د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانان څه ډول رهبري غواړي؟

اظهارالحق فضلی 14.12.2016 14:05

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

ګران هېواد افغانستان مو جنګ ځپلی او د بهرنیو سیاستونو ښکار هېواد دۍ. څو لسیزو جګړو او ناخوالو د دې خاورې هرڅه تالاک او له منځه يووړل. په سیاست، اقتصاد، کلتور او نورو بېلابېلو برخو کې مو سخته ماته وخوړله. هېواد مو د بهرنیو هېوادونو د سیاستونو، ځواکونو او جګړو د پلي کیدو میدان وگرځېد. د نړۍ هر زبرځواک خپلو شومو او شیطاني موخو ته د رسېدو لپاره له دې هېواد څخه د لابراتوار په څېر ګټه پورته کړه، خپل بدرنګه سېاستونه او وسلې يې په دې خاوره کې و آزمايلې او دا لړۍ لا دوام لري. په مېليونونو ځوانان مو ټپيان او شهیدان، میندې بورې، ښځې کونډې او ماشومان مو يتیمان شول. په ملیونونو تنکي ځوانان مو بهرنیو هیوادونو او په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو ته د کډوالۍ او جلا وطنۍ لپاره اړ شول. همدا شان مات او ګوډ اقتصاد مو صفر ته را ټيټ شو او د نړۍ د پرمختګ له کاروانه شاته پاتې شو، ملی شتمنۍ مو چور، تالاک او له منځه لاړې، د نړۍ له هیوادونو او په ځانګړې ټوګه ګاونډیو سره مو سوداګریزې اړيکې له منځه لاړې، څه ناڅه صادرات مو چې درلودل هغه هم صفر ته را ټیټ او د وارداتو کچه مو به بې ساري کچه لوړه شوه. هغه خوبونه چې د دې هېواد هر رښتیني بچي په خپل فکر او ذهن کې له کلونو ساتلي ول او د اقتصادي خپلواکۍ او پرمختللي اقتصاد خوبونه به يې لیدل هغه هم له اوبه سره لاهو شول، د اقتصادي زیرمو يوه ډېره برخه له منځه يوړل شوه او بالاخره د اقتصاد له پلوه يو اړ او شاته پاتې هیواد شو. بل طرف ته په کلتوري برخه کې له نیکونو او پلرونو را پاتې میراث او کلتوري ارزښتونه مو د غرب او شرق د وژونکي کلتوري برید لاندې راغلل او زیانمن شول، تر ډېره مو ملي او کلتوري ارزښتونه هېر کړل، پردي کلتور ته مو مخه او خپل غني کلتور ته مو شا کړه. په ټوله کې په دې څو لسیزو کې چې د هیواد د تاریخ تورې لسیزې نوم به ورکړو، زموږ د ګران هېواد هرڅه له خاورو سره خاورې کړل. اوس پوښتنه داده چې ولې په سیمه او نړۍ کې يواځې افغانان وکړلېدل او د نړۍ د زبر ځواکونو او استعمارگرو د جګړو او بریدونو قرباني شول؟ اساسي ستونزه داده چې د دې پوښتنې لپاره يو واحد ځواب نشته او په دې پیچلې جګړه کې ښکیل سلامت او ملامت ندي معلوم. په هېواد کې دننه هر يو ځان د وطن ایمانداره بچی او سپینه کوتره بولي، ځینې د دې ناخوالو پله په خپلو افغانانو اچوي او وايي چې د افغانانو ترمنځ د نفاق شتون دېته لاره هواره کړه ترڅو سیاسي قدرت ته د رسېدلو لپاره د سمت، ژبې، قوم، مذهب او تنظیم په نامه ناروا جګړې پیل کړي. ځینې د بهرنیو په لومو کې را ګیر شول او د هغو شیطاني سیاسي لوبو ته يې سرونه ټیټ کړل او په نتیجه کې یې خپل مظلوم افغانان په اور کې وسوځول. ځینې د دې بدبختیو ملامتیا پر بهرنیو هیوادونو اچوي او وايي چې بهرنيو هیوادونو خپلو ناوړو موخو ته د رسېدو لپاره آسانه لار د افغانستان لار غوره کړه، د افغانستان جیوپولتېک موقعیت نه یې پوره ګته پورته کړه، د وخت په تېرېدو سره يې خپلې ريښې وغځولې، په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه يې په دې خاوره کې مداخلې پیل کړې، د افغانانو ترمنځ يې د نفاق او اختلافات تخم وپاشه، افغانستان يې په يو سرطاني غدې واړاوه، د جګړې میدان او اور يې ګرم وساته، خپل پلانونه يې عملي کړل او ورو ورو یې ځانونه خپل اهدافو ته ورساول، افغانستان يې د ناخوالو او بدبختیو کندې ته ورټیله کړ او د راتلونکي روښانه افغانستان دروازې يې د افغانانو پر مخ وتړلې. ځینی بیا د افغانستان ناورین لپاره نور مختلف عوامل په ګوټه کوي چې د هغو له ډلې څخه د افغانانو ترمنځ د سالمې رهبري نشتون ده. د دوی په آند که چیرې افغانانو مثبته او واحده رهبري درلودای اوس به له دې کړاونو څخه په امان کې وای او لکه نن به داسې ځوریدلی او کړېدلی ملت نه وای. تېرو ټولو ستونزو ته په کتو سره اوسمهال افغانستان د ستونزو کور او د ستونزو په ګرداب کې را ګیر هیواد ده، اوس له دې ګردابه راوتل او ځان ژغورل د افغانانو ګډه دنده او مسؤلیت ده. افغانان او په ځانګړي توګه ځوانان چې د دې هیواد وروستۍ هیله ده يوې سالمې رهبرۍ ته اړتیا او سالمه رهبرۍ غواړی. افغانان داسې رهبرئ غواړي چې د هیواد د سولې، ثبات او ملي گتو د ټینګښت او تضمین لپاره جدي هلې ځلې وکړي، د افغانانو ترمنخ ملي يووالي ته لومړیتوب ورکړي او افغانان په یوه تغر را تول کړي. په هیواد کې له فساد سره کلکه مبارزه وکړي، د مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاقو د لمنځه وړلو لپاره سالمه تګلاره غوره او جدي هلې ځلې وکړي، عدالت ټینګ کړي، د کلتوري ارزښتونو د پالنو، ساتلو، ودې او بډاینې لپاره جدي پاملرنه وکړي، هېواد له شته غمیزو څخه وژغوري او شته بدبختیو ته د پای ټکی کیږدي، او يو ځل بیا افغانستان د پرمختګ له کاروان سره يو ځای کړي. همداشان افغانان د یوې سالمې رهبري لاندې داسې هیواد غواړي چې نور پکې د جګړې او وېر خبره نه وي.
داسې رهبري چې د هیواد د پیاوړي اقتصاد، پرمختګ او روښانه راتلونکې لپاره کار وکړي. اقتصاد مو را ژوندی او په خپلو پښو ودروي، پر بنسټيزو پلانونو کار وکړی، افغانانو لپاره د کارموندنې او د وزګارتیا د لمنخه وړلو لپاره هڅې ګړندۍ او نوي فرصتونه رامنځ ته کړي، له بهرنیو او په ځانګړې توګه ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان د ملې ګټو پر اساس ښې اقتصادي اړيکې ټینګې کړي، د هیواد د هربچي لپاره د زده کړو فرصتونه برابر کړي، داسې سالمه رهبري چې پکې د علم په ګاڼه سمبال ځوانان مو بهرنیو هیوادونو ته د کډوالۍ لپاره مجبور او د سمندرونو ښکار نشي او د ذهنونو تېښتې ته لاره هواره نشي.موږ داسې رهبري غواړو چې پکې هر غږ د هیلې او خوښۍ غږ وي. افغانان داسې افغانستان غواړي چې د هېواد کدرونه او ظرفیتونه لکه ډاکتر، انجنیر، اقتصاد پوه، حقوق پوه، سیاستوال، هټۍ وال او د هېواد يو عام وګړی په آرام ذهن او فکر د خپل ژوند چارې پر مخ بوځي، افغانستان له روانې غمیزې وژغوري او د روښانه راتلونکې لپاره لاره هواره کړي. د دې ټولو ترڅنګ د هر افغان دنده او افغان ولس ګډ مسؤلیت هم ده ترسو د ښې رهبري د ټاکلو او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره اوږه په اوږه هلې ځلې وکړي، ځان ځاني ته نه ووايي، سره یو موټی شي او د ګران هیواد د ښې راتلونکې لپاره د هیلې دروازې پرانیزي.