د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ولس د تورې ــ سپينې ټلوالې په ولكه كې .... نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي

پوهاند م.ا.زيار 29.01.2006 03:00

٢٢-٣-٢٠٠٥
اكسفورډ د ګهيځ ٣٠:٧ بجې : لس ورځې كم څلور كلنې اسرې له خپلې مور سره تر سپرلۍ ګاډي بدرګه كړم . د مخه ښې د مينه وړو مچو په ترڅ كې يې همدا يوه خبره راغبرګوله :
- بابا ، پام ساته ، اګانيستان كې دې ټوپكوال مړ نه كړي … !
او ما هم همدا ډاډ وركاوه :
- څارندويان مې دوستان دي ، ورته به ووايم ، هغه له يوه سره ټول بنديان كړي …
- بابا ډېر ځنډ ونه كړې ، زه درپسې ډېره خپه كېږم ، ژر له خيره راشې …
تر ټاكلي ټاپي (٣٠:١١) څو پله نور هم پسې اوښتي وه چې د قطر جمب وجېټ لكه ګوربت د هېترو (لندن) د هوايي ډګر له ځغل ليكې هوا ته هسكه شوه . په شېبه نيمه كې يې تورې لړې او وريځې وڅيرلې او د لمر د تودو او زرينو وړانګو له كاروان سره هميونې شوه . ٦ – ٧ ګړۍ هوايي واټن راباندې څه په خوراك وڅښاك او څه په سترګه نيمه خوب ژر ژر تېر شو ، خو په "دوحه" كې كښته كېدنه مې د ټولو ستړياوو او ستومانيو پيلامګره وه . د ميدان او هغه هم د ترانزيتي ورګيو دننه دننه پرله پسې الكترونيكي پلټنو او پوښتنو ګروېږنو او بيا د بلې الوتكې لپاره پوره دوې ګړۍ كښته پورته ځغاستنو له پښو وغورځولم ، له دې ناخبره چې دا لا د پټي سر وو ، دوبۍ ته له رسېدو سره مې درون پېټى راترغاړې شو او دومره كافر ومسلمان مې ونه موند چې د كابل الوتكې پته راكړاى شي . په پاى كې له ترمينله ووتم ، يو ټكسي والا مې پيدا كړ او مټې همهغه په نيمه عربي او نيمه انګرېزي ژولې ژبه دومره پوه كړم چې بايد دويم ، په بله وينا ، آر نړيوال ډګر ته ورسره ولاړ شم. په نيمه ګړۍ كې يې هلته ورسولم . همدا چې مې پر يو ګڼ شمېر هېوادوالو سترګې ولګېدې لږه ارامه ساه مې واخېسته او يوه شېبه ورسره غلى كښېناستم . په خبرو خبرو كې راته پته ولګېده چې هغوى د خوارۍ مزدورۍ په لټه له مياشت دوو راهيسې اماراتو ته له رسېدو سره نيول شوي او هماغسې بې پاسپورت و ويزې لاسنيولي بېرته هېواد ته استول كېږي .

٢٣-٣-٢٠٠٥:
په همدغو لالهانديو كې راباندې شپه سبا شوه . هغه قاچاقي مزدوركاران هم تر ما ښه ول او له لمرخاته سره آريانا الوتكې ته وسپارل شول ، خو زما الوتكه (كامير) لا له كابله هم را الوتې نه وه ، پنځه بجې يې اتو ته وغځېدې او اته يې هم نهو ته . دا پته مې هم د آريانا له استازي ترلاسه كړه ، كه نه ، په لسو ګړيو كې مې د هغه ارت وبيرت ترمينل دننه ، نه د آريانا او نه د كامير د دوتر يا كړكۍ كومه نښه نښانه پيدا كړاى شوه . ايله اته بجې يو ځوانكى پيدا شو او په يوه اوږده ليكه كې يې راته د درېدو وياړ راوباښه . ترڅو چې له نورو سپرليو سره تر ټاكلي ورګي (ګېټه) او بيا الوتكې ته رسېدم ، تر نهو هم تېرې وې .
الوتكې ته له ختو سره مې له واره زړه لږ دمه شو ، كه څه هم خوراك وڅښاك يې د الوتكې په څېر د قطر له هغې سره د سيالۍ جوګه نه ول ، خو د مېلمه پالو مينه ناك چال چلند مې د هېواد د بيا ليدنې ولوله له سره راتانده او تونده كړه او مټې مې سترګو نه تښتېدلى خوب بېرته راستون شو . يوه - يوه نيمه ګړۍ به تېره وه چې يوه پېژندويه پسرلنۍ وږمه مې تر سپږمو شوه او له درانه خوبه يې راويښ كړم . د كړكۍ له هندارې څخه د دنګو واورينو غرونو او پراخو دښتو په ننداره بوخت شوم او له دې سره هغه كالونه او يادونه پر زړه راوورېدل چې ګران افغانستان د ورورۍ او برابرۍ يو ارام ټاټوبى وو او ټولو يې په ګډه د پرمختيا او سمسورتيا لپاره شپه او ورځ پرځان يوه كړې وه . نه جنګ جګړې وې او نه ورور وژنې ، كه پوره وه كه سپوره ، ټولو ته يو برابر رسېده . نه شوروي پلوه انقلابي نارې سورې وې او نه امريكا پلوه جهادي كوكې او انګروزې … .
خو ، همدا چې الوتكه د كابل پر ښار ورشېوه شوه او پر ورانو او ويجاړو مې سترګې ولګېدې ، بېرته مې هغه كور ګډي جنګونه او جنايتونه سترګو ته نېغ ودرېدل چې د ١٣٧١ل د غويي له اتمې راهيسې يې د كابل ښاريانو برخليك بلوسلى او لا تراوسه يې د ٦٠– ٧٠ زرو بلهاريانو د پرنډو وينو شم بوى له كنډرو او كنډوالو راپورته كېږي .
هسې خو د كابل لنډ تنګ هوايي ډګر او غاړو مورګو ته يې سوي لوغړن ګاډي ، شوبلې او الوتكې نه يوازې د بهرنيو سيلانيانو ، بلكې زما غوندې ديارلس كلن جلا وطني ته يې د ټول ښار او بيا هېواد د تېرو ناورينونو او ناتارونو يو انځور برابرولاى شي چې د هغه له مخې د هغو ګردو انساني ضد بخولو او ناخوالو اندازه ولګوي .
د ترمينل د ودانۍ په نامه دوه درې تورتمې خونې ، په بله وينا ، سوړې سمبوړې چې د ګمرك او امنيتي كارمندانو سره وېشلې وې ، د تورې بوړې او د پنجشېر زنداني سمڅو او بوږنوړو وژنځيو ښكارندويه وې . همدا چې ترې له بارو بسترې سره روغ رمټ راووتم ، يوه اوږده ساه مې واخېسته. يوه ښه شېبه مې د نيم مخپټي لمر په غلچكيو وړانګو خپل هډونه تاوده كړل او د بوږن وتراه سړه لرې رانه ولښېده . زه لا د ګرځندوى ګاډي له چلوونكي سره په چنو اخته وم ، چې يو پېژندوى مې له خپل ټكسي سره مخې ته ودرېد . په شل – دوه ويشتو دقيقو كې يې زړو ميكروريانو او بيا خپل جنګ ځپلي كور ته ورسولم . هغه يې د توغنديو او توپونو سوري ورټپ كړي او د لوټ شويو كړكيو او ورو چاره يې هم څه ناڅه كړې وه . تشناب او پخلنځى يې هم دومره رارغولى وه چې د خپلې اووه كسيزې كورنۍ اړتياوو ته يې يو بيړنى هومره ځواب وويلاى شي .
په ګړۍ نيمه كې مې د مخابراتو رسمي مېلمه پال "عمر منصور انصاري" له خپلو لاسكتوو سره راورسېد او سم له سمونې يې له ځان سره خپل دوتر ته بوتلم . هغه داسې پتېيلې وه چې د هغې بې لېفټه اتلس پوړه ودانۍ په ديارلسم پوړ كې ورسره واړوم او د چا خبره "هذا خانه او هذا مسجد" غنيمت وګڼم ، خو ما ته هماغه خپل زوړ ځپلى كور غوره او هوسا واېسيد او هره ورځ مې لوړ پوړ ته ختل راكښېوتل هم ځانته يو ګټور كړاو (ورزش) وګاڼه .
نوموړې ودانۍ چې د بنسټ تيږه يې ارواښاد محمد داود خان ايښې وه او د ډاكتر نجيب الله په واكپېر كې بشپړه شوې وه ، د كابل ښار او ان د ټول افغانستان په كچ لوړ ترينه ودانۍ ګڼل كېږي او هسې د برابرۍ له مخې له توپونو او توغنديو روغه رمټه راپاتې شوې ده ، خو اوسنى حكومت يې لا تراوسه د تيار لېفټ د ټينګونې جوګه شوى نه دى .

٢٥-٣-٢٠٠٥:
د ګهيځ پر نهو بجو ټكسي د كابل ښار منځۍ ته ورسولم . كه څه هم د جمعې رخصتي وه ، خو د كار د چټكتيا په پار د مخابراتو د لوړې ودانۍ ديارلسم پوړ ته ساوتيږا وختم . د كمپيوتر پوهنې پازوال "انصاري" لا په دوتر كې اوږد غځېدلى او خوبولى پروت وو ، هغه كرۍ شپه په ويښه تيروي او په دې توګه يې د خپل كار مهالوېش د مايكروسافټ له لويديزو منځيو سره برابر كړى دى .
استاد صميم او بل ورسره همكار "اندړ" پر ټوله تلوسه زما لار څارله او له پنډو پنډو دوتنو (دوسيو) سره راته بېلودي ناست ول . په دغو دوتنو كې د هغو څو لكو كمپيوتري نومونو يوه درې زريزه برخه وه چې د مايكروسافټ د نړيوال سازمان په مرسته او سپارښت د وزارت د دغې څانګې پر غاړه اچول شوې ده . دغه تكنالوجيكي – لينګويستيكي پروژه د پښتو ، پارسۍ (دري) ، عربي او انګرېزۍ په ګډون ټولې پنځه دېرش ژبې رانغاړي چې پښتو برخه يې لا تراوسه په سېر كې يوه پڼۍ هومره هم نه ده ورېشل شوې .
ما له نورو همكارانو سره زيات زور پر بېلښتي (اشتقاقي) رغاونو اچاوه او بيا د انګرېزۍ او نورو اروپايي ژبو پر لاروۍ پر سېمانتېزمونو . سېمانتېزمونه د نيولوجېزمونو د يوې ډلې په توګه زياتره هغه يووستوي وييونه يا نومونې دي چې د جوليز بدلون پرځاى پكې مانيز بدلون راوستل كېږي ، په بله وينا ، د ړومبۍ مانا ترڅنګه ترې دويمه مانا اخېستل كېږي او پر كار اچول كېږي ، لكه "خبريال" چې له آره په ولس كې د ډېر ويند او ان چوغلګر په مانا كارول كېده ، نن سبا د رپورتر او ګزارشګر په مانا رادود شوى دى ، همداسې "خبرلوڅ" هم درواخله چې ړومبى د ډېر غږېدونكي په مانا كارول كېده او لا كارول كېږي او څه مهال د وياند (نطاق) په مانا هم دود شوى وو . "دريځ" بيا پر آره مانا (ممبر) سربېره څو نورې ماناوې رانغښتي ، لكه : موقف ، موضع ، موقعيت ، تګلار او ليدتوګه .
د دغې ستومانوونكې او په يو مهال كې وياړلې دندې راته دا كابو هم پر لاس راكړه چې پخواني او نوي فرهنګيالان هم ووينم . په دغه لړ كې حفيظ الله غښتلى له لومړنيو زړو دوستانو څخه وو چې د ليدو وياړ يې را په برخه كړ او دا چې سم له سمونې د خپل "ګوربت" مهالنۍ د چاپ په موخه پېښور ته روان وو ، نو ما هم پرې "د خوشال ادبي پښتو" كتاب ورسرباري كړ چې د دانش خپرندويې ټولنې ته يې د نوي اوډون او چاپ لپاره وسپاري .
د همدغې ورځې پر مازيګر د غښتلي كره "د افغان ادبي بهير" په اوونيزه غونډه كې ګډون بيا دا پلمه را برابره كړه چې پر صميم صاحب ، اسد غصنفر ، ډاكټر اكبر ، كاروان ، هادي او له پېښور راهيسې د بهير نورو پخوانيو يارانو سربېره ، له يو ګڼ شمېر نويو شاعرانو او ليكوالو سره له نژدې ووينم او له نوښتګرانه پنځونو يې خوند واخلم . ما هم پرخپل وار يو شعرګوټى وړاندې كړ او د يو شمېر مينه والو پر ژبنيو او ليكدودي پوښتنو اښتنو مې رڼا واچوله.

٢٦-٣-٢٠٠٥:
د دوتر پرونۍ ډوډۍ دومره ژوبل كړى وم چې زيات كار ونه كړاى شم . يو باجوړى دوست "حاوي" له كومې راپيدا شو او په خبرو خبرو كې يې رانه د هغې ليكنې بښنه وغوښته چې دوه – درې كاله له مخه يې په خپله "باختر" نومي مهالنۍ كې زما پرضد خپره كړې وه . هغه هم پر همدې راڅرخېده چې ولې ما د احمد بن خليل د عربي عروضو پرځاى پښتو تونيك – سيلابيك بدلمېچ رامنځته كړى او د "يوې پښتو – كره پښتو" د غورځنګ په پلمه مې د ډېرو عربي وييونو پرځاى پښتو دا را دود كړي او لا پسې دودوم يې ، موخه يې دا چې دا كار له عربي ژبې او بيا اسلام سره يوه دښمني ده (!) – ګوندې زما غاش ماتوونكى غبرګون يې هم چېرې لوستى او دغې بښنې ته يې راهڅولى وو او يا هم په دې سره چې په توره وسمه كړې ږيره مې نوى شاګرد شي !

٢٨-٣-٢٠٠٥:
پر دغه ورځ مې دا كابو ترلاسه كړه چې د كار ستوماني په يوه اوږده ښاري چكر وباسم . له ديارلسم پوړه راكښېوتم . تر شيرپوره پلى وګرځېدم او په ترڅ كې مې هم د شاه محمد ليكي پلور (كتابفروشي) وكتله چې له تېر ديارلس اړودوړه نه يوازې روغ رمټ پاتې دى ، بلكې له نوې رامنځته شوې پراختيا سره يې د كابل تر عامه كتابتونه هم تېرى كړى او يوه ارته بيرته لوستخونه يې هم د مينه والو پرمخ پرانېستې ده .
بيا د خپل پېژندوى په ګاډي كې ان تر نورمحمد شاه مېنې او رحمان مېنې هم وګرځېدم چې ځاى ځاى يې له ورانو كنډوالو څخه يو شمېر لوړ پوړو ودانيو سرونه راهسك كړي دي . ماښام مهال هم د هېواد مشر فرهنګي سلاكار هېوادمل صاحب تياره او ساړه كور ته په خپل راتګ وپاسللم او د تېرو ٣٤ كلنو فرهنګي اړيكو يادونه مو سره تازه كړل .

٢٩-٣-٢٠٠٥: (د ارګ مېلمستيا) :
هېوادمل صاحب په داسې واكمنۍ كې زما يوازېنى فرهنګي دوست دى چې د فرهنګي سلاكار په توګه په ارګ مېشتو لوړ پوړو چارواكو كې راځي او د يوې غرمنۍ مېلمستيا په پلمه يې زه خواره كى له دوو نورو ملګرو سره د دې جوګه كړم ، له بې شمېرو پيرو ، څوكيو او كانكرېټي بنديزونو او برېښنايي تلاشيو تېر شم او وازې تڼۍ هغې كم لاسرسې پولادي كلا ته ورننوځم . د ارګ له ټولې ارګاه بارګاه سره يې غرمنۍ دومره پرتمينه نه برېښېده او هملته يې راته په دوتر كې پرمخ ته پرتو مېزو را واوڼله ، بې له دې چې كومې ځانګړې خوراكخونې ته مو بدرګه كړي . په هره توګه كه پياز وو ، په ناز وو او همدغه پېرزوينه يې راته په ډېر څه ارزېده او بيا له دې پاسلنې سره چې زما په وياړ يې يو افغان مين پوهنمل او يو امريكا مين پوهاند هم د منډې له مخې رابللي ول .
دا چې كرزي صاحب ته به يې تراوسه د ملي – فرهنګي برابرۍ په اړه څه سلاوې يا وړاندېزونه وركړي وي ، يا نه ، خو ما ورته د خپلې اړوندې ژبنۍ ټولنې دا ګيلې ماڼې ورڅرګندې كړې چې ولې يې له نورو دروګونو فرهنګي وزارتونو څخه يو هم پر دغه بومي او ډېري ټبر نه دى لورولى ، ان هماغه كمونيست نجيب هم د ستميانو او كارمليانو له ټول سياسي فشار سره ترپايه دې نابرابرۍ ته غاړه كښې نه ښووه ، په تېره د ښوونې روزنې وزارت يې لومړى پر يوازېني لوړ پوړي پښتانه ګوندي "ډاكټر بشرمل" ولوراوه او بيا پر ناګوندۍ عصمتي وردګې .
د هېوادمل صاحب غبرګون همدومره لنډ تنګ وو چې كه اوسنى وزير يې د هېواد په كوشنۍ ترينه اتنولېنګوېستيكي "دوستمي – ستمي" ډلې اړه لري ، خو خورا نېکخويه او منونكى سړى دى . له دې غبرګونه يې دا جوتېده چې د اوسني حكومت زياتره ګومارنې د مصلحتونو نه ، بلكې د سياسي معامله ګريو او مجبوريو له مخې شوې ، نه د كوم څانګيز (مسلكي) او د ملي – ټولنيز نياو او انډول له مخې . د ازادو كورنيو او بهرنيو رسنيو د انګروزو له مخې د حكومت په اوسنۍ اډانه كې د سيمې او نړۍ بېلابېلو څارګري سازمانونو خپل سياسي اغېز ونفوذ درلودلى دى .
دويمه يادونه مې ورته د سرليكو (سرلوحو) وكړه چې له تېر اخواني – ستمي مهاله هماغسې ځانته پارسي پاتې دي ، حال دا چې د همدې اوسني قانون له مخې بايد په لومړۍ ياد شوې ملي – رسمي پښتو او يا هم په دواړو ژبو اوسي !
په دې لړ كې د ښوونې او روزنې يا تعليم وتربيې وزارت پر "وزارت معارف" يا د اوبو او برېښنا هغه پر انرجي وزارت اړول بېخي يوه د خندۍ خبره ده .
په هر ډول د هغه ارګ مېشتي فرهنګيالي دوست زيات وكم يوې ګړۍ كتنې دېته وهڅولم چې په كابل كې له څلوېښت ورځنۍ استوګنې څخه په ګټه اخېستنه له ډېرو سياسي او ټولنيزو ناخوالو او بخولو نور هم ځان خبر كړم او د نورو لويديځ مېشتو هېوادوالو د خبرتيا لپاره يې يو نچوړ هومره په خپل يونليك كې راونغاړم .

٣٠-٣-٢٠٠٥:
د مخابراتو په كمپيوتر څانګه كې له صميم او شريف سره پر كار بوخت وم چې د ماېكروسافټ يو هندي استازى "بالنى" له مشاور ښاغلي اېمل مرجان سره پاس راوخوت او د كار د پرمختګ د ډاډېينې په ترڅ كې زما له دې خبرې سره ، لكه ګل وغوړېد چې د پښتو په كمپيوتري ترمينالوجۍ كې تر نورو خپلوانو ژبو ، له هندي هغو څخه ډېره ګټه اخلو !

١-٤-٢٠٠٥:
د اپرېل دغه لومړۍ ورځ جمعه وه او له نورو دوستانو سره بيا د تايمني واټ په شپإمه كوڅه كې د ښاغلي غښتلي كره د "بهير" غونډې ته ولاړم . دا ځل مې د نورو ادبي - فرهنګي دوستانو په لړ كې د نورحبيب نثار په ليدو هم سترګې روښانې شوې هسې خو د ټولو ګډونوالو شمېر تر دېرشو هم تېرى كاوه . د دوو ځوانو نوښتګرو شاعرانو د شعرو تر كره كتنې وروسته بيا هم زه د ډېرو مينه والو په ټينګار دېته راوبلل شوم چې د شعر پر ژبنۍ او هنري جولې رڼا واچوم او بيا يې پوښتنو اښتنو ته ځوابونه ووايم . په دې توګه پر درو بجو پيل شوې غونډه تر اتو وغځېده او په دې اندېښنه كې شوم چې په هغه بې امنۍ ، سړه او باراني هوا او بيا سختو خټو چكړو كې څنګه تر زړو مېكروريانو ځان ورسوم ، چې كتل مې يو دنګ زلمي راته تر وره د باندې لكه امريكايي باډيګارډ برچپك ولاړ دى :
"زه عبدالباري صديقي د صفيه جانې كشر ورور يم ، تاسې نن ماښام د همغې كره په زړو مېكروريانو كې مېلمه ياست … ". او زه هم ورسره تر يوه لنډ برګړندي وروسته ګاډي ته وروختم چې په ترڅ كې راسره رودوال هم تر يوه ځايه ملګرى شو . هغه هم خپل ځان راوپېژاند چې زما له سيمه والو دوستانو څخه دى ، طب او ستاژ يې نوى پاى ته رسولي او كومې انجو ته يې د كار لپاره فورمه ډكه كړې ده . پخپله صفيه صديقي آصف خو مې له ټولې كورنۍ سره له نژدې او پخوانو دوستانو څخه ګڼل كېږي چې اوس د آى . او . ايم له خوا د كليو پراختيا په وزارت كې د سلاكارې په توګه د كاناډا د استوګنې د رښتې له خونديينې سره كار كوي .

٢-٤-٢٠٠٥:
نن مې مټې د كمپيوتري نومونپوهنې په يوه ګړييزه لارغه (وقفه) كې د پښتو پښويې (ګرامر) د ډېسكېټونو د پرانيستنې لپاره هلې ځلې راپيل كړې . د دوتر تكړه كمپوزرانو زړې او نوې وينډوګانې ټولې پركار واچولې او ورسره ورسره مې د "كور" انجو مشر پازوال ډاكټر فريد بزګر هم راوننګاوه چې د اړوندو پروګرامو سي ډي ګانې په واك كې راكړي او د راپېښې ربړې په هوارۍ كې راڅخه خپله تخنيكي مرسته ونه سپموي . يوه منډه مې هم د باختر اژانس پښتو څانګې ته وكړه او د يوې - كره پښتو په اړه مې ورته د خبرو اترو په ترڅ كې لار ښوده پاڼه هم وركړه . دغې څانګې د اړوندو چارواكو د فشار په پلمه پښتو بېرته شيروشكر كړې ، حال دا چې دري (پارسي) په سرچپه ډول ، ورځ پر ورځ د نږه والي خوا ته ورڅكول كېږي !
په راډيو - تلويزيون او نورو سركاري رسنيو كې ورته نانډولۍ روانې دي . د كابلۍ پارسي ځپلې او د پېښورۍ اردو - انګرېزي ځپلې پښتو (ترڅو ، له - څخه ملاتړ ، كوم چې …) پېښې يې هم همداسې درواخله . د ازادو رسنيو او د بي بي سي راډيو د ځايي خبريالانو كور دې ودان وي چې تر وسې وسې هم د ګرامري رغاونې خيال ساتي او هم له دري پارسي سره د نويو رغاونو د دودونې او رغنده سيالۍ .

٤-٤-٢٠٠٥:
د كابل ښار په بېسارې ګڼه ګوڼه او ټېل ماټېل كې د پخوانيو يارانو او دوستانو پيدا كول راته تر كمپيوتري نومرغانو هم زيات ګران ول او هسې د برابرۍ له مخې مې د يو بل پته لګوله ، په دې لړ كې راسره چېرې ګران او منلى دوست نبي فراهي تېلفوني مخ شو او تياره ماښام مې كور ته له ستنېدو سره ليدو ته راغى . فراهي د كابل پوهنتون د اړوندې پښتو څانګې د ماسترۍ برخليك تر اخېستو راوروسته هملته استاد دى او د سوداګرۍ وزارت د مرستين (معين) په توګه ورته له تېر منځمهالي پېر راهيسې اداري پازه هم ور ترغاړې شوې ده ، ده راته پوره ډاډ راكړ چې له ټولو بوختياوو سره سره به د نورو ګډو دوستانو د ليدو كتو او يا په اړوند پوهنځي كې د يوه لكچر نيم لپاره لاره راهواره كړي .

٥-٤-٢٠٠٥:
ګهيځ پنځه نيمې بجې له خپل كوربه سره په ګاډي كې مرنجان تپې ته وختم ، خو د نادرخان د جنګ ځپلي او لوټلي مړيستون بد اكر د چكر په خوند پوه نه كړم پر هماغه شنه سهار د ښار منځۍ له تورو لوخړو او دوړو نه سمه نه ښكاريده . تا به ويل چې چا پرې يو تور تپې جال راغوړولى دى . زاړه مېكروريان ، شاه شهيد ، نورمحمد شاه مېنه ، رحمان مېنه او نورې شاوخوا او لرې نژدې سيمې له ټولو كنډوالو او نويو هسكو ودانيو سره بيا هم څه ناڅه ښه ترا د سترګليد په ولكه كې راتلې او دا ترې پوره جوتېده چې هلته وزبك ملېشه وو څومره هستۍ لوټلې او خاورې ايرې كړي دي!
د همدغې ورځې پر مازيګر صفيه جانې راپسې خپل جيپ راولېږه او د صميم صاحب په ملتيا په قلم ټولنه كې د همهغې د څلورمې شعري ټولګې د مخكتنې بنډار ته ورغلم چې د نورو غوندې يې موږ دواړو هم هماغه ښېګڼې وروسپړلې . هلته مې هم په يو څو پخوانيو دوستانو لكه طارق رشاد ، واجد ، رحيم ځدران ، مولاجان تڼي ، نبي صلاحي … او يو ګڼ شمېر نويو قلموالو سترګې روڼې شوې .
تر يوې لنډې مازيګرنۍ وروسته موږ دوه درو ملګرو د ګران هادي په ګاډي كې طارق جان تر كوره بدرګه كړ او د هغه د مور بي بي پر وړاندې مو د ارواښاد استاد لپاره لاسونه پورته كړل . ٣٠:٧ كور ته له رسېدو سره راپسې نبي فراهي راغى او د نوي ښار پارك څېرمه يې د ګڼو نورزي دوستانو پر يوه پرتمين بنډار وربرابر كړم چې يو شمېر پكې معينان او نور چارواك هم ول او مټې نه نيمې يې په خپل استوګنځي بېرته وسپارلم . پر سبا يې بيا هم همدغه دوست په خپل كور څلورم مېكروريانو كې ماښامنۍ ته مېلمه كړم چې زما په وياړ يې له امريكا څخه تازه راغلي مېلمانه ، اسد كرزى او خالد پښتون (د نصير پښتون ورور) هم رابللي ول ، هغو نيمه رسمي مېلمنو ته د هېواد مشر تر مېلمستيا زموږ دا غوره ايسېدلې وه ، نو زه يې دېته وهڅولم چې د پښتو ژبپوهنې ، په تېره د پښتو او پښتنو د تېرمهال او وسمهال په اړه يې ترخپل واك ووسه يو شمېر پوښتنو ته وړ ځوابونه وړاندې كړم .

٧-٤-٢٠٠٥:
د طب د څلورم كال "اجمل" نومي شاګرد په دې هيله په خپل ګاډي كې د لوړو زده كړو تر وزارت او پوهنتون ورسولم چې د كوم پېژندوى چارواكي په مرسته يې د ننګرهار طب ته د بدلېدو لاره برابره كړم ، خو زما له بدمرغۍ هغو ټولو چارواكو په يوې جهادي ډلې اړه درلوده او پر يوه مې هم زهر نه چلېده . په ترڅ كې د كابل پوهنتون نوى مشر ډاكټر اشرف غني د ليدو په هڅه كې شوم ، هغه هم تر دوتر د باندې په خوب كاليو كې مخې ته راغى او داسې سوړ چلند يې راسره وكړ چې هېڅ مو سره كله ليدلي كتلي نه دي . ما ورته بيا هم د پنځوسمو كلونو د نژدې دوستانه اړيكو په پار دومره يادونه وكړه ، د دې پرځاى چې لوړې زده كړې ، پوهنتون يا اكادېمي مې راوغواړي ، مخابراتو راوغوښتم … .
يو څو ګامه چې وراخوا خپل پوهنځي او پښتو څانګې ته ولاړم ، څانګوال دوستان مې په ليدو نه مړېدل او همدا يې ويل چې څانګه او بيا ماستري پروګرام زما غوندې زړو ازمېښتكارو استادانو ته ټينګه اړتيا لري او بايد هېواد ته ورستون شم . حال دا چې اشرف غني په همدې پلمه پښتو او دري ماستري پروګرام د سمستر په نيمايي كې په ټپه درولى او شاګردان يې همداسې بې برخليكه شړلي دي . هغه پر دې هم ځان ناګاره كړى چې په څانګه كې زما له كتابونو پرته د بل چاپي درسي كتاب څرك نه لګي او دا دى پرله پسې يې كره كوم او په خپل لګښت يې بيا بيا ورچاپوم .

١٢-٤-٢٠٠٥:
دېته اړ وتم ، چې له اكسفورډ او تورنتو تازه راغلو مېرمني او ښينې په ملتيا د پښتو پښويې درېيم "اكادميك" اېډېشن لپاره پېښور ته ولاړ شم . ړومبى يې د لېوال په دوتر كې پاتې كمپيوټري غوټې ورپرانېزم او بيا د "خوشال ادبي پښتو" له دويمې كره كړې بڼې سره يوځاى دانش خپرندوى ته د چاپ لپاره وسپارم . په ترڅ كې مې له ښاغلي قتيل خوږياڼي سره وكتل چې د ساپي پښتو څېړنې او پراختيا مركز له لارې راته درېيم كتاب "يوه - كره پښتو لارښود" راچاپ كړي چې ګران اجمل اټك به يې تر كمپيوتري اوډون وروسته وروسپاري . په دوه - درې ورځنۍ استوګنه كې مې د جنبش ، عبدالحى كاكړ ، قانع او يون وروسته چې لېوال د منډې له مخې سره خپل دوتر ته څېرمه پيڅا دوكان كې پر يوې بېړنۍ غرمنۍ راټول كړي ول ، له پېښوري فرهنګيالانو نه يوازې پر ډاكټر سهيل انشاء سترګې روڼې شوې او ترڅو چې نور دوستان خبرېدل ، بېرته د كابل پر لورې راخوځېدلى وم . په ننګرهار كې مې له ډېرې بيړې نه له خپلې كورنۍ پرته نور څوك ونه شو ليداى او پر هماغه ورانه وېجاړه او ستونزمنه لار مې ځان د شپې ناوخته كابل ته راورساوه .
د همدغو منډو رامنډو او نيمه رسمي بوختياوو د "نارنج ګل" له مېلې او مشاعرې هم بې برخې كړم. د كندهار له ادبي غونډې مې خو په يوه وراستولي پيغام ځان پخشو كړ چې د دوو درنو فرهنګي – ادبي سټو (صديق پسرلى او آصف صميم) په وياړ جوړه شوې وه . په وردګو كې د "مڼې ګل" مشاعرې غږ راباندې ، هرګوره داسې مهال وشو چې نورې مې د خپل دويم هېواد په تكل څپلۍ را په پښو كړې وې !

٢٠-٤-٢٠٠٥:
د جشن "تيارى" د كابل ښار لنډ تنګ او كنډوكپر سړكونه نور هم پسې ورځ تر ورځ ترينګلي كول او زه هم دېته اړ وتم ، هر ګهيځ پر كږو وږو لارو د ښار ترمنځۍ څه پلى او څه په ټكسي كې ځان ورسوم او د كارځي ديارلسم پوړ ته وخېژم . پخوا به د جشن د تيارۍ په لړ كې څه ناڅه شاوخوا سړكونه پينه كېدل او په هماغو وروستيو ورځ دوو كې به يوازې اكبرخان واټ د ميوند واټ او محمود خان پله ترمنځ د ټوليزو عرابه بابو پر مخ تړل كېده ، خو اوس له ډېرې بې امنيتۍ هغې خواته ټولې ورتلونكې لارې او سړكونه اونۍ اونۍ مخكې يومخيز تړل كېږي او له دې سره د سوېل او ختيځ زرګونه اوسېدونكي اړ وځي ، د خپلو رسمي دندو او نورو ورځنيو اړتياوو د سرته رسونې لپاره سمه نيمه ورځ له لاسه وركړي . تر ارګ او د بهرنيو مېلمستونونو او مېشتځايونو او ان د وزيرانو د كورونو چاپېر سړكونه او پلې لارې خو بې له هغې همېشه تړلې دي . د ډېرو نورو جلا وطنو هېوادوالو په څېر ما هم له لرې دا اټكل كاوه چې له دا دومره ډنډوره شويو ملياردونو مرستو سره به لږ تر لږه د هېواد پلازمينې يو څه نوې سا اخېستې وي او له تېرو جنګي جنايتونو او ټولوژنو د راپاتې نيمژواندو ښاريانو پر ټپونو به يوه پټۍ هومره لګول شوي وي ، خو كله مې چې په غړولو سترګو وليدل ، هغه هرڅه راته هسې د اوبو پرمخ ځګ ښکاره شول . ډېرى استوګن يې نور هم پسې اسكېرلي او غمېدلي ، بيكاري او بېكوري پكې له راستنېدونكو كډوالو سره ورځ پر ورځ مخ پر زياتېدو ده او له لوړ پوړو دولتي چارواكو او د انجوګانو كار كوونكيو پرته چې لوړې لوړې ډالري تنخاوې لري ، نور دولتي كارمندان د بېوزلۍ تر بريده هم په ټيټه پوړۍ كې ټيكاو لري او هېښنده لا دا چې د بډيخورۍ ګوتې هم همدې ټيټپوړو ته لكېږي .
د لنډو تنګو او كنډوكپړو لارو كوڅو او بيا سړكونو ربړې او بخولې ته كه څه هم په دې وروستيو كې نوى ګومارل شوى ښاروال ورځير شوى او د داودخاني واكپېر ماستر پلان يې مخې ته اچولى ، خو د زړه له كومي يې څوك ملاتړ نه كوي ، هغه هم په دې پلمه چې د ښار د استوګنو شمېر تر درو ميليونو اوښتى او هره چاره يې ناشونې كړې ده .
ځانګړې پانګونې چې زياتره په مليارډرو جهادي مشرانو اړه لري او نور كورني او بهرني پانګوال ورته دومره زړه نه ښه كوي . يوازې د سوداګري ودانيو ، لوړ پوړو هوټلونو ، لوكسو كورونو په برخه كې راټولې دي ، همداسې يې د استوګنې تجارتي بلاكونه هم درواخله چې د هر اپارتمان بيه يې تر لك ډالرو تيرى كوي . د ښار په لويديزه برخه كې چې كومو لوړو او لوكسو ودانيو او كورونو له ورانو وېجاړو كنډوالو سرونه راهسك كړي ، زياتره په هماغې جهادي ډلې اړه لري چې په لوى لاس يې له سيالې ډلې سره د جنګ ميدان ګرځولې وو او استوګن يې يا ور لوټلي او وژلي او يا تورې تېښتې ته اړ ايستلي ول .
همدا چې د خواره كي ښاروال لاس د ښار له منځۍ لنډ كړ شو او په نوي ښار كې يې هم د مارشال فهيم او احمدشاه احمدزي دنګو او ارتو بېرتو هوټلونو سترګې ور وبرېښولى ، نو د كلوله پشتې او پروان مېنې لورې ته يې بولدوزورونه او غاښورې پر كار واچولې او د خپل پلان د يوې پېڅكې او تر اډې په توګه د ارتو بيرتو سړكونو ، څلاريو او پاركونو په رغاونه د ښاريانو زړونه تسلوي . حال دا چې د بې شمېرو غورازه ګاډو او بيا ټكسيو لوخړو او ناولو دوړو تر ټولو ځايونو د ښار منځۍ د ژونديو پر هديره بدله كړې ده . زه ترې د څو ورځو نابللى مېلمه مټې د يوه ټوخي له الرجۍ سره ژوندى راووتم ، خو د هغو د لكونو خوار ځواكو بېوزلانو دې خداى مل شي چې نه ترې چېرې تښتېداى شي او نه يې ترې رغېداى !

٢١-٤-٢٠٠٥:
د دغې ورځې پر لسو بجو د نوي ښار پر شمالي سړك باندې بي بي سي دوتر ته وروختم او د ډاكټر لطيف په بلنه مې اړوندو ځايي خبريالانو (داوي ، سمسور ، پايند او احمدزۍ) ته د يوې پښتو - كره پښتو لارښوونې وكړي او لارښودې پانګې مې ور ووېشلې .
د ادبياتو پوهنځي د دوه درو زړو استادانو (زغم ، لورين او بهبود) له غرمنيو مېلمستياوو راته دا پته هم ولګېده چې كه څه ناڅه له نويو لوړو تنخاوو سره د پوهنتوني استادانو ژوند د "وخوره او مه مره" په كچه دى ، نو د ښوونځيو د زرګونو ښوونكيو او نورو زده كړه والو او روښاندانو او بيا د ټيټپوړو كارمندانو هغه به په څه انكړوي ! له يوه ځوان الماني ختيځپوه "ژهاك" سره مخامخېدنې دا زغم او زړه غټاوى راوباښه چې د هېواد په هغه اړو دوړ كې يې تش د يوه المان مېشتي سيستاني په مرسته او ملتيا تر نيمروزه څېړنيز سفر كړى وو او پر سبا يې د بېرته ستنېدو په تكل كې وو - "لوتس ژهاك" . شل دوه وېشت كاله پخوا په برلين پوهنتون كې زما له تكړه پښتو شاګردانو څخه وو چې راوروسته يې پارسي او بلوڅي هم څه ناڅه زده كړې او په اړونده څانګه کې د استاد او څېړونكي په توګه پر كار بوخت دى .
پر همدغه ورځ له يوه پخواني پراچي ژبي دوست "ډاكتر نسيمي" سره سترګه پر سترګه شوم ، چې په المان كې يې څو دېرش كلن هوسا او ساهو ژوند ته پاى ټكى اېښى او له څه مهال راهيسې د ژبو او ادبياتو پوهنځي په الماني څانګه كې پر كار لګېدلى . په څلوېښتمو لمريزو كلونو كې چې د اروپايي ژبپوهانو په لارښوونه د افغانستان او ايران د ژبپوهنې اتلس لپاره څېړنې پلټنې پرمخ وړل كېدې ، زما ترڅنګه ښاغلى خليل اورمړ ته د شوروي او ښاغلي نسيمي ته د المان بورس ور په برخه شوى وو ، هغه هم په دې چې دغه دواړې نيمژواندې افغاني ژبې نورې د ځنكدن په حال كې وې او دغه استازي يې بايد د راتلونكې لپاره روزل شوى واى ، ډاكتر اورمړ هم د پوهنو په اكاډېمۍ كې پښتو او اورمړي څېړنې پرمخ بيايي .

٢٢-٤-٢٠٠٥:
څنګه چې دغه نېټه له جمعې سره برابره وه ، نو تر نورو بوختياوو وروسته راته په ادبي بهير كې ګډون اړين وبرېښيد او له دې سره مې د تېرو دوو اوونيو ستړياويې څه ناڅه له ياده ووتې .

٢٣-٤-٢٠٠٥:
پر دغه ورځ مې هم د بسوګۍ واده "جشن" د تيارة له ناورينه په دوړو او لوخړو كې په ډېر بد اكر تر ١٨پوړه ودانۍ ځان ورساوه ، خو د وزارت نوي مرستين ښاغلي حميدالله مينه وړي روغبړ او تر څلورم پوړه يې راسره دوستانه خبرو خوالو را كې د كار متره راتانده كړه او ورپسې په اړوند دوتر كې د څو فرهنګي او پوهنتوني دوستانو (باجوړى ، شينډنډي ، لورين ، سرتور او كورناست استاد جلال الدين) ليده كاته او مركې لا څه كړې ..

٢٤-٤-٢٠٠٥:
د ژبو او ادبياتو پوهنځي د استادانو او شاګردانو مينې او ليوالتيا دېته وهڅولم چې د پښتو ژبې او ادب او بيا پښتني تاريخ په اړه يو كانفرانس وركړم او پوښتنو اښتنو ته يې ځوابونه ووايم .
پر دغه ورځ د جشن د تيارۍ ډرنامه نوره هم پسې غځېدلې وه او د پوځي ځواكونو له كړاو (تمرين) سره د ښار پر لورې د يوازېني اكبرخان مېنې لنډ او كنډ كپر سړك د سپرو لپاره پاتې وو ، نو ما ته پلى تګ يو څه اسان واېسېد او د زړو مېكروريانو د پلي پله له لارې مې مخ پر محمود خان پله واچول . له دې ناخبره چې هغه لار مې هم په نيمايي كې پرمخ تړلې وه . په ډېر كړاو مې څه په پښو او څه په يوه ټكسي كې د راديو افغانستان تر سړكه ځان ورساوه . بيا د اماني لېسې شا سړك ته د لويو او وړو ګاډو له منځ منځه څه له پاسه په يوه ګړۍ كۍ اكاډېمۍ ته ووتم . ورپسې مې د بهرني وزارت پر سړك له ورته غويمنډه ځان واېست او ترڅو چې تر اتلس پوړه ودانۍ رسېدم ، يو تور مسلى رانه جوړ شوى وو ، تر دې چې ورباڼو هم ونه پېژندم . او د نورو ورځو پرخلاف يې سر ترپايه تلاشي كړم . د ديارلسم پوړ په "جوى شير" ورته بوين تشناب كې مې مخ ولاس پرېولل او بوټ سوټ مې همدومره پاك كړاى شول چې د پوهنتون له دروازې مې بېرته راونه شړي .
دا هم د پښتو څانګې د استادانو او شاګردانو بې كچه تود هركلى او علمي - فرهنګي مينه وه چې نه يوازې د هغې ورځې ، بلكې ټولې يو مياشتنۍ ناخوالې او بخولې يې راځنې هېرې كړې . يوه د نه باور خبره وه چې د پښتو ژبې ، ادب او تاريخ په اړه د يوه لكچر لپاره راباندې دومره ګڼ مينه وال راتوى شي او پوره دوې ګړۍ مې ، هغه هم زياتره په ولاړه ، ماتو ګوډو خبرو ته غوږ كښېږدي ، بې له دې چې د پوهنځي يا پوهنتون چارواك راخبر شي .

٢٦-٤-٢٠٠٥:
ما له "چېرې چې اوسې ، په خوي به د هغو سې" متل سره سم نوره دا پر ځان منلې وه چې د يوې مياشتنۍ استوګنې په اوږدو كې د بې شمېرو ښاريانو غوندې زه هم د ورځنۍ دندې د سرته رسونې لپاره له بدترين ترانسپورتي اكر بكر خاورو دوړو او لوخړو سره اړخ ولګوم . پر دغه ورځ هم د "جشن" د ډرنامې له ټسه سهار وختي له كوره راووتم او كارځي ته مې هماغه يوازېنۍ لار پسې واخېسته . د وزير اكبرخان مېنې سړك ته له ورګډېدو سره يو نيم خوځنده ملي بس ته وروختم ، دا چې څومره لار مې په ګړۍ نيمه كې ګوډه كړه ، دومره په زړه پورې نه وه ، خو پاتې پلي تګ ته مې يو څه متره وسپمولاى شوه او تر هاغه ملي بسه ګړندى ولاړم .
په دوتر كې مې د آرې پازې ترڅنګه د "يوې پښتو - كره پښتو" لارښود اوډون سمون هم پرمخ يووړ . پر يوه نيمه بجه راپسې د "پژواك" خبري اژانس خپل چټك ګاډى راواستاوه او د صميم صاحب په ملتيا يې د ړومبنۍ كاليزې بنډار ته ورسولم . هلته مو ګړۍ دوې د كوربنو او مېلمنو لنډې لنډې ويناوې واورېدې او بيا مو د څو لنډو لنډو ښوونو ننداره وكړه چې د ټولنې د ځوانو ژورنالېستانو د څانګيزو ازمېښتونو او نوښتونو ښكارندويي يې كوله .
په ترڅ كې ما دغلته هم يو شمېر پخواني فرهنگي دوستان ، لكه وريځ ستانكزى ، حميد مبارز ، ځواب ، حقيار ، دادمحمد راسا … پيدا كړل او نوى هغه ، لكه د اژانس چلوونكي كړوخېل ، سمندر ، لېوال او څو نور ځوانان او ځوانانې چې نومونه يې زما له ذهنه وتلي خوله زړه نه ، نه . په هره توګه همدغه ازادې ټولنې او رسنۍ په هېواد او بيا په پلازمينه كې د اندو واند او وينا د ازادۍ له يوازېنيو او لومړنيو پيلامو څخه ګنل كيږي او له روانو بدمرغيو او ناورينونو ځنې د "كفر واسلام" جنګ ځپلو هېوادوالو د ازادۍ د يوه هيله من څرك زيرى .

٢٨-٤-٢٠٠٥:
جشن او د خلكو غبرګون : د تېرو جشنونو په توپير د غويي د اتمې دا چې "اسلامي انقلاب برى" نوم وركړ شوى ، دومره بې جم وجوشه او بې ګڼې ګوڼې وو چې تا به ويل ، پر ټول ښار باندې د هيروشيما كانه شوې او استوګن يې له څېلمې سوي ايره شوي او ايره يې هم كوم سخت توپان چېرې لرې لېږدولې او شيند پر شيند كړې ده . بازارونه تړلي ، سړكونه له ګاډو ، بايسكلو ، كراچيو … او پلي لارې له پليو ، دروېزګرو ، ازادو او ګرځنده صرافانو ، پلورونكيو او تنبګونو پاك ساك ، د سيند د غاړې لرګين دوكانونه ، جونګړې او كوډلې پر بل مخ اړول شوې او ان سوځول شوې برېښېدې . زه ښايي له هغو ګوتو شمېر كسانو څخه وم چې وازې تڼۍ د ښار پر چكر راوتلى وم او بې دوړو ، لوخړو او چكړو مې مټې له ازادې پسرلنۍ هوا خوند واخېست . لا يوه ګړۍ تيره نه وه چې اتلس پوړه ته ورسېدم د خپل كار ملګري استاد صميم او لطف الله مومند مې هم له ديارلسم پوړه راكښيستل . يو څه وړاندې مو يو ټكسي ډوله ځانګاډى وموند او د جشن د سر تړلې او كلا بندې سيمې پرځاى يې د بربنگ (باغ بالا) لږ څه ارتې ورشو ته وروخېژولو . څارندوى اكاډېمۍ ته څېرمه مو د استاد لورين كره له لورېينې ډكه غرمنۍ تېره كړه او له نوې مترې سره بېرته خپلو ځالو ته راستانه شو .
دا چې زده كړه والو او فرهنګيالو پر راتپل شوي جشن څه راز شننې او څرګندونې كولې ، خو ما ته د ساده او نالوستو هېوادوالو نيوكې او اندتوګې ډېرې په زړه پورې او باور وړې وبرېښېدې . په هماغو ورځو كې چې يې د تيارۍ ډرنامو شاوخوا لارې سړكونه رانجتلي او ترينګلي ول ، په ناببري ډول درې ورځې پرله پسې پر درو ټكسي والاوو ورپېښ شوم . يوه ورځ پر يوه پښتانه كوچي چې له ټوپكسالارانو په څو راژغورلو غېلو يې يو زوړ غوندې ګاډى رانيولى او بيا يې سم له سمونې پرې د ټكسي پلېټ لګولى وو او زه يې د ښار منځۍ په موخه مټې د ولي مېنې (شش درك) له ګورنډو او ډنډو څخه د عسكري كلوپ برنى ګوټ ته راواېستلاى شوم ، له هغه بد اكره يې راته سر وټكاوه چې له يوې مياشتې راهيسې يې په هغه ټاکلې سيمه کې د تېلو لګښت هم پوره كړى نه دى او زما له "ولې" سره يې سوړ اسوېلى وکېښ او پر خبرو راغى :
- ته ګوره دا څه حال دى ، تا نه په دغه يوه ټوټه سپرلۍ څه واخلم ، د ښار بلې سيمې ته مې هم ټرافيك نه پرېږدي او بډې رانه غواړي … دا سرخوړلى جشن يې څه مانا !
- وايي چې دا كابل ته د مجاهدينو د راتګ او له كافرو نه يې د ازادولو جشن دى … .
- دا څنګه ازادي وه ، ډاكټر نجيب او حكومت يې څه بېدينه وو . د هغه په دوره كې موږ ټول كوچيان له پاكستانه راستانه شو او ټولو به دا ويل چې روسان يې بېرته له هېواده وكښل او روغه جوړه يې اعلان كړه … .
ما د كوچي ټكسيوان خبرې داسې وانګېرلې چې ګوندې د ټبرني "احمدزي" تړاو له مخې هغه ارماني، خو بله ورځ چې پر يوه پوخ منګي نالوستي هزاره واوښتم ، ورته خبرې يې راغبرګې كړې ، خو له يو څه زيات پرداز سره :
- دا جشن د دې لپاره نيول كېږي چې ٣٦ هېوادونو مو پر وطن تېرى كړى او بيا دا چې ټوپكسالارانو كابل لوټ كړ او قتل عام يې په پوره مېړانه ترسره كړ هغه هم په دې پلمه چې له كفره پاك شي … ايا ډاكټر نجيب الله او حكومت يې بېدينه وو ؟
هغه خو چې څنګه وړاندويېنه كړې وه ، هماغسې يې كابل د وينو پر حمام بدل كړل . طالبانو هم له همدوى سر راپورته كړى وو او اوسنۍ نارامۍ ، بې امنۍ ، وسله وال چورچپاول ، مرګ وژوبلې ، ترهګرۍ او تروښنې (اختطافونه) ، د كوشنيانو ، نشه يي توكو ، ځنګلونو ، ګرانبيو ډبرو او لرغونتوكو قاچاق هم د همدغو جهادي ټوپكوالو د جنايتونو بېلګې ګڼل کېږي . د امريكاييانو په ملاتړ يې هر تنظيم ته د كړو جنايتونو د انډول له مخې وزارتونه او نورې لوړې څوكۍ وروېشلې ، مشران خو يې د هېواد مشر مرستيالان او مشاوران ټاكلي او همدا چې يې كوم يو له څوكۍ لرې كړ شي ، بيا يې نو جنايات د ورځې پر ځاى د شپې ترسره كوي . د تيارو كورونو او وړيا نمرو او يوځايي ځمكو وروېشنه يې لا له څېرمه امتيازاتو څخه ګڼل کېږي . لكه واخلې د وزير اكبرخان او تاريخي شېرپور هغه . هرګوره ، پر دې يې ځان ناګاره كړ او يا هم ناخبره وو چې د وحدت تنظيم ته يې لس زرګونه جريبه ځمكه (د دارالامان وراخوا غره لمن ته) او د حركت مشر آيت الله محسني ته د خوشال خان لېسې پخوانۍ ليليه له شاوخوا ګرانبيه ځمکې سره د ولس له جيبه وربښلې - د نورو باندېتانو يې خو هماغه ملي موزيم بس وو چې د اسلامي حكومت په هاغه لومړيو كې يې ولجه كړى وو او د ملياردونو ډالرو لرغونتوكې يې تر نړيوالو بازارونو رسولي ول .
نوموړي ټكسي والا په هغه اوږده سپرلۍ كې چې له ميكروريانو يې تر مخابراتو څه له پاسه يوه ګړۍ ونيوله ، خپلې خبرې نورې هم پسې وغځولې او ويې ويل :
دې وطن ته يوازې درې واكمنو كار كړى دى : امان الله خان ، داودخان او ډاكټر نجيب الله ، بيا يې وويل : عجيبه لا دا ده چې د امريكا په مشرۍ دا دومره په خپل سر راغلي پوځي ځواكونه له ټولو ناخوالو او بخولو سره څوك كافر او نيواکګر نه بولي او نه يې پر ضد جهاد اعلانوي ، نو ايا يوازې شوروي كافر او نيواکګر وو ، هغه حكومت ته يې "دست نشانده" وايه مګر اوسني ته نه ؟
د مسعود په نامه يې دنګ كانكرېټي څلي ته ګوته ونيوله او زياته يې كړه ، دا ځكه چې كابل يې د وينو پر حمام واړاوه او هغه بله څلاري يې چې له يوې تشې لوحې سره د عبدالحق په نامه ځكه نومولې چې د جهاد پر وخت يې پر كابل ښار ړانده توغندي ورول او دومره ډېره مرګ و ژوبله يې نه وه كړې . او ما ته هم په دې خندا راغله او ورته مې وويل : هو هر چا ته د خپل جنايت په كچه پاداش وركړ شوى دى !
تر ټولو هېښنده دا چې يوه شماليوال تاجيك ټكسيوان راته ورته سرټكونې او څرګندونې وكړې او هماغه درېګوني واكمنان يې د هېواد او هېوادوالو يوازېني رښتيني خدمتګاران وبلل . همداسې يې د وينو پر حمام باندې د كابل بدلول هم د "شوراى نظار" او بيا يې د احمدشاه مسعود ځانغوښتنې پايله وښووله او د "وحدت" او "جنبش" وحشت او بربريت لامل يې هم ، هم دى چې د ټلوالو (متحدينو) په توګه يې دواړه جهادي تنظيمونه له ځانه بېزاره كړل او هغوى يې هم له هماغه نه پوخلا كېدونكي خونړي دښنه "ګلبدين" سره لاس يو كړ … .
په كابل كې دغه راز څلوېښت ورځنيو سترګو ليدليو او غوږ اورېدليو دې پايلې ته ورسولم چې كه يوه رښتيني ولسواكي چلېداى او كوم بې پلوه ازاد نړيوال سازمان د هېواد ساده پرګنې ، يا لږ تر لږه له تېرو اور و وينو او ناورينونو ژوندي ژړاند راوتي كابل ښاريان پوښتلي واى ، تر دا منځ به يې ترې يو ډېر په زړه پورې او رښتينى پرتليز قضاوت ترلاسه كړى وو . كومې ټولټاكنې هم چې ترسره شوې او ترسره كېږي ، د واكمنې تورې - سپينې ټلوالې هسې لوبې او ډمامې دي ، بيا هم امريكا وايي ، په افغانستان كې د ترهګرۍ او نشه يي توكو او نورو ناخوالو پرضد مبارزه كوي . د ډېموكراسۍ ، ازادۍ ، بيا رغاونې او د بشري رښتو د خونديينې ستراتېژي پرمخ بيايي او غواړي جنګي جنايتكاران نياووالۍ ته راكاږي !

٢٩-٤-٢٠٠٥:
دغه نېټه زما د څلوېښت ورځني يا نه (سفر) له وروستۍ جمعې او بيا د ادبي بهير له بنډار سره برابره وه ، نو تر درو بجو مې له ځانګړې او رسمي كاره ځان وزګار كړ او له صميم صاحب سره د غښتلي كره ورغلم . هغه له ننګرهاره هماغه شېبه له يوې انګرېزې مېلمنې سره راستون شوى وو . هغه د "اباسين كلچر" د څېړنې پلټنې په لړ كې د دې خوا د پښتو او پښتنو د جاج اخېستنې لپاره راغلې وه او كله چې د بنډار كره كتنې او سندربولې (مشاعرې) برخه پاى ته ورسېده ، ورسره په مركه كې راونغښتل شوم : د لرو برو پښتنو د ژوند وژواك او ګړدودي ، په تېره د نومهالو علمي - تخنيكي ترمينالوجيو د توپير په اړه مې رامخته كړو پوښتنو ته لنډ لنډ ځوابونه وركړل .
پر هغه ماښام ډاكتر منقادالرحمن د استاد صميم او نورحبيب نثار په ملتيا نېغ خپل كور ، رحمان مېنې ته بوتلم او همغلته مو تر ماښامنۍ وروسته ان تر يوې بجې ورته بنډار وغځاوه . شمېر مو هم له ٥ – ٦ ورونو سره د غونډې تر نصابه رسېده . اول الرحمن يې د راتلونكو پارلماني ټولټاكنو په موخه د "يونما" له خوا د كابل او شاوخوا سيمو پازوال ټاكل شوى او له دې پلوه يې د هيلمنو بريو او برياوو زېرى راكاوه .

٣٠-٤-٢٠٠٥:
د اپرېل دغه وروستۍ ورځ مې يومخيزه د خپلو كتابونو د سمبالولو لپاره ځانګړې كړه . له كابل او پېښوره راژغورلي پخواني او نوي كتابونه مې د علامه حبيبي كتابپلور (صدارت څلارۍ) ته وروسپارل او تازه چاپېدونكي هغه مې د پايليزونې تر پړاوه ورسول . بيا هم ناچار وم ، لوړ پوړې ودانۍ ته ورستون شم او پر دوتر باندې د خپلې كاري سوبتيا پاسلنه وكړم .

١-٥-٢٠٠٥:
د دغې نېټې له خوإو خاطرو يوه ترمخكېني كنفرانس راوروسته د خپل پوهنځي د شاګردانو او نورو مينه والو په ادبي غونډه كې كارنده برخه اخېستنه وه چې زما په يوه لنډه ارزونه او د څو كتابو په وړاندېينه پاى ته ورسېده . د بي بي سي دوو تكړه خبريالانو او كره پښتو لارويانو ملالۍ شينوارې او مصطفى سالك او د راديو افغانستان د يوه پخواني بلوڅ وياند او اوسني سلاكار ګډون راسره هم يو ستر غنيمت وو .
د ماښامنۍ مېلمستيا له بركته مې چې د دواړو انصاري ورونو (صديق منصور او عمر منصور) له خوا د نوي ښار پارك ته څېرمه شينواري رستوران كې شوې وه ، درې پخواني جهادي دوستان المان مېشتى مولانا فدايي (كوديخېل) ، ځوان الله نورسېلاب او خپل كليوال سيد فضل رباني پاچا هم وليدل . او له ترخو خاطرو دا ناخواله چې تر سبا پورې مې په كور كې د اوبو او برېښنا سترګې پر سترګو ونه لګېدې .

٢-٥-٢٠٠٥:
د كمپيوټري نومونو د پروژې چلوونكي عمر انصاري راسره د لاهور غونډې په موخه تر الوتنې شېبه مخكې مخه ښه وكړه او زما د هغې ټولې همكارۍ د نه سكيندې له كبله رانه بښنه وغوښته . خو بيا يې هم راباندې ټينګارر وكړ چې اكسفورډ ته تر راستنېدو له مخه يې له اړوندې نړيوالې څانګې سره د رسمي كار تړون "انټرويو" ته غاړه کښېږدم .
مازيګر مې د صديق منصور او مولانا فدايي په ملتيا د روغتيا وزارت له يوه لوړ پوړي چارواك "ډاكټر واحدي" سره يوه ځانګړې او دوستانه كتنه را په برخه شوه او په رنځېدلي او دردېدلي هېواد كې مې ترې د وزارت د كارندوييو يو لنډ "هيله من" جاج واخېستلاى شو . په شينواري مېلمستون كې له هماغو ملګرو سره د سيد فضل رباني پاچا له پېرزوينې ډكې مېلمستيا او خوږو مركو پېخر پېخر اندېښنې څه ناڅه راسپكې كړې او د بېلابېلو اندتوګو والا هېوادوالو ترمنځ يې د واټونونو د رالنډېدو هيلې له سره راتاندې .

٣-٥-٢٠٠٥:
د دغې ورځې د منډو رامنډو په ترڅ كې له پخواني ازاد خيال ژورنالېست دوست ولسمل صاحب سره ليده كاته زما لپاره يو ستر غنيمت وو . سره له دې يې چې په بېلابېلو نومونو د خپرېدونكې مهالنۍ يو همېشنى لوستونكى پاتې شوى يم ، خو په پاكستان او بيا ناروي كې يې تر دغه دمه له ډېرو دردونو او كړاوونو ناخبر پاتې وم . د شينواري وريتې (كباب) مېلمستيا يې د اكابو پر لاس راكړه چې په دغو دواړو هېوادو كې مې له ټولو ګاللو ناخوالو او نادودو خبر كړي . د پاكستان په زندانونو او بيا يې په ناروي كې د شوروي سفارت مخې ته د مرګ تر پولې اعتراضيه روژې رښتيا هم د بې امانه ژوند جګړې او سياسي مبارزې يو تراجيك داستان جوړوي . ډېره لنډه (او ړومبۍ) روژه يې په څرخي زندان كې وه چې ما پرې پر يوولسمه ورځ له ازادېدو سره ما ته كړه ، هغه هم د سرو لښکرو له راتګ او د خونړي امين له رانسكورېدو سره چې زما او د ده په ګډون يې د زرګونو بېګنا هېوادوالو پر مخ د هغه دوزخي باستيل پولادي دروازې را پرانېستلې ، خو كاشکې سيال زبرځواك ورته تلك نه واى اېښی او بيرته ژر له افغانستانه وتلى واى !
د  ولسمل صاحب تر غرمنۍ راوروسته د مخابراتو په اووم پوړ كۍ ټاکلې انټرويو ته ورغلم او ماښام مهال يوه پخواني پوهنتوني شاګرد "حيات الله" په خپل ګاډي كې تر نويو ميكروريانو پر يو شمېر دوستانو وګرځولم او د دوستۍ پوروپار مې ور پرې كړ ، خو نور راباندې د بې امنۍ له كبله د شپې بنديز ولګېد .

٤-٥-٢٠٠٥:
څنګه چې د همدغې ورځې پر دوو بجو مې په كابل كې روزي نوره پاى ته رسېده او نه پوهېدم ، په هغو څو پاتې ګړيو كې د كوم ناليدلي دوست د ليدنې رښته پر ځاى كړم او هممهال ترې "مخه ښه" هم واخلم ، خو د صفيه جانې د ګاډي لورونې راباندې هر څه اسان كړل او په شړكنده باران كې د پروفيسر رسول امين او ورسره په دوتر كې د درې سره دوستانو (رشيد وزيري ، صوفي جمعه ګل او قيصر اپرېدي) ړومبي او وروستي ليده كاته راسره وروستۍ خوږه خاطره پاتې شوه چې تر اكسفورډ يې رابدرګه كړم . د جنګ ، جنايت او جهل ځپلو افغانانو د ژغور وهوساينې په هيله !