د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کندهار برید پاکستان که ایران کړی؟

استاذ صاحب زاده مشرقي وال 16.01.2017 13:40

بسم الله الرحمن الرحیم

د کندهار برید پاکستان که ایران کړی؟

تېره اونۍ چې د کندهار په ولایت کې د اماراتو د سفیر په حضور کې چې کومه خونړۍ چاودنه وشوه هغې ډېر تاوده بحثونه راوپارول او شنونکو پرې عجیبې او غریبې شننې او تحلیلونه وکړل خو په دغه شننو کې لاندې ټکو ته توجه ونه شوه چې مونږ يې په مختصرو ټکو کې رااخلو:
۱— اول دا چې د نن ورځې په جهاني بلاکونو کې متحده عرب امارات د امریکا او ناټو په بلاک کې دی او د پاکستان علایق نور د امریکا او ناټو سره په خرابېدو دي ولې چې دغه لنګه غوا نوره د پاکستان دپاره په وچېدو ده او فقط همدومره انتظار دی چې د امریکا نوی ولس مشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان سره کومه لار نیسي. خو دا چې د ټرمپ د کابینې نه نور د پاکستان خاص امید نشته نو مخکې دمخکې نه یې د هغه روسانو سره نکاح وتړله د کومو پر خلاف به چې اسلام آباد او د اسلام آباد تالي څټو ملایانو د جهاد فتوې ورکولې.
۲ – دوهم دا چې د اماراتو او پاکستان ترمنځه غټه اختلافي مسئله د ګوادر بندرګاه ده. د چینایانو په لاس د ګوادر د بندرګاه جوړېدل او توسیع د متحده عرب اماراتو او د اماراتو د متحدینو امریکا او ناټو دپاره د منلو وړ نه دي بلکه د ګوادر بندرګاه جوړېدل د اماراتو د بندرګاه د تباه کېدلو او بندېدلو په معنی ده نو په دې اساس امریکا، ناټو او متحده عرب امارات د ګوادر د بندرګاه مخالف دي.
۳ – بل طرف ته ټول ایراني او پاکستاني بلوچان د اماراتو سره ډېر ښه علایق لري او حتی د متحده عرب اماراتو په اردو او پولیسو کې په ډېر غټ تعداد بلوچان وجود لري او ډېرو بلوچانو د متحده عرب اماراتو تابعيت او جنسیت اخستی نو له همدې امله ایران او پاکستان دواړه ایراني او پاکستاني بلوچانو ته د شک په سترګه ګوري. بل طرف ته په بلوچانوکې د القاعدې د خالدشیخ او عبدالمالک ریکي په شان خطرناک خلک او د جندالله په شان خطرناک تنظیمونه هم وجود لري. نو له دې امله بلوچان د پاکستان او ایران دواړو دپاره د خطر زنګ دی او له همدې امله پاکستان او ایران دواړه امریکا او متحده عرب امارات د بلوچانو په ملګرتیا تورنوي. بل طرف ته د ایران او متحده عرب اماراتو درې جزیرې ایرانیانو په زور نیولي او دا لانجه لا هم لاینحله پرته ده.
۴ – بل طرف ته عربي نړۍ د روسي یرغل په وخت کې په افغانستان تخریبي استثمار یا سرمایه ګزاري کړې وه او نور یې افغانستان د پنجابیانو او ایرانیانو په رحم و کرم پرېخی و او د دې برعکس پاکستان افغانستان د طالب په نوم اشغال او برباد کړ او ایرانیانو اوس د طالبانو د سقوط نه وروسته فرصت غنيمت وګڼه او بې خرته فکري، مادي، نظامي او فرهنګي سرمایه ګزاري يې وکړه او ایران هم په افغانستان کې اوس د عربي نړۍ نفوذ نه شي منلی. بل طرف ته د القاعدې پر خلاف د ټولې نړۍ تبلیغاتو افغانستان مطلق د عربي نړۍ نه لرې کړ او په دې کې د عربي نړۍ د حکمرانانو د غفلت برابر لاس دی.
اوس نو سوال دا دی چې د کندهار په ولایت کې تېره اونۍ د خونړي انفجار تنفیذ چا وکړ؟ نو د دې سوال جواب واضح دی چې دا کار د یو قوي استخباراتي شبکې د پلان پرته ممکن نه دی خو د دغه استخباراتي شبکې د ټوپک ماشه څوک کېدای شي نو ټولې نړۍ او افغان ولس ته اوس معلومه ده چې د پاکستان په لاس د روس او ایران سره د کومو کم عقلو ږیرورو نکاح تړل شوې. روسان چا راوستل او په اسلام آباد کې یې د طالب سره کېنول او د میلونونو افغانانو د قربانۍ وروسته یې ورته وویل چې هغه ګرمې اوبه چې ستا ارمان وو اوس ستا په خدمت کې دي. د طالب حیثیت خو فقط د یو ډال او د ټوپک د ماشې دی نورې ګټې او اهداف د پردو او تاوان د افغان ولس دی. خو که د کندهار د ولایت دغه انفجار ایران ترتیب کړی وي او که پاکستان خو تنفیذ یې طالب کړی دی خو مسئولیت یې ځکه نه اخلي چې د اماراتو د شیخانو نه د طالب ډېر زیات آمدن دی او طالب نه غواړي چې په هغه آمدن کې يې کمی راشي او د طالب د عربي نړۍ سره دغه علایق هم په منافقت مبني دي ولې چې طالب مخلوق کې د امام ابوحنیفه رحمه الله د عقیدې برعکس قبوري او د ثمرقند د ابومنصو ماتریدي صوفي عقیده ډېره رایج ده او د همدې وجې دا زمونږ د خطې احناف د عراق د کوفې د احنافو ډېر بدل دي کوم چې د حنفیت اصل دی او تشیع او تصوف زمونږ احناف د عربي نړۍ نه په عقیده کې دومره لرې کړي دي چې ايران او روس ته لاس ورکوي اګر چې همدغه صوفي طالب د اماراتو او سعودي د شيخانو نه چندې هم اخلي او د پاکستان ترڅنګ همدغه اماراتو او سعودي د طالب حکومت په رسميت پېژندلی و او دا هم د پاکستان چالاکي وه.
مونږ او تاسې ته یاد دي چې په ظاهره د طالبانوحکومت کې پاکستاني استخباراتو د هند یوه د سورلیو طیاره د نیپال د کټمنډو د ښار نه هایجیک یا اغوا کړه او په ډېرې سپين سترګۍ يې د لاهور په ښار کې د تېلو په بهانه کېنوله او تښتوونکو ته یې نورې اسلحې هم ورکړې او بیا یې په کندهار کې کېنوله او د پاکستاني استخباراتو یو مهم ایجنټ مولانا مسعود اظهر یې د هند د زندان نه پرې راخلاص کړ او بیا میډیا کې خبر خپور شو چې تښتوونکي د کویټې ښار ته واووختل او ورک شو. په لنډ وخت کې پاکستان مولانا مسعود اظهر ته د جیش محمد په نوم تنظیم جوړ کړ چې په هند او افغانستان کې یې وکاروي. تاسو فکر وکړئ چې هدف او کار د چا و او لاس په چا پاک شو. د طالب نه دست پاک جوړ شو. دا طالب هم هغه لاس پاک دی چې خپل فکر نه لري او د بل د اهدافو لپاره مستعمل دی. د کندهار په موجوده انفجار کې هم اهداف د پاکستان او ایران دي خو طالب فکر کوي چې ګويا که د اسلام ننګه يې وکړه.
همدا رنګ په دغه انفجار کې د جنرال عبدالرازق بدنامول د پاکستان بړیڅي کوي ځکه چې په قوم کې د جنرال عبدالرازق محبوبیت او د جنرال عبدالرازق د پاکستان سره مخالفت اوس نه پاکستان ته د منلو وړ دی او نه هم افغاني شمالیانو ته د منلو وړ دی کوم چې اوس د پاکستان سره په پټه ښه علایق لري او حتی د ډیورنډ کرښې منلو ته هم تیار دي.
بل طرف ته د پاکستان ترڅنګ د ایران د دې فکر سره هم د شورواو طالب اخونان هم آهنګ دي چې عربي ممالکو د نفود مخه ونیسي ځکه چې د طالب په فکر تشیع هم یو مذهب دی او د عربي ممالکو نور درې مذاهب او سلفي فکر دې حلواخورو ته د شیعه روافضو نه بدتر برېښي فلهذا د افغانانو د بربادۍ پلان که د ایران لخوا وي او که د پاکستان لخوا خو تنفیذووونکي یې د دین نه ناخبره طالب دی. طالب دا خبره هېروي چې مونږ ته دین د ایران او پاکستان نه نه بلکه د جزیرة العرب نه راغلی او نن هم د الله په کور بیت الله او مدینة منوره کې هماغه دین موجود دی کوم چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم نه مونږ ته د صحابه کرامو په ذریعه رانقل شوی دی او طالب باید دا هېره نه کړي چې ایران د عبدالله ابن سبا او پاکستان د برطاني استعمار اولاد دی او روس خو سوچه ملحد دی نو اوس دې طالب پرتله کړي چې مونږ ته په افغانستان کې د ایراني روافضو، ملحد روس او برطانوي پاکستان نفوذ ښه دی او که د اسلامي عربي نړۍ؟؟؟؟؟؟؟؟ فیصله پر لوستونکو