د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان ددولت کاروان چيرې روان دی؟ او څه باید وشي؟

ډاکترمحمدظاهر حاذق 19.01.2006 03:00

د اوسني وخت په یوه قطبي نړۍ کې او د افغانستان په اوسنۍ واکدارۍ کې چې په حقیقت کې د توپکسالارانو واکدارۍ ده، ډېر افغانان د را تلونکې په برخه کې اندیښمن او شکمن دي او د تو نل په آخیر کې کومه روښنایي نه ورته په سترګو کیږي. که څه هم چې وروسته د طالیبانو دسقوط نه او په تېره بیا دبن دغونډي را هسي د نړۍ د هیوادونو پاملرنه و افغانستان ته په بیساري ډول زیاته سویده اوهم د امنیت په ټنکېدو کې ورسره د ناتو دسولي ساتي قواوي مرسته کوي او غواړي چې پدی کال کې د خپلو سرتېرو تعداد د ۹۰۰۰ نه و ۱۵۰۰۰ ته جګ کړي او د افغانستان دسهیلي ، ختیزو او لوېدیزو سیمو امنیت هم ټېنګ کړي، دبن دغونډي را هسي هر کال یوکنفراس د افغانستان سره د اقتصادي مر ستو او د امنیت د ټنکېدو ل لپاره جوړ سوی دی, داواري په نظر کې وه چې دا کنفرانس په کابل کې جوړ شي، خو د امنیتي ستونزو د کبله په لندن کې جوړیږي. د دی مرستو تر څنګه پداخل کې هم ځني کارونه سرته رسېدلي دي لکه دیو سیاسي چوکاټ جوړیدل : د بېړنۍ او داساسي قانون د لویو جرگو راوغوښتل، داساسي قانون جوړیدل او تصویبدل، د ولسمشرۍ او پارلمان ټاکني. په اقتصادي، روغتیايي، د زدکړي او روزني په برخه کې هم څه ناڅه کارونه سویدي، خو سربیره ددی ټولو لاس ته را وړونو نه ولس بیا هم ډېر ناراضه دی او شکایت يې لوړ دی. علت ددی شکایت او نه رضایتۍ څه دی؟ یا ني که دلته واقیعیت په نظر کې ونیسو او راساًولس ته مراجعه وکړو چې شکایت يې هره ورځ د مطبوعاتو او بیلو بیلولارونه اوریدل کیږي او دیوطرفه او وابسته مرجوع د پروپاګنډې نظر پوښتنو تر تاثیر لاندي را نسو.
یو علت د ولس دشکایت او د نارضایتۍ روښانه دی ، هغه واوریدل چې په تېرو څلورو کلونو کې تر اته ملیارده ډالره نه زیات د هیواد سره مرسته وسول, خوپه عمل کې ډېر لږ څه و لېدل سول، ډېر افغانان سرپناه اوکار نلري، د غذا، دوا او د ژوند د نورو بنسټیزو ضروریتونو په برخه کې ډېري ستونزي لري. ددی کبله هغو ی شکایت لري او ددی له څنګه يې طبعاً انتظارات هم ډېر زیات دي ځکه چې هغوی دونیمي لسیزي ډېري خوارۍ او ستونزي ګاللي دي او ډېرو يې هرڅه د لاسه ور کړیدي، هغوی اوس غواړي چې بیرته عادي ژوند وګړي او غوښتني هم مشروع دي.
ډېر افغانان پدی واقعیت هم ښه پو هیږي چې دا ټولي نیګړتیاوي په درو،څلورو کلونو کې نشي پوره کېدلی اوهم ورته معلومه ده چې د هیواد اقتصاد دسقوط په حالت کې کرار لري، خو بیاهم دسولي، امنیت او د هیواد د راتلونکي په برخه کې انديښمن دي،ځکه هغوی د جهاد په اوږدو کې دېر څه زده کړیدي، د هیواد داخلي او خارجي دښمنان يې ښه پژندلي دي چې هغوی سوله اوامنیت نه غواړي، همداسي کوم خنډونه چې په مخ کې پراته دي اوکومي سهوي چې پدي برخه کې سويدي، ورباندي کم او زیات پوهیږي.

د امنیت او دولت دکارونوپه مخکي اصلاً دوه ډېر لوی خنډونه پراته دي،کوم چې دنورو ډېرو ستونزو درا پیداکېدو علت ګرځېدلي او ګرځي، هغه امنیتي او اقتصادي ستونزي دي . د هغوی د ممکنه حل لپاره څو وړاندیزونه :

اول- د امنیت ستونزه:
د امنیت ټېنګول د ولس تر ټولولمړنۍ او دوامداره غوښنته ده چې د دولت او نړیوالي ټولنې نه يې لري. واقیعیت دا دی چې دولت دسولي ساتي قواوو په مر شته امنیت په نسبي ډول ټېنګ کړی دی، خوهغه ولس ته په هیڅ ډول دقناعت وړ نه دی،ځکه جنایت اود ترهګرو حملي ورځ په ورځ زیاتیږي، اداري فساد او رشوت خوري خپل اوج ته رسېدلي دي او د ولس د شکایت اوریدولو لپاره کومه اغیزمنه مرجع هم نشته. د امنیت دټنکېدو لپاره دېر مصارف شوي او کیږي، خوپدی څلورو کلونوکي دهغه لپاره یو بنسټیز اوږدمهاله پلان نه دپوځي اړخه اونه د سیاسي اړخه جوړ سوېدی، کوم چې د عملي او رواني نظره خاص ارزښت لري اودافغانستان لپاره حیاتي موضوع ده. د اوسنيو تدابیرو لویه برخه ورځني اولنډمهاله پروگرامونه جوړه وي. اوږد مهاله پروگرامونه يې د ملي اوردو او پولیسو روزنه ده، کوم چې دبده مرغه تر اوسه پوري يې نژدي نمايي برخه بشپړ سویده اوهغه هم ډېر نواقص لري، که څه هم په اول سرکي هم ما اوهم اوډېرو نورو افغانانو دولت ته وړانديزونه وکړل چې توپکیان دي یاټول بې وسلي شي اویادي دهغوی نه واقعي مجاهدین بیل او ورځني دي منظم ملیشه قطعات جوړکړل شي، خو د اردو ا وپولیسو سره باید ګډ نشي، ځکه هغوی دیسپلین نلري اویوشخص یا توپکسا لار ته وفاداره دي او د اردو او پولیسو په صفونو کې د نورو افرادو دیسپلین او مورال خرابه وي ... ورسته بیا ګوت نیوکي او اعتراضونه پردی بې بنسټه کار باندي زیات سول، خو څنګه چې ددولت قدرت د اوله سرنه بیا تر اوسه پوري اصلاً د توپکسالارانو په لاس کې وو او دی، نو داسې وړاندیزونو او اعتراضونو کوم ځای ونه نوی او نه بې و نیسي. پدی غلط کار کې دامریکا چارواکي هم لوي قصور لري چې خلاف د منطق او د یوي واقعي دموکراسي داصولونه يې توپکسالارا ن پر افغان ولس باندي تحمیل کړل او په توپکیانو يې د سرتېرو او پولیسو دریشۍ واغستلی. ترکومه وخته چې هغوی د ار دو او پولیسو په لیکو کې ځای ولري، همداحال به روان وي یاني بې امنتیي به وي، ولس به پر هغوی اعتماد نکوي او نه به سمه همکار ي ورسره وکوي، کوم چې د امنیت دټنګېدو لپاره ډېر اړین دي. داډول نواقص په هره برخه کې ډېر زیات دي، خو ترټولوی خنډ د امنیت ، بیا روغونې ا و نورو دولتي کارونه په مخکي بیا هم د غه توپکسالاران او توپکیان دي او تر هغه وخته پوري چې هغوی د دولت په ارگانونوکي موجود وي، همداسي به کارونه فلج اوهیڅ یو مشکل په اساسي ډول نه حل کیږي.

ددې ستونزي د اساسي حل لپاره دا لاندي تدابیر اړین دي :

۱ - ملي اردو،ملي پولیس او‍ د دولت ارگانونه باید د توپکیانو، توپکسالارانو، رشوت خورو اوبي کفایتو مامورینو او کار کونکو نه پاکړل شي ( که څه هم چې په اوسنۍ وخت کې دري سره ځواکونه لکه اجرایه، قضایه اومقننه دهغوی په کنترول کې دي اوهر یوملي حرکت ناشوني ښکاري، خو ومولېدل چې د ولس په دوامدارو غوښتونواو کلک عزم سره یوازي پدي نژدي څو کلونو کې ډېرشیان چې ناشوني ښکاره کېدل، هغه شوني سول).
۲- د ولس ملا تړ بايد دټولنیزو او عیني واقعاتو پربنسټ ترلاسه کړل شي. ددی کارلپاره اړینه ده چې د مسلکي اوبا تجربه خلکو( سیاست پوهانو ، ټولن پوهانو ، روانشناسانو ، حقوق پوهانو او نورو چې په ټولنیزو چارو کې مهارت لري) ، په مرسته موثر پروگرامونه جوړ کړل شي اود دیني علیمانواو وطني باتجربه خلکو په مرسته پلي کړل شي. که چیري ولس مرسته وکړي،د افغاني ټولنې په تېره بیا دپښتنود ټولنیزو تشکیلاتو له مخي بیا د ترهګرو اود نورو جنایتکارو ډولو د لوبو لپاره ځای نور نه پاته کیږي.
۳ - د دولت په چوکاټ کې د یوخاص، مستقل اروگان جوړیدل اړین دی چې هغه په مستقیم ډول یوازي د ریس جمهور د اوامیرو تابع وي چې پوره صلاحیت ولري اودونورو مربوطه دایروسره په همکاری په ډېر موثر، فني اوعملي ډول دجنایتکارانو او اداری فساد سره مبارزه وکړي، دبیارغوني دکارونو لپاره لاره خلاصه کړي اوهمداسي د عدالت په پلي کېدومرسته وکړي. شاید ودی ته ورته کوم ارگان فعلاً هم موجود وي، خو خبره دهغه په خاصو تشکیلاتو، د پرسونلو په انتخابېدو، د وظایفوپه ټاکلو او عملي کولو کې ده. دا کار طبعاً نورو ډېرو توضحاتو ته ضرورت لري کوم چې ددی لنډي مقالي د چوکاټ نه زیاتیږي.
۴ - دامنیت موضوع که څه هم فعلاً ډېره لویه او مشکله ښکاري،خودحل لاره یي په عمومي ډول په یو معقول او موثر سیاست پوري اړه لري. داخلي سیاست به هغه وخت موفق وي چې و پورته درو وړاندیزونو ته مثبت جواب وویل شي. د خارجي سیاست دنده ده چې ځیني موثرتدابیر ونیسي، که رښتیا هغه غواړي چې په افغانستان کې دي امنیت ټېنګ او دموکراسي دي پلي شي ( پرکوم چې زه ډېر شک لرم ځکه هغه پر دی اوسنۍ لاره اوپردی اوسنۍ سیاست سره د هدف نه ډېر لري دی)، ددې هدف لپاره ضرور ده چې اول دافغانستان خپلواکي او د خاوري بشپړ توب په دایمي ډول یا اقلاً دډېرو کلونو لپاره دملگروملتونو او ناتو لخوا تضمین کړل شي(په اوسنۍ وخت کې د امریکا اوسولي ساتوقوا په موجودیت کې د ځینوګاونډیو هیوادونولخوا د افغانستان خاوره لاندی کیږي، په کوم کې چې د امریکا حکومت په مستقیم اوغیرمتقیم مسئولیت لري)، پدې ډول ډ ګاونډیو سمیزو استعمار چیانو طمعه قطع کیږي چې یوه ورځ به د افغانستان یوه ټوټه بیاجلا اویا به هغه په خپلو کې سره وويشي ، ددې کبله هغوی د افغانستان امنیت سبوتاژ وي، ترهګر روزي او افغانستان ته يې د تخریبکاریو لپاره استوي. دلته باید دملګرو ملتونه د امنیت شورا ددغو حکومتونو سره چې ترهګر روزي اودافغانستان امنیت خرابوي ، جدې معامله وکړي اودهغوی درواغ ویلو ته نور د پای ټکی کښیږ دي چې نه نور ترهګر وروزي او نه د افغانستان پداخلي چارو کې لاس وهنه وکړي. دحېرانتیا خبره داده چې ډېرو عادي افغانانوته په افغانستان او ګاونډیوهیوادونو کې دا راز معلوم دی چې ترهګر چيري او څوک يې روزي، خو د امریکا او غربي هیوادونو استخباراتو ته دي دا راز معلوم نه وي ؟؟؟ علت يې شاید داوي چې یاهغوی نه غواړي چې ځان خبرکړي اویا به البته هغوی ډېرد بیګناه افغانانو په تعقیب او او ځورولو اخته وي، کوم چې دخلکو دشکایت او خبري ر سنېولخوا په دوامدار ډول اوریدل کیږي او دهغوی پر بشري حقونه تېری کیږي، یاهغوي ناحقه په یوه یابله بهانه وژل کیږي اویا په کلونوپه زندانونوکي بیله د محکمې دحکم اویا کوم جرم داثبات نه ساتل کيږي او دومره ځورول کیږي لکه د دیکتاتوري او فاشستي رژیمونوپه زندانونو کې. ددی کبله شاید مسئول کسان و اصلي دندي ته یاني دترهګرو د پېداکېدو لپاره کافي وخت ونلری او په کار کې پاته راغلي دي. امریکايي سرتیري د افغانانود رسم او رواج، کلتور اومذهبي عاقایدو پرا نلري ، ولس ورنه دېر ناراضه اوپه عذاب دی اودبي ځایه شدت نه کار اخلي. طبعي ده چې ولس پداسي یوحالت کې ومرستي ته نه حاضریږي، پرهغوی اوپر دولت اعتماد نشي کولای . دادا شي یوه لویه اشتباه ده لکه روسي پوځیانو اوتېرو رژیمونوچي کوله. دا هم يو څرکند حقیقت دی چې ترهګر منظم جنایتکارگروپونه دي او په تصادفي ډول منځ ته نه راځي. هغوی په عمومي ډول د دولتونو لخوا یاني دهغوی د استخباراتو له خوامنځ ته راځي او روزل کیږي. نن ورځ ډېر څه پټ نه پاته کيږي، دا چې ولي د افغاني ترهگرو ځالي څوک نشي پیداکولای، وځانته ډېر سوالونه را پیداکوي ؟ پدی اړه څه موده مخکي کرزی صاحب هم په یوه مرکه کې وویل چې باید دترهګرو ځالي پیدا شي او له منځه یوړل شي. اصلاً بایدهمداسي وشي. پوښتنه داده چې څوک باید دا کار وکړي او څنګه؟؟؟ پدې ډول لکه په کنړ، باجوړ اونورو ځایونو کې چې بیګناه پښتانه په تېره بیا واړه او میر مني وژل کیږي ،دا خو يوه ډېره غیر موثره ، باطله او دنفرت نه ډکه لاره ده. هیله ده چې دپښتنو وژنو او ځورونو ته ډېر ژر خاتمه ورکړل شي او پر ځای يې دترهگرو اصلي ځالي پیدا او په نښه شي.
زماوړاندیز دخارجي ځواکونو په برخه کې دادی که چیري سوله ساتي قواوي په ټول هیواد کې دامنیت واګي چاري پلاس کې واخلي او امریکايي قواوي په قطعاتو کې په سمبولیک ډول دخارجي خطر سره دمقابلي لپاره پاته شي، دا کار به دپورته وړاندیزونو په نظرکي نیولو سره موثر تمام شي، ځکه امریکايي قواووته افغانان او نړیوال په بده سترګه ګوري. امریکايي پوځیان پخپله د دوه کبله دبي امنتي سبب گرځي، دیوي خوا د هغوی دظلم او غیر انساني برخورد دکبله او بلي خوا ترهګر او ماجراجویان چې امریکاته دیو استعماري ځواک په سترګه گوري، چیري امریکايي پوځیان وي، هلته ځان ورسوي. مخکي يې زور په عراق کې وو، اوس په افغانستان کې هم دځان وژني او هلته ورته تکتیکونه کار اخلي.
دترهگرو ماتي ديومعقول اوموثر سیاست اوښه روزل سوامنتي او جنايي پولیسو اواستخباراتو دلاری نه ډېره ممکنه ده نسبت وپوځي ډېر پرمصرفه او کم ثمره عملتاتونه.
د امریکا د پوځي مرستي نه دهغي سیاسي او اقتصادي مرستي ډېري ګټوري او موثري تمامیږي. خو دیوي خوا د امریکا خود خوا چارواکو ته قناعت ور کول ډېر مشکل کار دی او د بلي خوا داخلي مسلطه جګړه ماران نه پداسي کارونو پوهیږي او نه يې غواړي، ځکه هغوی خپله ګټه په جنګ او بې امنیتي کې ويني. د بادرکه مامورینو او افغانانو خبره څوک اوري نه. د امریکا د ولسمشر دمرستیال ښاغلي دیکچیني او دفاع وزیر ښاغلي رامسفلد روستي سفرونه و افغانستان او دسیمي نورو هیوادونو ته یوار بیا وښودل چې امریکايي چارواکي خپل داشتباه نه ډک سیاست نه نه تېريږي او بیاهم داسې کسان او چارواکي حمایه کوي چې سوله او امنیت په افغانستان او سیمه کې نه غواړي.
که څوک په افغانستان او سیمه کې په رښتیاسره دوامداره سوله او امینت غواړي، نوبایدتاریخي او عېني واقعیات په پام کې و نیسي او دیو هوښارانه اومعقول سیاست دلاري نه هغه حل کړي چې د ولسونو او قومونه قناعت حاصل شي. غیر لدینه د وخت ضایع کول دی، یوازي ددی ناروغۍ دعلایمو سره مبارزه ده، اصلي ناروغي یا ستونزه پرخپل ځای پاته کیږي.

دوهم - اقتصادي ستونزي دي چې دولت او ولس ورسره لاس په گریوان دی:
كومي اقتصادي پروژي چې تر اوسه پوري د دولت لخوا په لوی بري سره ترسره سویدي، هغه يوه د نوي افغانۍ رواجول وه اوبله هم دکابل - کندهار دسړک جوړول وه( كه يې نواقص دلته په پام کې و نه نیول شي). افغانۍ که څه هم تر اوسه پوري تر لسو افغانیو نه زیات خپل ارزښټ د ډالر په مقابل کې دلا سه نه ور کړېدی، خویوه ډ ېره ګټوره پروژه وه چې هم يې په راکړه ورکړه کې ډېري آسانتیاوي را وستلي اوهم يې هر کال و ولس ته د سلګونو ملیونوډالرو په ارزښټ ګټه رسیږي ، په تېره بیا په اوسنۍ وخت کې چې د واریداتو کچه د صادراتو په پرتله ډېره لوړه ده، په بل عبارت کوم مالونه چې و افغانستان ته راځي هغه ارزانه تمامیږي.

څو لنډ وړاندیزونه :
۱- د دی کبله زما وړاندیز د افغانستان دولت ته دادی چې د افغانۍ د ارزښټ د جګېدو لپاره د ټولو فني او رواني میتودونو او وسایلو نه کار واخلي. څنګه چې څرګنده ده، داسعارو ارزښټ تر ۲۰ فیصدو پوري په عېني شرایطو پوري تړلی دی او تر ۸۰ فیصدو پوري په رواني تاثیراتو او میتودونو پوري تړلی دی. که چیري دولت د لندن په راتلونکي کنفرانس کې د مرستو کونکوهیوادونو او نړیوال بانک په مرسته د داسې یو میکانیزم نه کار واخلي چې دمرستوکونکو پيسونه چې ډېري يې دقوي اسعارو په شکل ور کولي کیږي لکه ډالر، یرو او سترلنګ فونډ، چې دهغه نه د افغانۍ د ملاتړ( پشتواني) لپاره هم کار واخستل شي، ځکه پیسه ، پیسه ده چې د هري لاري نه و هیواد ته راځي، باید د افغانۍ پر قوي کېدو باندي مثبت تاثیرولري. د افغانۍ قوي کېدل په تېره بیا په اوس وخت کې د خلکودژوندد سطحي په لوړیدوباندي او هم دهیواد پر اقتصادي وده باندي مثبت تاثیر لرلی شي اوهم ترهغه نه ګټوره ده چې دخلکو د ژوند سطحه په مصنوعي ډول سره یاني د معاشونو په زیاتیدو سره پورته بیول کیږي.
دمعاشونو جګول انفلاسون زیاته وي ، ځکه که چیري نن ورځ معاشونه یوفیصد زیاتیږي، په مقابل کې يې سبا دشیانوقیمتونه دوچنده او څوچنده زیاتیږی. پدي ډول هم مامورینوته اوهم ولس ته لوی تاوان رسیږي یاني د ژوند دسطحي دپورته کېدو پرځای هغه را کښته کیږي. د طالیبانو او توپکسالارانو د واکداري وختونه يې ښکاره بیلګي دي چې افغانۍ خپل ارزښټ بیخي دلاسه ورکړی وو اوپه آخرو ورځوکي اتیازره افغانیو یوازي یو امریکایي ډالرقیمت در لودی.
۲ - د خلکودژوندد سطحي د لوړیدو لپاره باید داسې تدابیر ونیول شي چې وکولای شي د عرضي او تقاضا توازن برابر او خلکوته د کار امکانات پیداکړي اوهم د ضروري قوانینود ژر جوړولو دلاري نه دخلکو په ورځني کارونو، راکړه ورکړ کې آسانتیا، روانتیا اوچټکوالي راولي (په تېرو څلورو کلونو کې باید ټول ضروري قوانین جوړ او یا اقلاً مسوده شوي وای، خوداکار هم د بده مرغه تر سره نسو. اوس چې پارلمان جوړسو، د هر قانون په جوړیدو او تېریدو باندي ډېر وخت ضایع کیږي) . بیله دضروري قوانینو دموجودیت نه کارونه سمه وده نشي کولای او د ډېرو خنډونوسره مخامخ کیږي .
۳ - په افغانستان کې اوس په کافي اندازه پانګه شته چې ډېره يې د نشیي موادو د قاچاقبرانو او توپکسالارانو په لاس کېده، هغه مړه سرمایه ده ، دهغي نه دسود، سلم او په احتکاري ډول د املاکو په برخه کې لکه ځمکه، باغ، دوکانو او تعمیرونو کې کار اخستل کیږي اود انفلاسون دزیاتېدو سبب گرځيدلی ده اوخلک يې د ډېرو ستونزو سره مخامخ کړیدي. دیوقانون په چوکات کې باید ددی کارمخنوي وشي او پرځای يې ملي تجارانو ته سمه لارښودنه وشي او هڅول شي چې شرکتونه جوړ کړي او وکولای شي چې د افغانانو داړتیا وړ کارخاني پکار واچوي. ددی لاري نه ډېرو افغانانو ته کار پېداکیږي او کرار کرار دخواراکي او مصرفي شیانو د واریدیدو حجم کمیږي، د داخلي خامو مواد و دصادریدو پرځای بايد دهغوی نه بشپړ شوي شیان د داخلي او خارجي مارکیټونو لپاره جوړسي.
۴ - افغانستان څنګه چې یو زراعتي هیواد دی، کرهني او د اوبو ذخیرو ته باید ډېره زیاته پاملرنه وشي، بزگرانو ته اصلاحي تخمونه اوپه ښه شرایطو قرضي ورکړل شي چې خپلي اړتیاوي په پوره کړي او دسود خورو د کړیو نه خلاص شي او د بدیلو یا الترناتیپو شیانو په رواجولوکي د صناعتي هیوادونو په مر شته سره ملاتړ او لارښودنه وشي چې پداخلي او خارجي مارکیټونوکي ښه قیمت ولري، لکه پنبه دپخواپشان، زاعفران، توره زیره، ګلان د اروپايي مارکیټونو لپاره او داسې نور ډېرشیان.
۵ - نشیي مواد لکه چرس او اپین و افغانانوته د سیاسي نظره یولوی درد سر او د اقتصادي ودی په مخکي یو لوی خنډگرځېدلي دي . د افغانستان حکومت اوهم نړیوال حکموتونه تر اوسه پوري پدي لاره کې پاته راغلي دي چې دلویو داخلي او خارجي قاچاقبرانو مخه ونیسي، ټول زور يې پر بزگرانودی، کوم چې د اوبو د کموالي ، قرضداريو، سود او سلم د کبله بله چاره نه نلري. دا کار هم غیر عادلانه او هم غیر منطقي دی، ددی کبله يې موثریت هم کم دی. زه پخپله د هر ډول نشیي موادو که دخانیات دي او که مسکرات دي مخالف یم، ځکه روغتیا ته د هغوی ضرر ثابت دی او په اسلام کې هم ددی کبله منع سویدي. خوزه د صناعتي هیوادونو د چارواکو منطق ته نه پوهیږم چې ځینو نشيي مواد لکه شرابو او سگریټو ته اجازه ور کوي چې ضرر يې دروغتیا لپاره د چرسو او اپینوپه پر تله ډېر زیات دی ( دملگروملتونود روغتایي موسسي دمعلوماتود مخي په نړۍ کې هر کال ۴ ملیونه انسانان د شرابو او ۵ ملیونه هم دسگریټو د کبله خپل ژوند د لاسه ور کوي) ، خو چرسو، اپینو او ځینو نورو ته بیا اجازه نه ور کوي . علت ددی کار څه دی؟؟؟ جواب یي ساده او آسانه دی : اول کوم نشیي مواد چې د صناعتي هیوادونو دلویو سرمایدارانوپه کنترول کې نه دي لکه چرس، اپین او نور هغه منع دي، ځکه هغوی ته يې ډېره ګټه نه رسیږي، دوهم ډېر چارواکي پخپله په شرابو او سگریټو اخته دي او دلویوسرمایدارانو د دیکتات له مخي کار کوي، د وجداني مشکلاتو دکبله د سالم قضاوت په برخه کې ستونزي لري، دریم زور واکي دولتونه د نشیي موادونه دیوي وسلي او وسیلي کار اخلي چې د افغانستان او د دریمي نړۍ دولتونه ترفشار لاندي وساتي او پداخلي چارو کې د لاس وهني موقع ترلاسه کړي.
دحل لاره يې په اوسنیو ضیقو شرایطو کې زما له اند نه داده چې زه يې د ډېره وخته راهسي پلوي کوم او پدي ورستیو وختونو کې یوي خارجي موسسي هم یو داسې یو وړاندیز کړی وو چې د چرسو او اپینو کښت ته دي قانوني اجازه ور کړل شي.
خو ددی شرایطو د مخي: اول - د چرسو او اپینو د کښت اجازه باید یوازي کچنیو دهقانانو ته ور کړل شي، دوهم - کښت او حاصیلات باید مستقیماً ددولت تر کنترول لاندي وي او راساً پرکمپنیو وپرولل شي، دریم - دولت باید دصناعتي هیوادونو د چارواکو او د دوا جوړولو د کمپنیو مالکانو سره په تفاهم اود یو قرار داد له مخي د هغوی د ضرورت په اندازه چرس او اپین ور کړي اوکه د کمپنیو د ضرورت نه زیاتیږي، هغه دي وسوځلول شي او مصرف دي و دهقانانو ته صناعتي هیوادو نه ور کړي. دامصرف نسبت ونورو امنیتي تدابیرو اود هغه ضرر ته ډېر کم دی او که کمپني په سم قیمت هغه را نیسي شاید نورو مصارفو ته ضرورت هم پاته نشي.
دا حقیقت و ډېرو ته معلوم دی چې چرس او اپین د واړه د مسکینو دوا وو په جوړیدو کې دوی ډېري مهمي مادي دي، په تېره بیاد چرسو بوټی د پمبي د بوټی غوندي یو ډېر صنعتي بوټی هم دی چې ډول، ډول ټکران ځني جوړیددای شي، او دفضله موادو نه يې طبعي سره جوړیدای شي او یا د سونګ د موادو کار ځني اخستل کېدای سی. دچرسو بوټی په صنعت کې اصلاً د اپینو ډېر ښه بدیل کېدای هم شي. د اروپايي ټولنې ځني هیوادونه د چرسود بوټی د کښت لپاره خپلو دهقانانو ته سبستي هم ور کوي. څلورم - د غیر قانوني نشیي موادو دتولید اومصرف سره اوپه تېره بیا د داخلي او خارجي قاچاقبرانو سره په مو ثره ډول مبارزه وشي لکه چې پورته د امنیت په اړه توضحات ور کړل سول.
۶ - د اقتصادي چټکي ودي، دهیواد دصناعتي کېدو او د ژوند د اسانتیاو لپاره و انرژي ته ډېره اړتیا ده، د نفتو، غازو او د ډبري د سکرو ذخیري په افغانستان کې دومره ندي چې د ډېري مودي لپاره کفایت وکړي، اوهمداسي د ا ذخیري د نړۍ په سطحه هم په درو ، څلورو لسیزو کې مخ پر خلاصیدو دي اوقیمتونه يې هم ورځ په ورځ لوړیږي، د افغانو زور نه په رسیږي. معقوله دحل لاره يې اوږد مهال تدابیر دي لکه د اوبو، لمر، باد اود طبعي غاز انرژي چې د فضله موادو نه لاس ته راځي. دافغانستان رودونه او ویالي اکثره مساعدي دي چې ورځني برق تر لاسه شي. اوس ډېر کوچني توربینونه هم شته چې د کوچنیو ویالو د او بو نه هم برق تر لاسه کېدای شي چې دڅو کورونو او یایو کلي دبرق اړتیا ور پوره کړي، زما دمعلوماتو له مخي د لغمان په ولایت او ځینو نورو سیمو کې خلک دهغوی نه څه نا څه کار اخلي. د فني لار ښودنو او پوره پاملرني دلاري دا توربینونه ارزانه تر لاسه کېدای شي چې ډېر افغانان ورځني ګټه تر لاسه کړي. د اوبو ذخیري باید داسې جوړي شي چې هم د برق کار ور کړي اوهم پخپله ځان پاک کړل شي. د لمر د انرژي لپاره د ا فغانستان شرایط ډېر مساعد ي چې هم برق تولېد کړي اوهم دپخلي، گرمو اوبو او مرکزگرمۍ کار ځني واخستل ستی. دبرق لپاره د لمر ښیښو یا کولکتورونوته ضرورت دی، ځني نموني یي افغانانو د دوبی نه را وړي دي. په هغوی باندي هغه وخت د افغانانو وسه رسیږي چې هغه په هیواد کې تو لید کړل شي او یا اقلاً مونتاژ يې په افغانستان کې وشي . دا کار باید یا دولت پر غاړه واخلي او یا څو شرکتونه و هغه ته وهڅول شي او یا په دواړو داکارتر سره کړي چې په لویه پیمانه د لمر ښیښي جوړي کړي اوپر خلکوباندي يې په مناسب قیمت او قست خرڅي کړي. د پخلي د دیګدانو او گرمو اوبو کار ډېر اسانه دی، وروسته د دو درو ورځو د کورس نه عادي نجاران او فلیزکاران هم هغه جوړه ولای شي . یوازي ددی لاری نه و ډېرو خلکو ته کار پیدا کیږي،د پخلي کار ډېر اسانه کیږي، دسونګ دموادو پیسي سړی ته سپما کیږي او دچاپریال او هوا په پاکي ډېره مرسته کوي. لنډه داچي د الترناتپ انرژي ګټي ډېري دي ، هغه نه يواځې د ژوندپه ډېرو کارونو او کرهنه کې اسانتیاوي راولي اوهمداسي د چاپریال د پاره ډېره ګټوره تمامیږي . خبره دا ده چې مسئولو چارواکو ولي هغی ته تر اوسه پوري پوره پاملرنه نده کړی او یا يې نه کوي ؟؟؟ دولت او مطبوعات باید ددی انرژي په ګټو خلک خبر کړي او سر د اوس نه ورته ډېر تبلیغات ور کړي. دلمر د انرژي تخنیک په جاپان او المان کې ډېر پر مخ تللي دي او په چین کې هم اوس ورته پاملرنه سویده باید دګډکار لپاره ور سره خبري وشي.
۷ - نړیوالي مرستي باید په سالم ډول وکارل شي، ددی کار لپاره بايد دولت اول پخپل ځان کې دکار ظرفیت، اهلیت او اعتبار پیداکړي اود مرسته کونکو هیوادونه سره په تفاهم لنډ مهاله او اوږد مهاله اساسي اقتصادي پلانونه جوړ کړي. د انجوګانو سره دښمني کومه ګټه نه رسوي، تاوان يې زیات دی، دمرسته کونکوهیوادونو د پالیسي نه د بې خبري او دملي ګټو سره د بې پروایي مانا لري.
۸ - د کارونو د ډېري چټکتیا، اسانتیا او سپما لپاره ډېره اړینه ده چې په دولتي دایروکي کارونه کمپوټري شي، کوم چې ډېر يې تر اوسه پوري په لاس او زاړه سستم سره تر سره کيږي او ډېر وخت ضایع کوي، د بیلګي په توګه که یو سړی د یو کور یادوکان د سودا کوي اویا د کوم دولتي مقام سره كومه معامله كوي، باید پر شلو دفترونو وگرځي او دهغوی نه سند تر لاسه کړي چې پر دی ملک نور څوک دعوی نلري او یا داسړی قرضداره ندی اویا کوم جرم نلری. دداسي یوعادي کار د خلاصیدو لپاره باید سړی اوس هفتي او میاشتي ضایع کړي او وروسته له ډېر رشوت ورکولو نه هغه سرته رسیږي، که چیري ددې کارو لپاره د ولایتونواو هيواد په سطحه یو کمپیوټري مرکز یا دفتر جوړ شي، نوبیا دا شي معلومات په دو درو دقیقو کې تر لاسه کېدای شي، دخلکو وخت به ډېر نه ضایع کیږي اوهم به پداسي کارونو کې د رشوت اخستلو امکانات ډېر کم شي، خو د رشوت سره د مبارزي موثري لاري نوري دي،که څوک يې وغواړي.
ددی ګټو اواسانتیاوو له څنګه کمپیوټر یا کمپیوټري پروګرامونه نوري هم ډېري ګټي لري او افغاني ځوانان اوانجوني اوس په ډېره مینه سره د کمپیوټر او انگلیسي ژبي په زده کړه بوخت دي، دولت ته پکاره ده چې ددغو ځوانانو نه هم په دوایرو کې کار واخلي او هم هغوی ته مسلکي زدکړه د کمپیوټر دپروگرامونو په برخه کې ور کړي او د یومسلکي با تجربه گروپ لخوا ورته دوامداره لارښودنه وشي چې کمپیوټري پروگرامونه هم دافغانانود ضرورت لپاره او هم د تجارت لپاره جوړ کړي. ددی لاري نه هم ډېرو افغانانو ته کار پیداکیږي او هم یوه ورځ یو مهم صادراتي قلم جوړه ولای شي لکه هند چې په کال کې د سلګونو ملیونو ډالرو عاید د کمپیوټرد پروگرامونو د خرڅلاو د لاري نه تر لا سه کوي.

دیو واقعیي آزاد بازار او دموکراسي مخالیفا ن څوک دي؟
څرگنده خبره ده چې هغه څوک مخالف دي چې پدي دواړو کې يې تاوان وي، لکه لوی سرمایداران او په هغوی پوري تړلي انتخابي او غیر انتخابي دیکتاتوران، استثمارگر اواستفاده جوخلک. سړی باید پدي ونه غولیږو چې امریکايي او اروپايي چار واکي چې د آزاد بازار او دموکراسي سیستمونه خبري کوي او هغه د دریمي نړۍ هیوادو نوته د یو مذهب غوندي تبلیغوی او دیکتي کوي،هغوی ته رښتیا هم زمن دي، دبده مرغه خبره داسې نه ده، په عمل کې هغوی پخپله د دی سیستمونو د اصولو نه سرغړونه كوي، خپل بازارونو دپر مختللو هیوادو نو پرمخه تړي یا لوړه مالیه او محصول پر لگوي یا يواځې يوه محدوده آندازه مالونه پریږدي، خپل دهقانان او کمپنی د آزادي سیالي نه دلوړو سبستیو، امتیازاتو او بندیزونو دلاري ساتي او په مقابل کې بیا پر مختللو هیوادو نو فشار اچوی چې خپلي دروازي د صناعتي هیوادونو دمالونو پرمخ همیشه خلاصي وساتي، محصول کم کړي اود خپلو کروندګرو او کمپنیو سره سبستي مر شته ونکړي اوهمداسي د ډېړو غریبوخلکو سره چې بله هغه نه هیڅ چاره نلري. پولي او اسعاري سیستم يې یوطرفه، احتکاري، انحصاري اویو ډېر غیرعادلانه سیستم دی او هر کال د دی لاری نه و وروسته پاته هیوادونو ته په ملیاردونو ډالره تاوان رسیږي او د ودي مخه يې نیسي. دا او نوري ډېري وسیلي چې صناعتي هیوادونه يې د روسته پاته هیوادونو پرضد کاره وي ، دآزاد بازار داصولو سره مغایریت لري. که چیري سړی دا اصل په نظر کې و نیسي چې سیالي با یدد همسویه کمپنیوترمنځ وشي، یاني کچني کسب کاران او کمپني پخپل منځ کې ، میانځنۍ او لوی کمپني هره ډله و ځانته سره سیالي وکړي، بې عدالتي يې لا نوره هم ډېره څرګندیږي . خو صناعتي هیوادو نه د زور، دیکتات او چاچلندیو نه کار اخلي، نړیوال بانک په تیره بیا نړیوال صندوق د هغوی د نوي استثمار آلي دي. افغانستان او نورو وروسته پاته هیوادونو ته ډېره نرۍ لاره پاته کیږي چې د هغی نه په ډېر مهارت او احتیاط سره دخپلو ملي ګټو لپاره کار واخلي.
د موکراسۍ داستان هم د آزاد بازار داستان ته ورته دی. اول یوه واقعي دموکراسي د نړۍ په هیڅ یو هیواد کې نشته، هغه يو نسبي حالت او پروسه ده او د اقتصادي او سیاسي شرایطو تابع ده . په غربي هیوادونو کې چې د ژوند اقتصادي سطحه لوړه ده، د دموکراسي معیارونه یو څه زیات په پام کې نیول کیږي، خود سپتمبر دواقعي نه وروسته او د لویو سرمایدارانو لخوا په لویو ګامونوسره د دیکتاتوری او بې عدالتي خواته راوانه ده، په افغانستان او د دریمي نړۍ په هیوادونو کې د دموکراسي يواځې نوم پاته دی، د فغانستان آخري پارلماني ټاکني يې یوه ښکاره بیلګه ده چې جعلي ترین او کاذبي ترین انتخابات وه. ددی پارلمان او ددی دموکراسۍ نه به ولس څه انتظار ولري او څه ګټه ورته لري؟؟؟ په یو هیوادکي چې دجنګ بیړني حالت روان وي او هلته هر څه د بیګانه ځواکونو په کنترول وي او دهغوی ددیکتات له مخي کار کیږي، هلته ټولټاکني او دموکراسي هسي د زو رولو دغولولو لوبي دي، د ولس لپاره کوم مفهوم او ګټه نلري. په اوسنۍ نړۍ کې موږ ددی شاهدان یو چې ډېر وختونه د انتخابي او غیر انتخابي دیکتاتورانو تر منځ توپیریو مشکل کار دی، ځکه اول ټوله د دموکراسي دعوی لري ، دوهم دواړي ډلي د بشری حقوقونو اود دموکراسي د اصولو پرا نلري، په افغانستان او عراق کې د امریکا فوځیانو دجنایت او دروسي فوځیانو د جنایت سره په افغانستان او چیچنیاکي چندان توپیرنلري او هم يې په اهدافو کې کوم توپیر نه لېدل کیږي، هغه استثماري، استعماري او امپریالستي دي، حتاپه الفاظو اوعمل کې هم چندان توپیر نشته. نتیجه دا چې نن ورځ د ا نتخابي او غیر انتخابي دیکتاتورانو ترمنځ چندان توپیر نشته ، خبره د زور او زرو ده ، څوک چې هغه لري، حق هم لري او څوک چې هغه نلري، حق هم نلری او پر ناحقه دی. حقیقت د بده مرغه دومره ساده دی ، خوهغومره درد ونکۍ دی. یوسړی اویا یوحکومت یوازي په ټاکلو سره دموکرات کېدای نشي ، کوم چې نن ورځ په عامه ډول انتخابات يواځې دموکراسي ګڼل کیږي. دموکراسي وځانته نور ډېر اصول او شرایط لري اوباید په رښتیني ډول دبنسټیزو او بشري حقونو درناوی پکښي وشي. پرته لدینه دموکراسي او ټولټاکني کوم مفهوم نلری، هغه د زوره ورو او تقلب کارانو د غولولو یوه آله گرځي. د افغانانو اود نړۍ د ډېرو انسانانو مشکل د همدی ځایه را شروع کیږي چې نه په افغانستان او نه په نړۍ کې یوه واقعي دموکراسي شته. خو په هیله يې باید اوسو, خپلي هلي ځلي بایدپر دی لاري کې جاري وساتوچي یوه ورځ دخدای پاک په مرسته ديوي واقعیي ولسواکۍ یا دموکراسۍ خاوندان سو.
هغه افغانان چې ځانوملي او ړونداندي ګڼي ، نو ورته ضرور ته چې د ملي ګټو او ملي یوالي لپاره په سیاسي برخه کې یو سرتاسري دموکرات ګوند جوړ کړي او په اقتصادي برخه کې هم قوي شرکتونه جوړ کړي چې دهیواد په مسایلو کې سم رول و لوبولای شي او کار وان يې یو سم لوري ته روان کړي. د زړو ترانو، تورلوګولو، شکایتونو،ګیلو اوماڼوڅه نه جوړیږي. وخت بل او شرایط نور دي، باید دهغوی مطابق ملي ستراتیژي جوړه او لازمي تکتیکونه ورته په پام کې نیول شي. کومي وړي سیاسي دلګي اوټولني چې د ګوندونو په نامه جوړي سویدي چې افغانان ورته سیاسي انجوګاني وايي، هغوی د هیواد او ولس درد نشي دوا کولاي. بیله یو معقول ملي او اقتصادي سیاست نه به د افغانستان د دولت کار وان بې هدفه روان وي.

په درناوي
دافغان ولس دیوالي، بري اوسوکالۍ په هیله.