د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان کډوالو يوفرهنگي پلاوى په اسلام اباد کې له افغان سفير سره وکتل

ثنا الله (وحيد) 19.01.2017 14:30

دپېښور او کوهاټ د افغان کډوالو يوفرهنگي پلاوى چې ليکوالو او شا عرانو په کې شتون درلوده په اسلام اباد کې دله افغان سفير سره وکتل پلاوې خپلې ادبي ، ښوونيږي او نورې ستونزې زاخيلوال ته په گوته کړى په دې اړه غونډه د مفتي سيف الرحمان هاشمي له خوا ديو مبارکواياتو پر تلاوت پيل شوه لومړى ډاکتر رحمت الله مومند خبرې وکړې او دزاخيلو هلې ځلې يې وستايلى او ورپسې ځينو شاعرانو خپل وطني او حماسې شعرونه هم ولوستل د مفتي سيف الرحمان هاشمي ،فضل قادر انډيوال اونورو په نوبت خپلې ستونزې وړاندې کړې چې په کې د شا عرانو او ليکوالو د کتابونو چاپ ،دکلتوروي هلوځلو ډيريدا خبرې هم وې افغان سفير هم خپل وينا وکړه دسولې برخه کې د پاکستان د جمعيت العلما اسلام پاکستان (س) د گوند د مشر مولاناسميع الحق سره د کتنې به اړه يې خبرې وکړې چې دسولې په برخه کې له هرې کړکۍ کار اخلو چې جکړه بنده شي بيا يې دپښتو ژبې د ارزښت په اړه هراړخيزه وينا وکړه دپښتو ژبی دپرمختگ په شالید اولرلید خبرې وکړې درحمان بابا او خوشال بابامثال یې ورکړويلي د ځوانو په خيال کې له جگړې کرکه او خپل هېواد ته دپرمختگ لپاره هيلې شته چې همدا مونږته هيلې او اميد رابښي مشا عره هم ترسره شوه دريځ وال يې داسلام اباد کلتوري استازى عبدالرحمان حبيب زوى وه چې خپل ليکلي دري کتابونه يې برخه والو ته ورکړل
دغونډې په ترڅ کې افغان سفير ته پگړۍ ،ستاينليک او سوغاتونه ورکړل شول
دا ليک فضل قادرانډيوال په اسلام اباد کې افغان سفيرته ولوست او هم وروسپاره
په اسلام اباد کې افغان سفير او د ولسمشراشرف غني ځانگړى استازى ښاغلى حضرت عمر زاخيلوال صاحب !
سلامونه او نيکې هيلې
تاسې د افغان سفير په توگه نه بلکې د خپل کلي ، ولس او د کليوال په توگه مخاطبوم .
گران او زړه ته راتېره زاخيلوال صاحب !
له يو څو کلونو راهسې دننگرهارولايت د روداتو ولسوالۍ د ځينواوسيدونکو د سرخ ديوال (سره ديوال) سيمې پر سرلانجه ده چې په دې کې زاخيلوال هم برخه لري ځينو کليو( حصارشاهي ،بړوالو) په دغه سيمې کې ځان ته کورونه جوړ کړي دي .
دروداتو کليوال هم په دې باور دي چې په دې سيمه کې خپل حق لري خو دولت يې نه ورکوي او دا دولتي ځمکه بولي په همدغه ځمکه دبهسودو له عربانو سره پرې نښته هم شوې ده چې په کې ځينې شهيدان او ټپيان شوې هم دى
زمونږ غوښتنه له تاسې څخه داده چې په دغه سيمه کې داستونزه د قانون په چوکاټ کې حل کړاى شي چې هم ترې د روداتو ولس ته حق ورکړل شي ځکه دغه ولس دتاريخ په هر پړاوو کې له خپله هېواده دفاع کړى او دولت نده لري چې خپل ولس ته د کور لپاره مناسب ځاى ورکړي دروداتو ولس ته همدغه ځاى مناسب دى
دروداتو ولس مهاجرهم لري که دغه د سرخ ديوال سيمې کې دروداتو خلکوته دکور لپاره ځمکه وکړل شي نو زمونږ د مهاجرو ستونزه هم ورسره حل کيږي
فضل قادر انډيوال
د روداتودافغان کډوالو دکلتوري شورى فرهنگى استازى
گډې غوښتنې هم چې په دې ډول دى
دفرهنگپالو لپاره ځانگړې مېنه
،په رسنيو کې دکار لارې چارې برابرول ،
په دولتي چارو کې کارنده شتون منل
، همدا او س دهېواد په رسنيو کې افغان کډوالو فرهنگپالو غږ ته غوږ نه نيول کيږي پاملرنه ورته کول
دکلتوري ټولنو ستونزې حل کول ،
دځوانو فرهنگپالو استعدادونو روزنې ته لارې چارې برابرول
نورې غوښتنې هم وې چې مفتي سيف الرحمان هاشمي وړاندې کړې
په پاكستان كې د افغانستان اسلامي جمهوريت لوى سفير محترم حضرت عمر زاخيلوال صيب!
سلامونه او نيكي هيلې مو ومنئ
قابل القدر: په نږدې وختونوكې د پاكستان په اسلامي جمهوريت كې ستاسې خدمات ته د قدر په سترګه ګورو، سياسي،ټولنيزې، رسمې او غيررسمي كړنې او لايحې چې تر اوسه مو ترسره كړې له هېواده بهر په پاكستان كې ميشت افغاني ټولنه ترې خوښه ده، همداسې كړنو ته مو نور هم سترګې په لار يو د بري لپاره مو لاسونه لپه دي.
ښاغليه: په پاكستان كې د افغانستان اسلامي جمهوريت د لوي سفير په توګه مو له ډېرو سياسي ، ټولنيزو كړيو سره ليدل شوي دي، وخت ناوخته مو په پاكستان كې د افغان مهاجرينو د ستونزو په اړه غونډې او پروګرامونه داير كړي دي، د هوساينې لپاره مو لاسته راوړنې هم كړي دي چې ستاسې او د افعاني ټولنې ستره بريا ده.
محترم: نن ستاسې په وړاندې د پاكستان خيبرپښتونخوا ايالات د جنوبي اضلاعو څخه د فرهنګي ټولنو له استازو سره كتنه كوئ ،نوموړي له تاسو سره په ټولنيزو مسايلو كې د همكارانو په توګه يو لړ ستونزې او وړاندېزونه شريكوي په دې هيله چې غوڅ او معقولې لارښوونې ورته په ګوته كړئ د قانوني اجراتو له مخې يې تطبيق كړئ.
١په ټوليزه توګه د ځوان كهول د تعليم په اړه د خصوصي ښوونځيو، ټولنيزو موسسو او د ملګرو ملتونو د ښوونيز سازمان سره په تعليمي څانګه كې مهمې ارزونې وكړئ. د ځوان نسل بنسټيزې او اساسي زده كړو ته پاملرنه ، مسلكي ښوونكي ، ښوونځي او د قرطاسيې موادو نيمګړتيا په پام كې ونيسئ او جدي اقدام لارښوونه ورته وكړئ.
٢په پاكستان كې ميشت افغاني زده كوونكو ته په دې هېواد كې په بېلابېلو پوهنځيو كې د زده كړې زمينه برابره كړئ .
٣هغه برسونه چې پاكستان اسلامي جمهوريت يې افغاني زده كوونكو ته وركوي بايد افغان مهاجرينو ته پكې پوره سهم وركړل شي.
٤په پاكستان كې افغاني زده كوونكي له يو لړ ښوونيزو ستونزو سره لاس او ګريوان دي د حل لپاره يې لا زمه لاره اختيارول د بيلګې په توګه روان كال افغاني زده كوونكو ته په پاكستاني ښوونځو داخله نه وركول .
٥افغاني ليكوالو شاعرانو ته د ورپېښو اقتصادي او مادي ستونزو هوارۍ لپاره د افغانستان اسلامي جمهوريت څخه د لا زمو لارو چاروت برابرئ ، اثار يې چاپول او نشرول.
٦هغه فرهنګي خوني چې د پاكستان اسلامي جمهوريت په ايالا تي سيمو كې جوړي شوي له هغو څخه ګټه اخيستل.
٧هغه اديبان چې د پاكستان په اسلامي جمهوريت كې استوګن دي د لوړو زده كړو لپاره ورته په ياد هېواد زمينه برابرول .
٨ د بېرته ستندنې په بهير كې افغاني فرهنګپالو پاملرنې مسوليت بايد په پاكستان كې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت په غاړه واخلي.
٩د تورخم ستونزې ته جدي پاملرنه په ځانګړي توګه هغه محصلين او سوداګر چې په پاكستان كې په تحصيل يا تجارت بوخت وي استانتيا برابرول.
په درنښت
په پاكستان كې د خيبرپښتونخوا ايالات د جنوبي اضلاعو
فرهنګي او كولتوري ټولنو استازي
دا غوښتنې هم ور وسپارل شوى