د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دارواښاد كانديد اكاديميسن محمد صديق روهي دلسم تلين په ياد کې ..

خوشال فرهنګي ټولنه 06.01.2006 01:00

ولسونه چې سند وبله وكا ــــ  پاچهان ورته سجود كاندي اختيار  (خوشال بابا)

خوشال فرهنګې ټولنه لكه چې له نامه څخه يې څرګنده ده دستراونوميالي مشر، شاعراوليكوال خوشال بابا دوياړلي نامه په پام كې نيولوسره ديوه داسې قام دروڼ اندوله خواچې په هغه مهال يې نوې يوځل بياد اسيا په زړه كې ديوې تاريخې حماسې پاى په يوه تاريخې هنګامه باندې وراړاوه دافغانستان په زړه دكا بل په ښاركې دكوزې اوبرې پښتونخوادټولو قومونو دسلګونو نومياليو استازو په ګډون دافغاني _پښتنې ملي فرهنګ دغوړيدواوپالنې په مثقصد دهيواد دنوميالي ليكوال ، كره كتونكي او دافغانستان دعلومو اكاډيمۍ دغړي ارواښاد كانديداكاديمسن محمدصديق روهي په مشرۍ په ۱۳۶۹ كال كې جوړه شوه .
ددغې ټولنې آره موخه اوهدف په افغانستان كې ديوې سالمې اوملي فرهنګې فضا اوغورځنګ په تيره بيا دځوان فرهنګي پښت دعلمي اوفرهنګي اوپوره مسلكي روزنې دبهيرجدې څارنه اوسمبالونه وه. لكه چې په دغه برخه كې زموږ دوستان په هغو شپوورځو كې چې لاهم دجګړې اوزموږ دخلكو اوحرفوي جګړه مارو ، زموږ دخلكو اونړيوالو لاسونه او ګريوانونه نه وو سره سره ورغلي پوره شاهدان دي . دسيمنارونوجوړول ، دنومياليو ليكوالو اوفرهنګيانو دخدمتونه يادونه اونمانځنه ، دځوانو ډاكترانو دبرخې جوړول ، دځوانو انجينرانو دبرخې په لاره كې هلې ځلې كول ، په هيواد كې ديوه ملي اوسراسرې تفاهم اودخاورې دتماميت ساتلو په خاطر لاسونه سره وركول ، داټول هغه څه وو چې خوشال فرهنګي ټولنې دخپل پياوړي مشرپه مدبيرانه اوعالمانه لارښونې سره ترسره كړل .
دخوشال ټولنې لارښوده شورا ديوې بيلګه ييزي لارښوونكې علمى ، فرهنګي اوملې مرجع او ارګان په توګه له خپل پيل څخه تراوسه دخپل ملي دريځ اوفرهنګي وړتيا له مخې دسولې اودموكراسى ( دكلمې په رښتينې مانا سره ) داصولو اوپوره انساني ارزښتونو دپلي كولو اودهغو په رڼاكې دخپلوخلكواونړيوالو دنيكمرغى شعاراومرام دځان له پاره د هرډول افراطي تمايلاتوپه رڼاكې دځان كړى اوتراوسه هم خپله هماغه تګلاره دروهي دميراث اوتلپاتې درسونوپه توګه له پامه نه غورځوي ، دهغه علمي اوفرهنګي وړاندويينو ثابته كړه ، چې افغانستان يوواحد اويوموټى هيواد دى چې دخپل ټولنيزاوفرهنګي پرمختګ اولارښوونې له پاره پياوړې ملي اودموكراتيك ارزښتونه لري چې كه افغانان هغوى ته په رښتينې توګه ځير شي ، دوى به كله هم دخپلۍ ټولنې دلارښونې په ترڅ كې دپرديوصادراتي اوغرضي ارژښتونوته لاس په نامه او اړ نه شي . دده مطلب دغه قام و چې خوشال غوندي لارښوونكي اوپوهان يې درلودل چې نن يې هم علمي اوفرهنګي ارزښتونه زموږ له پاره په تورو تيارو اووركو لاروكې مشالونه دي .
دهمدغه اصل پربنسټ دخوشال فرهنګي ټولنې لارښوده شورا ، دلويې پكتيافرهنګيانو، په جرمني كې دافغانستان دكلتوري ودې ټولنې اوداستاد روهي كورنۍ هوډ كړى چې دپاك خداى په ملتيا دراتلونكي لمريزكال په پسرلي كې داستاد دلسم تلين دنمانځلوپرمهال له يوې خوا دهغه دعلمې اوفرهنګي خدمتونو ياد وكړي اوله بلې خوا ددغه نوميالي پوهاند جسد چې په جرمني كې دافغاني امانت وياړ په توګه خاورو ته سپارل شوى و خپل پلرني ټوټې خوست ته وليږدوي .
دخوشال فرهنګي ټولنې غړي وياړې چې په هيواد كې دننه اوباندې دافغان هيواد پالوفرهنګيانو ، داستاد روهي دكورنۍ اودلويي پكتيادخلكو اوفرهنګيانو له دغه تاريخې ګام سره خپله ملتيا دخپل بنسټوال مشردروح د ابدي هوسايۍ په خاطرله دوى سره څرګندوي . اوله پاك خداى څخه په دغه لاره كې ددغې مرستې هيله من هم دي چې په همدغه لړ كې د خپلوخلكواوفرهنګيانوپه زيار اوهڅوسره زر ترزره په كټ مټ ډول دخپل بل نوميالي ليكوال اوشاعر استاد بينوا وياړلې خاوره دسرلوړي كندهاردفرهنګيانو اودهغه دكورنۍ په مرسته كندهارته وليږدوي . زموږ دغونومياليودخپل ژوند په وروستۍ سلګۍ كې پرموږ دغه غږ كړى و چې :

درغربت اګرمرګ بگيرد بدن من آياكې كند قبروكي دوزد كفن من
تا بوت مرا برسركوهي بګذاريد تاباد وزد برسرآن از وطن من

داستاد روهي ټاټوبي اودهغه ملي اوفرهنګي خدمتونه ته يوه لنډه كتنه :
ع . رشيد (پي اچ ډي )

زه نه غواړم چې داستاد روهي په بيوګرافي باندې دلته خبرې وكړم ، يوازې ديوې لنډې څرګندوني په ترڅ كې دهغه په ملي اوفرهنګي شخصيت اودهغه په تاريخي ټاټوبې باندې غواړم دهغه ديوه زده كوونكي په توګه يودوه ټكي دلته ووايم .
استاد روهي دپښتني اوپښتانه هويت په پاسوال ټاټوبې (پكتيا ) كې زيږيدلى ،اودخپل ځان له پاره يې خپل تخلص ديوه تاريخي وياړ پربنسټ( روهي) ټاكلى دى . دافغانستان هره څنډه ددغه هيواد په تاريخ كې ديوه داسې تلپاتې اوزرين څپركې وياړ له ځان سره لري ، چې هغه په هروخت اوهره دوره كې ددغه هيواد يوتاريخي پښت روزي اوپه خپل شتون اوسوچون كې هغه تير برم كه څوك وغواړي اوكه نه په شعوري توګه راژوندى كوي ، روهي د روه دتمدن داسې تلپاتې استازى دى چې اوس دافغانستان او آسيا په تاريخي اوعلمي وياړونوكې اوچت مقام لري .دروهي ټاټوبى هغه سيمه ده چې دپښتون اوافغان نوم اولرغونى وياړ تراوسه پورې له ځان سره لري ، هندي سانسكريتې (فرهنګ ) اوتاريخ پوهان اوس په دې سره يوه خوله دي اوداسره منې چې دويدي سرودونو لومړنى استوګنځى داوسنې افغانستان جنوبې برخه په تيره بيا هغه سيمې چې (كرومو ) (كرمې ) ګومتى (ګومل ) كټواد (كټواز) كابورا (كابل ) او لوګره (لوګر) سيموپه منځ اويا ورڅيرمه پرته ده . دغه پورتنۍ نومونه يووخت لكه دنن په شان هسې ساده دځايونومونه نه وو، بلكه دا هريوديوه فرهنګي اواعتقادي تمدن زانګوبلل شوي دي . دبيلګي په توګه ددغه اوسنى كټواز ويې په زړه پښتواوزړه سانسكريت كې دكټواد په بنه راغلى دى ، دغه سيمه ان تراوسنې ګرديزاوخوست پورې دمقدوني سكندر دراتګ په شپوورځوكي دسانسكريتې اوبوديستې اعتقاداتودڅيړنو داسې لوى علمي مركزوچې له اوسنې هندوستان ، تبت اودپوديستې ګروهمنوسيموڅخه به زده كوونكي دلته راتلل اودلته به يې خپلې زده كړې دعلومو(معقولواومنقولو) په بيلابيلوپرخو كې پشپړولي .
دااوسنۍ لويه پكتيا ده چې پرپښتوژبه برسيره يې په زړه كې دنورو ژبو اوګروهوبشري نوميالي شهكارونه راايجاد اورامنځ ته كړي دي ، دنوميالي ګريك _ پښتون آرى واكمن (څښتنه ) چې ده ته د (روه ) ټولواكمن هم ويلاى شود واكمنۍ آباده اودخوښييوسيمه همدغه سيمه وه،په همدغه لړكې د روه بل پښتوپالي اوپښتوويونكى واكمن مناندر يا ملنډا (چې دواكمنۍ لړى يې له پنجابه تركندهاره پورې څرګنده ده اوميرژكه يې له پاتې شوونو څخه تراوسه موږ وينو ) دملنډاپڼو لومړنۍ پښتوكتاب چې دده اوناګاسينا خبرې اترې رانغاړي دهمدغې سيمې (روه ) په تمدني برياوو پورې اړه لري.
دغوخلكو دتاريخ په اوږدو كې دپښتنودعلم اوپوهې توغ په پرتم سره ساتلى دى، همدغه سيمه ان داسلام دسپيڅلي دين له راتګ څخه راپه دې خوا هم ديوه ژوندي فرهنګي مركز په توګه پاتې شوې ، په غزنوي دوره كې ددغې دورې له نامتومركزونو څخه يوهم دغه دلويې پكتيا اوسنى مركزد گرديز ښار و چې ددغې سيمې يوشميرنوميالي پوهانو لكه ګرديزې اودهغه تاريخې اثر زين الاخبار له دغې سيمې اوددغې سيمې له فرهنګي كاروان سره تړاولري چې دپوهې په تاريخ كې دهرچا له پاره نه هيرودونكي دي . دلوديانو اوسوريانودپلرونوټاټويې همدغه لويه پكتياوه ، چې نه يوازې يې په هندوستان كې پاچهاهى جوړې كړې بلكه هلته يې د پښتون ،پټان اوافغان تمدن اوفرهنګي بنسټونو ډبرې هم كيښودې . دشمالي هندوستان دتصوف سرلاري اوسهرورديه طريقي نوميالي پښتون پير دهنددپنجاپ دمليركوټله صدرالدين صدرجهان چې نوميالي پښتون ټولواكمن اعلحضرت سلطان بهلول لودي يې په خپل معنوي بركت ترډلي پورې بريمن وهڅاوه اودده دمعنويت له فيضه دهندټولواكمن شو، هم په لويه پكتيا پورې اړوندو.
اوپه همدې شان لويه پكتيا نن هم له خپل دغه برم څخه نه رالويدلي اونه وړه شوې ده ، په دغه روانه پيرۍ كې دانګرپزي روسي اونورو ښكيلاكي ځواكونو په وړاندې هم په دغه اتله حوزه كي دمقاومت اولارښونې ، علم اوفرهنګ پالنې ډيرپياوړى ځواك اوس هم ژوندى دى ، داچاته نه ده معلومه ، خوماته معلومه ده چې دهند دآزادۍ غورځنګ دانګريزنړيوال ښكيلاكي ځواك په وړاندې د همدغو خړو غروله تړو اوددغو سرلوړو نښترو له سيوريو څخه لارښونه كيده حاجې ميزاعلي خان فقيرايپې په خپل يوه ليك كې نهرو ته وليكل : (( ... دهندوستان په اوږدو او لنډو كې له اخبارونو(سركاري ) څخه دا په ډاګه كيږي چې دوى په موږ پسې دتبليغانو يوبې سارى لام را پيل كړې دى، دوى فكركوي چې زموږ هلي ځلي هسي بې پايلو منډې رامنډې دي، خوموږ دخپلو كينه ناكو دښمنانوپه دغو درواغوباندې له دې امله ښه پوهيږو چې موږ په خپل قام مينان يو، دوى غواړي چې موږ له خپلې آزادۍ څخه بې برخې كړي ، خوتاسې جناپ په بشپړه توګه ډاده اوسئ چې ترڅو موږ هغه ظالمان له خپل هيواده دتورې په زور نه وي ايستلي اويا مو په دغه جهاد كې خپل سرونو دقبرترتله نه وي رسولي ، ترهغه پورې زموږ اوپرهند باندې دهندد حكومت (انګريز) ترمنځ سوله ناشونې ده .زموږ له پاره دآزادۍ يوه وړه شيبه دغلامى ترژرګونو كلونه اوجته اوارژښتناكه ده ... (( نهروته دليك يوه برخه د ۱۹۳۷ كال د سپتمبر ۱۶ )) .

له دې ټولو خبرو څخه مى موخه يوازې يوټكى و چې زموږنوميالي پوه استاد روهي له دغسي يوې تاريخې اوفرهنګي حوزې سره تړاولري په دغه تاريخي اوفرهنګي حوزه كې اوس هم دهماغو نومياليو دپجيانو كمى نشته ، اوس دلته دپوهي پراساساتو دنوي عصر له تكل سره سم دنوي ژوند په لور هڅه پيل شوې ده همداده چې په دغه ترڅ كې دنوميالي پوهاند روهي نوم اوځاى دافغانستان د هروګړي اوهرعلمې اوفرهنګي پوهنځي له پاره دهغه دوړتياله مخې يوآشنانوم اويوتلپاتې پيژندل شوى ملي كركتردى .
روهې دافغانستان په هغو روڼ اندوپوهانو كې راځي چې خپلې لوړې زده كړې يې په عصري توګه له هيواده بهرپشپړې اوله هغووروسته دپوهې له يوه نوي تكل اوتجربې سره هيواد ته راستون شو، ده په خپلو ليكنواو څيړنوكې زموږ ټولنه او دڅيړنوبهير له يوه پاڅون اوبدلون سره مخامخ كړ، دنوې ليكنې ، دنوې كره كتنې ، دنويوڅيړنو يوه نوې لاره يې په خپل وخت كې په داسې توګه پرانيسته چې په افغاني څيړنوكې يې منطق ، دليل او استدلال دهسې وچو خوشبينيواوخيالي اټكلونه پرځاى واكمن كړ. هغه ژموږ دپاشلي څيړنيز پهيراودنوي نسل دسالمې روزنې په ترڅ دڅيړنې هغه اصول چې په علمي نړى كې علمي تيورۍ اوپه پيښوباندې دسالم قضاوت اصولو منل اوتاييدول زموږ په واك كې راكړل ، روهي لومړنۍ پښتون ليكوال و چې په ادب اواد
بې تيورۍ كې يې د پرتلييزميتود په رڼاكې خپل ادبې ارژښتونه له نړيوالو هغو سره پرتله كړل ، دده دبې سارو آثارواوڅيړنوبركت و چې موږ خوشال اودهغه داندو ژوند فلسفه دعلم په دايره كې وپيژندله . موږ يې دلومړي ځل له پاره په هنر اوادپ كې دكره كتنې له نوي ميتود سره آشناكړو اوپه دغه ترڅ كې يې زموږ دتشو( نسيا) لاپوشاپو روحيه په رښتياينه او( نقد ) باندې را واړوله . همداوه چې په دغه ترڅ كې په رښتياينې سره هم دځان اوهم دنورو په وړاندې بې رحمه و. يو مهال مادماسترې تيزسس دده ترلارښونې لاندې ليكه ، په دغه ترڅ كې مادده دآثارو په باره كې هم يوڅه ليكلي وو، دده نوم د استاد تږي ترنامه دمخه راغلي و ، ماچې كله هغه پاڼې دكتنې له پاره ده ته وركړې ، په سبايې دليكوالوله انجمن څخه تليفون راته وكړ، چې نن باپد زه دى زمادليكنې په اړه وګورم ، كله چې ورغلم ، ده په خورا آرامه اوعالمانه توګه راته وويل ، چې تا زما په اړه تبصره تر استاد تږي دمخه راوړې ، په داسې حال كې چې زه خپله په دغه برخه كې داستاد تږي پوروړى يم . زه هيله كوم چې زمابه باب خپله تبصره تر نيازي (تږي ) وروسته راوړي . استاد روهي په هغه ورځ په دغه دوره كې هغه ټول بهيرماته ټكي په ټكي تشريح كړ. زه هماعه مهال پوه شوم ، چې روهي څوك دى اوڅه له موږه هيله لري؟ روهي زموږ دادب پوهنې اوپه تيره بيا دكره كتنې په برخه كې هغه ځاى لري لكه چې ټي . اس . اليوت يې په انګريزې ادپ پيژندنه اوكره كتنه كې لري . زه ځان په دې نيكمرعه پولم چې د دوو علمي رتبو (پوهنملي ،اوپوهندويې ) له پاره زمالارښود استاد هم دى و، زما دپوهندويي رتبې اثر دپښتودوو ادبې بهيرونو ( استوګن اونااستوګن ) تيوريكه شننه اوتشريح وه ، همدغه اثرو چې بيايوشميررا پسې ناحقي ډنډورې هم واچولې ... په داسې حال كې چې دايواړتياوه اوپه دغه ترڅ كې ما په خپل اثركې دبښتو ملي اويوموټې ادب په پاڼوكې هم دتش په نامه انقلابې اوهم تش په نامه جهاد ي ادب نومونې په خپل وخت كې لنډ پالې اولنډ پارې نومونې (اصطلاحات ) وبللې. استاد روهي په خپله په دغه ټكي باندې باوري و جې ليكوال اوشاعران ددغې روانې بدمرغى مسوول په دې نه دې چې دوى په كې نه اوس رول لري اونه يې پخوا درلود.دوى بايد يوازې زموږ داحساساتواوعواطفواستازې وې ...
استاد روهي په خپلو نظريانواوليكنوسره نه يوازې دپښتنو دځوان نسل په روزنه كې ټاكوونكي برخه ترسره كړه اودرناوى يې كيده بلكي هغه دافغانستان دفارسي ژبوليكوالواوشاعرانو په منځ كې هم خپل بې سارى محبوبيت دژوند ترپايه ديوه مشرعالم اوپوهاند په توګه وساته ، دفارسي ژبې ځوانمرګ شاعر ارواښاد قهارعاصى ايران ته دخپل سفر په ترڅ كې دشعر په مجله كې د استاد روهي يوه مقاله له پښتوڅخه په فارسي ژباړلي اوخپره كړې وه ، كله له هغه هيواده خورا خواشينۍ بيرته راغى ، ماددغې مقالي دژبارې اوخپرولو لامل ترې وپوښته ،ده په ډيره رښتينې ژبه لكه چې عادت يې و راته وويل :(( ده افغانستان بدون روهي وباخترې ديګه كې است ... هرچه ديدم ، تاچيزې را نشركنم كه ايرانيان نګويند ازماګرفتند درنوشته هاى ديگران نيافتم لذا اين مقاله وزين استاد را ترجمه كردم ... )).
په هرډول پښتواوپښتنو ته استاد روهي په خپل وخت كې په خپلې فرهنګ پالې روحيې سره يولړداسې كارونه ترسره كړل چې هغه له شكه پرته موږ په بنسټيزو اوكيفي كارونو اوخدمتتونو يادولاى شو، دده تر مشرۍ لاندې پښتوټولنه په دې بريالۍ شوه چې په نوي علمي كيفيت سره خپلې څيړنې پرمخ بوځي . ده همداشان په راوروسته كې هم دعلومو آكاډيمې ، ليكوالو انجمن اوهمداسې دكابل پوهنتون په علمي كارونو كې خپل ځاى او خپل صلاحيت درلود. په شپتموكالو كې ده دكابل پوهنتون پښتوڅانګې ماستري دورې زده كوونكو ته دتدريس چارې ته اوږې وركړې اوددغو زده كوونكو دعلمي اوعملي كارونواودرسونو لارښونه په خپل پوره صلاحيت سره سرته ورسوله. په دغه مهال ده دمعاصرو ادبياتو، اوخوشال پوهنې په برخه كې رغنده لارښونې وكړې اوپه دغه ترڅ كې خپله اوچته ونډه ترسره كړه . دكابل پوهنتون دعلمي ترفيع ګانو لارښونه په هغه مهال له پوهنتون څخه دباندې پوهانوله پاره ډيره ساده خبره نه وه ، ان چې كله كله خو به په دغه اړه دباندنې استاد دصلاحيت پوښتنه ترهرڅه دمخه طرح كيده ، خوديوشميرهغوعلمي څيرو لكه استاد روهي په وړاندې كله هم داشان پوښتنې نه طرح كيدې اونه يې هم چا اړتيا محسوسوله .
داستاد روهي له فرهنګي يادګارونو څخه يوهم دهيواد په خورا سختو شپو ورځو كې د خوشال فرهنګي ټولنې جوړول اوددغه ملي اوفرهنګي ارګان لارښوونه كول وو. دده په لارښوونې سره دغې ټولنې ته په كوزه اوبره پښتونخواكې دملي پالوپښتنوپاملرنه ور واوښته ، ددغې ټولنې لويې په دې كې وه چې ددغه فرهنګي پرتم اوغورځنګ ملاتړ دهيواد په كچه دټولو قومونو اوفرهنګې كړيو له خوا وشو، ددغې ټولنې په لارښوده شورا دټولو هغو قومونو اوفرهنګونو اوژبو استازې وو چې هغودافغاني فرهنګ دغوړيدواوبډاى كيدو ملي اراده درلوده . ده په هغوسختوشپوورځوكې چې هيواد ديوې فرهنګي ضد فضا منګولوته لويده اودكابل د ورانيدو كيسه راپيل كيده خوشال ټولنه په خپلو معنوي لارښوونو سره لارښونه كړه . كله موچې دشمشاد نوم دټولنې دمجلي له پاره ټاكه ده داخبره وكړه چې په دغه نامه سره به موږ وكولاى شو دخوشال بابا ملي اوفرهنګي ميراث ته په ګډه دغوړيدو اوخوريدو لارې چارې برابرې كړو.
داستاد روهي ياد دې تلپاتې وي .