د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سافټ‌ویر او غلا یې

سیدعبدالله ولي زی 17.11.2016 21:16

په دې لیکنه کې تاسې ته سافټ‌ویر او د هغې ډولونه درپېژندل کېږي. دا چې سافټ‌ویر څه دی او د کمپیوټر اړیکو په راشه درشه کې سافټ‌ویر رول څه وي او کوم ډول سافټ‌ویرونه اوس زموږ په ټولنه کې ډېر کارول کېږي دا به په دې لیکنه تاسې ته وړاندې شي. د سافټ‌ویر په لایسنس به هم رڼا واچول شي او د سافټ‌ویر د کارولو اغیزې به زموږ په ټیکنالوجیک چاپیریال کې هم راوسپړل شي.

سافټ‌ویر:

د کمپیوټر سیسټم د بېلابېلو فزیکي پرزه جاتو جوړ دی، چې د ځینو مخکې ورکړل شویو هدایاتو (لارښوونو) په اساس دا پرزې له یو بل سره مالومات شریکوي او په دې توګه د کمپیوټر عمومي سیسټم جوړوي. د کمپیوټر په نړۍ کې له کوچني ډیجیټل ماشین څخه نیولې بیا تر لویو ماشینونو پورې ټول د همدغه هدایاتو په اساس کار ترسره کوي. دغه هدایات د یوه ډیجیټل ماشین د چالانېدو وروسته خپله دنده پیلوي او هره پرزه د همدې هدایاتو په بنسټ خپل کارونه مخ ته وړي. همدا هدایات د کمپيوټر پروګرامونه دي. چې بېلابېلې ډلې لري. ځینې یې د ډیجیټل سیسټم اساسي پروګرامونه دي او د ماشین له چالانېدو تر بیا ګولېدو ټول کارونه ترسره کوي، خو ځینې نور یې بیا یوازې د یوه مشخص کار د ترسره کولو لپاره جوړ شوي دي. همدې پروګرامونه ته سافټ‌ویر وايي.

د سافټ‌ویر ډولونه:

دا بحث ډېر جنجالي دی، ځکه د سافټ‌ویر د وېشلو لپاره یوه واضح ډلبندي نشته، خو بیا هم د سافټ‌ویر د کارولو، جوړولو او خپرېدو په بنسټ موږ کولای شو سافټ‌ویرونه په بېلابېلو ډلو ووېشو.

د سافټ‌ویر ډولونه د کارولو د ساحو له مخې

سافټ ویر د کارولو یا د کاري ساحي له مخې په دریو ډلو وېشل کېږي، چې عامل سیسټم، ځانګړي پروګرامونه او کمپیوټري ژبې دي. د دې ترڅنګ دا یادونه هم ضروري ده چې ځینې سافټ‌ویرونه د یوې شبکې (Network) په چاپیریال کې دوې بڼې لري هغه سافټ‌ویرونه چې خدمات ورکوي (Server Software) او هغه سافټ‌ویرونه چې عام کاروونکي یې کاروي (Client-Side Software)، خو دلته یې د ډېر تفصیل څخه ډډه کوم.

۱- عامل سیسټم:  

د یوه ډیجیټل ماشین هغه اساسي هدایات چې دا ماشین کار کولو ته اړ باسي او هغه د فعالیت لپاره آماده کوي عامل سیسټم (Operating System) ورته ویل کېږي. نږدې ټول ډیجیټل ماشینونه عامل سیسټم لري او همدا سیسټم زموږ کمپیوټرونه دې ته چمتو کوي تر څو موږ خپل خاص پروګرامونه یا سافټ‌ویر پکې ثبت کړو او د خپلې خوښ وړ کارونه پکې ترسره کړو. عامل سیسټم د کمپیوټر اساسي سافټ‌ویر دی، که چېرې په یوه کمپیوټر کې عامل سیسټم نه وي، هغه یوازې فيزیکې وسپنې او پلاستیکونه دي چې کار ترې نشي اخیستل کېدلی. نو دا عامل سیسټم دی چې د یوه کمپیوټر یا ډیجیټل ماشین بېلابېل توکي سره همغږي کوي. ټول ډیجیټل ماشینونه د کالیو مینځلو له ماشینه نیولې، موټر، داش، ماشین حساب او کمپیوټر پورې ټولې عامل سیسټم لري. زموږ ګرځنده ټیلیفونونه هم عامل سیسټم لري او د هغې په اساس کار ترسره کوي. په کمپیوټرونو کې د عامل سیسټم بېلګې وینډوز، مک او لینوکس دي او په ګرځنده ټیلیفونونو کې بیا اندروید(Android) او IOS یې ښه مثالونه دي.

۲- ځانګړي پروګرامونه (Applications):

کله چې یو کمپیوټر عامل سیسټم ولري، د خاصو کارونو د ترسره کولو لپاره ځانګړو پروګرامونو ته اړتیا ده. ځینې عامل سیسټمونو ابتدايي ځانګړي پروګرامونه هم لري خو  په سمه توګه د کارونو د ترسره کولو لپاره بیا اړ یاست چې د خپلې کاري ساحې سره سم هغه پروګرامونه په کمپیوټر کې ثبت کړئ چې اړتیا ورته لرئ. د بېلګې په توګه یو عادي محصل یا مامور اړ دئ چې په خپل کمپیوټر کې کورنۍ دنده یا یوه کوچنۍ محاسبه ترسره کړي. د دې چارې لپاره عامل سیسټم هم ځینې Applications لري چې په ویڼدوز عامل سیسټم کې یې بېلګې Paint، WordPad، Notepad، Calculator او داسې نور دي. خو د عامل سیسټم دغه واړه پروګرامونه چې د Utilities په نامه یادېږي ډېر نه کارول کېږي. د دې ترڅنګ اړتیا پېښېږي چې د عامل سیسټم پرته نور پروګرامونه په کمپیوټر کې ثبت شي. دا پروګرامونه په ډله‌ییز شکل هم ثبتېږي او جلا جلا یې هم د سي‌ډي یا انټرنیټ څخه ثبتولی شئ. لکه د مایکروسافټ آفیس ټولګه (ورډ، اکسل، پاورپاینټ، اکسس او...) یا د متن د ډیزاین پروګرام CorelDraw. دا پروګرامونه د یوې ځانګړې څانګې لپاره جوړ شوي او د هماغې څانګې اړوند کسان یې کاروي. لکه د AutoCAD پروګرام د انجنیرانو لپاره دی او یوازې هغوی اړ دي چې په خپل کمپیوټر کې یې ثبت کړي د نورو څانګو خلک دا پروګرام نه بلکې د خپل څانګې اړوند بل پروګرام کاروي.

د دې پروګرامونو په ډله کې هغه کوچني پروګرامونه هم راتللی شي چې یوې ادارې یا کمپنۍ د خپلو ورځینو چارو لپاره جوړ کړي وي. لکه یو بانک د خپلو محاسباتي او بانکي چارو لپاره خپل سافټ‌ویر جوړوي چې دا سافټ‌ویر یوازې په هماغه بانک کې کارول کېږي. دې ډول سافټ‌ویرونه ته Customized Software ویل کېږي.

ځانګړي پروګرامونه بیا هم دوې ډلې لري چې ځینې یې پرلیکه (Online) کارول کېږي خو ځینې نور یې بیا په کمپیوټر کې ثبتېږي او کارول کېږي.

۳- کمپیوټري ژبې(Programming Language): مخکې یاده شوه چې ډیجیټل ماشینونه د مخکې لیکل شویو هدایاتو په اساس کار کوي. دغه مخکې لیکل شوي هدایات یا کودونه د کمپیوټري ژبو په واسطه لیکل کېږي او ماشین یوازې همدا لیکل شوي کودونه لوستی او هغه عملي کولی شي. د کمپیوټري ژبو بېلابېلې بڼې شته دي. په هغه کمپیوټر کې چې عامل سیسټم شته وي لکه ځانګړی پروګرام ثبت کېږي او په هغې کې د کمپیوټر لپاره پروګرامونه یا کودونه لیکل کېږي. د دې ژبو بېلابېلې بڼې او مرحلې دي. کمپیوټر یوازې د صفر او یو (باینري) په ژبه پوهېږي چې ګل او چالان مانا ورکوي. د دې لپاره چې دا صفر او یو په یوه آسانه ژبه تبدیل شي او انسانان وکولی شي د کمپیوټر لپاره د خپلې پوهې او فهم سره سم یو پروګرام ولیکي نو کمپیوټري ژبې هم په څو مرحلو وېشل شوي دي. یعنې هغه ژبې چې د کمپيوټر فزیکي پرزې پرې پوهېږي، منځنۍ ژبې او هغه ژبې چې انسان یې ورته لیکي. دلته به یوازې د هغو ژبو یو څو بېلګې راواخلم چې یو انسان د هغې په واسطه کمپیوټر ته پروګرامونه لیکي لکه Java، C، QuickBasic او داسې نورې...

د سافټ‌ویر ډولونه د تولید یا جوړولو له مخې

سافټ‌ویرونه د بېلابېلو کمپنیو او اشخاصو له خوا جوړېږي. ځینې داسې سافټ‌ویرونه شته چې یوه کمپنۍ یې جوړوي خو وروسته کارونکي د خپلې خوښې سره سم په هغه سافټ‌ویرونه کې تغییر راولي. او د سافټ‌ویر یوه نوې بڼه رامنځ ته کوي. نو ځکه سافټ‌ویرونه د جوړولو له مخې په دوو ډلو وېشل کیدای شي.

۱- په کمپنۍ پورې تړلي سافټ‌ویرونه (Property Software): هغه سافټ‌ویرونو ته ویل کېږي چې یوې کمپنۍ جوړ کړي او هماغه کمپنۍ یې په عامو خلکو خرڅوي، نوې بڼه یې یوازې هماغه کمپنۍ جوړوي او بازار ته یې وړاندې کوي. په دې توګه د جوړ شوي سافټ‌ویر ملکیت هماغه کمپنۍ ته اړوند وي او نور یې د بیا خپرولو او د لایسنس اخیستو پرته د کارولو اجازه نه لري. د دې سافټ‌ویرونو بېلګې ډېرې زیاتې دي او موږ معمولاً همدا ډول سافټ‌ویرونه پرته له لایسنسه کاروو. لکه د مایکروسافت، اډوب او نورو کمپنیو اړوند سافټ‌ویرونه... په عامل سیسټم کې د مایکروسافت بیلګه وینډوز ده، چې د وخت په تېرېدو نوې بڼې بازار ته وړاندې کوي او د ځانګړو پروګرامونو په برخه کې د مایکروسافټ آفیس ټولګه یادولی شو.

۲- آزاد سافټ‌ویرونه (Free and Open Source Software): دا هغه سافټ‌ویرونه دي چې د رضاکاره خلکو له خوا جوړ شوي او بازار ته وړاندې کېږي. کارونکي کولی شي د دې پروګرامونو اساسي کود ته لاس‌رسی پیدا کړي او په هغې کې تغییر راوړي. په دې توګه د دې پروګرامونو د نوې بڼې په جوړولو کې سهیم شي. آزاد پروګرامونه د خلکو عامه مال دی او ټول یې په جوړولو کې برخه اخیستلی شي یانې په یوه ځانګړې کمپنۍ پورې اړه نه لري. د آزادو پروګرامونو تر ټولو ښه مرجع د لینوکس بنسټ دی. دوی بېلابېل آزاد پروګرامونه جوړ کړي او خلکو ته یې وړاندې کړي دي. تر ډېره دا ډول پروګرامونه وړیا ترلاسه کیدای شي. د عامل سیسټم په برخه کې د آزادو پروګرامونو بېلګه لینوکس دی چې بېلابېلې بڼې لري او لکه د مایکروسافټ وینډوز هر کله یې نوې بڼه بازار ته وړاندې کېږي. عامه بڼه یې Ubuntu ده چې نوې بڼه یې د شمېر په اساس ده لکه ۱۲، ۱۵ او داسې او د ځانګړو پروګرامونو په ډله کې یې Libra Office یادولی شو.

د سافټ‌ویر ډولونه د خپرولو له مخې

سافټ‌ویرونه په دې ځای کې هم موږ کولای شو په دوو برخو وویشو، یوه ډله هغه سافټ‌ویرونه دي چې وړیا یې کارولی شو او معمولاً پورته په آزاد سافټ‌ویرونو کې راځي، البته ټول آزاد سافټ‌ویرونه وړیا نه دي. بله ډله یې هغه سافټ‌ویرونه دي چې باید واخیستل شي. د دواړو ډلو سافټ‌ویرونو د خپرولو سره سم د هغې لایسنس ورسره خپرېږي. په دې لایسنس کې لیکل شوي وي چې دا پروګرامونه څنګه وکارول شي او که چېرې وړیا نه وي په لایسنس کې یې ذکر شوی وي چې دا سافټ‌ویر باید په پیسو واخیستل شي.

د سافټ‌ویر لایسنس

زموږ په ټولنه کې تر ډېره کارېدونکي سافټ‌ویرونه لایسنس نه لري او که په عامه توګه یې ووایو غلا شوي سافټ ویرونه دي. دا ۳۰ یا ۵۰ افغانۍ چې د سافټ‌ویر د سي‌ډي په اخیستلو ورکول کېږي، دا یوازې د سي‌ډي بیه ده. د سافټ‌ویر بیه پکې نه ده شامله. د وینډوز عامل سیسټم چې بېلابېلې بڼې لري د عادي نسخې یا بڼې بیه یې د ۱۰۰ امریکايي ډالرو په شاوخوا کې ده. په همدې بڼه د آفیس ټولګه هم بېلابېلې بڼې لري چې د معمولي یا عامه نسخه یې کیدای شي ۱۰۰ امریکايي ډالره بیه ولري. خو موږ یې غلا شوې یا Crack بڼه کاروو. په دې توګه موږ کمپیوټري غلا کړو. د دې لپاره موږ بل انتخاب هم لرو چې دغه لایسنس په وړیا توګه ترلاسه کړو هغه د بدیلو سافټ‌ویرونو کارول دي. یانې موږ کولای شو د مایکروسافټ‌وینډوز په ځای د لینوکس Ubuntu بڼه غوره کړو. دا به وړیا وي او د وینډوز په پرتله به ځینې ښېګڼې او نیمګړتیاوې ولري.

آزاد سافټ‌ویرونه د کمپنۍ اړوند سافټ‌ویرونو په پرتله ډېرې ښېګڼې لري. لکه وړیا دي، د امنیت کچه پکې لوړه ده، وایروس پکې کار نه کوي او هر څوک کولای شي په اساسي کود کې یې تغییر راوړي او د بلې بڼې په جوړولو کې یې سهیم شي. خو نیمګړتیا یې دا ده چې کارونکو ته ښه کاري چاپیریال نه ورکوي. یعنې د وینډوز په شان Ubuntu ډېر رنګین او ګرافیکي نه دی. کیدای شي ځینې سهولتونه هم پکې کم وي. خو نژدې ټولې هغه آسانتیاوې چې د یوه کارن لپاره اړینې دي دواړه ډوله سافټ‌ویرونه یې لري. نو موږ انتخاب لرو چې ډېرې پیسې ورکړو او یا هم وړیا یو سافټ‌ویر وکاروو. بله لاره یې همدا غلې ته دوام ورکول دي.

د لایسنس سافټ‌ویرونو ګټې

کله چې یو سافټ‌ویر په غیرقانوني یا غلا شوې بڼه کارول کېږي، نو هغه سافټ‌ویر ته Crack ویل کېږي. دغه سافټ‌ویرونه د یوې ډلې له خوا داسې جوړ شوي وي چې تاسې یې د اخیستلو پرته په خپل کمپیوټر کې کارولی شئ. خو که چېرې جوړونکي کمپنۍ ستاسې دغه سافټ‌ویر وپيژني نو هغه درباندې بندوي. د دې ترڅنګ د لایسنس سافټ‌ویرونو نوې بڼه هر کله د جوړونکي کمپنۍ له خوا ستاسې سافټ‌ویر ته ورزیاتېږي. خو که چېرې تاسې لایسنس سافت‌ویر ونلرئ بیا د نوي کولو (Update) له دې سهولت څخه بې برخې یاست.

کومو کسانو چې دغه سافټ‌ویر Crack کړی وي، کیدای شي هغوی هم د خپلو ګټو لپاره دا کار کړی وي او په دې توګه ستاسې سیسټم ته د Crack له وجې د اجازې پرته لاس‌رسی پیدا کړي. نو په دواړو حالاتو کیدای شي ستاسې کمپیوټر د ګواښ سره مخ شي. ځکه اړینه ده چې خپل کمپیوټر ته لایسنس سافټ‌ویر واخلئ او هغه وکاروئ.

زموږ هېواد او سافټ‌ویرونه

زموږ په هېواد کې د سافټ‌ویرونو د کارولو ستونزه یوه جدي مسئله ده. ځکه په ډېری شخصي او دولتي حتی عامه کمپیوټرونو کې غیرقانوني سافټ‌ویرونه کارول کېږي. کیدای شي یوازې په ځینو نړیوالو ادارو یا هم ځینو دولتي ادارو چې نړیوالې ادارې یې مرسته کوي لایسنس سافټ‌ویرونه وکارول شي. نور تر ډېره غلا شوي سافټ‌ویرونه کارول کېږي. د اوس لپاره چې جوړونکي کمپنۍ نه شي کولای زموږ په هېواد کې د عامه ادارو او شخصي افرادو په وړاندې اقامه دعوه وکړي، نو ځکه کیدای شي دغه غلا شوي سافټ‌ویرونه د حقوقي لحاظه کاروونکي له ستونزو سره مخ نه کړي. خو لکه پورته یې چې یادونه وشوه زموږ کارونکي به د سافټ‌ویر د نوې بڼې څخه بې برخې او له ګواښ سره به مخ وي.

که چېرې حکومت پریکړه وکړي چې د ټولو کارېدونکو سافټ‌ویرونو لپاره به لایسنس اخلي، دا به د اقتصادي لحاظه ډېرې بودیجې ته اړتیا ولري. تر دې چې کیدای شي زموږ په شان غریب هېواد یې د لایسنس اخیستو جوګه نه شي. نو د حل لاره دا ده چې په عامه ځایونو کې د کمپنۍ اړوند سافټ‌ویرونو په ځای آزاد سافټ‌‌ویرونه وکارول شي. ځکه دا سافټ‌‌ویرونه وړیا ترلاسه کیدای شي. د دې سافټ‌ویرونو د کارولو ستونزه به یوازې زموږ د کارونکو نه بلدتیا وي. چې د پراخ ښوونیزو پروګرامونو له لارې به دا تشه هم ډکه شي.

مایکروسافت د لینوکس بنسټ سره یو ځای کېږي!

اوس چې د کمپیوټري سافټ‌ویرونه په ډولونو لږ وپوهېدئ نو هرومرو دې پایلې ته رسېږئ چې په کمپنۍ پورې اړوند سافټ‌ویرونه او آزاد سافټ‌ویرونه د مارکیټ د ترلاسه کولو لپاره ډېرې سیالۍ لري. په کمپنۍ پورې د تړلیو سافټ‌ویرونو مخکښه کمپنۍ مایکروسافت او د آزاد سافټ‌ویرونه مخکښه کمپنۍ لینوکس یو د بل په وړاندې له پخوا رقابت لري. سره له دې چې دا دوې کمپنۍ دمخه هم په ځینو پروژو په ګډه کار کړی خو بیا هم د دوی ګډ کار به ډېرو خلکو ته د تعجب وړ وي. دوی غواړي رسماً په داسې یوه سافټ‌ویر کار وکړي چې د دواړو خواوو ښېګڼې پکې ځای په ځای شوي وي.

دوی د ۲۰۱۶ کال د نومبر په ۱۶ د کمپیوټري مالوماتو د زیرمتون (Database) لپاره په یوه نامتو سافټ‌ویر SQL باندې کار کوي چې په دواړو وینډوز او لینوکس کې به ترې ګټه واخیستل شي. د مایکروسافټ دغه نوښت، د ټیکنالوجۍ د کارونکو په اند یو ښه زیری دی چې مایکروسافت به نور د یوازې ګټې په ځای عمومي د ټیکنالوجۍ په وده کې د رضا کارانو سره ملتیا وکړي. (*)

پایله

زموږ په ټولنه کې ډېری کارېدونکي سافټ‌ویرونه غلا شوي دي، د یوه وجداني رسالت په توګه باید د دغه غلا شویو سافټ‌ویرونو په بدیل فکر وشي. دا چې د آزاد سافټ‌ویرونو لایسنس تر ډېره په وړیا توګه ترلاسه کېږي نو ښه دی چې ښوونیز بنسټونه د آزاد‌ سافټ‌ویرونو په ترویج کې پراخه ونډه واخلي. د اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو سره د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت باید خپله پالیسي داسې جوړه کړي تر څو په نورو اداراتو کې مجوز یا قانوني سافټ‌ویرونه وکارول شي او دوی یې جدي نظارت ورکړي. داسې نه چې د غلا شوو سافټ‌ویرونو د کارولو نړیوال لومړی مقام مو هم لکه په نورو منفي برخو کې را په برخه شي.

(*)https://techcrunch.com/2016/11/16/microsoft-joins-the-linux-foundation