زیارکښ هلک
25.11.2016 11:37د ژوند په مينه وو مستوکی
کوچنی ماشوم ډير شو ښايستوکی
ده به هر وخت لوبې کولې
ټولو به مينې ورکولې
هلک به باندې باغ ته تللو
خلکو په مینه به پاللو
د ژوند په هر حالت کې خوښ وو
که به خوشحال که به ناخوښ وو
لوبې د کور او به يې بهر کړې
ميوې دانې به يې مور ور کړې
هلک، ورو ورو را لوئيدلو
د ژوند په سختو پا ئيدلو
هلک زلمی شو سم سړی شو
د کور او کلي نه وتی شو
کله يې خلاص و، چې مکتب شو
د لوړو زده کړو په سبق شو
مور پلار په مينه وو روزلی
هم يې ادب وو ور ښوولی
خواري زحمت به يې ګاللو
سبق پوره به يې لوستلو
دا انجنير شو، شو ښاغلی
په ښه د هر چا شو دا ښکلی
زحمت چې چا وويستو ښکلو
د پلرو ميندو نازولو
ترینه به جوړ داسې زلمی شي
په ښه د هر چا لوی سړی شي
تاسې به هم زحمت اوباسئ
تر څو د علم باغ کې وا شئ
هيواد به جوړ کړئ ګلاليو
ملحم به شئ د دې ورانيو