د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښاغلی محترم ع.ا. عزيزی "علمی پوښتنه" دقیق علمی بحثونو ته اړتیا لری!

افغان تحرک 12.11.2016 22:34

ښاغلی محترم ع.ا. عزيزی په "افغان جرمن انلاین" کی د "ولي له ډيری مودی راپديخوا پښتانه ټکول کيږی ؟" تر عنوان لاندی په ٢٠١٦م. کال د نومبر په یوه لسمه نیته کښی یوه مهم او دقیق پوښتنه مطرح کړی دی، چی نه یوازی د غور، بلکه د دقیق علمی څیړنی وړ دی!

ښاغلی محترم ع.ا. عزيزی د خپل لیکنی په سریزه لیکی:

"ولي له ډيری مودی راپديخوا پښتانه ټکول کيږی ؟

سره له دي چي داموضوع د جدي پاملرني ، ژور تحقيق او دقيقي څيړني ارزښت او وړتيا لري ،خو بيا ھم لکه څرن د تاريخ دمحقيقينو دپام وړ نده ګرځيدلي او په دي اړه ګه چې لازمه ده ، زموږ يٻدحاضر نسل سوالوته د وخت له شرايطو سره سم دقناعت وړ ځواب ندی ويلي . زما په اند ښه به داوي چې د پښتنو روڼ اندي ژر تر ژره د دي موضوع علت او معلول ، سبب اومسبب ،سھوه او خطاء ، نيمګړتيا اوناخوالي ، چاره او دحل لاره په ګوته ، بربن ډ او په يوه رساله کي را غونډ کړي، ..."


او بیا پس له یوه تاریخی کتنه کی، په پای کی ښاغلی محترم ع.ا. عزيزی داسی لیکی:

"... اوس نو دي پورتنيو تريخو واقعيتو ته په ځير سره لازمه ده چي پښتانه په دي رابطه فکر او سوچ وکړي ، ته په کتو سره خپلې تيري کړني او تير وتني له سره را تر څووکولاي شي پورتنيو واقعيتو . او علما يې وڅيړي، ترڅود دي توان رامنځته کړي چې ھغه جبران کړي ً وسپړي ، دقيق يې بررسې زه په دي ھکله دټولو ھغه روڼ اندو پښتنو چې په خپل ځپل شوي پښتون ټبر يې زړه سوځي ، ھيله کوم ترڅو را ميدان ته شي او د دي تنګي او نازکي موقع څخه )چي نور نو د نابودۍ کندي ته لويږو (په استفادي سره د چاري لاره پيدا او خپل قوم ته يې ورپه ګوته کړي .بيا به ناوخته وي ؟؟؟"

منبع: http://www.afghan-
german.net/upload/Tahlilha_PDF/a_azizi_wali_pashtana_takawal_kizhi.pdf


دلته د یو داسی مهم او دقیق علمی پوښتنی لپاره ځواب پیدا کول، همداسی دقیق ځواب ته اړتیا لری، چی فقط او فقط پس له "علمی نظریاتو راتولولو"، پس له "دقیق علمی څییړنی"، پس له "دقیق علمی بحثونو" څخه لاسته راځی!


په عین حال د تاکید وړ دی، چی یو داسی مهم او دقیق علمی پوښتنی لپاره ځواب پیدا کول، په علمی اصطلاح " interdisciplinarity " توان ته اړتیا لری: یعنی یو "کثیر العلومو- مینځ علمی څانګی" توان ته اړتیا لری!


یعنی:

له یو خوا نه، ځکه چی دوه نیم سوه کاله کیږی چی تخصص او تخصص ګرایی په علمی دګرونو کی مینځ ته راغلی دی، مونږ د یو داسی مهم او دقیق علمی پوښتنی لپاره ځواب پیدا کول لپاره، د خپل مثلا، دسیاسی علومو واقعی علما ته، د خپل مثلا، د حقوقو واقعی علما ته، د خپل مثلا، د دینی علومو واقعی علما ته، د خپل مثلا، د روانشناسی علم واقعی علما ته، د تاریخ علم واقعی علما ته او همداسی دنورو علمی برخو او علمی څانګو د واقعی متخصصینو دقیق علمی څیړنی ته په همدا "محوری پوښتنه" په هکله اړتیا لرو، تر سو پس له همدا علمی نظریاتو د راتولو څخه، یعنی پس له "دقیق علمی مواد د راتولو څخه، یو "interdisciplinary" بحث، او نتیجه ګیری ته مخ راوړو!


اوس به ګورو چی زمونږ واقعی متخصصین د ښاغلی محترم عزیزی دا علمی پوښنی په هکله څه وایی؟



به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!

به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!

به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!

به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!

به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما