د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتنو غیر شعوري هلې ځلې او دپښتني هڅو بې کیفیته کول

ډاکټر لمر 19.01.2006 03:00

نن سبا په ميډیا او په ځانګړي توګه په برېښنا پاڼو کې بېلابېلې ليکنې تر سترګو کېږي چې د پښتو د بېسېکتیا او د پښتنو د سپکاوي سيالې له ورایه په کې را څرګندېږي، په ځینو لیکنو کې لیکوال زارۍ کوي او په ځینوکې بیا د پښتو د بدمرغیو پله د نورو پر اوږو ږدي او ځیني بیا په ډېره سپین سترګي ګڼشمېر خلک چې د پښتو په اړه کلتوري هڅې او یا هم د پښتو د ودې، خپرېدو، دودېدو او معیاري کېدو په اړه کار کوي د مخنیوي او یا هم سپکولو دريځ خپل کړی دی٠
 په ګڼ شمېر لیکنو کې له فارسي ژبیوسره چې په خپلو کړو وړو کې د دوی په وینا ایراني ټرمینالوجي لکه : شهروند، داد ګستري، دادګاه، دانشکده، دانشګاه، بيمارستان او داسې نور ليکي د دغو وراشو له کارولو سره ډېر بنسټپاله غبرګون ښيي، باید یاده شي چې دغه فارسي وراشې له شلو کلونو را په دېخوا په اېراني خپرونو او د افغانستان د میډیا په بېلابېلو برخو کې تر سترګو کېدې او دستمي ډوله ډلو لخوا په پراخه پیمانه کارېدې او د دوېمې سقاوۍ په بهېر کې خو ېې دقلم ترڅنګ ټوپکي ځواک هم تر لاسه کړ٠
 د یادونې وړ ده چې نن سبا د خپرونوبڼو هم هر اړخيز ادلون بدلون تر لاسه کړی او په افغانستان کې هم د یوې راډیوي خپرونې پر ځای ګڼ شمېر غیر دولتي راډیويي خپرونې خپرېږي، د تلویزیوني خپرونو شمېر هم ډېر شوی او د لیکنیزو خپرونو شمېر له زرهاوو اوښتی دی او د برېښنایي خپرونو او نورو اړیکټینګولو امکانات هم ډېر پیاوړي شوي دي، ځکه نو معلوماتي او یا پوهنيزو لیکنو ته لاسرسي اسانه شوې ده، له دې کبله دا نوې او غوږونوته نا اشنا وراشې په هرډول میډیا کې تر سترګو کېږي، نو د زاریو او نیوکو پر ځای دې پښتانه د یوې جوتې سیالۍ دريځ خپل کړي او خپلې ټوليزې خپرونې دې جوړې او پیاوړې کړي٠
 ځینې بیالیکي چې د دوکانونو، ښوونځیو او موسسو نوم دې پښتو شي٠ زه څۀ موده مخکې کندهار، زابل، غزني، جلال اباد او داسې ګڼشمېر نورو سیمو ته تللی وم، په زړه پورې خو دا وه چې په ټولو پښتني سیمو کې سرليکنې په عربي او یا هم فارسي وې، د بېلګې په توګه : سلمانی سلیم، هوتل بابا، ادویه فروشي احمد او داسې نور، خو په مزار شریف، جوزجان، فاریاب کې بيا داسې سرلیکنې تر سترګو کېدې لکه : د نور بابا درملتون، نوی عظیمي درملتون، ولایتي درملځی او داسې نور تر سترګو کېدل٠
 څرګنده ده چې د افغانستان پښتني سیمې پراخې دي او په کابل د پښتنو شمېر تر ټولو نورو وګړو هم ډېر دی او هم پیاوړې اقتصادي پانګه لري او دغه اشخاص کولی شي د خپلو کورونو، دوکانونو، ښوونځیو، درملتونو نمونه په پښتو ولیکي، تاسو به وایئ چې دولتي چارواکي د دغه کار مخنیوی کوي، خو په کابل کې په ځینو سیمو کې د درملتون یا ښوونځيو نمونه په پښتو تر سترګو شوي دي، لکه نوی حیدري درملتون، احمدشاه بابا درملتون او داسې نور، کله چې موږ وایو چې د کابل ډېری وګړي پښتانه او یا پښتو ژبي دي نو د دغه وګړو ستونځې څه دي چې د خپل دوکان، ښوونځي (کورس)، شرکت او یا درملتون نوم په پښتو نه لیکي؟
 په کابل کې له ٥٠٠ ډېر درملتونونه، د زرو په شااوخواکې د ډاکترانو کتنتونونه او له سلهاو ډېر سینګارتنونه (ارایشګاه یا سلماني) او داسې نور شته چې د دغه خلکو خپل واک دی چې په کومه ژبه يې لیکي٠ د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ دوی کولی شې چې د خپلو دوکانونو، سینګارتونو، درملتونو او داسې نور سر لیکېنې د افغانستان په رسمي ژبو ولیکي، نو که پښتانه يې په پښتو ولیکي نو د ټولنې د پرابلمونو یوه کوچنۍ مګر غوره برخه به له منځه یوسي٠
 په یوه لیکنه کې د پښتنو سپکاوی نېغ په نېغ شوی دی٠ په دغه لیکنه کې پر هغو لیکوالو او یا د پښتو په برخه کې پر هغو هڅاندو باندې چې د پښتو ودې، دودېدو، خپرېدو او ملي کېدو په اړه هڅې کوي، یرغل دی٠ د دغه لیکنې لیکوال پښتوپرته له پښتونولي او اسلامه یو بې ځای کار ګڼي او په لیکنه کې انساني اداب او معاشرت له پښتو او پښتونولي سره ګډوي او په یوه برخه کې لیکي چې افغانان په بهر او یا هم کوم بل ځای تربوران او یا هم کوم بل سیال یا سیال نه لري چې د ځینو نا منلیو کړووړو په اړه تربګني ورسره وکړي او یا هم پېغورونه ورکړي٠ درنو هېوادوالو په هره ټولنه کې ښه او بد شته او دا هم جوته ده که ګوته چاته نغوتوي نو یوه نورو ته نغوته کوي او څلور خپل ځان ته غبرګې وي٠ نو له پښتون ځلمي پوښتنه کېږي چې دوی د خپلې لیکنې په یوه برخه کې دستر افغان محمد ګل بابا د ویناوو چې د پښتو، پښتونولي او افغانیت په اړه یې کړې وې له کومه کړې، ایا د دغه معلومات ګوم ځای لوستی وو او که اورېدلی وو٠ که لوستی یې وي او که اورېدلی وي، خو د دغه معلومات تر ده او تر نورو چا ورسول؟ دا ټول د هغو ګڼشمېر پښتني هڅاندو هڅې وې او دي، چې موږ کولی شود خپلو مشرانو خبرې واورو او یا ولولو او د هېواد ټولنیز او پوهنيز بهير وڅېړو او خپل انساني انځوړ پرې جوړ کړو٠
 باید یاده شي چې په پښتنو کې خو تربګني، ټبريزې شخړې او په بدو ښځه ورکول هم رواج دي او په لور او یا خور ولور هم اخلي٠ په ښځو کې په تندي، زنه او اننګو شنه خالونه وهي (شینخالۍ)، په پزه کې چارګول یا پېزوان هم اچوي او شونډې په ډنډاس سرې کوي هم او د دغه پښتون ځلمي خویندو او یا خپلوانو به هم دا کار کړی وي٠ د پښتنو په ځینو سیمو کې د نرانو غوږونه هم سوري کوي او د سپینو زرو او یا سرو زرو کړۍ په کې راځړوي او یا ګران بیه غمی پکې ټومبي٠ پښتنې کې اوږدې کوڅۍ لري نو په ځوانانو کې اوږدې څڼې دود دي او پاخه خلک مو بیا پګړۍ، لونګۍ، پکول او یا خولۍ په سر کوي او څوک بیا سر تور ګرځي او ښایسته څڼې غوړوي او په پښتني مینه افغاني ملي اتڼ کې بیا څرخي را څرخي او مړوند اولېچې اړوي او رااړوي٠
 دا جوته خبره ده چې بېلابېلې ټولنې خپل کلتوري ارزښتونه لري خالوهنه (Tatu) په ډېرو سیمو کې تر سره کېږي او د شینخالۍ او د هندوستان او غربي نړۍ د نجونو او مېرمنو په تاتو کې څه توپیر نه وینم مګر دا ټول د یو کس فردي مسؤلیت ګڼم، خو زما په اند یو انسان باید په خپلو انساني ارزښتونو سینګار وي، نه په ظاهري ښکلا٠
 بل ځای لیکل کېږي چې پښتو پرته له اسلامه پښتو نه ده٠ دا څرګنده خبره ده چې د اسلام مقدس دین نه یوازې په افغانستان بلکې په ډېرو نورو هېوادونو کې هم خپور دی او د بشر د ښوونې او روزنې په برخه کې بنسټیز رول لوبوي، خو پښتون ځلمی د افغانیت ټکی هم په ګوته کوي او په افغانانو غږ کوي چې د پښتو او افغانیت نارې دې بندې کړي٠ زما اندېښنه دا ده چې د افغاني ټولنې د روزنې او ټولنیزو ارزښتونو انځور په وروستیو لږ تر لږه دېرشو کلونو کې ښه راڅرګندشو چې لومړی افغانان د کمونستي واکمنو په ژرنده کې اوړه شول، بیا د اسلامي اوښتونو په اور لمبه شول او او امریکایي سورمخي او تور مخي سواره پرې ګرځي٠ د دغه افغاني ټولنیز بهیر پاییله د افغانستان د ٣ میلیونو وګړو شهادت، په میلیونو خویندې موکونډې، په میلیونونو میندې مو بورې ، په میلیونونو ماشومان مویتیمان شول٠ لږ تر لږه ٧ میلیونه افغانان کډوالۍ ته اړ ایستل شول٠ د افغان ولس خلک په دغه موده کې په ډول ډول سپک شول، ژوندي خو لا څۀ کوئ چې په مړیو هم مړندې ووهل شوي٠ د کمونستانو په واکمني کې پر افغانانوڅۀ مړندې ووهلې او د دویمې سقاوۍ په موده کې پر افغانانو څۀ تېر شول او د افغانستان پۀ شمال کې پر بې وزلو خلکو څۀ تېر شول٠ د طالب، القائدې او پښتون په نامه د لیلا دښته له مړیو ډکه شوه، په کانتېنرونوکې د افغان ولس ځامن چانواري شول او دا ځمکه ورته دوزخ وګرځوله٠ درنو هېوادوالو دا ټول د افغاني ذهنیت محصول دی او دا ټول د افغاني روزنې د بهير پاييله ده٠ تاسو به وایئ چې دا خو روس او غرب یا امریکا پر افغانانو وکړل، مګر دا نه وایي چې په شمال کې د مجاهد بزرګ خالد بن ولید (دوستم)، خادم دین (جمعیتی جنرال عطااوعلی مزاری)، په (لوی )ننګرهارکې د حاجي قدیر نخرې، په (لویه) پکتیا کې د پاچاخان وروروژنه، په (لوی) کندهار کې د خان محمد واده له خپل هلک سره،هرات بزرګ کې اميرالمومنين(اسماعيل خان) قوم وژنه او داسې نور رزالتونه دا ټول د افغاني ټولنې د وروستیو ٣٠ کلونو تلپاتې هنداره ده٠
 د افغانستان د ټولنیز بهیر بل اړخ په مړیو مړندې وې او دي٠ د غویو له سرې غمېزې د افغانستان خلک لومړی په نامردانه توګه ووژل شول او بیا یې د مړي سپکاوی وشو، چې د کمونستانو په واکمني کې د ١٣٦١ کال په بهیر کې د شبرغان په ښارکې په موټرو پسې د شهید خیر محمد او امان چرخي د مړیو تړل او په ښار کې يې کښکاږل او په مړیو یې مړندې وهل، د جهاد د سردارانو د نخرو موده د افغان ولس په تاریخ دویمه سقاوي ده چې د هېواد په هر ګوډ کې یې د بشر او انسانیت سپکاوی وکړ او د افغاني ټولني د ذهنیت بل پاڼه یې پرې ډکه کړه د افغانانو په سرونو کې ېې د عمر په شمېر مېخونه ټکوهل، امېندوارې ښځې یې دې ته اړ ایستې چې په کوڅو کې په عام معذر کې ماشوم وځېږوي، د ښځو په پت تېری وشو، د ښځو له تیو امېلونه جوړ شول٠ دا ټول څه وو؟ ایا دا ټول په افغاني ټولنه کې نه و؟ او عاملین یې د افغانستان د بېلابېلو ټبرونو استازي نه وو؟ پۀ وروستیو څو کلونو کې موږ افغانانو له امریکایانو سره لاس یو نه کړ چې خپل ځورېدلې افغانان د ډیموکراسۍ په دېګ کې پاخه کړو ایا له امریکایي عسکرو افغاني چارواکي مل د افغان ولس نه ځپي؟ کله چې امریکایونو د افغانانو مړي سوځل ایا افغاني اتل له خپل پښتون ورور سره تربګني و نه کړه او په لاسپيکرونو کې ېې د بې غیرتي پېغورونه ورنه کړل؟ دا ټول څۀ دي ایا د افغاني ټولنې د ښوونیز او روزنیز بهیر پاييله نه ده؟
 پښتون ځلمی لیکي چې افغاني پېغلو، ځوانانو او مشرانو خپل ظاهر بدل کړی، چا پنډۍ لڅې کړې او د چا ورنونه او د چا به نور شیان ښکاري او د پښتون ځلمي سترګې به په لږېږي او پښتو خرابېږي٠ مګر دا نه لیکي چې افغانستان له پېړیو را دېخوا د ناپوهي په څپو اوړي او رااوړي او کله د روس، کله د پاکستان او ایران او اوس د امریکا غلامي کوي٠
 د ځینولیکنې بیا د اساسي قانون د نه پلي کېدو نارې سورې وهي کله وایي چې پلاني ځان ته افغان نه وایي او د افغانستاني وراشه کاروي، خو په فارسي کې وایي چې : مرغ کم ګويش کم٠ په یوه غونډه کې د افغان ملت ګوند سکرټر هم د پښتو ژبې د مليتوب نارې وهلې، خو خپله بیا له پښتني ضد ماویستانو سره اېل او غيل شو او د تېر ميلادي کال دسمبر په میاشتې ېه له دغه ماویستي ډلو څخه الوداع وکړه، ځکه چې نور نو د هغوی نه و پکار او ځینو غونډو کې يې رستار تره کی هم بوڅ بوڅ کېږي، چې دهغۀ په برخه به څۀ وي وخت بۀ يې وښيي، خو پښتني ضد او افغاني ضد ډلو او بهرني يرغلګرو ډېر افغانان لکه د تشناب کاغذ کارولي او بيا یي کمودتل ته ورغورځولي، چې د افغانستان په تاريخ کې داسې څېرې ډېرې دي٠ د ناپیلیون خبره په یاد لرئ چې ویلي يې دي: هوښیار له نورو زده کوي او لوده يې پر ځان کوي٠
 پښتون ځلمي په خپله لیکنه کې لیکي چې په پښتونولي کې نر پګړي په سر کوي او ښځه ټیکری، پرته له ټکري پښتنه پښتنه نه ده او پرته له پګړۍ پښتون پښتون نه دی او زارۍ کوي چې د پښتو خبرې پرېږدئ، ښۀ ویل شوي چې ځینې په پرده پسې ګرځي خو بړستن ترې سورۍ سورۍ شوه٠
 پایله
 درنو هېوادوالو ما په دغه لیکنه کې خبرې سپینې کړې او کېدای شي چې د قلم د عفت درنښت مې نه وي کړی، خو په پای کې ځینو ټکو ته ستاسو پام رااړوم٠ افغانان باید له تېرو زده کړي چې په راتلونکي کې د مخکې یادو شویو ناخوالو او ټولنیز سپکاوي مخنیوی وشي٠ افغانان د جوتې ښوونې او روزنې د شونتیا حق لري او د انسان د ښې ودې لپاره د هغه په مورنۍ ژبې لیک-لوست یوه انساني او ټولنیزه اړتیا ده٠ ژبه د دیني، ساینسي او ټولنیزې پوهو سمندر دی چې بېلابېلې څانګې ترې چينه اخلي او وده کوي چې د انسان د سالمې روزنې بنسټ ګرځي او انسان ته د دې امکانات جوړوي چې د بنسټپالي او ټولنیز ترهګري توپیر وکړي او بشري ټولنې ته انساني بڼه ورکړي٠