د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاكستان، او په افغانستان كې وروستۍ خونړۍ پېښې

غوربندوال 23.01.2006 02:00
افغاني مطبوعاتو په کندهار ښار او د همدغه ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې چې د ډيورېند کرښې ته جوخته پرته ده، د ځانمرګيو بريدونو په اړه غبرګون كې ټينګار كړى چې ددغو چاودنو او وژنې تر شا د پاكستان د استخباراتي کړيو لاس دى. د افغانستان ځينو لوړپوړيو چارواكو او واليانو هم په بيا بيا دغه خبره كړې ده. ولسمشر حامد كرزي د سپين بولدك له چاودنې وروسته مطبوعاتو ته وويل، افغان دولت داسې شواهد لري چې د وروستيو پېښو عاملين بهرنيان دي چې د ځانمرګيو بر يدونو په ترسره كولو، د ښوونكيو، ديني عالمانو، انجينرانو، د خيريه بنسټونو كاركونكيو، پوليسو او ملكي خلكو په برمته كولو او وژلو او د ښوونځيو، مدرسو او جوماتونو په شهيدولو د افغانستان د رغاوني بهير له خنډ او ځنډ سره مخ كړي.
 راځئ چې وګورو، د دغو بريدونو په ترسره كولو سره د پاكستان موخه څه ده؟ افغانان له پاكستان سره د ديورېنډ د تړون پر سر ستونزه لري چې د نومبر د ۱۲ د ۱٩۹۳ پاى ته رسېدلى، په داسې حال کې جې دغه تړون د پاکستان له موجوديت څخه لا پخوا کښل شوى.
 كه له يوي خوا پاكستان له هند سره په كشمير كې په جګړه دى، تر څنګ يې په هېواد كې دننه د بلوڅانو شخړه هم بې له كومه سولي او جوړجاړي روانه ده او له بلې خوا ددې خطر احساس به هم ورسره وي چې كه افغانستان پياوړى او په خپل ځان متكي او آرامه هېواد جوړ شي، نو بيا به خپله هغه سيمه وغواړي چې له نګرېزانو سره د ډيورنډ د تړون له مخې بيا وروسته د پاکستان د جوړېدو په وخت د همدغه هېواد په په حدودو كې راغلې وه.
 کارپوهان او ډيرو افغانانو چې د پښتونخوا له وګړو سره يې خبرې شوې، ډېرى يې غواړي چې دغه كرښه نوره ورکه شي او د ورونو ترمينځ فاصلو ته د پای ټكی كېښودل شي. د پاكستان دولت په ويره كې دى چې كه كرښې ته څېرمه افغانان په ځانګړي ډول پښتانه ارامه وي او سره نږدي وي، نو دوى ارومرو د خپلې خاورې غوښتنه كوي.
 دغه هېواد د خپلې بهرني پاليسي چي پاكستان ورته (پټه ستراتيژي) وايي، د خپل ملك د دفاع لپاره دا ښه ګڼي چې ټول افغانستان په ځانګړي توګه دغه پښتون مېشتې سيمې نا امنه كړي. په دې توګه دوى داسې انګېري چې له يوه خوا خپلو موخو ته نږدي شي او له بلې خوا نړيوالو ته دا وښيي چي د دوى په وينا ترهګر پټځايونه هم همدلته دي.
 پاکستان فکر کوي چې د دې كار د ترسره كولو لپاره پاكستان يواځينۍ لار لري او هغه داده چې د افغانستان د دولت ضد اورپكي او ترهګرې ډلو ته په خپله خاوره كې د روزنيز كمپونو جوړ او پر پوځي تجهيزاتو يې سمبال وساتې چې په افغانستان كې نړيوالو مېشت ځواكونو، مېشته بهرنيو مرستندويه ټولنو، او خلكو ته سرخوږى پيدا كړي، او له بله پلوه د د ډيورېند د کرښې دواړو خواوو ته پروت قوم د وير پر ټغر كښينوي.
 د سپين بولدك پېښې دا مسئله نوره هم روښانه كړه او ټولو ته معلومه شوه چې ددې پېښې قربانيان د دواړه اړخونو، سپين بولدك او د چمن بيګناه خلك وو.
 بل لامل داهم دی چې دغه هېواد غواړي په افغانستان كې امنيت ګډوډ كړي او داسې شرايط برابر كړي چې افغانستان يو ځل بيا له پاكستان څخه مرسته وغواړي او خداى مكړه د دوى په مرستو متكي پاتې شي، د نړيوالو قوتونو حضور په افغانستان كې نا كامه وښيي او د ځانمرګيو بريدونو په ترسره كولو سره افغانان د امنيت او سولې د روان بهير چې هره ورځ غښتلی كېږي او د پرمختګ په حال كې دى نهيلي كړي. ترڅو افغانان په خپل موجوده دولت بې باوره كړي او د امنيت د ګډوډولو هڅه وكړي.
 دا چې دغه بريدونه څوک څه ډول ترسره كوي ، دا په بشپړ ډول معلومه نه ده. په دې وروستيو كې دا خبرې هم كېږي چې په پاكستان كې مېشت بنسټپالې او څارګرې (افراطي او استخباراتي) كړۍ په هغه هېواد كې بيوزلي او پودريان خپلو مركزنو ته غواړي او د دوى له كسانو له خوا دا ورته ويل كېږي چې كه دوى په ځانمرګي بريدونو لاس پوري كړي ددوى په اند جنت ته ځې، حال دا چې اسلام او انسانيت دواړو د داسې كړنو پوره مخالفت كړی او دا يي نه بخښونكې ګناه ګڼلې ده
 ډېر كارپوهان اوس په دې باور دي چي يوازي د طالبانو پښه په دغه شان پېښو راښکېل ګڼل به ډېره ښه خبره نه وي، ځكه ډېر ځله داسې پېښې شوي دي چې طالبانو يې پړه نه ده منلې چې ښه بېلګه يي د تيرې ورځ د سپين بولدك چاودنه وه. ددوى په وينا زموږ د وطن ټول دښمنان چي له هره ځايه وي او يا له هره خوا او لوري سمبالېږي د طالب د نوم څخه په ګټه اخيستني خپلي ورانوونكيو فعاليتونه ته زور وركوي او ملامتي يي يوازې په طالب نومه ډلې تمامېږي.
 د ولسمشر يوه بله وينا هم ده چې (كه چيرې امريكا او نړيواله ټولنه له افغانستان سره د تروريزم څخه د خلاص هېواد په جګړه كې همغږى پاتې نشي، نو دا به هم لرې نه وې چې نوموړی به په خپل هېواد كې له دغو پيښو سره مخامخ شي) چې ډېر پرځای ده، ځكه كه دوی په افغانستان كې د وېروونکيو او ترورېستي فعاليتونو او په ګاونډيو هېوادونو كې يي روزنځايونه او ريښې له بيخه ونه باسي نو باور دى چې د وخت په تېرېدو سره به د دوى تروريستي فعاليتونه نور هم پراخ او ډېر نور هېوادونه به د افغانستان په څېر د ترورزيم ښكار شي.