د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بريالي د پټې خزانې په دفاع کې د خپلو او پردو نټاليو پرمخ نور څه پرې نه ښوول

پوهاند دوکتور م . ا . زيار 13.01.2006 01:00

[ زما دا لاندې ليکنه چې د کتاب له لاسته راوړلو سره مې سملاسي وکښله ، له آره د ښاغلي ليکوال د هغو پوښتنو اښتنو او خرخشو پر غبرګونونو اوسپيناويو راڅرخي چې د پټې خزانې په اړه ورته زما ، د استاد مورګنستيرن ، لورنڅ … له ژبپوهنيزو او فيلالوجيکي ليکنو څېړنو څخه پيدا شوې او په کتاب کې يې هلته او دلته رامخته کړې دي . که نه په کار وه ، د يوې بې پلوه ټوليزې کره کتنې او ارزونې په ترڅ کې يې پر ټولو منځپانګيزو ، څېړندوديزو (ميتاډيولوجيکو) ، ژبنيو ښېګڼو او (خدای مه کړه) بدګڼو يو څه زياته رڼا واچوم او تروسې وسې يې علمي ـ فرهنګي او دوستانه پاس ورښته (حق) ورادا کړم.]

د متنپوهنې (textology) ، ادبپوهنې او تاريخ له پلوه دوتلي هڅاند ليکوال او ځيراند څېړنوال عبدالکريم بريالي «پټه خزانه د حقيقت په ايېنه کې» ترهغو ګردو ليکنو څېړنو يوه بېسارې هر اړخيزه او بشپړه څېړنه او پلټنه ده چې له اړوند موندونکي او اوډونکي علامه حبيبي (پټه خزانه ١٣٣٩) رانيولې تر استاد همېش خليله د بېلابېلو ليکوالو او پوهانو له خوا د دغې ګرانبيې ګنجينې په دفاع کې دا نيمه پېړۍ وړاندې شوې دي . (بريالی : اړوندې سکالووی او ليکوال) .
دايې هم له څېړنيزو ښېګڼو څخه ده چې د قلندر او ورسره د پليونو چړيانو او چوپړيانو په توپير يې له ځانه ژبپوه نه دی جوړ کړی او له ژبپوهنيز پلوه يې هماغه پرلاس ورغلي توکي او ليدتوګې په آره بڼه رااخېستې او تر ارزونې او پرتلنې لاندې يې نيولي ، بې له دې چې له خپل اندووانده پکې اړونه رااړونه وکړي او ځانګړې پرېکړې او حکمونه فرمانونه صادر کړي .
ژبپوهنه د متنپوهنې ، ادبپوهنې ، تاريخپوهنې او نورو ورته ټولنيزو پوهنو پرخلاف په اماتوري او ډېرو هلوځلو ، کړاوونو (مشقونو) او ازمېښتونو نه زده کېدای شي او نه سمه سهي پر کار اچول کېدای شي ، بلکې ، لکه د يوې سېنټيفيکې پوهنې په توګه په اکېډيميک ډول زده کېږي او پر کار اچول کېږي. لوی استاد علامه حبيبي هم په خپل ستر نبوغ او نه ستومانېدونکيو هاندوهڅو تر هرڅه له مخه په متنپوهنه او تاريخ کې د دومره ستر نامه خاوندشوی ، خو ژبنۍ څېړنې يې هرګوره ، له اوسنۍ ژبپوهنې سره دومره اړخ نه لګوي . زما په اند له استاد مورګنستيرن او ما پرته د پټې خزانې په اړه تراوسه بل چا د ژبپوهنې او بيا تاريخي ژبپوهنې له ګوټپېره کومه سمه سهي پوښتنه ګروېږنه نه ده رامخته کړې . اماتوري يا دوديزو ژبپوهانو چې په دې اړه کومې پوښتنې اښتنې ، نيوکې او ګوتنيونې څرګندې کړې ، د فيلالوجۍ (تاريخي ژبپوهنې) له دوه ګونو سانټيفيکو څانګو (فنالوجۍ او اتېمالوجۍ) سره هېڅ اړخ نه لګوي ، که هغه د قلندر له خواشوې ، يا د ګوهر ، مشتاق ، محمود ظفر ... او يا هم د ايرانيانو د ډاکټر معين ، افشار يزدي ، اکبرجعفري او د ورپورې تړليو چاکرانو ، لکه سلطانشاه همام ، رضا مايل ، نجيب مايل او داسې نورو پښتو او پښتون دښمنو له خوا . (بريالی : اړوندې نغوتې او نومونه) .
په دې توګه د دغو ټولو پر وړاندې تر استاد همېش خليل راوروسته د وتلي او منلي کريم بريالي غاښ ماتوونکي غبرګونونه او ځوابونه په ټوله مانا بشپړ او بسيا ګڼل کېږي او نورو ورته ما ويليو تا ويليو ، رڼاويو او سپيناويو ته ځای نه پاتېږي ، بلکې دلته نور يوازې او يوازې ژبپوهنيز او فيلالوجيکي رڼاوي ، سپيناوي او زباد ته اړه لرو ، لکه څنګه چې استاد مورګنستيرن ورباندې ټينګار کړی او ما يې هم د شاګرد په توګه له درو درې نيمو لسيزو راهيسې همدغه لار راټينګه کړې ، ټيک له هماغه راهيسې چې د خپل ډاکټري تېزس په سريزه کې مې پټه خزانه تر تذکرة الاولياء راوروسته دويمه لاسته راغلې زړه پښتو تذکره (anthology) ښوولې او د لارښود سويسي استاد «ژارژ ردار» په لارښوونه مې د هماغه نوماند نارويژي استاد اړوند ليک د اليساندرو بوساني د کتاب له ايټاليي متنه جرمنۍ ته راژباړلی وو . (زيار، ١٩٧٤ : ١١٣) او پښتو ژباړه يې له يو څه لنډيز سره د پلوشې د (١٣٥٦ ل) په پنځمه ګڼه کې خپره شوې وه چې ښاغلي بريالي د همدغه نوي کتاب په ٣٦٧ مخ کې هوبهو رااخېستې ده . ما په دغه لنډيز کې هماغه برخه رانغښتې چې د استاد د کره کتنې زړی جوړوي او د ١٩٦١ کال له هغې ليکنې سره يې پوره توپير لري چې په اسلامي انسايکلوپېدۍ کې يې خپره کړې وه ، ځکه په وروستيو ٦ ـ ٧ کلو کې يې د پټې خزانې په اړه څېړنه څه ناڅه پرمخ تللې ده .
دا چې سعيد ګوهر د عزيز لوني له لارې د منفرېد لورنڅ Manfred Lorenz کومه څرګندونه زما په اخځ (حواله) کړې او ما استاد همېش خليل ته په يوه ليک کې خپل تړاو رد کړی وو (بريالی ٣٦٧) ، راوروسته راته د لورنڅ له خپلې خولې جوته شوه چې هغه ښايي په خپل اړوند پمفلېت کې زما له ياد شوي ډاکتري تېزسه او يا هم د پښتو مجلې له جرمني ليکنې څخه ګټه اخېستې او کېدای شي ، لوني پکې ادلون بدلون راوستی وي . لورنڅ د برلين هومبولت پوهنتون د ايراني ـ افغاني څانګې استاد پاتې شوی او دوه درې کاله ورسره زه او مېرمن مې د مېلمه استادانو په توګه همکار وو . اوس اتيا کلنۍ ته رسېدلی او د پروسږکال راهيسې يې راسره د چونګاښ (سرطان) ناروغۍ او زړبوډۍ له کبله ليکني او تېلېفوني اړيکي کمزورې شوي دي .
لکه چې پاس وويل شول ، ژبپوهنيزې څېړنې دومره بابز او اسانې نه دي چې ناڅانګيز څېړونکي او ليکوال پکې لاسوهنه وکړي او د سم وناسم توپير يې وکړای شي . دغلته يوازې بشپړ متنونه ، جملې او وييونه (کلمې) تر شننې لاندې نه نيول کېږي ، بلکې هر ژبنی غږ (phoneme) د څو څو اړخونو له پلوه ځيرنه او ارزونه مومي . له همدې کبله ناڅانګوال په ژبنيو سکالوو (موضوعاتو ، مسالو) کې هرومرو تېروځي او په هسې رااخېستنه (حواله) کې يې هم لاندی باندی راولي . د ساري په ډول بريالي صاحب (٣٥) د استاد مورګنستيرن philological investigation «لسانی څېړنه» راژباړلې ، حال دا چې فيلالوجي ټوليزه (عمومي) ژبپوهنه نه ، بلکې د ژبپوهنې (linguistics) تاريخي څانګه ده چې د هغې له مخې لرغوني او زاړه ژبني توکي او متنونه ، تر هرڅه له مخه تر فونالوجيکي او اتېمالوجيکي څېړنې او ځيرنې لاندې راځي ، لکه تذکرة الاولياء او يا د پټې خزانې هماغه لومړنۍ زړه برخه چې د دود له مخې د پښتو ادبي تاريخ ړومبنی اووه سوه کلن پېر (دوره) رانغاړي ؛ دويم پېر خو له خوشاله تر محمد هوتکه کوم ژب ــ تاريخي (فيلالوجيکي) زباد او سپيناوي ته هډو اړتيا نه لري او د متنپوهانو او ادبپوهانو يا اړوندو تذکره پوهانو د شاربلو راشاربلو کار ډګر جوړوي .
د دغه ورته ورانپوهاوي (missunderstanding) بله بېلګه د قلندر «هېواد» دی چې ريښه يې له عربي «حواد» سره تړي او مانا يې له «لرې وطن» سره . د رښتينې علمي اېتمالوجۍ ، نه وګړنۍ اېتمالوجۍ (folk etymology) ، پر بنسټ د هېواد جرړه د زړې هندۍ په svadha (پنځ ، لياره ، ټاټوبی ، ملک) او د زړې پارسۍ په uvada- (آره ، منشاء ، شجره) پسې ځي چې جرمني Heim او Heimat يا انګرېزي home او داسې نور يې هم همرېښه اټکلېدای شي . (زيار : ١٩٩٦ : ١٢)
که قلندر يو اکاډيميک ژبپوهاند وای ، په دې به يې هم سر خلاص شوی وو ، چې که په عربي ژبه کې «حواد» په ورته مانا شتون هم ولري ، له پښتو «هېواد» سره د ناببرۍ (تصادف) له مخې همغاړه شوی او په (accidental words) اړه پيدا کوي د آريايي او سامي ژبو ترمنځ داسې ټکر وييونه نور هم لږ نه دي، لکه شېر ــ شعر ، ديېنه (daena) ــ دين ، مانا ــ معنی او داسې نور . (هماغه اخځ ١٣) دا چې هېواد د قلندر په اټکل د «لرې وطن» په مانا لږو ډېر کارول شوی ، هم کومه نادوده ژبنۍ پېښه نه ده [ان «وطن» او «وطنونه» هم په ورته جاج کارېدلي دي : «له وطن يا له وطنونو پنا شو»]، ډېر وييونه تل پر يوه مانا بسيا نه پاتېږي او پر آره (ړومبنۍ) مانا سربېره دويمه يا درېيمه او ... مانا هم راخپلوي او يا يې خو نوې مانا يا ماناوې ګردسره ځايناستې کېږي ، لکه خبريال يا خبرلوڅ چې پخوانۍ ماناوې يې «پدول او ډېر ويند» وې او نن سبا يې د ژورناليستيکي نومونو (رپورټر ، وياند) ماناوې راخپلې کړې دي . ان د «پښتو» دويمه مانا «پښتونولي» هم په همدې لړ کې راځي . دغه راز وييونو (ګاييونو) ته سېمانتېزمونه وايي او دغه مانا بدلون ته هم (semantism) .
په ژبپوهنيزو سکالوو (مسالو) کې له پرهېزګارۍ هم ډېر کار اخېستل کېږي . يوه ژبپوهاند ته چې يو څيز د لمر په څېر روښان او څرګند ، په بله وينا ، سل په سل کې زباد شوی نه وي ، تر هغې خپله پرېکړه يومخيزه نه په ډاګه کوي ، نو همدا خبره ده چې د پټې خزانې په اړه د استاد مورګنستيرن څرګندونې د يوې ژبپوهنيزې پازې (مسووليت يا ذمه وارۍ) ښکارندويي کوي ، نه د بشپړ رد يا قبول .
د استاد مورګنستيرن د ډېر علمي احتياط يوه بله غوره بېلګه دا وه چې په وينا کې يې د پښتو او پښتنو پر ساکيوالي ډېر ټينګار کاوه ، خو په ليکنه کې يې ورسره له ګوماني کړول (شکيه قيد probably) څخه کار اخېست . ښه مې په ياد دي چې پر ١٩٧٥ ز کال يې د پښتو په نړيوال سېمينار کې چې د افغانستان وروستۍ ليدنه يې وه او د اتيا کلنۍ په درشل کې يې ټيکاو درلود ، له ما ، پروفيسر مکنزي او شارل کيفر سره په هسې ځانګړو خبرو کې وويل :
آيا پښتو له ساکي او پښتانه له ساکانو پرته بله آره درلودای شي ؟ (مورګنستيرن : ١٩٧٥ ز)
خو کله يې چې مکنزي ته د آرياني ژبو د ډلبنډۍ classification د لښتيليک (جدول) د تيارونې دنده ورکړه او هغه پښتو له پاميري ژبو سره خوا پرخوا تر «ساکه ژبو» لاندې په يوه ليکه کې راوسته ، قلم يې له جيبه راوکېښ او اړونده ليکه يې ټکي ټکي ( .... ) کړه ،مانا دا چې سل په سل کې لا ساکي زباد شوې نه ده او کله يې چې غونډې ته د خپلې وينا انګرېزي متن وړاندې کړ ، هماغه ګوماني کړول (قيد) يې ورسره نښلولی وو . په زړه پورې لا دا چې په هماغه ليکنه کې يې د جېلم (جهلم) د نندانې د ډبرليک «چشتنه» له اوسني پښتو «څښتن» سره يوه ګڼلې وه چې په دويمه زېږدي پېړۍ کې يې په يوه «ساکه» شاهزي اړه درلوده (دزياتې خبرتيا لپاره : پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې ٣٣١ ــ ٣٣٣ ، ٣٥١ ــ ٣٥٣ همدارنګه مورګنستيرن ١٩٧٥ : ٨١ ــ ٩٠) . د نټيالانو (منکرانو) د ورانپوهاوي يا ناګارتيا يو لامل هم همدا دی او اګاهانه يا نااګاهانه هغه د يومخيزې نټې په توګه د پلويانو د پزې پېزوانوي او په دې لړ کې زما نيم نيمګورې څېړنې او څرګندونې هم همداسې درواخله !
استاد مورګنستيرن نژدې شپېته کاله پرپښتو ليکنې څېړنې کړي او تر کابل پوهنتون يې په ګڼو اروپايي او امريکايي پوهنتونونو کې پرې لکچرونه ورکړي او د سېمينارونو او کانفرانسونو له لارې يې بې شمېره شاګردان او ختيځپوهان روزلي دي او زه وياړم چې د ژوند په وروستيو دوو لسيزو کې مې ترې د شاګرد او همکار په توګه ډېر څه زده کړي دي . هغه ان تر مورنۍ ژبې هم پښتو ته ډېر کار کړی او پاللې او پاسللې يې ده ، نو څنګه کېدای شي ، هغه دې د پښتو ژبې او ادب تاريخ له شک واړنګ سره مخ کړي او يومخيزه نټه ترې وکړي !
په هر ډول ، د پټې خزانې په اړه د متنپوهنې او ادبي تاريخ له پلوه ښاغلي بريالي دفاع او رڼا نور په رښتينه د نټيالانو پرمخ څه پرې نه ښوول او ګومان نه کېږي ، هغه چې په پښتو پوهېږي او پښتنې مور زېږولی وي ، په خپله چانټه کې تر دې زيات څه د ويلو يا ليکلو لپاره ولري او که پر سر د دې هم له هېنډې کار واخلي او د پخوا په څېر هماغه بې سروبوله او تو بوتو ته پايېنه ورکړي ، نوره به يې هم له پښتني فرهنګ او تاريخ سره ناپخلا کېدونکې دښمني راډاګيزه شي او له مختورۍ پرته به نور څه لاسته رانه وړي .

ژب ــ تاريخي (philological) زباد

د دې خبرې هېرول په کار نه دي چۍ شعر وادب له ژبنيو هنرونو (arts) څخه ګڼل کېږي او له دې سره تر ادبپوهنې او ادبي ځيرنې او کرونې هم له مخه د ژبپوهنې له پلوه ارزول کېږي . نن سبا د يوې ادبي زيږونې دوه ګوني بنسټيز ، په بله وينا ، هنري او فکري اړخونه د «ژب ــ ښکلاييز» او «ژب ــ انديز» په نومونو نومول کېږي ، مانا دا چې ژبه له دواړو اړخونو سره تړاو او ګډون لري . هماغسې چې ښکلاييز يا خيالي انځورونه له وييونو (کلمو) پرته رامنځته کېدای نه شي ، همدغسې پکې د انديزې (فکري) منځپانګې او پيغام رانغښتنه بې ژبنيو توکيو ناشونې ده .
په دې لړ کې د تېرمهالو ، لرغونو يا تاريخي ادبي زېږونو (اثارو) شننه او کره کتنه بيا له تاريخي ژبپوهنې (فيلالوجۍ) سره راپيلېدای شي ، هغه هم د دغې ژبنۍ څانګې د دوو بنسټيزو سېنټيفيکو برخو غږ پوهنې (فونالوجۍ) او آرپوهنې (اېټمالوجۍ) په رڼا کې .
له همدې لامله کله چې موږ د زړو پښتو ادبي متنو يا تذکرو ، لکه د تذکرة الاولياء راپاتې څلور شعرونه (زيار : ١٩٩٦) يا د پټې خزانې هماغه مخنۍ بېلګې لکه چې وويل شول ، د پښتو ادب تاريخ ړومبنی پېر (دوره) رانغاړي او د حديث پوهانو په نومونه پر «روايت واحد» ډډه لګوي ، تر فيلالوجيکي شننې او ځيرنې لاندې نيسو ، ړومبی له فونالوجيکي آرونو او دويونو (اصولو او قوانينو) کار اخلو او بيا له اېتمالوجيکي هغو څخه . د ړومبنيو هغو له مخې د بېلابېلو وييونو غږونه (phonemes) څېړو چې له هغه ټاکلي مهالپېره يې تراوسه څه بدلون موندلی دی ، که نه ورپسې د دويمنيو (اېتمالوجيکي آرونو او دويونو) له مخې د هر هغه ويي رېښه او روټ جوتوو چې نن سبا نور پر زړوېزونو (ارکاييزمونو) اوښتي، لکه په وياړنه کې نړۍ ، اېواد ، اتل ، دريځ ، ميرځمن ، دښن ، هسک ، نمنځ ، سوبه ، يونل (يونم) يرغالل (يرعالم) ، بامل (بامم) ، لونل (لوني) ، من ، مخسور ، پلن ، زړن ، اودوم ... ؛ د هاشم سرواني په ژباړلي شعر کې ؛ لکه : سوڼي ، پېژندون ، رښتون ، تېرون (تېرونه) ؛ د خر ښبون او اسماعيل په شعرو کې ، لکه : يون ، مرغه ، کرغه ، برغه ، ترخ ، سخ ... ؛ همدارنګه د اسعد سوري او ښکارندوی په بوللو (قصيدو) او د نورو پخوانيو ويناوالو په ويناوو کې (د زياتې خبرتيا لپاره : پټه خزانه ــ يوه لغوي خزانه).
په دغه لړ کې څلورګوني ويي ډولونه يا کټيګورۍ سره هم بېلابېل تر کتنې لاندۍ راځي : ډايلکټيزمونه يا ګړوېزونه ، زړوېزونه يا ارکاييزمونه ، نوېزونه يا نيولوجېزمونه او پوروييونه يا فارنېزمونه . کله چې د ړومبنيو دوو ډولو جرړې په ډاګه کړ شي ، بيا نيولوجېزمونه د رغاونيزو (نيولوجېستي) آرونو (اصولو) پر بنسټ ځېرل کېږي او په پای کې فارنېزمونه يا اډاپتيزمونه نومېرنه (تشخيص) مومي چې له کومې ژبې پښتو ته راګډ شوي او کله او څنګه . د ساري په توګه «يرغالل» چې نن سبا «يرغل کول» ويل کېږي ، يو تورک ــ مغولي ويی دی او تاريخي جغرافيا راښيي چې آريانا ته اړوند ټبرونه تر اسلام له مخه راغلي ول او له پښتنو سره يې نژدېوالی لاره ، په بله وينا ، له همدغه پورويي څخه دا پايله (نتېجه) اخلو چې هغه مهال نوموړي ټبرونه تر پښتني سيمو رالښېدلي وه . له هندي ژبو سره خو د پښتو راکړې ورکړې څرک تر منڅني آريايي او آرياني پېره پر شا ځي ، لکه څنګه چې پروفيسر مورګنستيرن د «پټهان» (مورګنستيرن ١٩٢٧ : ٦١) مخينه تر پارا کرېټو رسوي او همدا راز يې له «څښتن» سره د جېلم د ډبرليک «چشتنه (مورګنستيرن ١٩٧٥) تړاو ورکول ورته کرښپل پرلاس راکوي ، نو په دې توګه دا څه هېښنده (محيره) نه ده چې د امير کروړ په وياړنه او د اسعد سوري په بوللـه کې هندي ډار ، ډارل راغلي دي او داسې نور . همداسې يو نيم پارسي او عربي پورويی درواخله . دا هم پوره څرګنده ده چې يو لړ وييونه په ګډې آريايي او آرياني پاتوړې (ميراث) اړه لري او دا سپيناوی بيا هم د اېټمالوجيکي څېړنو له لارې کېدون درلودای شي ، دغه وړ همآرو يا همرېښه وييونو ته cognate words وايي .
وروسته بيا پر دې غور کېږي چې څلورګوني ويي ډولونه له هغه مهاله تراوسه څومره ژوندي پاتې دي او څومره جوليز (پښوييز ، غږپوهيز ، غونډله پوهيز ...) او مانيز ادلون بدلون يې موندلی دی . ښايي ، هغه چې پرخپل وخت په ژبه کې دود وه ، په بله وينا ، ګړوېزونه (ډايلکتزمه) ګڼل کېده ، نن سبا نور دود نه وي او په زړويزونو (ارکاييزمونو) کې راځي، لکه : هېواد ، نړۍ ، يون ، يونل ، وياړ ، وياړل ... چې په ادبي ژبه کې د منځني پېر تر پايه لږو ډېر کارول شوي او اوس اوس په ليکنۍ پښتو کې له سره رادود کړ شوي دي او هغه چې ګردسره نه په راوروسته ادبي متنو کې کارول شوي او نه د دغو مخنيو په څېر په اوسنۍ ليکنۍ پښتو کې بېرته راګډ شوي دي ، په مړوېزونو يا هېستورېزمونو يا هم د متروکو (obsolete) وييونو کې شمېرل کېږي . (زيار : ١٩٩٦ ، ٨٧ ــ ١١٤)
هرګوره ، فيلالوجېستان پر غږ پوهيزو او وييپوهيزو شننو ځيرنو بسيا نه پاتېږي او ګړ پوهيز (morphological) او غونډله پوهيز (syntactical) هغه هم ورسره له ياده نه باسي . او کله يې چې دا پښوييزه (ګرايمري) برخه هم پای ته ورسوله ، بيا هغه ټولې ژبنۍ ځانګړتياوې په يوځايي ډول په راوروسته بشپړتيايي پړاوو کې څېړي او تر ننني پړاوه يې رارسوي او ګوري چې د هغو زړو ادبي زېږونو (تخليقونو) ژبنۍ بڼه له اوسنۍ دې سره څومره او څنګه توپير لري .
د ژبپوهنيز آرو پرنسيپ له مخې په کار ده ، هره ژبه تر ټولنيزو او فرهنګي آړونو (شرايطو) لاندې له هر مهالپېر او پړاو سره پراختيايي او پرمختيايي توپير او بدلون وښيي . همدا خبره ده چې استاد مورګنستيرن د خپلو لږو ډېرو څېړنو او پلټنو په اوږدو کې د پټې خزانې په اړه نورې پوښتنې ګروېږنې پرله پسې هوارولې او د درغلۍ (جعل کارۍ) تورونه او شکونه يې د بوساني په ليک (١٩٦٧) کې پخپله رد کړل ، خو يوازې يې د نېټو د لاندې باندې کېدنې پر شونتيا (امکان) تر پايه ټينګار کاوه او په ځانګړي ډول يې د امير کروړ دوياړنې ژبه دومره زړه نه بللـه .
هغه وه چې ما په جرمني ليکنه (١٩٧٨) کې د استاد دغه نيوکه په سوسيو لېنګوېستيکي دليلونو ورځواب کړه او هغه په دې ډول :
د پښتو يا پارسي ژبې په څېر زياتره ختيزې ژبې د ټولنيزې او فرهنګي ودې او پرمختيا له پلوه له پرمختللو اروپايي هغو سره د پرتلې جوګه کېدای نه شي . د ساري په توګه د درېيمې اسلامي پېړۍ د پارسي شاعر رودکي سمرقندي شعري ژبه له نننۍ دې سره په هغه کچه توپير نه لري ، لکه د پنځلسمې زېږدي پېړۍ د جرمني مارتين لوتر د انجيل د ژباړې او يا د انګرېزي ويناوال شکسپير د نثر ونظم ژبه د اوسنۍ جرمنۍ او انګرېزۍ په کچه . په اروپا او راوروسته په ټول لويديځ کې د ژبو پرمختيايي بهير له اړوند ټولنيز ــ فرهنګي پرمختيايي بهير سره سم ګړندی يون درلودلی دی او بل دا چې زموږ د ختيځوالو دا دواړه بهيرونه وخت پروخت له خنډ وځنډ سره مخ شوي او شلون وپرېکون پکې ډېر راغلی دی . حال دا چې په لويديزو هغو کې له هماغه يوناني او روماني پېره تراوسه کومه ستره لارغه او وټه نه ده رامنځته شوې . له هماغه راهيسې نوموړي استاد د ژوند ترپايه نوره خپله نيوکه راغبرګه نه کړه او پر ما يې د ورته څېړنو د پايېنې سپارښت کاوه . د پورتنۍ ليکنې په اړه د منلي بريالي له خرخشو نه يوه هم همدا وه چې د رااستولي کتاب پر سپينه پاڼه يې راته کښلې وه ، نورې پوښتنې يې خو هرګوره ، زما د پښتو ليکنو په تېره د دوه ګونو کتابونو (پټه خزانه ــ يوه لغوي خزانه ١٩٩٦ او پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې ٢٠٠١) او د همدغې اوسنۍ کره کتنې له لارې ورغبرګېدای شي او زه په دې خورا خواشينی اوګيله من يم چې نه استاد همېش خليل او نه ده پخپله له دومره ارتو بيرتو اخځونو (رېفرنسونو) سره پر دغو کتابونو ګردسره ځان خبر کړی نه دی .
ما په وروستي کتاب کې دا سپيناوی هم کړی دی چې پښتني ټولنه او پښتو ژبه تر اسلام له مخه په زاړه (... ــ ٣٠٠ م . ز) او منځني آرياني پېر (٢٠٠ م . ز ــ ٧٠٠ ز) کې څو څو ځله تر ښاري ژوند وژواکه رسېدلې او بيا بيا بهرنيو تاړاکونو بېرته تر کليوالي ــ بزګري او ان پووند ګلي کچې پورې پر شا کړي دي . په دې توګه يې د درېيم پېر يا اسلامي دور په لومړيو پېړيو کې د هېلمند وارغنداب د ارتې بېرتې سيمې له ښېرازۍ سره له بست وزمينداوره تر ارغستان (اراکوزيا) يوځل بيا بشبړتيايي بهير مخ پربره ختلی وو او د دې وړتيا څرک ترې لګېدای شو چې د پټې خزانې او تذکرة الاولياء په کچ پکې شعر وادب رامنځته شي . (د وروستي کتاب ٢٣٦ ــ ٢٤٢ مخونه دې وکتل شی)

1. Morgenstierne Georg, An Etymolosical Vocabulary of Pashto (EVP). Oslo 1927.
- 1975: The languages of Afghanistan, Afghanistan xx, 3, pp. 81-90.
- 1975: The place of Pashto among the Iranic languages and the problem of the Constitution of Pashtun linguistic and ethnic unity Int. Pashto seminar on the occasion of establishment of the International Center for Pashto studies, Kabul, Nov. 1975.
- 1978: Pashto Quarterly, 1, 4, pp. 43-55.
2. Zyar, M. A.:
- Die Nominalkomposita des Pashto, Diss. Bern uni. Institute fur Sprachwissenshaft, Bern 1974.
- 1978: Pata Xazāna ist eine Wirklichkeit, Quarterly, 1. Academy of Sciences of Afghanistan.
- Pata Xazana ist eine Wirklichkeit. Pashto Quarterly, 1. vol. Academy of Sciences of Afghanistan 1978.
پټه خزانه يو واقعيت دی (په جرمني) ، پښتو مجله ، لومړۍ ګڼه ١٣٥٧ .
٣- حبيبي ، عبدالحی : پټه خزانه ، دويم چاپ ، ايران ١٣٣٩.
٤- قلندر مومند : پټه خزانه فی الميزان ، پرينټرز پبليشرز ، پېښور ١٩٨٨ .
٥- هميش خليل : تول پارسنګ ، ړومبۍ برخه ، جدون پرينټينګ پرېس ، پېښور ، جنوري ١٩٩٢ .
يادښت : ما (زيار) په جرمني ژبه د پاسنيو دوو ليکنو ترڅنګه د ١٩٧١ – ١٩٧٢ کلونو په اوږدو کې د پټې خزانې ړومبنۍ (زړه)برخه له پښوييزې (ګرايمري) شننې سره د نوميالي پرانسي افغانپوهاند شارل کيفر لپاره هم ترسره کړې وه چې تراوسه ترې په خپلو ليکنو څېړنو کې ګټه اخلي .