د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارواپوهنه یا "Psychology" څه ده؟ لمړی برخه

افغان تحرک 26.12.2016 12:33

په سر کی ذکریږی چی زمونږ معلومات په ټولو ساحاتو کی دری منابع لری:

١. دینی-مذهبی منابع
٢. فلسفی، عقلی-استدلالی منابع
٣. علمی منابع چی دلته د ساینسی منابع مقصد دی، چی د تجربی پر اساس لاس ته راځی.

کله چی مونږ دلته "ارواپوهنه" تر بحث لاندی نیسو، دلته یو داسی بحث لرو چی له مونږ له "دینی"، "فلسفی" او "علمی" سیستمونه یو مخلوط بحث په نظر کی اخلو.


"Psychology" په لغوي لحاظ یو یونانی مرکب اسم دی، چی له "psycho" (یعنی روح، روحیه او یا نفس) او " logy" (یعنی پوهې او یا مطالعې) معنا ورکوي.


په پښتو کی مونږ ورته ارواپوهنه، روان پوهنه، د روحیات علم، سلوک پوهنه، روان پېژندنه، روان شناسي او علم النفس هم وايو.

البته د تذکر ځای لری چی دلته یاد شی، چی "Psychology" یا ارواپوهنه له همهغه وسیعدګر علومو څخه محسوبیږی چی دیری څانګی لری.


سره له دی نه چی مونږ د څښتن تعالی یو مخلوق یو، خو مګر زمونږ مازغه او یا زمونږ مغز او یا دماغ یو سلسله "اعمال" یا یو سلسله "فعالتونه" سر ته رسوی چی مثلا زمونږ د "احساسات"، "عواطف"، "هیجان"، "تفکر" او "تخیل" په ذریعه او یا زمونږ د "احساسات"، "عواطف"، "هیجان"، "تفکر" او "تخیل" په حیث تبارز کوی.

په مجموعی توګه زمونږ همدا "مغزی اعمال" او یا همدا "مغزی فعالیتونه" ته مونږ کله نا کاله "ضمیر"، "روحیه"، "ذهن" او یا "روان" هم وایو. او نن صبا همدا "علم" ته چی زمونږ "روحیه"، "ذهن" او یا "روان" تر علمی مطالعاتو لاندی نیسی، مونږ همدا "علم" ته "Psychology" یا ارواپوهنه وایو.


په بل عبارت "Psychology" یا ارواپوهنه هغه علم دی، چی، زمونږ د "سلوک" او "احساسات" علت او یا عوامل په علمی توګه توضیح او تشریح کوی.


یعنی: "Psychology" یا ارواپوهنه هغه علم دی، چی، زمونږ د "سلوک انګیزی توضیح او تشریح " او زمونږ د"احساسات انګیزی توضیح او تشریح " سره سر او کار لری.


دا واضع خبره ده چې د «روح» په هکله بشپړه پوهه د انسان له توان څخه لوړ کار دی، په دې سبب ارواپوهنه د روح ماهیت تر څېړنې لاندې نه نیسي او یا یې نه شي نیولی، بلکې د انسان کړنې او ذهني عمليې ترڅېړنې لاندې نیسي. په بل عبارت: ارواپوهنه د انسان د ذهني عملیو علمي او تحلیلي مطالعه ده.

ارواپوهنه هغه علم دی، چې د انسان کړه وړه، سلوک، رفتار، چال چلند او نورې ذهني او رواني پديدې په عملي بڼه څېړي.

د "Psychology" یا ارواپوهنه د مطالعی په ذریعه کولای شو چی د خپل "ځان پیږندنه" په ساحه کی لږ پوه شو، او یا هم له نورو انسانانو د "سلوک" او "احساسات" په علت او یا عوامل ځان پوه کړو.

- د "Psychology" یا ارواپوهنه د مطالعی په ذریعه کولای شو چی د خپل ماشومانو، دخپل کورنی د خوشبختی، نیکمرغی، موفقیت او بریا په هکله مناسب معلومات تر لاسه کړو.

- د "Psychology" یا ارواپوهنه د مطالعی په ذریعه کولای شو چی د خپل ماشومانو، او دخپل کوچنیانو د روزنیز او ښوهنیز ارتقا لپاره سالمه محیط را ایجاد کړو، تر سو زمونږ ماشومان او زمونږ کوچنیان په راتلونکی موفقیتونه او نیکمرغی ولری.

- "Psychology" یا ارواپوهنه مونږ لپاره د "موفقیت"، "نیکمرغی" اصول او قوانین توضیح او تشریح کوی.


ښاغلی محترم مصطفی صفا په دی هکله داسی لیکی:

" څرنګه چې د انسان د کړووړو او سلوکونو شمېر ډېر زیات دی؛ رحم، بښنه، مېلمه پالنه، له خلکو سره سازش او جوړجاړی، کنجوسي، ظلم، مظلومیت، زحمت کشي، ټنبلي، تهمت تړل، آزارول، د بل په خواشینۍ خوشالېدل، نامشروع کارونو ته لاس اچول، پرهېزګاري، تکبر، تراندازې زیاتې خبرې کول، په معاملاتو کې چال او چم، درواغ ویل، رښتینولي او پاک نفسي، زیاته خاکساري او تواضع، د ژوندانه د مختلفو مسایلو پروړاندې مثبت یا منفي غبرګونونه ښودل، په چارو کې له مصلحت، آرامۍ او یا له بیړې او ناکرارۍ کار اخیستل، منظم او باسلیقه ګرځېدل، یا بې تفاوته او بې سلیقې حالت، د رواجونو او قوانینو څخه سرغړونه، چاپلوسي، قدرت طلبي، قناعت، تمه، صبر او بې صبري او په دې ډول نور ګڼ صفات د انسان سلوک او چال چلند جوړوي او ددغه شان کړوړو او چلندونو د علتونو راسپړل او یوې علمي پایلې ته رسېدل د اراپوهنې دندې بلل کېږي.
ارواپوهنه د ځان پېژندنې، بل پېژندنې او ټولنپوهنې یوه مهمه کیلي ده. ارواپوهنه له موږ سره د یوه سالم او متوازن شخصیت په وده کې مرسته کوي. ارواپوهنه نه یوازې د انسان د رواني ستونزو لکه وېره، غوسه، کرکه، اضطراب، د حقارت عقده، رواني فشار، رواني حالت، سادېزم، خپګان او ډېپرېشن او نورو په پېژندنه او درملنه کې مرسته کوي، بلکې د یو شمېر هغو جسمي ناروغیو په درملنه کې هم ونډه لري، چې اروايي جرړې لري. د ساري په توګه د معدې اسید «ګاستریت» او نیم سری«مېګرېن» هغه ناروغۍ دي، چې له رواني فشار «سټرېس» سره ژور تړاو لري.
ارواپوهنه د ارثي او محیطي عواملو د تاثیراتو په رڼا کې د افرادو پر رفتار او سلوک باندې د بحث په ترڅ کې هغه بې بنسټه قضاوتونه او ګومانونه ردوي، چې تصور به کېده، د یوه چا اقتصادي او اجتماعي حالت او موقعیت په خاصو نژادي او طبقه اي امتیازاتو پورې اړه لري او نور.
ارواپوهنه په خپل څېړنیز بهیر کې د بېلابېلو ازموینو او ټېسټونو له مخې د افرادو ذهني وړتیاوې او استعدادونه معلوموي او له وګړو سره د مسلک په انتخاب او ټاکلو کې مرسته کوي.
ارواپوهنه د هغو کسانو په ذهني بدلون کې مرسته کوي، چې پرځان تر اندازې زیات بې باوره وي، خپله راتلونکې تیاره ویني او تل د تشویش، وېرې او مایوسۍ په حالت کې ژوند تېروي. ارواپوهنه دغه ډول کسان د خپل ځان ژورو ته بیايي او د ځان منلو، ځان خبرۍ او ځان جوړونې په ترڅ کې ورته ښيي: هر هغه څه چې تاسې فکر کوئ، تاسې ورڅخه ډېر لوی او ترهغو په مراتبو ښه یاست. ارواپوهنه د یوه بریمن تحلیل په رڼا کې هغوی ته څرګندوي چې دداسې خصوصیاتو او قدرتونو خاوندان دي، چې دوی یې هېڅ په لټه کې نه دي شوي او زیاتوي: د انسان شخصیت د هر هغه څه څخه چې دوی پرې باور کوي او دوی ترمغزو لاره ورکړې، ډېر ستر او طاقتور دی.
ارواپوهنه هڅه کوي، د انسان په ژوند کې یوه «نه» په «هو» بدله کړي، یوه علاقه په اراده بدله کړي او یوه کرکه، عقده او بدبیني په خوشبینۍ، محبت او حوصله بدله کړي.
په ارواپوهنه کې د انسان د احساس، ادراک، تفکر او ذکاوت ترڅنګ د هغه ډېر نور پټ اروايي جریانات هم د خورا جالب بحث وړ دي، د ارواپوهانو په اند دغه ډول جریانات د انسان په مبهم شعور یا ځان ناخبره ذهن پورې لري. نامتو اتریشی ارواپوه او د اعصابو متخصص «زیګموندفروید» چې په ارواپوهنه کې د روانکاوۍ یا ارواپلټنې د مکتب پلار او د «لاشعور» یا ځان ناخبره ذهن کاشف بلل کېږي؛ د انسان روان یې د یخ له یوې داسې ټوټې سره تشبه کړی، چې لویه برخه یې په اوبو کې ډوبه وي او یوازې څوکه یې رامعلومېږي. ده ویلي د انسان د شعور شاته یوه لویه برخه د تحت الشعور په نامه شته، چې د انسان ابتدايي او حیواني غرایز پکې په مجادله کې دي. فروید وايي: د انسان د ماشومتوب د دورې ټولې حادثې او خبرې د هغه د باطني شعور یا تحت الشعور برخه ګرځي، چې وروسته د هغه پر افکارو او شخصیت خورا جوت تاثیرات لري.
دا چې د انسان ورځنی ژوند بېلابېلې پېښې او حوادث منځته راوړي، نو پدې ډول دا پېښې او حوادث د انسان په مغزو کې انعکاس پيداکوي او يو ډول ذهني خواړه ترې جوړېږي، مغز کولی شي هغه هضم کړي او یا يې نه کړي هضم؛ د ارواپوهنې په اند: که چېرې انسان ذهني پېښې او حوادث تجزیه او تحلیل کړي، نو ټول شیان منظمېـږي، او که چېرې یې دا بيرونۍ پېښې تحمل نه شوی کړی، نو د انسان په شخصیت یې فشار راځي او دا فشار د انسان تحت الشعور یا د ذهن نیمه ویدې برخې ته لاره پیداکوي، هلته پاتې کېږي، خپل اغېز پرېباسي، ورسته ورسته د نامناسبو خاطراتو او هیجاناتو مجموعه ګرځي او بیا په خپل وار سره د انسان زیاتره اعمال ورڅخه سرچینه اخلي.
ارواپوهنه د انسان د همدغه شان اعمالو او رفتارونو له مخې د هغه د شخصیت موضوع رابرسېره کوي. په داسې حال کې چې د ټولنپوهنې د ماهرینو له نظره: شخصیت هغه څه نه دی، چې یو څوک یې د ځان په اړه فکر کوي یا یې ارزوي، بلکې دا د هغه څه محصول دی، چې نور خلک یې ددغه شخص په اړه په کتلوي توګه ارزوي. خو په ارواپوهنه کې د شخصیت په اړه هرڅه یوازې د خلکو په ګومانونو او نظرونو باندې نه خلاصه کېږي او د شخصیت د تعریف او ماهیت په اړه بیخي بېل دریځ نیسي. ارواپوهنه د یوه شخص تر احترام، مقام او د خلکو تر منلو او تایید ورهاخوا د هغه په وجود کې د باطني او رواني اړخونو او عکس العملونو سپړنې او څېړنې ته ارزښت ورکوي او د هغو د عواملو، اغېزو او لارو چارو د روښانولو په بهیر کې شخصیت د هغو ځانګړو صفاتو ټولګه بولي، چې د یوه فرد په ځان او روان کې وحدت پیداکوي او وروسته یې په سلوک، رفتار او کردار کې ځان څرګندوي.
څرنګه چې یو فرد له نورو سره د برخورد په وخت کې له ځانه ځانګړي غبرګونونه ښکاره کوي، نو همدغه غبرګونونه د هغه د شخصیت ښکارندويي کوي. د ارواپوهنې له نظره د یوه انسان بېلابېل بدني خصوصیات، فکري او ذهني روشونه، د مسایلو پر وړاندې غبرګونونه، کرکې، علاقمندۍ، وړتیاوې، استعدادونه، صحي وضعیت، د تېر ژوند د تاثیراتو نښې، له تربیوي ماحول نه برداشتونه، له اخلاقي، مذهبي او کلتوري معیارونو او ماحول سره د جوړجاړي او سازش څرنګوالی... او داسې نور ظاهري او باطني عناصر د هغه کړه وړه په ځانګړې بڼه بدلوي او د هغه د شخصیت بنسټ جوړوي. همدا سبب دی، چې ارواپوهان د یوه انسان د ټولو بدني، رواني او اجتماعي صفاتو، اعمالو او کردارونو مجموعې ته شخصیت وايي.
ارواپوهان د وګړو د شخصیت د څېړنې پرمهال له بېلابېلو لارو څخه استفاده کوي، څرنګه چې د یوه شخص مختلف خصوصیات د هغو د شخصیت بېلابېلې جنبې بیانوي، نو همدغه خصوصیات د شخصیت د تحلیلونې اصلي محور ګڼي. ارواپوهان پوهېږي، چې د هر وګړي صفات او خصوصیات د وخت په تېرېدو سره د هغه د تجربو او برداشتونو پر اساس په دایمي توګه بدلون مومي او دغه بدلون د هغه د شخصیت د بدلون سبب کېږي، په دې اساس د شخصیت د مطالعې پرمهال د ځینې خصوصیاتو تغیر او بدلون هم د ځانګړې پاملرنې وړ بلل کېږي.
په ټولیز ډول هغه خصوصیات چې د افرادو په سلوک او رفتار کې څرګندېږي، د هغوی د شخصیت استازیتوب کوي. ارواپوهان هم د همدغو څرګندو شویو خصوصیاتو د تحلیل او تفسیر او د علت او معلول د روښانولو پر اساس شخصیت مطالعه کوي.
د ارواپوهنې متخصصین له مختلفو روشونو لکه د مرکې، بېلابېلو پوښتنو، لیدنو کتنو، مقایسې ، ارزونو او نورو څخه په استفادې ځانته معلوموي، چې تر څېړنې لاندې شخص، خوشبین دی، که بدبین؟ خوښ دی، که زړه تنګی؟ اجتماعي دی، که ګوښه ګیر؟ حساس دی، که بې پروا؟ تسلط طلبه دی، که تسلیم ؟ مغرور دی، که کمین خویه؟ فعال دی، که لټ او نامنظم؟ صبرناک دی، که بیړنی؟ حوصله من دی، که بې حوصلې؟ ځان غوښتونکی او ځان لیدونکی دی، که ځان هېری او ځان ناخبره؟ مهربان دی، که سخت زړی؟ باذوقه دی، که سوړطبیعته؟ ځیرک دی، که بې دقته؟ مستقل دی، که متکي؟ عمل پلوی دی، که خیال پلوی؟ زحمتکش دی، که له کاره تښتېدونکی؟ پرشوره دی، که مړاوی او شکست خورده؟ جوړجاړي والا دی، که جنجالي؟ ...
ارواپوهنه د انسان د وړکتوب له دورې څخه بیا د ژوند ترپایه پورې ټولې قضیې، پېښې، خوښۍ، ناخوښۍ، ماحول، منظرې، لیدنې، کتنې، وېرې، نفرتونه، ګناوې، تاوانونه، لذت، درد، روغتیا او ناجوړۍ، تحقیر او درناوی، د ظلم او استبداد سره مخ کېدل، تشویق او تحدید، د حقوقو څخه یې سرغړونه، د ژوند په اوږدو کې بری او ناکامي، هیلو ته رسېدل او نه رسېدل، د ژوند اقتصادي حالات، دیني او مذهبي عقاید، د چاپېریال رواجونه، د دوستانو مشکلات ، د هغو ناجوړۍ او مړینې، د جنسي غریزې محرومیت یا نه محرومیت، جنګونه، ټولنیزه اوضاع او نور دا ډول شیان د انسان د سلوک، شخصیت، عصبي حالتونو، عقدو، احساساتو او نورو اړخونو علتونه معریفي کوي او د هغو شننه او څېړنه په خپله لمن کې رانغاړي .
له دې مخې ارواپوهنه یو جالب، خو په عین حال کې یو مشکل علم دی؛ ځکه هر هغه څه چې په ارواپوهنه پورې اړه لري، په مستقیم ډول د لیدلو وړ نه دي. افکار، احساسات او نور ارواپوهنيز مسایل د اوبو، باران او نورو ظاهري اجسامو غوندې د لیدلو، لمس کولو او اندازه کولو قابلیت نه لري. ارواپوهان نه شي کولی، د افرادو هوش، حافظه او شخصیت په مستقیمه توګه تر اندازې لاندې ونیسي، هغوی یوازې کولی شي، د افرادو سلوک او چال چلند مشاهده کړي او د هغو پر اساس ووايي، چې دغه سړی باهوشه دی، یا کم هوشه دی، قوي حافظه لري یا کمزورې او یا له یوه سالم او یا ناسالم شخصیت څخه برخمن دی. په دې اساس ارواپوهان د انسانانو ذهن او روان له غیرمستقیمو لارو څېړي او د انسان دغه شان رواني او دروني حالت، د هغه د سلوک او رفتار له باندنیو نښو نښانو څخه معلوموي.
ارواپوهنه اوسمهال په نړیواله کچه یو منل شوی علم دی، چې په بېلابېلو تعلمي موسسو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې د تخصصي څانګو او نورو ځانګړو تدریسي مضامینو په توګه تدریسېږي. نن سبا ارواپوهنه زیاتې څانګې لري، چې شمېر یې تر پنځوسو اوړي، له دغو څانګو څخه د ځینو نومونه دا دي:«جنتیکه ارواپوهنه، فیزیولوژیکه ارواپوهنه، ټولنیزه ارواپوهنه، سوداګریزه ارواپوهنه، سیاسي ارواپوهنه، د ماشوم ارواپوهنه، جنايي ارواپوهنه، کلینکي ارواپوهنه، حقوقي ارواپوهنه، نظامي ارواپوهنه، د شخصیت ارواپوهنه، د موفقیت او بریا ارواپوهنه، تربیتي ارواپوهنه، ازمویښتې ارواپوهنه او نور...»
له دې سره سره چې ارواپوهنه د یوې ځانګړې او مستقلې پوهې په توګه یوه نوې پوهنه ده، خو تردې دمه پکې زیاتو مشهورو پوهانو څېړنې کړې دي"


ادامه لری