو راتلونکو کلونو لپاره اته ميليارده ډالره ($8bn) نوې مرسته ترلاسه کړې ده. په ټوله کې ويل کېږي، چې د لندن کنفرانس په پاى کې مرستندويه هېوادونو بېوزلۍ ځپلي افغانستان ته د ($10.5bn) ميليارده ډالرو د ورکولو ټټر وهلى، خو په دې کې ٢٠ سلنې هغه پيسې دي چې پخوا يې لا د ورکولو ژمنه شوې وه.
 امريکا د څلور ميليارده ډالرو، بريتانيا د ٩٠٠ ميليونه ډالرو، نړيوال بانک د $1.2bn يوولس سوه ميليون ډالرو د مرستې اعلان کړى، خو د پاتې پيسو د مرسته کوونکو په اړه په تفصيل سره تر اوسه څه نه دي ويل شوي. يواځې ويل کېږي چې د اسيا پرمختيايي بانک او جاپان هم د مرسته کوونکو په ډله کې دي.
 
 امريکا او برتانيا دواړو تېر کال له افغانستان سره د ستراتيژيکې ملګرتيا تړون لاسليک کړى ، چې د افغانستان لخوا پکې ا ژمنه شوې چې سياسي بهير يه يې د راتلونکو پنځوسو کلونو لپاره د دغو دوو هېوادونو په ګټه روان وي.
 سره له دې چې ولسمشر کرزي د مرستې په اړه ژوره خوښې څرګنده کړه، خو د ماليې وزير انوار الحق احدي د افغان حکومت له توقع نه د لږو مرستو په اړه نهيلي ښودلې ده. احدي خبريالانو ته ويلي هغه ډاډه دى، چې ژمنه شوې پيسې به ورته ورکړل شي، خو افغان چارواکي په پټه د مرستو په ځنډ سره د سپارلو لامله اندېښنه لري.
 
 د "شوروي" سخاوت
 ( په لندن کنفرانس کې يوه د خندا او ډيپلوماتيکي ملنډو خبره دا وه، چې د روسيې د ماليې وزارت مرستيال سيرګي ستورچاک په ډېر وياړ او احسان سره د هغه لس ميليارده ډالرو پور، چې د روسانو په وينا د شوروي له وخته يې پر افغانستان باندې پاتې و، د بښلو اعلان وکړ او په دې توګه يې تر بل هر هېواد زموږ له جګړه ځپلې هېواد سره ستره مرسته وکړه. )
 
 د پنځو کلونو لپاره د څه باندې اته ميليارده ($8bn) ډالرو نوې ژمنه د افغان دولت د توقع تر نيمايي هم کمه ده، ځکه چارواکيو وړاندې تمه ښودلې وه، چې د همدې مودې لپاره بايد لږترلږه ٢٠ ميليارده($20bn) ډالرو به په دې غونډه کې تر لاسه کړي. څرنګه چې د غونډې اصلي اجنډا د پيسو ژمنه نه، بلکې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د افغانستان د تړون لاسليکول و، افغان چارواکي د پيسو په ترلاسه کولو ډېر ټينګار و نه کړل شواى. په پنځه کلن پلان کې حکومت ژمنه کړې ده، چې د ٢٠٠٧ زېږديز کال تر پايه به خپل د پوليسو او اردو ځواکونو شمېر بشپړوي. همدارنګه، حکومت به تر ٢٠١٠ کال پوري د کليو ٢٥ سلنې برخې ته او د ښارونو ٦٥ سلنې ته برېښنا رسوي، سړکونه به جوړوي او د مور او د ماشوم د مړينې کچه به تر ٢٠ سلنې پورې کښته راولي.
 
 ناکامه اداره
 د لندن په غونډه کې ګډونوال، د تېرو لويو ناستو په خلاف چې ډېر پام به د مرستو راغونډولو ته و، دلته د مرسته کوونکو سترګې د افغان حکومت لاسته راوړنو ته وې. د غونډې نه وړاندې د کابل حکومت دا غوښتنه چې پيسې دې انجوګانو ته نه، بلکې دولت ته ورکړل شي، د نورو ډېرو پيسو لپاره د چارواکيو ژوره لېوالتيا ښودله. که له يوې خوا د کرزي اداره په پرلپسې توګه ټينګار کوي چې دوى ته دې پيسې ورکړل شي او ډېرې دې ورکړل شي، له بل لورې په هېواد کې ډېر خلک او همدرانګه مرستندويان د حکومت لخوا په سمه لاره د مرستو د لګولو وړتيا ته د شک په سترګه ګوري.
 
 که څه هم برتانوي لومړي وزير ټوني بلير او خپله ولسمشر کرزي د افغان حکومت د تېرو کلونو لاسته راوړنې "ډېرې بريالۍ" وبللې، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان په سيمه کې د سولې او ټيکاو په اړه اندېښمن و. هغه وويل، په افغانستان کې لا تراوسه سوله په نازک او ماتېدونکې حالت کې ده.
 
 کتونکې باور لري، چې افغان دولت په تېرو څلورو کلونو کې د هغه څه په کولو کې چې تمه يې کېده پاتې راغلى دى. د اداري چارو څرنګوالى، په تېره بيا د پيسو د لګولو يو روڼ سيستم شتون تر اوسه د ډاډ وړ نه دى او د ولسمشر کرزي د چارواکيو د ټاکلو تر شا لا هم تر ډېره نور مصلحتونه او ګټې په پام کې نيول کېږي، نه مسلکيتوب. تېر زېږديز کال، افغانستان د شفافيت او درغليو د نړيوال راپور په لړليک کې ١١٧م هېواد و. دا د اوسنۍ ادارې د درغليتوب لوړه کچه ښيي، چې نړيوال مرستندويان يې زړه نازړه کړي دي. سره له دې، چې په ميلياردونو ډالر په هېواد کې ولګېدل، دولتي ادارې له په هماغه بڼه دي، چې 50 کاله مخکې د ""باباى ملت"" په واکپېر کې و. له وزارتونو نه نيولې بيا د ولسوالۍ د پوليسو تر دفتره اداري سيستم، له ځينې کمو ځايونو پرته چې لږ تر لږه يو ساده کمپيوټر لري، په هماغه زړې کاغزي دوسيې کې نغښتى چې اوس يې کېداى شې په ټوله نړۍ کې شتون يواځې تر افغانستان محدود پاتې وي.
 
 د هېواد د روان کال د مجموعي کلنۍ بوديجې تر اتيا سلنې زياته برخه يې د بهرنيو مرستو له پيسو څخه پوره کېږي او د راتلونکې کال لپاره هم دا کچه په لږ توپير سره په خپل ځاى پاتې کېږي. يو هېواد چې د خپلو کارونو بوديجه له خپلو عوايدو څخه پوره نه شي کړاى، ايا پرخپلو پښو د درېدا تمه يې داسې ژر کېداى شي؟ ايا د اقتصاد د پرمختګ لپاره به دا ښه وي، چې بهرني ډالر راوړل شي او خلک پرې روږدې کړل شي، که به غوره وي چې د سوداګرۍ او په توليدي برخو کې پانګه اچونې ته وده ورکړل شي او په داخلي عوايدو باندې ولکه ټينګه کړل شي؟
 
 او ناکامه هيله
 د ولسمشر کرزي اداره نړيوال په دې ډاروي، چې که له هېواد سره يې مرسته و نه شي، بيا به افغانستان د ترهګرو ځاله وي، بيا به دلته جګړه او ورانى وي او بيا به له دې ځايه څخه ټولې نړۍ ته نشييز توکي صادرېږي. خو، داسې ښکاري چې له هغو هېوادونو پرته کوم چې دلته د پراخو او ستراتيژيکو ګټو په لټه کې دي نور څوک له دغسې ګواښونو څخه نور وېره نه لري. له بل لورې، زياتېدونکې بي امنيتي چې په روان لمريز کال کې يې د افغانستان " ستراتيژيکو ملګرو" ته هم تر بل هر کال زيات د سر تاوان ورواړاوه، د هېواد په سوېل او ختيځ کې روانه جګړه، د پاموړ بيارغاونې نشتوالى او د هېواد په تاريخ کې تر ټولو د زياتې کچې د کوکنارو کرل هغه واقعيتونه دي، چې له پراخ نړيوال ملاتړ سره -سره يې د اوسني حکومت برياليتوب تر پوښتنې لاندې راوستى.
 
 د نړيوالو مرسته کوونکو هېوادنو د لېوالتيا له کمېدنې سره جوخت د ولسمشر کرزي دا هيله چې په پنځو راتلونکو کلونو کې بايد افغانستان ته ٢٠ ميليارده ډالر، چې په هر کال کې څلور ميليارده کېږي، ورکړل شي ناپوره ښکاري ځکه دا لويه پوښتن نښه لا پر ځاى پاتې دى چې "اخر، د کومې لاسته راوړنې پر بنسټ؟"