د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

( بین الافغاني تفاهم)

ډاکټر حمیدالله زړهءور صاپی 30.12.2016 15:51

( بین الافغاني تفاهم)
که اغیار راغوڼډوی سي دسيسې او تهاجم
افغان څه بلا وهلی؟ په بینالافغاني تفاهم
تاریخ وګورئ راویښ شئ!له چنګیزه تر انګریزه
افغاني غیرت ماتکړي له آمو نه تر جهیلم

پوکستیاین زوی د انګریز،نه تاریخ لري نه مُلک
له مسلم او طالب جوړ کړي تروریستان کُلُهُم

ایرانی فارِث تغییر کړي له پاریسه! تر دَمِشقه!
آخوندان شخوندونه وهي په طلوع،میترا د قُم!

سوسیال-امپېریالیستان که تاشکند کې راغوڼډیږي
روس دی،چین ده،امریکه ،منافقین دي بَینهُم
نو:
دیرش میلیونه افغانانو!پشتنو فاړسيوانانو!
قندهار د سولې چیغه پورته کړېده مُهِم
دمسلمان مرګ بل مسلم ته حرام دی،زهر قاتل ده
قصاص حق دی د کُل نفس،قذافي دی که صدوم*
طالب خانه! فکر وکړه چې څوک وژنې /څه خراب کړې؟
امریکه خو دې ښه ماته کړه ؟اوس د روس غواړې مرهم؟

بالا راسه!قلم واخله مکتبونه،پلونه جوړ کړه!
قصاص واخله د شهیدانو له عطا او له دو ستم
سمه لویه جرګه بوله ؛حکمتیار په شان توبه کړه
نه د عقدوهل فساد ،نه ستراتژیک تړونهم!
ملی قوتونه یو شئ له واخانه تر نیمروزه
له اندخوی نه ېې رانیسه تر قویټې او ایټم بم!!

څوک چې حق او تقوا خوش کړي،الله به د هغهء مل وي
ساپی زړه ور حمید وايي:جوړ راسئ په تفاهم!

*صدوم=صدام حسین نه مې مقصد دی.