د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ځـیـرکیار کتاب کابل کې ضـبط شـو

ځــیرکیار 18.01.2017 13:38

د ناپوهۍ تیارې او د  پـرمختـګ  ډیـوې د  افغاني کلتور په چوکاټ کې: له عبد  الرحمن خان نه
تر  شرف غني احمدزی ۱۸۸۰ تر ۲۰۱۵  

ډاکتر  رحمت  ربی ځـیـرکـیار
zirakyar1234@yahoo.com
January 16, 2017

زما  پاسنی کتاب نږدې  شل ورځې وړاندې په  نږدې ۸۰۰  مخونو کې چاپ شوی و. خو څلور ورځې وړاندې خبر شوم  چې د  تنګ نظرۍ ، ...او\یا ناپوهۍ  له مخې  ضبط  شوی دی. یو مسلکي شخصیت ته  دغه کتاب ورکړل شوی و. ما دغه ورور سره هیڅ ډول پیژندګلويي نه لرله.   فکر  کوم چې په کومه  علمي موسسه کې مصروفیت  لري. هغه یی لومړي ۵۴ مخونه لوستلی دي. زه په خپلو لیکنو کې خپل ایمیل لیکم چې لوستونکي راسره خپل  نظر شریک کړي. پرون یی راته په ایمیل  کې  وروسته له  سلام  نه داسې لیکلي  دي:  «مبارک دې وي!  د تاریخ  په اړه  ډیر کتابونه لیکل  شوي دي،  خو ستاسې  کتاب ځینې  ځانګړنې  لري: (۱) ستاسو  په کتاب کې د خودغرضۍ  یا شخصي  تګلوري د ورځای کولو له اندېښنې مبرا دي؛ (۲) ټولو  تاریخي خو  هیـښوونکو  پیښو ته داسې اشاره شوې چې  لوستونکې استدلال او  فکر کولو ته مجبوروي؛ (۳) کتاب کې هغه  ناویلې خبرې رانغښتل شوي  چې ډیـرو لیکوالانو یې له ویلو د شخصي،  حزبي، سیاسي، قومي او...وجهو ډډه کړې ده؛ (۴) د څیـړنو د یو شاګرد  په  توګه،  د  لومړي  ځل لپاره وینم چې په مهمو هیښوونکو پـیښو باندې کار  کیــږي. که په دې قدم پل کیښودل  شي نو لرې  نه ده چې زموږ په تاریخ کې  به نوی باب پرانیسستل شي؛ (۵) کتاب د  تاریخ سره  سیاسي پیښې هــم څیـړي، کوم ته چې د خلکـو ضرورت و  او دی؛ (۶) کتاب د راتلونکو څـیـړنو  لپاره یو بنیادي سنـد دی چې زموږ ځوان محصلین، د افرادو او اشخاصو پرځای کولی شي د داسې مهمو پیـښو په اړه څیـړنې وکړي.
ما لا ټول  کتاب نه دی لوستلی،  یواځې ۵۴ مخونه مې یې لوستلي او اوس یی  هم  لولم  خو په ځغلند نظر مې د مطالبو لړلیک ولید او ومې غوښتل چې تاسو څخه د دې لوي کار مننه وکړم.
په خورا درنښت او مینه!.....
سلامونه  منلي ورور ....ته  وړاندې  کوم! اجازه راکوئ  چې ستاسې  بډېـره په برېــښنا پاڼو کې په همدې  شکل خپره کړم  یا کوم بل شکل؟