د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژباړه : څنګه ښه ژوند وکړو؟

رشيداحمد حقپال 05.12.2016 14:11

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

ومې پوښتل؟
څنګه ښه ژوند وکړم؟
له لږ ځنډ وروسته يې ځواب راکړ.!
تير وخت دې له خفګان پرته ومنه،په باورسره وخت په خپل حال پريږده.
د راتلونکي لپاره اماده شه!
ايمان وساته او ويره يوې غاړې ته وغورځوه
په شکونو دې باور مه کوه
او هيڅکله دې په باور شک مه کوه
ژوند حيرانوونکی دی،په داسې حال کې چې پوه شې، بايد څنګه ژوند وکړې.
ومې پوښتل
اخر؟
او هغه پرته له دې چې پوښتنې ته مې متوجه شي،دوام يې ورکړ...
دا مهمه ده چې، ښکلی اوسې
ښکلا دا ده چې مهم اوسې حتی که يو ډير کوچني انسان ته هم وي ،عاشق. . .چې خپل عشق پيژني. . . د خپلې خوښې ژوند دې پريږده، که عشق ستا خاصيت وي.
کاميابي وړاندې تلل دي نه اخري نقطې ته رسيدل، په دې خبرو مې فکر کاوه چې غاړه یې تازه کړه او ادامه يې ورکړه.
هره ورځ سهار په افريقا کې هوسۍ له خوبه را پاڅيږي د ژوند او ژوند کولو لپاره په صحرا کې څريږي.
هوسۍ پوهيږي چې له زمري نه بايد تيزه منډه ووهي،تر څو وږې پاتې نه شي.
دا مهمه نه ده چې ته زمری يا هوسۍ اوسې، دا مهمه ده چې د لمر ختو سره له خوبه را ويښ شې او د زنده ګۍ لپاره دې په ټول توان او ټول وجود سره منډه وهل او کوښښ پيل کړې.
په ډیر ښه شان سره یې زما سوال ته ځواب ویلی وو خو، بیا مې هم غوښتل چې ادامه ورکړي.
او بيا یې هم د تندې ګونځې خلاصې کړې او ماته په کتو يې اضافه کړه!
کرسټل اوسه(صاف او پاک،ځليدونکی)
کرسټل اوسه(صاف او پاک،ځليدونکی)
هيڅ توپیر نه کوي که د اوبو وړوکی سوری او
يا هم بې پايانه بهر اوسې.
که روښانه او شفاف اوسې نو اسمان په تا کې پيدا دی
دوه شيان هميشه هيروه
نيکي چې له چا سره يې کوې
او بدي چې څوک يې له تا سره کوي.
نړۍ دوه ورځې ده
يوه ورځ له تا سره او يوه ورځ په تا باندې
هغه ورځ چې له تا سره ده په هغې مه مغروريږه او هغه ورځ چې پر تا ده م همايوسه کيږه!
ځکه چې دواړه پای مننونکي دي.
سترګو ته دې دا ور وښايه چې هر څوک د کتلو ارزښت نه لري.
لاسونو ته دې دا ور زده کړه چې هر ګل د را شوکولو نه وي.
زړه دې په دې پوه کړه چې هر عشق د پاللو ارزښت نه لري.
په جهان کې صرف درې نفره دي چې، بغير له هيڅ تمې او منت نه، يوازې ستا او ستا د هيلو د پوره کولو لپاره هڅې کوي.
مور او پلار دې او دريم نفر هغه دی چې ته يې خپله پيدا کوې.
پام کوه چې له لاسه يې ورنه کړې او پوه شه، چې ته به هم هغه نفر ته دريم نفر وې.
سترګې او ژبه ستا په وړاندې دوه لويې وسلې دي،چې څه ډول له هغې ګټه پورته کوې؟ لکه د يوه زهر لرونکي غشي او يا نړۍ روښانوونکي لمر،ژوند اخستونکي او يا ژوند ورکوونکې.
پوه شه چې زړه دې وړوکی دی نو، نه يې شي تقسيمولی،هر کله چې دې غوښتل هغه چاته وبخښې نو،د ټول وجود سره دې، ور وبخښه چې کوچنی والی يې جبران شي.
هيڅ کله عشق په محبت ، زړه سوي،ترحم او خوښه يو مه بوله ځکه چې دا ټول د عشق کوچنۍ برخې دي نه په خپله عشق!!!