د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان راتلونکي څلور کاله، د ډونالد ټرمپ په نا پیژانده څیره کې

خالد څرګند 17.11.2016 13:18

د روان ۲۰۱۶ زیږدیږ کال د نومبر ۸مه برابره وه د امریکا متحده آیالاتو له ولسمشریزو ټاکنو سره، چې په ترڅ کې د تمې خلاف ملیارډر او د سیاست په ډګر کې نا پیژنده او جنجالي څیره ډونالدټرمپ د غوڅ اکثریت په ګټولو سره د امریکا منتخب ولسمشر اعلان  او کابو څه باندې ۱۶ میاشتني ټاکنیز بهیر او اړدوړ ته یې د پای ټکی کیښیود.

دا به مو په کراتو د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د دوی له سترو سیاستوالو او نوماندانو اوریدلي وي چې؛ «له هر څه د مخه امریکا او د هغې ملي ګټې دي». امریکایی سیاستوال دا نه پټه وي او نه هم له دغه دریځ څخه یوه لویښت تیریږي، د امریکا ملي امنیت او نړیواله برلاسي د امریکایې سیاستوالو او مشرانو د سیاست اصلي محور دی چې دا د ډونالد ټرمپ، کلنتون، تیډ کروز، بیرني سندرز او نورو نوماندانو په ټاکنیز کمپاین کې لومړنۍ خبره وه.

نو ولې افغانان له متحده آیالاتو څخه د سولې او ثبات، بیارغونې او پرمختګ تمه کوي؟

حال دا چې دا هیڅ شونې نه ده چې د متحده آیالاتو او افغانستان ګټې دې په یوه ټکي راټولې او سره یو دې شي. امریکا چې په افغانستان او سیمه کې کومې ګټې لري او د هغو د تحقق لپاره کار کوي، هغه هیڅ کله هم د افغانستان په ګټه نه دي او د هغو لپاره کار او مبارزه کول، د افغانستان د ګټو خلاف دي او افغانستان باید د هغو ګټو قرباني شي. د بیلګې به توګه: د امریکا یو له اساسي غوښتنو او ګټو څخه په افغانستان کې نظامي او سیاسي حضور دی، چې دا په مطلق ډول د افغانستان په زیان او ضر دی. دا ځکه چې د امریکا نظامی او سیاسي حضور د افغانستان او سیمې د بې ثباتۍ لوی عامل او سبب دی. د امریکا بل اساسي هدف او غوښتنه د افغانستان له طریقه د منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا، چین او روسې تر څار لاندې ساتل او تر ممکن حد پورې د ځینو تر کنټرول لاندې راوستل او په ځینو فشار راوړل او کلابند کول دي،  تر څو امریکا ته  په نړیواله کچه سرغوږی جوړ نه شي کړی...  

بله مهمه مسأله دا ده چې خپله افغانستان د امریکا لپاره څومره مهم او د ارزښت وړ دی؟  

 افغانستان د امریکا لپاره د امریکایې  سفیرانو او نظامي قومندانانو په وینا چې هیڅ کوم ستراتیژیک اهمیت او ارزښت نه لري، بلکې افغانستان د یوې وسیلي او معبر په توګه مهم او ارزښت من دی. دا ځکه چې افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا تر منځ د یو ارتباطي پُل حیثیت لري او د امریکا لپاره یې په لاس کې لرل ضروري دي.

دا چې د امریکا په مشرتابه کې بدلون راغی او د چارو واګي له ډیموکراتانو څخه جمهوري غوښتونکو ته انتقال شو، او د قدرت په ګدۍ داسې یو کس کښیناست چې د امریکا په سیاسي مشرتابه کې یوه نوې او له دښمنۍ او عقدې ډک سړی دی، نو د افغانستان راتلونکي څلور کاله به د دغه ناپیژانده څیرې په سیاست کې څه ډول وي؟

له شک پرته چې د امریکا سیاست او اوږدمهاله کړنلاره د اشخاصو او افرادو په لاس کې نه وي، بلکې هغه مشخص سازمانونه او بنسټونه دي چې د امریکا په سیاستو او تصمیم نیولو اغیز لري، خو دا هم څرګنده ده چې د امریکا جمهوري غوښتونکی ګوند د تاریخ په اوږدو کې تل جنګي پالیسي غوره کړې او همدا ورته په میراث پاتې ده.

نو د ډونالد ټرمپ په راتګ سره به په افغانستان او سیمه کې جګړه او ناامني زور واخلي او امنیتي وضعیت به له بد بدتر شي. دا ځکه چې دامریکا سیمه ییزو اهدافو تحقق له جګړې او ناامنۍ  پرته ممکن نه دي. نو په همدې خاطر ویلی شو چې د ډونالد ټرمپ په راتلونکو څلورو کلو کې به افغانستان د نظامي لوبې په ستر ډګر بدل شي او حالات به ممکن د لا بې ثباتۍ او ناامنۍ خواته لاړ شي.

خو دا هم لرې نه ده چې د افغانستان په شمول د سیمې هیوادنه د خپلې سیاسي تاریخي عقیدې په محور سره راټول شي او د امریکا نظامي-سیاسي حضور ته نه و وایي؛ او دغه د شرارت محور له سیمې څخه لرې او سیمي ته یوځل بیا د تیر په څیر ثبات او امن ور وبښي.