د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

(ټيم به الي او خرچه به پرې راځي)

ګل آغا احمدي وردك 04.01.2006 03:00

افغانستان د بيا آبادۍ په درشل كې قرار لري چې د هرې ورځې په تيريدو سره په دې هيواد كې د بيا آبادۍ نوې نوې اغيزې ليدل كيږي. خو لدې سره سره افغانستان ته چې د هره اړخه وكتل شي نو دومره وران شوى دى چې په لنډ وخت كې د نوموړي هيواد د بيا آبادۍ په ډګر كې د سترو سترو بدلونونو تمه نه شي كيداى بلكي په طبيعي ډول د بيا رغولو اوږدمهالې او هغه پروسه كولاى شي چې په ټوله نړۍ حاكمه ده زموږ هيواد به هم په تدريجي توګه او د خپلو بچيانو د هر اړخيزو هلو ځلو په وسيله د بيا آبادۍ غيږې ته ور درومي. همدارنګه د بيا آبادۍ كارونه په وړيا ډول هم شوني نه دي چې سر ته و رسيږي بلكي د هيواد خپله طبيعي پانګه، د هيوادوالو هڅې او د نړيوالو اړخونو اخلاصمندانه مرستې د يوه غښتلي كاري ځواك په وسيله د بيا آبادۍ چارو ته سمون بخښلى شي او په دې لاره كې ګټور ثابت كيږي.

افغانستان په څومره اندازه وران شوى دى؟
د افغانستان د ورانۍ په اړه مختلف اټكلونه موجود دي خو په دې اړه هيڅوك كوټلې خبره نه شي كولاى چې هيواد څومره وران شوى دى؟ او څومره مالي زيانونه ورته رسيدلي دي په داسې حال كې چې معنوي زيانونه خو دومره دي چې د محاسبې له حد نه زيات دي خو ځينې اقتصادي شنونكو د افغانستان د ورانيو ټول ټال اټكل له ۳۰ ميليارد امريكايي ډالرو څخه زيات ښودلى دى. بايد وويل شي چې د افغانستان ټولې اقتصادي، ښوونيزې، سياسي او ټولنيزې زيربناوې د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غويي د كودتا او ورپسې د شوروي د يرغل وروسته د دونيمو لسيزو جګړو په ترڅ كې په ډير بد شكل ورانې شوې دي چې د بيا رغولو انتظار باسي.
بيا رغونه داسې يوه اوږده پروسه ګڼل كيږي چې د انسانانو د ژوند سره سمه پر مخ درومي او په نړۍ كې هيڅ هيواد يا ټولنه په دې نه ده توانيدلې او نه د دې توان لري چې په تصادفي ډول دې يو ځل ګل ګلزار شوې وي بلكي هغه ټولنې چې د خپلې آبادۍ په لوړو كرښو كې قرار لري حد اقل ۲۰۰ يا ۳۰۰ كاله يې زيار ګاللى، نه ستړي كيدونكى كار يې كړى د خپلو حاضرو او خپلو راتلونكيو نسلونو لپاره يې د يوه خوشحاله ژوند د بنسټ ډبره ايښې ده.
په خواشينۍ سره بايد په دې حقيقت اعتراف وكړو چې افغانستان په هره پيړۍ كې يو يا څو ځلې د بهرنيو يرغلګرو او كورنيو جګړو له لاسه خپله ټوله مادي او معنوي شتمني په داسې ډول له لاسه وركړې لكه تير پرون يې چې د غويي د كمونيستي كودتا، شوروي يرغل او كورنيو جګړو له كبله له لاسه وركړه. په دې ترڅ كې په ځاى د دې چې د حاضر او راتلونكيو نسلونو لپاره د نيكمرغه ژوند د بنسټ ډبره كيښودل شي، جګړه مارو كركترونو د افغانستان هغه ټوله مادي او معنوي شتمني په ډير بې پروا توګه له منځه يووړه چې نوې راټوكيدلې او د پرمختګ په لومړيو پړاوونو كې يې مزل كاوه. اوس كه په تيرو ناخوالو هر څومره اوښكې تويې شي نو پرته له افسوس او عبرت څخه بل څه په لاس نه راځي بلكي ضروري خبره دا ده چې د هيواد د هر اړخيزې بيا آبادۍ په لوري داسې پاخه ګامونه كښيږدو چې خپل هيواد ته د اخلاص، وروګلوۍ، يووالي او ريښتنولۍ په عملي صفاتو كې نغښتي وي.
د هيواد پراخه او هراړخيزه بيا آبادي زياتو اساسي څيزونو ته اړتيا لري چې په دې ځاى كې موږ يوازې درې مهمو فكتورونو ته په لنډه توګه اشاره كوو.

لومړى: د پانګې موجوديت
لكه مخكې چې وويل شول چې د افغانستان د ورانيو د تاوان دقيقه شميره تر اوسه پورې هيچا ته نه ده معلومه خو په دې هكله مختلف اټكلونه موجود دي چې ځينو اقتصادي شنونكو د هيواد د زيربناوو د نسبي بيا رغولو لپاره له ۳۰ ميليارد امريكايي ډالرو څخه د زياتې پانګې د اړتيا اټكل كړى دى. شايد چې ياد شوى مبلغ به هم په دې و نه توانيږي چې د افغانستان نسبي بيا رغونه رامنځته كړي. بايد وويل شي چې خپله افغانستان به د نړيوالې ټولنې له مرستو پرته په ډير زيات وخت كې هم په دې و نه توانيږي چې د خپلو زيربناوو د بيا رغولو لپاره دې دومره پانګه برابره كړي خو د ټولو افغانانو ګډې او اخلاصمندانه هلې ځلې كولاى شي چې د نړيوالې ټولنې په ګډه همكارۍ د هيواد د بيا رغولو بهير ته پياوړتيا ور په برخه كړي.

دوهم: غښتلى كاري ځواك
د داسې غښتلي كاري ځواك موجوديت كولاى شي چې د هيواد د بيا رغونې بهير ته پياوړتيا ور په برخه كړي چې د اخلاص، ريښتينولى او هيوادنۍ مينې څپې يې د زړه د وينو په هر رګ كې ټوپونه وهي. افغانستان به د خپل افغاني كاري ځواك له موجوديت پرته له راز راز ستونزو سره مخ وي او د هغه پانګې زياته برخه به بيرته په يوه او بل نامه بهر ته ليږدول كيږي چې د نړيوالې ټولنې له خوا له دې هيواد سره د مرستې او يا اوږدمهالو پورونو په ډول كيږي. نو ضروري ده چې افغانستان پخپله په دې و توانيږي چې د يوه شامل او غښتلي افغان كاري ځواك خاوند شي.

دريم:د وخت په نظر كې نيول
د افغانستان د ورانو زيربناوو په ترڅ كې د وخت په نظر كې نيول يو مهم فكتور ګڼل كيږي. كه موږ د ساري په توګه د بريښنا د يوه بند او فابريكې جوړښت ته په ژوره توګه وګورو نو جوتيږي چې د پانګې او كاري ځواك په درلودلو سره سره حد اقل له ۷ كلونو څخه تر ۱۰ كلونو پورې اړتيا ورته ليدل كيږي. په همدې توګه كه د هيواد بلې هرې ورانې شوې اساسي زيربنا ته د ټولو اړخونو سره يو ځاى په دقيقه توګه وكتل شي نو په تصادفي او بيړنۍ توګه يې د جوړيدو شونتيا نشته بلكي له ياد شوو دواړو فكتورونو سره يو ځاى د وخت په نظر كې نيول هم ورته ضروري دي.
ښكاري چې د هيواد اساسي بيا رغونه داسې آسانه او ساده خبره نه ده چې په سرسري نظر ورته وكتل شي بلكي د نورو فكتورونو تر څنګ به درې يادي شوي اساسي فكتورونه په ژوره توګه په پام كې ورته نيول كيږي. نوموړې پروسه يوه اوږدمهالې او افغان شموله پروسه ده. د خپل هيواد د بيا رغونې بهير ته كه په ژوره توګه وكتل شي نو سړي ته د پيښور د كارګرانو خبره ور په ياد شي كله به دې چې كوم خټګر او يا نجار په كور كې د يوه وران شوي څيز جوړولو لپاره راووست نو له ژورې كتنې څخه وروسته به يې وويل: ( جوړ به شي ټيم به الي او خرچه به پرې راځي).