د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

استاد عطا محمد نور څنګه ولسمشر ته غاړه کیښوده؟

حکمت الله رښتین 02.01.2017 13:42

د افغانستان په سیاسیونو کې استاد عطامحمد نور د سیاسي بدمعاشانو له ډلې بدل هغه یې دې. استاد عطا محمد نور د قوي نشنلسټوب ترڅنګ په جمعیت ګوند کې تر نورو جمعیت یانو ، شهید استاد رباني ته ترټولو نږدې کس بلل کیده. سږ کال د شهید مسعود د تلین په لمانځلو کې د ښاغلي استاد عطا خبرو ته ځير وم ، ښاغلي عطا هغه غونډې ته وینا کوله د کومې غونډې پلویانو چې د ښاغلي کرزي د وینا پر مهال کرزي ته  د ، مرګ بر کرزۍ و مرګ بر امریکا نارې وهلې. کرزۍ د غونډې د ګډوډۍ او د ده پر وړاندې د مرده باد نارو له غونډې ترک کولو ته مجبور کړ.

کله چې ښاغلې کرزې له غونډې ووت د استاد عطا د وینا وار راورسید ، استاد عطا خپلو پلویانو ته وویل چې زه معامله ګر نه یم ، همدغه کرزي د حکومت پر مهال ماته د شمالي ټلوالې څخه د بیلوالي او د کرزي څخه د ملاتړ کولو غوښتنه کړې وه ، خو ما رد کړه. استاد عطا د غونډې ګډونوالو د کرزي په مخاطب کولو سره وویل چې ، ته ټاکل شوې ولسمشر یې خو ستا خبرو څخه زما د معنوي پلار استاد رباني خبرې ماته ډير ارزښت لري. کرزۍ هم پوهه شه راته یې وویل چې پدې خبره مې ډير خوښ شوې.

که اوس وخت ته راشو سمده چې استاد رباني ژوندې ندې خو د استاد رباني فکر او د هغه خبرې خو د استاد عطا لپاره ژوندۍ دي ، ولې یې پرون کرزي ته غاړه نه ټيټوله ، چې نن د ولسمشر غني هر خبره په سرسترګو مني. هغه ولسمشر غني چې استاد عطا ورته د ناجوړ انسان خطاب کړې وو.

ولسمشر غني د داخلي سیاست د خنډونو په څیړلو کې استاد عطا د ځان پروړاندې لوی خنډ شمیرلې وو ، د هغه د مهارلو لپاره یې استاد عطا په ټوله معنی مطالعه کړ ، د هغه شتمنی یې چې د استاد عطا د سیاسي فعالیتونو شارګ وو ، د خپلو سیاسي متحدو هیوادونو په مرسته په نښه کړې. د استاد عطا هغه شتمنۍ چې په دوبی او نورو هیوادونو کې وې ، هغه یې منجمد کړې. ولسمشر د جمعیت ګوند په دننه کې د درزونو په رامنځ ته کولو او همدارنګه د استاد عطا د نږدې ملګرو ځانته نږدې کولو لا ورخطا کړ ، دې کار پر استاد عطا د رواني فشار اندازه نوره هم لوړه کړه.

داسې ویل کیږي چې په ځلونو ځلونو استاد عطا له ښاغلي دوستم او ولسمشر ته د نږدې کسانو څخه غوښتي چې د ولسمشر غني او د ده ترمنځ د لیدو کتو زمینه مساعده کړي . خو ولسمشر ترڅو ځلو رد ځواب ویلو څخه وروسته په پای کې له استاد عطا سره لیدنه وکړه.

چې نوموړې لیدنه د ولسمشر غني او استاد عطا ترمنځ د هوکړه لیک د پيل ګام وو ، دغې لیدنې ولسمشر ته دا واک هم په لاس ورکړ ، چې استاد عطا د ښاغلي عبدالله عبدالله پر وړاندې وکاروي ، هغه استاد عطا چې ځانته یې معامله ګر نه ویل. ولسمشر غني استاد عطا تر رواني او اقتصادي فشار لاندې دومره کلک نیولې ، چې آن نن استاد عطا د خپلو پخوانیو ملګرو په راپرځلو کې له خپل پخواني سیاسي مخالف ولسمشر غني سره لاس یو کړې .

که چیرې استاد عطامحمد نور د ولسمشر هوکړې ته غاړه نه وای ایښې ، د نوموړي سیاسي راتلونکې هم له خطر سره مخ کیده ، شاید دغه تقابل استاد عطا د افغانستان له سیاسي چوکاټ څخه په هیرې شوې څیرې بدل کړې وای.

اوس ولسمشر له دغه فرصت نه په ګټه اخیستلو غواړي ، په حکومت کې د اجرایه ریاست خیالي واک نور هم محدود کړي ، له بله پلوه ولسمشر غني غواړي ، راتلوونکو ټاکنو ته د ځان په ګټه چاپيریال برابرولو لپاره له استاد عطا څخه د دوستم پرځای ګټه واخلي.