د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیاستمداران یې دغسې کوي !

عبدالله دانشیار 16.01.2017 13:40

یوه تن روسي یهودي اسراییلو ته د ورتګ اجازه ترلاسه کړه ، د تللو په وخت کې د ګمرګ د تفتیش مامور دده د بکسې د پلټنې پر مهال په کالیو کې د لینن مجمسمه پیدا کړه .

د تفتیش مامور ترې پوښتنه وکړه چې دا څه دي ؟
روسي یهودي ورته وویل : وه ملګریه ! د پوښتنې په فورموله کې دې اشتباه وکړه ... تا باید داسې پوښتنه کړې وای چې دا څوک دی ؟
دا " لینن " دی چې د کمونیزم د بنسټ ډبره یې کیښوده او د روسیې خلکو ته یې خیر رسولی دی .
او ددې یاد د تل پاتې کیدو او د برکت لپاره , هر چیرته چې ځم دا له ځان سره وړم .

دې خبرو پر روسي مامور اغیز وکړ او ورته یې وویل : ښه ده ، مهرباني وکړۍ ، ورځۍ .

* د تل ابیب هوايي ډګر ته په رسیدو سره اسراییلي مفتش مجسمه ولیدله او پوښتنه یې وکړه چې دا څه شی دي ؟
روسي یهودي ځواب ورکړ : محترمه ! پوښتنه دې اشتباه ده ! ... تا باید داسې پوښتلي وای چې دا څوک دی ؟

دا لیونی جنایتکار او مجرم " لینن " دی چې دده په سبب مې روسیه پریښوده , هر ځای ته یې د ځان سره وړم چې هره ورځ یې دې مخ ته وګورم او هر وخت او هره لحظه پرې لعنتونه ووایم .

د تفتیش مامور متآثره شو او ورته یې وویل : ښه ده ، مهرباني وکړۍ تیر شئ .

* روسي یهودي خپلې مستعمرې ته ورځي او کور کې اوسیږي ... دا مجسمه د کوټې په یوه کونج کې په ښکاره ځای کې ږدي . بیا خپل او خپلوان دده د رارسیدو په مناسبت لیدنې ته راغواړي ... یوه وراره یې ترې پوښتنه کوي چې دا څوک دی ؟
هغه ورته ځواب ورکوي چې :

پوښتنه دې غلطه ده ګرانه ! داسې ووایه چې دا څه شی دي ؟

دا ۱۰ کیلو ګرامه سره زر دي چې په ګمرکونو مې پرته د مالیې ورکولو راتیر کړل او ددې سربیره مې د اضافي مالیې له ورکولو پرته تر دې ځایه راورسول .

نو : سیاستمداران دغسې کوي ...
په سیاست کې باید ته ددې توان او قدرت ولرې چې یو شی خلکو ته په بیلو بیلو لارو او طریقو تشریح کړې ... خو په دې شرط چې په هر یوې طریقې قناعت ورکړې .

ــــــــــــــــــــــــــــــ
ژباړه : عبدالله دانشیار