د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلته هم ورک يم، هلته هم ورک يم! .. حال دا دی ..

عبدالهادي حيران 02.01.2006 02:00
څو ورځې د مخه مې د افغانستان د کندوز ولايت نه يؤ د ماما زوی، چې دوه مياشتې وړاندې يې له پېښور څخه کندوز ته کډه بار کړې وه، راغی اؤ يوه ډېره عجيبه خبره يې وکړه.
 هغه وويل " په کندوز کې خلق مونږ ته مهاجر وايي ".
 وروسته راته معلومه شوه چې د افغانستان په ځينيو نورو ولايتونو کې هم هغه افغانان چې د جهاد پر مهال پاکستان ته رامهاجر شوي وو اؤ اوس بېرته خپل هېواد ته تللي دي، خلق يې د مهاجر په نوم بلي.
 د ماما زوی مې راته وويل:
 " په کندوز کې د کرايې په يؤ دوکان پسې ګرځېدم چې د چانه به مې پوښتنه وکړه نو هغۀ به د پاکستان څخه ستنو شويو افغانانو ته کنځلې شروع کړې اؤ وئيل به يې {پاکستان نه د دې مهاجرو د راتلو سره هر څۀ ګران شوي دي.... قيامت يې جوړ کړی دی.}".
 دې سره زما سترګو ته هغه ورځې نېغې ودرېدې چې د پېښور په کوڅو کې د کرايې په يؤ کور پسې ګرځېدم اؤ چې د چا نه به مې پوښتنه وکړه نو وبه يې ويل " د دې مهاجرو داسې داسې وکړم............. هر څۀ يې ګران کړي دي.....چې د کرايې کور خالي شوی نۀ وي دوی نيولی وي........".
 ډېرو افغانانو به په پاکستان کې داسې خبرې اورېدلي وي. زمونږ يؤ محترم اؤ مشر ملګری خو چې داسې خبرې واوري نو سمدستي د امريکې پخواني صدر ريګن ته بد رَد ويل شروع کړي ځکه چې ريګن به هر وخت دا خبره کوله چې " افغانانو د پاکستان اؤ د امريکا حفاظت کړی دی". خو اوس دا حال دی چې د دغو افغانانو حيثيت د امريکا په نظر کې د ترهه ګرو دی، پاکستان کې خو مهاجر دي چې په افغانستان کې هم د مهاجر نوم ورپورې څلېښ دی.
 دا حال صرف د هغو افغانانو دی چې په يوه سپېڅلې جذبه يې د جهاد اؤ هجرت لپاره قدمونه پورته کړي وو اؤ تر اخره پورې په همدې حال کې پاتې شول. کومو خلقو کې چې په دې دواړو نعرو کاروبار کړی ؤ اؤ کوي يې هغوی خو په هر حال اؤ هر بدلون کې د خپل کاروبار لپاره لارې چارې پيدا کوي اؤ خپل کار وباسي. غم صرف د هغو خلقو دی چې جهاد يې هم وکړو، مهاجر هم شول، خوار و زار اؤ در په در هم شول اؤ اوس چې پاکستان نور د دوی "بوج" نۀ شي برداشت کولی نو په خپل هېواد کې هم ځاى نلري. څوک د کونړ په غرونو کې د ژمي په دې يخو شپو کې د بې وسۍ په کُومي کې ژوند کوي اؤ څوک د ننګرهار د حصار شاهي په دشتو کې په خېمو کې پراتۀ دي. اؤ څوک چې په کندوز کې خپلې زمکې اؤ کورونه لري نو هغوی هم "مهاجر" دي. ايا د مهاجرۍ دا ټکی به دې افغانانو سره لکه د خپل سيوري هر وخت اؤ په هر ځا‌ى کې ملګری وي؟؟؟.
 په پاکستان کې پاتې اؤ تر اوسه پورې مېشته افغانانو ته په دې ټکي غور اؤ سوچ پکار دی. کۀ حالات هم په دې ډګر روان وي لکه چې دا اوس دي نو هغه ورځ هم راتلونکې ده چې پاکستان خو هسې هم دا افغانان دلته نۀ پرېږدي، افغانستان به هم ترېنه انکاري شي. خداى (ج) دې نۀ کړي چې داسې وخت راشي خو د حالاتو دا نښې نښانې همداسې وايي چې د "مهاجر" دا ټکی به مونږ دلته هم ورک کړي اؤ هلته هم ورک!!!. يعنې نۀ د دين اؤ نۀ د سادين.
 د جدي په تېره شپږمه لکه د هر کله پشان په افغانستان کې اؤ له افغانستانه د باندې د جدي شپږمه وغندل شوه چې په دغه ورځ شوروي فوځونه افغانستان ته راغلي وو اؤ د ثور په اتمه به هم لکه د هر کله پشان خوشحاليانې وشي چې په دغه ورځ د کابل حکومت د مجاهدينو په لاس ورغلى و. په دې ټول دور کې افغان مهاجر ته په لاس څۀ ورغلل؟ بس دا چې د تل لپاره "مهاجر" شو!!؟