د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ايران په افغانستان کې يواځې د فارسي ژبې پراختيا غواړي

خادم کوچی 15.01.2006 03:00
داوسني اېران دپاړس(فارس) ياترکانواوتورکي نژاده خلکودژبه،ځان اوکام پالنې خبرې اوسنۍنه دي،دوى له ډېرپخواڅخه تل هڅه کړې ده چې سيمه،دسيمې هيوادونه اوژبې ترخپل ېرغليزاغېز لاندې راولي،دبشري ياوګړيزکرامت له مخې دسيمې دغه خلک دغه کارته نه دي تيارچې له خلکوڅخه څه واخلي اوخلکوته هغه څه ورکړي چې هغوى ورته اړتيالري،له بده مرغه دوى دتل له پاره يولوريزې هڅې کړې دي،هغه داچې دوى چې هرڅه کوي بايدچې نوروګړي يې هم وکړي!!!اودوى چې هرڅه وايي بايدچې نوروګړي يې ومني!!!ياپه لنډډول په خپل ټول ژوندکې دوى داسې چلندخپل کړى که دوى ووايي چې اوبه پورته ځي نورهم بايدووايي چې اوبه پورته ځي اوکه بيادوى ووايي چې اوبه ښکته ځي نوره وګړيزه نړۍيابشريت هم بايدووايي چې پرون اوبه کته تللې.
 دتاريخ په اوږدوکې دغوخلکودخپلوګټودلاسته راوړلو،ژبپالنې اونژادپالنې له پاره هره يوه شونې لاره خپله کړې ده،دخپلوهڅودپياوړتياله پاره ترډېره ځايه پورې انسان وژنې،دروغواوتېري ته وخت ورکول شوى دى،دسيمې،نړۍاووګړودوژلو،ځورولواونابودولوته روايتونه اولارې جوړې شوې دي،هغوى وژل شوي،ځورول شوي،دژبې،نژاداوشتمنيولوټونه ددغونژادپالوخلکوزوړدريځ،تاريخ اوچلنددى.
 دتاريخ په دغه ترخه اوکاواکه بهيراوسيمه کې پښتوژبه اوپښتانه هم دخپل نيمګړي يامړژواندي ژوندسېلوې اخلي،پاړسوژبه دنړۍله ټولوګوښواوکونجونوڅخه دخپل پنځون په لورورټوله شوې ده خوله بده مرغه چې په افغانستان کې ددغې ژبي درباري اونيستمن اغيزلاتراوسه پورې پياوړي په ځاى پاتې دى.
 دخبري سرچينو له مخې اورېدل کيږي چې دفغانستان مشران دکلټوروزارت په مشرۍدخلکو دکورونودوکانونواوکارځايونو په سر ليکل چې دوى لوحې ورته وايي جوړوي ياداچې ديوې ادارې له خوا ديوې ژبې په ګټه اړول کېږي ، موږ په خپلو تېرو ډېرو ليکنو کې په ډاګه کړې ده چې د افغانستان مشرتوب پښتو ژبې لوحې غورځولې دي او پرځاى يې نورې د بلې ژبې لوحې لګولې دي په خپلوتېروليکنوکې مودبېلګې په ډول ډېرې غورځول شوې لوحې يادې کړې دي.
 په افغانستان کې د اېرانيانواواېران خياله مشران غواړي د افغان مشرتابه له تت،پيکه او ټيټ سيوري لاندې په دې پلمه چې دانګرېزۍ ژبې مخه نيسي هڅې کوي چې ګواکې موږله خپلوارزښتونو څخه ساتنه کوو،دخپلوخلکوپه ټنډه باندې خپله ژبه ( فارسي ) ليکوياانځورکوو پښتو له ډګره وباسي . ريښتياخبره خوداده چې اېرانيان يادپخواني فارس پاړسواونژادپالونکي مشران اوهغه شورويان چې پرون يې په سيمه کې دروسي ژبې دپراختيا هڅې کولې په سيمه اوافغانستان کې دسورپوستکواوسپين پوستکوشته والي دومره په وېره،ډاراوتراګ کې اچولي دي،چې که ديوچاپه دروازه کې يوټکى انګرېزي ياکلينيک نوم وليدل شونودلېونيوپه څېربه دلوحې مخ داسې ورته تور،خيرن،ککړاوولړي لکه:پرون يې چې په اېران کې ددوى په مخ پورې خټې وروتپلې اوومښلې!!!.
 دا به وکتل شي چې له جنګي دريځ او سياسي شخړې سره سره په پرهنګى ( ف ) جګړه کې دلوېديځوالواواېرانيانوترمنځ په افغانستان کې جګړه کوم ځاى ته رسول کېږي اوداچې کوم لورى به يې و ګټي اوکوم لورى به يې وبايلي،دابه هم څرګنده شي چې دافغانستان مشران په سيمه کې پښتوژبې څومره لوحې لګوي،دغيرتي پښتنووړتيااوويده توب به هم جوت شي چې دوى هم دخپل کور،دوکان،کارخانې اوکتنځاى په وړاندې پښتوژبې لوحه لګولى شي؟؟؟اوڅومره؟؟؟.
 په افغانستان کې کلونه کلونه درباري حکومت چلونه اوداوسنۍدورې بې پروايي،بېباکي اوپښتو ژبې ته نه پاملرنه موږناهيلي کوي،په خراساني افغانستان کې دپښتوژبې اوپښتنو راتلونکى موږته ډېر تت،خيرن اوتياره ښکاره کېږي.
 زموږ سياسي مشرتوب ياپه اداروکې ناست دمزدورۍ اوکاروبارخلک،همدغه ډول زموږدټولنې ډېرکاروباري ژورنالسټان نه غواړي چې دپښتوژبې اوپښتنوله پاره دې کاروشي تردې پورې دهغوى د پښتونولۍدغږپه غلي کولواوچوپ اوسېدلوکې مرسته کوي،که يوپښتون نارې سورې وکړي چې پښتو ژبې لوحه غورځول کېږي ياستادخراساني افغانستان په ښوونځيواواداروکې له پښتوژبې سره توپيري چلندکېږي ياداچې له پښتو ژبي غوښتن ليک سره ناوړه چلندکېږي زموږدټولنې دغه کاروباري خلک اوسوداګرژورنالسټان په بې شرمۍ سره ددوى په ويناثبوت اوسپينتنه ترې غواړي،دپښتوژبې اوپښتانه دپښتونپالنې ولوله اواوازبابېزه اوزېندۍکېږي.
 که زموږدټولنې بې پروا،ويده اوبېباکه غړي بياهم په خپله خبره ټينګارکوي اوغواړي چې په سيمه اوخراساني افغانستان کې دې له پښتوژبې سره بې باکي اوناخوالې ورته په ګوته شي نومهرباني دې وکړي لومړى دې تاريخ وګوري چې ولې کلونه کلونه زموږپه خلکواوخاوره باندې دربارراتپل شوى دى؟؟.ولې دسيمې په دېوان اودفتريوټکى پښتوژبه نشته؟؟.ولې په دغه ټوله سيمه کې يوه پښتوژبې لوحه نشته؟؟.ولې دخراساني افغانستان په اوسنيوټولوخپرونوکې پښتوژبې اوپښتنوته پوره ونډه نه ورکول کېږي؟؟.
 له همدې امله ده چې زموږ په هېواد کې به تل ستونزې راپيداکيږي،خراساني افغانستان اوسيمه به تل د يوناسورزخم په ډول وينه او وينه وي.