د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښه، دا څنګه پښتو ده او دوی ته يې د پښتو څۀ ؟

پښتون ځلمی 17.01.2006 03:00

د لوی او بخښونکي څښتن پۀ نامۀ

زۀ به تېروتلی نۀ يم کۀ و وايم چې پۀ دې موضوع به د نشت پۀ برابر ليکنې او بحثونه شوي وي . زما خو هېڅ نۀ دي تر سترګو شوي او کۀ څوک وايي ولې زۀ داسې فکر کوم نو د دې (ولې؟) ځواب هم ښايي زما پۀ دې ليکنې او پوښتنو کې نغښتی وي .

د چا خبره کار کار نۀ دی او هغه داسې :
لۀ هغه وخت نه چې زما پۀ زړۀ او فکر کې پښتو او پښتني احساساتو ځای نيولی، تر نږدې تېرو وختونو پورې به چې ما لۀ چا نه واورېدل چې فلانکی ډېر کلک پښتون دی نو پۀ زړۀ کې به را باندې ايله پۀ ايله ګران شو، او د دې فلانکي يو پښتون انځور به مې سترګو ته و درېدل . د هغۀ سنګينتوب، د هغۀ پښتني کړو وړو، ناستې پاستې، د هغۀ پښتني جامه، د هغۀ ننګ او غيرت، د هغۀ حيا او داسې نور ښايسته او بنسټيزه پښتني اخلاقو به مې د فکرونو نړۍ روښانه کړه. زړۀ به مې حوس کول چې د دې سرسختي او دروند پښتون سره ليدنه کتنه وکړم او ور سره وپېژنم .............. خو اوس خبره بېخي سر چپه ده .

د يو ليکوال ليکنې چې د پښتو او پښتنو پۀ حق او دفاع کې به يې ليکلې وې، به مې چې ولوستلې نو هماغسې به مې د دې ليکوال هم يو پښتون انځور مخ ته و درېدل او غوښتل به مې چې سلام ورته وکړم ................ خو اوس يې کېدای شي سلام ځواب هم نۀ کړم .
تاسو ته کېدای شي پوښتنه پيدا شي چې ولې، څۀ وشو درباندې ؟ لېونی شوې څۀ ؟ د پښتنو دښمن شوې څۀ ؟ پښتو او پښتونولي دې پرېښوده ؟ نو څۀ بلا درپېښه شوه ؟

بلا را پېښه نۀ شوه خو لکه چې پخوا بلا وهلی وم چې نۀ پوهېدم . نۀ پوهېدم پۀ دې چې هر انسان چې پښتو پښتو نعرې وهي، اړينه نۀ ده چې هغه دې زما هغه خيالي پښتون وي چې زۀ پرې سر ورکوم . پۀ دې نۀ پوهېدم چې هر قلم چې پښتوژبه پرې ليکل کېږي او د پښتونولۍ دعوې پرې کښل کېږي، ضرور نۀ ده چې د هغۀ قلم خاوند دې هم پۀ خوی او عادت کې پښتون وي . پۀ دې ړوند وم چې هر شاعر چې ښکاري د وطن نغمې غږوي او د پښتو او پښتونستان نعرې او سورې يې لۀ شعرونو اورېدل کېږي، دا د دې ثبوت نۀ دی چې دا نوموړی شاعر پۀ خپل ځاني ژوندانۀ کې هم د افغانيت او پښتونولۍ پۀ درس باندې عمل کوي .
خبره داسې ده چې لۀ بده مرغه او ډېر لۀ بده مرغه زۀ پۀ هېواد کې دننه او دباندې پۀ نوم لوی لوی شخصيتونه وينم، دې چاپېريال کې ګورم او وينم، د انټرنيټ پۀ چاټ ځايونو کې اورم او پۀ وېبپاڼو او بحث فورمونو کې لولم او وينم چې هغه خلک چې د پښتو پښتو چيغې او کړيکې وهي، پۀ دوی کې ډېر، لا به ووايم چې ٩٠ ٪ يې نۀ پۀ عمل کې پښتانۀ دي او نۀ هم پښتو غواړي . څوک دې خفه کېږي نۀ او کۀ څوک خفه کېږي نو هغوی دې ځان پۀ دې پاتې ١٠ ٪ کې وشمېري . زۀ ټول نۀ يادوم . دا هغه خلک دي چې پښتو پښتو کوي خو د پښتنو غونډې ته چې هم راځي نو پۀ شرابو او کبابو نېشه وي . پۀ دوی کې داسې خلک شته چې پښتو پښتو وايي خو يا به يې پۀ خپله او يا به يې زامنو غوګوالۍ پۀ غوږ وي، ويښتۀ به يې د لوده ګانو غوندې پرېښي وي، پۀ ږيره به يې ډول ډول نقشې جوړې کړې وي، پۀ رڼا ورځ به د پردو نجونو سره ګرځي او کېدای شي کور ته يې هم راولي . پۀ دوی کې داسې ډلې شته چې مور او خور به يې سر تورې او لوڅې پونډۍ دباندې اوځي او ان د پښتنو پۀ نوم جوړو شوو غونډو ته به هم پۀ داسې حال کې راځي . دا داسې خلک دي چې يا خو د پښتنو د دين (اسلام) سره هېڅ علاقه نۀ لري او يا خو ان تر دې حده پورې وړاندې ولاړ شي چې د اسلام سره د ښکاره دښمنۍ اعلان کوي .
نو زۀ لۀ ځان سره وايم چې ښه، ما خو فکر کول چې پښتون پۀ خپل مذهب ډېر ټينګ ولاړ وي، کۀ اسلام وي، کۀ عيسويت وي، کۀ هندوتوب وي او کۀ بل ..... د پخوا نه خو پۀ پښتنو کې کوم عيسوي يا هندو نۀ دی را پاتې او هغه چې لۀ اسلام نه بل مذهب ته يا لامذهبۍ ته اووښتی دی، هغه خو بيا هسې هم پښتون نۀ شو ځکه چې پۀ خپل مذهب ټينګ پاتې نۀ شو. خير د خبرې موخه دا وه چې پښتون هغه دی چې پۀ خپلې عقيدې او اصولو ټينګ ولاړ وي . ځه دا خبره يې هم پرېږده ....... ما خو وېل چې پښتو د غيرت نښه ده، د ننګ نوم دی، د حيا شمله ده، د سنګينتوب، دروندوالي او درنښت جامه ده . ما خو وېلې چې پۀ خپل ناموس چې ننګ او غيرت و نۀ کړي، هغه لۀ سره پښتون نۀ دی . ما خو ګڼل چې يوه پښتنه نجلۍ يا ښځه کۀ د کافر لور هم وي، خپل پوړنی (ټيکری) به هېڅ کله لۀ خپل سر نه نۀ لېرې کوي، کۀ هغه پۀ افغانستان کې وي، کۀ افريقا کې وي او کۀ وحشي او فحشي امريکا کې ژوند کوي . ما خو وېل چې :

زموږ حيا زموږ پښتو ده
خدای دې زموږ تور سرې نۀ سرتوروينه


نو دا څنګه پښتانۀ شول؟ دا څنګه پښتو ده چې دوی يې غواړي؟ زوی دې ټوله شپه پۀ کلبونو او بارونو ګرځي او پښتون صيب دې د پښتنو پۀ ټولنو کې برخې اخلي او د پښتو پښتو پۀ نعرو دې خپلې مرۍ کښېنوي، دا د کوم ځای پښتو ده؟ پښتون خان دې د پښتنو د ټولنې مشر ټاکل کېږي او پښتنه خانه لور يې دې بې ټيکري او نيمه غاړه لوڅه ګرځي، دا د پښتونولۍ پۀ کومه ماده کې راغلي دي ؟

هر يو د خپلو ويناو څخه ښکاري چې د پښتنو مشرانو او اتلانو ته خورا درناوی لري . لېرې به نۀ ځو. ستر پښتون وزير محمد ګل خان مومند خو به ټول پېژني او کۀ (خدای مۀ که) زۀ يې نوم هم پۀ ډېر درناوي وا نخلم (بې احترامي خو لا پرېږده) نو دغه پښتانۀ به ما ټوټې ټوټې کړي . نو راځئ چې د ستر پښتون وزير صاحب محمد ګل خان مومند (الله دې جنتونه ور پۀ برخه کړي) يو څو ويناګانو ته پام وکړو چې پۀ خپله يوه وړوکې رساله (لنډكۍ پښتو او پښتنواله) کې يې د پښتو پۀ را پېژندلو کې ليکلي دي (او پرته لۀ هغوی د ويناو څخه هم ښايي موږ پۀ دې پوه اوسو چې دا خبرې د پښتو او پښتونولۍ بنسټ جوړوي)

* پښتو، پښتومنل، پښتوويل، پښتو كول او پښتو چلول دي . پښتانۀ پۀ پښتوسره پښتانۀ دي او پۀ پښتو سره به پښتانۀ وي
* پښتو اصيلتوب دى
* پښتو ښۀ اخلاق دي
* پښتو د اسلام، د پښتو او د پښتنو د شته والي لپاره ځان نشت كول دي
* پښتو حيا ده
* پښتو د پښتنو جامه ده او حيا يې پرې ساتلې ده
* پښتو د پښتنو د نارينه وْ پګړۍ او د ښځو ټيكرى او پوړنى دى
* پښتو د پښتنو د ښځو ستر دی
* پښتو عفت دى
* پښتو عصمت دى
* پښتو سمه عقيده ده
* پښتو ايمانداري ده
* پښتو پر مسلمانۍ ټينګېدل دي

چې ارواښاد وزير صاحب ويلي دي چې پښتو پښتو منل، پښتو ويل، پښتو کول، پښتو چلول دي، نو دغه (تش پۀ نوم) پښتانۀ پۀ کوم دليل (پښتو ويل) مني او (پښتو کول، پښتو چلول، پښتو منل) نۀ مني ؟ نو معنا دا چې پښتو يواځې دغه ژبه ده او بس؟ دوی يواځې پښتو ژبه غواړي ؟ دوی چې پښتو پښتو کوي، نو غوښتنه يې دا ده چې پۀ خروارو خروارو پښتو کتابونه دې و ليکل شي او و دې لوستل شي، خدای که کۀ ټول چټيات هم وي، خو چې مودا پۀ پښتو وي ؟ د دوی غوښتنه به د ګوډاګي حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه هم دا وي چې پۀ تلوېزيون او راديو کې دې پښتو ته ځای ورکړل شي، کۀ څۀ هم فحش انګلېسي او هندي فلمونه وي، چې پۀ پښتو ژباړل شوي وي، فرق نۀ کوي چې هر څۀ وي خو چې پۀ پښتو ژبه وي، هم دغه د دوی پښتو ده ؟

يانې پښتو = زۀ پښتون يم، زۀ پۀ خپله ژبه وياړم، پۀ خپلو مشرانو او اتلانو وياړم، پۀ خپل تاريخ وياړم . زۀ د پښتنو حق غواړم ... پښتونولي منم خو يواځې پۀ کتاب کې چې و يې لولم او خارجيانو ته پرې باټې او لاپې و وهم خو خپله پۀ پښتونولۍ عمل نۀ کوم ځکه چې ډېره سخته ده او زۀ خو تش پۀ نوم کدو پښتون يم ؟

زۀ خو چې وينم نو ريښتيني پښتانۀ، هغه چې پښتو وايي، پښتو کوي او پښتو چلوي، ډېري يې نۀ خو پښتو پښتو نعرې وهي او نۀ هم پۀ سياسي چارو کې لاس وهنه او نۀ هم داسې ډېر فعاليتونه او ليکنې کوي . دې بلې خوا چې ګورم نو هغه چې پښتو پښتو نعرې کوي او تش پۀ نوم فعاليتونه او ليکنې، دا او هغه کوي، نو پۀ دوی کې ډېري هغه دي چې نۀ پښتو پېژني، نۀ يې کوي او نۀ څنګه . پۀ ژبه يو دوه ټکي او يا هم ښه سوچه کره پښتو وايي او بس .

زۀ لۀ دې تش پۀ نوم پښتنو څخه يو دوه پوښتنې لرم، او مخکې لۀ دې چې پوښتنې وکړم زۀ به يو وار بيا پۀ لنډو او سپينو ټکو څرګند کړم چې دا تش پۀ نوم پښتانۀ څوک دي . زۀ تش پۀ نوم پښتانۀ هغو خلکو ته وايم چې ځانونه خو پښتانۀ بولي، د پښتو او پښتنو لپاره کېدای شي جايز حقوق هم غواړي خو دوی پۀ خپل ورځني ژوند کې د پښتو هغه بنيادي اصول چې پښتو پرې ولاړه ده، د پښو لاندې کړي دي، لکه د پښتنو حيا، د پښتنو ننګ او غيرت، د پښتنو حجاب او پرده، د پښتنو اصيلتوب او سنګينتوب او نور . نو زما پوښتنې دا دي چې موږ پښتانۀ چې دومره پۀ دې پښتو وياړو، د دې وياړ ستر لامل خو دا دی چې موږ پښتانۀ لۀ نورو قومونو نه ځانونه بېل او بدل بولو، موږ يوه ځانګړې ژبه، يو ځلانده تاريخ، يوه ځانګړې ژوند لار او ځانګړي اصول لرو چې ورته پښتو يا پښتونولي وايي، هم داسې ده کۀ نۀ ده ؟ موږ چې خپلواکي او خپلواک افغانستان او پښتونستان غواړو نو پۀ دې يې غواړو چې موږ نۀ شو زغملای چې د بل چا لاس او قانون لاندې ژوند وکړو او موږ غواړو ټول يو ځای، د يو بيرغ لاندې، د يوې پښتو ژبې ويونکي او د يوې پښتو پلوي کوونکي و اوسو او خپلواک پښتني ژوند وکړو، لږ يا ډېر هم داسې ده کۀ نۀ ده ؟ موږ د پښتني او غربي ژوند پۀ مينځ کې ستر توپير وينو کۀ نه ؟

نو بيا تاسو ولې داسې پښتو غواړئ چې نۀ پکې حيا وي، نۀ پکې لونګۍ وي، نۀ پکې ټيکری وي، نۀ پکې اسلام وي ؟ کۀ تاسو داسې پښتو غواړئ، نو د پښتو نوم ولې ورکوئ ځکه چې دا خو پښتو نۀ ده !! کۀ تاسو داسې پښتو غواړئ چې لۀ پښتو سره هېڅ سر نۀ خوري، نو بيا يې څۀ کوئ ؟ کۀ تاسو داسې پښتو غواړئ چې هلکان دې پۀ غوږونو کې غوږوالۍ اچولي ګرځي، مشران او کشران دې ان پۀ ملي ورځ هم، يا پۀ ملي غونډه کې چې هلته افغانان راټولېږي، کۀ افغانستان کې وي او کۀ امريکا کې، پتلون (ديريشي) اغوندي، ښځې دې هم دننه او دباندې بې ټيکري او بې ستره ګرځي ..... نو تاسو بيا پښتو څۀ کوئ ؟ ستاسو مثال د هغۀ مسلمان دی چې ټکی لمونځ او اودس نۀ کوي، روژه نۀ نيسي، خو غواړي اسلامي حکومت او شريعت !! تاسو کۀ امريکا يا اوروپا يا بل بهرني هېواد کې اوسېږئ، پرېږدئ چې د هماغۀ ځای شئ او د هماغو خلکو خوی او خاصيتونه خپل کړئ . څۀ کوئ چې پۀ دې دروغو پښتو هسې نور خلک لۀ پښتو نه زړۀ توري کوئ . ولې نورو خلکو ته د پښتو او پښتنو غلط انځور وړاندې کوئ . چې پښتو نۀ کوئ او نۀ چلوئ نو تاسو ته څۀ فرق کوي کۀ پۀ امريکا کې اوسئ، کۀ اوروپا کې اوسئ او کۀ خړ پړ افغانستان کې . تاسو ته خو به لا خارج ښۀ وي، چې هر څۀ پکې کوئ، هر ډول لباس اغوندئ، شراب څښئ او کۀ قمار وهئ، بې غمه يې کولای شئ، نۀ کوم تربور شته او نۀ څوک پېغور درکولو والا .

کۀ زما پۀ هيله کېدای، نو ما لۀ تاسو څخه دا هيله کوله چې لومړی پۀ پښتو ځانونه پوه کړئ، پښتو خپله کړئ او بيا پښتو پښتو نعرې و وهئ، او کۀ داسې نۀ کېږي نو دومره احسان پۀ ما او نورو پښتنو وکړئ چې تاسو د پښتو پۀ هکله مۀ غږېږئ . زارې به درته وکړو !

څومره به ښۀ وای چې ريښتيني پښتنو فعاليت کولای او دا تش پۀ نوم پښتانۀ کراره سوټکي پۀ ځای ناست وای ........... خو يو ځل بيا افسوس افسوس پۀ دې حال !!!

ياده دې وي چې ما بيا بيا د (ډېري) کلمه کارولې، چې بيا څوک و نۀ وايي چې (ټول) يادوم . دغه خبرې او پۀ دې خبرو کې د پښتو پښتو نعرې ما هم وکړې خو زۀ ځان پۀ هغو تش پۀ نامۀ پښتنو کې نۀ شمېرم چې ما ورته اشاره کړې ده . زۀ به هم هرو مرو ډېرې نيمګړتياوې لرم چې ما به لۀ پښتونتوب څخه لېرې کوي، خو کۀ ما ته مې څوک دا نيمګړتياوې پۀ ګوته کړي، زۀ به خوښ شم . هيله ده چې څوک چې زما د نيوکو او غندنې نښه نۀ وي، هغه لۀ ما نه خوابدي نۀ شي . هر کس دې خپل ګرېوان کې وګوري چې څومره پښتون دی او تر کومه حده يې د پښتو او پښتونولۍ زرين اصول منلي او عملي کړي دي . څوک چې زما د نيوکو نښه وي، هغو ته ښايي لږ فکر وکړي چې د دوی پۀ ويناو، غوښتنو او کړنو کې څومره توپير دی او دوی بايد کومه لاره غوره کړي چې دا توپير لږ شي، لۀ خپلو ويناو نه لاس واخلي او کۀ خپلو کړنو ته د پښتو جامه ورواغوندي .
الله دې موږ ټول ريښتيني مسلمانان او ريښتيني او پښتانۀ کړي، آمين !