د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لغمان کې د ۱۲زره کډوالو کورنيو لپاره د رهايشي نمرو د ويش لړۍ پيل شوه

امیرزېب دُرانی 11.12.2016 15:38

په لغمان کې د بېرته راستنو شویو کډوالو د دولس زرو کورنیو لپاره د مرکز مهترلام اړوند د بابا صیب په دښته کې د نوي ښار ګوټي پروژه چې پلان او نقشه یې له وړاندې منظوره شوې وه، نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزیر سید حسین عالمي بلخي او یو شمېر قومي مشرانو له لوري د پټۍ په پرې کولو سره رسما پرانېستل شوه او په لومړي قدم کې سلو تنو هغو کډوالو ته چې د اسنادو کتلو او تکمیلولو بشپړه پروسه یې د اړونده کمېسیون له لوري څارل شوې او ترتیب شوې وه، د ملکیت سندونه په واک کې ورکړل شول.

دغه ښار ګوټی چې په شا و خوا ۳۰۰۰ جریبه ځمکه کې یې نقشه تطبیقېږي د اوسني وخت د ژوند په ټولو عصري اسانتیاوو او ښاریانو ته د غوره ښاري خدماتو په برخه کې په شتو امکاناتو مجهز دی، چې سربېره پر استوګنیزو نمرو سوداګریزې، خدماتي او شنې ساحې او دغه راز پارکونه به هم ولري.

په همدې موخه جوړوشویومراسمو ته د ويناپرمهال لغمان والي عبدالجبار نعیمي په خپلو خبرو کې وویل چې د کډوالو ځای پر ځای کول او د هغوی په درسته توګه پالنه یې له کاري لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي، چې دې برخې ته د ښې رسیدنې په خاطر اړوند کمېسیون دنده لري څو د قانون او طرزالعمل سره سم په لومړي قدم کې په دغه ښارګوټي کې په هغو مستحقو کډوالو کورنیو استوګنیزې نمرې وویشي، چې په ۲۰۱۶ کال کې تازه دې ولایت ته راستنې شوې دي.

ښاغلي نعیمي زیاته چې په دوهم قدم کې ورته د کډوالو د روغتیا، د څښاک د روغتیايي اوبو د رسولو او د کډوالو د ښوونې او روزنې مسله ډېره اړینه ده، چې په دې برخه له ښاغلي بلخي وغوښتل څو نړیوالې مرستندویه ادارې او دغه راز د کابیني یو شمېر اړونده وزارتونه دې ته وهڅوي چې د دغې پروژې په کامیابېدو کې خپله بشپړه همکاري وکړي.

وروسته د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي بیا د خپلو خبرو پر مهال د دغه ښارګوټي په برخه کې د ولایت مقام هڅې او تلاشونه د ستاینې وړ وګڼل او ژمن شو چې د دغه ښارګوټي د پروژې د کامیابېدو لپاره به خپل ټول امکانات په کار واچوي، نوموړي وویل چې له راتلونکې دوشنبې ورځې به د اوبو رسولو په برخه کې یو تخنیکي ټیم لغمان ته را واستوي څو د څښاک د اوبو د ستونزې د هواري په اړه خپل سروې تر سره او تخنیکي ارقام راټول کړي.