د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناکام حکومتونه څنګه جوړېدی شي

سید نذیر احمد سادات 12.01.2017 20:43

اول سوله بیا قانون؛

 اته کاله د مخه اشرف غني او کلیرې لوکرټ په ګډه یو کتاب د ( ناکام حکومتونه ) تر عنوان لاندې ولیکلو، اوس ښاغلی غني په یوه داسې موقف کې دی چې  کولی شي خپلې مشورې په خپله پلي کړي. دی اوس د افغانستان ولسمشر دی، یو داسې هېواد چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې ناکام شوو او داسې امکان شته چې یو ځل بیا ناکام شي.

 د یو حکومت ناکامیدل ډیرې نا معلومې ناخوالې زېږوي، او همدا یې اصلی دلیل کیدی شي چې بې وزله هېوادونه هر  وخت بې وزله پاتې وي.  او د دې اصلی لامل د هغه جغرافیایي موقعیت، اقلیم، او یا کلتور نه، بلکې سیاسي شخړې دي.

بعضې هېوادونه اغیږمن بنسټونه جوړوي چې اقتصادي ودې ته لاره برابره شي، مګر نور بیا داسې څه کوي چې د پرمختګ په لاره خنډ وي.

 جنوبي سوډان یې یو نهایي ډارونکی مثال دی. چې د دوی سیاست د تیلو په پیسو د جنګي جنګسالارانو ترمنځ په جګړه ولاړ دی. دا جنګ سالاران د قومونو تر منځ د نفرت اور ته نور هم لمن وي تر څو ځانونو ته نورې جنګي میلشې زیاتې کړي. حکومت غټانو ته نورې پیسې ورکوي چې لا زیات مالداره شي،  او په ورته وخت کې عام وګړي په مرسته شویو خوړو پایي.

 له هیرو تر  دارایۍ؛

 افغانستان باید ډیر سخت پړاونه له سره تېر کړي تر څو ځان له داسې یوه حاله وساتي.

له کومه وخته چې بارک اوباما ډیری د ناټو پوځیان چې د افغان حکومت ملاتړي وو له افغانستانه ویستل نو طالبان چې یوه اسلامي ملیشه ځان بولي د افغانستان بعضې ځایونه لاندې کړي دي، او په دا تیر کال کې یې له حکومت سره سم نیم په نیمه جنګلیدلي دي.

اوس نو که ډونل ټرمپ خپل پاتې نظامي عسکر وباسي نو جهادیان به خامخا د دوهم ځل لپاره راسر ګند شي. په آخر ځل کله چې دوی په قدرت ورسیدل نو دوی د نجونو تعلیم بند کړ، بچه بازان یې تر بولډوزر لاندې کړل او اسامه بن لادین میلمه پالنه یې وکړه نو څکه اوس حالات ډیر اساس دي.

 په اول قدم کې د اوس لپاره  ډونل ټرمپ باید خپل فضایي کمک، ټریننګ، او د افغان پوځ مالي کمک جاري وساتي. او په ظمن کې پر پاکستان خپل جدي فشار زیات کړي تر څو طالبانو ته اجازه ورنکړي چې د دوی له خاورې د خپل پټ مرکز په حیث کار واخلي. ( پاکستان په دې ټکي ټينګار لري چې دوی  تر خپلې وسې دا کار کړی خو څوک د دوی خبره نه مني).

 بهرنۍ نظامي مرستې کولی شي چې د یوه ضعیف حکومت لپاره د بقا وخت زیات کړي، تر څو دوی وکړی شي چې خپلې زیر بناوې په ښه توګه جوړې کړي. څکه چې دې طرحې په سیریلیون او لایبریا، دوه جنګ ځپلیو افریقایي هېوادونو کې د ملل متحد د سولې عساکرو د دوی حکومتونو ته د یو نوي پیل فرصت په برابرولو کې مرسته وکړه. دې طرحې  په کولمبیا کې هم کار ورکړ چیرته چې د امریکا مرستو حکومت دې ته چمتو کړ چې د  (فارک چپ لاسې سیاسي) مفکورو خاوند قاچاقبر وسلوال د خبرو میز ته مجبور کړل او په نتیجه کې یې تاریخي  د صولې معاهده په ۲۰۱۶م کال  کې لاسلیک شوه خو دا وګورئ د عراق تجربه چې ښه حکومت له بهره نشي راتلی، ملي مشران باید ښه حکومت وغواړي او د هغه لپاره کار وکړي. د ښه حکومت نشوالی، د ملیشو د مشرانو قومي مخالفت، د بودیجې غلو وزیرانو ته د ګتې کړلو ښه فرصت په لاس ورکړی.

 ښاغلی غني مهم لومړیتوبونه په لاس لري، اول د ښه فزیکي امنیت شتوالی او بیا د قانون پر پليکیدو فشار راوړل. خو د دې دواړو عملي کیدل  په یوه داسې هېواد کې چې قاضیان یې د انتحاریانو له خوا وژل کیږي او جنګ سالاران یې د مخدره موادو په پیسو نور هم شتمن کیږي، اسانه نده. بیا هم ده پرمختګ کړی دی.  د امریکا د پوځیانو د  شمیرو له کمید او د اقتصادي سوتزو سره سره افغان پورځ ډېر پیاوړی شوی، د عوایدو راټولول ښه شوي.

سره له دې چې اداري فساد اوس هم ډیر پراخ دی مګرم په بعضو ځایو کې کموالی راغلی دی که عادي فغانان حکومت ته د یوه داړه مار په سترګو وګوري نو دوی به له خپل حکومته د طالبانو پر ضد دفاع ونګړي او دا یوه وړه موضوع نده. همدا اوس قضاوت روان دی ډیری افغانان له طالبانو سره خواخوږي نه لري خو، په حکومت یې باور هم ډیر کم دی. ښاغلی غني زمان ته اړتیا لري چې خپلې ژمنې  تدبیق کړي، او ډونران باید صبر ولري.

 کله چې یوه کورنۍ جګړه په یوه ځای کې ختمه شي نو غربي ډونران ډېر ځله د هغه خراب شوي هېواد د جوړولو لپاره خورا ډیرې پیسې هغې هېواد ته مرسته کړي او بیا نو چې نتیجه سمه نشي ځانونه بیرته شاته کړي.

دلته نو ( ن.جي.او  ) ګانې لکه پراشوټ را وه وري، تګړه کدرونه په لوړو معاشونو ونیسي او د حکومتونو سره یو موازي او ګزافه  اداره پر لاره واچوي، او یوه ورځ خپل کالي ټول کړي او لاړ شي، او د دوی دا عمل ملي بڼسټونه تر سیوري لاندې راولي.

 دا به ډیره ښه وي که ډونران خپلې مرستې په یوه عادلانه او تدریجي بڼه د ملي چینلونو له لارې تر ممکنه حده پورې ولګوي او د ډیر وخت لپاره هلته پاتې شي.

خو که د یوه هېواد مشران ونه غواړي  دا پورته یو کار به هم کامیابه نه شي. په جنوبي سوډان کې له دوه مهمو جنګ سالارنو یو هم د هېواد بیا رغونه نه غواړي. مګر په کابل کې دوی غواړي، نو ډونران   باید خپله لاره لنډه او منډه ونکړي.

 ‫(د اکانومسټ اوونیزې د جنورۍ د اوومې نېټې ګنه)

ژباړه: سید نذیر احمد سادات