د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علمي کدرونه که د منفي فکر سرچينې؟؟؟

رشیداحمد حقپال 26.11.2016 13:21

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د علمي کدرونو منفي فکرونه او زمونږ د پرمختګ هیلې؛ که همدا حال وي باوري يم چې ټولې به شنډې شي.
ددې د ثبوت له پاره یو مثال وړاندې کوم؛ زمونږ د ټولنې هغه وګړي چې کوم فکري او علمي کارونه سرته رسوي تر د بلې هرې برخې کار کوونکو زيات، کله هم خپلې تجربې د نورو سره نه شریکوي او خپلو تجربو ته د راز فکر کوي وايې؛ که چيرته خپلې تجربې له نورو سره شریکې کړم نو زما د پرمختګ مخه به ونيول شي مګر د چا سره خپلې تجربې شریکول پر شخصيت مثبت تأثير پرې باسي او د لا پرمختګ باعث هم کيږي او دا يوه ټولنيزه وجيبه هم بلل کيږي.
هغه علمي کدرونه چې د منفي فکر سرچينې يې بللی شو، ددې له پاره چې د خپلې بريا په اړه په فکر وکړي د بل د ماتې په اړه فکر کوي چې دا کار يې په هغه برخه کې د فکر کولو څخه چې د خپلې بريا له پاره یې بايد کړی وي د بل د ناکامۍ په فکر خپله بریا له لاسه ورکوي.
هغه راز چې د يوه کار په اړه ستا په ذهن کې پروت دی نورو ته يې تر وخته د مخه ښکاره کول او ويل هم ښه کار نه دی ځکه چې ډیر رازونه غلا شوي او نور پرې د پرمختګ اوج ته رسيدلي دي که د يوه کار له پاره په ذهن کې کومه طرحه او پلان لرئ نورو ته يې ويل او ښکاره کول د خپل کار او پرمختګ واګي د نورو په لاس ورکول دي او پخپل فکر نور بریا ته د ځان په وروسته پاتې کيدو او ناکامۍ رسول دي دا ډول کړنې هم د هوښيارانو کار نه دی.
دا هم اوس په دې مانا نه دي، چې هغه پلان او کار چې تاسې عملي کړی دی او تاسې پکې تجربه لرئ او خپلې تجربې له نورو وسپموئ بلکه د لاندې وينا مطابق بايد خپلې کړنې تر سره کړو.
”په کاري چاپيريال کې د منفي رقابت پر ځای يو له بل سره مرسته او همکاري کوو، خپلې تجربې له نورو سره شریکوو چې هغوی هم ترې په ګټه اخیستنه پرمختګ وکړي او دې کار ته له نورو سره دوام ورکوو“
په دې وخت کې يو ټولنيز پوهاوی اړين دی تر څو ټول وګړي په دې وپوهیږي چې راز څه ته وايې او د تجربو شریکول د نورو سره کومې ګټې لري.
په کثرت سره د علماؤ او پوهانو په وينا له راز ويلو منع شوي يو او بايد چې په کلکه ترې پرهيز هم وکړو، د راز ويل په دې مانا سره نه دي راغلي چې سړی بايد منفي فکر خپل کړي، نه؛ د راز نه ويلو تر څنګ له منفي فکره ځان ژغورل هم لکه د راز ساتنې په شان مهم دي، پر دې بناء د خپلو تجربو شریکول او د نورو هڅول هم د منفي فکر څخه د خلاصون غوره لاره چاره ده.
مګر تجربه او مشاهده بیا په بیله مانا استعمالولی شو، مخکې له دې چې پدې مدني او پرمختللي نړۍ کې چې مونږ ژوند کوو، زمونږ نيکونو او پلرونو په دې نړۍ کې په ډیر ساده او تياره ډول ژوند کاوه ، هغه نړۍ چې هغوی پکې ژوند کاوه خورا ساده او له اوسنۍ نړۍ ډیره بل شان وه او د هغوی د ژوند کولو تیرولو طریقې هم ساده او د ډیرو سختيو سره يې ژوند کاوه، له رنګ او خوند نه د اوس په مقابل کې خورا خالي وه، د هغوی د ساده ژوند کوچنيو تجربو او مشاهدو په اساس چې نه يې دي سپمولې او په يوه لاره يې را نتقال کړي دي، مونږ له هوا، ځمکې او اوبو په پوره ډاډ او خوند زياته ګټه اخلو که يې تجربې او خپل نظريات د راز په شان ساتلی وی نو نننۍ نړۍ به د پخوانۍ نړۍ په شان له سلګونو او زرګونو مشکلاتو سره مخ او دا به نور څه نه وه يوازې او یوازې به د منفي فکرزيږنده او نتيجه وه.
که چيرته هغوی دی کارونو ته د راز فکر کړی وی او مونږ ته یې خپلې تجربې د وخت په ساده لارو چارو نه وی را انتقال کړې؛ آیا مونږ به د نړۍ له دې رنګينيو خوند اخستی وی، د اسمان په شنو کې به مو لکه د مارغانو پروازونه کړی وی،د بحري مزاياو به برخمن شوي واست، له ځمکې پرته د نورو سيارو ليدنه او څيړنه به شوی وای؟؟؟
ستاسې ځواب حتما دا دی چې نه، هيڅکله هم نه.
نو چې داسې ده بیا ولي مونږ دومره حريص شو، چې تجربې له ځانه سره وساتو او له نورو يې وسپموو.
که غواړو چې زمونږ هيواد هم د پرمختلليو هيوادونو په لړ کې ودریږي نو زمونږ ځوان او تعليمې قشر ته دا پکار ده چې خپلې تجربې له نورو سره شريکې کړي، که داسې وشول دا به هغه وخت وي چې مونږ به خپل راتلونکي ته ډیر اميداور و اوسو او هيلې به مو په عملي جامه کې ووينو، چې له ليدو به يې ټول ملت خوند واخلي او د هوساينې سبب به مو جوړ شي.
په هره برخه کې د نوې خلکو سره تجربه شریکول او تشويق داسې دی لکه څومره چې کشران د مشرانو مینې ته ضرورت لري، له کشرانو سره چې د مشرانو تشويق، مينه او شفقت نه وي؛ بې زړه وي او په ډاډ کار نشي تر سره کولای کله چې کارونه په ويره او زړه نازړه توب کې تر سره شي نتيجه يې ناکامي او په ځان بې باوري را منځته کوي، کله چې يو شخص په ځان بې باوره شي د بې باورۍ په اساس په خپل فکر او خپل هر عمل د ناسم ګومان کوي وروسته له دې ډول عقيدې پيداکوونې، د ځان له پاره هيڅ نشي کولای، نو کله چې يو شخص د ځان له پاره څه ونه شي کړای د ټولنې او هيواد له پاره به څه وکړي.
د ژوند په چارو کې د ښه تنظيم په موخه د نورو همکاريو او فکرونو ته ضرورت احساسيږي”که په يوه فکر کار امکان درلودی نو دولتونه به يوه شخص اداره کولی” نو په همدې اساس که هر چا په سم او پوره ښه والي سره کارونه سرته رسولی شوای د نورو تجربو او مرستو ته به ضرورت نه محسوسيده، مګر ټول خلک اړتياوې لري په يو نه په يو ډول د بل مرستې ته اړ دي.
په نړۍ کې دوه ډوله اړتياوې دي
1- مادي اړتياوې
2- معنوي اړتياوې
1- مادي اړتياوې هغه اړتياوې دي چې پرته له دې ډول اړتياوو ژوند ناسم (نيمګړی) وي.
په مادي اړتياؤ کې دلته نوره بحث ته اړتيا نشته يوازې او يوازې زمونږ موضوع کې دلته د معنوي اړتيا ضرورت ليدل کیږي.
2- معنوي اړتيا د کورنۍ د غړو، ملګرو، ټولنو، ملت او د ټولې نړۍ تر منځ په پراخه پيمانه يې ضرورت محسوسيږي او پرته له دې اړتيا هر ډول کارونه ناشوني او نامکمل دي، په دې ځای کې مونږ دې نتیجې ته رسیږو که چيرته کارونه په يوه يوه فکر تر سره کيدای شوای نو دولتونه به يوه نفر( پاچا) ادراه او کنټرول، له دې ځایه دا جوتيږي چې په ژوند او هر ډول کار کې د ډیرو پوهانو، د عقل او پوهې خاوندانو نظر، فکر او تجربې ته اړتيا ده چې نوموړې ټولې اړتیاوې مادي اړتياې دي چې پرته له دې وګړي خپل کارونه، د ټولنې مشران خپله ټولنه او د هيواد کنټرولوونکی (پاچا) خپل هيواد د پرمختلليو هيوادونو په قطار کې نشي درولی نو کله چې معنوي اړتياوې دومره مهمې دي، ځوان او تعليم یافته قشر ته دا په کار ده چې خپلې تجربې او خپل نیک نظريات له نورو وګړو ونه سپموي او په خپل تشويق او د تجربو په شریکونه کې د اړو کسانو مرستې ته ور ودانګي او په خپلو نيکو نظريو او تجربو سره هغوی د بریا اوج ته ورسوي، که د منفې فکر پر ځای دا ډول کړنې تر سره کړو نو اسلامي، ټولنیزه او وجداني کړنه او وظیفه به مو تر سره کړي وي.
د ودان او سرلوړي افغانستان په هیله!!