د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خـــیــــانـتـــــونـــو د إفشـــاګرۍ لــــړۍ

اســتاذ صــاحبزاده مشرقي وال 26.12.2016 14:38

په پيښور کې د طالبانو ګوډ والي (مولوي طلحه)                         
                                      
   د پکتیا وال ګوډ ملا صاحب یعنې مولوي طلحه د نوم سره زه اول ځل هغه وخت آشنا شوم  چې وزیرستان کې راته دوه هغه ازبک مجاهدینو قیصه وکړه کوم چې د وجود نه ډیر واړه وو او لږ تر لږه زما په علم کې دغه دوه ازبک مجاهدین ړومبي کسان وو چې په پیښور کې د آیي ایس آیي د څارګرې ادارې د جیل نه د تشناب د هوا کش د سوري له لارې په تښته کی کامیاب شوي وو.                                                       
نوموړي ازبک مجاهدینو قیصه وکړه چې پکتیا وال ګوډ ملا صاحب هم له هغوئ سره په پیښور کې د آیي ایس آیي په خصوصي محبس کې بندي وو او د تیښتې په وخت کې ورته ازبک مجاهدینو ویلي وو چې د هغوی سره وتښتي خو ګوډ ملا صاحب ورته ویلي وو چې ماته کرنیل صاحب د پریښودو وعده راکړې او د نور کومک وعده یې هم راسره کړې ده .ګوډ ملا صاحب له همدغه ورځې د پنجاب د تورې شبکې آیي ایس آیي لخوا استخدام شوی وو خو د نیولو قیصه یې لا د دې نه هم خوندوره ده او هغه دا چې د ګوډ ملا صاحب د نیولو نه مخکې د ګوډ ملاصاحب په شمول لس کسه طالب مشرانو سره چینایي استخباراتو د پنجاب د څارګرې ادارې نه په پټه رابطه او ملاقات کړی وو اوپه دغه جرم ګوډ ملا صاحب نیول شوی وو. د طالبانو د سقوط نه یو میاشت وړاندې هم چینایانو په اسلام آباد کې د طالبانو د سفیر ملا عبدالسلام ضعیف صاحب سره د آیی ایس آیی په ذریعه ملاقات کړی وو چې نوموړي سفیر په خپله مونږ ته دغه قیصه په ګوانتنامو کې کړې وه چې دا قیصه به ان شاءالله په بیله لیکنه کې را شي.
خو د ګوډ ملا صاحب قیصه باره ګردسره جدا ده او هغه دا چې کله ګوډ ملا صاحب د نهه نورو طالب مشرانو سره د خپلو زړو بادارانو څخه په پټه چینایانو سره ملاقات کړی وو نو د ګوډ ملا صاحب د لس کسیزې ډلې په ملاقات کې چینایانو طالب مشرانو ته ویلي وو چې تاسې څه بلا وهلي یاست تاسې خو مونږ سره شریک سرحد لرئ تاسې کولی شئ چې د واخان له لارې مونږ نه اکمال واخلئ او د امریکایانو پر خلاف یې استعمال کړئ او د اعتماد سازۍ وروسته مونږ له نورو لارو هم تاسې سره کومک کولی شو خو اساسي شرایط یې دا دي چې دا خبره به د آیي ایس آیي د څارګرې ادارې نه پټه ساتئ ځکه چې هغوئ مونږ سره د دوستئ وعده هم کوی خو بیرته زمونږ اسرار په امریکایانو هم خرڅوي نو ځکه پر هغوئ باور نشي کیدای هغه بیله خبره ده چی زمونږ دګاونډیتوب څه مجبوریتونه دي . خو تاسې چونکه په عقیده جنګ کوئ نو  مونږ تاسې ته امید لرو خو بل مهم شرط دا دی چې زمونږ چینایي مخالف مسلمانان (غوریان) به نه حمایه کوئ.
        د چینایانو د ذکر شوو شرایطو په جواب کې ورته د لسو طالب مشرانو له جملې نه نهو په یوه خُله وویل چې دې اول شرط کې به پاتې راشو چې دا خبره به د پاکستان د آیي ایس آیی نه پټه وساتو ځکه چې هلته مونږ اوسیږو البته په نورو شرایطو مو غور کولی شو خو لسم طالب مشر (ګوډ ملا) حماقت وکړ او ورته یې وویل چې زه ستاسو ټولو شرطونو منلو ته تیار یم خو چینایانو چې په لسو مشرانو کې نهه د آیي ایس آیي بړیڅي ولیدل نو د ګوډ ملا صاحب په خبره چپ پاتې شو او مجلس بې خونده ختم شو .د ګوډ ملا صاحب د دغه اظهار شاته کوم معقول منطق نه وو بلکې د ده د نور شخصي ژوند نه داسې بریښي چې ده فقط په دې کار کې خپل شخصي مفاد لیدل او چینایانو ته یې هم د ځان په شان د احمقانو فکر کاوه چې ګویاکه چینایان به دا خبره ومني او د ده خولۍ به غوړو کې پریوځي خو چینایان په دې ملاقات یو ځل بیا پښیمانه شول.لکه عبدالسلام ضعیف صاحب سره چې ملاقات کې پښیمانه شوي وو خو د هغی پښیمانتا لامل بل وو.                                                                              
      وروسته همدا وشو چې نهو طالب مشرانو په ډیره مینه، محبت ،اخلاص،الفت،صداقت او ایماندارۍ له چینایانو سره د تیر شوي مجلس ټول جزیات ټکي په ټکي د پنجابي استعمار د تورې شبکې آیی ایس آیی تورو کرنیلانو او جرنیلانو سره شریک کړل او آیي ایس آیي ګوډ ملا صاحب راونیوه او دومره یې وډباوه چې څو میاشتې یې د جمله ترشي او بادي نه پرهیز کړ.ګوډ ملا صاحب د پنجاب د څارګرې ادارې له ډبولو وروسته خپل لاسپوڅی او استخدام کړ خو ډیر ریښتیني افغان او مسلمان طالب مشران او رهبران چې د تور پنجاب غلامي یې نه منله د پنجاب د تور استعمار د دسیسو ښکار او شهیدان کړای شو لکه ملا دادالله ،د دفاع وزیر مولوي عبیدالله ،استاذ یاسر او داسې نور او  ډیر هم د پاکستان او امریکا په محبسونو کې پراته دي او یا زمونږ په شان مجبورا له صحنی ځکه ووتل چی پنجاب ته موسر نه ټیټاوه .          
    ګوډ ملا صاحب په اسلامي امارت کې د صوفیانو د ډلې مشر ماما (مولوي کبیر) د بانډ سړی دی او د ماما په شان دی هم د پیرسباق مرید دی او هم د پنجاب د کرنیلانو مرید دی او همدغه خلک هم د اسلامي امارت او هم د افغانیت او هم د تصوف پر لمن بد نما داغونه دي.پخوا هم د انګلیس په خلاف صوفیان دوه ډوله وو چې یو ډول یې د انګلیس پر خلاف مجاهدین او بل ډول یې د انګلیس او د هغوئ دغلامانو غلامان وو. دغسې په هر مکتب فکر کې دوه نوعه خلک موجود وي چې یو یې حق پرست او بل یې د د ښمن د لاس آلې وي خوا که هغه صوفیان دي که اخوانیان دي او که سلفیان دي .                                                              
     زمونږ د دې قیصې قهرمان ګوډ ملا صاحب په اسلامي امارت کې مختلفې وظیفې اجرا کړي خو کله چې ګوډ ملا صاحب په ړومبي ځل د امارت  لخوا د میدان ښار د والي په توګه وټاکل شو نو لا کال یې نه وو تیر شوی
چې د میدان ښار ننګیالیو مجاهدینو پکتیا وال ګوډ ملا صاحب د خپلو خیانتونو په وجه وپیژنده او د میدان ښار نه یې په خپل اول سفر کې راوځغلاوه او د هغه د مشرۍ نه یې انکار وکړ .حقیقت دا دی چې د کفر پر خلاف د جهاد دا صف د عادي مجاهدینو په اخلاص روان دی  او د هغوئ سرښندنو همیشه کفر په ګونډو کړی. ګوډ ملا صاحب چې کله میدان ښار نه پیښور ته راستون شو د خپلو ملګرو ( تورو کرنیلانو ) سره یې خبره شریکه کړه او هغوئ ډیر ژر د مشرقی زون پخوانی مشر ماما یعنې مولوي کبیر ته د ګوډ ملا صاحب د تقرر نوی امر وکړ. ماما ګوډ ملا صاحب د طالبانو د پیښور په شوری د طالبانو د ننګرهارد والي په توګه ومانه او یو ځل بیا د ګود ملا صاحب پنځه واړه ګوتې په غوړو کې شوې او د میدان ښار د غبن او خیانتونو په تجربې سره یې یو ځل بیاد ننګرهار د مجاهدینو په څټ چاړه کیښوده . ګوډ ملا صاحب له تجارانو نه د جهاد په نوم چنده ټولولو له امارت نه د متفجره موادو اخیستلو او بیا د نورو ولایتونو په مجاهدینو او په پاکستاني طالبانو خرڅولو، او بیا له فدایي واسکټونو سره فدایان په افغانستان کې په افغاني استخباراتو او په پاکستان په پاکستاني استخباراتو خرڅولو او په یو نیم کامیابو فدایي عملیاتو کی د امارت نه اضافي او تکراري مکافات اخستلو کې خورا تجربه وشوه.                                                                                 
    ګوډ ملا صاحب په پیښور کې د ننګرهار د والي کیدو سره سم اول کار دا وکړ چې د ماما او د پچیر آګام د پیر صاحب په ذریعه یې د ننګرهار ددولتي والي ګل آغا شیرزیي سره رابطه جوړه کړه او په داخل کې یې په یو خفیه ملاقات کې د دوه طرفه دلچسپي په معاملاتو خبرې وکړې او د ننګرهار طالب والي او دولتي والي دواړووالیانودیوبل سره دتعاون لاسونه ورکړل.                                                                                                           
      دننګرهارقومي سپین ږیرو راته قیصه وکړه چې د ګل آغا شیرزي سره په ننګرهار ولایت کې ناست وو چې د ولایت مقام ته تیلیفون راغی چې طالبانو په سروبي کې زمونږ کسان له ګاډي کوز کړي نو ګل آغا شیرزي خپل سیکرتر ته وویل چې زرشه د ګوډ ملا صاحب مولوي طلحه سره رابطه وکړه او زما لخوا ورته سوال ځواب وکړه چې زمونږ کسان راخوشي کړي سپین ږیرو وویل چې سیکرتر ته ګوډ ملا صاحب اطمنان ورکړ. خودا تعاوون یوطرفه نه وو بلکه کله به چی دماما د مولوي کبیرماما د بانډ مهم کسان ونیول شو نو دپچیراګام پیرصاحب ، ګلاآغا شیرزئ ، پیربخش ګردیوال وغیره اوامنیت به هم حرکت کی راغلل اود پیرسباق دډلی نازولي به یی زرراپریخودل ولوکه دطالبانو دوالي په سطح کسان به ولی نه وو لکه دمولوي کبیرماما د بانډد طالبانود دلغمان دهغه وخت والي ملازرمحمد یی چی په څوورځوکی راخوشی کړ. پاتی شو د اسلام په مینه مست عادي طالبان نو هغه خو هسی هم دقربانۍ ګډوري دي.                           
     د بټي کوټ په ساحه کې په د ګوډ ملا صاحب د نظارت نه پرته یوه فدایي عملیاتو کې ۲۴ خارجیان مردار شو چې د بټي کوټ د امارت مسؤل ولسوال قاري یاسر په هغه وخت کې د ګوډ ملا صاحب په مشوره د عملیاتو مصارف له چا امانت راواخیستل خومخکی ددی چی ګوډ ملا خبرشي عملیات کامیاب شو خو ګوډ ملا صاحب د ذکر شوي عملیاتو مصارف له امارت نه او تجارانو په دوه چنده واخیستل خو د بټي کوټ مجاهدینو چې هرڅومره چیغې ووهلې د ګوډ ملا صاحب پرې رحم رانغئ او مجاهدین قرضدار پاتې شو.     
     د غه شان به ګوډ ملا صاحب به یو طرف ته د شیرزي او د هغه د استخباراتو په ذریعه په صف کې خپل مخالفین اخوا کول او بل طرف ته به یې مادي مفاد لاس ته راوړل . ډیرو مجاهدینو ته د دولت د پلان لاندې متفجره مواد ورکړی شول او له اسنادو سره ونیول شول. دغه شان د ګوډ ملا صاحب په یو کلن مشرتابه کې دولت هغه لاسته راوړنې وکړې چې په ډیر کوشش او وسایلو یې لاس ته نه شوی راوړی.                                         
د ګوډ ملا صاحب د آمدن یوه بله مشینري د اختطاف شبکه وه او د اختطاف کومو ګروپونو به چې اختطاف کې ګوډ ملا صاحب ته برخه ورکوله نو هغوئ ته د امارت د لایحې برعکس مکمله آزادي وه او د هغوئ خلاف
ګود ملا صاحب د کوزنو یا برنو استخباراتو دسیسې هم نه جوړولې او دغه شان د ګوډ ملا صاحب "جهاد" ښه په زور او شور روان وو او کله به چې د امارت اسلامي په غونډو کې کیناست نو د خُلې نه به یې د ایمان ،تقوا، اخلاص،الفت،صداقت،قرباني،ایثار او سرښندنې الفاظ بې خرته راوتل او په همدغه الفاظو به يې عادي مجاهدین،ایمانداره تجاران هم غولول او په دې ترتیب به یې د مخصوصو عملیاتو مصارف هم له امارت او هم له تجارانومکرر اخیستل او بیرته د دغه عملیاتو ، فدایان ، واسکټونه او معلومات په استخباراتي اداروخرڅول خویې لا بیل کاروبار وو.                                                                                              
      ګوډ ملا صاحب نه عادي اوسپورو مجاهدینو د ملاقات وخت په آسانه نه شو اخیستی بلکې د ګوډ ملا صاحب سیکرتر به په ورځو ورځو خلکو ته وعدې ورکولې او فقط د هغه چا ملاقات به ژر کیده چې د ګوډ ملا صاحب به ترینه څه آمدن وو خړ پړ مخلص مجاهدین به په ورځو ورځو د ده د ملاقات په انتظار وو خو دغه حالت فقط یو کال وچلیده او د ګوډ ملا صاحب د ولایت ننګرهارخپلې شوری د ګوډ ملا صاحب په تندي او سترګو کې د مکر، فریب ، غدر، خیانت، جاسوسي او رذالت علامې ولیدې او په مشترکه ډول یې د امارت مرکزي شوری ته د ګوډ ملا صاحب د انفکاک عریضه ولیکله او په پیښور کې د ننګرهار د طالبانو ګود والي یې لرې کړ.                            
د نوروتنظیمونوپه شان د اسلامي امارت هم یوه بینا او بله ړنده سترګه ده . د بینا سترګې لاندې یې ډیر مخلص او ایمانداره مشران او کشران له کاره ګوښه او د دین په لار کې ،قرضدار ، بیمار، معیوب، بندیان او شهیدان شول او دې کې شک نشته  چې د کایناتو د خالق په مخکې به سرخرؤیه او کامیاب وي خو د امارت د دغه مخلصینو باره کې غفلت او بې اعتنایي یو مشکل او بل مشکل دا چې خبر شوم هغه بله ورځ یو ځل بیا ګوډ ملا صاحب د "ماما" او "کاکا" او د تورو کرنیلانو په کوششونو په پیښور کې د افغانستان د یو بل ولایت والي وټاکل شو.               
مـــــــبارک مــــو شه خیال کوئ تاسې د ګوډ ملا صاحب سره ټکر ونکړئ.                                               
پاې