د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شينډنډ غږ د افغانستان غږ

ګل اغا احمدي وردک 17.01.2006 01:00
په خپله ژبه ليكل او لوستل د هر انسان طبيعي حق دى او نوموړى حق د اسلام د مبارك دين اساساتو، آسماني لارښوونو، د بشر د حقوقو اعلاميې او ټولو معقولو اړخونو انسان ته روا ګڼلى دى. په همدې توګه د خپل دغه راز حق غوښتنه يو اسلامي او روا عمل ګڼل كيږي. له بلې خوا د خپل حق غوښتنه د نورو د حقوقو د ضياع او مخنيوي په مانا هم نه دى بلكي هغه بختور كار دى چې انسان ته هر اړخيزه علمي، ذهني، فرهنګي او ټولنيزه ښكلا ور په برخه كوي.
 د هيواد په پلازمينه او ولايتونو كې د پښتو ژبې پراختيا او په پوهنيزو بنسټونو كې د هغه رواجول د افغان ولس هر اړخيز حق دى او نوموړى كار په هيواد كې د نورو ژبو سره د تضاد او يا هم د هغه د كمزوري كولو په مانا نه دى بلكي د هيواد هر وګړى حق لري چې د اساسي قانون په رڼا كې د خپلې ژبې پراختيا ته هڅې وكړي، خپلې ژبې ته وده او پراختيا ور كړي. د افغان ولس هر بچى دغه راز هڅې ستايي او د هيواد د كلتوري بډاينې لپاره يې يو نيك ګام ګڼي.
 كه چيرې زموږ هر هيوادوال د هيواد خپلې ملي پښتو ژبې ته له احترام سره يو ځاى په خپله مورنۍ ژبه مسلط او په هغه باندې ليك لوست و كولاى شي نو بيا خو كه خداى (ج) كول ډير ژر به افغانستان د پوهنيزو ښكلاوو د سمسور پسرلي رنګارنګ ګلونه د خپلې هر اړخيزې ښكلا د ليلا له كمڅو څخه را تاو كاندي.
 د روان ۱۳۸۴ هجري لمريز كال د مرغومې د مياشتې په ۱۰ نيټه د ټول ا فغان د بريښنايي پاڼې له لوري خبر خپور شو چې د هرات د ولايت د شينډنډ سپين ږيرو، مشرانو او زياتو اوسيدونكيو له حكومتي چارواكو څخه غوښتنه كړيده څو د دوى په سيمه كې خپلو ماشومانو ته د ليك لوست زمينه په خپله مورنۍ پښتو ژبه برابره شي او ګواښ يې كړى دى چې كه چيرې د وخت چارواكي دا كار و نه كړي نو خپل ماشومان به ښوونځيو ته له تګ څخه منع كړي. په همدې توګه نوموړى خبر د آزادۍ د راديو له لارې هم خپور شوى دى. ځينو ليكوالو د پښتو ژبې يون ته د خپلو هڅو په لړ كې دغه ګام د لومړي بري په توګه ګڼلى او د هيواد په پلازمينه او ولايتونو كې يې له هيوادوالو څخه د ورته غږ پورته كولو هيله كړيده. په همدې توګه ځينو هيوادپالو ليكوالو د هيواد له ولسمشر، حكومتي لوړ پوړو چارواكو، او د ښوونې او روزنې له بهير څخه په كلكه غوښتنه كړې ده چې د هيواد د اساسي قانون په رڼا كې دې د افغان ولس دغه برحقې او قانوني غوښتنې ته په سطحي شكل نه ګوري بلكي افغان ولس هيله لري او په كلكه له خپلو چارواكو څخه غواړي چې نور يې نو د خپل دغه ديني، ملي، قانوني او ټولنيز حق څخه محروم و نه ګرزوي او نه يې هم په خپلو ماشومانو د بلې ژبې زده كړه تحميل كړي. په همدې توګه افغان ولس د هيواد په پلازمينه او ټولو ولايتونو كې له فرهنګې كړيو، ليكوالو، شاعرانو، حكومتي چارواكو، سپين ږيرو، مشرانو، د ولسي او مشرانو جرګو له وكيلانو څخه هيله لري چې په يوه آواز د خپلو دغه راز روا حقوقو د لاسته راوړلو لپاره په يووالي او ټينګ هوډ سره غږ پورته او خپلې غوښتنې په دې ډول مطرح كړي:
 لومړى: د هيواد د پلازمينې كابل په ټولو ښوونځيو كې له لومړي ټولګي څخه نيولي تر دولسم ټولګي پورې د نور ژبو د ټولګيو تر څنګ دې په پښتو ژبه ټولګي هم تشكيل شي او دا كار كوم سخت او ناشونى كار نه دى بلكي ډير ژر يې د عملي كيدو چانس شته دى. بايد وويل شي چې د كابل د ښار په هره ښوونځۍ او ليسه كې د پښتو ژبې د زده كوونكو او ښوونكيو شمير د نورو ژبو له ويونكيو څخه زيات دى. بل دا چې زموږ هيواد په پښتو ژبه نصاب او كتابونه لري خو يوازې شايد د يو څه پښتو كتابونو چاپولو ته اړتيا وي چې حكومت ته نوموړى كار يوه جدي ستونزه نه شي ګڼل كيداى.
 نوموړى كار هله شونى دى چې په كابل كې اوسيدونكي پښتانه په پراخه پيمانه او د خپلو سوله ايزو هڅو په بنسټ دغه غوښتنه د ښوونې او روزنې او نورو حكومتي چارواكو په وړاندې په كلكه توګه مطرح كړي. لومړى دې د هيواد ولسمشر او بيا دې د ښوونې او روزنې وزارت ته خپلې غوښتنې په جدي او ټوليزه توګه وړاندې او خپل دغه ملي، اسلامي، قانوني او ټولنيز حق دې اعاده كړي.
 دوهم: له ټولو افغان خواخوږو حكومتي چارواكو، كلتوري كړيو، ليكوالو, شاعرانو او د پښتو ژبې له مينه والو څخه هيله كيږي چې خپل دغه مبارك يون نور هم ګړندى او د عمل ډګر ته يې وړاندې كړي. په دې توګه دې خپلې غوښتنې تر هغه مهال پورې په جدي توګه د هيواد د ولسمشر او چارواكو غوږونو ته ورسوي تر څو چې يې په دې اړه يوه كوټلې عملي ژمنه نه وي تر لاسه كړي. البته د نوموړى كار ښه شونتيا هغه مهال رامنځته كيداى شي چې نوموړې غوښتنې د يوه غوره نظم او يووالي په فضا كې تر سره شي او په ټوليزه توګه د هيواد د ولسمشر دفتر او د ښوونې او روزنې وزارت ته يووالي سره غوښتنليكونه او عريضې وړاندې شي.
 دريم: د دې لپاره ژورې هلې ځلې په كار دي چې د هيواد د پلازمينې او ولايتونو په ټولو حكومتي دفترونو كې د پښتو ژبې ليكدود، په پښتو ژبه باندې د اسنادو، عرايضو او مكتوبونو ليكل او دفتري امورو ته د پښتو ژبې ليږدول رواج كړي. د دې كار لپاره داسې يوه پراخ او هر اړخيز كار ته اړتيا ليدل كيږي چې افغان ولس د ټول هيواد په كچه د خپلې ژبې له اهميت او پراختيا څخه په پوره توګه خبر كړاى شي او هغه خطرونه ورته په ګوته شي چې زموږ ملي ژبه د ګوښه كيدو په لوري بيايي.
 دريم: د هيواد د ښوونې او روزنې په ټولو لوړو تحصيلي موسساتو او پوهنتونونو كې هم بايد نوموړى اصل په كلكه توګه په پام كې و نيول شي او كه يو ليكچر په بله ژبه وي نو يو ليكچر دې هرو مرو په پښتو ژبه وي. البته بايد وويل شي چې كه نور هيوادوال په پښتو ژبه نه پوهيږي نوموړى كار د هغه سستي او لټي ده ځكه چې بهرنۍ ژبې زده كيداى شي خو خپله د هيواد ملي ژبه نه شي زده كولاى. كه پښتانه د هيواد نورې ژبې زده كولاى او له هغه سره هيڅ راز حساسيت نه څرګندوي نو نور ښاغلي ولې دا كار نه شي كولاى؟
 څلورم: بيا هم د يوه ملي او هر اړخيز يووالي په توګه دې د هيواد په پلازمينه او ولايتونو كې ټول پښتانه هټۍ وال، دوكانداران، روغتيا پالان او هر راز كاركوونكي د هيوادنۍ مينې په توګه او خپلې ژبې ته د خدمت په موخه د خپلو پلورنځيو او كارځايونو لوحې او سرليكنې په پښتو ژبه وليكي. بايد وويل چې نوموړى كار د هغه په كاري پروسه باندې كومه منفي اغيزه نه كوي بلكي د زياتو مثبتو اغيزو درلودونكى دى.
 د پښتو ژبې د ودې او پراختيا لپاره زياتو عملي ګامونو ته اړتيا شته چې ځينو عملي ګامونو ته يې اشاره وشوه دا او د دې په څير نور داسې ګټور ګامونه كولى شي چې د هيواد په پلازمينه كابل او د ولايتونو په پوهنيزو موسساتو، حكومتي دفترونو، ښوونځيو، ليسو او پوهنتونونو كې د پښتو ژبې د حقوقو له اعاده كولو سره مرسته وكړي.
 پښتو ژبه او د هغه وده د هر افغان طبيعي حق دى او نوموړى حق هله تر لاسه كيداى شي چې د خپلې خوږې پښتو د هراړخيز رواجولو او د هغه د حقوقو د اعاده كولو لپاره په پراخه پيمانه كار پيل شي. په دې ځاى كې د ټولو افغانانو تر منځ اخلاص، يووالى، ورورګلوي او خپلې ژبې ته ژور عملي احترام تر ټولو غوره ګامونه دي. په ښوونيزو موسساتو، حكومتي دفترونو او ټولنيز ډګر كې د هغه پراخ رواجول د نوموړي يون يوه اساسي برخه ګڼل كيږي هيله ده چې دغه لړۍ ته د پوره برياليتوب تر څوكې پورې پيمانه دوام وركړاى شي.