د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وردګ ژغورنې د مبارزې تر شا د غوښې او پيشو کیسې روانې دي

حکمت الله رښتین 13.01.2017 19:56

نه د والي صیب سره په اداره کې کار کوم او نه والي صیب د شین غوږو وعده راکړې ده ، دا خبره ځکه کوم چې هسې نه  د کرایي لیکوال ټاپه راباندې ووهي ، غواړم خپل ولس ته د لیکوالۍ د ملي او اسلامي رسالت چې رښتیا ویل دي ، ادا کړم.

له څه مودې راپدیخوا د میدان وردګو ولایت ځینو کابل میشته ځوانانو د فیسبوک ټولنیزه شبکه کې د حق په نوم د ناحق غیر مدني ډوله مبارزه پيل کړې . دوی هغه کسان دي چې لا تر اوسه یې د حکومت پر لوړو پوستونو کار کاوه ، او یا هغه کسان دي چې په حکومت کې د خپل فاسد رول د ساتلو لپاره نامشروع منبع پیدا کوي ، ترڅو وکولای شي هر هغه څوک ، چې دوی ته یا موقف نه ورکوي او یا یې له موقف څخه لرې کوي هغوی پرې وویروي.

دغه ګوته په شمیر ځوانان له دې شکایت لري چې د میدان وردګو ولایتي اداره کې ، د پراخ فساد د شتون له وجې ، میدان وردګ وروسته پاتې شوې ، پداسې حال کې چې د میدان وردګو ولایت د وروسته پاتي والي ستونزه د پخواني حکومت نه رانیولې د اوسني والي تر راتګه پورې چې څو میاستې یې له ګمارنې کیږي ، موجوده ده . اوسني والي د میدان وردګو لپاره د چک د بند په شان پخوانۍ پروژه چې له کلونو کلونو د اوبو او بریښنا وزرات د وزیر په میز پرته وه ، دغه پروژه یې راژوندۍ کړه ، د وردګو پوهنتون د رغولو چارې یې عملا پیل کړې ، د مالیې وزارت د راپورنو له مخې د میدان وردګو ولایت عوایدو د پام وړ زیات والې موندلې ، د اداري فساد پر وړاندې نوموړي والي د مافیاوو لاسونه ورمات کړي دي ، میدان وردګو ته یې له کابله د دوه طرفه سرک منظوري واخیسته ، د ولایتي ادارې دفترونه یې ورغول ، په میدان وردګو کې د طالبانو مهم غړي ووژل شول او د دغې ډلې لخوا د میدان وردګو ولایت د سقوط برید پر شا وتمبول شو ، د کوچیانو او هزاره وروڼو ستونزه یې د ولسمشر تر میزه ورسوله ، د بهرنیو موسسو دفترونه یې په میدان وردګو کې د پانګې اچونې لپاره میدان وردګو ته راولیږدول  او داسې نورې وړې او لوې پروژې تر لاس لاندې دي

خو له دغو پرمختګونو سره سره یو ډله ژورنالیستان او محدود شمیر ملګري یې د میدان وردګو د شریفو خلکو د عامه افکار د تخریبولو او کږلو لپاره د ژیړ ژورنالیزم څخه په استفادې ، غواړي خپل پخواني موقفونه یا لاس ته راوړي او یا ترې ساتنه وکړي ترڅو یې له لاسه ونه وځي.

 د دوی له ډلې یې یو ژورنالیست آباسین بریال دې ، هغه آباسین بریال چې د میدان وردګو د پخواني والي حلیم فدایي سلاکار وو ، هغه حلیم فدایي چې د اسلامي حزب او طالبانو جنګیالي به یې په جنګ سره واچول ، او خپله به د خیر په غونډۍ ورته ناست وو . اباسین بریال هغه وخت چیرې وو ، چې د حلیم فدایي په وخت کې یې د هیڅ بنسټیزې پروژې د پلي کولو څرک نه لیدل کیده ، د وردګ ژغورنې ګروپ هغه وخت چیرې وو چې والیانو به د میلمستیاوو وروسته جیبونه له خلکو څخه د راټولو شویو عوایدو څخه ورډک کړل. کله چې په میدان وردګو کې د پخوانیو والیانو په شتون کې پراخ فساد موجود وو هغه وخت د سرخط ورځپاڼه هم وه او اباسین بریال او ورسره ټیم یې هم وو. دوی د میدان وردګو له اوسني والي څخه د سرخط ورځپاڼې د سرلیک تجارتي اعلان جوړ کړې ، داسې ورځ نه وي چې د والي پر وړاندې له توهین څخه ډکه لیکنه ونه کړي ، د دوی په لیکنو کې زیات افراط او د تندو الفاظو کارونه هم د دوی شوم اهداف په ګوته کوي ، پداسې حال کې چې په هیواد کې بیلابیلې رسنۍ موجودې دي ، د سرخط اخبار یوازې د میدان وردګو اخبار نه دې.

ډير موده کیږي چې دوی د وردګ ژغورنې خوځښت پیل کړې ، دوی بیلابیلې لیکنې کوي آن په یوه مقاله کې یې لیکلي وو ، چې ژبې مو ویښته وکړل خو غږ مو د ارګ تر دروازو نه رسیږي ، د دې مقالو په لیکلو سره هم دوی په ځان عریضه کړې ، پدې معنی چې ولسمشر هم د دوی په شومو اهدافو پوهه شوې او د دوی هر چغن غږ ته یې خپل غوږونه کاڼه نیولي ، ولسمشر غني مدني خوځښتونو ته خوارا ډیر درناوې لري ، په هر ولایت یا سیمه کې چې مدني خوښځت پیل شوې ، په ډیره کمه موده کې یې هلته بدلون راوستې دې ، خو د وردګ ژغورنې ټیم د ولسمشر له سوړ ځواب څخه هم نه پوهیږي چې زموږ پر شومو اهدافو شاید ولسمشر هم پوهیدلې وي.

پرون مې د آباسین بریال څخه د فیسبوک د کمنټ له لارې دغه پوښتنه وکړه ، چې ښاغلې اباسین بریال صیب هغه وخت چې تاسې د میدان وردګو د والي حلیم فدایي صیب مشاور وې ، تاسې ولې د وردګ ژغورنې حرکت نه پیلاوو؟

اباسین بریال صیب په مستعارو نومونو له فیسبوکه ځوابونه راکول خو اخر نه شوه ، ورته ومې ویل بریال صیب راځه شرمیږه مه ، له خپلې آي ډي دې ځواب وړاندې کړه ، له ډیر ځنډ وروسته یې ځواب راکړ چې سمده زه د ښاغلي حلیم فدایي مشاور وم ، هغه وخت هم ستونزې موجودې وې ما د ستونزو د حل لپاره ښاغلي فدایي صیب ته مشوره ورکوله ، خو چې پوهه شوم زما مشورې نه اوري نو تر ارګه مې خپل آواز ورساوو ،

په پورتني ځواب کې چې د اباسین بریال په فیسبوک کې که خدای مه کړه حذف کړې یې نه وي لا تر اوسه به موجود وي ، اباسین بریال دومره ساده ګل ده چې په خپله اقرار کوي ، چې هغه مهال هم ستونزې وې ، والي هم ستونزو ته حل نه کوت ، ولسمشر مې هم د ستونزو اوریدلو ته غوږ نه نیوه . ولې دې هغه مهال د وردګ ژغورنې خوځښت نه پیلاوه ، ښکاره خبره ده چې د غوښې او پیشو کیسه ده ، پخواني والي د دې ترڅنګ چې د مشاوریت ډبل معاش دې ترې اخیست د فساد له لارې په لاسته راوړونکو پیسو یې هم جیبونه در ډکول .دوی چې کله په موقف کې وي خیر او خیرت وي خو چې کله له موقفه لرې شي نو بیا یې بلا راګډه شي.

زه نه غواړم مدني حرکت وغندم خو هغه مدني حرکت چې د شخصي ګټو لپاره کارول کیږي او د یوه قوم نوم ورکړای شوې وي ، نه یوازې چې مدني نه دې بلکه د خپل قوم او خلکو سره ستره جفا ده. دوی لکه د آمیب د مکروب په څیر د دوا په مقابل کې د ځان ژغورنې لپاره د وردګ ژغورنې سیست له ځانه تاو کړې دې.

اباسین بریال ته مې چې د فیسبوک له لارې دغه جوابونه واستول ، د هغه نږدې ملګرو زما له ځوابونو ملاتړ پیل کړ ، کله چې پوهه شه چې زما حرکت تر پوښتنې لاندې راولي نو سملاسي یې د تل لپاره بلاک کړم.

د آباسین لخوا په فیسبوک کې زما بلاک کول پدې معنی دي چې هغوی د حقایقو د اوریدلو توان نه لري او همدارنګ د رښتیاوو ځواب له ځانه سره نه لري ، کیدای شي زما نرمو ځوابونو خپل ضمیر ته هم ملامت کړې وي ، خو هغه خلکو ته ځان سپینه ملایکه ورپیژندلې.

څه موده وړاندې دوی د میدان وردګو ژغورنې ترنامه لاندې غوښتل چې د میدان وردګو له غیږې د طبیب په لباس کې خپل شوم غږ د خبري کنفرانس له لارې اوچت کړي ، خو د میدان وردګ زلمیو او سپین ګیرو لخوا یې په کلکه مخه ونیول شوه ، دوی مجبور شول د وردګ ژغورنې خبري کنفرانس له کابله د څو محدود کسانو په شمول چې د هغه میدان وردګ ولس استازیتوب یې نه کاوه کوم چې د طالب د چړې لاندې د سیاسي اهدافو د لاسته راوړلو لپاره مدني حرکتونه کوي ، دایر کړي. دوی پوهیږي چې ولسمشر زموږ انتقادونو ته ځواب نه وایي ، نو له همدې امله له داسې سپکو او مشکوکو ادبیاتو کار اخلي ترڅو د خلکو په منځ کې رښتیا دروغ او دروغ رښتیا کړي.

داسې آوازې شتون لري ، هغه شرکتونه چې په میدان وردګو کې د هغوی لخوا ځینې دولتي ودانۍ په ټاکل شوي معیارونو نه دي رغول شوې ، د وردګ ژغورنې ټیم ته د شراکت وړاندیز شوې ، ترڅو والي تورن وښيي چې له دې خاطره زموږ له خوا جوړې شوې ودانۍ نه تسلیموي ، چې والي خپل قلنګ غواړي ، پداسې حال کې چې والي دغه ودانۍ له دې خاطره نه تسلیموي ، چې د دغو ودانیو په ټیټ معیار جوړلو ترڅنګ پکې ، په پراخه کچه پکې پیسې وهل شوې دي. بله دا چې د اوسني والي په راتګ سره د هغه چارواکو د فساد مخه ډب شوې ، کوم  چې د فساد سره داسې عادت شوي وو لکه چې چرسي چرس ونه وهي. له همدې خاطره همدغه چارواکو د والي پرضد داسې تبلیغاتي کمپاین پیل کړ ، چې والي د ولایتي ادارې وغورځوي ترڅو یوځل بیا وکړای شي د فساد دروازې یې له کومې ویرې بغیر پرمخ خلاصې شي.

موږ له ولسمشره او د میدان وردګو ولایت د ولایتي ادارې څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د آباسین بریال ، اجمل هوډمن ، نصرت رحیمي ، حمیده وردګ او فضل الرحمن وردګ دې ، ملي شخصیتونو ته په سپکاوي او د مطبوعاتي جرایمو په ترسره کولو سره محاکمه شي .