د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښاغلي رباني نوی ائتلاف حیرانونکی ندی

عبدالله کریمي 03.01.2006 02:00

د کارغانو کار خو باغ تالا کول وي
روغه نه راولي چرې هم غماز
خود غرضه فیصلې کولی نشي
که باچا نوشېروان کړي ځان نه ساز

ډېرو هېوادوالو ته به د ولسي جرګې د مشرۍ دپاره د ښاغلي یونس قانوني په ملاتړ د ښاغلي برهان الدین رباني او د ځینو نورو ائتلاف حیرانونکی ښکاري. او دا ځکه چې د هېواد په دې حساسو حالاتو کې د ملي یووالي تقویه کول پکار دي نه دا چې د ولس کمزوری یووالی دې نور هم پسې د تبعیض او دسیسو ښکار شي. ټول مخلص افغانان په دې باور دي چې په اوسنیو حالاتو کې د قوم په نامه ګوندونه اوائتلافونه جوړول نه بخښونکی خیانت دی. د ښاغلي رباني دا اول ځل نه دی چې د ملي ګټو خلاف توطیه کوي او نه دا د نوموړي بېړنۍ فیصله ده. دا رنګ فیصلې او ائتلافونه ده د ډېر پخوا راهیسې د خپلې تبعیضي اجنډا د پلي کولو په غرض کړیدي. ښاغلی رباني په افغانستان کې یواځنی رهبر دی چې د تبعیض پرسته (ستمیانو) د یووالي او ګټو په غرض یې د جهاد او د جهاد څخه وروسته دورانونو کې بې شماره "قربانیانې" ورکړیدي.

د جهاد په دوران کې د رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند د ستمي او فاشیستي فکر لرونکو شخصیاتو ځاله وه. په داسې حال کې چې نور جهادي ګوندونه د فکر په اساس جوړ ؤ او فعالیتونه یې هم د خپل مفکورې په اساس کول، جمعیت کوښښ کاوه چې د خپل سیوري لاندې ټول تاجکان، که د هرې مفکورې خاوندان وي، راټول کړي. نورو تاجکو شخصیتونو لکه احمد شاه مسعود که به کوښښ کاوه چې ځانته فعالیتونه ولري، رباني به کوښښ کاوه چې د امکان تر حده دوی ټول د جمعیت د سیوري لاندې راغونډ وساتي. آن تر دې چې دا رنګ خلک د جمعیت په مکتبونو کې هم حمایه کېدل. په پېښور کې د جمعیت لخوا دوه لوی مکتبونه تمویل او اداره کېدل، د مجاهد لېسه او د ابو حنیفې مدرسه. د مجاهد په لېسه کې تبعیض پرسته او د فاشیستي مفکورې خاوندان ډېر زیات ؤ او د جمعیت د مشرانو لخوا یې سخت حمایت کېدلو. ډېر زورور هم ؤ. د ابو حنیفې مدرسه چې دینې مدرسه وه، او زه یې زده کونکی وم، د مجاهد لیسې په پرتله ښه وه او وجه یې دا وه چې استاذان یې دینې عالمان ؤ. بیا هم یو شمېر فاشیستان په مدرسه کې ؤ، او د جمعیت د رهبرانو لخوا په مستقیمه توګه حمایه کېدل او مرستې ورسره کېدلې. د نورو جهادي ګوندونو د "زنده باد" شعارونه په لېسه او مدرسه کې بند ؤ او که چا به په کومه غونډه کې داسې کوم شعار ورکړ نو که په رسمي توګه به جزا ورنکړل شوه، ضرور به په لارو كوڅو کې د تبعیض پرسته جمعیتانو لخوا وهل کېدلو او تهدیدلو.

د مثال په توګه دلته یوه پېښه یادوم: د ډاکټر نجیب الله د حکومت د سقوط څخه وروسته په پېښور کې د ابو حنیفې مدرسې زده کونکو د مجاهدینو د حکومت په تایید مظاهره وکړه. په مظاهره کې شعارونه فقط ستمیانو ورکول او ځانته د احمد شاه مسعود او شورا نظار د زنده باد غږونه پکې اورېدل کېدل. اکثره زده کونکو ته دې شعارونو خوند نه ورکولو. یو زده کونکي، چې اسدالله حنیفی نومېده، د بل جهادي ګوند د مشر د "زنده باد" غږ وکړ. په ستمیانو اور بل شو او د نوموړي زده کونکي څخه د هشتنغر سره نږدې د فردوس د سیمې په جناح پارک کې لاس په ګریوان شو. ستمیانو نه غوښتل چې د جمعیت د مکتبونو د زده کونکو څخه د نورو افغان مشرانو د تایید چیغې واوري. د محمد ذکي په نامه یو زده کونکي، چې د کابل د چاردهي اوسېدونکی دی او په دې نږدې وخت کې په دوبۍ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې دیپلومات ؤ، مایکروفون په لاس کې واخستلو او بیا یې فقط د تبعیض پرستو جمعیتي مشرانو د ژوند شعارونه ورکول شروع کړل. مونږ فکر کاوه چې خبره په همدې ځای پای ته ورسېده. خو په سبا خبر شو چې په موضوع کې پخپله ښاغلي رباني او د نوموړي د ځوانانو د څانګې مشر"استاذ" شاداب مداخله کړېده او په مدرسه کې یې د غیر جمعیتیانو په ضد د سختو اقداماتو اخستلو غوښتنه کړېده. سربېره پر دې، هره ورځ به اسدالله حنیفي ته په لاره کې بد معاشان ناست ؤ چې وهل ورکړي.

دا مثال مې په دې غرض یاد کړ چې د رباني د مشرۍ لاندې جمعیت کې د ستمیانو د حمایت، یوساتلو، د دوی د مخالفینو د ټکولو او له منځه وړلو فلسفه موجوده وه او پلي کېدله. سره د دې چې ښاغلی رباني د واک ډېر وږی دی او د واکدارۍ دپاره یې خبره څو څو ځل بې شرمۍ ته ویستلې ده، او ولس او هېواد یې د واک په خاطر د کورنۍ جګړې په لمبو کې هم سېزلی دی، خو چې کله هم په دې پوه شوی دی چې قدرت د ده د تبعیض پرسته ملګرو د لاسه وځي نو بیا تل د خپل پورتني عادت او "اخواني" ثوابتو څخه تېر شوی دی او خپل شاګردان یې تایید کړیدي. د جهاد په دوران کې د روسانو سره د اوربند تایید، د امریکایانو سره ائتلاف، او د بن ټړون په مهال یې چوپ کېدل روښانه مثالونه دي.

بل مثال یې هم د د ډاکټر نجیب الله د سقوط څخه وروسته د جمعیت او پرچمیانو پیوستون ؤ. جمعیت په نامه اسلامي ګوند ؤ خو په حقیقت کې ترېنه ستمیانو د پردې استفاده کوله. په بل عبارت ټول ستمي-فاشیستي ګروپونه د جمعیت د سیوري لاندې راغونډېدل او روزل کېدل. په دې لاره کې د ښاغلي رباني د قربانۍ بل مثال دا هم دی چې د کورنۍ جګړې په مهال یې د خپل تور ریاست په دوران کې د تشکیلاتو مسولیت مسعود ته پرېښی ؤ او پخپله د ستمیانو د جبهې د ساتلو په غرض تش په نامه ولسمشر ؤ. په دولتي تشکیلاتو او مقرریانو کې د اشخاصو اهلیت مهم نه ؤ. مهمه دا وه چې شخص دې د رباني او مسعود د توکم پورې ارتباط ولري. ښه مثال یې په مصر کې د رباني سفیر فضل الله فاضل ؤ. ښاغلی فاضل سربېره پر دې چې د الازهر د حقوقو د درېم ټولګي ناکام محصل ؤ، د خپل هېواد د جغرافې او تاریخ څخه هم بې خبره ؤ. د رباني د واکمنۍ په دوران کې یې یوې عربي مجلې "الوسط" سره په مرکه کې یې ویلې ؤ چې "ټول تروریستان[عربان] د پښتونستان په سیمو کې پټ دې. او د پښتونستان سیمې د حکمتیار د ولکې لاندې دي." نوموړی په دې نه پوهېده چې پښتونستان د پاکستان د تسلط لاندې دی او د افغانستان د اوسنو سرحداتو څخه بهر دی.

په ستمیانو کې تر ټولو پوه شخصیت ښاغلی رباني دي. سره د دې چې شاګردان یې کله کله د قدرت د لاس ته راوړلو په غرض اشتباهات هم کوي، خو دی تل سمې فیصلې کوي. ښه مثال یې په ریاستي ټولټاکنو کې د ښاغلي کرزي تایید ؤ. رباني په دې پوهېده چې قانوني ټولټاکنې نشي ګټلی، نو د ریاست د مقام د اول مرستیال چوکۍ یې تضمین کړله. خو چې کله د ولسي جرګې د مشرۍ موضوع رامنځته شوه نو د قانوني ملاتړ یې وکړ او د کرزي پلویان یې پریښودل. دا نه چې بس دا چوکۍ یې خپلو پیروانو ته تضمین کړله، بلکه د جمعیت د سیوري لاندې یې بیا ټول تبعیض پرستان راغونډ کړل. په بل عبارت، په یو غشي یې دوه نښې وویشتلې.

د خفګان یوه خبره دا ده چې لکه د ماسونیانو او صهیونستانو ځانته جمعیت او د دې تر سپر لانې راغونډو متعصبو ګروپونو ته دا حق حاصل دی چې په هېواد کې ښکاره تبعیضي پروګرام ولري او د خپلو ګټو دپاره هره ناروا وکړی شي. د خفګان بله خبره داهم ده چې د جمعیت د دوهم صف مشران هم لکه د رباني مفکوره لري. د الجزیرې د تلویزیوني کانال سره په یوه مرکه کې د عبدالصمد په نوم یو تبعیض پرسته د شورا نظار غړي، چې د مسعود باډي ګارډ ؤ او د مصر د قاهرې په پوهنتون کې یې وروسته سیاسي علوم ولوستل، په ډېر فخر سره ویل چې: " نور قومونه لکه ازبکان او هزاره د تاجکانو د پاره د تکمیل حیثیت لري. ځانته تاجکان دي چې د پښتنو د سیالانو حیثیت لري." دا د خفګان خبره ده چې په یو کور کې یو ورور په داسې تبعیضي شکل فکر کوي. د تعصب او قومي سیالۍ په رنځ اخته وي. د هېواد د آبادۍ او د ولس د پرمختګ فکر نه کوي. یواځې د سیالۍ او قوم پرستۍ په غم کې وي.

د تشویش وړ خبره دا هم ده چې د ښاغلي قانوني په مشرۍ کې به څنګه ولسي جرګه د ولس ارمانونه پوره کړي؟ قانوني به څنګه وکړی شي چې په ولسي جرګه کې بې طرفه پاتې شي؟ قانوني د رباني د پروګرام لوبغاړی دی، او لکه د تېرو لسهاو کلونو په شان به تبعیضي اجنډا پر مخ بیایي. که په دې لړ کې "اشتباهات" كوي، نو ښاغلی رباني به یې متوجه کوي. پخپله رباني به کوښښ کوي چې د خپل توکم تبعیض پرستان د جمعیت د سپر لاندې یو موټی وساتي. او که هر رنګه قربانۍ ته ضرورت شو، که هغه د قدرت نه تېرېدل وي او که د مخالفینو چپ کول وي، نو دی به ورته لبیک وایي.

د دې ټولو پخوانیو شواهدو په رڼا کې بس همدومره ویلی شو چې دتاجکو دروند قوم د رباني او ملګرو لخوا اختطاف شوی دی، او په نامه یې ناروا کارونه کوي. دا ټول مسایل حیرانونکي نه دي خو د یو ملي مشرتابه، ملي تفاهم، او ملي خوځښت د نشتوالي په صورت کې د ډېر زیات تشویش وړ دي.