د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د اساسي قانون شالید

میرویس جلالي 22.01.2017 12:52

بسم الله الرحمن الرحیم
ده افغانستان د اساسي قانون شالید
(۱۳۰۱ل)(۱۹۲۲م)تر(۱۳۸۲ل)(۲۰۰۳م)

مخکي تردې چي د افغانستان د اساسي قانون د تاریخچې په تحلیل باندې عملآ شروع وکړم؛ اړینه ده چې یوځل په نړیواله سطحه د اساسي قوانینو په تاریخي سیر او منځته راتګ باندې ځغلنده نظره واچوم. په کتبي ډول د اساسي قوانینو منځته راتګ نه دا چي یوازي په ملي سطحه بلکې په نړیواله سطحه هم زیات طولاني سابقه نه لري. په ننۍ نړۍ کي لومړني لیکل شوی اساسي قانون د امریکا د متحده ایالاتو بلل کيږې، چي په (۱۷۷۶م) کال کي رامنځته شو، بیا ورپسې د امریکا د متحده او فدرال ایالاتو اساسي قانون دی چې په (۱۷۸۷م) کال کي را منځته شو، د دې څخه وروسته د فرانسې اساسي قانون په (۱۷۹۱م) کال کي رامنځته شو، په (۱۹م) پیړۍ کي د لیکل شویو اساسي قوانینو د منځته راتګ لړۍ مخ پر زیاتېدو شو او په (۲۰م) پیړۍ کي په خاص ډول د لومړي او دویم نړیوال جنګ څخه وروسته په اسیا، اروپا، او افریقا کي د مستعمره هېوادونو د استقلال سره سم د اساسي قوانینو تدوین د دولتونو د موجودیت لپاره یوه عمده رکن وګڼل شواو حتی تر دې چې لیکل شوي او تدوین شوي اساسي قانون په یوه هېواد کی د هغه هېواد د استقلال او ازادي نښه او سمبول ګڼل کیده. اما په افغانستان کې د اساسي قانون تدوین او پر اساس یې د سیاسي نظام تاسیس د هېواد د آزادۍ د تاریخ څخه پیل کېږي چي په افغانستان کي د اساسي قوانینو دپیل څخه تر پای پوري (تر اوسه) لس اساسي قوانین رامنځته شویدي. د (۱۳۰۱ل) کال څخه پیل او تر (۱۳۸۲ل) کال پورې وضعه، تصویب او توشیح شویدي چې په لاندي ډول د هغو یادونه کوم .

• د افغانستان دولت اساسي نظامنامه، د امان الله خان په دوره کي، (۱۳۰۱) ل کال
• د افغانستان دولت اساسي نظامنامه، د امان الله خان په دوره کي، (۱۳۰۳) ل کال
• د افغانستان دولت اساسي اصول، محمدنادر شاه په دوره کي، (۱۳۱۰) ل کال
• د افغانستان اساسي قانون ، محمد ظاهر شاه په دوره کي، ( ۱۳۴۳) ل کال
• د جمهوری افغانستان اساسي قانون، محمد داود خان په دوره کي، (۱۳۵۵) ل کال
• د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت اساسي اصول، ببرک کارمل په دوره کي، (۱۳۵۹) ل کال
• د جمهوري افغانستان اساسي قانون، د داکتر نجییب الله په دوره کي، (۱۳۶۶) ل کال
• د جمهوري افغانستان اساسي قانون د داکتر نجییب الله په دوره کي، (۱۳۶۹) ل کال
• د افغانستان اسلامي دولت اصول، د مجاهیدینو د اسلامي دولت په دوره کي ، د استاد برهان الدین رباني په رهبري، ( ۱۳۷۲) ل کال
• د افغانستان اساسي قانون ، د حامد کرزي جمهوري ریاست په دوره کي (۱۳۸۲) ل کال

لمړنی او دویم اساسي قانون ( د افغانستان دولت اساسي نظامنامه)


د(۱۳۰۱) ل کال چې د (۱۹۲۲) م کال سره برابر دي په هېواد کي د اساسي قوانینو او نظامنامو د تدوین او تصویب نیټه ګڼل کېږي، په ذکر شوي (۱۳۰۱) ل کال کي د لومړي ځل لپاره د اساسي قانون طرحه (د افغانستان دولت اساسي نظامنامې) تر عنوان لاندې په (۷۳) مادو کي د امان الله خان د زمانداري په وخت کي را څرګند شو، چې د همدې کال د حوت د میاشت په (۱۰) نېټه د لویې جرګې لخوا چي د (۸۷۲) کسانو څخه جوړه وه په جلال اباد کي تصویب شوه، همدغه قانون (د افغانستان دولت اساسي نظامنامه ) په معمولي یا لږ تعديل سره په (۱۳۰۳) ل کال کي د سرطان د (۲۰) څخه د اسد تر (۹) پورې په پغمان کي بیا د دوهم ځل لپاره په تصویب ورسېده، چې په واقیعت کي دا دویم اساسي قانون ګڼل کېږې، د پغمان پدې لویه جرګه کي چې (۱۰۵۲) کسانو شتون درلود په دغه کسانو کي علماء ، د اردوصاحب منصبان، او د قبایلو ریسان او مشران ول، دغه لویه جرګې یا کنګرې په پغمان کي د ذالحجې په میاشت کي دلوی اختر په شپو کي تر دوو هفتو پورې خپل کار ته ادامه ورکړه چې په جریان کي یې د دې نظامنامې (د افغانستان دولت اساسي نظامنامه) څخه به غیر په نورو حقوقی ، سیاسي او اجتماعي موضوعاتو هم بحث تر سره او تصویب کړل.


پدې نظامنامه کي (د افغانستان دولت اساسي نظامنامه) کي لاندي موضوعات په هکله قواعدو او مطالبو شتون درلود.

1. د افغانستان د اتباعو عمومي حقوق:
2. وزیران:
3. مامورین:
4. دولتي شورا او دمشاورې مجلسونه:
5. محاکم:
6. عالی دیوان:
7. مالي امور او کارونه:
8. د ولایتونو اداره کول:
9. متفرقه مواد:


دریم اساسي قانون ( د افغانستان دولت اساسي اصول)


د دریم اساسي قانون طرحه د نادرشاه په وخت کي د نادرشاه لخوا لویی جرګې ته چې په (۱۳۰۹ل) کال د سنبلی په میاشت کي رابلل شوي وه او د (۵۲۵) کسانو څخه جوړه شوي وه پیشنهاد شوه، مرحوم محمدصدیق فرهنګ پدې هکله وایی:
نادرشاه لومړی په (۱۳۰۹) ل کال کي د میزان په میاشت کي چې د (۱۹۳۰) م کال سره سمون خوري ، لویه جرګه چې د کابل ښار د قومونو د مشرانو څخه جوړه وه راوبلله، بیا دغه لویې جرګې د خپل منځ څخه يې (۱۰۵) کسان د اساسي قانوند تصویب په خاطر تعین کړل، نوموړی هئیت چې ملی شورا بلل کېده نوی اساسي قانون په (۱۳۱۰) ل کال د عقرب په (۸) نېټه چې د (۱۹۳۱)م کال د اکتوبر د میاشتي سره برابر راځي، (د افغانستان دولت اساسي اصولو) تر عنوان لاندې په (۱۱۰) مادو کي تصویب کړ.


د افغانستان دولت اساسي اصولو تر عنوان لاندي اساسي قانون کي د لاندي موضوعاتو په هکله قواعدو او مطالبو شتون درلود:

.1 د پادشاه حقوق:
.2 د افغانستان د اتباعو عمومي حقوق:
.3 ملی شورا:
.4 د مجلس تشکیلات:
.5 قسم نامه:
.6 د مجلس له طرفه دمطلب عنوان:
.7 د اعیانو مجلس:
.8 د ولایاتو د مشاورې مجلسونه:
.9 د وزیرانو حقوق او وظایف:
.10 د مامورینو حقوق او وظایف:
.11 محاکم:
.12 وظایف:
.13 عالی دیوان:
.14 مالیاتی امور:
.15 د ولایاتو اداره:
.16 عسکر:
.17 متفرقه اصول:


څلورم اساسي قانون ( د افغانستان اساسي قانون )


څلورم اساسي قانون چې د ظاهرشاه په وخت کي تدوین شو او هغه پدې ډول چې د دې اساسي قانون د تدوین لپاره لمړی په (۱۳۴۲) ل کال د حمل په (۸) نېټه چې د (۱۹۶۳)م کال (۲۸) د مارچ سره سمون خوري، یوه اوه کسیزه کمېټه د سید شمس الدین مجروح په مشری چې د وخت عدلیی وزیر وو تعین شو، نوموړې کمېټې د یوه کال په موده کي د اساسي قانون مسوده تیار کړه، د مسودې څخه وروسته (۲۸) کسان نور د دې لپاره تعین شول چې په ترتیب سوي مسودې خپل نظر څرګند کړي، چی دغه کار هم په (۱۱) دحوت (۱۳۴۲ل) کال کي تر سره شو چې برابر ده اول د مارچ (۱۹۶۴)م کال سره او بالاخره په (۱۸) د سنبلې (۱۳۴۳) ل کال کي لویه جرګه چې (۴۵۴) کسانو څخه جوړه وه د اساسي قانون د تصویب لپاره تعین شوه چې په نتیجه کي څلورم اساسي قانون په (۱۱) فصلونو او (۱۲۸) مادو کي د لویې جرګې لخوا په (۲۹) دسنبلی (۱۳۴۳ل) کال کي تصویب شو، او په (۹) د میزان (۱۳۴۳ل) کال اوایل اکتوبر (۱۹۶۴) سمون خوري د ظاهر شاه لخوا توشیح شو، او د نادرشاه د وخت اساسي قانون ملغی شو.


په دې اساسي قانون کي د لاندې موضوعاتو په مورد کي قواعدو او مطالبو شتون درلود:
.1 دولت:
.2 پادشاه:
.3 د خلګو اساسي حقوق او وظایف:
.4 شورا:
.5 لویه جرګه:
.6 حکومت:
.7 اداره:
.8 قضاء:
.9 د اضطرار حالت:
.10 تعدیل:
.11 انتقالي احکام:


پنځم اساسي قانون ( جمهوري اساسي قانون )

پنځم اساسي قانون د داود خان د جمهوري ریاست په وخت کي تدوین او تصویب شو، داود خان د سلطنتی نظام د ړنګولو څخه وروسته مخکینی اساسي قانون او شورا ملغی اعلان کړه او ګډ هئیت یې چې د (۴۱) کسانو څخه جوړ و د جمهوري اساسي قانون د تدوین لپاره تعین کړه چې د حوت په (۲۶) د (۱۳۵۴ل) کال نوموړي هئیت د اساسي قانون مسوده تیاره کړه، او په (۱۳۵۴ل) کال د حوت په (۲۹) نېټه یوه بل (۲۰) کسیزه هئیت تعین شو ترڅو د اساسي قانون ترتیب شوي مسوده وګوري او مطالعه یې کړي چې بالاخره په (۱۰) د دلوې په (۱۳۵۵ل) کال کي د لویه جرګې لخوا چې د (۳۲۵) کسانو څخه جوړه وه د اساسي قانون د تصویب په موخه کار پیل کړه چې په نتیجه کي په (۲۵) د دلوې په (۱۳۵۵ل) کال کي نوی اساسي قانون په (۱۳) فصلونو او په (۱۳۶) مادو کي تصویب شو او پخپله داود خان هم د همدغې جرګې لخوا د جمهور رئيس په توګه انتخاب شو او په (۲۶) د دلوې د لویې جرګې د غړو په مخکی یې د وفادارۍ سوګند وکړ او په (۵) د حوت (۱۳۵۵ل) کال یې جمهوري اساسي قانون توشیح او تنفیذ کړ.
په دي اساسي قانون کي د لاندې موضوعاتو په مورد کي قواعدو او مطالبو شتون درلود:

.1 اساسي اهدافونه:
.2 اقتصادي اساسات یا بنسټونه:
.3 دولت:
.4 د خلګو حقوق او وجایب:
.5 ملی جرګه:
.6 لویه جرګه:
.7 جمهور رئيس:
.8 حکومت:
.9 قضاء:
.10 اضطرار:
.11 تعدیل:
.12 انتقالي احکام:
.13 عمومي احکام:


شپږم اساسي قانون ( د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت اساسي اصول)

شپږم اساسي قانون د ( افغانستان دیموکرتیک جمهوریت اساسي اصولو) تر عنوان لاندې په (۱۳۵۹) ل کال په (۲۵) د حمل د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت انقلابی شورا پواسطه په (۶۸) مادو کي په موقت ډول تصویب شو او په اول د ثور (۱۳۵۹) ل کال کي نافذ شو، دغه اساسي قانون د پخواني شوروي اتحاد لخوا د هېواد دنېولو په لمړی کال یانې د ببرک کارمل د جمهوري ریاست پروخت وضع شویدي چې په واقیعت کي د کمونیست پرچم ګوند د افکارو واضح کوونکی وو.

دا چې په دې اساسي قانون کي کومو محتویاتو ته ځای ورکړل شوی وو عمده نکات یې په لاندې ډول دي:
.1 اقتصادی، سیاسي ، او اجتماعي نظام اساسات:
.2 د اتباعو اساسی حقوق او مکلفیتونه:
.3 لویه جرګه د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت دعالی شورا په توګه:
.4 د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت انقلابی شورا:
.5 د افغانستان د دیموکراتک جمهوریت د وزیرانو شورا:
.6 د ادارې او دولتی قدرت محلی ارګانونه:
.7 قضائی نظام او د محاکمو فعالیت:
.8 څارنوالي:
.9 نښان، بیرغ، پایتخت:
.10 نهایي احکام:


اووم او اتم اساسي قانون( د جمهوری افغانستان اساسي قانون )

اووم اساسي قانون د داکتر نجیب الله د جمهوري ریاست په وخت کي چې د خلقي رژیم وروستۍ رئيس جمهور وو، وضع شو چې د لویې جرګې لخوا چې په (۱۳۶۶) ل کال د قوس د میاشتې په (۸)او (۹) نېټه دایر شوی وه د جمهوري افغانستان اساسي قانون په (۱۳) فصلونو او په (۱۴۹) مادو کي تصویب کړ، او د داکتر نجیب الله د جمهور رئیس په عنوان په (۱۳۶۶) ل کال د قوس په (۹) نېټه هغه توشیح کړ او دافغانستان د دیموکراتیک جمهوریت اساسي اصول یې ملغی اعلان کړ او بیا همدغه ملغی شوی اساسي قانون د وخت درژیم لخوا د لویې جرګې پواسطه چې د (۷۷۲) کسانو څخه جوړه وه په (۱۳۶۹) ل کال د جوزا په (۸) نېټه مجددا تعدیل کړه او وروسته تصویب او توشیح شو، چې کولې شو همدې اساسي قانون ته اتم اساسي قانون ووایو دا چې پدې پورته قوانینو کي کوم محتویات شامل ول په لاندې ډول یې یادونه کوو.


د (۱۳۶۶) ل کال اساسي قانون محتویات یا اووم اساسي قانون محتویات
.1 د سیاسی نظام اساسات:
.2 د اقتصادي، اجتماعی نظام اساسات:
.3 تابعیت، او د اتباعو حقوق، ازادی او مکلفیتونه:
.4 لویه جرګه:
.5 جمهور رئیس:
.6 ملی شورا:
.7 د وزیرانو شورا:
.8 قضاء:
.9 څارنوالي:
.10 د اساسي قانون شورا:
.11 محلي شوراګاني:
.12 خارجی سیاست:
.13 متفرقه احکام:

د (۱۳۶۹) ل کال د جوزا (۸) نېټه د اساسي قانون محتویات یا د اتم اساسي قانون محتویات:

.1 د سیاسي نظام اساسات:
.2 د اجتماعي، اقتصادي نظام اساسات:
.3 تابعیت، او د اتباعو اساسي حقوق، ازادی او مکلفیتونه:
.4 لويه جرګه:
.5 جمهور رئیس:
.6 ملی شورا:
.7 د وزیرانو شورا:
.8 قضاء:
.9 څارنوالي:
.10 د اساسي قانون شورا:
.11 خارجي سیاست:
.12 متفرقه احکام:
.13 اداره:


نهم اساسي قانون ( د افغانستان اسلامی دولت اساسي اصول )

نهم اساسي قانون چې توشیح او تنفیذ نشو اما د افغانستان د اسلامي دولت اساسي اصولو تر عنوان لاندې د استاد برهان الدین ربانی په مشری د دولت لخوا د یوې انتصابې شورا له لوري چې د (۵۰) کسانوڅخه جوړه وه په (۱۳۷۲ل) کال د میزان په میاشت کي په (۱۰) فصلونه او (۱۱۴) مادو کي کړی، مګر دا چې د جهادي احزابو او د دولت مختلفو قشرونو قبول نه کړ، او پرۍ انتقاد یې وکړ دوخت د دولت د رئیس لخوا توشیح نشو.

دا چې په دې اساسي قانون کي کوم محتویات شامل وه په لنډ ډول ئی لیکو:

.1 کلی اساسات:
.2 د خلګو اساسي حقوق او وجایب:
.3 عالی شورا:
.4 د دولت رئیس:
.5 حکومت:
.6 قضاء:
.7 محلی شوراګانی:
.8 د مالی او اقتصادی امور نظام:
.9 خارجی سیاست:
.10 متفرفه احکام:

لسم اساسي قانون (د افغانستان اساسي قانون )

دا اساسي قانون د جوړیدو څخه مخکي په (۱۳۸۱ل) کال د میزان په (۱۳) نېټه د انتقالی دولت د رئیس جمهور حامد کرزی لخوا یوه (۹) کسیزه کمیسون د اساسي قانون د جوړیدو لپار جوړ شو، د دې کمیسون د کار پای ته رسیدو وروسته ، په (۱۳۸۲) ل کال د ثور په (۳) نېټه یو بل کمیسون د تدقیق په نامه چې (۳۵) تنه غړي ئي لرل د دولت د رئیس د فرمان په واسطه را منځته شو، چې تر څو لویه جرګه جوړه کړې او په (۱۳۸۲) ل کال د قوس په (۲۲) نېټه لویه جرګه د (۵۰۲) انتخابي او انتصابي کسانو څخه جوړه شو. نوموړي لویه جرګې په (۱۳۸۲) ل کال د جدې په (۱۴) نېټه د اساسي قانون مسوده په (۱۲) فصلونو او (۱۶۲) مادو کي تصویب کړه او د جمهور رئیس حامد کرزی لخوا په (۱۳۸۲) ل کال د دلوي په (۶) نېټه توشیح او ورورسته نافذ شو.

داچې په دا اساسي قانون کي کومو محتویاتو ته ځای ورکړل شوی دي په لاندی ډول دي:

.1 دولت:
.2 د اتباعو اساسي حقوق او وجایب:
.3 جمهور رئیس:
.4 حکومت:
.5 ملی شورا:
.6 لویه جرګه:
.7 قضاء:
.8 اداره:
.9 اضطراری حالت:
.10 تعدیل:
.11 متفرقه احکام:
. 12 انتقالی احکام:

او په دی سره زموږ د هېواد اساسي قوانین په (۹۳) کلنو کي (۱۰) ځل تبدیل شوی دي.
دا چې په هېواد کي په متعدد او پرلپسې ډول اساسي قوانین رامنځته شوی ده، د دې اهمیت په دې کي دی چې اساسي قانون خو واضح دي چې د حقوقۍ قواعدو مجموعه ده، چې د یو هېواد حقوقي ، سیاسي، اداری، او فرهنګی نظامونو شکل او جوړښت راښئ، یا په بل عبارت پورته ذکر سوئ موضوعاتو ترتیب او تنظیموي. اوس چې د یوهېواد په سطه د دومر لوړ اعتیبار څخه برخوردار دی، چې د یو هېواد د ټولو اموراتو د ترسره کولو لپار ورځینی د رهنما او لاښورد په حیث استفاده کېږي، نو ځکه ویلی شو چې همدا وجه ده، چې په متعدد ډول په هېواد کي یو په بل پسې اساسي قانونونه رامنځته شوي دي.
ددی ټولو اساسي قوانینو مطالعه کول مونږ ته دا راښئ چې موږ د متعدد سیاسي نظامونولکه (مطلقه سلطنت، مشروط سلطنت، پارلماني ډيموکراسي، استبدادی نظام، اسلامی دولت، اسلامی امارت، او بلاخره د جمهوری اسلامی چې پر نیمه دیموکرسی ولاړ دی) تجربه کړي، او ددې ترڅنګ نورو نظامونو لکه حقوقي، اقتصادي، اداري ، فرهنګي، او ټولنیز ... نظامونو مختلف ډولونه مو تجربه کړی دي.
که چېري دغه ( لس ) اساسي قوانین د سیاسي نظامونو په اساس مقایسه کړو نو د دي اساسي قوانینو تر منځ هغه مشترکو، او متفاوتو نقاطو په اساس کولیشو چې پورته ( لس ) اساسی قوانین په دریو کټګوریو وویشو.
الف: د (۱۳۰۱) ل کال او د (۱۳۰۳) ل کال اساسی نظامنامی، او د(۱۳۱۰) ل کال اساسی اصول د هېواد د لمړنی نسل اساسی قوانین دي چې د شکل او محتوا د لحاظه ډیر زیات مشهابهتونه لری، او تقریبا د ډیری مودی لپاره یعنی (۴۳) کاله په هېواد کي نافذ وه.
ب: د (۱۳۴۳ل) کال د (۱۳۵۵ل) کال او د (۱۳۶۶ل) کلونو اساسی قوانین او د (۱۳۶۶ل) کال اساسی قانون چې په (۱۳۶۹ل) کال کي تعدیل شوي دي، او همدارنګه د (۱۳۸۲ل) کال اساسي قانون د هېواد د دویم نسل او مډرن قوانین بلل کېږي په دې اساسی قوانینو کي چې کوم حقوقي، سیاسي او داسی نورو موضوعاتو ته ځای ورکړی تقریبا مشابه نکات یی ترمنځ ډیر وجود لري، ان تردې چې د ادبیاتو، لیکنو، او اصلاحاتو په لحاظ هم سره ورته دی او تقریبا نیمه پېړۍ کېږي چې نافذ ول او دي.
ج: د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت اساسي اصول چې د (۱۳۵۹ل) کال څخه بیا تر (۱۳۶۶ل) کال پوري نافذ وه، او د افغانستان اسلامي دولت اساسي اصول چې په (۱۳۷۲ل) کال توشیح او نافذ نشو ، که ورته ځیر سو دواړه اساسي قوانین د دوو متفاوتو نظامونو نماینده ګي کول ، همداشان دواړه اساسي قوانین د موقتو دورو لپاره تدوین شوي وه، او د دې ترڅنګه دواړه اساسي قوانین د هېواد په سیاسي تاریخ کي د بحرانی دورې ښکارندوی کوي.
د دغو لسو قوانینو یو د بله سره مقایسه کول او په دریو کټګوریو ویشل دا واضیح کوي چې په افغانستان کي د اساسي قوانینو تدوین یو تکاملي سېر طي کړیدی او فعلي اساسی قانون د نورو اساسي قوانینو په نسبت کامل ، جامع ، او مډرن ګڼل کیږي.
په مو جوده اساسي قانون کي د قدرت او ازادی ترمنځ ، د دولت او اقتدار او صلاحیت ترمنځ توازن ایجاد سوی او دبلی خوا څخه نسبت نورو اساسي قوانینو ته د هېواد د اتباعو اساسي حقوق او ازادیو اړوند ښه احکام لري.
میرویس جلالي
حیدرآباد- هندوستان